نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نوی وړاندیز او د وخت اهم ضرورت
أبوخليل
19.07.2006
زه چي کله پښتو سایتونه وګورم او له نورو سایتونو سره یې مقایسه کړم زیاتي نېمګړتیاوي وینم دا نړیوال جال مونږ ته د یو ښه خدمت فرصت راکوي ولي مونږ له دې فرصت ځخه ګټه نه اخلود وخت او حالاتو هم دا غوښتنه ده چي په هره ساحه کي زمونږ پوهنه زیاته شي او زمونږ هرڅه د علم او پوهني په رڼا کي تحقق ومومي که څه هم زه پخپله نه ادیب ، نه شاعر او نه لیکوال یم خو د نورو پرګنو په شان مونږ هم ډېر ښه ادیبان ، لیکوالان اوشاعران لرلي او لرویې خو زیاتي هغه لیکني چي ما په پښتو سایټونو کي لوستي بې ګټي او بې محتوا وي چي د لیکونکي وخت یې هم ضایع کړی او د لوستونکي وخت هم ضایع کوي او د هیڅ داسي یوه رنځ درمل په کي نه وي کوم چي زمونږ لوستونکي او ځوان نسل اړتیا ورته لري .
په مقابل لوري کي کله چي نور سایتونه په نورو ژبو ګورو هر هغه څه به په کي له ورایه په سترګو کېږي کوم چي هغه ټولنه ورته اړتیا لري حتی چي په عمومي توګه د ټولي بشري ټولنی دستونزو حل لاری راباسي نو ولي زمونږ لیکوالان له داسي لیکنو ځخه لا تر اوسه بې تفاوته پاته دي او تر څو به د همدغه افسانوي او بې ګټي لیکنو پر لیکلو او لوستلو خپل وخت ضایع کوو .
ایا دا به ښه نه وي چي د یوه انګرېزي ناول د ژباړلو په ځای یوه داسی موضوع وڅېړو چي هغه زمونږ د ځوان نسل د یوه بدني او یا روحي رنځ درمل وګرزي ؟
د یوه عاشقانه شعر د لیکلو پرځای به دا ګټور نه وي چي یو حکیمانه او مصلحانه داسي شعر و لیکو چي هغه د یوچا په کړو وړو کي بدلون راولي ؟
د بې ځایه مناظرو او یو پر بل د تنقیدونو په ځای به دا ښه نه وي چي داسي یو څه ولیکو چي هغه زمونږ د ټولني اساسي اړتیاوي پوره کړي حال داچي مونږ هریو دا ارمان لرو چي کله به زمونږ پښتون قوم د پوهنيزي سیالۍ لوړ مقام ترلاسه کړي ؟
تر کومه وخته به مونږ په تقلیدي شکل همدغه تګلاره خپله کړي وي او کله به نوښت په کي راولو چي دانوښت د وخت مهم ضرورت دی؟
نو راځۍ سر له نن ځخه له خپلو ځانونو سره دا پرېکړه وکړو چي هغه څه خپلو پښتنو لو ستونکیو ته وړاندي کړو چي هغه زمونږ په فکر مفېد او ګټور وي ( خیر الناس من ینفع الناس )که له مونږ سره د موادو کمښت وي نو له نورو سایټونو ځخه په اخیستلو سره دا خلاء ډکولای شو او دا دروازه د هرچا په مخ خلاصه ده .
زه له ډېره وخته وروسته په دې هیله یوه داسي ښارته ولاړم چي هلته د هغه ښار په کتابتونونو کي په پښتو ژبه لیکل شوي کتابونه زیات خر څېدل په دې هیله چي هلته به په پشتو کي لیکل شوی نوی اثار اوکتابونه واخلم خو له بده مرغه هلته مي په پراخه پېمانه داسي څه مي و نه موندلو چي هغه زما دا تنده ماته کړي که څه هم کتابونه زیات چاپ شوي خو علمي او پوهنیز کتابونه مي ډېر لږ ولیدل بالمقابل که مونږ د خپلو ګاونډيو هیوادونو پاکستان او ایران کتابتونونوته ولاړشو وبه ګورو چي په هره موضوع باندي چي کوم یو کتاب وغواړي هغه به په اردو او فارسي ژبو کي تالیف شوي یا ژباړل شوي ومومې نو ځکه مي ددې وړاندیز اړتیا احساس کړه هیله ده په دې هکله خپلي مشوري او وړاندېزونه ونه سپموۍ