د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتانه په آريايۍ ويب پاڼه کي!

م ن غروال
23.07.2006

درنو لوستونکو سلامونه ومنئ!
د پښتنو پر ضد کرکه لا د ډير وخته د هېوادپلورونکو او او د هېواد ملې خائينانو سره وه ولو که په هر ګوند او مذهب او سياسي عقيدې او تګلارې روان ؤو٠ څه د پرچميانو مزدک خېلانو او څه هم د د مسعود خېلانو لخوا دا کرکه نوره په نجاست او کثافت بدله شوه او ډير پښتنې کورنې يې د قربانۍ په سمندر کي لاهو کړې٠ اوس بيا د همدغو اتلانو د کار او روزګار شپه د بي 52 او د امريکي د توپک د سيورې لاندې را سبا شوه٠
له ډيرو خبرو تيريږم د اريايي ويب پاڼه چې د پښتنو او ملې وحت پر ضد هرڅه خپروي او پښتو ليکنې يې د (پشتو مقالې) يوه کونج ته کړي دي حيران خپلو پښتو ليکوالو ته يم چې دوئ ولې هلته د خپلو ليکنو خپرولو علاقه لري او خوند ورکوي چې په نيغه يې ليکنو ته سپک وکتل شي؟
آيا مونږ ته به خپلې د پښتو ويب پاڼې بسنه ونکړي؟ دستګير پنجشيري څه ؤ چې د پښتنو پر ضد يې ونه ليکل او تر آخره د پښتنو د سيورې لاندې هم واوسيده او انجاماً د مسعود د پيری لمن يې ونيوه او لاس پوڅی مريد يې شو٠
[color=red:6ac0b13666]دکتر صاحبنظر مرادی [/color:6ac0b13666] څه وايي :
[quote:6ac0b13666]تغییر سرود ملی از یک زبان رسمی فراگیر ملی بیک زبان رسمی محدود قومی کاری بود که اعتماد و اعتبار دولت و دست اندرکاران آنرا زیر سوال برد و مردم تازه دیدگاههای متعصبانه ایرا در عقب سناریوی چنین مسایلی دریافتند. مردم با توجه به مکر وحیل سیاسی از بسکه از نظامهای گذشته جفا، بیعدالتی و استبداد کشیده[/quote:6ac0b13666][color=#444444:6ac0b13666][/color:6ac0b13666]ده بېسواده چې څه ويلې هغه خو ډيرې خبرې دي او دده غوندې نور مداريانو کمی هم نشته ٠
دغه پښتنو ليکوالو ته زه واقعاً هک پک يم چې دوئ په آريايي کي ددغو خلکو خبرې ولې نه ورځوابوي؟ زما خو د قلم ادب رعايت نه، دوئ د ادب په رعايت ولې غټ غټ او رڼې رڼې ورته ګوري؟ او بيا ای کاش چې ددغو پښتنو ليکوالو خبرې خو لا کومې نوې خبرې واي؟ خو هماغه زړه بابولالې ده چې اريايې صاحبان يې د پښتو په ويب سايټونو کي ګوري٠ اوکه غواړي دا زحمت يې ورلږ کړي چې د پښتو په ويب پاڼو د کليک له زحمته خلاص وي؟
په درناوې


Re: پښتانه په آريايۍ ويب پاڼه کي!

منتظرمسید
23.07.2006

ګران غروال صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ.
که درته ستونزمن نه وي نوددې پاڼې انټرنیټي پته خوراته ولیکئ ،ځکه چې مایوه ورځ ډیرې هڅې وکړې خوومې نه مونده .
په درناوي


م ن غروال
23.07.2006

ښاغلی مسيد ورور وروسته له سلامو!
www.ariaye.com دلته د پښتنو ليکوالو نه يوازې حيثيت وګورئ بلکه هغه پروپاګنده پاڼه، او ددغو پښتنو صاحبانو ليکنې! د خندا به دې کولمې وخوږيږي او د قهره به دې کمپيوټر مات کړئ! ا که بيا تاسو د چا ځواب لږه په تريخه ورکړ همدا ټول افغان يې ولا که درته خپور کړي آريايي خو حق په جانب هم بوله!
برياوې مو په برخه
په درنښت


