نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغان حكومت مسؤلو مقاماتو او خارجه وزارت ته يو ليك
زرملوال
18.07.2006
دافغان حكومت مسؤلو مقاماتو او خارجه وزارت ته يو ليك
دافغان حكومت مسؤلو مقاماتو او په ځانګړى توګه دباندنيو چارو وزارت نه هيله كيږى
چى دسعودى عربستان داوسيدونكو مسافرو دستونزو په هكله جدى غور وكړى
ستونزه په لاندى ډول ده
سعودى ته زياته برخه افغانان په پاكستانى پاسپورتونو راغلى دى يعنى دهجرت په مهال يي
په پاكستان كى پاسپورتونه جوړ كړى او او س په هغو پاسپورتونو دلته اوسى او خپل هيواد يا
پاكستان ته دتګ او راتګ په مهال هم هغه پاسپورتونه كاروى
دډاكتر نجيب دحكومت له سقوطه ورسته دى خلكو د پاكستانى پاسپورتونو په تبديلولو پيل
كړى دى او تر ننه پورى دا خلك دپاكستان په سفارت كى خپل پاسپورتونه كينسلوى او نوى افغانى
پاسپورتونه اخلى دوى ته به دافغانستان سفارت سپين پاسپورت ور كاوى خو دلته به بيا دسعودى
حكومت دوى ته له پاكستانى پاسپورت نه افغانى هغه ته مالومات تبادله كول او دهغوى كار به
سم او تكميل شو
خو اوس ستونزه دا ده چى دسعو دى حكومت داد مالوماتو دتبادلى كار درولى دى او نه يي كوى
او داد پرون او نن خبره نه ده بلكى تقريبا دووه كاله يي كيږى اوس نو دا خبره دومره پسى ببره شوى
چى افغانان څو څو ځله په ډلئيزه توګه ونيول شول او او دزندانونو ميلمانه شول چى په مياشتو
مياشتو پكى پراته دى
هغه مخكينى چى كوم پاسپورتونه تبادلى شوى هغه لا يوڅه شه دى خو له كال 2000 م نه ورو سته
چى كوم پاسپورتونه تبادله شوى هغه بيخى نا چله بلل كيږى ددا ډول پاسپورتونو لرونكى ډيرى كسان
كسان يا خو نيول شوى او له څو مياشتو بند تيرولو وروسته خپل هيواد ته داخير ى ځل له پاره ليږل شوى
دى او پاسپورتونه يي ورته كينسل شوى دى دپاسپورت له منځه تلل ديوه بد مرغه افغان له پاره ډيره لويه
خبر او له يوى ګولى ډوډۍ نه دمحروميدلو معنى لرى
او ډيرى دا ډول كسان كورونو ته دستنيدلو په هيله په سعودى كى ناست دى چى نشى كولى په دى
ميرات مړى پاسپورت سره خپل له دوكه ډك وطن ته ستانه شى داسى كسان پيژنم چى په همدى هيله
له كاله زيات وخت پرى تير شوى شخصا په ماخو لا وخت نه دى تير شوى خو له عين ستونزى سره لاس
او ګريوان يم
داستونزه بايد خورا زياته جدى وبلل شى ځكه په دى قفس هيواد (سعودى ) كى نورى ستونزى هم
كمى نه دى خو هغه ټولى ديوى ګولى ډوډۍ له پاره افغانان زغمى اما داستونزه خو يو خنډ دى لكه
مخكى مى چى تفصيل بيان كړ
اوس نو دا افغانان چاته سترګى واړوى ؟
ددى سپيرو مسافرو په دى وير لړلى حالت به څوك غور وكړى ؟
ددوى دا څو كلنه ستونزه به څوك حل كوى ؟
دلته دافغانستان سفارت او قونصل هم تر اوسه په دى موضوع كى هيڅ دپام وړ ګام نه دى پورته كړى
نو دټول افغان له لارى دا څو كرښى مى دافغان حكومت ته وليكلى
خداى دى وكړى چى ددى زرهاو افغانانو دا درنه ستونزه معمولى او
بابيزه ونه بولى او د اړوند موضوع په هكله جدى ګامونه پورته كړى
په درنشت
____________
ورور مو زرملوال
م ن غروال
18.07.2006
ښاغلی زرملوال ورور سلامونه ومنئ!
زموږ مشران او حکومتي چارواکي له بده مرغه ددغه کلتور نلري چې له سعودي سره او يا له بل هېواد سره خپله ستونزه حل کړي٠
له بده مرغه بايد ووايم چې ټول افغانان چې په هرې سياسي ايديا دي خو د وطنپالنې چغې دومره وهي چې آسمان يې په لړزا نه وي راوستی هله به يې چيري پرينږدي٠ خو که بيا واکې په لاس ورغلې او يا يې هم چيرته واکې لا لاسه تلې نو بيا دې الله مل شه٠ بيا يې چې څه په وس ؤ هغه خامخا کوي نه به د هېواد پروا لري او نه به هم د خلکو٠ نه به ملي ګټې ورته مطرح وي او نه د نورو بې ګناه انسانانو!
