د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دکندهارمحبسونه له ملايانو اوچړيانو ډک شول

رښتینی
10.07.2006

وروڼو سلامونه اونيكى هيلى
راځئ داخبر سره ولولو !

________________________________
[color=green:bc882a8a7b]دکندهارمحبسونه له ملايانو اوچړيانو ډک شول[/color:bc882a8a7b]

[color=blue:bc882a8a7b] افغانستان په کندهار ولايت کې پوليسو د ښار نژدې ټول جوماتونه پلټلي او لږ تر لږه تر سلو زيات کسان يې نيولي دي.

په نيول شويو کسانو کې د جوماتونو ملايان، بې وسلې طالبان ،چړیان او د طالبانو مېلمانه هم شامل دي.

د دغو خلکو د خلاصون په موخه راغونډ شوي کسان وايي چې سهار د امنيتي پوليسو له لوري وهل شوي او دوی ادعا کوي چې ټول شاوخوا ٥٠٠ کسان دولت نيولي دي.

په لومړي ځل د امنيتي پوليسو له لوري د کندهار ښار ډېری برخه جوماتونه وپلټل شول .

د دغو پلټنو پر مهال چې تېره شپه تر سره شوي د سلګونو کسانو د نيول کېدو خبر ورکړل شوی دی ـ پوليسو دغه امنيتي پلټنې د ښه امنيت د راوستلو په موخه تر سره کړي دي.

سيمه ييزو اوسېدونکو په دغو دولتي پلټنو سخته اندېښنه ښودلې او ګڼ کسان د شبنې په سهار د کندهار د امنيه قوماندانۍ په وړاندې راغونډ شوي وو.

د کندهار ښاريانو د راغونډېدو علت د نيول شويو کسانو خلاصون وو، چې ځينې ښځې هم پکې شاملې وې.

يوه مېرمن وايي :

(( زوی مې ماښام د خسر کره مېلمه و، چې دغو پوليسو بېولی دی، زما زوی نه طالب دی او نه د طالبانو ملګری، خو که زه خبره وای چې د ملايانو سره خېښي کول ما ته بلا کېږي نو ما به دا کار نه وای کړی )).

يو بل کس ذالفقار بيا وايي :

((پوليسو شاوخوا پينځه سوه کسان نيولي دي، چې په دې کې هر ډول خلک شامل دي، پوليسو ته نه ښايي چې پر مسجدونو باندې چاپې ووهي، دا زموږ له کلتوره خلاف کار دی )).

يو بل سپين ږېری وايي :

(( پوليسو د ټوپکو په کونداغونو وهلی، هڅه کوي چې خپل خوږ ځايونه خبريالانو ته ور وښيي، نوموړی په غوسه ناکه لهجه وايي چې د ده زوی پوليسو بې ګناه راوستلی دی ))

د کندهار ګڼو نورو ښاريانو هم شکايت درلود چې سهار د پوليسو له لوري وهل شوي او ناوړه چلند وسره شوی دی.

که څه هم د قوماندانۍ له ورۀ څخه ډېری کسان تر شړلو وروسته تللي وو، خو بيا هم تر ولاړې غرمې پورې لا هم په لسګونو کسان د سړک پر غاړه په دې هيله ناست وو، چې ګواکې دولت به يې زندانيان ور خوشې کړي.

که څه هم سميه ييز خلک پر جوماتونو د پوليسو ورتګ پر خپل کلتور تېری بولي خو امنيتي چارواکي وايي چې د ښه امنيت د راوستلو په موخه يې دا ګام پورته کړی دی .

د کندهار امنيه قوماندان عزيز خان وردګ خبریالانو ته وويل، چې تېره شپه يې تر ١٠٠ زيات کسان نيولي دي چې د ده په خبره ځينو يې د امنيت په خرابېدو کې لاس درلود.

ښاغلی وردګ وايي چې د نيول شويو کسانو له جملې څخه يې ډېری بې ګناه کسان خوشي کړي او يو شمېر کسان لا د دوی په ولکه کې دي چې تر پلټنو ګروېږنو وروسته به يې بې ګناه کسان خوشي شي ـ

ځينې معتبره سرچينې وايي چې د امنيتي پوليسو له لوري جوماتونه ځکه پلټل شوي دي چې ځينو ملايانو په دې وروستيو کې د دولت د ځينو کړنو مخالفت کاوه .[/color:bc882a8a7b]
______________________________________________________________________
اياچړيان ماشوان دى كه نه ؟
اوددوى په مورد كى بايد دماشومانو حقوق مراعت شى كه نه ؟
او كه نه دوى ته هم كه كيوبا نه وى په بنګله ديش يا بل ورته ځاى
كى يوتعذيب ځاى جوړشى ؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more