د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امريکا او یهوديانو بربریت په یو ویشتم پيړئ کې

chamtu
04.08.2006

د امريکا او یهوديانو بربریت په یو ویشتم پيړئ کې

http://www.netlebanon.com/LebAttacks2006


م ن غروال
05.08.2006

ښاغلی چمتو سلامونه ومنئ!
په ريښتيا چې د بربريت او وحشت درجه يې خورا لوړه ده٠ د تروريستانو پلوي هم نه کؤو او د هيڅ يوه بې ګناه انسان د وژلو پلوي مو هم نده کړې خو دغه بې شرمانه حکومتي ترور هم پخپل وار سره په کلکه غندو او عاملين يې مجرمين قاتلين بولو او دلوي الله ج څخه ورته د دنيوي او اخروي جزأ غواړو٠
او آرزو لرم چې فلسطين خپل ټاټوبۍ هر څه زر تر زره تر لاسه کړي او داسلام نړۍ سره يوه شي٠ او هر څوک په هر عنوان چې د الله ج او دهغه د رسول ص او دهغه دامتيانو سره دښمني کوي زه يې دښمن يم او غندم يې نفرين پرې استوم ٠
[color=white:0038342f8f]الهم النصر الاسلام والمسلمين والمجاهدين في الکل المکان *
علی کل قوم الکافرين والظالمين و علی قوم اليهود الغاصبين*[/color:0038342f8f] آمين


زرملوال
06.08.2006

محترم چمتو او غروال صيب سلامونه اونيكى هيلى مى ومنى

په اوومه پيړى كى دچنكيز قوم (تاتاريان)په نړى كى دوژنو او وحشت خپروونكى قوم بلل كيده
او ددوى تعريف به داسى كيده چى تاتاريان يعنى وژونكى غارتګر وينى څښونكى او ....او .......
خو اوس كه داسرائلو او امريكا يانو له پاره ورته تعريف غوره كړو بيانو زه او ته سمدستى ترهګر
يو او خير مو نشته ځكه نوره نړى او هرڅوك به شلته واچوو دا زمونږ او تاسو
دټول افغان كوچنى نړى به را واخلو دلته ډير ياران داسى شته چى امريكا بشريت ته
نجات وركوونكى بولى !!!!!!!!!!!!!

له 11|9 نه را په ديخوا تاسو ښه ژوره احصائيه واخلى او يا يي هسى تخمين كړى
ايا څوڅو ځله هغومره او يا له هغى نه سترى غميزى دهمدى ديموكراسى خپروونكى
امريكا په لاس را منځته شوى ؟؟؟

داد لبنان پيښى مونږ له نږدى نه څارو باور وكړى چى په زړه كى مى دومره سيكه نه ده
پاتى څو يي په اړه څه وليكم په 3 دروان اګست د لبنان لومړى وزير وويل چى په روان
اسرائيلى تيرى كى تر اوسه پورى 900 كسان وژل شوى او 3000 ټپيان شوى
او ددى زياته برخه ماشومان اوميرمنى دى ځكه يو دقانا په بريد كى په يوه ودانى كى
37 ما شومان شهيدان شول او داسى نور
دادومره وژنى او قتلونه ددوو اسرائلى سرتيرو د اختطاف يا تښتونى په مقابل كى وشوى !!!!!!!


م ن غروال
09.08.2006

که د مسلمانی دعوا څوک لري ددغې جملې :
[color=red:dfc9872cde]زما اميد دا دی چې دغه عکسونه دې ايت واله احمدي نژاد د ايرانستان ولسمشر او د حزبوا لله د ګوند مشر هم وګوري او سوچ دې وکړي چې ايا دوه اسرايلي اخټطاف شوي عسکر د دې لياقت لري چې دومره بېګناه لبنانيان د هغوۍ له پاره ووژل شي ؟؟ [/color:dfc9872cde]
پر ځاي يې :
[color=white:dfc9872cde]دا د وحشت او بربريت او غير انساني او بې شرمانه د اسرائيلوحکومتي ترور انځورونه دې دا ديموکراسۍ او د بشري حقوقو ټيکه داران وګوري او ملګري ملتونه دې يې وګوري او ټوله نړۍ دې يې وګوري چې د دؤو عسکرو په خاطر څومره بې ګناه اولس ماشومان او سپين سرې او سپين ګيري وژل کيږي٠[/color:dfc9872cde] ليکلي واي آيا ښه به نه واي؟
هغوئ خو هسې د ترور په منفوره کلمه د نړۍ قاضي القضات چارچ ډبل پوش لخوا نومول شويدي له هغوئ خو هسې ستاسو په تعبير لکه چې تمه نشته!
لعنت الله عليهم اجمعين*


