اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د بد اخلاقي ځانګړي او ټولنیزي منفي اغېزي
أبوخليل
10.07.2006
كوم څه چي د تجربې له مخي مونږ په ژوند كي عملي ليدلي او همدا راز اجتماعي څېړنو ثابته كړي هغه دا ده چي د اسلامي هداياتو او لارښونو سرچپه كړنلاري د ژوندانه په ټولو اړخونو كي په افرادو او ټولنو مستقيمي بدي او وخيمي اغيزي لرلي دي ، لومړۍ بده اغيزه چي په بداخلاقي مبتلا شخص باندي پريوځي هغه د هغه چا ملګرتيا ده چي هغه به داشخص په پريشاني او سرګرداني او له دين ځخه په لېري والي او انحراف اخته كوي ځكه چي هغه به پخپله هم د الله تعالى په نافرماني او سركشي اخته وي الله تعالى فرمائي:
[color=green:b497062345]وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَانِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَاناً فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ .[/color:b497062345]
چاچي د الله تعالى له دين ځخه مخ واړولو مونږ دهغه په شان شيطان د هغه لپاره ګمارو چي هغه تل دده ملګری پاته شي.
اوشيطان تل انسان ته دپريشاني اسباب تهيه كوي او هغه ته په زړه كي د لوږي وسوسې ْوراچوي او له نېستي ځخه ئي وېروي او په طمع او حرص ئي اخته كوي او له قناعت ځخه ئي محروم كوي الله تعالى فرمائي:
[color=green:b497062345]ان الشيطان يعدكم الفقر ويأمركم بالفحشاء.[/color:b497062345]په ريښتيا سره شيطان تاسوته د لوږي او نيستي وعدې دركوي تر څو هغه څه چي ستاسو په لاس كي دي هغه د الله تعالى د رضا لپاره دهغه په لار كي ْونه لګوۍ او ددې تر څنګ مو په بدكاري او ګناهونو ګماري تر څو د محرماتو او بد اخلاقي مرتكب شئ.
كه مونږ ددې آيت كريمه مفهوم ته ځير شو او ْوئي څېړو دا به په حقيقت سره جوته شي چي د ټولو اخلاقي رنځونو بنياد همدغه د لوږي احساس او د کمتري وسواس دي چي شيطان ئي د ضعيف النفس انسانانو په زړونو كي ْوراچوي كله چي انسان په دې احساس مبتلا شي او لوږه ئي زړه ته ننوزي بيا له هيڅ اخلاقي جرم څخه مخ نه اړوي غلا هم كوي، دروغ هم وائي، سود هم كوي، قناعت ئي هم نه وي، حرص ئي هم زياتېږي، بخل ئي هم عادت جوړشي، په حسد هم اخته كيږي، غيبت هم كوي، چغلخوري هم كوي، د كمتري په احساس هم مبتلا كېږي چي هغه ئي د تكبر او حسد په رنځ اخته كوي وغيره …همدا وجه ده چي په يوه حديث كي زمونږ ګران پيغمبر (ص) د هغه نېستي په هكله چي په زړه مسلطه شي داسې فرمائي :
[[color=#444444:b497062345][color=green]color=#444444]عن أنسٍ قال قال رسولُ الله صلى الله عليه وسلم: كادَ الفقرُ أنْ يكونَ كفراً وكاد الحسد أن يغلب القدر(مشكاة المصابيح)[/color:b497062345][/color][/color]له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: نژدې ده نېستي او لوږه چي د كفر مرحلې ته ْورسېږي او نژدې ده چي حسد په قضاء او قدر غالب شي ( په دې معنا چي مسلمان په دې ايمان او عقيده لري چي هرڅه چي کېږي هغه د الله تعالی پرېکړه او فيصله ده خو دحسد په وجه د مسلمان دا عقيده کمزوری کېږي او بلآخره حسدد قضاء او قدر په ذکر شوي عقيده غلبه مومي) .