منتظرمسید
24.07.2006

ګران ورورغروال صیب !
یونړۍ مننه .
لکه چې پدې فورم کې څوڅوواره یادوونه شویده،پښتانه دکمترۍ دحس په ناروغي اخته دي ،دوی یوچاریک دي خوځانونه ورته پاوښکاري ،خوهغه بله خوابیاپاوده اماځانونه چاریک بولي اوله بده مرغه چې زموږځینې پښتانه هم هغوی ته دچاریک په توګه ګوري .ځینې پښتانه لیکوالان ددې لپاره چې ځانته یی قناعت ورکړی وي چې ګواکې اوس نوپه رښتیاهم لیکوال شو،نوداضروربولي چې په پاړسي دې هم لیکنه وکړي که ددوی په نظردابه دامانا ولري لکه چې زده کړه یی کړې وي خوډیپلوم اوسندونلري .خوزماپه اندداددوی ستره غلط فهمي ده اوپه عین وخت کې دخپلې ژبې سره بې وفاهی هم ده ،چې نوموړي کسان نه یوازې داچې پرې ښکلي نه ښکاري بلکه دهغوی دحثیت په راکښته کولوکې هم رول لرلی شي .
هغه دیوه ملګري خبره په ځای ده چې تاسووګورئ ناپښتوسایټونه اودپښتوسا ئټونه ،په هغوی کې ځمکه اواسمان توپيردی ،دمحتواله مخې ،دمضامینوله پلوه ، په هغوکې دګډونکونکودشمیرې له اړخه او....خودافسوس یاخواشینۍ ځای پدې کې دی چې هغه پاڼې هم زیاتره دپښتنولیکوالانواوادیبانوپه نوښت اوزیارنوموړې پوړۍ ته رسیدلې دي ،امادپښتوله ویب پاڼوسره زموږپښتانه وروڼه له بده مرغه چې دومره مینه اولیوالتیانه ښئي .
نوغروال صیب دومره به ووایم چې پښتنوته دې لوی رب پوهه ورکړي !!
په درناوي


ميوندي
26.07.2006

غروال صاحبه !
ګوره غر واله که ته شر اچونکی نه يې نو د همدې اريايي پاڼي په تازه ګڼه کې د ښاغلي غمخور ليکنه (دخپل ولس په غم کې خوښی مه لټوۍ !) وګوره چې دا نر پښتون څه وائي . او ددې نه علاوه که ته غواړي چې د پښتو يا پښتنو په نامه څه ووائي نو بيا ستا لاس چا تړلئ دی خو را مخته سه او يو څه وليکه . نر سه، پښتون سه، منلی افغان سه، سپين مخی سه . غروال صاحبه ته بايد په دې پوه يې چې نن پرون نه دئ او دا نن به سبا هم نه وي خو د پرون په فکر د نن و لانجو ته کتل څه لاسته نه راوړي . شر اچونه نور بس ده او ددې لانجمن بهيرنه چې هره ورځ بېګناه انسانان تباه کيږي بايد ځان را وايستل سي. موعظې اونصيحتونه او د فتنه ګری نسخې بايديوې خواته پرېښودل شي. د وطن او راتلونکي ته بايد وکتل شي غرواله يو څه وليکه او د نوي وضعي د غوښتونو په خاطر يې وليکه . په همدې پاڼه کې د ښاغلي هدايت الله هدايت ليکني او څېړني هم پرتې دي هغه ولوله چې څه وايې . ايا دا ټوله زړې بابولالي دي . نوکه داسي وي ته ښاغلی نوي بابولالي را شروع کړه چې ټوله فايده ترينه واخلي .
زما په اند پښتانه بايد په هغه ځای کې خپل حضور ښکاره کې چې هغوی يې د بربادئ نخشې طرحه کوي . ته په دې پاڼه کې ياني د اريايې په پاڼه کې چې په رشتيا هم د يووالي او پښتنو ضد پاڼه ده، څه غواړي . ويې ليکه خپره يې کړه او د سپي تر کوني يې را وباسه خو د خدای په لحاظ پر خپل پښتنو دي فتنې او موعظې بس او د هغو درناوی وکړه .
په درناوي
ميوندي


