نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
نړيوالې مرستې اوکورنۍ اندېښنې
مشواڼې
03.07.2006
ګرانولوستونکواوڅېړونکو!
دBBC له پښتوويبپاڼې څخه په مننه ، ما دالاندې مطلب دلته را ( مونه ) کړاوغواړم ديوڅه زياتوونوسره يې ورڼووم :
هلته په خبرکې ليکل شوي دي چې د امريکا د متحدو اېالاتو د نړيوالې پرمختيا ادارې USID له افغانستان سره د نورو يو نيم مليارد امريکايي ډالرو د مرستې اعلان کړى دى .
په پام کې ده چې د دغو مرستو ډيره برخه له منځنۍ اسيا نه افغانستان ته د بريښنا په ليږدولو ولگيږي . وېپاڼه وړاندې ليکي چې د افغانستان لپاره د USID مشر ايلان زوفولگم په کابل کې خبريالانو ته دا هم ويلي چې دوى په تيرو څلورو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې ، ښوونې او روزنې ،روغتيا او کروندگرو ته د کوکنارو په بدل کې د ماتبادل کښت او روزگار په برابرولو درې نيم مليارده ډالر لگولي دي .
دمرستو په هکله پخواهم دغې وېپاڼې لکلي ؤ چې دنړيوالومرستوڅخه ٨ ميليارده ډالره چې له دغه درکه ٦ ميليارده ډالره دملل متحد ادارو، اودوه مليارده دکابل چارواکو دبيا رغوونې په چارولګوولي دي ٠ ددغولګښتونوپرسرکورنۍ اوبهرنۍ اندېښنې اونيوکې هم په رسنيوکې په ډاګه شوي ٠
په افغانستان کې دمرستوپه نوم پخواني شوروي اتحاد هم دلسوکلونوپه موده کې په ميلياردونوډالره لګولي ؤچې دويجاړتيا، قتلونو اوجګړوڅخه بل کوم څرګند کارنه ليدل کېده چې دمرستونتيجه ګڼل شوې وای ٠ لکه څنګه موچې وليدل دروس اوسنيوچارواکودافغانستان په کنډوالواوهديروسترګې پټې کړې اودديارلسوميلياردوډالرو چې همدوی يې اصلي صارفين ؤ، د پورادعا وکړه ٠ همدغسې په ميلياردونه ډالره اوس هم مصرفيږي ٠ ويل کيږي چې دافغانستان دبيا رغوونې په کارونو تردوه زره زياتې مؤسيسې مشغولې وې اوبې له شکه دغوټولوته بوديجه ورکړل شوېده ٠ نوکه سړې يې په ولايتونوووېشي ، په هرولايت کې بايد ٥٥ مؤسيسوکاراوفعليت کړېوي ٠ همدغه رازدغو اين ، جي ، او-ګانوهرې يوې بايد په تېروڅلوروکلونوکې حداقل ٤ پروژې بشپړې کړيوي چې په دې حساب بايد په هرولايت کې اوس ٢٢٠ پروژې تکميلې وي اوفعالې وي ٠ خودخبرونواونيووکوڅخه ښکاري چې دغسې کارونه دکابل د فايف سټارهوټلونو اودشېرپور دکورونو غوندې له ورايه نه برېښي ٠
دايوخوښوونکې خبردې چې دنړيوالومرستوپه سرکې دامريکا متحد وايالاتودمرستوپيمانه دنورو مرستندويو هيوادونو په پرتله درنه ده ٠ په دې اړه د افغانستان لپاره د متحدو ايالاتو د نړيوالې پرمختيا د ادارې مشر په کابل کې خبريالانو ته ويلي چې ادارې يې په تيرو څلورو کلونو کې د دغه هيواد په بيا رغوونه او پرمختيا درې نيم مليارده ډالره لگولي دي . دوی وايي چې له دوهمې نړيوالې جگړې راهيسې ، افغانستان په اروپا پسې دوهم ځاى دى چې دوى يې په بيا رغوونه ډيرې پيسې لگولي دي .
