د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حتمایې وګوري

ګلامخان
19.07.2006

ګرانومحترموپښتنووروڼوسلامونه !
لاندمطلب ښه په دیقت سره وګوري
پاکستان کې د طالبانو وروستى سفير ملا عبدالسلام "ضعيف" په کندهار، بګرام او ګوانتانامو کې د خپلو دا ډول سزاګانو يادونه کوي چې انسانيت ترې شرمېږي. On: 19/07/2006
په پاکستان کې د طالبانو د حکومت وروستي سفير ملا عبدالسلام "ضعيف" په خپل کتاب "د ګوانتانامو انځور" کې د هغو سزاګانو يادونه کوي چې د کندهار، بګرام او ګوانتانامو په امريکايي زندانونو کې د بند پر مهال ده ته ورکړل شوې دي.
ملا ضعيف په خپل دغه کتاب کې چې په دې وروستيو کې په پښتو ژبه له چاپه راوتى اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو لخوا امريکايانو ته د تسليميدو د وخت حال داسې انځوروي:
( په همدې مهال چې امريکايانو ته سپارل کېدلم، يو دم خلکو راحمله کړه. لکه شرمښان چې په ګډ حمله وکړي، په لغتو او سوکانو يې ووهلم، او چيغې يې راباندې وهلې، کالي يې راڅخه کشول، کله به يې په ګونډو، کله پړمخې، کله ستوني ستغ او کله پر اړخ غورځول، په چاکوګانو يې کالي راباندې څيرل...)
ملا ضعيف د امريکايانو د بحري کشتۍ څخه په يو هيلي کوپتر کې يو بل نامعلوم ځاى ته د نقلولو په هکله ليکي:
(د هيلي کوپټر څخه کښته کړل شولو او هلته په يوه ځمکه وغورځول شوو چې خاوره او مټ وه او شا و خوا عسکر ولاړ وه، کله به يې په لغتو وهلو او کله به په سرو او لاسونو او پښو راختل، زمونږ لاسونه شاته تړلي وه او ځينې عسکر به د عسکري سختو بوټو په تليو زموږ د لاسونو ګوتې په ځمکې پورې موښلې چې سخت به يې خوږولو).
او بيا په يوه بله هليکوپتر کې بګرام ته د خپلو رسولو په هکله ليکي:
( زه عسکرو د الوتکې له رسېو خلاص کړم، د الوتکې لاندې په سيمنټو يې په ډېره بې رحمۍ وغورځولم، څو تنو عسکرو نارې وهلې او په انګرېزۍ ژبه به يې ويل This is the big one يعنې دغه يې لوي دى او د لغتو، سوکانو په وهلو يې شروع وکړه. ځينې د کنداغونو ګوذار مې هم محسوساوه، جامې مې له تنه جلا شوې، يواځې مې هغه خلطه په سر کې او ولچک او بېړۍ مې په پښو او لاسو کې وې، تازه واوره ورېدلې وه، له يو ساعت وهلو وروسته يې بربنډ هغې واورې ته وغورځولم، امريکايي عسکرو نارينه و او ښځو به غزلې ويلې، کله به يې لوبې راباندې کولې او د شعرونو يوه ټوټه زما تر اوسه په ذهن کې ده، چې ډېره به يې تکراروله "امريکا د عدل او انصاف کور دى او د عدل او انصاف طرفداره ده، د هر چا لپاره عدل غواړي).
ملا ضعيف د 2002 کال د فبرورۍ په اتمه يا نهمه نېټه د بګرام څخه د کندهار هوايي ډګر ته يوړل شو او هغه د خپل کتاب په اوه دېرشم مخ کې خپله کيسه داسې پر مخ بيايي:
(يو يو نفر يې ولاړولو تر څو ماته نوبت راورسېد، دوو عسکرو په ډېر وحشي ډول راحمله کړله او له خټو يې پورته کړم او په تراټه يې ځغلولم او په تشي تشي کې به يې په عسکري لويو بوټو او سوکانو وهلم او بيا به يې پړمخې په ځمکه په ډېر قوت وغورځولم تر څو يې په يوه تخته پړمخې وغورځولم او څلور پنځه عسکره سربېره راباندې کښېناستل، لوې لوې رمباړې او نارې يې راباندې وهلې چې ونه ښورئ، کالي يې په چړو او چاکوګانو راباندې څيرې کړل، دومره به يې په سر او پښو باندې زور کاوه چې تر ډېره حده موږ فکر کاوه چې حلالوي به مو. زه هم په دغه حالت کې شکمن شوم چې اوس مو حلال نکړي).
بيا څو کرښې وړاندې ليکي:
( بېرته يې بربنډ له تختې څخه پورته کړم لوړ يې ودرولم، خو له ډېره وهمه او سختيو مې يخ هېر شو او ګرمې خولې مې په بدن راماتې شوې).
بيا دا هم ليکي چې:
( يو ځلې يې اوه اوه نفره سره تړلو يو بل ځاى ته يې بيولو چې تقريباً څو متره يې له دغه ځايه مسافه درلوده، بيا يې بربنډ کړو نه پرده او نه بله حجاب او نه بله ټوټه وه چې اقلاً عورت غليظه ورباندې پټ کړو، دوى امريکايي عسکر نر او ښځې شا و خواته راته ولاړ و ).