ملاعلي قاري او نور محدثين ددې حديث په شرح كي ليكي چي له نيستي ځخه مراد د زړه لوږه ده چي هغه له مالي نېستي او هستي سره تعلق نلري ورنه تنګدستي او مالي نېستي چي په هغه مبتلا مسلمان صبر پرې ْوكړي او چاته ئي اظهار نكړي هغه مقام دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپله د هغه دعا او تمنا كړي ده فرمائي :
[color=green:b497062345]عن أنس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اللهم أحيني مسكينا وأمتني مسكينا واحشرني في زمرة المساكين يوم القيامة فقالت عائشة لم يا رسول الله قال إنهم يدخلون الجنة قبل أغنيائهم بأربعين خريفا يا عائشة لا تردي المسكين ولو بشق تمرة يا عائشة أحبي المساكين وقربيهم فإن الله يقربك يوم القيامة. (سنن الترمذي)[/color:b497062345]
له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل اې الله د مسكين ژوند راكړې او د مسكين مرګ راكړې او د قيامت په ورځ مي په مسكينانو كي را پاڅوې ، عائشه رضي الله تعالى عنها ْورته ْوويل دا ولي يا رسول الله؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: ځكه چي مسكينان به تر بډايانو څلويښت كاله مخكي جنت ته ننوزي ، اې عائشې مسكين تش لاسی مه واپس كوه ولو كه د خورما په يوه هډوكي وي ، اې عائشې له مسكينانو سره مينه ساته او ځان ته ئي نژدې كوه ځكه چي ستا ددې عمل په بدل کی به د قيامت په ورځ الله تعالى تا خپل ځان ته نژدې كړي .
خو هغه څوك چي هغوي كامل مْومنان دي شيطان هغوي نه شي بي لاري كولای او د حق له اتباع ځخه ئي نشي منحرف كولای الله تعالى فرمائي:
[color=#444444:b497062345][color=green]انه ليس له سلطان على الذين امنوا و على ربهم يتوكلون.[/color:b497062345][/color]په ريښتيا سره شيطان په هغه چا غلبه نشي موندلاي څوك چي مْومنان دي او په خپل پروردګار باندي ځانونه سپاري.
دلته ځیني هغه اغېزې او آثار چي د بد اخلاقي په نتيجه كي په افرادو او ټولنه پرېوزي ذكر كوو:
ا- يو هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي په اخلاقي انحراف مبتلا شخص پرېوزي د هغه د ماغي عدم توازن دي چي هغه د ټولني له نورو افرادو سره په مينه او عقلمندانه تعامل قدرت له لاسه ْوركوي له چاپيريال سره ځان نشي چمتو كولای او له كومو مشكلاتو سره چي مخامخ كيږي په برياليتوب ځان نشي بچ كولای.
ب- ددماغي عدم توازن په نتيجه كي دائما په پريشاني اخته وي، خوراك ته ئي زړه نه كيږي، مزاج ئي تنهائي خوښوي، د خجالت اثار پرې ليدل كيږي ، غصه زياته ْورځي، تجاوز او انتقام ته ئي ميلان زيات وي، هرخپل او پردۍ ورته دښمن ښکاري ، وېره پرې غالبه وې، او ددې احساس په نتېجه کي له هیڅ ناوړه عمل او کار ځخه مخ نه اړوي د خپل بېهوده انتقام په لټه کي د هغه او ناوړو کړو وړو په مېنځ کي هېڅ اخلاقي یا دېني حایل او پرده نه وي او نه یي ویني ، په ويښه پالتو سوچونه وهي او چي کله وېده شي ګډ وډ خوبونه وينی ژوند یي ناقراره او لالهانده وي له سکون ځخه محروم وي ، آرزوګاني یی نه پوره کېږي او بالآخره په جنون اخته کېږي . پوهان وایي چي په جنون زیاتره هغه کسان اخته کېږي چي هغوی د خپلو آرمانونو له تحقق ځخه عاجز او محروم شي او چی کله لېونی شي خپل آرمان ته ورسېږي .