رښتيا چې دغه رقم يولوړرقم دې خوپه څنګ کې يې داهم ويل کيږي چې دغه پيسې پر هغو پروژو لگيدلي چې د امريکا د نړيوالې پرمختيا ادارې پخپله خوښه غوره کړي او د افغان حکومت رايه پکې کمه ښودل شوې . وېبپاڼه ورپسې ليکي چې پر دغو پروژو يوه نيوکه داهم ده چې د د فتري سامان الاتو او لوکسو موټرو په گډون يې څنگزن لگښتونه ډير دي يعنې دا چې وړې پروژې ښايي په ډيره درنه بيه پريوتي وي . خو ښاغلى زوفولگم دغه نيوکې نه مني او وايي دوى چې څه کړي سم يې کړي دي . ددې ادعا لپاره ښاغلې زوفولګم وايي :
(( زه هر څوک چې غوښتي يي وي ننگوم چې راشي او زموږ کارونه له نژدې وڅاري .))
دابه ډېره ګرانه وي چې رښتياهم څوک په امريکايي کارونوکتنوته زړه ښه کړي خواسانه لارداده چې افغاني څارونکي دهغوپروژواولګښتونوپه هکله مرستندويوته وړانديزوکړي چې دافغانستان په راتلونکي کې هم رول ولوبوي اوافغانان دبل هېواد رحم وکرم ته اړنه شي ٠ دپروژوپه تمويل کې افغاني کارکوونکوته اوليت ورکړل شي ، دوی داينده لپاره وروزل شي اوپه دې توګه دبيا مهاجرتونومخه ونيول شي ٠ نوپه ځای ددې چې افغانان دګاونډيو څخه برېښنا راونيسي ، بايد په داخل کې برېښنايي ډېمونو اوبندونو ته متوجه شي ٠ دابه افغانانوته د کارضمينه مساعده کړي ، داوبوذخيرې به جوړې شي اودګاونډيو له فشاره به خلاص وي ٠ دايو ه ښه موقع ده چې خپل وسايل ترلاسه کړای شي اوکه افغانان خپلواوږدوګټوته ونه ګوري اوموقع له لاسه ورکړي نوافغانستان به داړتيا اولزوم په صورت کې داتوان ونه لري چې خپلې برېښنايي پروژې جوړې کړي ٠
که څه هم ددغې پروژې په پلي کيدو سره به سم له واره د دې هيواد په سلو کې څلويښت وگړي د بريښنا له اسانتياوو گټه واخلي خو ددې کارسره اوږده وېره هم شته چې برېښنا پلورونکي ددې نه په افغانستان دسياسي اهدافولپاره هم کارواخلي ٠
مشواڼې
ghafar
04.07.2006
ګران ورور مشواڼې او نورو هېواد والو ته سلامونه !
کور مو ودان ګرانه وروره ډېره په زړه پورې موضوع دې بحث ته ايښې ده. د BBC ويپ پاڼې په استناد ستاسو ليکنه بېلابيل اړخونه لری، هيله ده چې نور هېوادوال که په ځينو برخو کې تخصص او يا معلومات ولری هم په دغه بحث کې ګډون وکړي![quote:7e865988c5]دمرستو په هکله پخواهم دغې وېپاڼې لکلي ؤ چې دنړيوالومرستوڅخه ٨ ميليارده ډالره چې له دغه درکه ٦ ميليارده ډالره دملل متحد ادارو، اودوه مليارده دکابل چارواکو دبيا رغوونې په چارولګوولي دي ٠ ددغولګښتونوپرسرکورنۍ اوبهرنۍ اندېښنې اونيوکې هم په رسنيوکې په ډاګه شوي ٠[/quote:7e865988c5]
دا يو روښانه حقيت دئ چې د سالمې او مؤثرې ا دارې د نشتوالي په دليل ددغو مرستو زياته برخه د ENG ګانو له لارې مصرف شوي او اوس هم مصرفېږي. دوی په حقيقت کې د افغانستان په حکومت کې په يوه بل حکومت بدل شوي دي. د دغه نا سنجشه عمل يوه ناوړه اغېزه دا ده، چې د دولتی ادارو کار پوهانو دوی ته مخ اړولئ دئ، ځکه دوی هغو ته د دولتی معاش په پرتله زيات معاشونه ورکوی او دولت د دومره معاشونو د ورکولو توان نلري! يوه نتيجه يې دا ده، چې دولتی ادارې او مؤسسې له متخصصو او کار پوهانو څخه تشې کېږي او په ټولييزه توګه مونږ نشو کولای چې ژر تر ژره پر خپلو پښو ودرېږو او د هېواد چارې پخپله سر ته ورسوو.
