نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ايا د افغانستان ولسمشر ښاغلى كرزى يو ښه منيجر دى؟
larghonay1
15.07.2006
[size=18:1514b8bf47][color=red:1514b8bf47][size=18][size=24]ايا د افغانستان ولسمشر ښاغلى كرزى يو ښه منيجر دى؟ [/size:1514b8bf47][/size][/color:1514b8bf47][/size]
د فورم خوږو لوستونكو!
تاسو ته به معلومه وي چې په دې ورځو كې د ښاغلي حامد كرزي د حكومت په اړه بېلابېلې اوازې خپرېږي.
بله دا چې د نوموړي حكومت پايله هم همداسې ده چې نور ترې خلك تر پوزې راغلي او وېره لري چې هسې نه د كمونيستي حكومت پر برخليك اخته نه شي.
ځكه چې هلته هم لومړى خبره له كليو او ولسواليو راخرابه شوه.
اوس هم هره شپه په خبرونو كې بيا همغه د تېر په څېر (دومره اشرار مړه او دومره ونيول شول). اود حكومت پروړاندې بيا وايي (دومره كفار ، دومره د امريكې تاليڅټي مو مړه او دومره ځايونه مو ويجاړ كړل).
له دې ټولو ويجاړو او ورانو حالاتو څرګندېږي چې د كرزي صيب حكومت كومه ښه پايله ونه درلوده.
دا چې اوس هم بهرنۍ ميډيا او هم د افغانستان په دننه كې بېلابېلې اوازې خپروي چې ګنې د كرزي حكومت ړنګېږي او پر ځاىيې بل څوك راځي.
تېره اوونۍ د افغانستان د كورنيو چارو پخواني وزير ښاغلي جلالي راتګ هم دكرزي دحكومت پر خلاف ډنډورو ته لا قوت ور وباښه.
د جلالي دغه ناڅاپه او پټ راتګ خلكو ته بې څه نه ښكاري، او بيا دا چې نوموړي تر دې وړاندې په مرموز شكل استفى وركړه او بيا يې د حكومت د ناسم چلند په اړه څرګندونې هم كړې وې او اوس يې يوه اوونۍ په كابل كې د امريكې په سفارت كې د پردو تر شاه پټې خبرې كړي چې هم يې تګ او هم راتګ دومره ښكاره نه و.
[color=darkred:1514b8bf47]اوس پوښتنه دا ده چې [/color:1514b8bf47][color=blue:1514b8bf47]ايا كرزى يو ښه منيجر دى؟
ايا د كرزي په بدليدو به حالات سم شي او كه د څوكلونو په څېر به د بل واكمن تر دوه درې كلونو وروسته بيا د بدليدو هڅې او هيلې كوو؟
ايا د كرزي ټيم يوښه او هيواد ته ژمن ټيم دى او كنه نه د كرزي حكومت هم همدغه ټيم د ناكامۍ منګولو كې وركړى دى؟
ايا د ښاغلي كرزي حكومت كورنۍ ستراتيژي لري؟
ايا د ګاونډيانو سره دستونزو له منځه وړلو كې يې كوم مثبت رول لوبولى؟
ايا د كرزي حكومت د هيواد دننه جوړ جاړي په اړه كوم مثبت قدم ايښى؟ [/color:1514b8bf47]
ايا يوازې د كرزي پر بدلولو به حالات سم شي او كنه د ښاغلي ټول ټيم ناوړه او د بدليدو وړ دى.
[color=orange:1514b8bf47]كه ښاغلى كرزى او ورسره ټيم يې نور هم پخپله دنده پاتې شي نو دحالاتو په كابوكولو به وتوانېږي؟ [/color:1514b8bf47]
او كه كرزى او ټيم يې بدل شي نور څوك دي چې دغه واګي په لاس كې واخلي او د حالاتو په سمولو كې ښه رول ولوبوي، ځكه چې د ښاغلي ولسمشر له كړنو خو هيواد د قحط الرجال سره مخامخ ښكاري؟
له لوستونكو هيله ده چې بې له سپكو سپورو په لنډو تبصرو كې خپلې څرګندونې وكړي.
لنډې به په دې ښې وي چې لوستونكي به يې هم د لوستلو او هم د شننې حوصله ولري
په همدې هيله
ستاسو لاروى
FaridOkhyar
15.07.2006
[color=blue:b69b063941]ايا د افغانستان ولسمشر ښاغلى كرزى يو ښه منيجر دى؟ [/color:b69b063941]
هو !
د سياست په ډګرکې نه ، د افغانستان د مافيايي لوټمارو او چپاولګرو باندونو د متحدکولو په دګر کې ٠
کرزئ ډير لوی منيجر دى.
د دماگوژی يا د خلکو د غولولو په دګر کې .
کرزئ ډير لوی منيجر دى .
د دالري باندونو د د جورولو په دګر کې . د افغانستان د غر یب او مظلوم خلک په نامه د مرستی د ټولولو او د شخصی ګتي د خوندی ساتوتولو په دګر کې
د دموکراسی د چیغی وهل او د باندونو د دکتاتوری جورولوپه دګر کې .
د اسلام تر نامه د تظاهر په ډګر کې .
د پښتون او تاجک د طفيلي او تش په نامه لويانو او مشرانو نه د ګتي اخستلو په دګر کې .د غريب پشتون او تاجک خلک د افتراق او جلا کولو منيجر. هماغسی چه خلیلزاد په عراق کی د عربو او کردو د جلا کيدو لوی قهرمان دی ، کرزی چه دهغه مريد او چاکر دی په دی عرصه کی لوی گامونه واخيست .
pattang
15.07.2006
لرغونيه وروره !
