د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د افغانستان لانجه پر څه باندي ده؟

روان
16.07.2006

ګرانو دوستانو سلام !
موږ ټولو ته دغه پوښتني پرتې دي :
دا درې لسيزي کيږي زموږ په وطن کې دلويو ځواکونو د ګټو پر سر د افغانانو په مابين کې خونړی جګړه روانه ده .
نن د افغانستان لانجه پر څه باندي ده؟
آيا دا جګړه زموږ جګړه ده؟
آيا دا يوه سيمه ايزه جګړه ده؟
آيا دلته دپاکستان ګټي په نظر کې نيول کيږي او که پخپله دافغانانو؟
آيا دا د اسلام پر سرد جګړې ميدان دی او که دهغه پر ضد ؟
آيا دا د ټروريزم پرضد د جګړې ميدان دی او که د ټروريزم د جوړېدو؟
آيا دا د کمونيزم سره جګړه ده او که دهغوی پر ضد؟ هغه خو اوس نسته ؟
دا د 36 هيوادو ځواکونه چې دلته مېشته دي دا د څه دپاره دي؟
آيادا جګړه پښتانه ساتي؟
آيا دا جګړه تاجک ساتي او که يې پر شا ټکوي؟
آيا دا هزاره ګان لمسوي ؟
آيادا پښتونستان جوړوي او که پاکستان تجزيه کوي؟
آيا دا ازبکان او شمالي ټلوالي پر واک را ولي؟
دا څه لوبه ده؟
افغانان او په خپله کرزی څومره دواک خاوندان دی ؟
آيا هغه ته څوک ملي واکمن ويلای سي ؟
زموږ د افغاندولس راتلونکې د چا دګټو قرباني کيږي ؟
اوس اوس افغانان بايد څه وکړي ؟
جګړه خو داد زور اخلي سوال دادی چې زموږ په سيمه کې لانجې څوک زېږوي او د چا په خوښه پر مخ ځي ؟
موږ بايد څه وکړو ؟

په درناوی

روان


بابړ
20.07.2006

غروال صاحب سلا!
تاسو په دې مورد کې تر ټولو زيات د نظر خاوند ياستی لطفاً په دې اړه يو څه وليکۍ .
په درناوي
بابړ