نور بيا
په درنښت
مشواڼې
04.07.2006
قدرمن ښاغلې غفارصاحب !
سلام وعليکم
زه به ډېرخوښ شم چې ستاسوسره دارنګه خبرې اترې وکړم اوتريوحده يې وارزوو٠
ددريمې نړۍ يابه ووايو، له پرمختګه وروسته پاتې شوي هېوادونه ترډېره حده د پرمختللي صنعتي هيوادونوپه مرستوچليږي٠ ا فغانستا ن په دې منځ کې هغه هېواددې چې اومور يې ،که غلط شوې نه يم ، تر ٩٥ % پورې دبهرپه مالي اونظامي مرستوپورې منحصردې ٠ ديوې الماني مجلي مطابق چې ٢١ کاله پخوامې لوستې وه ،افغانستان په شاهي دوره کې ٤٥ % فيصده د پخواني شوروي اتحاد په مالي اونظامي مرستوپورې تړلې ؤ اودغه انحصاردداؤدخان په جمهوريت کې تر ٧٥ % پورې لوړشوې ؤ ٠ خودډاکټرنجيب الله تروخته ١٠٠ فيصدوته رسېدلې ؤ٠ کورنې اقتصاد منجمدشوې ؤاوکورنۍ توليدي قوه په نظامي قوې اووښتې وه ٠ بل خوادهېوادنيږدې نيم نفوس په ايران ، پاکستان اودنړۍ په نوروهيوادونو کې مهاجر شوي ؤ چې په ملي اقتصادکې يې رول نه درلود ٠ دايران اوپاکستان افغاني کډوال هم تريوې اندازې په و سلوال ځواک بدل شوي ؤ ٠ په هيواد کې پاتې اوپه ايران اوپاکستان کې مېشته افغان کډوالو، په کوپونواوراشنونوتردوه لسيزو زيات ژوند تېرکړ٠ دغه مرستې دژوندي پاتې کېدو لپاره وې ٠ اوس دژوند شرايطوفرق کړې او نورې تقاضاوې اوغوښتنې دي ٠ هلته مېلمه پال دولتونوته مرستې سپارل کېدې مګراوس افغان چارواکي شکايت کوي چې مرستې ددوی په لاس نه کيږي بلکه ملل متحد او مؤسيساتوسره مستقيمې کيږي ٠ له يوې خوا بهرنيان وايي چې افغان دولت بايد پياوړې شي مګرله بله پلوه داسې حالت تشويقوي چې افغان دولت اتارټي ته تاوان رسوي ٠ په داسې حالت کې په افغانستان کې درې عملي ارګانونه ترکتنې لاندې نيول کيږي ٠ افغان دولت ، NGOs او بهرنۍ قواوې ٠ نوپه دې کې فيصلې نه ښکاري ٠ همدغه رازدولت که دبين المللي مرستودنظم اوکنترول اداره هم ولري ، اختيارنه لري چې دمرستوڅارنه وکړي ٠ دا مستقيمې مرستې ددې هم سبب شوې چې افغاني پيسې دډالرپه مقابله کې هويت له لاسه ورکړي اوپه ملي مارکيټونوکې ډالرته زيات اعتبا رورکوول شي ٠ په کابل کې ديوکور کرايه اوس په ډالرو حسابيږي اوکله دامريکا له سويې هم لوړه شي٠ داخوبهرنيان دي چې ډالر چليږي ٠ فرض کړۍ که بهرنيان ووځي ،کورني مارکيټونه به بېرته افغانۍ وپېژني ؟
ستاسوورور
مشواڼې
ghafar
06.07.2006
عزتمن مشواڼې صاحب سلامونه اونيکې هيلې!
