نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د مزارشريف ښار د خلكو سرخلاصى ليك او د مخابراتو وزارت ځواب
larghonay1
18.07.2006
[color=red:ef01bd1fd2]لاندې ليكنه د ښاغلي مشواڼي صيب ده چې د ښاغلي له يوبل بحث نه دلته راوړل شوې ده
هيله ده همدلته ځانګړى بحث پرې وشي.
لرغونى لاروى[/color:ef01bd1fd2]
[color=blue:ef01bd1fd2][color=red]د مزارشريف ښار د خلكو سرخلاصى ليك او د مخابراتو وزارت ځواب [/color:ef01bd1fd2][/color]
تاسوته به معلومه وي چې څه وخت وړاندې د مزار شريف ښار د كوچۀ مير قاسمي خلکويوسرخلاصې ليک د مخابراتودوزارت په پته دغه مام ته استولې ؤ٠ په دغه ليک کې دمير قاسمي د کوڅې اوسېدونکواندېښنه څرګنده کړېوه چې د اريبا كمپنۍ غواړي دهغوی دکوڅې په يوکورکې دګرځندتليفون آنتن و دروي چې ددوی دناکراريوسبب به شي اوروغتياته به يې هم زيان ورسي ٠ ددې هيوادوالوليک ته د افغانستان دمخابراتووزارت داسې ځواب ورکړې :
------------------------------------------------------------------------
د مزار شريف ښار د كوچۀ مير قاسمي د درنو اوسيدونكو د پام وړ !
د مخابراتو د وزارت په نوم ستاسو سر خلاصى ليك د مخابراتو جلاالتمآب وزير صاحب ته ور وښودل شو. زمونږ يو له لومړيتوبونو نه دادى چې خپلو خلكوته په دې ډول د خدمت جوګه شو چې د دوى د خوښۍ او هوساينې سبب شو، نه دا چې خپلو خلكوته لا نور سر خوږى پيدا كړو.
د هغې اندېښنې په باب چې تاسويې د خپلې اوسېدا په سيمه كې د اريبا كمپنۍ د آنتن د درولو په باب لرۍ، شخصاً د مخابراتو جلاالتمآب وزير صاحب له لوري تا سو ته ډاډ دركوم چې ددې آنتنونو لگول ستاسو پر روغتيا هيڅ ډول ناوړه اغيزه نه پريږدي، همدا اوس د مخابراتو د وزير صاحب په وينا د دوى د دفتر پر سرهم همدا شان يو آنتن لګول شوى،په نوروسيمو كې هم دا كارشوى او په گرده نړۍ كې دا كار په همدې ډول تر سره كېږي، لطفاً ډاډه اوسئ دا آنټنونه هيڅ ډول روغتيايي ضرر تاسوته نه شي رسولاى.
او لا تاسوته د ښو خدمتونو په رسولوكې مرسته كوي، هيله ده چې انېښنه مو لرې شوي وي.
------------------------------------------------------------------------
دمخابراتودوزارت په دې ليک کې داسې څه نه ليدل کيږي چې دمزاردميرقاسمي دکوڅې خلک پرې ډاډه شي اوتسلي يې پرې وشي ٠ ښاغلې وزيرصاحب دطبي اوروغتيايي څېړنو متخصص نه دې چې دخپلو ساينسي تحقيقاتوپه مټ ووايي چې دارنګه انټنونه به سل په سلو کې بې ضرره وي ٠ په غربي نړۍ کې ساينسپوهان اوس هم په څېړنو بوخت دي اوغواړي هغه منفي تاثيرات چې د مايکرو،وړانګو Microwave په ذريعه په انسان کيږي ، راپيداکړي ٠ ګرځندټليفون ته اواز،دمايکرو، وړانګوپه ذريعه له دغوانټنونوڅخه لېږدول کيږي ٠ دا وړانګې په سترګونه ښکاري خودومره تودوخه پيداکوي چې خلک پرې خواړه هم پخوي ٠ دمايکرو،وړانګودپخلي دا، اله دنړۍ په زياتروهيوادونوکې کارول کيږي ٠ ددې وړانګو د حرارت اولېږدولوداسانتيا اوقابيليت په سبب په امريکا کی کوښښ کيږي چې په راتلونکي کې يې دپوليسي مقاصدولپاره دهيليکوپټرپه واسطه وکاروي ٠ داوړانګې به د سمڅو اوځمکنيو غارونوڅخه دشکمنوپه را، ايستلوکی مؤثر رول ولوبوي ٠
نودغرب ساينسپوهان داسې انګېري چې داوړانګې دګرځندتليفون په ډېره کاروونه روغتيا ته اوپه ېره بيا غوږونواودماغ ته تاوان رسوي اوپه تدريجي توګه ددماغوحجرات لمنځه وړي ٠ ښايي همدا، اودچاپيريال دګډوډوولو وېره وي چې په غربي هيوادونوکې د دارنګه انټنونو د نصبوولومناسب موقيعت ته هم پاملرنه کيږي ٠ نودايې دفيزيکي تاثيراتواندېښنې دي چې زمونږ هيوادوال شايد په دې هکله ډېرمعلومات ونه لري ٠
له دې که تېرشواوداموضوع د ټولنيزورواني تاثيراتوپه رڼاکې ترکتنې لاندې ونيسو، هماغسې روغتيايي وېرې زېږوي لکه څنګه چې ساينس پوهان يې لري ٠ ددې ترڅنګ کلتوري اودژوندکوولوخاص افغاني اومذهبي مشاهدات اومعتقدات هم د خلکوپه ارواح کې اخکل شوي دي اووزيرصاحب نشي کوولای په ((پروانه لري)) دارنګه مرور دلاسه کړي ٠ هرڅومره که څوک کوښښ وکړي ، ترڅوچې دخلکودوېرې عامل لمنځه نه وي تللې ، مسئله نه حل کيږي اوچې خبره ان تروزارته ورسي ، څرنګوالې يې معلومېدای شي ٠
خلک کله د کابل چارواکوته حيران شي چې دوی ديوې مړۍ ډوډۍ توان نه لري اودکابل چارواکي ورته د کلچو خوړلو مشورې ورکوي ٠
همدا راز په هرات کی هم تجارانوپه دولتي چارواکونيووکی کړي چې ٠ هغوی وايي چی د ولتي چارواکي د تجارانوپه تختوونه اوبرمته کوولو کی لاس لري ٠ دغوتجارانوپه هرات کی دولتي چارواکي متهم کړي چی برمته کوونکي چی کله ددوی لخوا ونيول شي ، دهغه ځای پوليس اومامورين يې بېرته خوشی کړي اودتجارانواوپيسوخاوندانو غږنه اورېدل کيږي ٠
مننه
مشواڼې