اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د چا چي اخلاق خراب وي د هغه ايمان هم خراب وي
ع کريم حليمي
12.07.2006
ګرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
دحضرت عبدالله بن عمر (رضي الله تعالی عنه ) له حکيمانه اقوالو نقل
١ - ترټولو اسانه نېکي ورين تندی او خوږې خبري
٢ -علم لټوۍ که له دښمن سره وي هم
٣ -د نورو د عيبونو دمخه پر خپلو عيبونو نظر واچوۍ
٤ -لکه څنګه چه خواږه شربت چښۍ همدغسي غُصه وخورئ
٥ -د علماوو په ټولۍ کښي هغه وخت حسابېدای سۍ چه له ځانه پورته
باندي حسد ونکړۍ او له ځانه کښته حقير ونګڼۍ او خپل علم خرڅ نه کړۍ
٦ -د چا چي اخلاق خراب وي دهغه ايمان خراب وي
٧ -که غواړې چي ګناه وکړې هغه ځای ته ولاړ سه چيري چه الله ج وجود نه وي
عصمت الله
12.07.2006
سلامــــــونه او نیکې هیلې ټولو ورنو او خویندو ته وړاندې کوم
په خاصه توکه حلیمی صاحب تاسو ته .
له خدای پاکه در ته دصحت او خوشحالی ژوند غواړم زه له دوه یا درې کالو نه ستاسو لیکنې ولولم او ډیر خوند راکوی په موټ مو برکت شه
که دې تاسو تر څنګه نور ورونه دغه عنوان
(د چاچې اخلاق خراب وي دهغه ایمان هم خراب وي)
چې تاسو ورته نوم ورکړی ده تر دغه عنوان لاندې حکیمانه خبرې ولیکي ډیر به ښه کار وشی یو څه به زه هم ولیکم خدای دې وکړی چې ستاسو پام ځان ته راوګرزوی
دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم غوره ویناوی
۱ حقیقی مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان دهغه د ژبی او لاس له شر څخه په امن وی.
۲ څوک چې دامانت مراعات نه کوی کامل مومن نه دی. همدغه راز څوک چې په خپله وعده وفا نه کوی ، هم دکامل دین خاوند نه دی.
۳ هر څوک چې په خدای (ج) او آخرت ایمان لری نو ښایی چې خپل ؛کاونډی ته ضرر ونه رسوی . دخپل میلمه احترام وکړی، او کله چې خبر کوی پرته له حق خیر او عامو ګټو څخه بل څه ونه وایی او که نه نو پټه خوله دی وه اوسی
۴ هیڅوک به له تاسی څخه جنت ته داخل نه شی، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شی او د کامل ایمان خاوندان نشی کیدای څو چې په خپل منځ کې مینه او ورور ولی ټینګه نه کړی.
۵پا کی د ایمان یوه برخه ده .
۶ کامل مومن هغه څوک دی چې ده ښه خوی خاوند وی .
۷ په هیڅ مومن کې دغه دوه خاصیتونه نه ځای کیږی بخل او ناوړه خوی
۸ کله چې انسان مړ شی عمل یې قطع شی ، خو د دریو شیونو تل ثواب ور رسیږی او هغه دادی . جاری صدقه پوهه (علم) چې د خلکو دګټی وړ ګرځیدلی وی او صالح اولاد چې دعا ورته وکوی .
م ن غروال
12.07.2006
محترم حليمي صاحب د درنښت په شمول سلامونه ومنئ!
