د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتو او پښتنو حقه حقوق څنګه تر لاسه کېدی شي؟

Ghairat
07.07.2006

اسّلام عليکم !
هرپښتون وايي پښتو او پښتانه له خپلو حقه حقونو څخه محروم دي . آيا دا خبره سمه او رښتيا ده ؟
که رښتيا وي :
١ ـ هغه حقونه کوم کوم دي چې پښتو او پښتانه ترې بې برخې دي ،
٢ ـ په کومو ﻻرو تلف شوې حقو يې تر ﻻسه کولي شي ؟
هيله ده ټول په ګوته کړئ ، په تيره بيا ددوهمې پوښتنې ځوابونه !


ghafar
10.07.2006

قدرمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې!
ګرانه وروره Ghairat صاحب! زما په نظر باید ستاسو په پوښتنو کې یوه بله هم ور زیاته شی او هغه دا چې پښتو او پښتانه له چا څخه خپل بر حقه حق غواړي، چې د حق ورکولو صلاحیت او توان ولري؟
د هېواد نور قامونه د کلونو راایسې نارې سورې کوی، چې پښتنو پر دغه هېواد حکومت کړئ او زمونږ حق یې تلف کړئ دئ!
په درناوي


pattang
10.07.2006

وروره دا بانې او پلمې دي ، دا څرنګ حکومت وو چې دتاجک په کلتور رنګين تازه اولړلی وو٠ په هر دفتر، وزارت ،اودربارکې پاړسو ژبيوبه کارونه کول او کوي يې ٠
دا دې DNA تجزيه تاجکو له کومه کړه چې دوی وايې چې پښتنو حکومت کړی دی ٠
که دانسان د هويت ټاکل وي نو هغه خو په ژبه او کلتور وي ما خو دافغانستا ن په حکومتي کړيو کې دپښتون کلتور او ژبه نده ليدلي ٠ او اوس هم ټول دلګان دا مرداري خوري خو نوم دپښتون پرې بد دی٠
وروره پښتون دلاندې تاجک پرې سپور وو اواوس هم پرې سپوردی ،نو کله چې پښتون خپله غره وښوروي نو تاجک ورته يا داسې خبرې کوي ، کومې چې تاسو ليکلې دي او يا ورته وايې چې پښتانه فاشيستان دي .
[color=brown:23f2ee99f3]راځۍ چې رول او ترتيب ته تغير ورکړو او خپلې غرې ترې وساتو[/color:23f2ee99f3].
زما خبرې دادب وړ ندي خو يو سابت حقيقت دي او زه په حقيقت پسې ګرزم

دپښنولي په مينه پتګ

[quote:23f2ee99f3="ghafar"]قدرمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې!
ګرانه وروره Ghairat صاحب! زما په نظر باید ستاسو په پوښتنو کې یوه بله هم ور زیاته شی او هغه دا چې پښتو او پښتانه له چا څخه خپل بر حقه حق غواړي، چې د حق ورکولو صلاحیت او توان ولري؟
د هېواد نور قامونه د کلونو راایسې نارې سورې کوی، چې پښتنو پر دغه هېواد حکومت کړئ او زمونږ حق یې تلف کړئ دئ!
په درناوي[/quote:23f2ee99f3]


مشواڼې
11.07.2006

پتنګ صاحب سلام !
ته وايې چې :
((زما خبرې دادب وړ ندي خو يو سابت حقيقت دي او زه په حقيقت پسې ګرزم))

پوهېږم چې ځينې پښتانه په بل رنګ نپوهيږي غېر له دې نوځکه يې درسره تائيدووم خو که لانده اووچ دی يوځای نه وای سولي نودنسبت دا تورې (ځينې ) به هم درڅخه نه هېرېده ٠
په هرصورت ډېرپښتانه شاعران هم چې کله له ځينوپښتنو ناهيلې شوې دي ،ر د-بد يې ورته ويلي خومونږ هغه رد-بد نه ګڼوبلکه دهغوی ويښ او دپښتنو، ويده احساس يې ګڼو٠

اودغسې ويښ احساس بياارواښادګل پاچا الفت داسې بيانوي :

پتنګ نه دې په ډيوه چې ستي نه شي = * = بلبل نه دې چې په ګل فريادي نه شي
زړه يې مه بوله تورکاڼې دصحرادې = * = په ليدودزخمي زړه چې زخمي نه شي

ستاسوورور

مشواڼې


ghafar
12.07.2006

نه ګرانه کوشان صاحب! ما پوښتي وو:
پښتانه له چا څخه خپل بر حقه حق غواړي، چې [color=green:112b71b404] د حق ورکولو صلاحیت او توان ولري؟[/color:112b71b404]
په درناوي



ع کريم حليمي
12.07.2006

درنو او محترمو وړنو ته سلامونه !
[quote:0fea690eec]پښتانه له چا څخه خپل بر حقه حق غواړي، چې د حق ورکولو صلاحیت او توان ولري؟ [/quote:0fea690eec]
حق به اول مسلم کيږي او ورسته نو بيا حق غوږتونکۍ ته حق ورکول کيږي 
او ئې اخلي 
حقوق په دغه بحث کي پر دوه ډوله دي 
يو فردي حقوق دي او بل اجتماعي حقوق 
فردي حقوق په محکمه کښي تر لاسه کيږي 
او اجتماعي حقوق د ملک په شورا کښي بايد ثابت سي او بيا نو قانون سي 
د ملک و شورا ته دانده ثابته سوې چه پښتانه اکثريت دي 
نو هر نامسلمه حق چه اول مسلم سي و شورا ته 
نو بيا به محکمې ته موږ پښتانه عرض وکړو او د محکمې څرگنده، روڼه ، فيصله چه صاديره سي ٠ 

 که د پښتنو د ملي ، قومي ، محلي مشرانو سياسي تدبير زده وو 
نو د محکمي فيصله نامه به عملي سي 
او که ملي مشران په سياست نه پوهېدل ٠ 
نو پرېږدۍ څه چه غربيا کوي نو ډېر ښه ئې کوي 


م ن غروال
12.07.2006

محترمو دوستانو سلامونه په عرض رسوم٠
محترم حليمي صاحب د ستونزو ډيره ديموکراته لار په ګوته کړې ده چې خلک او حکومت به پرته له کومو ستونزو ملي او حقوقي مسئلې حل کړي٠ خــــــــــــــــــــــــو:
لکه څرنګه چې ټوله نړۍ کي په همدې مفهوم يو متل شته چې که غوا توره ده شودې يې سپيني دي امـــــــــــــــــــــــــــــــــــا :
له بده مرغه په افغانستان کي دا متل سرچپه دي ( د بخښنې په غوښتو)، شودې که تورې دي غوا خويې سپينه ده٠
نو ځکه په آخر کي حليمي صاحب زياتوي چې :
[quote:bf84fc64c0]او که ملي مشران په سياست نه پوهېدل [/quote:bf84fc64c0] نو : [quote:bf84fc64c0]پرېږدۍ څه چه غربيا کوي نو ډېر ښه ئې کوي[/quote:bf84fc64c0] او واقعاً هم چې همداسې ده٠
پښتانه که پخپل لاس خپل حقوق د انبلُکو په بيه خرڅ نکړي نو غوښتلو ته به يې هيڅ اړتيا هم پيدا نشي٠
په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more