د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

****خالص بابا خپل روح وسپاره


څاروان
24.07.2006

ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه

په ډيره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړې چې د هيواد ستر مجاهد شخصيت او وتلي اديب او ليكوال، پياوړي عالم او د افغانستان اسلامي حزب رهبر محترم مولوي صاحب محمد يونس خالص د ۲۰۰۶كال د جولاي د مياشتي په ۱۹ نيټه د ورپيښي ناروغۍ له كبله وفات شوي.
انا لله و انا اليه راجعون

له ټولو مسلمانانو څخه هيله لرم چې نوموړي ته له الهي دربار څخه د مغفرت دعا وغواړي او د هغوي په جهادي پل پل كيږدي.

په لانديني لنك كې د مرحوم بابا د ځوي انوار الحق مجاهد په امضاء يوه اعلاميه د همدي موضوع په اړه كتلي شي.

http://j.1asphost.com/hamidkhan/kahlis_baba.jpg


pattang
24.07.2006

انا لله و انا اليه راجعون.

خدای پاک دې مولوي صيب خالص وبخښي او کورنۍ ته يې دزړه تسلا او صبر غواړم٠ مولوي صيب دجهاد په وخت ، د روسانو په مقابل کې
خپل هيواد او خپل دين ته ډېر خدمتونه کړې دي چې دهيرولو وړ ندي٠

څاروانه وروره ډير وخت ورک وې باور وکه چې ستا په دغه ليک باندې ، پدې مانا چې ته روغ ېي دومره خوشاله شوم لکه چې ورک ورور مې را پيدا شوی وي٠

د پښتنولي په مينه پتنګ


رښتینی
24.07.2006

[size=24:eb3b11e0de] انا لله وانا اليه راجعون [/size:eb3b11e0de]

دمحترم مولويصيب خالص مړينه رشتيا چى يوه خواشينوونكى پيښه ده
لوى څښتن دى په مولويصيب باندى رحم وكړى او خپلوانو ته دى اجر او نعم
البدل ورپه برخه كړى

او څاروان صيب له تاسو نه هم مننه كوو چى دمولويصيب
دفاتحى خبر مو خپور كړ شاد او اباد اوسى


منلی
25.07.2006

انا لله وانا اليه راجعون
مولوی صاحب دی خدای وبښی په رښتیا چی یوه لویه سایه موله سره لری شوه .


daud
30.07.2006

انا لله وانا الیه الراجعون
دعَالَمِ اسلام دوتلي دیني عالم ،دخدائ دلارې لوی مجاهد او دافغانستان دازادئ اواستقلال د سنګر نه تسلیمیدونکي مبارز اروا ښاد علامه مولوی صاحب محمد یونس خالص دمړینې له کبله دهغه مرحوم کورنۍ،افغان وولس او دحق دلارې ټولو مبارزینو سره په د ژور ماتم کې ځان شریک بولم ، الله (ج)دهغه مرحوم روح ښاد او جنت فردوس په نصیب کړی ،موږ ته ددې جبران ناپذیره پیښې له کبله دزړه صبر او دا توان راکړی چه دهغه په پله قدم کیږدو او انساني او اسلامي ارمانونه ئی پوره کړو.
امین یا رب العالمین



30.07.2006

انا لله وانا الیه الراجعون
څنګه چې انمالعمل باالنيات ، نو مرحوم مولوی صاحب خالص ته به هم خدای (ج) اته واړه جنتونه ور په برخه کړي ، آمين ثم امين !
که څه هم د آی . اس . آی او سي . .آی . ای تر مستقيمي ﻻرښودنې ﻻندې ډير وجهادي قوماندانانوپه ښه (؟) نيت سره خپل وطن وران کړی، مسمانان يي وژلي او ځورولي دي، چې مسلمان اولس ورته بخښنه نشي کولی ، نو ځکه د الله تعالی له خوا هم د هغوی بخښنه د شک تر ګواښ ﻻندې ده . خدای دې وکړي چې مرحوم مولوي صاحب ددغسې جهاديانو له ډلې څخه ليرې پاتې شوی اوسي او په ښه نيت يې هم څوک بي ګناه نه وي وژلی .او که نه داسې نه وي او خبره برعکس حقیقت وي، نو بيا هم د لوی خدای له درباڅخه ورته بخښنه او مغفرت غوا ړو !


