نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ګنګوسې دي چې کرزی داستعفاپه تکل کې دی !!!؟؟؟
منتظرمسید
08.07.2006
دټول افغان دفورم درنوبرخه والو÷
سلامونه اونیکې هیلې .
پدې وروستیوورځوکې هم دافغانستان دننه اوهم په نړۍ کې په ځنورسنیوکې داسې تبصرې اواټکلونه خپاریږي چې وایی کرزی صیب له خپلې دندې نه داستعفا په تکل کې دی ،داچې دابه رښتیاوي اویاخوبه هم دکرزي صیب دمخالفینوانداو هیله وي اوغواړي به لدې لارې دنوموړي اعتبارپه نړۍ اوټولنه کې نورهم راکښته کړي ،اویاخو به هغه چاته چې دکرزي صیب په ټاکلوکې یی لاس درلود،اونن هم لاپه ستره کچه دافغانستان په برخلیک کې سترلاس لري ،یوه اشاره غوندې وي ،چې ګواکې که کرزی استعفاورکړي ،نوټول کارونه به سم شي .
ستاسودرنه وروڼه هم په خپل وارسره پدې اړوندخپل نظرڅرګندکړئ .
په درنښت .
Re: ګنګوسې دي چې کرزی داستعفاپه تکل کې دی !!!؟؟؟
pattang
09.07.2006
منتظر مسيد صيب سلام !
په تاريخ کې هرهغه څوک چې دخپل قوم او اولس شرمنده تير شوی وي، نه يواځې د خپل اولس له خوا بلکې دخپلوپرديو ملګرو لخوايې هم خپله جزا ليدلې ده٠ دکرزي وخت که پوره هم وي او يونس قانوني يې په ځای هم راشي، داشغالګرو لپاره کومه ګټه نلري ځکه ملت پوهيږي چې په هر دفتر کې جنګي جنايتکار انو غټې چوکۍ ابدي غصب کړې دي ٠
تر څو چې په کابينه کې بااستعداده ، سپين او دکار مسلکي خلک ونه ټاکل شي او جنګي جنايتکاران محاکمه نشي ترهغه پورې به ملت دحکومت سره ، هيڅ ډول يوپلوی ښکاره نکړي ٠
او د اشغا لګرو مخ به نور هم لا تور وي او هره ورځ به مځکه ورته سور اور اوحملې به پرې کيږي .
دکرزي کابينې ته د طاعون مرض په هيله
پتنګ
[quote:61e0dc9fd5="منتظرمسید"]دټول افغان دفورم درنوبرخه والو÷
سلامونه اونیکې هیلې .
پدې وروستیوورځوکې هم دافغانستان دننه اوهم په نړۍ کې په ځنورسنیوکې داسې تبصرې اواټکلونه خپاریږي چې وایی کرزی صیب له خپلې دندې نه داستعفا په تکل کې دی ،داچې دابه رښتیاوي اویاخوبه هم دکرزي صیب دمخالفینوانداو هیله وي اوغواړي به لدې لارې دنوموړي اعتبارپه نړۍ اوټولنه کې نورهم راکښته کړي ،اویاخو به هغه چاته چې دکرزي صیب په ټاکلوکې یی لاس درلود،اونن هم لاپه ستره کچه دافغانستان په برخلیک کې سترلاس لري ،یوه اشاره غوندې وي ،چې ګواکې که کرزی استعفاورکړي ،نوټول کارونه به سم شي .
ستاسودرنه وروڼه هم په خپل وارسره پدې اړوندخپل نظرڅرګندکړئ .
په درنښت .[/quote:61e0dc9fd5]
مشواڼې
09.07.2006
عکس راکاپي نه شوخودکرزي صاحب له جېلکې بل څه جوړشوي ٠ زما په ګمان چې نوربه يې جينکۍ اغوندي٠
مشواڼې
م ن غروال
12.07.2006
ښاغليو مسيد، پتنګ،او مشوانی وروڼو وروسته له سلامو!
