نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امر بالمعروف و نهي عن المنکر
نقاد
20.07.2006
له طالبانو څخه وروسته اوس يوځل بيا د امر بالمعروف و نهی عن المنکر اداره جوړيږي او کرزي صيب يې امر هم ورکړی دی . آياددغسی اداری جوړول اړين بولئ ، که هو، ولې ؟ اوکه نه، ولې ؟ نظر مو له د ﻻيلو سره وړاندې کړئ اوکه دليل ونه لرئ ، نو له تشې رايې څرګندولو څخه ګران لوستونکي مخکې له مخکې په ټينګار سره معذرت غواړي . ارزښتمنو او اغيزمنو ليکنو ته مو ګران لوستونکي سترګې په ﻻر دي!
Re: امر بالمعروف و نهي عن المنکر
pattang
24.07.2006
زما په نظر خو وروره دا ټول شيان د ناپوهي ، ګوډاګيتوب ، سستي ،تنبلي ,رشوتخوړلواو پښتون خرڅولو يوه لويه مداريګيري دي او بس ٠
وروره !
ولې افغانستان اساسي قانون نلري ? اوکه لري ېي نو پدې برخه کې څه پکښې ليکل شوي دي ? ( کومه هغه وظيفه چې امر باالمعروف .... ېي سرته رسوي )
ايا افغانستان اولسي ،حقوقي او اخلاقي قانون نلري ? که يې نلري خو بايدجوړ شي او که ېي لري بايد عملي شي او قاچاقبرانو، جنګي جنايتکارانو ته ور بخشش نشي ، دالر خو په خرواروورته رسيږي خو نورو کاروته بلا وهلي. دي٠
امرباالمعروف ...... يانې څه ? ( محصله قوه يې ځه شي ده ) ?
ايا په افغانستان کې اولسي اخلاق نشته ? او نه وو?
داټول ووره خلکوته بازي ورکول دي او کرزي غواړي چې دخپل مداريګيري په دريا ب ( دموسيقي اله ) خلک ونڅوي .
ويشتلی ما يې جوړ به نشې
که ستميان دمور مېړونه کړې کرزيه
په پښتني مينه او د بيناموسانو په تباېي
پتنګ
[quote:b2abdb3a49="نقاد"]له طالبانو څخه وروسته اوس يوځل بيا د امر بالمعروف و نهی عن المنکر اداره جوړيږي او کرزي صيب يې امر هم ورکړی دی . آياددغسی اداری جوړول اړين بولئ ، که هو، ولې ؟ اوکه نه، ولې ؟ نظر مو له د ﻻيلو سره وړاندې کړئ اوکه دليل ونه لرئ ، نو له تشې رايې څرګندولو څخه ګران لوستونکي مخکې له مخکې په ټينګار سره معذرت غواړي . ارزښتمنو او اغيزمنو ليکنو ته مو ګران لوستونکي سترګې په ﻻر دي![/quote:b2abdb3a49]
د امر بالمعروف و نهې عن المنکر اداره او د دموکراسۍ ستونځه
ابوالمتين
26.07.2006
خوږو وروڼو او درنو ملګرو ته سلامونه!
تر هغه ځايه چې زه د هيواد له وضعې، د طالبانو د حاکميت د وخت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د پوليسو او ددې بحث د ګډون کوونکو له ليکنو او نظرونو پوه شوم، د کرزی د اوسنی اسلامی «دموکرات» دولت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر اداره به د دولت داسې رسمی ارګان وی چې په افغانی ټولنه کې به د اسلام د مقدس دين د اوامرو په خپرولو کې زيار باسی او د نر او ښځو ترمنځ به د هغو په عملی کولو کنترول او څارنه کوی اوکوښښ به کوی چې ټول اسلامی اخلاق مراعات کړی. دا به دا مانا هم لری چې ښځې به حتما حجاب اغوندی. دسر، پنډيو او مړوندو لوڅول به منعه وې. په وتلې سينه او د لوړو پوندو بوټونو سره په خرپ خرپ تګ ته به اجازه نه لری. ښځې خو به هسې هم د خپلو سترګو، شونډو او رخسار او يا د خپل بدن د بل غړی د ښايست د ښکارولو او په ټولنه کې په هغې باندی د نازېدلو حق نه لری، خو نارينه به هم په شخصی او ټولنيز ژوند کې ډير قيودات په ځان منی. په هرچاباندې به پنځه وخته لمونځ او اودس جبری وی، د روژې خوړل به سم دم دولتی مجازات لری، نارينه او ښځې به د مخامخ کېدو په وخت کې له يو او بل سره په لاسود ستړی مشې کولو اجازه نه لری، د ګيرې پرېښودل به د سنت د عملی کولو په حيث پر ټولو حتمی وی او داسې نور...