larghonay1
31.07.2006

زخمي وروره د مولوي صاحب يونس خالص په سپېڅلتيا اوپاك جهاد كې خو هيڅ شك نشته .
داچې تاسو شك څرګند كړى چې څوك به يې وژلي وي نو بې ځايه دى او ښايي د افغانستان له حالاتو ناخبر ياست.
دا چې قومندانانو يې څوك وژلي وي نو دا هم تر ډېره بريده معلومه ده چې د مولوي خالص قومندانانو خپلمنځي جګړې نه دي كړي . خو كه چېرته يې كوم قومندان خپلمنځي جګړو كې برخه اخيستي وي او يا يې كوم مسلمان بې ګوناه وژلى وي نو دمولوي خالص په فرمان يا قومانده يې نه دي وژلي، نو د هغه قومندان خپله ګوناه ده.
اودى ورسره په ګوناه كې نه دى شريك.
او داسې ښكاره خپلمنځي جګړه لكه د ګلبدين او رباني چې په هر ځاى كې سره ښكر په ښكر وو د ده قومندانانو نه ده كړې.
او د اى ايس اى په اړه هم د ده دريځ څرګند و . په هغه وخت كې چې د روسانو پر خلاف جګړه وه او د پناه ځاى پاكستان وركړى و نو روښانه ده چې د اى ايس اى سره به يې اړيكې وې . ځكه كه نه واى نو هغوى بيا په پاكستان كې كله پرېښودو. اود افغان جهاد سره نړيواله مرسته هم دهمدې ميراتمړي اى ايس اى په لاس كې وه .
خو دا اړيكې يې هم د ګلبدين غوندې نه وې چې د افغانانو د سر سړي يې وژل. بلكې د جهاد د بريا له پاره وې . او دا نو د هغو ټولو افغانانو غوښتنه وه چې د روس پر خلاف يې پاكستان ته پناه وړې وه. خو دا ويلى شم چې د اي ايس اى په اړيكو كې هم ډېر بريالى نه و ځكه په پاكستان كې په اوو واړو جهادي تنظيمونو كې د ده ګوند ډېر كم ځليدو.
نور مولوي صاحب محمد يونس خالص يو پاك، سپېڅلى، ساده ، مسلمان، پښتون او عالم شخصيت و.
د نورو غوندې يې په لسګونو ګارډان او موټر په ځان پسې نه ګرځول،ليدنه كتنه ورسره ډېره اسانه وه .
[color=darkblue:9b79f57358]خو دا چې زامنو يې ورسره څومره ناځواني وكړه؟ [/color:9b79f57358]
دانو له هيچا پټه نه ده.
مولوي صاحب ان د طالبانو د واكمنۍ پر مهال ګوزڼ (فالج) وهلى و چې په خبرو يې په ډېره ستونزمنه توګه يوازې د ده د كورنۍ غړي پوهيده.
او دغه ګوزڼ نو داسې ورپورې ونښتو چې كله په يو او كله به يې په بل اړخ وواهه.
دا خبره بېخي غلطه ده چې ګواكې دى د امريكايانو خلاف و نوځكه يې زامنو دغله غوندې په ګور ومنډلو.
ده هيڅكله د كرزي د واكمنۍ پر مهال د دې توان نه درلود چې د امريكايانو پر ضد د جهاد اعلان وكړي. كيدى شي په زړه كې به يې وو چې له هغې خداى خبر دى خوله خبرو لويدلى و. او نه امريكايان دومره احمقان دي چې له لاس او پښو لويدلى هغه مولوي صاحب چې اوسمهال يې ګوند هم له منځه تللى و . نيولى واى.
نو ددې وېره نه وه چې امريكايان دى دغه په تنبه پروت مړى ګوانتانامو ته بوځي.
او د تېر جهاد په تور خو يې هيڅكله هم نه نيوه.
مولوي محمدنبي محمدي هم يو جهادي مشر و او ان دا چې د طالبانو سره يې خپل ګوند منحل كړ او يو طالب شو.
نو هغه ولې امريكايانو ونه نيواو يا يې له ګوره راونه ويستو؟
خو دا چې د مولوي صاحب محمديونس خالص سره يې زامنو هر چم كړى ، ګومان كېږي چې د ده پر سر يې كومه معامله كړى. چې مونږ يې خداى ته سپارو.
كه دارواښاد مولوي محمد يونس خالص زامنو د خپل پلار سره ځواني، پښتونولي او مسلماني كړې واى نو ليرې نه وه چې په زرګونو افغانانو به يې فاتحه اخيستى واى. قبر به يې معلوم واى او په راتلونكې كې به خلكو ورته لاس پورته كاوه. خو خداى دې د دوى انصاف روزي كړي.
په پاى كې وايم:
[color=blue:9b79f57358]خداى دې هغه زړور پښتون مجاهد چې د نورو جهادي ډلو مشرانو له ډاره او محافظه كارۍ پښتو ته شرك وايه او ده پكې هم شاعري كوله، هم ليكوالي او هم يې د خپل ګوند نو م په نره (د افغانستان اسلامي حزب ) ايښى و، وبښي![/color:9b79f57358]
په همدې هيله
ستاسو لاروى
[color=red:9b79f57358]د مولوي صاحب خالص په اړه مې د بي بي سي راډيو نه د استاد سعدالدين شپون يوه حيرانوونكې خبره واوريده چې ويل يې : ( خوالس مې خوښيدو خو هم عقيده يې نه يم).
خالص خو اخوانى نه و چې سړى ووايي د شپون صيب هم عقيده نه و. هغه خو يو ساده مسلمان و نو شپون صيب مسلمان نه دى چې د خالص هم عقيده نه و كه څنګه ؟ [/color:9b79f57358]
كاشكې يې څوك روښانه كړي!


lawangin
31.07.2006

په پښتنو کې خو داسې رواج وو اواوس هم  په اصيلو پښتنو کې شته چې څوک مړ شي نوهغه ته په پټه خوله دوعا کوي او دکم وخت لپاره ځان ور سره غم شريک بولي ٠
دا چې هغه څرنګه سړی وو اوڅه ېي کړي  دي ،هغه په بل وخت او بل ځای کې يادوي.
زه نه پوهيږم چې د پښتنو په ځای بل څوک دلته ليکنې کوي او که زه لوده په رواج نپوهيږم٠
د پښتنولي په مينه
لونګين ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more