ملا عبدالسلام "ضعيف" د 2002 کال د جولاي په لومړۍ نېټه د څو تنو نورو سره له کندهار څخه ګوانتانامو ته يوړل شو. خو دى وايي چې ګوانتانامو ته د وړل کېدو څخه مخکې ورته وړانديز شوى و چې که د اسامه، ملا عمر او نورو طالبانو په نيولو کې همکاري وکړي نو پيسې او هر څه به ورکړل شي او سمدستي به خوشې شي.
ملا ضعيف "د ګوانتانامو انځور" کې د ګوانتانامو د زندان د ډول ډول کمپونو او بلاکونو په تفصيلي بيان سره هغه پېښې بيانوي چې دى او ملګري يې ورسره مخ شوي دي. هغه ليکلي چې په ګوانتانامو کې د بنديانو لپاره پنځه کمپونه جوړ شوي وه چې د يو کمپ د (کيوبک) بلاک په هکله ليکي:
(دغه بلاک کې به بنديانو په يو نيکر کې ژوند کاوه، دننه په قفس کې به يې هيڅ نه درلودل چې وايې غوندي او يا يې پر ځان واچوي، په يخ او په ګرمۍ کې به په يخ او ګرمه اوسپنه بې کاليو ويده کېدل، لمونځ به يې لوڅ عورت سره کاوه او د يو بل په منځ کې حجاب نه و، ډوډۍ يې ډېره کمه وه او د عسکرو له بد سلوک سره مخامخ وو، بيت الخلا ته د تګ په وخت کې يې حجاب نه درلود او په بې سترۍ کې به د حاجت ځاى ته ورتلل، خوب به يې اکثره په ناستې کاوه او د ډېر يخ په وخت کې به يې په دغه تنګ قفس کې ټوپونه وهل چې دا د تودېدو يواځينۍ طريقه او چاره وه خو کله کله به تر دې هم نور سختېده چې د تشناب اوبه به يې د شا د خوا پرې بندې کړې او د تشناب کاغذ به يې هم نه ورکاوه وروسته به بندي دومره په تکليف شو چې اوبه به يې نه څښلې، ډوډۍ به يې نه خوړله تر څو تشناب ته ضرورت پيدا نکړي).
ملا عبدالسلام ضعيف په خپل کتاب کې د قرانکريم د سپکاوي هغه پېښې چې د امريکايي عسکرو لخوا د کندهار او ګوانتانامو په زندانونو کې ترسره شوي يادې کړې دي. او ويلي يې دي چې په ګوانتانامو کې لس (10) ځله د قرانکريم سپکاوى شوى چې پنځه (5) ځله مسئولينو په خپله منلې ده. هغه په ګوانتانامو کې د داسې يوې پېښې په هکله ليکي:
(يوه ورځ د قرانکريم مبارک بې عزتي وشوه. يوې ښځې عسکرې چې بدشکله او بداخلاقه وه ډېر تېره او تېز اواز يې درلود، دې بدغونې په لومړي کمپ کې يو قفس تلاشي کاوه او قصداً يې دوه ځله قرانکريم په ځمکه راغورځولى و، بيا بنديانو غوښتل چې دې ښځې ته بايد سزا ورکول شي او د قرانکريم د پوره حفاظت تضمين وشي خو کله هم امريکايانو داسې نه کول او خپل غرور يې د بندي لپاره نه ماتاوه).
نوموړى د کندهار په هوايي ډګر کې د قرانکريم د سپکاوي يوه پېښه د يو بل بندي له خولې څخه يې اورېدلې د خپل کتاب په يو سل او اوم (107) مخ کې داسې انځور کړې ده:
( هره ورځ به د تلاشۍ په نامه امريکايي عسکرو د دوى د توهين هڅه کوله، د ده په وينا يو ځلې عسکرو تلاشي کوله زه يې له تفتيش وروسته پړمخې پر خاوره وغورځولم او زما مبارک قرانکريم يې له تلاشۍ وروسته پاڼه پاڼه په مځکه وغورځاوه، چې کله يې قرانکريم وغورځاوه د دوى د تلاشۍ سپي چې لدوى سره وو پر قران الکريم حمله کړه او په خوله يې وڅنډه. چې کله مونږ دغه حال وليد د الله اکبر نارې مو پېل کړې سپي بېرته قرانکريم له خولې وغورځاوه او عسکر بېرته قرانکريم پورته کړ او ماته يې راوغورځاوه چې د غورځولو په وخت کې قرانکريم په هغه ستل کې ولوېد چې بنديانو ته يې د قضاى حاجت په خاطر ايښى و).
په يو سل او شپږ پنځوسو (156) مخونو باندې خور "د ګوانتانامو انځور" په رنګه پښتۍ او سپين کاغذ پنځه زره ټوکه چاپ شوى دى چې هره کرښه يې د ظلم يو نوى انځور تمثيلوي.
ملا عبدالسلام "ضعيف" د طالبانو د واکمنۍ په اخري وخت کې په پاکستان کې د طالبانو سفير و چې د 2002 کال د جنورۍ د مياشتې په درېمه نېټه د پاکستاني چارواکو لخوا ونيول شو او د 2005 کال د سپتمبر په دولسمه نېټه د ګوانتانامو څخه راخلاص شو چې اوس په کابل کې ژوند کوي.