م ن غروال
11.08.2006

ښاغلی کوشان!
پروپاګنده به مې نه وي کړي ستاسو د ليکدود په محتوا کي د ـــ که ليکلي واي ـــ مې ويلي دي چې ځواب غواړي که څه په لاس کي لرئ مهرباني، او که نه بيا هغه څه ته چې تاسو پروپاګنده ويلې ده را په ګوته کړئ٠
له هغو نورو خبرو چې نه يو خبر، نو نن يې ډيره ښه موقع وينم تاسو که ځانته تکليف ورکړ نو ټول افغان به درڅخه مننه وکړي او زه هم!
او ستاسو په اسلام شک؟ هغه يوځل له ټول افغان لوستونکو وپوښتئ چې کوم ځواب تر لاسه کوئ!
او زه حاضر يم چې ثابته کړم چې تاسو د اسلام په هکله خبرې اوپوښتنې ندي زده٠ دغه اصل ته فکر کوم روزنه به له ښوونې په ړومبې ګام کي غوره وي٠
په درناوې


pattang
12.08.2006

oh oh oh
Du sollst Deine Feinde lieben!
und
laß dir doch schrauben drehen - am besten aus edelstahl.

مادرته ويل چې داسې مکړه
ازار ګټليه اوس وهه د چول مزلونه
pattang

[quote:b92b7068e7="کوشان"]ښاغلی غروال

يوه پوښتنه ؛ په اسلام کې خدای مهم دی او که د ټول افغان د فوروم ليکونکي يا لوستونکي ، چې زه هغوۍ ته خپل مسلماني په اثبات ورسوم ؟؟

بيا چې خبره په اسلام کې ده نو دلته لمړی بايد مسلمان تعريف شي ، بيا به مالومه شي چې زه مسلمان يم او کنه او يا دا چې زه هم د يو مسلمان په حيث د دې حق لرم چې ځان د خپل دين په هکله پوهـ کړم او کنه ؟؟

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=1751

http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2080

په دغو دوو پورتنيو لينکونو کې ستاسي د ټولو پوښتنو ځواب شته .[/quote:b92b7068e7]


م ن غروال
13.08.2006

ښاغلی کوشان!
غوره تل همدا ده چې ليکنو کي په تېره بيا په بحثو کي بايد سړی د خپلو خبرو ځواب ولري٠ تاسو له پيله لا تراوسه د خپلو خبرو ځواب نلرئ!
ستاسو مسلماني مونږ لوستونکو ته خورا مهمه ده چې په هماغه کچه ستاسو د دلايلو په وړاندې دلايل وويل شي او خلک مو هم په هره څېره چې ياست په هماغه اصلي څېره وپيژني٠ دا ځکه چې دعوا د مسلماني او ستاسو ليکنې سر نه سره خوري٠
په تاسو کي زه د اسلامي روزنې کمښت وينم لدې امله به وي چې څه ليکئ درته ارزښت نلري٠ امکان لري ستاسو ملامتي هم نه وي پدې چې والد محترم مو ممکن ډير پخوا په حق رسيدلی وي او که نه وي رسيدلی تاسو ته دې يې خداي (ج) ژوندی لري ٠ او که نور کوم بل څه علت وي چې تاسو څه واياست درته ارزښت نلري هغه بيا روښانه کړئ! دا چې څوک مو د (ډم او ملا) سر ليک ليکل غوندې خبرو ساز ته ګډيږي اوملا او ډم سره په يوه تله کي تلي هغه خو د هر چا منطق پوه شه او د هغه اخلاق، خير په هر حال!
په اسلام کنايو او بدرنګيو ته زه شخصاً چا ته تن نشم ورکولاي او څوک داسې په مفتو کي پريږدم هم نه، لکه تاسو چې فکر کوئ ( که په ټول افغان کي وم، او که نه وم بيا مو د مور شيدې شه)!
که مو په روزنه کي له چا مرسته واغوښته فکر کوم بده به نه وي٠
په درناوې


