د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ناامني ، ناهيليتوب او، اولسواکي

مشواڼې
09.07.2006

ټولوقدرمنوليکونکو، څارونکو، څېړونکواولوستونکوته په مينه بلنه ورکوول کيږي چې دافغان اولس په نصيب ناامنيو، ناهيليتوب اوداولسواکۍ په څرنګوالي اولاروچارورڼوونې وکړي اودملي پوهاوي لپاره چوپړووهي ٠ هيله کيږي چې هرانددومره پياوړې وي چې دهرچا زړه ځان ته رامات کړي ٠

ټول افغان به ستاسونه منندوی وي


مشواڼې
09.07.2006

له بېنواوېبپاڼې څخه په مننه ما دالاندې قيسه له بېنواوېبپاڼې څخه دلته رامونه کړه ترڅووکولای شوبحث پرې وکړو٠

تېره سه شنبه، يانې د چنګاښ پر شپږمه، په نيمروز ولايت كې د پژواك خبري اژانس يوخبريال د كندهار پر لوري روان چې ماپښين مهال د كندهار كشك نخود سيمې ته ورسېدل، هلته موټر په بازار كې ودرېد، دوى ځانونو ته يخې اوبه او نور خوراكي توكي اخيستل، چې د ټونس موټر شا ته يو شخصي سراچه موټر هم ودرېدچې دوه كسان پکې سپاره وو، چې په خپلو كې يې خندل، كله چې د كندهار پر لوري روان شوونوچې كله د كشك نخود د سيمې له پوستې څخه واوښتل ، هغه سراچه موټر ناڅاپه ورته مخې ته ودرېداو كسان يې راكښته شول ، وسلې يې ورته ونيولې ٠ الهام وايي : (( په دې وخت كې يو تن راغى ما ته مخامخ كښېناست او ويې ويل:
كارډ راوباسه!
زه حيران او وچ پاتې شوم، ځكه ما ګومان كاوه طالبان دي او طالبان خو چې له چا سره كوم رسمي كارډ وويني وژني يې! اخر دى مجبور شو زما جېب ته يې لاس دننه كړ او زما د مخكېني جېب ټول شيان يې راوكښل په خپل پټو كې يې واچول، چې د پژواك د دفتر كارډ هم په كې و!
وروسته يوه ته زنګ راغى، لكه چې ورته وويل شول:
دوى كارېز ته راوله، دوى هم هوكړه وكړه او موټر يې كښته لوري ته روان كړ، په دښته كې يې يو ځاى ودراوه، ټوله سورلي يې كښته كړه او هرڅه چې ورسره وو، ټول يې ځنې واخيستل ٠ :
زه يې له نورو بېل كښېنولم، وروسته چې دا خلك لوټ كړاى شول، يوه تن دغو دوو وسلوالو كسانو ته وويل:
زما اميانۍ (د پيسو بكسه) راكړه- ځكه زما د مېرمنې او ماشومانو عكسونه په كې دي.
خو دغو وسلوالو كسانو دومره په قونداغونو وواهه چې له سر او پزې څخه يې وينې وبهېدې.
وروسته يې له موټروان څخه هم پيسې او نور شيان واخيستل، موټروان غوښتل دلايل ورسره ووايي، خو هغه يې هم دومره وواهه چې بدن يې تك شين واوښت.
دغو غلو له موږ څخه ان يخې اوبه هم واخيستې، هېڅ يې هم راته پرې نه ښودل.
هغه دوه كسان د خپلو غلا كړو شيانوپه راټولولو بوخت شول، كله چې زموږ موټر تقريبا ۵۰۰متره ليرې امنيتي پوستې ته ورسېد، امنيتي ساتونكو ته مو دا جريان ووايه، ما ځان هم ورمعرفي كړ، خو دغو پوليسانو پر موږ ملنډې ووهلې او ويې خندل. خو له بده مرغه چې د غلو موټر ته پام نه و شوى، چې نمبر يې له ځان سره وليكي. خو زه فكر كوم كه د موټر نمبر يې ليكلاى هم، ګټه يې نه كوله، ځكه:
دا چې ځړېږي مخامخ درته په دار سرونه
په دې وطن كې بس همدغه وو د كار سرونه

څرنګه چې په هېواد كې د خبريالانو داسې يوه ملي او غښتلې اتحاديه نه شته چې د خبريالانو دفاع وكړي، هغه فعالې ټولنې هم په دې برخه كې اغېزناك كار نه كوي، يوازې د ډالرو د ګټلو لپاره دفترونه جوړوي، له بهرنيانو فنډونه اخلي، يخو اېركنډېشنونو ته ناست وي او د چا خبره د مېزونو تر شا تحليلونه كوي! دغه ډول ټولنې اكثره وخت يوازې نمايشي كارونه كوي، چې چا يې كومه ګټۀ نه ده ليدلې.
په دې هيله چې زموږ نور خواخوږي وروڼه په دې برخه كې خپل ږغ پورته كړي. ))
-------------------------------------------------------------------
ګرانه وروره سلامونه !