ستا ليک دلته يوازې ددې لپاره چې مونږه پرې زړه خوږ کړو او دوې درې کلمې پرې وليکو بل هيڅ کومه ګټه به ونلري٠
محترم زرملوال صاحب! تاسو ته بهتره معلومه ده چې واقعاً ګران هېواد افغانستان د خپلو افغانانو له لاسه ړنګ شو اود تباهيو کندو ته ورنسکور شو چې امريکايان مو په سړيو هم تيري کوي او هم يې په نړېواله ميډيا کي خپروي اما زمونږ واکداران ( له بده مرغه ډير تريخ حقيقت دي خو سترګي پټول به هم لويه جفا د خپل ملت سره او لويه ګناه به له وجدانه سره وي که ويې نه ليکم) مړې سترګې او يا ټيټي سترګې نيولې وي٠
نو دا اوسني ستونزې چې مونږه ورسره مخامخ يو دلته په جرمني کي دي او که په امريکا کي او يا عربستان او اماراتو کي او يا روسيه او اوکراين کي، دا له هره وخته نن د افغانانو حيثيت د پښو لاندې کيږي او نړېواله ټولنه پوهيږي چې افغانان په سياسي ډګر کي خورا بې کلتوره خلک دي او د انبلوکو په تول حاضر دي چې خپل ټول ملت خرڅ کړي او په ناچيزه بيه سړی کولاي شي افغان ځانته رانيسي او ځانته ترې غلام جوړ کړي٠ مونږه افغانان په ريښتيا چې داسي يو لکه يوه بې سر پوښه ديګ، چې هر څه ؤ، ورلويږي به!
په درناوې
ورور مو غروال
زرملوال
18.07.2006
محترم غروال صيب او نورو وروڼو سلام او نيكى هيلى مى ومنئ
غروال صيب كور ودان خو خبرره داسى ده وايي چى ( اوبو اخيستى ځګ ته هم لاس اچوى )
دا ستړى افغانان نور څه وكړى اخر په دى هيواد كى دا سفارت او قونصلګري دڅه له پاره
پرانستل شوى دى ؟
په سعودى كى تقريبا زياته برخه اوسيدونكى افغانان بيسواده خلك دى په قسم به دى خود
باور كيږى كه ددوى له خاورو ډكى خولى او بدمرغه حالت دى وليد نو په سترګو كى به دى
يوڅاڅكۍ او ښكى هم نه شى پاتى نور وړاندى نشم تلاى په مينه
مشواڼې
18.07.2006
زرملوال صاحب سلامونه !
زه له دولسوکالوراهيسې په امريکا کی اوسم ٠ په خشره کاريومونفس راووت ٠ اوس خوهغه خشره کاري هم څوک نه راکوي ٠ په اپليکېشنونواوريزيومې ليکلومی ګوتې وپړسېدې خوبياهم کارنه پيداکووم ځکه چی دکوم مملکت تابيعت نه لرو٠ افغانانوته په نړۍ کی د ترورستانو په څېر کتل کيږي ٠دا خو څه کوې چې اوس په افغانستان کی د خارجي مؤسساتوسره د کارشرايط هم د غرب په نورم شوي ، له يوه څوکيدار څخه هم د انګليسي ژبې مهارت غواړي ٠ دا وګوره :
Security Guard, Kabul, Afghanistan
Closing date: Wednesday, 19 July 2006
Vacancy No: .
Post Title: Security Guard
Location: Kabul
Duration: n/a.
No of Post: 1
Date Announced: 2006-07-09
Closing Date: 2006-07-20
Qualifications required:
1. Must hold an Afghan Identity Card;
2. US Agencies/UN/NGOs guarding experience is highly desirable;
3. Understand and be capable of fair speaking and writing English;
4. Capable of working in multinational/cultural environment;
5. Flexibility in undertaking any kind of assignment.
دنجيب دوختوپاسپورت اوس هم په ١٠٤ ډالره خرڅيږي ٠ د افغانانو حيثيت د کمونستانو او مسلمانانوسره راټيټ کړل شواوتراوسه يې بېرته نه دې ترلاسه کړې ٠ په خواشينۍ سره چی لکه څنګه چې ليدل کيږي ،کرزې صاحب د خپل ځان واک اواختيارنه لري نودنوروافغانانو به څه غم وخوري ٠ دا خبره وه چی ما په يوه بله ليکنه کی داسی ليکلي ؤ :
' افغانان يوداسې مشرته ضرورت لري چې افغانان ديوخپلواک هيواد دوګړوپه توګه نړۍ ته معرفي کړي ٠ افغانان چې پخپل وطن کی د مهاجروحيثيت ولري ، په نوره نړۍ کی به څه وپيژندل شي ؟ '
نوقدرمنه !
زما له وسې خودومره پوره ده چی ' زنده باد ' او ' مرده باد ' درسره په ښه ډډ- اواز-ووايم ، نورنوڅه کوولای شو ؟ خودا هم بايد هېر نه کړوڅوک د پاکستان پاسپورټ ولري دولت د دارنګه پېژندګلوسره ستونځې لري ٠ زه خوان د ظاهرشا ه له وختو خبر يم چی د جنوبي سرحدي خلکوبه په عربي هيوادونوکی د کار لپاره پاکستاني پاسپورتونه اخيستل اوزه په دې هم نه يم خبر چی د افغانستان دولت به ددوه ګوني تابيعت په هکله کوم اصول ولري ٠ په هره توګه ، هيله ده چی ستاسو غږ ښاغلې سپنتا واوري اوخپل مسؤليت سرته ورسوي ٠
مننه
ستاسوورور
مشواڼې