څه هندي فلم دې ترې جوړ کړی دی ، زه پوهيږم چې زړه دې درد کوي ٠٠٠٠
ښه فکر دې ونيسه او مه يې هېره وه :
په 13.07.2006 دالمان وخت دماښام په 20.15 بجود phoenix دTV په چينل کې مې يو يو فلم وليد چې عنوان يې داسې وو
( د امريکايې عسکرو جنګ په افغانستان کې چې طالبان ښکار کوي ) :
دکرزي دحکومت استازي جان محمدامريکايانو ته ديوبل قوم شيطاني کوله چې هغوی طالبان او القاعده ساتي نوامريکايان به ورغلل او ټولې در وازي به يې ورماتې کړې ښځې او نر به يې تلاشي کول ، ځوانان به يې له ځان سره بوول ،کا لي به يې ترې کيښل ، عکسونه يې ترې اخستل او تېرى به يې پرې كاوه ( روسان ډير ښه وو ) .........................
ټول خلک وتښديدل 60 کسان مړه شول ٠ ....... ( فلم ډير اوږد قصه زيا ته ده ، زه يې لڼډه ومه ) جان محمد خپله ډير کوکنار کرلي وي او امريکايې منصبدار ته وايې چې دی خو دطالبانو او القاعدې سره په جنګ کې لګيا دی اودکوکنارو مسئله ، چې بند دي ،له ياده يې وتلې ده ،په خندا دا خبرې کوي او د هغه بل قوم په پښتنو باندې خاندي .
( دا واقعت مستقيم فلم شوی اوهم دهغو خلکو ويناده چې دا حال پرې تير شوی دی )
په 14.07.2006 دالمان وخت په 11:00 بجو مي بيا د phoenix په چينل کې يوبل فلم وليد چې عنوان يې وو ( بوش د خدايې پيغام ,الهام اوخبر په لاره ) :
بوش له ډېرو راديکالو او فونډامنتالستو عيسويانو څخه دخپل سياست دپياده کولو لپاره ګټه اخلي ٠
بوش کله چې د 30 کالو وو د تکساس په ميدلند کې يې ژوند کاوو ، د شراب خوړلو په مرض ککړ وو ، کله به چې کليساته لاړ چېټي چېټي ټوکې به يې کولې ، خوله به يې وازه ، وازه کيده او ارګېمي به يې ايستل٠
د بوش ځای يا کليسا وه او يا د شراب خوړلو ځای چې خپل فاميل ډير ورڅخه په تنګ وو ٠ کله يې چې پلار رياست ته ځان کنديداوه، نو دهغه دانتخاباتو منجر له بوش ځخه جدي غوښتنه وکړه چې شراب څښل پرېږدي ٠ بوش په يوه عيسوي ګروپ
( دې نرانود بيبل په ګروپ ) کې ځان شامل کړاودغه ګروپ په بوش داسې تاسير وکړ لکه چې بوش تداوي کړې وي ٠ بوش قسم وخوړ چې ډيرشراب به نور نه استعماله وي
اوخپل عيسوي خدای به پيږني او رجوع به ورته کوي٠
بوش به وېلې :" څوک چې ز ما پېژندل غواړي هغه بايد تکساس اوميدلند وپېژني" دخپل پلار له پاره يې ټولې رايې دفونډامنتالستو کليسايې عيسويانوڅخه لاسته کړې ٠ او خپل شعار به يې داسې ورکاوو :" ددې کار مذدوري د خدای بخښنه ده " ياني که څوک خپله رايه بوش ته ورکړي نو خدای به يې بخښي .
د٥٠ کالو په عمر بوش وېلې : "ماداسې و اوريدل چې خدای غواړې چې زه دامريکې رئيس جمهور شمه "٠ ډير معتبره او لوړو عيسوي ملايانو لکه " دبيبل د ملا تړ
د ګرو پ په نامه " به هر چيرته وعظ کاوه چې خپل خلک يې بوش انتخاب کړي ٠
هغه وو چې بوش دوالې له چوکۍ څخه رياست جمهوري ته ورسيده٠
يوه لوی مذهبي عيسوي ملا داسې وېلې : بوش خدای ندی استعمال کړی چې رئيس جمهور انتخاب شه بلکې خداي بوش استعمال کړ چې ددولت رئيس شه٠
په سپينه ماڼۍ او پنتاګون کې لمونځ کول يو سابت او نه هيرېدونکی عمل دی چې دډېرو فونډامنتالستو جګو ملايانو له خواځخه بوش ، رامسفيلډ اونورو جګ رتبه عسکري منصبدارانو ته ورکول کيږي او ډير ژاړه ديني مذهبي عنعنات ښودل اولمانځل کيږي٠ بوش کليساګانو ته 62 مليارده ډالر د ملت د ماليې له پيسو څخه ور کړې او په کانګرس يې قبوله کړه٠
[color=darkblue:010a50f7ec]د ترور دضد په نامه جنګ ، بوش دې يوه خدايې الهام سرته رسول بولي او ادا کوي يې ٠ په دغه جنګ کې بوش او عيسويان دعيسوي مذهب حق پر ځای کول غواړي اوپه عراق باندې حمله ددې لپاره وه ترڅوچې اسرائيل وساتي ځکه چې په دې خاوره يانې اسرائلوکې حضرت عيسی له اسمانه بيرته را کته کيږ ي٠[/color:010a50f7ec]
زمايادونه :
داخبره علمي او يا غير علمي خو حقيقت هم دادی چې بوش داسلامي هيوادونوغلامي ، داسلام ضعيفول او دعيسوي مذهب بر تري غواړي اودادې زاړه صليبي شکيلاک يونوی ډول دی نو زه دهر مسلمان وظيفه بولم چې د دې ښکېلاک او ظلم مخه په خپله قرباني سره ونيسي ٠
- ترڅو چې جنګي جنايتکاران ، قاچاقبران او صليبي اشغالګران افغانستان پرېنږدي ،سوله امکان نلري اودا بي تفاوته دی چې اشغالګر څوک کښېنوي او څوک راولي ٠
دبينامسانو او صليبي ښکيلاک دتبايې په
هيله پتنګ
larghonay1
16.07.2006
وروڼو راځئ چې دا بحث يو څه منطقي كړو!
