د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د غني خان لېوني شعرونه

Ajab
22.07.2006

وصيت

که خازې شنې مې په قبر وي ولاړې
که غلام مړ وم راځئ توکئ پرې لاړې

که پخپلو وينو نه وم لمبېدلى
په ما مه پليتوئ د جومات غاړې

چې قطرې قطرې مې پوځ د دښمن نۀ کا
مورې ما پسې په کوم مخ به ته ژاړې

يا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
يا به کړم د پښتنو کوڅې ويجاړې


غني غني ته

Ajab
22.07.2006

ما ويل غني يار څه بې اندازه غوندې يې
ادب دى درکې کم زبان درازه غوندې يې
قيصه ده ګډه وډه نه سم خان شوې نه ټوقي شوې
خو ته دې دوپيازو کې څه درې پيازه غوندې يې
پټى دې وران ويجاړ دى او کږې وږې دې پولې
کرې پکې ګلونه حُسن سازه غوندې يې
لينده دې ماته ګوډه او شډل مډل دې غشي
خو ګوزار دې رسا لګي تيراندازه غوندې يې
دولت وي که صفت وي، که ناموس وي که شهرت
په وږې خېټه موړ او بې نيازه غوندې يې
که رنګ وي که تراش وي، که چاربېته که بدله
په خپله لاره روان يې بې استاذه غوندې يې
په مينه يې مئين او خداى ته پلار او جانان وايې
دا ځکه خو بې توله، بې اندازه غوندې يې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more