ج - بل هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي بد اخلاقه انسان پرې اخته كېږي هغه هم مايوسي او نااميدي ده هغه كه دروغ وائي مايوس شوی وي چي ريښتيا ويل نجات نه شي ْوركولای ، هغه كه حسد كوي دا ئي عقيده وي چي هغه نعمت چي له بل چاسره ده هغه نشي لاس ته راوړلاي ، تجاوز او تېری كوي ځكه چي مايوس وي چي په حكمت او نرمي سره مطلوب نتائج نشي تر لاسه كولای، همدا راز مايوسي هغه عصبي رنځ دی كوم چي انسان د ټنبلي او سستي لور ته پوري وهي او له زيار ايستلو او په حلالو وسائلود تفوق له تلاش ځخه ئي راګرزوي او ددوكې ، فريب او چلونو په ذريعه ئي دمالي او مادي مواردو په تلاش اخته كوي لكه غلا، بسپنه ، باطلي دعوې او داسي نور په جسماني لحاظ به ښه د كار كولو قدرت لري خو د اخلاقي انحراف په وجه به ئي د كار كولو قدرت له لاسه ورکړۍ وي او کار ته به ځان نشي ټینګولای .
د – بل هم هغه منفي اثر چي د بد اخلاقي په نتیجه کي افراد پرې اخته كيږي دادي چي منحرف انسان په مخدراتو او مختلفو نشو اخته كېږي چي دا عمل هم بلآخره په لېونتوب منجر کېږي ليكن اسلامي تربيه انسان له اخلاقي انحراف ځخه راګرزوي او دخپلو اتباعو په زړونوكي سكون او اطمئنان ته وده ْوركوي ، د کامل مْومن زړه له جرأت او شجاعت ځخه ډک وي خو د تواضع او انکسار په زیور هم ښایسته وي د تفوق او بهتري په تلاش کي وي خو حرامو ذرایعو ته لکه دروغ ، غلا ، بسپنه او داسي نو رو کارونو ته لاس نه اچوي ، سیالي کوي خو په حسد اخته نه وي ، په خپل حالت هم قانع وي اوهم د الله تعالی شاکر بنده وی او که یو څوک په ښه حالت وويني پرې خوشاله کېږي او دا هرڅه د الله تعالی تقسیم ګڼي او د الله تعالی په تقسیم راضي وي
او ددې هر څه علاج او درمل كوم چي د زیاتو مسلمانانو او ټولو انسانانو ورته ضرورت دي هغه الله تعالى داسي بيان كړي دي :
[color=green:b497062345]يا ايها الناس قد جاءتكم موعظة من ربكم و شفاء لما في الصدور و هدى ورحمة للمْومنين .[/color:b497062345]اې خلګو راغی تا سوته نصيحت ستاسو د پروردګار له خوا ځخه چي هغه درمل او علاج د هغو رنځونو لپاره ده چي په زړونو كي دي او رهنمائي اورحمت ده د مْومنانو لپاره .
كه څوك نیکمرغه ژوند او د زړه سالمیت او روغتيا غواړي نو يوازينی علاج ئي په كتاب الله يعني قرانكريم عمل كول او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو يعني قول وفعل اتباع دی او بس په دې كي د انسانانو ددنيا او اخرت سعادت او نيكمرغي ده او ددې لپاره د ژوندیو نمونو په توګه د سلف صالحینو او صحابه کرامو کردار اوسیرت دی چاچی په هرډګر کی بریالیتوبونه ګټلي او تاریخ يي په طلایی کرښو لیک دی .
د بد اخلاقي هغه منفي اغېزې چي په ټولنه او اجتماع باندي په مستقيم او غير مستقيم شكل پريوزي هغه اجتماعي بدمرغي او تفكك ده چي په نتيجه كي ئي اقتصادي پسماندګي او د عمومي امنيت ګډوډي مينځ ته راځي همدا راز مخكي ذكر شوي فردي بد اخلاقي په غير مستقيم ډول په ټولنه هم بدي اغېزې مرتب كوي چي په لاندي ډول ذكر كيږي:
هـ - الهي عذاب: كله چي ګناهونه او منكرات په يوه قوم او ټولنه كي عام او تيت شي الله تعالى په هغه قوم عذاب راټیټوي الله تعالى د لوط عليه السلام د قوم د هلاكولو واقعه په قران كريم كي داسي بيانوي:.
[color=green:b497062345]فلما جآء أمرنا جعلنا عاليها سافلها وأمطرنا عليها حجارة من سجيل منضود مسومة عند ربك وما هي من الظالمين ببعيد.[/color:b497062345]كله چي زمونږ د عذاب پريكړه راغله د زمكي لاندنۍ برخه مو را سربيره كړه او په دوي باندي مو د پخ شوي خاوري په اور پخ شوي وی ګټي پرله پسي را ْواورولي چي ستا د پروردګار په نزد په نښه كړي شوي وي او دا ګټي له ظلم کونکیو انسانانوځخه لېري نه دي ..
