ادبي ټوکې ټکالې
له درناوی نه ډکی فقهی ادبی ټوکی ټاکی
خیریوسی
31.07.2006
محترمو لوستنكو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
راځی چی دلته هغه ټوکی ټاکی ولیکو چی په ظاهر ټوکه او په اصل کی دفقهی ، ادب او داسی د نور و مسئلو ذده کړه وی او غیر لدی نوری ټوکی باید ونه لیکل شی
مینه
ورور مو ابو محمود
خیریوسی
31.07.2006
ګرانو لوستنکو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
زموږ په کلی کی لیونیۍ عبدالله و چی ټولو خلګو وهغه ته لیونیۍ ویل یوه ورځ زموږ دکلی ملاصاحب وهغه ته چرګه پلاس ورکړه چی دغه چرکه واخله اوپه داسی ځای کی یی حلاله کړه چی هلته هیځوک نه وی کوره پام کوه چی ځوک دی ونه وینی
عبدالله خوارکی هم چرګه او چاړه راواخستله و کنډوالو ته ولاړی دهغه ځایه څخه وغره ته ولاړی په یوه شیله کی کښینی چی چرګه حلاله کړی بیا دهغه ځایه ولاړشی بلی شیلی تر غرمی وګر ځیدی ماځیګر ولاړی ورود خانی ته دلته کښینی بیا هلته کښینی ماخوستن وملا صا حب ته د ژوندی چرګی سره راغلی ستړی ستومانه او چرګه یی ژوندی په لاس کی نیولی ده ملا صاحب ورته وایی تا لا تر اوسه چرګه نه ده حلاله کړی زما غرمه میلمانه وه تا اوس وماته چرګه ژوندی راوړه لیونیۍ عبدالله ورته ملا صاحب تا ویل چرګه په داسی ځای کی حلاله کړه چی حلته څوک نه وی زه هم ډیر وګر ځیدم خو داسی ځای می نه کی پیدا چی هلته څوک نه وی هر ځای ته چی ولاړسم هلته الله وی نو زه یی چیری حلاله کړم ته وماته یو ځای راوښوه چی زه هلته چرګه حلاله کړم
مینه
ابو محمود
خیریوسی
31.07.2006
محترمو لوستكو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
یوه ورځ میراتم اکا زموږ د کلی دملا صاحب څخه پوښتنه وکړه ملا صاحب یوه وړه پوښتنه لرم او ډیر شرمیږم ملا صاحب ورته ویل مه شرمیږه پوښتنه دی وکړه میراتم اکا ورته ویل په کوچنی پسکۍ اودس متیږی ملا صاحب ورته هو اودس متیږی میراتم اکا ویل چی کوچنی وی هم اودس په متیږی ملاصاحب هو اودس په متیږی بیا میراتم اکا ورته وویل چی بیخی ډیره کوچنی وی هم اودس په متیږی ملاصاحب ورته ويل میراتم اکا ستا اودس په ګوز هم نه متیږی زه وتاته نور څه ووایم
مینه
ابو محمود
م ن غروال
31.07.2006
د محمودجان پلاره که نور څه مو زده وي غوره به وي چې د خپل ځوريدلي هېوادپه هکله او دخپل در په در مسلمانو هېوادوالو لپاره که يوه کلمه هم وليکي چې پکي خير وي درته غوره به وي ځکه چې هم به دين وګټئ او هم دنيا !
په ملا پسې ټوکې خو يو وار ړنګې شوې او اوس ماشاالله تاسو توره راوخيسته؟
مع السلام
رښتینی
31.07.2006
محترم ابو محمود صيب سلام او نيكى هيلى
كيدى شى تا به په ښه نيت دا موضوع پيل كړى وى خو باور وكړه چى دا يوه داسى
څلور لارى ده چى كه ديارانو مخ درته را وا وښت بيا به په دى خپل كار پښيمانه شى
لكه غروال صيب چى درته ليكلى دى موضوع په دا لنډ وخت كى يوڅه تريخوالى
پيدا كړ او بيا دمسؤلينو له خوا ړنګه شوه
او بل زه يوه ټكى ته بيخى حيران يمه هغه دا چى دا ادبى ټوكى يي څه ډول ؟؟؟؟؟؟
دلته چى ما كومى ټوكى ليدلى دى په هغو كى خو دادب بوى هم نه تر ستر ګو كيږى
كيدى شى يوه نيمه ادبى به هم وى خو ځينى ملګرى بيا دټوكى له پاره دادبى چوكاټ
جوړولو توان او سيكه نه لرى
خیریوسی
01.08.2006
محترم غروال صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دالله( ج ) څخه تاسو او ستاسو محترم فامیل ته روغتیا او خوشحالی غواړم
ګرانه وروه زما په ملاصاحب ( حقیقی ملا) څونه خوا بدیږی هغه صرف وماته معلومه ده زما مقصد هم دا و چی چی لیکونکی ملا صاحب پریږدی او داسی ټوکه ولیکی چی په هغه کی یوه مسئله نغښتی وی زه دټولولوستنکو څخه بښنه غواړم اود ټول افغان فارم چلونکو څخه هیله کوم چی دغه عنوان او لیکنی ړنګی کړی
مینه
ابو محمود