م ن غروال
31.07.2006

ښاغلی بابړ ورور سلامونه مې ومنئ!
ما ستاسو ليکنه خداي ج شته پرون وليده، دومره خبرې اترې دي چي يوه لا پرانيستل شوي نه وي بله بيا پيل شوي وي نو لدې امله مې د ځنډ معذرت ومنئ٠
د ښاغلې روان ورور پوښتنې خورا زياتې دي او ځواب يې يوې مفصلې ليکنې ته اړتيا لري٠ پدې هکله مونږ په ټول افغان کي تل بحث درلودلی دي او تل همدا وايو چې جګړه د چا سره او په کوم مټ او طاقت؟ او ګران هېواد افغانستان مو چې په خاورو او کڼډوالو بدل شو او په زرګنو با ګناه او يا بې ګناه، افغانان چې هم روڼ انده ؤ، هم د مختلفو مسلکو کارپوهان ؤ، او هم په نړی کي پيژندل شوي سياستوال او سياستو پوهان ؤ، او هم د لوړو تحصيلاتو څښتن، له بده مرغه په شکل د اشکالو او انواع د اقسامو ، يا چپه او يا راسته له تېغه تېر شول٠، د څه لپاره؟
بيا دا وايو چې جګړه وه د څه لپاره او که انقلاب ؤ دڅه لپاره، او که اوس جګړه کوؤ او جهاد ورته وايودڅه لپاره؟ که د وطن آزادول مطرح ؤ خو دا دي، روسان مو د عربو د پيسو په مټ او د امريکايي سټنګر توغنديو په نښه له خاور وويستل او امريکايانو ته مو خوله کي ورکړ٠ بيا دا خو نن يوه خوله هم نده بلکه اروپا او استراليا هم پکي شامل دي او ملاتړي هم ټوله دنيا ده٠
ښاغلي روان يوه ډيره ښکلې پوښتنه کړېده :[quote:993e60a74a]زموږ د افغاندولس راتلونکې د چا دګټو قرباني کيږي ؟
اوس اوس افغانان بايد څه وکړي ؟ [/quote:993e60a74a] د تېر په شان جهاد په ډير ټيټه بيه خرڅ شو او د افغان په زرګونو بې کفنه شهيدانو ارمانو يې تورې بدرنګې خاوري وپاشلې٠ په اسلام او په وطن مَين تنکي ځلميان مو د روسانو د جرمنيانو او امريکايانو او پاکستانيانو د ګټې قرباني شول٠
مونږ په دومره لويو سرښندنو سربازيو قربانيو ورانيو عذابونو کړاوونو دردونو او غمونو، بيا هم نه اسلامي هېواد جوړ کړاي شو او نه هم سوسياليتسي !
نه مو انقلاب سر ته ورساوه، او نه هم دهېواد خپلواکي!
لاس وهنه به خامخا هر يو کوي خو مونږه ولې د هغوي ساز و سرود ته ګډ شو؟
زمونږه اوه ګونې د اسلام په نامه تنظيمو د نجيب راپرزېدو ورسته ولې داسي ګلان په وطن کي راوکرل چې د تعفن تأثيرات، نه يوازې چې اوس هم شته بلکه لا تر ډير وخته به له بده مرغه وي؟ د دوئ په لاس کي قرأن ؤ او شعار يې هم الله اکبر؟ له کمونستانو خو له سره ګېله نده په کار اما مجاهدين صاحبانو ولې هغه وکړل چې د کولو نه ؤ؟
غټ غټ بريتونه به يې پرېښول، او د آذان په کولو به يې په مؤذن ملنډې او کنځلې پيل کړې او اخواني او اشرار او مرتجع او د روسيې ضدپه نامه يې چې څومره حلالول کړاي شول، حلالول يې کړل اوڅومره يې چې هېواد په راکټو او بمباريو ورانوی شو وران کړ، او څومره يې چې د انترناسيوليستۍ چغې وهئ شوې ، ويې وهلې، خو پرته لدې چې دا لينيستي ايديا او مفکوره او دا مارکسيزم او سوسياليزم په افغانستان کي ماتې وخوړه بلکه اثار و علايم يې په مسکو او په ټوله نړۍ کي هم نور نه ليدل کيږي٠
دا ټول او داسي نور په زرهاؤ خبرې! که هرڅومره داتېر د هېواد حالات له هره اړخه وڅيړو او په هر نظر او عقيده چې ؤ باالاخره دغه پوښتنه ځواب غواړي :
