د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بحثو په هکله ستاسو وړانديز!

م ن غروال
16.07.2006

ښاغلی لاروی او محترمو هېوادوالو سلامونه او نېکې هيلې ومنئ!
د ښاغلي کرزي د استعفی په هکله ښاغلي منتظر مسيد ورور ډير ښه په زړه پورې او د ننی بحث وړ يو څه ليکلي ؤ چې مونږه هم خپل نظر هلته په عرض ورساوه او دلته تاسو د ښاغلي کرزي د مينجری په هکله څه سره راوسپړل چې هماغه د منتظر مسيد سره بحث يوه کيسه ده او تکراري خبرې به وي نو غوره به واي چې تاسو هم هملته دا زړه خواله کړې واي، خوخير٠
که ستاسو پام شوئ وي مسئلې د بحث لپاره چې په هر څه يې اړه درلوده همدا د منطق خان ماما په خونه راټوليږي چې مونږ نه هم لاره ورکه شي چې کوم يوه ته ړومبی ځواب ووايو او يا په کوم بحث کي خپل نظر وړاندې کړو هسې د کار روزګاره ووتو او له بلې خوا دلته په پردي هېواد کي د پرديو مزدوران يو چې ايله دومره وخت ياري وکړي چې ايله سر وګرؤو بيا نيمه شپه وي او سبا به وختي بيا په منډو ؤ، خو خير!
اوس چې تاسو ( لکه چې معلوميږي) د مونږ په پرتله وخت لرئ زه وړانديز کوم چې چې هغه بحثونه چې ډير سره ورته دي د يوه عنوان لاندې يې سره راټول کړئ ښه به وي٠ او تاسو هم خپله په هماغه بحثو کي کډون وکړئ او نوې پوښتنې او و مونږه د بحث کنترول مو په لاس کي وي چې دومره له بحثه هم ليري لاړ نشو چې مسئله په لنګۍ وي او بحث ټوله په بالښت کوؤ٠
دا ځکه چې مثلاً غيرت ورور د پښتنو په هکله، منتظرمسيد ورور د کرزي په هکله اوتاسو دهغه د منيجری په هکله ( چې زه خو يې چندانې سم په معنی پوه ځکه نشوم چې کرزی صاحب او منيجر؟ ځکه منيجر خو يو ولسمشر ته زه د ړومبي ځل لپاره اورم، خو خير!)،حامد ورور د کندهار محبوسينوپه هکله، او اوس وطنمل ورور د رشيد خان صاحب مرکې په هکله، اسلام دوست ورور د هلمند په هکله او روان هم کوم نوی بحث پرانيستی دي او داسي نور، چې دا ټول يا خو اکثره يې لاځوابه پاتې شول او يا خوهم بحث نيمګړی پاتې شوی دي٠چې مونږه آخر کومې نتېجې ته سره ونرسيدو ځکه چې په دغو موضوعګانو نوره خبرې کول پکار دي٠
تاسو هم که لوستونکي او ګډونکوونکي هماغه مطرح شوې بحث ته تشويق کړئ تر څو يوې نتيجې ته سره ورسيږو او پوه شو چې خلک څه نظريات لري کومې خبرې لري څه غواړي اوڅه کولاي شو او داسي نور چې زما په اند بحثونه هسې د وخت تېرول نه وي٠ ددې په ځاي چې هر يو چې هره يې خوښه د بحث لپاره وړانې کړي غوره به دا وي چې دا يو څو طرح شوې موضوعګانو باندې يو وار خپل نظريات خبرې او بحثونه وکړو بيا که نور څه مطرح کېدل، خو ډيره ښه خبره ده ځکه ټول افغان دي د همدې لپاره!
نو لااقل که کوم لوستونکی يو بحث ولولي خپله هم يوې نتيجې ته رسيږي او کولاي شي چې قضاوت وکړي چې څوک تر کومه درست صحيح او معقول وايي٠ که مونږه له دغه امکانه خلکو ته تر يوه حده په ځنو وطني مسئلو کي چې د هېواد په امنيت او اقتصاد او د حکومت راتلونکی روښانوي، مقنع ځوابونه ورکړل فکر کوم مونږ به ډير لوي خدمت کړئ وي٠
نو له دې امله دا راته اړينه وبرېښېده چې تاسو ته يې په عرض ورسوم او د نورو ټولو هېوادوالو څخه چې د ټول افغان په بحثو کي ګډون کوي پدې وسيله په درناوې هيله وکړم چې پدې هکله خپل اند او وړانديز او نېوکې(که لري يې) له مونږه سره شريکي کړي تر څو مو د پښتو په قلم ګران افغانستان ته يو څه کړي وي٠ او انشأالله چې تاسو به يې له ټول افغان څخه هر هغه څه چې مو په وس دي، ونه سپموي٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال


اجالا
17.07.2006

د ټول افغان سايټ محترمو مسئولينو، ښاغلۍ غروال صيب او نورو درنو دوستانوته سلامونه،
له پورتني وړانديز سره د پشپر توافق لرلو په ترڅ کې،بده به نه وي که چېرې هم دښاغلو احساس او منتظر مسيد د[color=red:2c8ca849d4] کارمل[/color:2c8ca849d4] په اړونددوه جلا عنوانه سره يو ځاۍ کړل شي، ځکه يو خو دغه موضوع لکه څنګه چې ليدل کيږي کله دلته او کله هلته په يو نه يو شکل په ټول افغان کې چېړل او څېړل کېږي، بل که د موضوع سره د علاقمندانو شمير ته وکتل شي نو هم مالوميږي چې په دې به بسنه و نشي او احتمال لري چې په راتلونکې کې دې بېا هم پرې ليکنې وشي نو ښه به وي که دغه دواړه عناوين
يانې : http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2073

او : http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=2196
دې سره د ښاغلي احساس ورور تر منتخب عنوان (([color=yellow:2c8ca849d4] ببرک کارمل وپيژنئ[/color:2c8ca849d4].....)) لاندې يو ځاۍ کړل شي، البته که مسيد صيب په کې څه ملحوظ ونلري٠
ستاسو مخلص، اجالا


منتظرمسید
17.07.2006

ډیرمحترمواوښاغلووروڼوغروال صیب اواجالاصیب !
نیکې هیلې مې ومنئ
غروال صیب زه سل په سلوکې ستاسوسره همغږی یم ،اوکه ستاسوپام شوی وي ما په بحثوکې دخپلولیکنوپه ترڅ کې دایادوونه کړې وه چې کله چې موږپه یوه یابله موضوع بحث کوونوموخه اوهدف موبایددخپل وس په چوکاټ دستونزواواري واوسي نه داچې یوازې بحث دبحث لپاره وکړو،اودامې هم هیله کړې وه له ګرانواو درنوګډونکونکونه چې دبحث دموضوع لوری بل خواته ونه اړوي اوپه پای کې باید چې یوې پائلې یانتیجې ته سره ورسوو،چې دټولولپاره دمنلووړوي ،خوله بده مرغه چې لکه څنګه چې غروال صیب تاسوهم ورته ګوته نیولې ده ،زیاتره څه چې نژدې ټولې موضوعګانې اوټول بحثونه په پای کې په بشپړه توګه له خپلې تګلارې نه ووزي اونتیجه خویی پرخپل ځای پریږده بلکې دموضوع درک هم ورک شي اوله سړي داورکه شي چې موضوع اصلاّ په څه وه .نوستاسودخبرې په تائیدویلای شم چې که درنه دوستان داپریکړه وکړي چې پرهرې موضوع تربحث کولونه وروسته په پای کې په غوڅ پاڼې ته ورته ګډه یوه پائله هم راوباسي نوزموږبحثونه به بې ګټې د وخت ضائع نه وي .
دښاغلي اجالاوروردخبرې په ځواب کې چې لیکي : (شي، البته که مسيد صيب په کې څه ملحوظ ونلري٠ ) ووایم چې ګرانه وروره ستاسوخبره دې په ګل بدله شي ،زه پکې هیڅ ملحوظ نلرم اوستاسوخبره دزړه له کومې تائیدوم .
په درناوي