زما په نظر د بيا رغونې هغه نړيوالې مرستې چې د دولتونو او نورو سترو مؤسسو لکه نړيوال بانک او نورو له خوا کېږي بايد چې په تدريجي توګه د افغانستان د حکومت له ليارې تر سره شي. خو هېواد والو ته به څرګنده وي، چې دبيا رغونې يوه ستره برخه بهرنيو خيريه مؤسسو پورې اړه لري، چې د هغو NGO ګانو له خوا تر سره کېږي، چې د بېلابېلو دليلونو له امله ستونزمن به وي، چې د هغوی کارونه په بشپړه توګه د افغانستان د ادارو له خوا تر سره او کنترول شي. دا پوښتنې هم مطرح شوي او غوښتنې شوي، که دغه NGO ګانې خپلې مرستې د افغانستان د حکومت له ليارې نکوي، نو بايد چې و دې تړلې شي. خو څوک چې دا ډول غوښتنې کوي بايد په دې هم پوه شي، که د دغو NGO ګانو فعاليت بند شي، دغه مؤسسې به خپلې مرستې هم بندې کړي ! د خپاره شوي خبرونو له مخې همدا اوس څه د پاسه ١٥٠٠٠ زره هېوادوال په هغو پروژو کې په کار بوخت دي، چې د دغو مؤسسو له خوا تمويلېږي. په داسې حال چې مونږ د بپا رغونې لپاره لا نورو مرستو ته اړتيا لروو، د دغو NGO ګانو د فعايتونو د بندول زمونږ هېواد په ګټه نه ګڼم.
تاسو پخپلې ليکنې که د افغانی پيسې د اعتبار په هکله اندښنه ښودلې او پوښتي دي:
[color=blue:83b86ce895] فرض کړۍ که بهرنيان ووځي ،کورني مارکيټونه به بېرته افغانۍ وپېژني ؟
[/color:83b86ce895].
زما په نظر د افغانی پيسې د مجاهدينو د حکومت په وخت ډېره زيانمنه شوه او خپل اعتبار له لاسه ورکړئ و، چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې په بل ډول خو هماغسې دوام درلود. په هغه وخت کې په راکړې ورکړې کې پاکستاني کلدارې رواج موندلئ و.
خو زما په نظر د ( افغانی) پيسو د ريفورم وروسته دننه په هېواد کې د افغانی پيسې اعتبار دومره کم هم ندئ څنګه چې اندېښنه کېږي. دا سمه ده چې په هيواد کې د بهرنيو شته والئ نه يواځې د افغانی پيسې باندې ناوړه اغيزه لری، خو که مونږ د بهرنيو له کړۍ او د هغو د ناستې ولاړې سيمې څخه ووځو و به وينو، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ( افغانی) خپل اعتبار بيا تر لاسه کړئ او د خلکو د ورځنی ژوند ضرورتونو راکړه ورکړه په افغانی کېږي.