صافی
19.07.2006

اجب خان ــــ دوه همشکل انځورونه

څو ورځې مخکې خبر شوم چې په پاکستان کې د طالبانو د تورې واکمنۍ سفير ملا ضعيف د خپلو خاطرو کتاب ليکلى او خپور کړى دى. کتلو ته مې يې هيڅ زړه نه کېده ځکه چې لدې وړاندې مې د يو بل طالب مشر وکيل احمد متوکل کتاب لوستلى و چې ډېر زيات بې مطلبه کتاب و. خو بيا هم له خپل عادته مجبور شوم او د ملا ضعيف کتاب مې پيدا او ولوست. د کتاب نوم دى "د ګوانتانامو انځور". دا يو تصادف و چې د دې کتاب د لوستلو پر مهال مې هغه عسکونه او ويديوګانې هم وکتلې چې د طالبانو د وحشي واکمنۍ پر مهال د دوى د ظلمونو انځورګري پکې شوې وه. د دې دواړو شيانو په يو وخت لوستل ماته داسې يو عجيب و غريب احساس راکړ لکه انسان چې په اور کې سوځي او چې کله اوبه وويني نو ورودانګي خو هغه اوبه نه بلکې خوټکېدلي تېزاب وي. بالکل همدغه حال و، چې د ملا ضعيف په کتاب کې مې د امريکايي زندانونو ظلمونه ليدل نو ورسره مې د طالبانو لخوا د افغانانو د وژلو، ټکولو، زورولو، تعذيبولو، د افغاني ښځو د سپکولو او افغاني ځلمو د شکنجه کولو صحنې هم ليدلې. دا دواړه انځورونه ماته بېخي همشکل ښکاره شول او ومې ويل چې که امريکا د ظلم او وحشت يو نوم دى نو طالب يې دوهم نوم دى، که امريکا د افغانستان د ورانولو او په جنګونو کې د ښکېل کولو له هرې لارې کار اخيستى نو طالب په دغه هره لاره کې د امريکا د ښي لاس رول لوبولى او امريکا چې په افغانستان کې هر څه کړي او کوي يې د طالب برخه ورسره يو برابر ده.
خو يوه خبره چې دا کتاب ځانګړى کوي دا ده چې ملا ضعيف د خپل بادار (پاکستان) اصلي شکل پخپله هم پېژندلى او خلکو ته يې هم ورپېژندلى دى. هغه وايي کله چې زه پاکستاني چارواکو ونيولم او امريکا ته يې سپارلم نو ما ورڅخه پوښتنه وکړه چې زما ګناه څه ده؟ ايا مونږ ټول مسلمانان نه يو؟ پاکستاني چارواکو وويل چې اوس خبره د اسلام او جهاد نده اوس خبره د پاکستان د ګټو ده. ملا ضعيف منلې چې کوم پاکستان په افغانانو باندې د اسلام لپاره جهاد کوي هغه پاکستان زه ونيولم، ډېر زيات د بې غيرتۍ وضعه يې راسره وکړه او په لوي لاس يې پر امريکايانو وپلورلم.
تر کومه ځايه چې په امريکايي زندانونو کې ملا ضعيف سره د شويو ظلمونو کيسه ده نو دغه بېخي سمه ده چې امريکايي عسکرو ورسره ډېر زيات ظلم کړى دى خو د دې خبرې لپاره دوه جوازونه شته. يو دا چې طالبانو سره چې څه کېږي دوى خلکو سره همداسې کړي دي. او دا يوه منلې خبره ده چې څه کرې هغه به ريبې. په تفصيل کې زه ځکه نه ځم چې دا ګردې نړۍ ته معلومه ده چې طالبانو څومره وحشت او د بشر د تصور او ګومان څخه ليرې کارونه کړي دي. دوهمه دا