[quote:993e60a74a]اوس اوس افغانان بايد څه وکړي ؟ [/quote:993e60a74a] د افغانانو بې سوادو وګړو څخه لکه څومره چې خپله افغاني باسوادو رهبرانو او مشرانو ناوړه ګټه پورته کړېده دومره به بهرنيو نه وي پورته کړي٠ اوس چې خلک واقعاً له جګړو ستړي دي او جګړو ټولو ته وروښودله چې پرته له تباهيو هيڅ لاس ته راوړنه نلري، که د الله اکبر شعارو لاندې جګړه وه، او دخپلواکۍ او ازادۍ چغې وهي او ٠٠٠٠٠٠٠٠، دا هم خلکو وليدې او که د کور کالي ډوډۍ، مصؤنيت قانونيت او عدالت، برادر بزرګ اتحاد جماهير شوروي، مصالحۀ ملي او ٠٠٠٠٠٠٠٠، دا هم خلکو وليدې٠
اوس د ديموکراسۍ چغې دي چې نه دېموکراسي شته او نه هم قانون!
د بيا رغونې چغې دي چې چيرته پنځه کاله، او چيرته هم دوه درې ودانۍ!
بيا هم دا پوښتنه مطرح کيږي چې څه وکړو او څه به کيږي او څه اميد به راتلونکي ته هم وي او که هسې د چور ميدان دي نر هغه دي چې جيب ډک کړي او دوې ورځې ژوند په خوښۍ تېرې کړي؟
اما که هر څه دي دا به وي٠ خو يو شی چې هغه بايد په پام کي ونيسو او ځان ورڅخه بې غوره نکړو الحمدالله بياهم افغانستان خپله غيږ کي داسي اصيل بچيان لري چې د هېواد بيارغونې او يوه ريښتيني اولسواکه حکومت جوړيدو ته يې ملا وې تړلې دي او د خدمت په درشل کي دي٠ او تل مي دا خبره کړېده چې بايد مونږ تل له دغووطنپالو هېوادوالو مشرانو سره اړيکي ولرو او تل له هغوي سره هر اړخيزې مرستې ولرو او تل د پښتنو په سيمو کي که دا تبليغ کړو چې له جګړې څه لاس ته نه راغلي دي او نه هم راځي٠ او هغه جګړې مو چې تېرې کړې ومو ليدل چې نه د مجاهد يتيمانو ته چا وکتل او نه هم طالبانو! نه کمونستانو برادر بزرګ شمالي پناه ورکړه او نه يې هم ورسره کومه شانزده پولي مرسته ورسره وکړه٠ ټول هماغه امپرياليستي او فاشيستي هېوادو ته پناه راوړه چې تمامه ورځ به يې د مرده باد بغارې وهلې!
خو دا به ضرور تبليغوؤ چې پريږده د خپلو بچپلانو لپاره دوه درې ښوونځي جوړ کړو او پريږده چې دا په زرګنو يتمان مو نور له لوږې په پاکستان کي خپل د مور کچکول له غواړې ليري کړي. پريږدئ چې نور افغان هغه افغان وي چې پنجابيان يې سپک ورک نکړي، پريږدئ چې هغه خويندې وروڼه چې د خدمت په چوپړ کي دي يو څه وکړي،
اخر به داسي ورځ هم راشي چې ټول خائينان به ،که د کمونستانو د وخت ؤ او که د مجاهيدينو او يا د طالبانو دوخت، د افغاني محاکمې ميزو مخې ته انشأالله درول کيږي٠ او د کړل شوؤ جناياتو او وژنو او تېريو به د خلکو په محضر پوښتنه ورڅخه کيږي٠ او انشأالله داسي ورځ به راځي چې مسعود به د خپله پنجشيريانو لخوا له قبره راويستل کيږي او محاکمه کيږي به! بيا به نه دا ملي اتل توب وي او نه به هم متبرک زيارت!
نه به دا کرزی وي او نه به هم دده مدير صاحب ښاغلی بوش!
روانې چارې تل په سياسي پوهه کيږي چې دښمن خپل کړي او دوست وساتې!
بريالی به هغه وي چې د هېوادوالو سر ساتنه، ناموس ساتنه، مذهب کلتور او رواج سانته ورته مطرح وي! او وغواړي د ملت په مټ رايي وکټي او دملت په مصلحت چارې پر مخ بوځي او په حقيقت يې ډډه لګولې وي٠
شته داسي کسان، که واک لاس ته ورغی او مونږه پښتنو له جګړو لاس واخيست او په چارو کي مو اوږه په اوږه ورسره ونډه واخيسته نو ـ
که نن وي که سبا، دا افغانستان به د افغان وي!
خداي ج دي وکړي تر يوه حده مې ستاسو لياره ځواب ويلی وي٠
په درناوې