دا چې مونږ چيغې وهو چې ظلم راسره كېږي.
حقونه مو تر پښو لاندې كېږي.
په بهر كې جوړ شوي مشران راباندې تپل كېږي.
د مور او ميرې سلوك راسره روان دى.
نو دې پوښتنې ته هم بايد ځواب ولرو چې :
ښاغلى كرزى بايد پاتې شي او كه ليرې شي؟
ايا كومې نيمګړتياوې لري چې يو ښه منيجر ورته نه شو ويلى؟
او بله دا چې ايا كرزى صيب او ټيم يې دومره تومنه لري چې دغه نيمګړتياوې له منځه يوسي؟
دا هم بايد ووايو چې كه ښاغلى كرزى پر خپل ځاى پاتې شي پايله به يې څه وي؟
اوكه امريكا مهربانه شي چې كرزى ليرې كړي نو
ايا مونږ كې داسې څوك شته چې د واك واګي وركړى شي او پورتنۍ ستونزې مو له منځه لاړې شي؟
ايا بل څوك به يو ښه ټيم، ښه اداره او ښه منجمنټ رامنځته كړى شي؟
هيله ده چې له احساساتو پرته په سړه سينه خپلې ليكنې وكړئ.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
pattang
16.07.2006
لرغونيه وروره !
که زما پورتنی ليک په غور سره ولونې او منطقي يې وڅېړې نو ستا دټولو خبرو ځوابونه هلته اکسپلېڅيت اوامپليڅيت ( ښکاره او څه پټ ) هلته پکښې پراته دي..
که له يوه خره نه داستعمار کته لرې کړې او په بل خره يې کيږدې نو ګټه يې څه ?
دواړه خره دبادار لپاره کارکوي او بادار غوره کړې نه مذدور ٠
وروڼو راځئ چې دا بحث يو څه منطقي كړو!
دا چې مونږ چيغې وهو چې ظلم راسره كېږي
حقونه مو تر پښو لاندې كېږي.
[color=darkblue:e6bf8a6966]داخو ښه کارده بايد خپلې نارې سورې نورې هم لوړې
او پراخه کړو اوپه يه داسې لار لاړ شو چې يود synergy effect ترې جوړ شي [/color:e6bf8a6966]
په بهر كې جوړ شوي مشران راباندې تپل كېږي.
د مور او ميرې سلوك راسره روان دى.
[color=blue:e6bf8a6966]چې واک دې دبل چا په لاس کې وي خود به داسې خلک درباندې تپل کيږي چې دواکدارانو خو ښېږي او دمور او ميرې زوی جوړول خو داستعمار ګرو زوړ تکتيک دی .[/color:e6bf8a6966]
نو دې پوښتنې ته هم بايد ځواب ولرو چې :
ښاغلى كرزى بايد پاتې شي او كه ليرې شي؟
[color=indigo:e6bf8a6966]د ښاغلي کلمې ته دکرزي د نوم له مخې تو هين دی ،کرزی بايد لاړ شي داڅکه چې يو خو په خپل اصل کې کرزی ګوډاګی دی اوبل يو بي جرعته ډارن سړی دی په سياست نه پو هيږي خو دانګليسي او پاړ سويو ښه ترجمان دی [/color:e6bf8a6966]٠
ايا كومې نيمګړتياوې لري چې يو ښه منيجر ورته نه شو ويلى؟
[color=blue:e6bf8a6966]وروره په دې بايد کتاب وليکل شي ، منيجر يو اکاديميک مسلک او يو علمي پوهنتوني دسيپلين دی چې په خبرو نه زده کيږي ، هوځني خلک هم شته چې دتجربو او عملي کارونو په زريعه يې دغه دسيپلين ګټلی دی ٠
- کرزي ته منجرنشو وېلی ځکه کرزی په دې لاره کې تجربه او سابقه نلري .
- کرزی بي جرعته دی او يو منيجر د خپل کار په خوا کې خپله زړه ورتيا څرګنده وي .