روايت شوي دي چي الله تعالى لوط عليه السلام ته امر ْوكړ چي له خپلو اتباعو سره د مجرمينو له ښارځخه ْووځي او له تاسو ځخه د څوك د كلي په لور په شا نه راګوري او كه يو چا په شا را ْوكتل هغه به هم په عذاب كي راګير شي د لوط عليه السلام ښځه چي له خپل قوم سره ئي همدردي وه په شا ئي راْوكتل او په عذاب كي راګيرشوه او جبريل عليه السلام په خپل كوڅر هغه زمكه چي د لوط عليه السلام قوم پرې وانډه ْوو ْوسكښتله او د اسمان لورته ئي ْوچته كړه حتى چي په اسمان كي مخلوق د دې كلي د سپيو غپا او د خرونو هونګا او د چرګانو بانګونه واوريدل او له اسمان ځخه ئي سرچپه را ْوغورځوله او الله تعالى ددې قوم په نورو پاته لروبر افرادو وړې وړې په اور پخ شوي ګټي په پرله پسې شكل را ْواورلې چي په هره يوه ګټه د هغو كسانو نومونه ليكل شوي ْوو چي د هغوي په سرونو لګېدلې او تر بدن ئي وتلې او ځاي په ځاي ئي هلاك كړل. (التفسير الكبير)
[color=green:b497062345] عن بن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا ظهر الزنى والربا في قرية فقد أحلوا بأنفسهم عذاب الله . ( المستدرك على الصحيحين )[/color:b497062345]
ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: كله چي بدفعلي او سودخوري په يوه كلي كي ښكاره شي نو پخپله ئي د الله تعالى عذاب پخپلو ځانونوراټیټ كړ او ځانونه ئي د الله تعالى دعذاب مستحق اووړ وګرځول..
و - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوزي هغه بد بيني او تباغض دي چي د ټولني افراد پي اخته كېږي د مثال په توګه حسد او كينه په اخير كي په بد ايسولو منجر كېږي چي د حاسد د منحرف سلوك په وجه جانبين په بد هيسولو اخته كېږي او محسود هم بالآخره مجبور کېږي په عين شكل تعامل دځان لپاره خپلوي چي په نتيجه كي وسعت مومي او د طرفينو خپل و خپلوان هم په دې رنح اخته كېږي چي اجتماعي بدبيني مينځ ته راوړي چي په دې ځاي توقف نه مومي بلكه دا بدبيني په تجاوز، تېري ، زدوكوب، غلا او قتل وغارت او نورو مختلف النوع جرایموپايته رسېږي. همدا راز د اخلاقي انحراف په وجه د جرائمو مرتكب كيدونكي اشخاص د ټولني بد هېسي او دا بد بيني د ټولني د صالحو او فاسدو افرادو تر مينځ پراخېږي ..
ز - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوځي هغه اجتماعي تقاطع او پرېکړون دی چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي تحقق مومي هره بد اخلاقي د مسلمانانو وحدت ته نقصان رسوي او هغوي يو له بل ځخه لېري كوي د مثال په طور نميمت يا چغلخوري هغه قوي وسيله او فعاله آله ده چي د مسلمانانو اړیکي يو له بل ځخه پريكوي او د اقرباْوو په مينځ كي خپلوي او قرابت ختموي او كورنۍ او ټولنیزي اړیکي خرابوي او د ملګرو او دوستانو ملګرتيا او مينه ختموي او د عداوت او بدبيني لویه ذريعه ده. همدا رازدروغ ويل د ګناهونو بنياد دي د بې بنياده شائعاتو او غلطو خبرونو د خپرولو وسيله ده ، ددروغو په خبرو كورنۍ اړیکي شكيږي، دوستي ختمېږي ، اعتماد له مينځه ځي ، د ټولني د افرادو په اقوالو او افعالو كي شكوك او شبهات زياتيږي .