ښې پوښتني دي!

ROHULLAH
01.08.2006

سلامونه او نيکي هېلي ټولو کاروونکو ملګرو ته!
په ماته او ګوډه ژبه دومره ويلی شم چي: د دې ټولو ځواب دادی چي په دغه جګړه کي هيڅ هم د افغان ولس په ګټه نه دي. زما په آند دا د لوېديځي نړۍ په ګټه جګړه ده، زه فکر کوم چين او هندوستان د پرمختګ په لور ګامونه پورته کوي چي دې خبري لوېديځه نړۍ سخته وراخطا کړې. نو زما په آند دوی غواړي زموږ ګران هېواد د دغو دوو نويو قدرتونو لپاره د سنګر په توګه وټاکي. همداراز د څلورو هېوادونو چين، هندوستان، پاکستان او ايران اټومي پروګرامونو ته په کتو سره د لويديځ لپاره افغانستان يوه ښه ستراتېژيکه سيمه ده. او له بلي خوا لويديځ غواړي د منځنۍ آسيا په هېوادونو کي خپل نفوس ډېر کړي. ځکه چي د پخواني شوروي اتحاد مېراث خوره یعني اوسنۍ روسيه هم بيا غواړي د رقابت ميدان ته را ګډه شي او چين د منځنۍ آسيا له هېوادونو سره ډېري نزدې اړېکي لري ، همداراز روسيه، چين او د منځنۍ آسيا هېوادونه د شانګها د تړون غړي دي.
زه فکر کوم دا به ډېر ستونزمن وي چي راغلی قووتونه دي له افغانستان څخه په کراره ووځي. لوېديځ نه غواړي افغانستان دومره ژر سولي او کرارۍ ته راوګرځي که داسي وشي د دوی شتون په افغانستان کي تر پوښتني لاندي راځي. زما په آند د افغانستان دولت هم په تېرو څلورو کلونو کي په همدې دليل ونه توانېد په هېواد کي سوله راولي.
په مېنه - روح الله


داود فايز
01.08.2006

وروڼو او خويندو قدرمنو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
خبري ډيري سر يي يو دي
د أفغانستان د فوټبال ميدان جوړ دي چي هر څوك يي دلته سره معلوم وي
او توپ زمونږ ولس دي چي په پښو وهل كيږي
ولي دا ولي ؟
ځكه چي مونږ خپله دا د فوټبال لوبغاړي پرانيستي او رقيبو ډلو ته مو ځاي ورکړي چي ځان سره وازمايي.
ليكن إن شاء الله هغه ورځ راتلونكي ده چي ددي لوبغاړو پښي هم پكښي ماتي شي او د تل لپاره يي د لوبي له ميدان وباسي ، او دا توان ونه لري چي نور د يو لوبغاړي په حيث لوبه وكړي.
وما ذلك على الله بعزيز
مګر ددي هيواد د بچيانونه هم لويه قرباني غواړي تر څو به دي لوبغاري كي لوبغاړو ته كندي وكني او او أزغي ورته پاش كړي چي پښي يي ما تي شي او بيا ونه شي كولي چي د لوبي خواته مخه كړي.
ايا تاسي دي قرباني ته تيار ياست ؟
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته،،،

أبو عمر الأفغاني


نقاد
05.08.2006

تر سلام وروسته :
ابو عمر الافغان ورورليکي [quote:98aa60df43]وروڼو او خويندو...خبري ډيري سر يي يو دي
د أفغانستان د فوټبال ميدان جوړ دي چي هر څوك يي دلته سره معلوم وي
او توپ زمونږ ولس دي چي په پښو وهل كيږي . ولي دا ولي ؟ دا ځکه چې د ١٩٧٨ کال د غويي له کودتا راهيسې ټولې قدرت ته رسيدلې د بهرنيانو ګوډاګۍ ډلې وې ، د شوروي ګوډاګيان ٢ ډلې خلق او پرچم، د پاکستان ٢ ګوډاګۍ ډلې مجاهدين او طالبان او همدا اوس هم د دشمالي ټلوالې ټوپکسلاران او د کرزي صيب ډله د امريکايانو ګوډاګيتوب  کوي ![/quote:98aa60df43]
نو ځکه د ازادۍ غورزنګ ددغو ډلو څخه د يوې ډلې په مشرۍ هم امکان نه لري .
نو که افغان اولس ويښ شي [quote:98aa60df43]هغه ورځ راتلونكي ده چي ددي لوبغاړو پښي هم پكښي ماتي شي او د تل لپاره يي د لوبي له ميدان وباسي ، او دا توان ونه لري چي نور د يو لوبغاړي په حيث لوبه وكړي.[/quote:98aa60df43]

