د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بزګرانو دپاره دوطن دخدمت ګارانو څخه یوه هیله

خیریوسی
03.08.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

محترمو لوستنکو نن می یو عربی سایت تر ستر ګو سو ډیر می خوښ سو دوطن دخدمتګارانو څخه هیله کوم چی یو سایت په دغه شکل دځپلو بزګرانو وروڼودخدمت دپاره خلاص کړی او یا د خپل سایت په یوه کونج کی ځای ورته ورکړی

دکرهڼی لاری چاری په عربی ژبه په لاندی سایت کی موندلای شی
http://www.kenanaonline.com/page/85


خیریوسی
03.08.2006

محترمو لوستنکو بیا هم السلام علیکم

که کرونګر وغواړی چی زعفران وکری ددی ویب پاڼی څخه استفاده کولای شی http://www.iransaffron.org/kasht.asp

بخښه غواړم په هیواد کی دداسی معلومات څخه کروندګر بی برخی دی کاش زموږ دکرهڼی وزارت پخله پاڼه کی وکروندګرو ته داسی معلومات په پښتو ژبه خپرولای

مینه


خیریوسی
10.08.2006

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دمرغانود ساتولو لاری چاری په فاړسی ژبه په لاندی پیوند کی موندلای شی

http://www.iranpoultry.com/


روان
11.08.2006

ياره ابو محموده تا دي هم خدای په ښادۍ کړي !
افغانانو ته دکرهڼي او بزګری سبق د عربانو څخه و موږ ته د کمپيوټر دﻻري او هغه هم بيا په عربي ژبه راکوې ! ! داخو دي لکه چې ټوکه کړېده .
بل داچې وروره عربي هېوادونه خو ديوه سره ريګستان دی او په هر کونج کې يې يوازي اوښان او زوزان خواره دي خو د تيلو چينې ډېري لري . او پر هغو هم همدغو شيخانو د انګرېزانو په مرسته خېټه اچولې ده . دا هېوادونه اکثره بې آبه دي ! يعنی اوبه نلري خو ډېر ماړه خلګ هم دي .تر تېزک او زردکي دلندنه او او شنګټنه څخه په ډالرو را نيسي او په طيارو کې ورته راځي. دا ټمبل او دغولو ډک خلک اصلاً و کرهڼي ته اړتيا نلري . ددې خلګو خيټي او سرونه دواړه د غولو ډک دي ! خو ته يې موږ ته بزګري را زده کوې
راغلم زموږ دهيواد دبزګرو وړونو سره د خدمت ګارۍ خبري ته .دا زموږ در پدره خوار او ترټل شوي بزګران ته يو واري ډز بندي ور باندي بنده کړه، مځکي يې د ماينونه ورته پاکه کړه، راکټونه دي ورباندي بند کړه بمونه باندي بندکړه بيا دادنر بچيان دپلار او د نيکه بزګران دي او پوهيږي چې څه خيل خپله مځکه وکري او آباده ئې کړي .
ابو محموده دعربو څخه يوازي روپی راکشوه دا بې غيرته خلک د بل هيڅ ښې نه دي!
مځکه يې يو په بل پسې انګرېزان او امريکايان ﻻندي کوي زمو هېواد ته هم د هغوی دلاسه را وغزېدل او دادي واښکي يې راته غوړولی دي او دوی دوسان ﻻ ورته ګوري او پخپله د لندن او واشنګټن په نايټ کلپو کې اسلام راته ګټي!
چې خپه نشې په عربو يې والله که شل کړې خو دپيسو دراکشولو دپاره يې ﻻر لټوه او زموږ د بزګرانو خيال هم پکښې ساته!
په درنښت


دګران هيواد دسمسورتيا او ښيرازۍ په هيله

Rahmat spesalai
12.08.2006

اوبومحمود وروره سلامونه اونيكې هيلې مي ومنه :
ستاسو له نيك نيت او احساسوتونه ډيره مننه .
رښتيا هم بايد دي موضوع ته زياته پاملرنه وشي خو په دې اړه وزارت زراعت ويب پاڼه جوړه كړې ده. دليدو لپاره يي په لاندې ادرس كليك وكړۍ.
www.agriculture.gov.af
او همدارنګه تاسو كولاي شي چې دپيتاوُنه په نامه وبلاګ چې همدا اوس اوس جوړ شوي دي وګورۍ.
www.rahmatpetawal.blogfa.com
دګران هيواد دابادۍ په هيله
ستاسو ورور رحمت پيتاوال