- کرزی ډارن دی قاطع پريکړه نشي کولای ، يو منيجر دخپل کار او کاميابي لپاره قاطع پرېکړې کوي
- کرزی خپله سياسي او اقتصادي ازادي نلري ( خوټې يې لکه چې د ملا عمر پنجا پيانو په تار کلکې ور تړلې وې دکرزي اوس امريکايانو ور تړلې دي ، چې ليږ بي څايه بې ځايه حرکت وکړي نو بادار يې تار ورکش کړي اوپه ورياد يې کړي چې..........) بر خلاف يو منيجر دخپلې ورکړل شوې وظيفې لپاره ګوري چې سياسي اواقتصادي معيارونه څرنګه دي که برابر نوي نو له کاره معذرت غواړي٠
- کرزي خپل ټيم په خپله ندی انتخاب کړی (لمړی ورته ويل شوي اوبيا کرزي تش غوره کړي ، دايتنکي ګروپونو تناسب..... ) برخلاف يو منيجر خپل ټيم په مسلکي اوتجربوي کچه په خپل زړه سره ټاکي [/color:e6bf8a6966]٠
او بله دا چې ايا كرزى صيب او ټيم يې دومره تومنه لري چې دغه نيمګړتياوې له منځه يوسي؟
[color=darkblue:e6bf8a6966]ددې سوال ځواب مې مخ کې در کړ .[/color:e6bf8a6966]
دا هم بايد ووايو چې كه ښاغلى كرزى پر خپل ځاى پاتې شي پايله به يې څه وي؟
[color=indigo:e6bf8a6966]که کرز ی پاته شي حالات به نور هم خراب شي ،ترڅو چې استعمارګر خپل سياست ته تغير ورنکړې او ځانونه له NA ځخه بيل نکړي ، خو دا کار اشغالګر اوس نکوي . [/color:e6bf8a6966]
اوكه امريكا مهربانه شي چې كرزى ليرې كړي نو
ايا مونږ كې داسې څوك شته چې د واك واګي وركړى شي او پورتنۍ ستونزې مو له منځه لاړې شي؟
[color=blue:e6bf8a6966]که کرزی لرې شي نو يو نوی باد به وچليږي ،لږ څه به نړۍ هم خبره شي چې ولې ? اوپه داخل کې به هم دکرزيخيلو قاچاقبران ، ظالمان ټکان وخوري يانې يو څه نسبتي ښه خبره به وي او که خدای وکړي چې هيواد غل هم ورسره ورک شي٠ [/color:e6bf8a6966]
ايا بل څوك به يو ښه ټيم، ښه اداره او ښه منجمنټ رامنځته كړى شي؟
[color=indigo:e6bf8a6966]وروره دا خبره تر اشغالګرو پورې مربوطه دی چې څوک راولي ? خائن اوکه هيواد دوسته ، څومره واک ورکوي اوڅه غواړي ٠ هو مونږ ډير تکړه سياسي او مسلکي خلک لرو چې هغوي دغه کار په ډيره کاميابي اوعلاقه سرته رسولی شي زه داسې خلک په داخل او خارج کې پېژنم خو هغه به اشغالګر څکه ونغواړي چې هغوي به په ډېرو پريکړو کې اشغالګرو ته خنډ وي ٠ [/color:e6bf8a6966]
هيله ده چې له احساساتو پرته په سړه سينه خپلې ليكنې وكړئ.
په همدې هيله
ستاسو لاروى
مشواڼې
16.07.2006
لاروې صاحب سلام!
ستاسوپوښتنوته دخپل توان په کچه ځواب وايم٠
--------------------------------------------------------------
ستاسوپوښتنه :
ښاغلى كرزى بايد پاتې شي او كه ليرې شي؟
زما ځواب :
داپوښتنه بايد دنوروپوښتنوپه پای کی مطرح شي ځکه چې د نتيجې سره تړلې ده٠
ستاسوپوښتنه :
ايا كومې نيمګړتياوې لري چې يو ښه منيجر ورته نه شو ويلى؟
زما ځواب :
دفيصلو، اقداماتو، کنټرول ، لارښوونې ، نووښت ،بدلون او مشرتوب توان اواهليت ديوښه مېنجرصفتونه دي ٠ تاسوکوم يو په کرزي صاحب کی وينۍ ؟
دکرزي صاحب په شخصيت کی ديوښه مشر خوی ليدل کيږي خوديوماهراوفعال مشرتوانمندي پکی تراوسه نه ده ليدل شوې ٠
نو د يوښه مېنجراصلي صفت ښه خوی نه وي بلکه ښه کاري اووظيفوي تجربه اومهارت وي ٠
ستاسوپوښتنه :
او بله دا چې ايا كرزى صيب او ټيم يې دومره تومنه لري چې دغه نيمګړتياوې له منځه يوسي؟
زما ځواب :
تقريبا''پنځه کاله تيريږي چې كرزې صيب او ټيم يې د ستونځواونيمګړتياوپه ورکوولوکی پاتې راغلي ٠ دا خبره مونږ يواځې نه کووبلکه افغانان ، ګاونډي هيوادونه ،ملګري ملتونه ، غربي رسنۍ اوڅېړونکي هم دا خبره کوي ٠
ستونځې خوزياتيږي اولاپسې ريشه ورې کيږي ٠ چې ددونيا 90% مخدره موادله افغانستانه نړۍ ته صادرشي ، هغه ته Narco State نه ويل کيږي ؟
ددې علت څه ؤ؟ ايا قاچاقبري ، رشوت ، بې نظمۍ ، بې قانونيت اوخپلسرۍ ته ديموکراسي ويل کيږي چې ميلياردونه ډالر هم پری ولګېدل ؟
ستاسوپوښتنه :
دا هم بايد ووايو چې كه ښاغلى كرزى پر خپل ځاى پاتې شي پايله به يې څه وي؟
زما ځواب :
افغان اولس په تېرو کلونو کی د برياليتوبونواوناکاميو شاهد دې ٠ اوس چې څه وينو په دغه کچه هرڅه ارزوولای شو٠
ستاسوپوښتنه :
اوكه امريكا مهربانه شي چې كرزى ليرې كړي نو ايا مونږ كې داسې څوك شته چې د واك واګي وركړى شي او پورتنۍ ستونزې مو له منځه لاړې شي؟
داوسنۍ احصايې لمخې ، افغانستان اوس 29 ميليونه وګړي لري ٠ که ددې وګړوژوند يواځې په کرزي صاحب پوری تړلې وي نو که چېرې کرزې صاحب نه وي دغه 29 ميليونه به هم ورسره نه وي ٠که په منطق يې وڅېړو نو په 29 ميليونوکی به د هغه نه تکړه پيدا نه شي ؟
ددې ترڅنګ 80 راجسترشوي اوهمدومره غېر راجسترګوندونوکی يوسړې هم نه پيدا کيږي ؟ که رښتيا هم داسې وي نوبيا خو افغانستان په سيند لاهودې !