تاسو ليکلی:
[color=blue:83b86ce895]خواسانه لارداده چې افغاني څارونکي دهغوپروژواولګښتونوپه هکله مرستندويوته وړانديزوکړي چې دافغانستان په راتلونکي کې هم رول ولوبوي اوافغانان دبل هېواد رحم وکرم ته اړنه شي ٠ دپروژوپه تمويل کې افغاني کارکوونکوته اوليت ورکړل شي ، دوی داينده لپاره وروزل شي اوپه دې توګه دبيا مهاجرتونومخه ونيول شي ٠ نوپه ځای ددې چې افغانان دګاونډيو څخه برېښنا راونيسي ، بايد په داخل کې برېښنايي ډېمونو اوبندونو ته متوجه شي ٠ دابه افغانانوته د کارضمينه مساعده کړي ، داوبوذخيرې به جوړې شي اودګاونډيو له فشاره به خلاص وي ٠ دايو ه ښه موقع ده چې خپل وسايل ترلاسه کړای شي اوکه افغانان خپلواوږدوګټوته ونه ګوري اوموقع له لاسه ورکړي نوافغانستان به داړتيا اولزوم په صورت کې داتوان ونه لري چې خپلې برېښنايي پروژې جوړې کړي ٠ [/color:83b86ce895]
په دې هکله به په راتلونکی کې خپل نظر څرګند کړم !
په درناوي
مشواڼې
06.07.2006
ښاغلې غفارصاحب ، ستړې مه شې !
د افغانستان خلک د NGOګانو په هکله مختلف نظرونه اوکتنې لري ٠ ددغوکتونکوپه وينا ، ځينې NGO ګانې ښه کارکوي ، هرڅه يې چې جوړکړي ، ښکاري ٠ ځينې بيا ړتوپتو کارونه کوي چې نتيجې يې پايښت نه لري اوځينې په کاغذونو کې ښکاري خوپخپله نه ښکاري ٠ دکاغذونوپه سر NGO ګانو حتا دطالبانو په وخت کې شوي کارونه هم په خپل لست کې نيولي ، پيسې يې پرې اخيستي اوخپل فعاليتونه يې يواځې د يوعکس په مخ ځلولي ٠ خلک دخپل نظرله بله کونجه دولتي اوغېردولتي مؤسيسي هم څاري او وايي چې ددولت ځينې رسمي چارواکي په رسمي وخت کې غيررسمي چارې هم سمبالوي اودرسمي عايدترڅنګ غېررسمي عايدات هم لري ٠ نوکه سړې ورته لږپه غورفکر وکړي نو ددې خبروامکانات هم ډېردې چې ووايو چې افغانستان ٩٠ % دټولې نړۍ چرس اواپيم (اوپيم ) توليدوي اودچا چورت پرې نه خټه کيږي ، نوپه کاغذ پرانيواوشوکوبه څوک څه فکر وکړي ؟ په مملکت ناپرسان کې د شهرهای ناپرسان کمې هم نه وي ٠ خبره دپيسوپه پيداکوولوکې ده ٠ ددونيا له دې سره اوهغه سره خلک چې پکې دهرڅه دوکانداري کوي ، دازمونږ منورين يې ولې ونه کړي ٠ يوڅوورځې مخکې يوچا راته د کابل خبره کووله ، ويل يې چې اوس په کابل کې ځينې شب ګرد دخلکو ټټۍ غلا کوي ٠ نوخلک دشپې خپلې ټټۍ هم څاري ٠ ما داخبره نه منله خوچې قسم يې وخوړ چې رښتيا وايي نوباورمې پرې راغې ٠ نوکلتورخو داسې شيانوته هم وايي ٠ خدای دې خېر کړې چې نوربه څه کيږي ٠
ستاسوورور
مشواڼې
نقاد
07.07.2006
سلامونه او نيکې هيلې !
د خيريه موسسو مرستې تل او هر چيرې د هغوی په خپل ﻻس او کنترول مصرفيږي ، که کارکونکي يې بهرنيان وي او که داخلي انجيوګانې ــ د هغوی خپل مسوليت دی. که دولت ته يې ورکړي پر دولت دوی نه کنترول کولی شي او نه ترې ګذارش غوښتلی شي چې پيسې يې څنګه او پر کومه پروژه ولګولې .