داچې ددې ادارې کار کوونکی به د کومې مقررې مطابق کوم عملی صلاحيتونه لری، د دوی پر کارونو به څوک کنترول او نظارت کوی، د کومو مشخصاتو او کوم ډول مسلکی پوهې څښتنان به ورپکې په کومو مقرراتو په کار ګمارل کيږی ، لاتر اوسه ماته پوره څرګنده نه ده. خو په غالب ګمان به په دې اداره کې د هيواد د نامسلمانو لږه کيو ډلو د افرادو شمول منع وی. يعنې دا به داسې يوه دولتی اداره وی چې اساس يې په دينی او مذهبی تبعيض او امتياز سره ايښودل شوی وی او داديانو او افرادو د حقوقو د تساوی اصل يې تر پښو لاندې کړی وی. دا ډول دولت او اداره زما په ګمان دموکراتيک دولت او دموکراتيکه اداره نه شو بللای.
د طالبانو د وخت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د ادارې سره افغانی او جهانی دموکراتانو نه يوازې دنرو او ښځو سره د هغو د بدوی، پسمانده او بد چلند له امله مخالفت کاوه، بلکې له دې کبله هم ورسره مخالف ؤ چې دا د مذهبی او دينی تبعيض پر اساس را جوړه شوی اداره ده او د دولت په زور او پيسو د يوه مشخص دين تبليغ او عملی کولو ته کار کوی او په نتيجه کې له اسلامه پرته د نورو اديانو د آزاد تبليغ او فعاليت مخه نيسی.
دموکراتيک دولت او د هغو ټولې ادارې او اجزاوې بايد د مختلفو اديانو، مذهبو او عقيدو په اړه بې طرفه چلند ولری، نه داچې يو دين او يا مذهب د نورو اديانو او مذاهبو د ماتولو وسيله او د مخالفينو د ټکولو له پاره په سياسی آله واړوی. په دموکراته ټولنه کې د دولت له خوا د وګړو په شخصی ژوند کې مداخله نارواده. په دموکراتيک سيستم کې د افرادو حقوق او وجايب د قانون په وړاندې سره مساوی دی. هغه حقوق چې د دولت له خوا مسلمانانو ته ورکول کيږی، د نورو اديانو پيروانو ته هم بايد ورکړل شی. هغه حقوق چې سنيان يې لری، شعيه ګان يې هم بايد ولری. که يو له اديانو او مذاهبو څخه د خپلو دينی او مذهبی اوامرو د عملی کولو او نواهيو د مخنيوی له پاره د دولتی ارګان د لرلو او د دولتی بودجې د مصرفولو حق او امتياز لری، نو دا نور هم بايد د همداسی حقوقو لرونکی وی. او که داسې نه وی او دا اصل ورپکې مراعات نه شی، نو دا دولت او دا اداره بيا دموکراتيک نه دی. دا ډول حاکميت بيا پر نورو باندې د يوه مشخص دين او يا مذهب تسلط او حاکميت دئ چې په ټولنه کې د موجودو ستونځو د حل پرځای به ډيرې نوې معضلې را پيدا کړی.
نوکرزی او دهغو خارجی حمايت ګران به ياد امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره نه جوړوی او يابه په دې اعتراف کوی چې دوی په افغانستان کې د دموکراتيکو اصولو د پلی کو لو او په تيره بيا د جنسی تبعيض د له منځه وړلو او د دينی او مذهبی لږکيو د دموکراتيکو حقوقو له پاره له کار او فعاليته لاس اخيستئ دئ او نتيجه به داوی چې کرزی خو بې له هغو هم خپلو خلکو ته ډيرې وعدې ورکړې او عملی کړې ئې نه دی، د هغه خو دروغ ويل يا مجبوريت دی او يا یې په عادت بدل شوی دی، خو له دې نه به دا هم ښه ښکاره شی چې امريکايی، اروپايي او نورو هغو دولتونو چې په افغانستان کې د دموکراتيک سياسی سيستم د جوړونې او د کرزی د دموکرات دولت د ننګې په بهانه افغانستان ته قواوې او مرستې استولې دی هم خپلو هيوادوالو او نړيوالو ته ستر دروغ ويلی دی. افغانان به هم پوه شی چې دا خارجيان خو په افغانستان کې د دموکراسۍ له پاره کار نه کوی، نو د څه له پاره دلته راغلی او کوم اهداف تعقيبوی؟
larghonay1
26.07.2006
يه ورڼو ولې زړونه خورئ !