ماته يوه پوښتنه را پيدا شوه چې اخلاق په اسلامي شريعت کي يعنې څه شی؟
آيا کيداي شي چې يو نا مؤمن انسان بې ايمان يا لا دينه انسان هم اخلاق ولري؟
زما په نظر يوازې ديني اصول او د هغه رعايت به اخلاق نه وي که څنګه؟
د فقهې له مخې که دلته کوم اسناد وي هغه به نو څه وي؟
له تاسو او نورو هغو وروڼو څخه چې د دغې مسئلې روښانول او شرح غواړې وکړي د زړه له کومې مننه کوم٠
په درناوې
ع کريم حليمي
13.07.2006
محترم او زړه رانزدې غروال صاحب او محترم عصمت الله جانه
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
اخلاق جمع (خلق ) ده او خلق په معنی هيئت او شکل او صورت دي
چه انسان ئې په سترګو ويني او خلق په معنی د صفات دروني هم دي
چه د زړه په سترګو ليدل کيږي
نو ويلی سو چه اخلاق په انسان کښي يوه مجموعه دروني او باطني صفات دي
چه اولی اخلاق صفاتي دي او دوهم رفتاري دي
کله چه انسان په دوام داره ډول کمک ، نېکۍ کوي سبب ئې داوي چه
د زړه په تل ، باطن او روح کښي د ښه خلق اواخلاق ريښې سته
ايا اخلاق قابل د تغير دي ؟
هو ! قابل د تغير دي !
خو يوازي انبياء کولی سي چه تغير ئې کړي
قران ټول اخلاقي کوډونه دي هيڅ سړي ته اجازه نسته چه يو حرف ئې تغير کړي
په استثنائې ډول ځيني کلتور او دودي شيان سته نسبي ښه او بد وي
اما په غربي ټولونو کښي بيا اخلاق نسبي دي او د تغير دي
اسلامي اخلاق نه نسبي دي او نه د تغير ٠ ولي چه طبعي دي
په متعددو اياتونو خبيث او طيب په طورد مطلق مطرح سوي دي
بسمه تعالی -قُل لاَّ يَسْتَوِي الْخَبِيثُ وَالطَّيِّبُ وَلَوْ أَعْجَبَكَ كَثْرَةُ الْخَبِيثِ فَاتَّقُواْ اللّهَ يَا أُوْلِي الأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ - سوره مائده/ ١٠٠
اوبل يوازي پاک رب و موږ ته شيان حلال کوي ئې او يا حرام ئې کړي ٠ اوبس
الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوباً عِندَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُم بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلاَلَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُواْ بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُواْ النُّورَ الَّذِيَ أُنزِلَ مَعَهُ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ سورت : الأعراف(157)
نوټ _ چه د پوليس په زور تطبق کيږي قانون ئې بولو
او چه د ضمير په پوليسو تطبق کيږي اخلاق دي
او اسلام يوازي کار د ضمير سره دۍ ٠
الله فرمايي چه :
لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ
که څوک د عسکر له وهمه او يا په زور د دبل چا لمونځ ، روژه وکړي
نه صحيح کيږي
او که د يوچا په سبب او ريا ئې وکړي پر دغه ډول عبادت غذاب هم بنا کيږي
ثواب خو يې نسته !!!!!
منلی
13.07.2006
عذتمنداستاذانوسلامونه می ومنی هیله کوم چی روغ اوجوړ اوسی
استادحلمی صاحب په قلم دی برکت شه ډیره په زړه پوری موضوع دی راخستی هیله لرم چی مونږبه ترینه سودمند شوو .
ښاغلی غروال هم په زړه پوری سول کړی ده چی ستاسی جواب ته انتظار یوو په دی موضوع کی زه هم یودوه سواله لرم خدای (ج) وکړی چی ستاسی په بحث کی خڼډنشم .