خو نورې رسمي مرستې چې له بهرڅخه کيږي د مرستو لويه برخه جوړوي ، چې بايد نه بهرنيو اونه کورنيومسلکي انجيوو ګانوته ورکړل شي، بلکې د افغان ولس په استازيتوب حکومت ته ورکړل شي او حکومت يې د خپلې منل شوې تګ ﻻرې سره سم د څوکلن پلان په چوکاټ کې پربيړنيو او اوږودمهاله پروژو ولګوي او ګزارش يې ملي شورا ته ورکړي . حکومت او شورادواړه بايد داسې قوانين او طرزالعملونه رامنځته کړي چې دهر ډول اداري فساد ، اختلاص او ﻻسوهنو مخه ټپه او په کلکه سره ونيسي !.ددې له پاره د افغانستان حقوقي او عدلي سيستم يا قانونيت ( اداري او مجازاتي قوانين آن د خصوصې موسسو له پاره هم ) بايد بشپړ شي ، کوم چې د هر ډول پرمختګ ،بيا ودانولو او امن او امنيت مهم شرط او بنسټ دی ! دا کار تراوسه يا نه دی شوی او تر کومه چې چيرې شوی هم دی سخت نيمګړې دی . دقانون حاکميت او د هغې لومړۍ نتيجه يعنې د جنګ سالارانو مخنيو او ورکاوی تر اوسه پورې منځته نه دی راغلي اود ټولني او دولت په ډيرو لږو برخو کې پلی کيږي.
همداعلت دی چې ولسمشر سازشونو او مصلحتونو ته اړوځي او دعام قانونيت پر ځای له خاص مصلحت څخه کار اخلي .نو د کرزي صيب د حکومت دروانې بيړۍ ماشين يا اينجن اوس هم قانون نه، بلکې مصلحتونه دي او د مصلحتونو له امله له ډاډه ، ځواکمن او پياوړي حرکت پر ځای د غټو وړو بحرانونو او طوفانونو په منځ کې ﻻر پرې کوي .اود کاواکۍ سره مخ ده .
زماپراند زمونږ په پارلمان کې د يوشمير پوهو کسانو تر څنګ داسې وکيلان هم ناست دی چې د هيچا زامن نه دي او هيڅډول مسوليت نه پيژني ، که نه اړينه خو دا وه چې د منخمهاله حکومت په وخت کې چې هم کومې بهرنۍ مرستې شوي، د هغې رڼښت يا شفافيت ملت ته وښيي او له اړوندو مسولو کسانو ، انجيوګانو ،رسمي موسسو څخه د ابې او زرې حساب واخلي، نوهله په د راتلونکې له پاره هم چا د سرغړونې شونتيا نوره نه ليده .
البته د کورنيو انديښنو څخه چې په پورتنۍ موضوع کې هم سخت منفي رول لري د امنيت مسله ده، چې ښايي وروسته به پرې خبري وشي . والسلام !
ghafar
10.07.2006
قدرمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې !
یو څرګند حقیقت دئ، چې انرژی د یوه هېواد په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوی. دا هم څرګنده ده چې د کابل ښار او ښاو خوا سیمې د انرژی د کموالي له کبله لویو ستونزو سره مخامخ دی. په تر ټولو ښو حالاتو کې چې دانرژی ټولې منابع لکه د نغلو، سروبی، ماهیپر او د کابل د حرارتی دستګاوې فعالې وې، د کابل د ښار اړتیا چې وګړي یې د ۷ لکو په ښاو خوا کې اټکل کیده کفایت یې نه کاوه.