تر هغه حده او کچه چې له کرزي او د بهرنيو له اقتصادي وعدو تمه کېده او څومره يې هم چې د ديموکراسۍ غوړو اشعارو په تېره بيا د انساني عدالت او انسان ته د انسان په سترګه ليدلواشعارو د افغانستان څخه جنت جوړ کړی وؤ، هغه اوس ټول يوازې زما په اند لويديځه پروپاګنده وه او بس٠
د کرزي حکومت چې لا تر اوسه څه کړيدي دا هيڅ هم ندي پداسي حال کي چې په ملياردو ډالره مرستې هم شويدي او که بيا نه وي شوي نو ګونګ دي څوک نه پاتې کيږي او ټول خبري رسنيو ته دې وويل شي چې له مونږ سره دومره مرستې شويدي او دومره هم نه٠
د ولسمشر کرزي د مؤقتې ادارې پر وخت ، د هغه جلاالتمأب خبرې زما ښې په ياد دي چې ويل يې :
([color=yellow:627d874477]له ما څخه خلک همدا غواړي چې کرزيه مونږ له توپکسالارانو خلاص کړه نو منږ ته به دې هر څه راکړي وي، نور مونږ له تا هيڅ هم نه غواړو٠[/color:627d874477])
جنګې جانيان او قاتلان دده په وخت کي د لوړو مقامو څښتن شول او اقتصادکه کوم پر مختګ کړی وي هغه به د قاچاقو رشوتونو او NGO برکت وي او يا به د کابل د کورو په کرايه ورکول امريکايانو ته په زرګنو ډالره!
نظامي خپلسري او غير حقوقي جګړه او د افغان وژل د طالب په نوم د اوضاعو خرابول پخپل لاس او نوم د طالب بدول ، پداسي حال کي چې نه طالب نور شته او نه هم ملا عمر او نور، دا ټول ددوئ خپل خلک دي چې اوضاع پدغه اشکالو توده ساتي او افغانستان کي د زياتې مودې د نظامي اډو جوړول به يې هدف وي٠
نو که کرزی صاحب واقعاً د افغان او افغانستان له غمه مړ وي او د بيا رغونې سولې او پرمختګ پلوي کوي نو هر څه زرتر زره دې استعفأ ځکه ورکړي چې سبا به يې له پېغورو بيا نه خلاصيږو چې : ــــــ [color=white:627d874477] از دست پشتون بود [/color:627d874477]او يا : [color=white:627d874477]کرزی خو پشتون بود [/color:627d874477]و ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ــــــ !
هسې خو اوبو يووړو پريږده چې د حکومت لومړی شخص هم د دوئ لخوا وي نور خو هسي د افغانستان د پلورلو او سرکوزتوب زمه وارئ يې په غاړه اخيستي دي٠
د جنګي جانيانو شتون نوره په هيڅ منطق د منلو وړ نده، يَو!
او دوهم دا چې د حکومت لخوا چې لا تراوسه د کابل مرکزې سيمه، ده افغانان او محمد جانخان واټ سړکونه له خاورو او مرداريو پاک نشول، نوره به د آبادی او ترقی څه تمه وشي٠
دريم د کرزي صاحب اداري سيستم چې قاضي او پوليس يې رشوت ته يوه قانوني بڼه ورکړي او داسي په ډګر به يې اخلي لکه کومه ترافيکي او حقوقي جريمه، نو له نورو خو اصلاً ګيله نده پکار ٠ زه خو بيا نه د چا د اسلام نارې منلی شم او نه هم د ديموکراسۍ اشعار!
نورې ډيرې خبرې شته چې کرزی صاحب حتي که خود کشي وکړي نو ريښتيا چې يو وطنپرسته به ؤ٠
په آخر کي غواړم دا هم زياته کړم چې نن سبا هېواد د دا ډول ولسمشری لپاره په زرګنو کانديدان لري لکه جناب پدرام صاحبان ! ورته مبارک دې وي!!!
په درناوې[color=#444444:627d874477][/color:627d874477]
منتظرمسید
13.07.2006
ښاغلیوپتنګ،مشواڼی اوغروال صیب !
نیکې هیلې مې ومنئ .
تاسوچې دکرزي اودهغه کړووړوپه اړوندڅه لیکلي دي ،دمنلووړدي .