۱-مونږ چی کله وایو دروغ بددی .دابدڅه شی دی ؟اومونږ چی کله وایو رښتیا ښه دی .داښه څه شی دی ؟مونږله ماشومتوب نه تراوسه پوری اوریدلی دی چی دروغ ویل بددی خوپه دی نه یوپوه شوی چی بدڅه دی که دروغ ویل له دی وجی بدوی چی دنیا ورته بدوایی دلته بیامونږ دبدټکی استعمال کړ . که واویوچی ددی لپاره بددی چی نتجه یی بده خیژی خوماډیرداسی رښتیالیدلی چی نتیجه یی بده ختلی ده ولی بیا هم مونږ رښتیا ته بدنه وایو داولی ؟
مونږ چی وایو چی په هرلحاظ دروغ بددی که چیری یوځای کی مونږ ناست یو اوهلته یو ظالم یو مظلوم په مڼډه کړی وی اوهغه مظلو م زمونږخوته راشی چی زه هغه ظالم پسی راخستی یم اوپه همدی ځای کی یوخواته پټ شی کله چی هغه ظالم سړی اسلحی سره راورسیږی اومونږنه پوښتنه وکړی چی په دی لار دی څوک ولید کوم خواته لاړه .په دی وخت کی مونږ ښه پوهیږو چی هغه بی ګناه ده او دی ظالم ده په دی وخت کی هم بایدرښتیاوویل شی ولی چی مونږ وایو رښتیا ویل په هرحال کی ښه کارده اودروغ ویل په هرحال کی بدکارده خوپه دی ځای کی دروغ ویل ښه کارشو دلته مونږ ګورو چی دروغ ویل په خپل ذات کی نه بددی اونه ښه
دوهم ـــ کله چی مونږوایوانسان ته له اوله تقدیر مقرار شوی یاهغه نظریی چی انسان یومجبور ماشین ده .په دی دوه حالته کی خوداخلاقو سوال نه پیداکیږی ولی چی انسان ترهغه پوری خپله اراده اواختیار ونه لری داخلاقوخبری هیڅ دی هیله کوم چی په دی موضوع هم رڼاواچوی .وسلام
ع کريم حليمي
13.07.2006
محترم او قدرمن Zaxmi صاحب سلام ورحمه الله !
د ښه او بد و پښتني ته بدي جواب ووايم خو اول به و دوهمي پوښتني خواب در
کړم
[quote:151af461f9]دوهم ـــ کله چی مونږوایوانسان ته له اوله تقدیر مقرار شوی یاهغه نظریی چی انسان یومجبور ماشین ده .په دی دوه حالته کی خوداخلاقو سوال نه پیداکیږی ولی چی انسان ترهغه پوری خپله اراده اواختیار ونه لری داخلاقوخبری هیڅ دی هیله کوم چی په دی موضوع هم رڼاواچوی .[/quote:151af461f9]
تقدير داسي دی
له يو استاد څخه شاګرد پوښتنه وکړه چه انسان مجبوره دی او که مختار
استاد ورته وويل ٠ چه ودرېږه يا ولاړ سه
هلک ودرېدۍ ٠ نو بيائې ورته وويل چه يوه پښه پورته که له مځکي
هلک پر يوه پښه ولاړ وو ٠ نو استاد ورته وويل چه دغه بله پښه هم پورته که !
شاګرد ورته وويل چه د فزيک د قانون له مخمي دا دوهمه پښه نه پورته کيږي
نو استاد ورته ويل چه :
چه په ځينو شيا نو کښي اختيار لرې او په ځينو کښي ئې نه لرې
بد و مضر او تاواني ويل کيږي او هر صحيح سنجيده کار ته ښه ويل کيږي
که څه هم خلاف ويل وي
يو پر خدای او پر رسول عيله السلام باندی درواغ ويل خبره کفر ته رسيزي
هيڅ هغه خبري ته درواغ نه ويل کيږي چه ويونکۍ ئې مادي او معنوي
ګټه ونه کړي ٠
که پر درواغ ويلو ئې و ويونکي ته يوه ذره ګټه (که مادي وي که معنوي
که سباوي که 50 کاله ورسته ) ور ورسيږي ٠ درواغ سوه او ګناه کبيره ده
اور پر بنا دی ٠
او که داسي خلاف ووايي چه کټه ئې و بشر عالم ته ورسيږي ثواب پر بنا دی
اصلا دا درواغ نه دی سياست ورته ويل کيږي
په حکمت او تدبير چه يوه ذره خلاف ګډ سي نو سياست سو
درواغج اصلا غل دی ، زنا کاره ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠
څرنګه ؟
دئ چه درواغ وايي خو دغلا د پاره ئې وايي نودئ غل دی
او درواغ چه وايي و زنا ته لار په پيدا کوي نو دئ زاني دی
او دئ چه درواغ وايي د اهلي کار د سړي څه چوکي امله کوي
يعني معنوي حق ئې غلا کړي خاين دی ٠
اوکه [color=red:151af461f9]دائم[/color:151af461f9] دغه درې صفته په کوم سړي کښي وي نو منافق دی
" آيَةُ الْمُنَافِقِ ثَلاَثٌ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وَإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وَإِذَا اؤْتُمِنَ خَانَ ".