چې، لکه چې ملا ضعيف يې په خپل کتاب کې يادښت کړى دى، د امريکايي عسکرو په نظر کې دوى انسانان نه وه ځکه چې انسانان هغه کارونه نشي کولى کوم چې طالبانو کړي وه. په دغو خبرو امريکايان او طالبان پخپلو کې سره ښه پوهېږي، ماته خو دواړه د افغان ولس يو ډول دښمنان ښکاري. او دا څه ډېره غلطه خبره نده ځکه چې همدې طالبانو او مجاهدينو د امريکا لپاره ډېر لوي ډالري جهاد کړى دى، او همدا خلک وه چې څو کاله مخکې امريکا او ګردې غربي نړۍ مجاهدين بلل خو اوس ورته ترهه ګر وايي. مطلب مې د خبرې دا شو چې امريکا او طالب د افغان ولس لپاره دواړه د بشر د تاريخ ناوړه دښمنان او د افغانستان ورانوونکي دي. خو ملا ضعيف خپلو طالبانو ته په دې کتاب کې يو پېغام ورکړى دى چې پاکستان د اسلام او جهاد سره هيڅ علاقه نلري. که نن په ملا ضعيف ده، سبا په حکيمي ده او بله ورځ په بل او په بل. تر څو چې پاکستان غواړي دا طالبان او مجاهدين به په افغانستان کې په ترهه ګريو بوخت ساتي او افغانان او افغانستان به ورباندې له منځه وړي خو چې کله پاکستان لازمه وګڼله په امريکا به يې وپلوري او ډېر په اسانۍ سره به يې د مرګ کندې ته ورديکه کړي. دغه انجام د متقي هم دى، د مطمئن هم دى او د ملا عمر هم.
د طالبانو او ټولو افغانانو لپاره ښه لاره دا ده چې ټول سره په افغانستان کې راټول شي، په خپل هېواد کې کښېني، جرګه شي، رايه ګيري وکړي او په خوښه او صلاح سره خپل وطن جوړ کړي. نه به بيا دلته امريکا پاتې شي او نه برتانيه. ټول به په خپله مخه ځي. نه به جهاد ته اړتيا پاتې شي او نه فساد ته، نه به د پاکستان په وړاندې کمزوري يو او نه به د عربو خيرات ته لکه سوالګر ناست يو، نه به کرزى نا اهله وي او نه به ملا عمر ترهه ګر. نه به حکمتيار د اي ايس اي ايجنټ وي او نه به دوستم خپلې شخصي ملېشې جوړې کړاى شي، نه به مو څوک ژبني حقوق غصب کړي او نه سياسي. او که حال همدغسې روان وي چې طالبان د اي ايس اي ايجنډه پر مخ بيايي او کرزى د امريکا، او هر څوک د خپل خپل وس ترمخه ورانکاري او ترهه ګري کوي نو بيا خو زما دعا دا ده چې خداى پاک دې دا وطن بالکل د نړۍ د مخ څخه پاک کړي چې له غمه خو يې بېغمه شو. نور خو زمونږ په وس کې هيڅ نشته.
--------------------------------------------------------------------
د همدې پاڼې دلمړی مخ څخه.


Ajab
20.07.2006

يخيى خيله وروره لکه چې ښه دې د پنجابيانو په کاسه خوړلې ده او اوس يې هم خورې ځکه چې د ملا ضعيف د کتاب څخه دې هغه ظلمونه بيان کړي چې امريکايانو پرې کړي خو هغه چې ورسره پاکستان کړي بالکل پرې چوپه خوله پاتې شوى يې. کشکې يوه څنډه دې د هغې هم ښودلې وى.