په اوس وخت کې له یوې خوا د برښنا د تولید دستګاوې پوره فعالې نه دي چې په دې توګه ظرفیت یې ډېر کم دئ او له بلې خوا د اټکل له مخې د کابل د وګړو شمېرد څلورو ملیونو کسانو څخه اووښتئ دئ. دا واقعیت د نورو دلیلونو تر څنګ د خلکو د نا رضایتي سبب ګرځیدلئ دئ ، چې دولت مجبور دئ د دې ستونزې د حل لپاره ضروری اقدامات وکړي.
زما په نظر په اوس وخت کې د ستونزې یواځینئ نسبی ( ژر!) د حل لاره د ګاونډیو هېوانو څخه د برښنا د اخیستلو لاره ده. ځکه د دومره زیاتې د اړتیا وړ انرژی تولیدول آسانه کار ندئ او زیات وخت ته اړتیا لری. او لکه چې لیدل کېږی د برشنا د کموالي ( نشتوالي) له کبله نا رضائیتی مخ په زیاتیدو ده او خلک د زیات انتظار حوصله نلری. د برښنا د سترو تولیدی پروژو لپاره باید هر اړخیزې څېړنې تر سره شی، تر څو د هغو په نتیجه کې داسې یو مقدماتی پلان Feasibility Studyجوړ شی، چې دهغه له مخې تمویل کوونکي مؤسسې او یا هېوادونه وکولای شی د پروژې د تمویل په هکله پرېکړه وکړي. په هغو ځایونو کې چې د انرژي سر چینې لکه طبیعی ګاز او نور سون مواد موجود وي،کیدای شی د سیمه ایزو اړتیاو لپاره دبرښنا نسبی کوچنۍ تولیدی فابریکې د دوه تر دریو کلونو په وخت کې جوړې شي. لکه چې د جوزجان په ولایت کې همدا اوس یوه فابریکه جوړېږي. خو سترې فابریکې لا زیات وخت ته اړتیا لری.
مشواڼې ورور لیکي:
[quote:301a07ca86] نوپه ځای ددې چې افغانان دګاونډيو څخه برېښنا راونيسي ، بايد په داخل کې برېښنايي ډېمونو اوبندونو ته متوجه شي ٠ دابه افغانانوته د کارضمينه مساعده کړي ، داوبوذخيرې به جوړې شي اودګاونډيو له فشاره به خلاص وي ٠[/quote:301a07ca86]
زما په نظر په افغانستان کې اوبه د انرژی منبع په توګه یواځې د برښنا د تولید لپاره غیر اقتصادی دي، کله چې د اوبو بندونه د برښنا د تولید تر څنګ د وچو پرتو ځمکو خړوبولو او نورو اړتیاو لپاره پلان شي، کیدای شی ګټورې نتیجې تر لاسه شی. خو د سترو بندونو جوړول بیا د خپلې ستونزې لری. لومړئ باید هغه سیندونه وموندل شی، چې د کال په دولسو میاشتو کې په کافی اندازه اوبه ولري او بیا وڅېړل شی، چې د سیند د بهیدو به بهیر کې د زیاتو اوبو د زېرمې امکانات موجود وي او د شاو خوا میشت خلک زیانمن نکړي. او که دا ټول شرایط برابر هم وي، د یوه ستر بند جوړول، چې دزیاتې برېښنا تولید امکان ولري د( ۶- ۱۰ ) کلونو پورې وخت ته اړتیا لری. خو څرنګه چې د مخه وویل شول د خلکو بېړني اړتیاوې او په دې توګه پراخې نا رضائیتي دولت ته دومره وخت نه ورکوي. دولت کولای شي زمونږ خپلو طبیعی منابعو په پام سره سترې اوږدمهالې پروژې تر کار لاندې ونیسي.
د دغو ستونزو منطقی نتیجه دا ده، چې په اوس وخت کې باید د اړتیا وړ بریښنا د ګاونډیو هیوادونو څخه واخیستله شي.البته زمونږ موجوده اړتیا ګاونډیو هیوادونو ته دا امکان برابروی، چې خپله اضافی بریښنا وپلوري او دغه عاید پخپلې کلنۍ بودجې کې پلان کړي، چې په دې توګه په اوږد مهال کې هغوی هم دغه عاید ته اړتیا لری. د دغو متقابله اړتیاو بېلګه همدا اوس د نفتو د تولیدونکو او مصرف کوونکو هېوادونو تر منځ تر سترګو کېږي.