ع کريم حليمي
13.07.2006
ډير محترم او زړه ته رانزدې غروال صاحب
السلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:3f50dc1856]آيا کيداي شي چې يو نا مؤمن انسان بې ايمان يا لا دينه انسان هم اخلاق ولري؟ [/quote:3f50dc1856]
هو ! خود به ئې ولري !!!!
اما! د ښخصيت پشتبانه به ئې سي اما د ايمان پشتبانه به ئې نه وي
لکه پيسې چه په بانکي اصولو کي پشتبانه (زر ) لري
نو اخلاق د شخصيت او ايمان پشتوانه ده
لاتشرك بالله ان الشرك لظلم عظيم
ع کريم حليمي
13.07.2006
ګرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !
هر قوم چه بد اخلاقه سي ايا د اخلاقو لاس واخلي ورکيږي او د مرګ سوګلۍ
ورته راځي !
اصولا انسان هغه وخت ښايسته دی چه انساني اخلاق ولري
او بېله اخلاقو نو بيا يو خطرناکه حيوان دی اوپه تېره بيا چه عقل ورسره وي
يعني حيوان او صاحب دعقل نوبه هرڅه برباد کړي ، او هرڅه ته به اور ور واچوي
او د خپل نامشروع مادي ګټي له پاره به په جنګ شروع وکي ، هررقم اسلحې
به جوړي کي او د تفرقې اونفاق د تخم په پاشلو به شروع وکړي او
بې ګناه انسانان به په وينو و رنګوي او د مځکي په غېږ کي به ئې ورکړي !
هو! او په ظاهره به متمدن وي اما په دغه وخت کښي دئ هغه حيوان دی
چه شنه واښه ئې خوښيږي ، چه نه حلال پېژني او نه حرام او نه فرق په مابېنځ
د ظلم او عدالت اونه ورته قائل او نه تفاوت په مېنځ کښي ظالم او مظلوم
کوي
يواږي اخلاق دي چه انسان د حيوان توبه راګرځوي او دحکمت او تدبير پر
لار ئې روانه وي او د عمل او کلام په ښايست ئې ښايسته کوي
کلام الله څرنګه فرمائي چه :
بسمه تعالی - هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَکِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَإِن کَانُوا مِن قَبْلُ لَفِي ضَلاَلٍ مُبِينٍ ﴿ 2 ﴾ جمعه
ژباړنه : دغه الله هغه ذات دی چه پورته کړي لېږلي ئې دی په اميانو ناپوهانو
کښي يو رسول د دوی څخه چه لولي پر دوی باندي اياتونه او پاکوي
دوی (له شرکه له نورو رذيله وو اخلاقو ) او ښيي دوی ته کتاب او حکمت
اګر که ؤ دوی پخوا له (بعثه دمحمده ) خامخاپه ګمراهي ښکاره کښي
ترجمه : کاو کسى است که در میان جمعیت درس نخوانده رسولى از خودشان برانگیخت که آیاتش را بر آنها مى خواند وآنها را تزکیه مى کند و به آنان کتاب
( قرآن )و حکمت مى آموزد و مسلما پیش از آن در گمراهى آشکارى بودند.
