نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزی هلمند ته يوپلاوی ليږي
islam dost
16.07.2006
درنولوستونکو
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
له بينوا څخه
د افغان ولسمشر حامد کرزي د حکم له مخې د الحاج محمد نعيم کوچى تر مشرى لاندې يوپلاوى ټاکل شوي، تر څو هلمند ولايت ته سفر وکړى اود سنګين او نوزاد ولسواليو کې د هوايى بريدونو سپيناوى وکړى . د حکم له مخې پلاوى دنده لري تر څو د سيمې د سپين ږيرو او مخورو په مرسته د پنځو ورځو په ترځ کې د اوښتې مرګ ،ژوبلې او زيان په هکله خپل رپوټ بشپړ او جمهورى رياست ته وړاندې کړي.له سيمې څخه د ورکړل شويو رپوټونو له مخې په نوزاد او سنګين ولسواليو کې د ائيتلافى ځواکونو د هوايى بريدونوله امله په لسګونه ولسى وګړى مړه او ټپيان شوي دي .
درنولوستونکو
ماويل داسي څوک وی چي امريکايانوته يی سيمې ته دد ی پلاوی په هکله خبرورکړی وی
ترڅوهغوبيچاراګانوځانونه چيرته پټ کړي وی ،هسي نه که کرزی صيب ته رښتيامعلومه
شي چي ولسي خلک وژل شوي دي نوخدای خبر چي بيابه ددغه بي چاره مسافرانو څه حال
کيږي ٠