م ن غروال
13.08.2006

ښاغلی کوشان!
زما په اسلاميت کي له دې وجې شک لرئ چې د ډم نوم د ملا نوم تر څنګه نشم زغملاي؟ او د اسلام څخه عرب پرستي او انسان پرستي جوړوم؟
نه وروره! تېروتنه مه کوئ٠ که په اسلام پوهيږئ ښه او که نه پوهيږئ نو بيا خلکو ته غوږ نيسئ او يا خپل اسلامي معلومات وړاندې کړئ٠
زه نه وايم چې خداي مه کړه تاسو مسلمان نه ياست اما خبرې مو د اسلامي ارشاداتو او اخلاقو سره سر نه خوري٠
اصحاب کرام چې بردۀ ؤو او د حضرت محمد ص سره يې په يوه دسترخوان ډوډۍ خوړه، هغوئ د هغو لوړو ايماني اخلاقو څخه برخورداره ؤ چې نن د هر مسلمان لوئ وياړ ګڼل کيږي٠ هغوئ رض عليهم داسي مؤمنين ؤ چې جنت يې په راتګ وياړنه کوي٠ او هغوئ چې وطن وران کړ هغوئ ملايان نه ؤ او ملايان د دين هغه علمأ کرام دي چې دمحمدي رسالت مسئوليت په غاړه لري٠ او تاسو يې نامې واخلئ په ډګر وليکئ چې مثلاً څوک يادوئ٠ دلته د ملا او ډم داستان مو پريږدئ هغه به تل ستاسو يوه خاطره وي چې د اړتيا په وخت کي به د مثال په ډولو ياديږي٠ دلته په لبنان باندې د يهودانو په وحشت وغږيږئ او وواياست که تاسو په خداي (الله) ج ايمان لرئ څنګه کولائ شئ چې دغه غيري بشري عاطفې ته چپه خوله پاته شئ؟
ستاسو په اسلام کنايو او ملايانو ته په سپکه کتل، زما لپاره په هيڅ صورت دمنلو وړ ندي٠ د اسلام د سپيڅلتياؤ دفاع که د تاسو زړه د اسلامه توروي، فکر کوم چې زما ملامتي به نه وي٠
زه هم په پښتو درته ليکم چې دا د اسلامي اخلاقو سره جوړ نه راځي٠ پدې هکله تاسو په پوره پيمانه مناسب دلايل تر لاسه کړل خو سره لدې له بده مرغه بيا هم خپل ډُول غږوئ او د خبرو ځواب هم نلرئ او د بحث څخه کډه وکړئ٠ مونږ وايو چې تاسو به اوس دا پوهه تر لاسه کړي وي چې څه په کوم شکل وپوښتئ او په کوم شکل يې مطرح کړئ خو ورځ نه وي تېره بيا ډم له اصحابو سره وتلئ٠
تاسو لطفاً دا پوښتنه په اسلام فورم کي وکړئ چې علمأ کرام او نور مسلمان خويندې او وروڼه څه ځواب درته وايي٠ د هغوئ خبره د يو مسلمان په صفت ولې ستاسو غوږو ته نه درننوځي؟ زما خبره مه منئ آيا د محترم طالب جان او محترم حليمي صاحب او محترم زرملوال صاحب ابو محمود ابو عمر او اسلام دوست او نورو ورڼو خبره خو به منئ؟
هرکله چې تاسو د مسلمانی دعوا لرئ او واياست چې په اسلام کي ډير لږ معلومات لرئ نو بيا نورو ته غوږ نيسئ چې درته وويل شي داسي خبرې او ويل شرعاً اسلامي اخلاق ندي، بيا نو په خپله خبره ټينګ مه ودريږئ! ځکه خو وايم چې تاسي تر ښوونې ړومبۍ روزنې ته اړتيا لرئ!
په لبنان به وغږيږو! تاسو د يهودانو تيری غندئ او که نه؟ حزب الله يو طرف ته پريږدئ په هغه مو خپل نظر څرګند کړئ دي! بس همدا وواياست!
که لا تر اوسه هم ډم او ملا په يوه تله کي تلئ همالته نظر څرګند کړئ سره ګورو به ، انشأالله تعالی٠
په درناوې