کَمَا أَرْسَلْنَا فِيکُمْ رَسُولاً مِنْکُمْ يَتْلُوا عَلَيْکُمْ آيَاتِنَا وَيُزَکِّيکُمْ وَيُعَلِّمُکُمُ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَيُعَلِّمُکُمْ مَا لَمْ تَکُونُوا تَعْلَمُونَ ﴿ 151 ﴾ بقره
ژباړنه : لکه چه لېږل دی مونږ په تاسي کښي رسول له جنس د تاسي (لپاره
د اتمام د نعمت ) چه لولی په تاسو ايتونه زمونږ او پاکوي تاسي
او ښيی تاسي ته کتاب (قران او حلال او حرام ).....................................
..................چه پرې پوهيدئ
رَبَّنَا وَابْعَثْ فِيهِمْ رَسُولاً مِنْهُمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ آيَاتِکَ وَيُعَلِّمُهُمُ الْکِتَابَ وَالْحِکْمَةَ وَيُزَکِّيهِمْ إِنَّکَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَکِيمُ ﴿ 129 ﴾بقره
قَدْ أَفْلَحَ مَن زَکَّاهَا ﴿ 9 ﴾وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا ﴿ 10 ﴾ شمس
قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَکَّى ﴿ 14 ﴾ وَذَکَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّى ﴿ 15 ﴾ اعلی
پورته ايتونو يو حقيقت په لاس راځي چه د پيغمبر صلى الله عليه و آله
هدف ئې تزکيه نفوس او تربيه او پالنه د اخلاق حسنه
نو وايو چه تزکيه نفوس او تربيه د انسانانو اصلا د علم اخلاق کار دی
نو واضح سوه چه مبارک پيغمبر صلى الله عليه و آله و موږ انسانانو ته
او مبارک فرمايلي چه :
" تركت فيكم امرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما كتاب الله وسنة نبيه "
م ن غروال
13.07.2006
محترم حليمي صاحب!
ستاسو له توضيحاتو مننه، کافر کيداي شي چې اخلاق ولري که يه؟ او که يوازې ديني اصولو او مقرراتو او يا شريعت ته اخلاق ويلاي شو؟
په درناوې
منلی
14.07.2006
سلامونه اونیکی هیلی
استادحلیمی مننه
حلیمی صاحب آیا ستاسی خوبه داسی مطلب نه وی چی کوم اختیار انسان لری دهغه صحح استعمال ته ښه اوغلط استعمال ته بدویل کیږی .
اوبل ځای تاسی لیکی
او چه د ضمير په پوليسو تطبق کيږي اخلاق دي
آیا ضمیر داسی شی ده یاداسی صلاحیت لری چی کوم شی په خپل ذات کی ښه وی هغه ښه وګڼی اوکوم شی چی بدوی هغه بدوګڼی ؟
آیا ضمیردهرانسان مختلف وی اوکه نه دټولو انسانانو یورنګه ضمیروی ؟
وسلام
ع کريم حليمي
14.07.2006
ډېر محترمو غروال صاحب او Zaxmi صاحب
زما سلامونه او نيکي هيلي هم ومنۍ !
[quote:25ce6a4528] کافر کيداي شي چې اخلاق ولري که يه؟ [/quote:25ce6a4528]
محترم غروال صاحب !