pattang
26.07.2006

ميوندي اغا سلام عليکم !
دغروال په ليک کې خو شر اچوونکې خبرې ماندي ليدلې ، هغه خو يو روغ حقيت ليکلی دی ٠ وروه ستا هدف څه شی دی ? ته ولې نا ارامه شوې ?
ته ورشه په www.afghan-web.com کې وګوره چې هلته په پښتنو پسې خصوصادميوند په فاتح او احمد شا ابدالي پسې څه ليکل کيږي ? هغه شيان زه دلته داب په لحاظ نشم ليکلی او که په اتا ترک پسې په ترکيه کې څوک داسي وليکي نوهغه ليکونکی به تر کان ا عدام کړي .
وروره که در بار چلونکي خدای ورک هم کړل خو دکزي کاکو په دربار کې پاړسونوره هم لا در باري شوه ، دپښتنو قاتلان يې مشاورين او تر څنګ ناست دي په کندهار کې هم په هر دفتر کې پاړ سو رويکاره او ټول کارونه پرې کېږي،ته يې نو نور څه غم خورې ٠??????????????????
ميوندي اغا !
ولې دومره ډارن ېي تر څو چې پښتنو ته خپل حق ورنکړی شې پرون به تل نن وي ٠

د بيناموسانو د تباي په هيله او په پښتني غورځنګ
پتنګ

[quote:dfc852c573="ميوندي"]غروال صاحبه !
ګوره غر واله که ته شر اچونکی نه يې نو د همدې اريايي پاڼي په تازه ګڼه کې د ښاغلي غمخور ليکنه (دخپل ولس په غم کې خوښی مه لټوۍ !) وګوره چې دا نر پښتون څه وائي . او ددې نه علاوه که ته غواړي چې د پښتو يا پښتنو په نامه څه ووائي نو بيا ستا لاس چا تړلئ دی خو را مخته سه او يو څه وليکه . نر سه، پښتون سه، منلی افغان سه، سپين مخی سه . غروال صاحبه ته بايد په دې پوه يې چې نن پرون نه دئ او دا نن به سبا هم نه وي خو د پرون په فکر د نن و لانجو ته کتل څه لاسته نه راوړي . شر اچونه نور بس ده او ددې لانجمن بهيرنه چې هره ورځ بېګناه انسانان تباه کيږي بايد ځان را وايستل سي. موعظې اونصيحتونه او د فتنه ګری نسخې بايديوې خواته پرېښودل شي. د وطن او راتلونکي ته بايد وکتل شي غرواله يو څه وليکه او د نوي وضعي د غوښتونو په خاطر يې وليکه . په همدې پاڼه کې د ښاغلي هدايت الله هدايت ليکني او څېړني هم پرتې دي هغه ولوله چې څه وايې . ايا دا ټوله زړې بابولالي دي . نوکه داسي وي ته ښاغلی نوي بابولالي را شروع کړه چې ټوله فايده ترينه واخلي .
زما په اند پښتانه بايد په هغه ځای کې خپل حضور ښکاره کې چې هغوی يې د بربادئ نخشې طرحه کوي . ته په دې پاڼه کې ياني د اريايې په پاڼه کې چې په رشتيا هم د يووالي او پښتنو ضد پاڼه ده، څه غواړي . ويې ليکه خپره يې کړه او د سپي تر کوني يې را وباسه خو د خدای په لحاظ پر خپل پښتنو دي فتنې او موعظې بس او د هغو درناوی وکړه .
په درناوي
ميوندي[/quote:dfc852c573]


صافی
26.07.2006

میوندی صاحب !په خیر راغلې
په مطلب دې زه هم چندان پوه نشوم ، دا دماضی اوحال او راتلو سیناریو دې سمه نه ده تشریح کړی او وخت ټول دځغاستې په کنځلو تیرکړی.
ښاغلیه! دمره مایوسیت هم ندی پکار چې دیوې خوا ماضې اوتاریخ درنه هیر شې او دبلې خواداندیښنې او فکر تسلسل درنه خطا شې ،که څنګه ؟ځینې خبرې دې سمې دي او ځیې دې نا مکمله پریښي . که مهربانی وکړې اوخپل هدف روښانه کړې ښه به وی.
په درناوی