ح - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پرېوزي هغه اجتماعي دوكې دي لكه په خبرو كي دوكه، په ترازو كي دوكه، په تعامل او سلوك كي نفاق، په حقوقو او واجباتو كي دوكه، په كاروبار او خريدوفروخت كي دوكه ، ډير ليدل شوي دي چي په بد اخلاقي مبتلا شخص په تول كولو په كچلو او پيمانه كولو او په نور بيع وشراء يعني عام تجارت كي دوكه او چل وول كوي حتى د مال د حصول او د مادياتو د لاسته راوړلو په خاطر له هيڅ ډول وسيلې ځخه مخ نه اړوي په تول كي په ګز كي په راكړه وركړه كي غلا كوي او دروغ وائي په دروغو قسمونه كوي او ددې هرڅه تر شا اساسي كارفرما له دين ځخه لېري والی يا په بل تعبير اخلاقي انحراف وي .
د بد اخلاقي په رنځ اخته انسان به وينې چي په هره موقع كي به مختلف مظهر او څېره ځان ته خپلوي او په دي شكل به د ټولني افرادو ته دوكه ْوركوي په دې مفهوم چي په يوه ټاکلي وخت كي به په يوه څېره ځان ښکاره كوي او په بل وخت كي به په بله څېره ښکاري په دې شكل به هغه چاته چي ْورسره مخامخ كېږي په مختلفو څېرو دوكه ْوركوي او تل به حقيقي څېره بدلوي او دا خوي د منافقينو دي چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي وجود ته راځي ، د كامل مْومن څېره يوه وي ظاهر ئي د باطن ترجمان وي ، زړه او خوله ئي يو وي صداقت او راست ګوئي ئي شعاروي .
[color=#444444:b497062345][color=green]عن أبي هريرة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال من شر الناس ذو الوجهين الذي يأتي هؤلاء بوجه وهؤلاء بوجه (سنن أبي داود) [/color:b497062345][/color]
له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل په خلګو كي ډېر بد هغه څوك دي چي دوه مخونه لري له ځينو سره په يوه څېره مخامخ كيږي او له نورو سره په بله څېره مخامخ كيږي .
[color=green:b497062345]عن عمار قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم من كان له وجهان في الدنيا كان له يوم القيامة لسانان من نار(سنن أبي داود)[/color:b497062345]
له عمار رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د يوچاچي په دنيا كي دوه څېري وي د قيامت په ورځ به ئي د اور دوه ژبي وي .
په دې سربيره بد اخلاقي نور هم په افرادو او ټولنه زيات مضر اثرات لري كه يو څوك ْورته ځیر شي په عملي ډګر كي به ئي د سر په سترګو ْوويني بناءً ډير ضروري دي چي خپلو اخلاقو ته ددين په چوكاټ كي وده ْوركړو هغه تعليمات او هدايات چي قران كريم او رسول الله صلى الله عليه زمونږ د انفرادي او اجتماعي نيكمرغي او د اخلاقو د اصلاح لپاره وړاندي كړي هغه په بشپړ اخلاص او صدق سره په خپل عملي ژوند كي تطبيق كړو همدا راز خپل كورنی چاپيريال چي د ټولني اساس دي په لوړو اخلاقي معيارونو سمبال او تربيه كړو دا زمونږ د هر فرد مسئوليت دي او زمونږ د تربيوي زيار د مثمر جوړولو حقيقي مْوثر د الله تعالى رحمت او توفيق دي.
[size=7:b497062345][size=9]( زما له کتاب ځخه )[/size:b497062345][/size]
[color=#444444:b497062345][/color:b497062345][color=#444444:b497062345][/color:b497062345][color=#444444:b497062345][/color:b497062345][color=#444444:b497062345][/color:b497062345][color=#444444:b497062345][/color:b497062345]
ع کريم حليمي
10.07.2006
محترم ابو خليل صاحب سلام ورحمه الله و برکاته
الحمد الله او ماشاالله ډير ښايسته ليکنه تاسو کړېده
محترما !