کرزي صیب ته خدای پاک یولوی چانس په لاس ورکړی ؤ ترڅودافغانستان په تاریخ نیک نوم وګټي ،که نوموړي له دې موقع نه سمه ګټه پورته کړې وای ،دکړیدلي ،ربړیدلي ولس دردته درمل شوی وای اودهغه پرټپونویی دمهلم دکیښودوهڅه کړې وای ،نونن اوهم به په راتلونکي کې افغانانودملي اتل په توګه درناوی کولی ،خودنوموړي لپاره دبده مرغه چې داسې یی ونکړل اولدې چانس څخه یی هغسې چې بایده ؤ،ګټه پورته نکړه.چې داکیدای شي ځینې لاملونه ولري ،خوهرلامل چې تر ټولوستره ملامتي اوپړه بیاهم زماپه اندچې دکرزي په غاړه ده ،ځکه چې متل دی چې وایی: (میړه چې میړه وي ،لوریی چاړه وي ) نوکه کرزی صیب یوتکړه ،پوه ،ځیرک اووطنپال افغان وای ،حالات به ترډیره بریده ،بل ډول وای ..دی په رښتیاهم چې دهیوادله ستونزواومسائلونه بې خبره دی ،دی دهیوادوالوله درداوغوښتنونه هم بې خبره دی،بلکې زه به ووایم چې نوموړی ان دهیوادوالوپه خبروهم نه پوهیږي .
تاسووګوری ،لکه چې ښاغلي غروال صیب ورته اشاره کړیده [color=yellow:7613616c75]:
(له ما څخه خلک همدا غواړي چې کرزيه مونږ له توپکسالارانو خلاص کړه نو منږ ته به دې هر څه راکړي وي، نور مونږ له تا هيڅ هم نه غواړو٠)[/color:7613616c75]
دنوموړي داخبره زماهم په یادده بلکې زه خوپکرکوم چې دټولوهیوادوالوبه په یاد وي ځکه چې ددې خبرې په ارویدودټولوپه زړونوکې هیلې راپیداشوې وې چې نور به له کړاوه خلاصون ومومي .نوموړي کله چې په لویه جرګه کې داخبره کوله ،نوکیدای شي چې دهیوادوالوبه داهم په یادوي چې سمدلاسه ددې خبروترکولو وروسته کرزي صیب داهم ورزیاته کړې وه چې : ....من ازبرادرعزیزو...خودمحترم مارشال فهیم سپاسګذارم که درراه ...،تاسووګورئ که کرزی صیب دافغانانودخبرو په مانااومفهوم پوهیدلای نوپدې ځای کې به یی دمارشال صیب یادوونه ځکه نه کولای چې هغوکسانوچې له ده نه دټوپکسلارانودورکولواوختمولوهیله کړې وه ،زماپه یاددي ،هغه دهیواددشمال دزلزلې ځپلووګړوڅخه ؤاوله ټوپکسلارنه دهغوی موخه نه خواسامه ؤاونه طالب اوملاعمر،بلکې همدغه مارشال یی موخه وه اودهمدغه مارشال اوده ته ورته دهغه دانډیوالانوورکول اوختمول یی غوښتل .خو کرزی صیب ملامت اوګرم ندی ،بیچاره لاتراوسه دټوپکسلارپه مانانه پوهیږي !!!
دهیوادوالوبه دیته هم پام شوی وي چې محترم جلالتماب کرزی صییب په ډیرو ځایوکې پرته لدې چې پکروکړي اودخبرې مفهوم ته ځیرشي ،ویناوې کوي ،په افغانستان کې دامریکایی اډودجوړولوپه اړوند،نوموړي په یوه خبري ناسته کې ویلي ؤ : دادامثال لري لکه چې یوڅوک دیوه چاڅخه ګراژ په کرایه ونیسي ،نوخپل موټرراولي په ګراژکې یی دروي ،نورنودکورپه غم کې نه وي چې هلته څه کیږي ،ما(کرزی صیب ) امریکایانوته وویل چې داسې نه کیږي ،بایددټول کورغم هم وخوري ...!!!.