اخلاق ډير زيات مکاتب لري چه اکثره ئې انحرافي دي چه په اکثره کښي بيا
اکثره ضد اخلاقي ئې بللی سو
چه پېږندل ئې په قرآنى ايتونو مشکل کار نه دی
بسمه تعالی - وَأَنَّ هَـذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيماً فَاتَّبِعُوهُ وَلاَ تَتَّبِعُواْ السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَن سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُم بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ . سورت : الأنعام ١٥٣
ژباړنه - لاره زما ده برابره نو متابعت وکړي د دغي (لاري ) او مه کوۍ متابعت
د (نورو کږو ) لارو نو تار په تار به کړي (دغه متابعت )تاسي له لاري (سمي )
د الله نه (چه د وحي اتباع او د برهان اقتفاء ده )
مثلا يو يهودي سړی هم په لاس کښي فرقان ( تورات کتاب مقدس )لري او
مسلمان هم فرقان (قران کتاب مقدس ) لرو چه د دواړو کتابونو بل نوم
فرقان دی
تر يوه حد پوري سره ملګري يوو يعني مونږ هم يو خالق منو او دوی هم
دوی هم د حساب ورځ مني او هم جنت او دوږخ او موږ هم
فرق او لاره دله جلا کيږي چه خاتم الأنبياء والمرسلين (محمد ) ص
نه مني انحراف کوي نوبيا بې ايمانه سوه
او بل خبره داده چه :
نن په اکثره غربي دونيا کښي داسي اخلاق سته
مثلا رشتيا او دوراغ به تر نظر لاندي ونيسو که درواغو و يوه انقلاب ته
کاميابي او سرعت ورکاوه نو امر اخلاقي دي او که رشتيا ويلو منفي تاثير
کاوه نو بيا يو امر غير اخلاقي محسوب او حسابيږي ٠
چون بايبل حکومتي اخلاق نه لري نو دوی خپل اخلاق جوړ کړه
محترم زخمی! صاحب !
[quote:25ce6a4528]آیا ستاسی خوبه داسی مطلب نه وی چی کوم اختیار انسان لری دهغه صحح استعمال ته ښه اوغلط استعمال ته بدویل کیږی [/quote:25ce6a4528]
نه وروره ! بد يعني مضر او ښه بيا هغه دي چه پايده ولري
او غلط خو و خطا ته ويل کيږي ٠ (رفع عن أمتي الخطأ والنسيان)
دا خطا خو دماغي error ده ٠ خطا چه پېسه سي نو نتيجه غلطه سوه
هيڅ خبره نه ده ٠ انسان معنی بعضي وخت خطااو نسيان کوي
[quote:25ce6a4528]آیا ضمیردهرانسان مختلف وی اوکه نه دټولو انسانانو یورنګه ضمیروی ؟ [/quote:25ce6a4528]
انسان ضمير لري او هم په سر کي ساعتbiological clock
او هم termostar لري
دټولو انسانانو ضمير ، ساعت ،termostar په يوه انداز او مقياس او اصولو کار کوي
يو دا termostar موږ نسو خرابولی نور نو
ضمير او ساعت موږ هميشه خرابه وو ٠ که د شپې کار وکړو او د ورځی خوب
نو ساعت خرابيږي ، او ضمير هغه وخت خرابيږي يا له مينځه څخه ځي چه :
چه د ضمير په مصلحت غوږ ونه نيسو او همهغه وکړو چه د نفسانی خواهشاتو غوښتني وي
په اول کښي سم دم روغ جوړ او بهترين کار کوي
او د قدر خبري د انسان په درد نه خوري ٠ او په قدر ايمان لرل فرض دي
ع کريم حليمي
12.11.2006
درنو او مکرمو وړونو او پتمنو خويندو
السلام عليکم و رحمه الله وبرکاته !
داسي مي پياديږي چه څو ځايه ما داسي ليکلي وه چه رسول صلی الله عليه وسلم د اخلاقو د تکمل د پاره رالېږل سوی دي ٠ اماحواله به ئې نه وه راسره
نن مي تصادفي په مخه راغله
موطأ مالك
كتاب حسن الخلق
باب مَا جَاءَ فِي حُسْنِ الْخُلُقِ
[color=cyan:23243ca2ea]" بُعِثْتُ لأُتَمِّمَ حُسْنَ الأَخْلاَقِ " [/color:23243ca2ea].
ژباړه :- زه دښو اخلاق د تکمل د پاره رالېږل سوي يم
zafar s zadran
14.04.2007
سلامونه او نیکی هیلې می اومنې!