که له کرزي صاحب څخه وروسته هم څوک دا مسؤ ليت په غاړه اخلي ، مونږ بايدداومنوچې يوسړې ستونځې لمنځه نشي وړلای ٠ هغه څه چې په دې برخه کی ارزښت لري ، هغه ددولت سره اولسي اعتماد اوهمکاري ده چې اصلي ديموکراسي رامنځ ته کوي ٠ کرزې صاحب له اولسه ډاريږي اواولس دکرزي صاحب له بې جراتۍ٠
ستاسوپوښتنه :
ايا بل څوك به يو ښه ټيم، ښه اداره او ښه منجمنټ رامنځته كړى شي؟
زما ځواب :
که څه هم ددې پوښتنې ځواب مخکی وويل شوخوبيا هم خبره په بدلون کی ده ٠ که بدلون د بهبود په مقصد وي ، بايد يوښه اداره چي ، چې ښه ټيم جوړکړای شي ، دملي اوبين المللي کيفيتونو، وړتيا،لياقت اوخلاقيت سره پيداشي ٠ کرزې صاحب په بين المللي صفتونوکی شايد ځانګړې افغان اولسمشروي خولکه څنګه يې چې وينو، په ملي سويه داسې يومشردې چې دکابل په کوڅوکی هم په ازاده نشي ګرځېدې ٠
افغانان يوداسې مشرته ضرورت لري چې افغانان ديوخپلواک هيواد دوګړوپه توګه نړۍ ته معرفي کړي ٠ افغانان چې پخپل وطن کی د مهاجروحيثيت ولري ، په نوره نړۍ کی به څه وپيژندل شي ؟
مشواڼې
لرغونى لاروى
larghonay1
17.07.2006
ښاغلى مشواڼى صيب سلام.
له ښو او منطقي دلايلو او وړانديزونو مو مننه .
داچې تاسو ليكلي په افغانستان كې تر اتياوو پورې ګوندونه راجسټر دي او نه ويشت مليونه نفوس لري نو په دې كې يو ښه منيجر خامخا پيدا كېږي.
نو د ګوندونو په اړه خو كه درته ووايم ، ګومان نه كوم چې په دغه راجسټر ګوندونو كې دې داسې وړ څوك وي.
ځكه مونږ ښه پوهيدو چې كرزى دومره وړتيا نه لري لكه څومره چې ښايي خو دا چې د ده په مقابل كې داسې كسان كانديد وو چې ډېرو خلكو له مجبوريته كرزي ته رايه وركړه، نه د وړتيا له مخې.
او ستاسو دا بله خبره چې په نه ويشت مليونو كې ښه منيجر شته! نو مونږ هم وايو چې وي به خو دا چې چاته معلوم نه وي او يا دا چې ځان يې په خلكو نه وي پېژندلى نوڅوك پرې څه باور كولى شي؟
او يا څه پوهيدلى شي چې په نه ويشت مليونه وګړو كې يو ښه منيجر هم شته.
اوس خو داسې كسان د كرزي مقابلې ته اودرېږي چې پر مونږ يې منلې چې دا هيواد بېچاره له قحط الرجال سره مخ دى.
خداى دې وكړي چې نور دوستان هم ستاسو غوندې په سړه سينه منطقي دلايل او وړانديزونه وكړي
په همدې هيله ستاسو لاروى
نقاد
17.07.2006
ورونو سلام!
افغانان د يوځل ټاکنو زور نه لري نو په يوه دوره کې به دوځلې څنګه ټاکنې تر سره کړي ؟ د اساسي قانون له مخې د ولسمشر د ګوښه کيدو په صورت کې تربل انتخاباتو پوري د ولسمشر مرستيا ل دده چارې تر سر کوي ،
ghafar
17.07.2006
عزتمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې!
دوستانو د ولسمشر د بدلون غوښتنې لکه چې مخکې مې هم دا عرض کړئ و په اوس وخت کې کومه منطقي او عملی بڼه نه لري .
لومړئ دا لکه چې نقاد ورور هم ورته اشاره کړې ده مالی ستونزې دي.
دوهم دا چې کله ناکله غږونه پورته کېږي، چې زمونږ څو ویښت ملیوني هېواد خو له قحط الرجال سره مخامخ ندى ! زه دا خبره تائیدوم، خو باید عرض شي، چې د جمهوری ریاست لپاره کاندید شخص د هغو اوصافو تر څنګ، چې په اساسی قانون کې تسجیل شوي دي باید د جمهور رئیس حامد کرزي پشان لږ تر لږه لاندیني شرایط هم پر ځای کړي:
ـ د افغانستان د خلکو د نسبی اکثریت ملاتړ ورسره وي .
ـ او د نړیوالې ټولنې ملا تړ هم له ځانه سره ولري !
lawangin
18.07.2006
وروڼو سلام عليکم !