دنوموړي دغه خبرې څه مانالري ،ایادامانانلري چې ګواکې ماامریکایانوته ټول هیوادورپه کرایه اوګروکړ؟؟!!.
همدارنګه نوموړي په ډیروځایوکې ورته له سنجشه لیرې خبرې کوي ،چې دیوه ولسمشرسره نه ښيي .نوزماپه اندکرزی صیب به ښه سړی وي یانه وي ،خود ولسمشرۍ لپاره په وړتیاکې یی زه ډاډه نه یم .... نوکه نوموړی استعفاورکړي ،پکر کوم (دازماځاني نظردی ،حتمي یی نه بولم ،)چې دونیابه نه ورانیږي ،بلکې خدای دې وکړي بل وړاوترده زیات هیوادپال اوولسپال کس به راشي چې کیدای شي هغه څه به بیاتکرارنکړي چې دکرزي صیب داستعفالامل به وګرځي ...
په درناوي
[color=#444444:7613616c75][/color:7613616c75]
ghafar
13.07.2006
ګرانو هېواد والو سلامونه او نیکې هیلې!
هر چا چې دا آوازې خپرې کړي او لا خپروي یې، د هېواد شرایطو ته په پام سره منطقي بڼه نلري. خبرې مفتې دي او کاغذ یا د مانیتور پرده دېره حوصله لري !
که جمهور رئیس کرزئ د چا خوښېږي که نه یوه خبره ده، بله خبره دا چې که هغه استعفا وکړي بیا څه به وشي؟ که مو خوښېږي که نه، مونږ یو اساسی قانون لروو، چې حامد کرزئ د هغه په چوکاټ کې د ولسمشر په توګه ټاکل شوئ دئ. اوس که هغه استعفا وکړي، د اساسی قانون د اووه شپېتمې مادې له مخې لومړئ د هغه مرستیال به د جمهور رئیس دنده پرمخ بوځي او بیا ددې اساسي قانون د يوشپېتمې مادې له حكم سره سم نوي انتخابات كېږي،چې لږ تر لږه دا پوښتنې را منځته کوي:
۱ـ د هېواد د امنیتی ستونزو ته په پام سره آیا د نویو انتخاباتو تر سره کول ممکن برېښي ؟
۲ ـ که مو په یاد وي د جمهوري ریاست مخکنۍ ټاکې لګښت له ۱۰۰ ملیونو ډالرو څخه هم زیاد وو، مونږ پوهېږو چې دولت د دومره پیسو توان نلری، نو څوک به دې ته حاضر وي، چې د انتخاباتو لپاره دومره پیسې چمتو کړي؟
۳ ـ او بیا څوک دا تضمینولای شی، چې د کرزي نه یو ښه جمهور رئیس به زمونږ په برخه شي؟
زما په نظر ښه به دا وي ، چې د تباهۍ ښېرا اوغوښتنو پر ځای یو اصلاحي چلند غوره کړوو!!
په درناوي
م ن غروال
13.07.2006
ښاغلی غفار!
هغه هيلې چې تمې کيدې ټولې د ښاغلې کرزي صاحب د سياست له برکته نهيلې شوي او بدنامي به بيا د تېر په شان پښتون ته پاتې وي٠
اوس خو هسې کرزی صاحب يو سمبول دي او کار ټول د بل چا په لاس کي دي٠ دا پرته له ستونزو نور هيڅ کوم مثبته لاس راوړنه له ځانه سره نلري٠
خورا به غوره واي که رباني واي او يا کوم بل هم ورته بې پښتونه کس!