م ن غروال
29.07.2006

ښاغلی ميوندی صاحب سلامونه ومنئ!
د ښاغلي غمخور ليکنه او يا هم د نورو وروڼو ليکنې، دا هر څه درست، اما د هغو صاحبنظرو ليکنو په وړاندي چې د پښتو او پښتنو پر ضد ليکنې کوي که څه وليکل شي نو غوره به وي نه هماغه تکراري خبرې چې د پښتو په ټولو برېښنا پاڼو کي خپرې شوي وي نو هلته يې د تکراري خپرولو ضرورت د څه لپاره دي ؟
آيا ددې لپاره چې د آريايي پاڼه نوره هم وده وکړي؟
او که آيا ددې لپاره چې د آريايي کتونکي او خوښوونکي د پښتو په سايتونو د کليک له زحمته خلاص وي؟
او بيا کله چې د ( پشتو مقالي) د سرليک لاندي خپرول کيږي ولې د پښتنو ليکوالو لخوا کوم غبرګون ونه ښودل شو او د پخوا په شان نورې ليکنې يې هم وروليږلې؟
او پاتې شوم زه! زه خو ځانته ليکوال هم نه وايم او امکان لري ددوئ په شان استعداد هم ونه لرم او هغه توره چې تاسو کړېده له بده مرغه د بنده له سترګو هم نده تېره شوې٠
خو بياهم آريايي سره تماس ونيسئ چې حتې زما په دري ژبه ليکل شوې دوې درې لنډې خبرې يې ولې ندي خپرې کړې ؟ او ولې يې زه پښتون پرسته او نفاق جو او داسي نور بللی يم؟ لکه تاسو! چې فکر کوم ، کوم منطق او دليل چې تاسو خپلې خبرې په اثبات ورسولی شئ تشريف ونلري٠
بيا هم که تاسو يې هلته خپرولائ شئ نو اوس هم زما سره بعضې ليکنې شته چې غواړم هلته يې خپاره کړم٠ اما په هر حال!
او ګواکي وطنپرستان مې احمدشاه مسعود، سياف، رباني د کمونستانو جنايکاران لکه نبي عظيمي ياسين صادقي بابه جان مزدک ، بريالی، مزدک، وکيل ، عبدالله کانوني فهيم او داسي نور توهين کړی دي! زه خو دا منفوري څېرې د هيواد د ملې خائينانو په حيثيت او صفت پيژنم٠ او که د حکمتيار ملا عمر خالص ګلاب زوي وطنجار او نورو پښتنو څه وليکم نو هغه بيا درست او صحيح دي٠
نو ښاعلی ميوندي صاحب! که په ليکنو لومړی ځان پوه کړئ غوره به ځکه وي چې هم به مونږ ترې ګټه اخلو او ستا په مطلب به پوهيږو چې څه واياست او ستاسو نيوکه به په دواړو سترګو منو او هم به خپله په مطلب رسيدلي واست او (د معذرت په غوښتو) د بې ځايه له ټوپونو څخه به په امن کي وئ٠ هيلمن يم چې خوابدی شوئ نه واست٠
په درناوې


FaridOkhyar
29.07.2006

ښاغلی فريد هوښيار! په وروستي ځل خبر درکول کېږي چې په راتلونکي کې ددا ډول غير اخلاقي ليکنو څخه ډډه وکړئ.
( اداره)

======================================
په دواړو سترگو!
د اخبری بايد ټول غړي په پام کې ونيسي ٠
مهربانی وکی !
تاسو اخلاقی لیکنی څه ته وايي.
د پرشور ، بابک ، بریالی په هکله هر راز لیکنی زغملی شی خو دغروال او ... په هکله نه .

==========================================


FaridOkhyar
29.07.2006

درينجا من علیه غروال صاحب نوشته بودم .آنرا زمانی حذف کردم که نامهء اخیر شانرا خواندم. سخت تحت تاثیر آن قرار گرفتم وازیشان معذرت خواستم .
خداوند یکتا مرا ببخشد و به غروال صاحب و تمام اعضای خانواده اش برکت بدهد.
بازهم غروال صاحب مرا عفو کنيد.
====================================================
اما این انترنت است .شما چیزی را پاک میکنید.کس دیگری آنرا عاجل کاپی میکند وبه سایت دیگر میبرد.
در باره مجاور زیار نوشته من پاک شد .اما درینجا پیدا شد:

http://junbish.org/Dari/viewtopic.php?t=1765


م ن غروال
29.07.2006

ښاغلی فريد هوښيار!
که غواړئ چې په ټول افغان کي له چا سره قلمي ديالوګ ولرئ نو له تاسو په درنښت هيله کيږي چې د متقابل د احترام په ساتلو، هم د ځان احترام ساتئ او هم به مو د قلم ادب چې د ليکدود کلتور دي مراعات کړئ وي٠
زه يوازې کمونستي خائينانو ته د يوه خائين په سترګه نه ګورم بلکه کوښښ مې کړی دي چې هر څوک د هېواد په پلورلو او د هېوادوالو د وژنو مؤجب ګرځيدلي دي، او په کورنۍ جګړه کي يې لاس درلود که ګلبدين ؤ او او که ملا عمر او که نور، ما پخپل وار سره هغوئ غندلي دي، او غندم يې او د خائينانو په صفت به يې تل وپيژنم٠
اشرار؟ نه! زه اطمينان درکوم چې نه اشرار وم او نه يې پلوي کوم او نه به هم د دوئ پلوي وکړم٠ اما تاسو که هغو د وطن ريښتيني بچيانو ته چې د جهاد په دوران کي يوازې د خداي ج د امر او ارشاد په اساس سپيڅلی جهاد ( في سبيل الله) کړی دي او سرونه يې د خاورو لاندې شويدي، زه هغوي د وطن اصيلو بچيانو په کتار کي شميرم او درود ورته استوم٠ او ټول هغو خويندو او وروڼو ته چې د اشرار او اخوانيانو په نامه د کمونستانو د تورې تيارې په دوران کي خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړئ دي، او لا تر ننه يې مړه او ژوندي ورک دي، د پاکو شهيدانو په سترګه ګورم او د قاتلانو د محاکمې په هيله يې به يې هرمرو وم٠
ستاسو په نظر که هر څوک يا خائين وي او يا هر څوک هم وطنپرست، هغه ستاسو خپل شخصي نظر دي، زما لخوا به هيڅ کله خداي مکړه تاسو ته د سپکي يوه کلمه هم و نه ليکل شي اما بايد د اختلاف نظر زغملو توانمندي او کلتور يې ولرئ او خپل بحث د منطق په مټ پر مخ بوځئ، نه دا چې تاسو د افغاني اداب او معاشرت څخه خورا ليرې سپکې سپورې ليکئ چې ستاسو شخصيت او هويت به خامخا زيان رسوي او ټول افغان د دا ډول نزاکتو ځاي ندي٠
هيلمن يم عرض مې قبول کړئ او خوابدي شوي نه واست، او له مونږ سره تل په سړه سينه په ټولو بحثو کي ګډون وکړئ چې د مونږ د خوښی باعث به ګرځي٠
يو شی چې بايد سل په سلو کي مطمئن اووسئ هغه دا دي چې زه يوازې په خپل نوم ليکنې کوم او نورې نامې نلرم او ددې ضمانت درکوم، بلکل خاطر جمع اووسئ٠
په درناوې
ورور مو غروال


FaridOkhyar
29.07.2006

غروال صاحب!
اوس معلوم شو .زه ستاسو نه ډير ډير بښنه غواړم٠ تاسو چه هر نظر لرئ زه هغه ته احترام لړم ؛ سره له دي چه منلي نه شم ٠لوی خدای تاسو ډير برکت ورکي٠
په ډير درنښت


Mohammadi
30.07.2006

فريد ګله ګوره سم دم سړی يې هسې کله کله ځان راته کوږ کړي له نورو مرګرو هم بښنه وغواړه خدې دې غرق مکړه ګوره ته زمونږ سم انډيوال جوړېدی شې . پر سلامونو دې نمانځم او پر لوی خدای دې سپارم !