ګلامخان
20.07.2006

نه مادپنجابیانوپه کاسه خوړلی اونه به یی انشالله وخورم
ماد ملاصاحب ضعیف کتاب ندي لیدلی بلکې ماهمدغه مطلب د
www.afghanislamicpress.com ویب پاڼې نه رانقل کړي
خوافسوس په دې چې افغانان تل خپلو مسلمانوورڼوته خپله سزا چې بایددي یی ورکړی په بل ورکوې ډیره دشرم خبره ده
په پښتوکې متل ده
وای خپل ورورمړکړه خولمرته یی مه اچوه
طالبانوپه حقیقت کې چې ظلمونه وکړل هرچاته معلوم دې
خوداخبره چې تاسوپه امریکایانو،په کفاروجزاورکوي بیاخو.................................
دعجب په ځواب کې بس نوربه زه هم څه نه لیکم


Ajab
20.07.2006

وروره ظالم نه مسلمان دى او نه کافر، ظالم بس ظالم دى. د اسلام درس خو دا دى چې يوه ټولنه او هېواد په کفر کې ښه دى خو په ظلم کې ښه نه دى. او بيا په ظالمانو (طالبان او القاعده) د افغانانو وس کله بر دى؟ بس دوى زوکړي هم امريکا دي، روزلي او پاللي هم امريکا دي او اوس چې امريکا ترېنه جامې وباسي او بربنډوي يې او دغه عمليات ورسره کوي نو هم دا د دوى (امريکايانو، طالبانو او القاعده) کورنۍ لانجه ده، د افغانانو پکې څه کار دى.
د کوم ويب سايټ نه چې دې د ضعيف د کتاب په هکله دغه مطلب راخستى دغه د اي ايس اي په مالي مرسته او چليدونکى ويب سايټ دى چې تل د طالبانو تخريبي عمليات په غټو سرليکونو خپروي او د افغانستان د بربادۍ او تباهۍ او د اي ايس اي د خدمت تلعمري پړى يې په غاړه کې اچولى دى. ما چې کله هم دغه ويب سايټ کتلى دى د پاکستان او پنجاب ذهنيت مې پکې کتلى دى.
لنډه او اخري خبره دا چې ظلم بس ظلم دى او اخر ورله زوال شته. که ظالم امريکا دى او که ظالمان طالبان دي دواړه يو شان او بېخي د يوې تلې دوه کاسې دي. که څوک يو ظالم په دې خبره بخښي چې مسلمان دى نو دا مسلمانانو او افغانانو ته هيڅکله د منلو وړ نده. او که څوک وايي چې نه په اسلام کې ظلم روا دى نو دغسې اسلام څوک مني؟


م ن غروال
21.07.2006

ښاغلی عجب سلامونه ومنئ!
د طالبانو نظام مونږ هم په کراتو او مراتو لا هغه وخت چې دوئ په قدرت ؤ غندلئ دي او دا پوښتنه خامخا مطرح وه چې پاکستان ولې د پښتنو سره دومره د زړه له کومې خواخوږي کوي چې غواړي د افغانستان واکمن يې کړي او داسي نور٠٠٠٠٠٠ !
اما راغلو دغه ټکي ته چې د امريکايانو دغه وحشي عمل ته داسي ووايو لکه څرنګه چې تاسو ويلي دي : [quote:7eca36f117]اوس چې امريکا ترېنه جامې وباسي او بربنډوي يې او دغه عمليات ورسره کوي نو هم دا د دوى (امريکايانو، طالبانو او القاعده) کورنۍ لانجه ده، د افغانانو پکې څه کار دى. [/quote:7eca36f117] د انساني اخلاقو او د انساني کرامت له مخې او امريکا د بشري حقوقو چغې چې نوره نږدې دي آسمان راونه ړوي، د امريکانو دا وحشت دغندلو دي او دوئ هيڅ سند په طالبانو نلري چې په 11 سپتمبر کي به دوئ لاس درلودلاي وي او که يې درلودلاي هم وي نو د ملا ضعيف يې څه؟ او افغانستان داسي کوم قرارداد له امريکې سره هيڅ وخت نه درلود چې د ګوانتېنامو زيارت په افغانانو وکړي٠
که ملا ضعيف او دده نور انډيوالان متهم په کوم جرم هم وي باپد په افغانستان کي يې حقوقي او قضايي او جزايي مسايل حل و فصل شي نه په امريکا کي!
نو ستاسو خبرې د افغاني کلتور سره چې په تاريخ کي ثبت دي ټکر لري او [color=yellow:7eca36f117]زه يې دشرم لوخۍ يې بولم٠[/color:7eca36f117] او زه دا عمل غندم که په تروريستانو وي او که په نورو!
او زه دا عمل غندم چې که په افغانانو وي اوکه د نور ملتنو مذهبونو نژادونو وګړي او په هر دين و آئين چې وي٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more