دا ځکه چې د جناب اعليحضرت محمد ظاهر شاه دا د هېواد لوي ملي بابا په دوره کي د پښتنو په سيمو کي لا تر ننه هم انسانانو د څارويو سره لا په يوې کوټې کي هم ژوند کاوه او هم يې له يوه د اوبو ډنډه اوبه څښلې او دا نور تاجک وروڼه ټول په بهرنيو بورسو کي او په بهرنيو چارو کي سمبال او درباري ژبه هم پښتو نه وه او پښتانه دي ( پکتياوال او شينواري) ښوونځي دې نه لولي نو له مکلفيت دورې معاف دي ، تر څو اکثره پښتانه بې سواده وساتي او داسي نور په زرګنو دده د خيانتنو دلايل او قرائين شته ، خو په هر حال، مطلب مې دا ؤ چې د هغه د زمامداری پيغور لا تراوسه هم اورو چې :
[color=red:fe4a60cc49]اوغانا سر ما نيم قرن پاچاهي کردنداو بيادر٠٠٠٠٠[/color:fe4a60cc49]
نو د کرزي صاحب پيغور هم راته پاته کيږي .
نو غفار صاحب نوره د خلکو حوصله سپېږمو ته رسيدلې ده او کاروان ډير کوږ دي پدغه شکل چې لاترواسه په کومه لار کرزی صاحب ولاړ که نور هم ولاړ شي، نو افغانستان يو کامل ګوډاګی حکومت او يو بې خپلواکه هېواد وبولئ٠
په درناوې
نقاد
14.07.2006
...........................[color=red:937fca0b8e]کرزی صاحب با چا دی که يو ولسمشر ؟[/color:937fca0b8e]
دروند غفار صيب ، محترم غروال صيب او ګرانو لوستونکو ته سلام او ښې چارې !
د غفار ورور دﻻيل اړين او ټاکونکي بريښي ،خو داچې پښتنو کرزی صيب دځان له پاره باچا ټاکلی او پر نورو يې د ولسمشر په توګه تپلی (تحميل کړی) دی، پخپله د پښتنو د سياسي شعور او بيدارۍ نيمګړتيا ښيي! دوی د يوه پښتون باچا په وړاندې په هيلو او اطاعت اموخته او د بهرنيانو پر ضد جګړه خوښونکی قوم بريښي . دوی نه ټولنيز فکر لري او نه ټولنيزي غوښتنې او پوښتنې، خو د بل سره يې سيالي په هرڅه کې خوښه ده . افغانان ټول په مجموع کې د بهرني دوښمن پر ضد جګړه خوښوي، که څه هم متحدانه وي، دا اتحاد تر هغه تحمل کوي تر څو چې بهرنيان وشړي او کور نۍ جګړې ته ژر ﻻر خلاصه کړي . ځينې د بهرني اشغالګرو پر ضد پاڅون صرف ددې چانس ګڼي چې پرکورنۍ واکمنۍ کې د عادﻻنه ويش پر ځای وار د مخه تالان راګډ کړي او ملي نفاق او اختناق وکري . مسعوديانو، جمعيتيانو، پرچميانو او ستميانو ، شمالي ټلوالې او ټوپکسالارانو اوداسې نور و خپل دغه خوب او خيال تر ډېره حده پرواقعيت اړولی دی . کرزی اوس هم ددوی په سترګو کې يواغزی دی او د غروا ل صيب خبره د سبا ورځې پيغور چې د پښتون تبار په توګه څنګه اوولې پر دوی حکومت کوي ، دوی خو يوه رايه هم دغه پښتون تبار ته نه وه ورکړې .
پښتنو که څه هم په دموکراتيک زور انتخابات وګټل او پښتون ضد نامقدسه اتلاف ته يې سخته ماتې ورکړه، خو د پښتنو رايې د هيڅډول دموکراتيکو غوښتنو او پوښتنو سره تړلې نه وې اوکرزي صيب هغه د ځان له پاره يوه مفته غوړه او مباح الدمه لقمه وګڼله !
د پښتون هيلې دکرزي په پاچهۍ کې هم تشې هيلې پاتې شوې او ديموکراتيکې غوښتنې ،دموکراتيک هدفونه ، دموکراتيګ غورځنګ او دموکراتيک ګوندونه او سازمانونه خو پښتنوﻻ ترنن ورځې پورې هم ندې رامنځته کړي . همدا يوه لويه تشه ده چې هر پښتون مشرترې لکه يو ټولواکه باچا ناوړه ګټه پورته کولی شي او
او پورته کوي يې ، او پښتون اولس د هيڅ زور ظلم او زياتي په وړاندې هيڅ ډول حمايه نه لري . [color=white:937fca0b8e] آيا دا اولسواکي ده ، که صرف د خپلو واکمنانو غلامي ؟ [/color:937fca0b8e]
م ن غروال
14.07.2006
محترم نقاد ورور وروسته له سلامو!