ډیره ډیره مننه له تاسود ښکلی زیاراو زحمت او ښکلې ګلالې معلومات ځخه
که ځوک اوغواړې نو ریښتیا ډیر پر معلومات فورم ده دغه پاڼې٠
په ریښتیا چه د تاسو ټولو بلخصوص استاذ حلیمې صاحب دتاسو زیار او
زحمت د سر لوړې او د قدر ویاړ ده٠
مه هم یوه پښتنه یا سوال درلود او هغه دغه ده چه ، کلتورې او شرعې تر منځ که
ځوک فرق وکړې ګناهکار کیږې او که نه دا خو حتماۀ کیږې که ځنګه٠
نومحترم استاذ القدر حلیمې صاحب ، مونږ ګورو چه ځنې خلک ډیره ترجې
قومې انناتو ورکوې چه هغه هم د شرعې له لحاظه صحیح نه بلکی د انسانې
له کړو وړو ځخه هم لرې دې، لکه تربګنې قصد کول تربور ته کنده کندل،دښمنې
کول، شیطانت کول د دو تربر تر منځ چه ښه نه غواړې٠ چه په خوله د مسلمانې
نارې وهې او عمل ئې غیر شرعې وې، لکه ځنګه چه مونږ غوښتل یو کلې ته
جماعت جوړکړو، او ځنې خلکو په دغه جوړول کی راضمندې اوښوول او ځنې
له جوړولې نه صرف نظر وکړ ، نه غوښتل چه مونږ ورته دغه جمات جوړ کړو
په مختلفو بهانوئی صرف نظر تر وکړ.
نو محترمه تاسو په دغ کې ځه نظر لرې او دغې خلک سزا بې ځه وې٠
کامیاب بریالې او په اتفاق د وې اسلام ، امین
صافی
15.04.2007
zafar s zadran
وروره ! که مو خوا نه بدیږی په لیکنه کې مو یو څه لاس ووهۍ، کله چې ستاسو په نظر سمه ښکاره شوه، او پښتو ته ورته شوه ، بیامو دا لویې پوښتنی رامنځته کړۍ.
که چیرته لوستنه موهم دلیکنې په شان وي ،چې دقیاسه همداسی ښکاری. نو په ځوابی لیکنه به څه پوه شۍ؟
zafar s zadran
15.04.2007
محترم صافی صاحب نیکی هیلی می ومنې!
ولی بی ښوا بدای کیږم ،
تاسو په حق یاست ،زه بی خپل کو ښیښ وکړم د تاسو په مرسته ٠
ډیره ډیره مننه له تاسو نه ، چه زمی خپله اشتباهاتو ته متوجه کړم ٠
ښه وخت درته غواړم ٠
ع کريم حليمي
20.07.2007
درنو او مکرمو لوستونکو
السلام عليكم دار قوم مؤمنين !
په اسلام کښي اخلاق هغه يوازينی معيار دی چه ددې په ذريعه د انسانانو
په منځ کښي د يو بل څخه مرتبې او درجې فرق او توپير ښکار او څرګندېږي
سنن الترمذي
" اَكْمَلُ الْمُؤْمِنِينَ اِيمَانًا اَحْسَنُهُمْ خُلُقًا وَخِيَارُكُمْ خِيَارُكُمْ لِنِسَائِهِمْ خُلُقًا "
په مسلمانانو کښي د کامل ايمان خاوند هغه شخص دی چه د هغه اخلاق له ټولو نه ښه وي
مسند أحمد
عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ إِنَّ الْمُؤْمِنَ يُدْرِكُ بِحُسْنِ خُلُقِهِ دَرَجَاتِ قَائِمِ اللَّيْلِ صَائِمِ النَّهَارِ
مؤمِن د ښو اخلاقو په ذريعه هغه درجه موندلی شي چه هغه درجه د ټولي ورځي د
روژې په نيولو او د ټولي شپې د عبادت کولو په ذريعه حاصليږي
په ډېردرنښت