يو ځاي مي په يوه کتاب کي لوستلي وه چه :
د شهيد تر وينو د راسخ ليکوال د قلمه رنګ مقدس دی
نو هر وخت چه د اخلاقو په باب ليکنه ولولم ، نو داپوره ليکنه راپياد سي
د حق په لاره کښي کاميابي درته غواړم ! امين ,امين ,امين ,امين ,امين يارب العالمين
د اخلاقي مسائلو په هر زمانه کښي فوقالعاده اهميت درلودی ، او زموږ په دې
عصر کښي بيا خاص اهميت لري ٠ ولي ؟؟
1 -له يوې خوا عوامل د فساد او انحراف زموږ په زمانه کښي ډير دي
په پخوا زمانه کښي فساد ته لار پيدا کول زحمت غوښتۍ ، او په نن عصر
کښي د صنايع له پرمختګ سره هر څه هر چيري و هر چاته لاس وررسېدونكى
دي ٠
2 -د بلي خوا داسي پېښه ده چه زموږ په عصر کښي د هري بد اخلاقۍ او انحراف
مقياس او اندازه ډېره لوړه او نامحدوده ختلې ده هو ! پخوا به هم بد اخلاقۍ وې
خو محدودي وې نن د صناعت له برکته وسائل د قتل او قتال ،او هم هره ورځ
په زرهاوو مبتذل فلمونه منتشر کيږي او هم د اينټرنټ له لاري هرګونه مضر
اطلاعات د ځوانانو په اختيار کښي دي نو مفاسداخلاقي زور اخستي
3 - لکه څنګه چه مختلف علومو د صناعت په سبب مخ په وړاندي تللي نو
همدارنګه علوم شيطاني هم په فوقالعاده ډول زور اخستي يعني بد اخلاقيو
په مراتبو
په داسي شاريطو کي توجه و علم اخلاق ته تر هري زمانې ضروري معلوميږي
که بې غوري وسي دعلم اخلاق سره نو انتظار به کوو فجاياوو
زړه سواندو مسلمانانو عالمانو، ليکوالانو لاس سره ورکړي
چه اخلاق د خطر سره مخامخ دي په تيره بيا په ګران افغانستان کي
اخلاق داسي په خطر کښي دي ،هر د قدرت خاوند نن خپله سياسي لار اخلاقي
ګڼي او تمام کوښښ يې دا وي چه خپل سياسي لاري ته اخلاقي رنګ ورګړي
خو خوشبختانه موږ مسلمانان يوه عظيمه منبع په لاس کښي لورو لکه
پاک قرآن مجيد چه د اسماني اخلاقو څخه ډګ دی ، او هيڅ يو بل دين
داسي عميق اخلاقى بحثونه نه لري لکه اسلام - والحمدلله رب العالمين
أبوخليل
10.07.2006
ګرانه وروره حلیمي صاحب
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
الله تعالی د وکړي چي روغ رمټ به یې دا دین او ددین پوهنه یو رسالت او امانت دی او عامو خلګو ته رسول یې د هر مسمان وګړي فریضه ده زمونږ رول باید تعمېري او اصلاحي وي . داچي تاسو لیکلي چي ما په یو کتاب کي لیدلي چي د لیکوال د قلم ..... نوستا سو د خبري په تایید ځما له کتاب ځخه دا لاندي متن درته رانقلوم :
[color=green:ecc5dc0ce5]عن عمران بن حصين رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم يوزن يوم القيامة مداد العلماء ودماء الشهداء، فيرجح مداد العلماء على دماء الشهداء . (الدرالمنثور عن الموهبي - ورواه الشيرازي عن أنس بن مالك وابن عبد البر عن أبي الدرداء و ابن الجوزي عن نعمان بن بشير وابن النجار عن بن عباس رضي الله تعالى عنهم)[/color:ecc5dc0ce5]
(ژباړه) له عمران بن حصين رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: د قيامت په ورځ به د علماوْو سياهي اود شهيدانو ويني ْوتللي شي د علماوْو د سياهي پله به درنه وي .
یوبل شاعر وایې :
[color=green:ecc5dc0ce5] يا طالبي علم النبي محمد
ما أنتمو وسواكمو بسواء
فمداد ما تجري به أقلامكم
أزكى وأرجح من دم الشهداء[/color:ecc5dc0ce5]
(ژباړه) اې د ګران پيغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ددين غوښتونكيو تاسي او له تاسي ځخه ماسوا نور خلګ كله هم نشئ برابركيدلائ كومه سياهي چي ستاسي قلمونه پرې ليكل كوي د شهيدانو تر وينو پاكه ، درنه او وزن داره ده .
خوشاله اوسې والسلام