م ن غروال
30.07.2006

ښاغلی فريد هوښيار سلامونه ومنئ!
د مننې په کولوخوښ يم چې تاسو د بنده عرض منلئ دي او تاسو خپلو ليکنو ته تغير ورکړئ او دا چې بخښنه مو غوښتې ده دا نور هم ستاسو د شخصيت په درنښت ورزياتوي ٠
د بخښنې په غوښتو غواړم عرض کړم که تل تاسو خپل افکار او څېړنې پرته له سپکو او سپور وليکئ فکر کوم دومره زيات به له ستونزو سره مخامخ نشئ٠
زما په اند دسپکو سپورو ځواب سپکې سپورې ندي٠
دا چې نور وروڼه هرڅه ليکي هغوئ پوه شه او کار يې!
په درناوې


سلامونه

ROHULLAH
30.07.2006

ډېر د خوښۍ ځای دی چي افغانان نن ورځ د خبرو له لاري په يوه مسئله باندي غور او څېړنه کوي. زه يوازي دومره ليکم چي نور دي هم زموږ افغاني وروڼه په همدې شکل يوې مسئله ته په سړه سېنه دحل لاره پيدا کړې. مشاجره او بحث د ډېرو خبرو ځوابونه پيدا کوي. پاته شوه دا چي ولي پښتانه ليکوال په دري يا فارسي ژبه ليکني کوي زما په آند يوازني لامل يې دادي چي دغو ليکوالو په پښتو ژبه ښوونځي او بيا پوهنتون نه دی لوستلي. او کېدی شي دا يې هم يو لامل وي چي زموږ ډېر دري ژبې وروڼه په پښتو نه پوهېږي نو د دري ژبې ليکوال د ليکني په ځواب کي پښتانه ليکوال چي ډېری يې په درې ژبه حتي تر ډېرو درې ژبي ليکوالو هم ښه پوهېږي په درې ژبه ليکنه کوي.
خو نور بيا...
ستاسو د برياليتوب په هېله
روح الله - تاجیکستان


larghonay1
31.07.2006

دغه يوه خبره مې د لومړي ټولګي له وخته په غوږ كې ناسته ده او ډېره مې خوښېږي هم هغه داده چې: (لومړى څوك ځان ونه پېژني نو خداى نه شي پېژندى).
كه مونږ او تاسو د پاړسي ژبې پاخه او كره ليكوالان وڅېړو نو ډېر يې پښتانه دي . لكه پوهاند عبدالحى حبيبي صيب، استاد خليلي،پوهاند رحيم الهام او نور په لسګونو پاخه او كره ليكوالان چې په پاړسي كې يې داسې پخه او كره ليكوالي كړې چې پاړسي ژبي تر اوسه د همغوى په ليكنو شخوند وهي.
خو له بده مرغه چې كوم درنښت هم ورته نه لري او نه يې په درناوي قايل دي.
نو زما په نظر كه دغو ښاغليو په پښتو كې همدغه هڅه كړې واى نو اوس به هيچا هم نه ويل چې پښتو د علم ژبه نه ده، پښتو د دفتر ظرفيت نه لري او پښتو د رسمياتو جوګه نه ده.
زه د روح الله ورور دا خبره هيڅكله هم نه منم چې وايي زمونږ ډېر دري ژبي وروڼه په پښتو نه پوهېږي نو ځكه د هغوى له پاره بايد په پاړسي ليكوالي وشي.
روح الله صيب وروري له يوې خوا نه كېږي.
تاسو به هيڅكله داسې يو پاړسي ژبى راونه ښيئ چې د هغو پښتنو له پاره يې په پښتو ليكوالي كړې وي چې په پاړسئ نه پوهېږي.
او بله دا چې همدغه پاړسوان وروڼه په پېښور كې په پښتو ډېر ښه پوهيدل خو په كابل كې په پښتو نه پوهېږي.
دا هم بايد ونه منو چې دوى په پښتو نه پوهېږي.
ځكه مونږ ګورو چې كله هم يوه داسې پښتو ليكنه چې د دوى له مزاج سره سمه نه وي او په كومه خپرونه كې خپره شي نو دوى په لسګونو ځوابونه ورته ليكي.
نو څنګه ويلاى شو چې دوى پښتو نه لولي او يا نه پرې پوهېږي.
او كه د ټولو خبره شي چې ټول پاړسيوان له څېرمې په پښتو نه پوهېږي ، نو ټول پښتانه هم نابغګان نه دي او ټول په پاړسۍ نه پوهېږي ، نو دوى دې هم وروري وكړي.
هغه انرژي چې زمونږ ليكوالان يې په پاړسۍ كاروي كه د پښتو له پاره يې وكاروي نو يقين دى چې ډېر ځاى به يې نيولى وي.
هيوادمل خو په خپلو پښتوكتابونو هم په پاړسۍ سريزې ليكلي خو والله چې اوس هم له يو خروار چاپړوسۍ كار وانه خلي كه زرياب يې څنګ ته هم پرېږدي او نه ورسره پياله وجنګوي.