مخكې دا سوچ كيده چې اداري فساد له ارګ نه د باندې ادارو كې شته خو اوس دا پته ولګيده چې اصلاً د اداري فساد منبع پخپله زمونږ د ارګ دننه چارواكي دي!
له بده مرغه چې دلته يو پوسټ يا څوكۍ ديو شخص له پاره د دولتي ادارو په چوكاټ كې جوړېږي نه د خلكو د اړتياوو پر بنسټ!
او دا هم روښانه ده چې كله هغه نازولى شخص يا تر هغې بله ښه دنده پيدا كړي او يا له دوى څخه مرور شي نو بيا هغه څوكۍ خالي پاتې وي او بل داسې وړ څوك نه پيدا كېږي چې ورته وګومارل شي.
تاسو لومړى د اطلاعاتو او كلتور وزارت كې د رهنورد زرياب د مشاورت څوكۍ ته وګورئ چې د ښاغلي زلمي هيوادمل له خوا نوې ايجاد او اقاى رهنورد زرياب ته اهدا شوه خو چې كله هم رهنورد له هغه وزارته ولاړو نو تر اوسه بيا په دې دومره وګړو كې داسې د كار سړى نه دى پيدا شوى چې د زرياب صيب تشه ډكه كړي.
همدا راز د علومو اكاډيمۍ كې د استاد سعيد الدين شپون له پاره د مشاورت يوه نوې څوكۍ جوړه شوه چې د هغه تر تللو وروسته بيا هغه ځاى خالي دى.
تاسو كه همدا راز په نورو وزارتونو او رياستونو كې په اداري فساد كې يوازې د هيواد مل رغنده ونډه وګورئ او بيا دا پرتله وكړئ چې هيوادمل زلمى دومره كولى شي نو د شمالي ټلوالې واجب الاحترام چارواكو به څه نه وي كړي نو پخپله به پوه شئ.
زه له هيچا سره شخصي دښمني نه لرم خو دا ويلى شم چې د كرزي خان اداره په خپلويو، انډيواليو ، غوړه ماليو او ارتباطاتو ولاړه ده.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ستراتيژي څېړنو رياست لري، همدا راز د علومو اكاډيمۍ كې هم همدې ته ورته يو څېړنيز ډيپارټمنټ شته او دا ټول يې پر ځاى پرېږده د پروفيسور رسول امين دفتر چې په پېښور كې د هيواد مل د روزۍ پيدا كولو وسيله وه هغه هم په همدې اړه دا څو كاله په پېښور او كابل كې كار كړى چې د افغانستان د مطالعاتو مركز نومېږي.
خو اپرچونسټ هيوادمل تر هغه وخته د رسول امين بالكى و چې د هغه له بركته يې يوه نومړۍ ډوډۍ پيدا كوله او بالاخره دجرمني په تلو مشرف شو خو بيا يې هم د رسول امين ښېګڼې سترګو ته ونه درېدې او د هغه د دفتر په نامه يو بل ډبليكيټ دفتر لكه د ضرار مسجد جوړ كړ او د ده يو هغه ملګرى چې يوازې د همده ښاغلي خبرې ته لبيك وايي د رييس په توګه يې ورته وټاكه.
زه د رسول امين په وړتيا او ناوړتيا هيڅ خبرې كول نه غواړم خو دا چې هر څوك دې ورسره جفا وكړي نو هيوادمل خو همدغه امين هيوادمل كړو او له ده سره دا نه ښاييده چې دخپل پير لارې يې وربندې كړې واى.
larghonay1
26.07.2006
[color=red:0e282b3593]يه ورڼو ولې زړونه خورئ د دې ادارې بنسټ د اشخاصو پر غوښتنو او نازونو ولاړ دى نه د خلكو پر اړتياوو او غوښتنو ! [/color:0e282b3593]
مخكې دا سوچ كيده چې اداري فساد له ارګ نه د باندې ادارو كې شته خو اوس دا پته ولګيده چې اصلاً د اداري فساد منبع پخپله زمونږ د ارګ دننه چارواكي دي!