دغسې پېښې يواځې په داسې هيوادکې ورځنې کلتورکېدای شي لکه افغانستان ٠ په دغه هيواد کې روا کارونه اوسم خلک دګوتوپه شماردي ٠ په يوه هېوادکې چې خلک خپل حد ، انساني اقدار، اصول ، وجدان ، قانونيت ، عدالت ، خېراوښېګړه ونه پېژني ، ګيله به څنګه ترې وکړو ؟ په يوه هيوادکې چې رشوت ، قاچاق ، غلااوقتلونه رسميت ولري او په خپل لاس جوړکړي قانون باندی هم ريشخندووهي ، دهغه له دولت څخه څه ګيله ؟

يواځي په اطمنان ويلای شوچې داسې صلح اوامنيت دې ورک شي چې خلک په رڼاورځ خپل کورته په ډاډه زړه نشي تلای ٠ اوداسې ديموکراسي دې هم ورکه شي چې خپل قانون هم پکې رول نه لري ٠
که د ماشې په زور کارکېدای نوهټلربه ټوله نړۍ نيولې وای اوکه دپرولتاريا په ديکتاتورۍ دنړۍ کارګران رابيدارېدای اودمساوات نړيوال انقلاب يې بريالې کوولای شوې نوشوروي اتحاد به ديوغريب ګاونډي له لاسه نه دړې وړې کېده ٠

د تاريخ دڅپېړو هم کله وار، راځي چې په ټس يې دډېر ودسترګواکر، وران شوي اواوس تېروبېرګوري ٠

ملي اوبين المللي تروريزم لانه دې پېژندل شوې ٠ غل هم نارې وهي چې غل دې اومل هم نارې وهي چې غل دې ٠

ستاسو ورور

مشواڼې


ډاکتر وطنمل
09.07.2006

د ښاغلي پتنګ څواب :

مشواڼې صيب سلام !
ديکتاتوري بد رژيم دی خو ديموکراسي له ديکتاتوري ځخه هم چټله شي ، کله چې په يوه اولس کې دديموکراتي کلتور نوي روزل شوی او ريښې و نلري ٠
په يونان کې تر پرونه پورې ديکتاتوري وې که څه هم دديموکراتي ريښې له يونان څخه شروع کيږي٠
مرګ دې وي دکرزي اجنټ په داسې يوحکومت او دهغه په بيکارو او نا لايقو وزيرانو او نورودولتي غړيو ، نالت دې وي په اشغالګرو چې دخپل شوم هدف لپاره يې له پښتنو څخه ننګ او نا موس ټول اخيستي دي .
ژوندي دې وي يو داسې نظام چې دا ټول دلګان په دارکړي٠
مشواڼې صيب ! کرزی داولس مشرۍ لياقت نلري ، هغه بايد دانګليسي ژبې ترجمان وی ٠ که زه ووايم چې طالبان دې ژوندي وي خو ملګري به ډير بد ګمانونه راباندې وکړي٠

د دلګانو په ځړېدو ، پښتني مينه پتنګ


مشواڼې
09.07.2006

قدرمن پتنګ صاحب ، سلام !

چې وايې '' طالبان دې ژوندي وي '' طبعا'' په هغه لوري تمايل ښيې خوداستانظردې اوزما نظربيا دادې چې يوڅوک يوځل ازمويل شوي وي اوڅه مثبته نتيجه يې نه وي ښودلي ، دافغانانوملاتړبه هم ونه لري ٠ طالبان هم لکه دنوروډلو، دافغان اولس دزورېدواودافغانستان دويجاړيدوسبب ګرځېدلي ٠
دوی هم لکه دولتي چارواکي اوخارجي قووتونه خپل هدفونه لري ، پيسې لري ، اسلحه لري اوپه فخرمرګونه کوي ٠ ددوی په غوبل کې بې دفاع اومجبورافغانان خپل ځانونه ، بچي اوښځې له لاسه ورکوي ٠ زه هيله لرم چې دا مسلح ګروپونه چې دولت ، طالبان ، مجاهدين ، قاچاقبران اوائتلافي قواوې دې د کندهاراوهلمند رېګستانونوته ووځي اوهلته دې معلومه کړي ٠ دغه غمځپلي ، بې يارومددګارپښتانه دې نور په کرارپريږدي چې دخپلواولادونواوښځوسره په ارام ژوندتېرکړي ٠ ددوی په غوبل کی هره ورځ لس اوشل بېګناه پښتانه وژل کيږي ، ولې ؟
دوی نشي کولای ترقيامته په هرټوپکوال پسې وځغلي ٠ هغوی ټوپکونه د (مرده باد) لپاره ګرځوي اومونږورته (زنده باد) ووايو؟

ستاسوورور

مشواڼې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more