ګرانه وروره د هيواد د ستونزو او نيمګړتياو علت مو ښه تشخيص او انځور کړی او ورسره اندمل (موافق) يم ، خو که د حل او بري ﻻر هم په ګوته کړئ ﻻ به ګټور ه وي. ايا له يوې پياوړې ملي او اسلامي اولسواکۍ پرته دا ستونزې حلېدای شي (؟) ، که نشي حلېدای ، نو څو فيصده خلک به د ملي اسلامي اولسواکۍ له پوهيز سره اشنا او دهغې پلويان وي ؟ پښتانه له دموکراسۍ پرته د بري هيڅ چانس نه لري او که يې ولري هم ، نو د طالبانو له تورې او د خلقيانو له سرې ديکتاتورۍ به بدتره وي . پريږدئ چې د پښتنو دوښمنان د ديکتاتوريو په جنايت اخته حکومت وکړي او پښتانه يې د دموکراتيکې مبازې په مټ راوپرځوي او په دغه مبارزه کې افغان ولس پر يو فولادي طاقت بدل شي !
تاسو ښه ليکلي چې [quote:98aa60df43]ماته هر هغه څوك چي د هيواد او د اسلام خدمت ته لاس رانغاړي د قدر وړ دي [/quote:98aa60df43]
رښتيا چې د اسلام واقعي خدمت د هيواد له خدمت څخه خالي نه دی او [color=yellow:98aa60df43]حب الوطن من الايمان [/color:98aa60df43]بلل کيږي . خود اسلام په يو اړخيزه ، سختدريزه اوبنسټپال خدمت کې د وطن او ملت نه يواځې د خدمت رنجه
نشته، بلکې وطن ورانوي او د شاتګ طوق لعنت يې غاړې ته ور اچوي.
برعکس دهيواد خدمت مسلمان اولس د خپل سپيڅلي دين له خدمت څخه نه منع کوي، خو ړانده سياسي افراطيت ته يې اجازه نه ورکوي .
هيله ده تاسې او ګران لوستونکي په دې اړه رڼا وغورځوئ !
ومن الله التوفيق !


داود فايز
07.08.2006

نقاد
سلامونه او نيكي هيلي
وروره ته لكه چي زما زړه ته ننوتي او زما به هدف پوه شولي
نه زما هدف صرف او صرف د د افغان ملت راو يستل له دي كرغيړن حالت نه
زه نه دي اي اي اي او نه دي سي اي اي ګوډاګي يم بلكه د خپل ملت د رفاه او حريت پلوي يم
ماته هر هغه څوك چي د هيواد او د اسلام خدمت ته لاس رانغاړي د قدر وړ دي
اوكه دا ملت قرباني ته ضرورت لري تر څو چي ددي حالت نه ووزي
خو دا سي معلوميږي چي ستا غير له انتقاد نه بله كومه دنده نشته لكه دنوم نه دي چي معلوميږي.
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته ،،،


نقاد
07.08.2006

دروند ورور ابو عمر افغاني السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .
بښنه غواړم چې په پورتنۍ ليکنه کې مې د لومړي اخذ يوه برخه [color=white:5ece19280c]( د پاکستان ٢ ګوډاګۍ ډلې مجاهدين او طالبان )[/color:5ece19280c] له پامه لويدلې وه، ستاسې يادونې څخه مننه کوم ، او دادی ستاسې دلکينې په وياړ مې په خپله پورتنۍ ليکنه کې سمون رامنځته او د لوستلو له پاره مي وړاندې کړه ، هيله ده اوس پرې تاسې او لوستون خپل نظر وړاندې کړئ .
ورور ه شخصي تنقيد بيځايه او دتنقيد له پاره تنقيد نارغنده بولم او سخته کرکه ترې کوم . که ل تيروتنې سره مخامخ شم ، له اړونده شخص څخه بښنه غوښتل د هغه
بي سکيندې حق او خپله ځنډ نه منونکی مسوليت ګڼم . والسلام !



