د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

,,,,,,

صافی
11.07.2006

///////////


islam dost
13.07.2006

 درنولوستونکو
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته 

صافی وروره نه دی د اوريدلي چي د تاريخ هيره ول دتاريخ تکراره ول دي ، امريکايان او
انګريزان اوس په افغانستان کښي دتاريخ په تکراراخته دي ٠ په دي کښي شک نشته چي 
هغوی اوس يوې ستړي کوونکي جګړې کښي ښکيل دي اوپه عين حال کښي طالبان هم ورته
بي صبره نه بريښي ٠
روسان تر لس کاله جګړې وروسته په دي وپوهيدل چي ملا يې ماته شوي ده خوداچي 
امريکايان اوانګريزان دروسانوپه پرتله په مالي اوفوځي تجهيزاتوزيات غښتلي دي  ځکه 
نوپه تخميني ډول ښايی ترلسوکالولږ زيات وخت ته به اړتياوي چي  د تکراري تاريخ پاتي 
مرحلې تکميل ته وره سيږي ٠
 پاتي شو برطانيااوس افغانستان ته نوره سرتيري ځکه ليږي چي په دي وروستيوکښي ددوی ځواکونو درانده تلفاتوزغملو وروسته جنګي مورال ياروحيه له لاسه ورکړي اوپه دي وسيله 
دوی اړدي چي دخپلوځواکونوروحيې ساتلولپاره نورځواکونه هلته واستوي اوهغوی ته تر
يووخته جعلي روحيه ورکړي  ٠

والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته 
 


م ن غروال
16.07.2006

وروسته له سلامو!
د هېواد ستونزې د پرديو په لښکرو نوره د حل وړ نه ښکاري، که داسي نه واي نو اوس به زمونږ ستونزې حل شوې واي٠
زمونږه ستونزې بايد مونږه خپله حل کړو او ددې منطق بايد راسره وي چې ولې مونږه افغانان د کفارو لښکروته محتاجه شوؤ؟ دا ټول د هغو نا اهله د اسلام په نامه د سياستمدارانو لخوا وشول چې لومړئ خو په هېواد کي يې يوه اوږده وينه تويونکي او بربادونکي کورنۍ جګړه پيل کړه او له بلې خوا له بده مرغه طالبانو چې په لويو قربانيو دغه جنګي تياتر ته خاتمه وروبخښله او د يو ډير ښه امنيت په لاس راوړلوسره سره يې د خپلې نا سمې کورنۍ او باندنۍ سياست په غوره کولو پايله دغه ټکي ته راورسوله چې ډير په مفتو کي يې په لسګونو تنه د نامردو په تورو چپه حلال ګړل او خپله ژوندي په ځمکه ننوتل او هېواد د کفري لښکرو ډګر وګرځيد٠
اوس چې تر ډيره حده مونږ ته ددې چانس شته چې د بيا رغونې د سولې او دهېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ګامونه واخلو او نور هغو کسانو ته چې د ملت په وينو يې لاسونه سره دي د فعاليت چانس ورنکړو، نوره هم په خپلو لاسو د امنيت اوضاع خرابوؤ او د پښتنو سيمې د پرديو د توپک نښو ته سموؤ او پښتانه يې قرباني کوؤ چې پرته له زيانه نور هيڅ لاس ته راوړنه له ځانه سره نلري٠
زه پدي عقيده يم چې دا لوبې د هېواد او هېوادوالو په تېره بيا د پښتنو خورا په تاوان دي چې حتی د بې ګناه خلکو د سَرو په بيه تماميږي٠ او انګريزي عسکر دي او که نور، د پښتنو په سيمو کي به پښتانه د دوئ د توپکو ښکار ګرځي٠ نو غوره او معقوله خوبه زما په نظر دا وي چې ددوئ شتون هلته په هيڅ دليل لازمه ونه بلل شي او دا زمونږه خپله د پښتنو په لاس کې ده٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more