سلامونه

ROHULLAH
01.08.2006

لرغونی صیب زما سلاومونه هم ومنه!
ستا آند هم د منلو وړ ده خو تاسو به حتماْ په ولسي جرګه کي او په نورو رسمي غونډو کي ليدلی وي چي پښتانه ولي په پښتو خبري نه کوي، کېدی شی زموږ دري ژبي وروڼه هم په پښتو وپوهېږي خو داچي پښتانه په پاړسي خبري کوي يوازنی لامل يې همدا دی چي ما وړاندي یادونه کړې وه.
په مېنه!
روح الله


larghonay1
01.08.2006

فريد هوښيار وروره سلامونه !
ګوره ته خو هوښيار سړى يې ، كومه ژبه چې ويونكي يې اكثريت وي اوپه دفتر كې ځاى ونه لري، په ښوونځي كې ځاى ونه لري، په پوهنتون كې ځاى ونه لري، په ملي شورا، ملي اردو، ملي پوليس، ولسي جرګه او نورو رسمي ادارو كې ځاى ونه لري نو هغه به څه ژبه وي ، څه پرمختګ به وكړي او څه به پرې ونازېږو؟
ايا تاسو غواړئ چې پښتو ژبه يوازې په پښتني كليو او بانډو پورې محدوده شي؟
ګوره وروره دا سوال خو بېخي حل دى چې پاړسيوانان په پښتو نه پوهېږي!
كه د بلې ژبې ويونكى پښتو نه شي ويلى مونږ يې نه مجبوروو چې پښتو ووايي خو دا چې د هيواد په رسمي ژبه دومره هم پوه نه شي چې څه يې وويل نو دا بيا زمونږ د ژبې د وركيدو هڅه ده.
دغه وروڼه چې په ملي شورايا پارلمان كې په پاړسۍ خبرې كوي دا ټول سهوه او تېروتنه كوي!
دوى ته اصلاً خپل ځان او پښتو ژبه سپك ښكاري كنه ولې په خپله ژبه نه غږېږي؟
دا چې همدغه پښتانه په رسمي او غير رسمي ځايونو او غونډو كې پښتو عامه نه كړو، نو څوك به يې عامه كړي؟
وروره اكثره پاړسيوانان همدا دليل راوړي چې ټول پښتانه په پاړسۍ پوهېږي نو همدا دې ملي او رسمي ژبه شي پښتو ته هيڅ اړتيا نيشته!
هيله ده چې تاسو هم كوښښ وكړئ د هر افغان سره په خپله ژبه خبرې وكړئ او پرې ونه شرمېږئ !
په همدې هيله
ستاسو لاروى


سلامونه

ROHULLAH
01.08.2006

لرغونی صيب سلامونه می ومنه!
لومړی باید ووایم چي زه هوښيار نه ، روح الله يم!
پاتي شوه داچي تا ويلي دي چي په پښتو بايد ونه شرمېږو او په خپله مورنۍ او ملي ژبه بايد خبري وکړو. دا خبره دي د ستايني وړ ده. زه په خپله هيڅ کله هم په پښتو نه يم شرمېدلی شپه ورځ د پښتو ويب پاڼو په لټه کي يم همداراز پښتو موسيقي، پښتو ټلويزيونونه او پښتو کتابونه ګورم ، اورم او لولم. دلته غواړم ووايم چي په کابل کي چي زموږ پښتانه وروڼه اوسې هغوی پښتو ډېره ګډه وډه کړې ده خصوصاْ زموږ وردګ وروڼه چي په کابل کي اوسي يوه پښتو او لس پاړسي او عربي وېي کاروي. خدای دي وکړي چي له مانه خوابدي نه شي. حقيقت يو څه تريخ وي!!!!. هېله من يم چي زموږ ټول پښتانه وروڼه دې ته پاملرنه وکړي.
په مېنه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more