ع کريم حليمي
08.08.2006

محترم دانشمند نقاد صاحب او منلې أبو عمر الأفغان صاحب 
سلامتۍ دي وي پر تاسو !
[quote:e849456a6b]دا سي معلوميږي چي ستا غير له انتقاد نه بله كومه دنده نشته لكه دنوم نه دي چي معلوميږي[/quote:e849456a6b]
أبو عمر الأفغان وروره !
هر اخبار يو نقاد لري يو څه کوې په لسهاوو لري د سپورټ نقاد ،
د رستورانټ نقاد ، د هسپتال نقاد ، او بيا پخپله د اخبار نقاد ٠٠٠٠ وغيره 
په يورپ کښي د نقاد  قلم هرڅه ته ګوته نيسي او ټولنه اصلاح کوي 
له نقاد څخه مننه که نقاد نه ؤ اصلاح ممکن ده ؟؟؟؟ 
افغان  بايد د هر مسلک د پاره نقاد ولري په تېره بيا د سياسي ملايانو نقاد ٠ تېرو سياسي نظامونو که تور وه
او که سره  نقاد ئې نه درلو ځانونه ئې بدنام نه کړه ؟؟؟؟ 
هغه څوک چه نقاد نه خوښوي اصلا دوی غواړي چه اسمان په دوو ګوتو پټ کړي 
نقاد د دوو وزيرانو عقل لري او راولاړيږي او انتقاد کوي چه نه نه !!!
او د منطق ابزار پر رااخلي او ثابتوي ئې چه اسمان نه دې پټ 
صاحب تاسو خپلي سترګي په ګوتو پټي کړي ٠ 

که زموږ د ځان اصلاح خوښه وي !
نو د نقاد عزت به کوو !!!!! په تېره بيا د ټول افغان نقاد صاحب چه ليدل 
په 20/20 سترګو کوي 


داود فايز
08.08.2006

سلامونه او نيكي هيلي ومني حليمي صاحب او نقاد صاحب
او نور كتونكي
د انتقاد نه ځان مبرا نه بولم بلي هر څوك انتقاد ته ضرورت لري بلكي دا د اسلام يو اساس دي چي څوك په غلط لار روان وي بايد اصلاح شي
خو چا ته د انتقاد به نامه دګوډاګي نوم وركول انتقاد نه دي دا تهمت دي چي اسلام ددي كار نه كركه لري
بلي اسلام هيڅكله هم څوك د وطن د ميني او خدمت نه دي منع كړي بل كي مسلمانان يي دي ته هڅولي چي دخپل ملك او ولس خدمت وكړي او دا يي له نيكو عملونه څخه حساب كړي.
خو مشكل به دي كي دي چي د اوطن به څنګه اباد شي او كومه سمه لار به وي چي وطن له دي مشكلاتة څخه بچ كړي
او زه اوس خت نه لرم بيا بي سبا ته بوره كړم بښنه غواړم


نقاد
08.08.2006

محتر استاد مولينا حليمي صاحب او دروند ورور ابو عمر الافغاني او نورو درنو دوستانو اسلام عليکم و رحمت الله وبرکاته!
د مکرم استاد حليمي صاحب له تاسونه ډيره مننه چې د نقد ګټې اهميت او اړينتيا مو روښانه کړه، تاسوته د الله تعالی په دربار کې د مکرمينو مقام ، په د نيا کې ښه او اوږود ژوند ، روغتيا او هغه نيکمرغي غواړم چې ستاسو هيله وي!
ابو عمر افغاني وروره تاسو ليکلي چې [quote:c9d977b18a]خو چا ته د انتقاد به نامه دګوډاګي نوم وركول انتقاد نه دي دا تهمت دي چي اسلام ددي كار نه كركه لري [/quote:c9d977b18a] ، روښانه نشوه چې چا ، چاته د انتقاد په نامه ګوډاکی ويلی،
که مطلب مو زما ليکنه وي نو بايد په يې کړئ چې ځواب يې ترﻻسه کړئ، خو که مطلب مو خپل ځان وي نو تاسو داسی ليکلي وو [color=white:c9d977b18a]د پاکستان ٢ ګوډاګۍ ډلې مجاهدين او طالبان [/color:c9d977b18a] چې په دې کې مې ستاسو ملاتړ کړی دی. !
نور نو پر ګوډاګي انتقاد کيږي خو هيڅکله د ګوډاګيتوب په نامه انتقاد نه کيږي..البته د ګوډاګي توب مفهوم پر دي نشي رامحدود کيدای چې ګوډاګيان تل لکه مريان د خپل بادار اطاعت کوي .او بس . خوداسې نه ه ، سياسي ګوډاګې هغه څوک دی چې يو بل هيواد ته دخپلو ملي ګټو څخه تيريږي .. نور وروسته بيا !. والسلام !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more