منتظرمسید
17.07.2006

ګرانه وروره کوشانصیب !
نیکې هیلې مې ومنئ .
ستاسوخبره هم په ځای ده ،لاکن ماخویادوونه کړې وه چې زموږموخه اوهدف باید یوازې دبحث لپاره دبحث څخه ونه اوسي ،بلکې وګړي بحث دیوې موضوع اوستونزې داواري اودحل دلارې دموندلولپاره کوي ،خوکه ستاسوپه ویناموږ یوازې بحث ددې لپاره وکړوچې هغه دوام وکړي ،ترڅوزموږلپاره دبوختیااو مصروفیت یوه وسیله وواوسي ،هغه بیابله خبره چې زه یی مخالفت نه کوم ،ځکه داستاسوحق دی ،تاسوته به داخونددرکوي ،که هدف له بحث اومباحثې نه ،د ستونزې په اړونددحل دلارې موندل وي ،نوکه موږیوې ټاکلې اودټولودمنلووړ پائلې اونتیجې ته ونشوکولای چې ورسیږو،دابه داماناولري چې یاخوداچې موږپه قصدي توګه نه غواړوچې یوې پائلې ته ورسو،اویاخوهم دبحث ګډون کونکي په دې ندي توانیدلي چې دټولویاهم دډیري اوکثریت دمنلویوه معقوله اوسمه نظریه وړاندې کړي .که داسې نه وي نوهرومروبایدپه پای کې اکثریت سره په یوه خوله شي، چې هغه وخت کولای شوخپل بحث ګټوروبولو،که داسې نه وي نوبحث به یوازې ددې لپاره کړی وي چې زه ستاسره مخالف وکړم ،ته زماسره مخالفت وکړې او هغه بل ملګری دهغه یوبل سره په مخالفت کې پاتې شي .بله داچې له بحث نه هرګز دامانانشواخیستی چې ګواکې هغه دې دیوبل دنظرمخالفت واوسي ،بلکې دبحث په لړکې کیدای شي چې یوڅوک له بل نه مشوره هم وغواړي ،پوښتنه هم وکړي او یاهم چاته سلامشوره هم ورکړي .خوپه هرحال کې هغه بایدپه هیڅ پای ته ونه رسیږي .
په درناوي


م ن غروال
18.07.2006

ډيرو درنو دوستانو وروسته له سلامو!
تر ټولو خو په اجالا ورور خوښ يم چې بيا يې ټول افغان ته سر راښکاره کړ٠ او له تاسو مننه کوم چې پدې هکله مو خپل اند بيان کړئ دي٠
دکوشان ورور يوه خبره د تائيد وړ ده چې څوک بايد مجبور نشي چې د چانظر پرې په زور ومنل شي ، او فکر کوم دا به ناشونی هم وي٠ د بحث او ديالوګ منشۀ هم د اختلافاتو په اساس وي دا خو ښه کار دي چې دلته تل اختلاف موجود دي او له اختلافاتو بالاخره سړی يوې نتيجې ته رسيږي٠
اما نتيجه دا معنی نلري چې ګواکي مونږه يې په زور غواړو په چا خپل اند ومنو٠
نه پوهيږم ښاغلی لاروی ورور ولې پدې هکله لا تراوسه چپ پاتې دي٠
زه به ډير خوښ شم که ښاغلي هر يو نقاد، حليمي،پتنګ، غيرت، صافي، غفار، زرملوال وروڼه هم خپل نظر ښکاره کړي٠
په درناوې
ستاسو ورور غروال


صافی
18.07.2006

ډیرو درنو او ښاغلو ورونو! السلام علیکم......
ښاغلی غروال صاحب!لمړی ستاسو دوړاندیز او ددی موضوع دطرحې نه ډیره مننه. زه ستاسو او دښاغلی کو شان او دښاغلی اوجالاد نظر سره همغږی یم . هغه مسایل چې دبحثونو په خونو کې ورباندی بحثونه روان دی او یا سره ورته والی لری دهمغو سریزو لاندې باید پرې نظر څرګند شی پرته له دې چې دبلې سریزی لاندې په ځانګړې توګه پرې بل بحث وپرانیستل شی،او ستاسو په قول دوخت دضیاع نه به مخنیوی هم شوی وی.
دبحث په فورومونو کې یوې موحده نتیجې ته رسیدل محال دی . او که څوک بل شانته فکر کوی ځان غولوی.ځکه تر کومه حد چې لیدل کیږی مونږ د یوې ځانګړی قاعدی او اصل دسیوری لاندې نه بحث کوو او نه یی امکان شته، ځکه دیو شخص او دهغه دنظر توهین بل ته حق ښکاری او عکس بلعکس دې ټکې ته ځما پام تنها دګډون کونکو تر منځه نه بلکې د چلونکو په غبرګونونوکې هم شوی دی . زما شخصی نظر دا دی چې د نظریو دټکر په حالت کې که څوک چپه خوله نشې باتی کیدی باید دډیر زغم نه کار واخلی او دمتقابل لوری درناوی په هیڅ وجه له پامه ونه غورځوی .او که چیرته په شخصی توګه چاته توهین کیږی په لمړی قدم کې یی مخ نیوی د فورومونو دچلونکو دنده ده چې د متخطی لیکنه د ګواښ روسته ړنګه کړی .
ولې تر اوسه ما دیوی شخصی توهین امیزې لیکنې ړنګول نه دی لیدلی .
ښاغلی غروال صاحب ، او نورو دوستانو! زما په نظر د شخصی تیری او توهین موضوع ډیره مهمه او جدی ده ،که چیرته ددی موضوع نه مخنیوی ونه شی پرته له دې چې ځان او نورو ته درد سر پیدا کړو دبحثو نو څخه به مو ګټه ډیره کمه وی.
په درناوی