له بده مرغه چې دلته د دولتي ادارو په چوكاټ كې يو پوسټ يا څوكۍ ديو شخص له پاره جوړېږي نه د خلكو د اړتياوو پر بنسټ!
او دا هم روښانه ده چې كله هغه نازولى شخص يا تر هغې بله ښه دنده پيدا كړي او يا له دوى څخه مرور شي نو بيا هغه څوكۍ خالي پاتې وي او بل داسې وړ څوك نه پيدا كېږي چې ورته وګومارل شي.
[color=blue:0e282b3593][color=orange]په دغه اداري فساد كې تر ټولو لوى لاس د زلمي هيواد مل دى . [/color:0e282b3593][/color]تاسو لومړى د اطلاعاتو او كلتور وزارت كې د رهنورد زرياب د مشاورت څوكۍ ته وګورئ چې د ښاغلي زلمي هيوادمل له خوا نوې ايجاد او اقاى رهنورد زرياب ته اهدا شوه خو چې كله هم رهنورد له هغه وزارته ولاړو نو تر اوسه بيا په دې دومره وګړو كې داسې د كار سړى نه دى پيدا شوى چې د زرياب صيب تشه ډكه كړي.
همدا راز د علومو اكاډيمۍ كې د استاد سعيد الدين شپون له پاره د مشاورت يوه نوې څوكۍ جوړه شوه چې د هغه تر تللو وروسته بيا هغه ځاى خالي دى.
تاسو كه همدا راز په نورو وزارتونو او رياستونو كې په اداري فساد كې يوازې د هيواد مل رغنده ونډه وګورئ او بيا دا پرتله وكړئ چې هيوادمل زلمى دومره كولى شي نو د شمالي ټلوالې واجب الاحترام چارواكو به څه نه وي كړي نو پخپله به پوه شئ.
زه له هيچا سره شخصي دښمني نه لرم خو دا ويلى شم چې د كرزي خان اداره په خپلويو، انډيواليو ، غوړه ماليو او ارتباطاتو ولاړه ده.
د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د ستراتيژي څېړنو رياست لري، همدا راز د علومو اكاډيمۍ كې هم همدې ته ورته يو څېړنيز ډيپارټمنټ شته او دا ټول يې پر ځاى پرېږده د پروفيسور رسول امين دفتر چې په پېښور كې د هيواد مل د روزۍ پيدا كولو وسيله وه هغه هم په همدې اړه دا څو كاله په پېښور او كابل كې كار كړى چې د افغانستان د مطالعاتو مركز نومېږي.
خو اپرچونسټ هيوادمل تر هغه وخته د رسول امين بالكى و چې د هغه له بركته يې يوه نومړۍ ډوډۍ پيدا كوله او بالاخره دجرمني په تلو مشرف شو خو بيا يې هم د رسول امين ښېګڼې سترګو ته ونه درېدې او د هغه د دفتر په نامه يو بل ډبليكيټ دفتر لكه د ضرار مسجد جوړ كړ او د ده يو هغه ملګرى چې يوازې د همده ښاغلي خبرې ته لبيك وايي د رييس په توګه يې ورته وټاكه.
زه د رسول امين په وړتيا او ناوړتيا هيڅ خبرې كول نه غواړم خو دا چې هر څوك دې ورسره جفا وكړي نو هيوادمل خو همدغه امين هيوادمل كړو او له ده سره دا نه ښاييده چې دخپل پير لارې يې وربندې كړې واى.
نو د امرباالمعروف رياست هم له همغو رياستونو څخه دى چې د يو شخص له پاره جوړېږي نه د خلكو د اړتيا له پاره !
دا هم منو چې ښاغلى مولوي عبدالهادي شينوارى د هيواد، بلكې دسيمې په كچه ستر عالم دى خو د نوموړي عمر دا تقاضا كوي چې نور شيخ فاني دى او بايد په خپل كور كې خپل عبادت وكړي.
خو دا چې كرزى د هغه له نامه ناوړه ګټه اخلي ، هغه په سپينه ږيره او كمزوري ځان چې د يوې ادارې اداره كول ورته ناشوني دي، بيا يې هم اړباسي چې د ده د دولت كارمند وي.
مشواڼې
26.07.2006
ډېرقدرمن لرغونې صاحب ، سلامونه !