کشمالې
12.08.2006

دافغانستان دکرنې وزارت املايي تېروتنه لاندی وګورۍ !
***

برای صفحه دری اینجا را فشار دهید

دپښتو پاڼه دپاره دا ځاي کليک کړۍ (کړئ)

پورته جمله په دوه ټکو روانيږي ، اوهغه `` ې `` او`` ل`` دي اوداسې بايدليکل شوي وای :

دپښتو پاڼې لپاره دا ځاي کليک کړۍ

زه په کليک اوږدبحث نه کووم ځکه تراوسه ورته منل شوې ګډنوم موندل شوې نه دې ٠ خودامريکا غږپښتوکاروونکي ورته `` ټس `` وايي ، نور، ورته `` کېمنډل ،کښېکاږل اوسکونډل`` وايي ٠ زه ورته `` ټک `` وايم خو `` کليک `` می خوښ دې ځکه په پښتوازادوغږونوکی شمېرل کېدای شي ٠
``ټس ، کېمنډل ،کښېکاږل اوسکونډل `` بېلې کليمې دي چې دکمپيوټري موږک لپاره نشي پکارېدې ٠ ، په وګړنيزو(تاوېلوماوېلو)کی ټس ، پړک اوڅپېړه خواپه خوا و، يونه دي ٠ کېمنډل ،کښېکاږل يا چاپي کوول سره خواپه خوا کېدې شي ، او ټک `` کليک `` ته په معنا کی ترټولونيږدې دې٠

اوس د ( پيتاوے نه) وېبلاګ ته کتنه : ددې لغت لاندی يوښه فارسي وېبلاګ جوړشوې دې چې د(وزارت زراعت افغانستان ) دوهمه پاڼه ده ٠

کشمالې


خیریوسی
14.08.2006

مترمو وروڼو هر یو, روان صاحب ’ انجينر رحمت پیتاوال صاحب
السلام علیکم ورحة الله وبرکاته
وروره روان صاحب زه ستاسو سره موافق یم لاکن وماته معلومه ده چی پر وطن مین افغانان دافغانستان دابادولو او وطنوالو ته په وړیا رنګا رنګ معلوماتونو خبرولو دپاره ډیر ځه په خپلو مغزو کی ساتلی دی او غواړی چی افغانستان په لږ وخت کی دسیالو هیوادو نه ښاد او اباد ووینی
محترم وروره انجینررحمت پیتا وال صاحب ستاسو دانیک عمل وطن او وطنوالو ته دستاینی وړ دی
الله (ج) دی په دنیا او اخیرت کی درڅخه راضی شی
ښاد آباد او بریالی اوسی
مینه
ابو محمود


خیریوسی
19.08.2006

محترمو لوستنكو السلام عليكم ورحمةالله وبرکاته

په لاندی پوند کی دکرهڼی لاری چاری او نور ډیر ښه معلومات په فاړسی ژبه لوستلای شی

http://www.parset.com/Sites/?CatID=88

دغذا ئې موادو فایدې په لاندی پیوند کی په فاړسی ژبه لوستلای شی

http://www.tebyan.net/Teb.aspx?nId=3335

مینه
ابو محمود


دلاسی صنایعو ماشینونه

خیریوسی
26.06.2007

محترمو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تاسو کولای سی په لاندی لینیک دترکی ساخت واړه ماشینونه وګوری
»دبسکوټ جوړولو لو ماشین
» دخوږو جوړولو ماشین
» دتناره دپاره داوړو ګډولو ماشین
» دسنګ مرمر صافولو ماشین
» دبلاستک نلونو جوړولو ماشین
» دمعکرنه جوړولو فابریکه
» دایس کریم جوړولو ماشین
» درومیانو دمعجون جوړولو ماشین
»دمیخو جوړولو ماشین
نور هم

http://www.aswakturkiye.com/index.htm

مینه


خیریوسی
26.06.2007

محترم کوشان صاحب السلام علیکم ورحمة الله
وروره ستا خبر 100٪ درسره منم
حکومت خو وهیواوالو ته داسی ماشینونه نه ورکوی
سواداګر که دا وړی فابریکی کښږدی
هم به وطنوال پر کار سی او هم دبل دمحتاجی څخه خلاص سو

مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more