د ښاغلي ولسمشر کرزي صاحب په هغو ورکړ شؤو وعدو نيوکو لرو کوم چې يې پنځه کاله مخکي خلکو ته ورکړې وې٠ ښا غلی کرزی صاحب که د پښتنو لخوا رايې ګټلي وي او که د نورو قومونولخوا، مونږ ته يعنې شخصاً ماته هيڅ ارزښت نلري، ارزښت دا لري چې اوس دی د ټول افغان ولسمشر او دافغانستان د اسلامي جمهوريت منل شوی رسمي او قانوني رئيس جمهور دي چې د هېواد له هر ډول ناخوالو به په ړومبې ګام کي د وطن تاريخ ولس او د سبا بچيانو ته ځواب وايي٠
خو دا ټوله ملامتي به بالاخره د پښتون په نامه تماميږي٠ لکه چې تاسو به هم خپله دداسو پيښو شاهد واست چې :
او بيادر سر ما نيم قرن حکومت کردين
دا خو به څومره زرين او د وياړ تاريخي ارزښتمنه استعفي وي چې د هېواد د امن او ولس د توپکلرونکو جنګي جانيانو د شر څخه د خلاصون په غرض نور خپله استعفی کابينې ته وړاندي کړي٠ او که نه ، نو پکار دا ده چې هر څه زر تر زره د بهرنيو ځواکو د بمباريو او نظامي عملياتومخه ونيسي او همدا ډول بې سواده جنرالان لکه بشير سالنګي شرافتمندانه په کور کي کښينوي (له محاکمي يې حتی چور پاک تېر يو) او دده په شان نور هغه جناب صاحبان چې لاسونه يې د ملت په وينو سره دي، په مخه ورښه کړي٠
په آخر کي غواړم دا عرض کړم چې نېوکې ددې لپاره نه کؤو چې ګواکي ټول نظام دې رانسکور شي او هر څه دې له سره پيل شي او يا دې هم ملا عمر يا حکمتيار صاحبان د قدرت په کرسيو کښيني بلکه نور د ملت صبر او د هېواد پالو افغانانو د زغم کاسې په بل مخ کيږي او يا خو به هم په بل مخ شوي وي٠
په دغه کچه د خلکو سترګو ته خاورې شيندل او دامنيت خرابول او کثافات په ځان راټولول بالاخره ځانته يو حد و اندازه او رقم و روقم لري، بس په ټوله افغانستان کي نور داسي کس نشته چې لا اقل دومره غږ هم پورته کړي چې تاسو دا وياست څه، او کوئ څه؟
په درناوې
ابوالمتين
24.07.2006
د بحث ملګرو ته سلامونه!
زما په نظر کرزی د سی آی اې په لومه کې ښکار انسان دی او هغه نور د خپل ځان له واکه خلاص دئ. هغه لکه چې د ځان د مقررولو صلاحيت نه درلود، خو د سی آی اې د امر منلو ته مجبور ؤ، همدا راز د خپلې استعفې صلاحيت هم نه لری او نه يې څوک ورته ورکوی. تر هغه به ورڅخه امريکايان کار اخلی، چې کار ترې اخيستلای شی، او کله يې چې نور کار نشوای ترې اخيستلای، بيا به يې خود د لرې کولو اود کوم بل اجنټ د قدرت ته رسولو تدبير نيسی.
د کرزی د اقتدارهره لخظه همدا شان دوام زموږ د ملت پر تاوان دی، خود امريکايانو په لاس د هغه بدلون په بل داسې چا چې همدا شان سياست او د امريکا همدا مطروحه پلانونه پر مخ بوځی، ښايی د امريکايانو له خوا دلنډې مودې او مؤقتې عوامفريبۍ له پاره وکارول شی، خو دافغانانو د حال د رښتينی او اوږدمهال ښه والی له پاره به کمه ګټه ولرلای شی.