رښتینی
15.08.2006

زما محترمو وروڼو سلامونه به مى منئ

محترم غروال او كوشان را ځى خوشه مو نه ده چى دا شيرزاد صيب ته په
ګډه دا سى وړانديز وكړوچى د (ګيلى او ناندري) تر عنوان لا ندى يو بيل
بحث پرانيزى څو دا د ګډونوالو د خپلمنځى كش او كړپ او يا ګيلو او
ناندريو له پاره بيل ځاى مالوم وى او دا بيل او مهم بحثونه له دى ځينى
شخصى خبرو نه پاك پاته شى

او بل ددى كوشان صيب هم با يد په ګډه سره يو غم وخوړل شى ځكه دا او ږده
موده كيږى چى په ټول افغان كى ليكنى كوى خو له دى يوى ستونزى نه لا نه
خلا صيږى هغه دده داسلا او كفر دخبرى سپيناوى دى
زه د كوشان صيب په هر فكر او ټول مرام پوهيږم اويو مسلمان افغان يي بو لم
خو دا يوه پوښتنه ورنه كوم چى اخر ولى له ډيرو سپينا ويو ورو سته بيا هم
لو ستونكو او ګډون كوونكو ته قنا عت نه شى ور كولى ؟

او س خو نو دى غريب هم په تنګ شو او له خلكو سره يي په متقابل چلند لا س پورى كړ
يعنى كله كله دچا په اسلام كى شك څرګند كړى او يا هغه توره ټا په وكاروى هههههه

كه شيرزاد صيب دا وړانديزومانه خو شه به وى او كه نه نو وطنمل ته به
يي وكړو ځكه شيرزاد صيب زياته بو ختيا لرى او هغه دوطنمل صيب
په وړانديز يي هم چندانى غوږ ونه ګراوى چى هغه دبحث دفورم دبيل او
بارز عنوان له پاره يي ورته كړى و

نو وطنمل صيب كه اساسى كار نه شى كولى دومره خو به وكړى چى په
دى عنوان باندى د خبر تيا يا يو بل داسى ميخ ټكوهى څو هر وخت د مو
ضوعاتو په سر كى پاتى شى

ستا سو خواخوږى حامد


pattang
15.08.2006

[quote:e14de1fc2a="کوشان"]ښاغلي غروال ليکلي

[quote:e14de1fc2a]په لبنان به وغږيږو! تاسو د يهودانو تيری غندئ او که نه؟ حزب الله يو طرف ته پريږدئ په هغه مو خپل نظر څرګند کړئ دي! بس همدا وواياست! [/quote:e14de1fc2a]

په دې هکله تاسي کوولای شئ چې زما لمړنۍ ليکنه په همدې موضوع کې ولولئ .

ښاغلی غروال تاسي په خبرو اترو کې زما والد هم ياد کړی چې زه تاسي ته دومره ويلی شم چې مونږه په قرون وسطی کې ژوند نکوو چې د پلار د ګناه له پاره به دهغه اولاده هم جزا ليدله او يا د زوی په ګناه به خلګو دهغه پلار محکمې ته کش کړ .

[color=brown:e14de1fc2a]زه خپله عاقل او بالغ يم او زما پلار هيڅ ډول مسوليت زما په وړاندې نلري [/color:e14de1fc2a].

هلکه کو شانه ته خو ډېر سپين سترګی هلک يې دپلار په مقابل کې خو ولا ډيره سپين سترګي کوې ، ملامت نه يې ته د پسرلي بوی وهلی يې
پتنګ

[quote:e14de1fc2a]زه نپوهېږم چې تاسي په کومه پېړۍ کې ژوند کوئ ؟؟[/quote:e14de1fc2a]

اها دادې لا بله سپين سترګي خوار شويه لکه دې شړومبو مچ په هر ځاي کې پروت يې ته په کوم قانون ملا له ډم سره مقايسه کوې اول خو ملا يو عالم اومکتبي کاسب دي اوډم خو يوواځې کاسب دي چې مکتبي ندی ٠ نوته څرنګ دواړه مقايسه کوې ??
پتنګ

خو دومره غواړم زياته کړم چې په اسلام کې هم پلار ته ډير إحترام د هر مسلمان وجيبه ګڼل شوې ده ، ځکه خو زه ستاسي نه هيله کووم چې د اسلام دغه اصل ته احترام وکړئ او زما د والد د يادولو نه په خبرو اترو کې لاس واخلئ ، البته که په کردار او پندار مسلمان ياست او کنه نو په ګفتار مسلمانان ډير دي .[/quote:e14de1fc2a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more