لرغونى لاروى

larghonay1
19.07.2006

ټولو دوستانو ته سلامونه !
دا ښه خبره ده چې يو بحث كوټلې پايله ولري ، خو زما په نظر د بحث فورم كې دا كار ناشونى دى.
ځكه دا كوم كانفرنس يا رسمي غونډه نه ده چې په ټاكلي وخت پر ټاكلې موضوع بحث وشي .
بلكې دلته هر څوك پر يوه موضوع خپل نظر ليكي ، موضوع ښه شاربل كېږي چې لوستونكي او د بحث ګډونوال ترې پخپله پايله اخيستلاى شي .
او بله دا چې پر سره ورته موضوع ګانو بايد د يوې موضوع تر سرليك لاندې بحث وشي، دا ډېره ښه خبره او ښه نظر دى.
دا چې ما هم داسهوه كړې چې د مسيد صيب ټاكل شوې موضوع وه او ما بله وليكله ، بښنه غواړم .
خو زه چې له كومې نوې خبرې خبر شم كوښښ كوم چې د بحث فورم ته يې راوړم.
دا سمه ده چې د منتظر مسيد صيب موضوع هم د كرزي خان په اړه وه او زما هم
چې بايد يو ځاى پرې بحث شوى واى.
خو دا چې ځينې وروڼه دا وړانديز كوي چې يوه موضوع دې ښه وشاربل شي بيا دې بله مطرح شي .
زه ورسره موافق نه يم.
ځكه د بحث فورم بايد د څو كسانو له پاره ځانګړى نه شي.
څوك به د يوې موضوع سره ليوالتيا لري، څوك له بلې سره او څوك به زما غوندې دټولو سره نو هغه چې د يوې موضوع سره جوړ نه وي بايد كېني ترڅو ډيالوګ خلاص شي او بله موضوع پيل شي؟
نه ! بايد موضوعګانې ډېرې وي خو سره ورته دې تر يوه سرليك لاندې وڅېړل شي.
او صافى صيب چې له كومې خبرې وېرېږي ، نو مسؤولين دې بې ربطه او كاواكه ليكنې ړنګوي.
په همدې هيله
ستاسو لاروى


لرګبه
19.07.2006

د بحث ټولو برخوالو ته د سلام او نيکو هيلو وړاندې کولو وروسته ،
غروال صيب ستاسوله دغه وړانديځ نه په مننه زه هم په خپل وار بشپړملاتړ ورسره ښئيم او د ښاغلو وطنمل او لاروي نه تمه لرم که چيرې پورتني ګټورنظريات په پام کې ونيسي او عملي ئې کړي نو ځما په اند په ټول ا فغان کې به د ليکنو ترتيب او د موضوعګانو اړوندتيا په لا هم ښه بڼه تصنيف او تنظيم شي، چې د يو ډول ارشيفي شکل په غوره کولو سره به حتا په اوږدمهال کې د تحقيق او مطالعې اسانتياوې برابرې کړي او پدې لارې کې ګټور تمام شي٠
دويم دا چې د هغو ملګرو د نظر په تائيد چې دلته د بحثونو په بهير کې، د منطق او حقايقو په رڼا کې خود په خوده نتيجه اخيستنه کيږي بې له دې چې کوم جلا [color=blue:6fafe620e5](( پرېکړه ليک ![/color:6fafe620e5])) دې پرې وليکل شي، د نظرياتو او منطق سالم ټکر( چې د شخصي اهانت اويا دموضوع نه د تيښتې په موخه د ترينګلتېا او تاوتريخوالي تاکتيک غوره کولو سره هيڅ هم ګډ څه نلري)او د مختلفو زواياوو نه د موضوع څېړل بحث ته غنا او ډکوالۍ وربخښي، په دې شرط که سړي په پرنسيپ کې دا منلي وي چې هر وګړۍ د ازاد نظرخاوند دۍ او دا حق لري چې هغه ښکاره او ترېنه منطقي دفاع وکړي٠
ستاسو د لا نيکمرغئ په هيله،
لرګبه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more