تاسودرسول امين صاحب يادوونه کړې اوګومان کووم چی له نيږدې يې پېژنۍ نوځکه ماته په پېښورکی دامين صاحب ددفترملاقات راپه يادشو٠
زه چی کله پېښورته مهاجرشووم نودښاغلي رسول امين صاحب دفترته ورغلم ځکه چی زما والد صاحب پېژانده ٠ زما پلارماته وويل چی راځه چی رسول امين صاحب ته دې ورولم ٠ ما هم پکې نه ونه وويل اوتنکۍ غرمه وه چی ورغلو اودپښتنوپه دود ، دشيدوپه ګرمو چايويې ونازوولو٠ په هغه وخت کی حکيم تڼيوال هلته کارکاوه ٠ خوفکرکووم په هغه وخت کی هيوادمل صاحب به لا نه ؤ مهاجرشوې ٠ زه دهغه وخت په راشه درشه کی دوه کسان تل يادووم ٠ يويې ښاغلې قدرت الله حدادصاحب دې چی دهغه داخبره اوس هم زما نه هيريږي چی ماته يې په کورکی وويل چی ځه په پېښورکی وګرځه ، که کاردی پيدا کړ، ښه ، که نه رازه زماپه حجره کی واړوه ، ډوډۍ خودرکوولای شم٠ له هغه وروسته بيا دښاغلي حدادصاحب اورسول امين صاحب ديدن زما نصيب نه شو٠
يادونه يې تل تازه دي ، هرچېری چی وي خدای دې اباداوروغ لري ٠
و، مشواڼې
م ن غروال
30.07.2006
درنو او محترمو لوستونکو سلامونه ومنئ!
له يوې خوا دا مسئله بايد د اسلامي علماؤ لخوا وڅيړل شي او روښانه کړي چې امر باالمعروف و نهې عن المنکر يعنې څه؟
له بلې خوا هغه وطنوال چې له سياست سره زياته مينه لري بايد دا څرګنده کړي چې اوسني وحت کي دا ډول يوه ارګان ته اړتيا شته او که نه؟
تر کومه چې معلوميږي د دواړو اوخو لخوا لږه يا ډيره رڼا پرې اچول شويده٠
زما په اند د اسلامي ارشاداتو او سپيڅلو نامو تر ډيره حده په ګران هېواد افغانستان کي ناوړه ګټه پورته شويده٠ که له دغه ارګان او يا ادارې څخه منظور د خلکو اصلاح وي نو په اوسني وخت کي دغه ارګان منفي اغېزې تر مثبته ډيري لري٠ د طالبانو په شان به ډير خلک وځورول شي او اسلام به يو جبري دين معرفي کړي٠ په عوض ددې چې خلک اسلام ته نوره رامخ کړي له اسلامه به د طالبانو د وحت غوندې نوره هم تېښته وکړي٠ ددې ارګان خلک به د اوسني حکومت قاضيانو په شان بې له رشوته اصلاَ خبرې هم درسره ونکړي٠ دا يو پاکه دنده ده او پاکو داسو خلکو ته اړتيا لري چې د اسلام په خير او شر خو لا اقل پوه شي٠ دوو او درو کسو ته به يې کوتک په لاس کي ورکړي وي چې ته ولې روژه خورې او ته ولې لمانځهته نه يې ولاړ او يا ښځو ته به وايي چې پړونی مو نشته او دهغوئ د اذيت سبب به ګرځي او داسي نور!
او داسلام سپيڅلي دين په حکم هم په تاريخ د اسلام کي داسي مؤظفين لکه د طالبانو چې ؤو ما چيري ندي لوستي که چاته معلوم وي دلته دې په زحمت وليکي٠
که په هېواد کي دومره ښه ددين عالمان او حقوقي خلک چې دا اداره رهبري کولاي شي نو تر دغې ادارې دې ړومبی په قضی کي لوي بدلون ته اړتيا شته چې د رشوت خواره قاضيانو ګلم ورټول کړي٠
که له دغې ادارې د ټولنې اصلاح منظور وي نو د اسلام د سيورې لاندې مشخص قوانين دې د خلکو او علماؤ په مصلحت نافذ شي او پوليس ته دې د هغې د اجرا مسئوليت ورکړي لکه د نورو قوانينوپه شان!
زه ددغې ادارې له جوړولو سره هم غږی نه يم٠
په درناوې