منطق يانې څه ? منطق دلته منطق هلته ,منطق څه شی د ی ?، منطق څو ډوله دی? خو هر سړی سترګې پټې کړي خوله وازه او دمنطق نارې وهي :
1 . وروڼو که اشغالګر وغواړي نو مالي لګښت يې هيڅ کوم پرابلم ندی او دافغانستان دټولې ادارې خرڅ اوس هم اشغالګر رکوي٠
2 ٠ کومه يوه ماده د اساسي قانون تطبيق شوې دی چې دادې عملي شي ، دساري په توګه د پښتو ژبي رسمي کيدل هم د اساسي قانون يوه ماده دی نو ولې نه عملي کيږي ،اودعملي کولووظيفه يې په هم په دولت فرض دی اوپه دولت پورې اړه لري،له دي مساله څخه مې مقصددادی چې په فغانستان کې څوک په اساسي قانون پسې نګرزي اويوازي هلته يې ياده وي چې خپلې ګټې پکښې ويني اواخلي يې ٠
3 . کرزي کله په اولس کې ملا تړ لاره او لري يې خو اشغالګرو شرايط داسې برابر کړي وو چې اولس ته بله لاره نوه پاتې او اوس هم که اشغالګر وغواړي بيا هم دغسې شرائط برابره ولی شي او که يې ونشي کولي نو د اولس بری او داشغالګرو سياسي ماتې ده ٠
4 . نړيوال څوک دي ? هغه خو اشغاګر دي او دوی اوس هرڅه کولی شي خو يو اولس دهميش لپاره په اوسنۍ پېړۍ کې نشي فتحه کولی٠
په پښتني منيه او دبيناموسانو په تبايې
لونګين
[quote:602852d8ec="ghafar"]عزتمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې!
دوستانو د ولسمشر د بدلون غوښتنې لکه چې مخکې مې هم دا عرض کړئ و په اوس وخت کې کومه منطقي او عملی بڼه نه لري .
لومړئ دا لکه چې نقاد ورور هم ورته اشاره کړې ده مالی ستونزې دي.
دوهم دا چې کله ناکله غږونه پورته کېږي، چې زمونږ څو ویښت ملیوني هېواد خو له قحط الرجال سره مخامخ ندى ! زه دا خبره تائیدوم، خو باید عرض شي، چې د جمهوری ریاست لپاره کاندید شخص د هغو اوصافو تر څنګ، چې په اساسی قانون کې تسجیل شوي دي باید د جمهور رئیس حامد کرزي پشان لږ تر لږه لاندیني شرایط هم پر ځای کړي:
ـ د افغانستان د خلکو د نسبی اکثریت ملاتړ ورسره وي .
ـ او د نړیوالې ټولنې ملا تړ هم له ځانه سره ولري ![/quote:602852d8ec]
لرغونى لاروى
larghonay1
18.07.2006
سلامونه !
وروڼو هغه د پښتومتل دى وايي: ( له موزيګي نه كونډه ښه يم).
له داسې بې كفايتۍ ، بې واكۍ، بې عدالتۍ، بې باكۍ او بې پروايۍ نه خو چې دا واكمني ډېره ژر بدله شي ښه به وي.
تاسو سوچ وكړئ چې هره ورځ دهيواد په بېلابېلو سيمو كې چاودنې، جګړې، وژنې، بمبارۍ ، تباهۍ، جهالتونه او د ښاغلي كرزي صيب دا د بې غمۍ خندا؟!
ولسمشر بدليدنه هيڅ قانوني ستونزې نه لري!
ځكه چې اوس مونږ نه يوازې دا چې ملي شورا يا پارلمان لرو، بلكې مونږ لويه جرګه هم لرو!
اوس زمونږ هيواد دېته اړ نه دى چې د لويې جرګې له پاره ټاكنې وكړي ، لګښت پرې وكړي او له ستونزو سره مخ شي.
اوس مونږ په اصطلاح تيارسئ لويه جرګه لرو.
مونږ ولايتي، او د ولسواليو شوراګانې لرو چې همدا زمونږ قانوني لويه جرګه ده او په بېړنيو (اضطراري ) حالاتو كې يې راغوښتى شو.
هغوى كولى شي چې د قانون په مادو كې هم بدلونې راولي او د ولسمشر په ټاكلو كې هم رغنده رول ولوبوي.
او بل دا چې كه امريكه وغواړي نو ولسمشر، كابينه، دا ټول بدلولى شي او د تر څو چې حالات نه وي سم شوي بيا ټاكنو ته اړتيا نشته. چې په دې ډول د څو كلونو له پاره ولسمشر كار كولى شي.
او دا چې ځينې كسانو ليكلي چې داسې اوصاف لكه ښاغلى كرزى يې چې لري بايد ولري.
نه وروره ! مونږ هيڅكله داسې څوك نه غواړو چې هغه د كرزي غوندې اوصاف ولري، كه داسې وي نو بيا يې ولې د بدليدو غوښتنه كوو؟!
او دا چې تاسو د قانون خبره كړې ، كرزى هيڅكله هم د قانون پابند نه دى او نه د قانون سره سم چلند كوي.
د اساسي قانون په جرګه كې مسعود او مزاري ته دملي قهرمان ويلو پر سر بلا لانجې وشوې چې اخر هم چا ونه منله خو اوس كرزى په هر مجلس كې لومړى پر مسعود او مزاري درود وايي، ملي قهرمانان يې بولي.
پخپله خو څه كوې چې له بهر نه يو راغلى ميلمه هم نه پرېږدي چې ترڅو يې د مسعود زيارت ته نه وي بيولى.
هيواد مل خو اجمل خټك بېچاره چې ډېرسپينږيرى و او نه شو تلى نو په څښيدوڅښيدو يې د مسعود ترزيارته
بوتلو.
كه وخت ياري وكړه نو عكس به يې هم درته پيدا كړم.
د مسعود او مزاري په نومونو لويې لويې جادې، ښوونځي، او واټونه نومول كېږي، چې دا ټول غير قانوني كارونه دي.
په ادارو كې فساد نور اوج ته رسيدلى خو د دوى بې كفايتي هم ترې كمه نه ده.
