وطن پال او نور ګټور شعرونه
دكار وان اوليوال د شعرونوغورچاڼ
رښتینی
24.07.2006
دكار وان اوليوال د شعرونوغورچاڼ
محترمو وروڼو سلامونه او نيكى هيلى
دپښتو ادب ته چوپړوهونكى ځوانان او يا ددى شائسته بڼ مينوال به دادواړه څيرى پيژنى
دادواړه ډير نازكخيال او خوږژبى شاعران دى زړه مى غواړى چى ددوى شعرونه ولولم او
ښه ډير يي ولولم او نن دا خيال راسره پيداشو چى ددوى شعرونه له يوه بل سره وګورو
په دى معنى چى دهر يو ه ترټولو نه غوره شعرونه دلته را واخلو نور نو دا به هسى لكه
دغورچاڼ غوندى بڼه ولرى او ددوى له غوره شعرونه نه به خوند واخلو
اوس نو دا كار زما په اند يو خوندور كار دى او دادب مينوال خو له
داسى كارونو نه خوندونه اخلى راځئ په ګډه دا كار سره پيل كړو
دهر يوه به يو يو شعر او غزل را اخلو او سره پرتله كوو به يي
خو يوى خبرى ته به پام كوو او هغه دا چى حكمونه به نه لګوو
داسى چى دفلانى دا شعر دهغه بل له هغه نه ډير شه ده اود هغه
بل دا دومره نه ده او ددى دواړو شاعرانو احترام به په نظر كى لرو
هسى نه چى كومه خبره مو ددوى دخپګان لا مل ونه ګرځى او يا خداى مكړه
خبره تر ننګرهار او پكتيا پورى ورسيږى چى بيا نو پكتيا وال دكاروان
او ننګراريان دليوال په ننګه ميدان ته را ووځى او دا خوندور مجلس مو په
ناندريو بدل شى
دلته دليوال په دى غزل دا مجلس پيل كوم
[color=yellow:7fc7d0517b] غزل
مه وايه چې سترګو کې مې تش د خمار سره اوسي
دلته خو زما هم يو وړوکی غوندې زړه اوسي
څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګيډۍګيډۍ
دنګې چټې پيغلې چې سر خيلې د واده اوسي
لمره دعا نشم کړای چې کلي ته دې وبولم
دومره اور خو راکړه چې لاسونه مې تاوده اوسي
سم به وي ، خو کم به وي،زړه ستا د قد دربار نه دې
ستا د بڼو کور دې دلته ټول پکې کاږه اوسي
سيند ورنه راوړي سپينو اوبو کې سور د وينو رنګ
ښکاري چې بر کلي کې لا اوس هم پښتانه اوسي[/color:7fc7d0517b]
___________________________________
په دى غزل كى خورا ښكلى او نازك تخيل نغشتل شوى دى كيدى شى تاسو
دپښتنو پيغلو اتڼونه ليدلى وى كه دليوال صيب دا يو بند ولولو نو ګومان كوم
هغه اتڼ به مو داسى په ذهن كى راشى لكه سړى يي چى دتلويزون په پرده ګورى
[color=darkred:7fc7d0517b]څه په درز چمبه وهي او ګډې شي ګيډۍګيډۍ
دنګې چټې پيغلې چې سر خيلې د واده اوسي[/color:7fc7d0517b]
لكه په يوه چمن او يا بڼ كى چى ځوانا ن ناست وى او ليوال صيب ددوى
په څنګ كى په يوه لوړ ديوال ناست وى او په دى حالت كى يي دكلى په
منځ كى په يوه غرپنده اتڼ سترګى ولګيږى او په دى حالت كى خپلو يارانو
ته مخ واړوى او داپورتنى بند ووايي
_________________________
په دى غزل خو سړى نور هم ګړيدلى شى خو اوس دى بل يو ملګرى
مهربانى وكړى او دمحترم كاروان صيب يوه غزل دى را باندى ولوروى
په مينه
________________________________
[size=9:7fc7d0517b]دلرغونى صيب په لارشوونه يوا ځى عنوان تغير شو[/size:7fc7d0517b]
larghonay1
30.07.2006
حامد صيب دا سرليك باندې لږې ګوتې ووهه !
ستاسوسرليك دى د كاروان او ليوال شعرونو ته پرتليزه كتنه
او بيا مو ليكلي ((پرتله په دى معنى چى دهر يو ه ترټولو نه غوره شعرونه دلته را واخلو نور نو دا به هسى لكه
دغورچاڼ غوندى بڼه ولرى)).
زمونږ ګوتې هسې هم نه درېږي هسې نه چې څه پرې وليكو .
د شف شف پرځاى كه سم شفتالو ووايې او د پرتله كولو اجازه راكړې نو ښه به وي.
مننه