وروره كه دا شمېرنې او حسابونه پيل كړو نو كرزى صيب خو به خداى ناخواسته سم د اعدام وړ شي خو دا چې خپله دا څوكۍ پرېږدي او استعفى وكړي نو هم د ده خير دى او هم د ټول افغانستان .
په همدې هيله
ستاسو لاروى
Mohammadi
18.07.2006
نو ځکه دا د حیرانتیا وړ خبره نه ده، چې نور هیوادونه لکه شمالی کوریا، هند او په تیره د روسیې فدراسیون، په خپل دفاعي پروگرام کې د اتومي وسلو په رول ټنیگار کوي. د ساری په توگه یو هندی لوړ پوړی افسر نورو افسرانو ته په ښکاره کلماتو سره وایي: " تر هغې چې اتومي وسلي نه لرئ، له متحدو ایالتونو سره به نه جنگیږئ" (297 , S. Samuel P. Huntington,). د نورو تمدنونو لوړ پوړو سیاسي او پوځي مشرانو هم له وروستیو پیښو دا زده کړه کړې ده، چې " که ته اتومي وسلې ولرې، نو متحده ایالتونه له تا سره جگړه نه کوي" (297 , S. Samuel P. Huntington,).
د امريکې چې څوک خوښه وه هغه به وي مونږ اسمان
ته خولې وازې نيولي دي دا پورتنې ليکنه دټول افغان
لومړۍ مخ نه ده
ghafar
18.07.2006
قدرمنو دوستانو سلامونه !
lawangin يا ...؟ ورور ليکي:[quote:b8db47f00a]منطق يانې څه ? منطق دلته منطق هلته ,منطق څه شی د ی ?، منطق څو ډوله دی? خو هر سړی سترګې پټې کړي خوله وازه او دمنطق نارې وهي[/quote:b8db47f00a]
او بيا ليکي: [quote:b8db47f00a]کومه يوه ماده د اساسي قانون تطبيق شوې دی چې دادې عملي شي ، دساري په توګه د پښتو ژبي رسمي کيدل هم د اساسي قانون يوه ماده دی نو ولې نه عملي کيږي ،اودعملي کولووظيفه يې په هم په دولت فرض دی اوپه دولت پورې اړه لري،له دي مساله څخه مې مقصددادی چې په فغانستان کې څوک په اساسي قانون پسې نګرزي اويوازي هلته يې ياده وي چې خپلې ګټې پکښې ويني اواخلي يې [/quote:b8db47f00a]
دغه ورور وايي: [color=blue:b8db47f00a]کومه يوه ماده د اساسي قانون تطبيق شوې ، چې دادې عملي شي [/color:b8db47f00a]
لکه چې دا محترم منطق پوه(!)په دې پوه شوئ ندئ، چې د اساسی قانون په چوکاټ کې د ډېرو نورو قانونو تر څنګ د ملي شورا ټولټاکنې تر سره ، د ګوندونو جوړولو او د مطبوعاتو قانونونه نافذ شوي دي، چې د افغانستان خلکو ته د خپلواکو ګوندون د جوړولو او آزادو مطبوعاتو د فعاليت امکان برابر کړي دي. دا چې پدې لنډې مودې کې د اساسی قانون ټولې مادې تطبيقې شوې ندي هم يو واقعيت دئ، خو دا پدې معنی ندئ کله چې ټولې مادې تطبيق نشي مونږ اساسی قانون و نه منو او ځانته د ياغيانو په څېر د فعاليت کولو يو بې قانونه ډګر جوړ کړوو !!
[quote:b8db47f00a] که اشغالګر وغواړي نو مالي لګښت يې هيڅ کوم پرابلم ندی[/quote:b8db47f00a]
خو لکه چې وينو ستاسو په خبره اشغالګر هسې نکوي، چې تاسو يې هيله لرۍ! ډېرو خلکو په وار وار دا خبره يې کړې چې که خدای وغواړي نو افغانستان به ګل او ګلزار شي، خو څرنګه چې وينو پاک الله د خلکو دا غوښتنه هسې بې ځوابه پرې ايښې ده.
په درناوي
Re: لرغونى لاروى
lawangin
18.07.2006
لر غونيه !
افرين په قلم دبرکت شه نور خو مې څه له لاسه نکيږي خودزړه نږديوالی مې ومنه
په پښتني مينه دکرزي اودهغه دګډاګيانو دتبايې په هيله
لونګين
[quote:0bde9c5abe="larghonay1"]سلامونه !
وروڼو هغه د پښتومتل دى وايي: ( له موزيګي نه كونډه ښه يم).
له داسې بې كفايتۍ ، بې واكۍ، بې عدالتۍ، بې باكۍ او بې پروايۍ نه خو چې دا واكمني ډېره ژر بدله شي ښه به وي.
تاسو سوچ وكړئ چې هره ورځ دهيواد په بېلابېلو سيمو كې چاودنې، جګړې، وژنې، بمبارۍ ، تباهۍ، جهالتونه او د ښاغلي كرزي صيب دا د بې غمۍ خندا؟!
ولسمشر بدليدنه هيڅ قانوني ستونزې نه لري!
ځكه چې اوس مونږ نه يوازې دا چې ملي شورا يا پارلمان لرو، بلكې مونږ لويه جرګه هم لرو!
اوس زمونږ هيواد دېته اړ نه دى چې د لويې جرګې له پاره ټاكنې وكړي ، لګښت پرې وكړي او له ستونزو سره مخ شي.
اوس مونږ په اصطلاح تيارسئ لويه جرګه لرو.
مونږ ولايتي، او د ولسواليو شوراګانې لرو چې همدا زمونږ قانوني لويه جرګه ده او په بېړنيو (اضطراري ) حالاتو كې يې راغوښتى شو.
هغوى كولى شي چې د قانون په مادو كې هم بدلونې راولي او د ولسمشر په ټاكلو كې هم رغنده رول ولوبوي.
او بل دا چې كه امريكه وغواړي نو ولسمشر، كابينه، دا ټول بدلولى شي او د تر څو چې حالات نه وي سم شوي بيا ټاكنو ته اړتيا نشته. چې په دې ډول د څو كلونو له پاره ولسمشر كار كولى شي.
او دا چې ځينې كسانو ليكلي چې داسې اوصاف لكه ښاغلى كرزى يې چې لري بايد ولري.
نه وروره ! مونږ هيڅكله داسې څوك نه غواړو چې هغه د كرزي غوندې اوصاف ولري، كه داسې وي نو بيا يې ولې د بدليدو غوښتنه كوو؟!
او دا چې تاسو د قانون خبره كړې ، كرزى هيڅكله هم د قانون پابند نه دى او نه د قانون سره سم چلند كوي.
د اساسي قانون په جرګه كې مسعود او مزاري ته دملي قهرمان ويلو پر سر بلا لانجې وشوې چې اخر هم چا ونه منله خو اوس كرزى په هر مجلس كې لومړى پر مسعود او مزاري درود وايي، ملي قهرمانان يې بولي.
پخپله خو څه كوې چې له بهر نه يو راغلى ميلمه هم نه پرېږدي چې ترڅو يې د مسعود زيارت ته نه وي بيولى.
هيواد مل خو اجمل خټك بېچاره چې ډېرسپينږيرى و او نه شو تلى نو په څښيدوڅښيدو يې د مسعود ترزيارته
بوتلو.
كه وخت ياري وكړه نو عكس به يې هم درته پيدا كړم.
د مسعود او مزاري په نومونو لويې لويې جادې، ښوونځي، او واټونه نومول كېږي، چې دا ټول غير قانوني كارونه دي.
په ادارو كې فساد نور اوج ته رسيدلى خو د دوى بې كفايتي هم ترې كمه نه ده.
وروره كه دا شمېرنې او حسابونه پيل كړو نو كرزى صيب خو به خداى ناخواسته سم د اعدام وړ شي خو دا چې خپله دا څوكۍ پرېږدي او استعفى وكړي نو هم د ده خير دى او هم د ټول افغانستان .
په همدې هيله
ستاسو لاروى[/quote:0bde9c5abe]
larghonay1
19.07.2006
د ښاغلي كرزي د ناوړه او كاواكه منيجرتوب يوه نښه دا هم ده چې د ده كابينه، واليان او نور لوړ پوړه چارواكي خو پرېږده چې پر مصلحتونو او سازشونو منځ ته راغلي، د خپل دفتر كسان يې هم يا د ده شخصي انډيوالان، يا د تجارت شريكوال او يا يې د انډيوالانو انډيوالان دي.
تاسو به بيګاه د چهارشنبې شپه، نولسمه نيټه د كرزي د وياند كريم رحيمي خبرې اوريدلې وي چې باشعوره خلك خو به له خواشينۍ او افسوسه ورته ايله خپلې شونډې چيچي.
رحيمي په يوې خبري غونډې كې د هلمند ناسمو حالاتو او د طالبانو له خوا د څوولسواليو نيولو په اړه وويل: ( به تاسف بايد بګويم كه در ولسوالي ګرمسيرولايت هلمند، ما چهل و دو پوليس داشتيم).
نو اوس تاسو سوچ وكړئ او بيا ووايئ چې دا خبره د يو ولسمشر د ياند سره ښايي؟
دا خو بايد مونږ ويلي واى چې له بده مرغه چې په يوې داسې ولسوالۍ يا يوه داسې ولايت كې چې د همدې لمريز كال له پيله پكې تاوتريخوالى او طالبي حملې نورې خپل اوج ته رسيدلي، خو زمونږ بې غوره دولت بيا هم هلته په يوه ناكراره ولسوالۍ كې ايله دوه څلوېښت پوليس ځاى پر ځاى كړي وو!
كه دوى وايي چې مونږ پوليس نه لرو او يا يې د تربيې او جلب او جذب لګښت نه لرو نو بيا خودې بهرنيانو ته په ښكاره ووايي چې هلته دې يا خپلې قواوې ډېرې كړي او يا دې د تش په نوم ملاتړ او دفاع چيغې هم نورې نه وهي!
په داسې حال كې چې څه موده وړاندې كرزي ته له هلمنده راغلي پلاوي وويل چې هلته دولتي چارواكي، ملي پوليس،ملي اردو او حتى مېشت بهرني انګليسي ځواكونه ټول د طالبانو، مافيايي بانډونو او قاچاق وړونكو سره سازش كوي او لارې ورسره لري.
خو زمونږ نازولى او خوشې په خوشې راغلى حكومت بيا تر پېښې وروسته دكريم رحيمي په اكټونو لكه مچ لاسونه مروړي.
او له پيله دا سوچ نه كوي چې د هيواد په سهيلي سيمو كې حالات له يوې ورځې بلې ته مخ په خرابيدو دي.
دا هم جوته ده چې هلته د مليشو له جوړولو سره حالات نور هم خراب شول او په رڼا ورځ چور چپاول، غلا او قتل دود شوي دي.
نو زه خو وايم ، كه كرزى خان او هيواد مل د خداى رحمت وي هم چندان د شكر وړ رحمت يې نه دى او كه د خداى غضب وي هم نو نور دې خداى ترې مونږ خلاص كړي.
د كرزي د ژر تر ژره په هوښ راتلو او استعفى په هيله
ستاسو لاروى