والسلام
مشواڼې
11.07.2006
ښاغلې غفارصاحب ، سلامونه !
ستاسوداخبره چې واياست :
((البته زمونږ موجوده اړتیا ګاونډیو هیوادونو ته دا امکان برابروی، چې خپله اضافی بریښنا وپلوري او دغه عاید پخپلې کلنۍ بودجې کې پلان کړي، چې په دې توګه په اوږد مهال کې هغوی هم دغه عاید ته اړتیا لری. )) ،
دبحث وړده ځکه غواړم ويې څېړم ٠
دمثال په توګه که هرافغان په اوسط ډوول په مياشت کې لس ډالره دبرق مصرف ولري ، او لس ميليونه افغانان له بريښنا څخه استفاده وکړي ، په يوه مياشت کې به مجموعي مصارف سل ميليونه ډالره شي ، اوچې دکال قېمت يې وسنجوو، نويوميلياراودوه سوه ميليونه ډالره به شي چې له افغانستان څخه ووځي اودملي اقتصادسره مرسته نه کوي ٠ که دغه رقم په پنځه کلن پلان کې ترکتنې لاندې ونيسونوافغانان به مجبوروي چې شپږ مليارده ډالره دافغان اقتصادڅخه کمې کړي ځکه چې دغه رقم په ملي مارکيټونوکې نه چورلي بلکه دګاونډيو هېوادونومارکيټونوته ورغورځي ٠
په دغه رقم دهيواد په دننه کې د برېښنا د توليد شپږ ډيمونه د کوکچې ، فرخار، خان اباد ، پل خمري ، کنړاوهيلمند په سيندونو اعمارېدای شي اوګټه يې داده چې ددوه ميليونوبې روزګارو افغانانولپاره به دکارضمينه برابره شي ، دبرېښنا عايدات به د ملي اقتصاد په وده کې رول لوبوي اوپيسې به په هيواد کې پاتې کيږي ٠ له دې سره به داوبوذخېرې هم ډېرې شي ٠ که دفغانستان طبيعي زېرموته وګورو، نود ډبرو سکاره اوطبيعي ګېس (غاز) هم دانرژي مهمې منابع دي چې که سمه استفاده تری وشي ، دملي اړتياو په رفع کوولوکې ترډېره حده مرسته کولای شي ٠
مننه
مشواڼې
نقاد
11.07.2006
محترم مشواڼي صيب آيا په پورتني مثال کې مو مطلب هر افغان دی ، که هره افغاني کورنۍ چې په اوسط ډول ٥ غړي ولري، د مياشتې ١٠ ډالره چې في نفر د مياشتې ٢ ، د کال ٢٤ او د يو ٥ کسيز کور په کال کې ١٢٠ ډالره کيږي ، نه زيات . دا هم زيات دي، نو هر کور به د مياشتې څنګه ٥٠ ډالره يواځې دبرق لګښت ورکړی شي. که يواځې د بهرنيانو او ورته پانګولو له پاره په دې بيه برق اردوي، نو هغه بيا بيله بره ده او د عامي اړتيا سره به تړاو و نه لري . په مينه او سلامونو!
مشواڼې
11.07.2006
ښاغلې نقاد صاحب سلامونه !
زما مثال يوفرضي مثال ؤ اودقيق ارقام نه دي ٠ ماهرافغان په اوسط ډول ترکتنې لاندې ونيوه ٠ په ډاډ سره ويلای شوچې هرافغان به په مياشت کې لس ډالره دبرېښنا د بيل توان هم ونه لري خوداسې دولتي ادارې لکه اوردو، پوليس اونورې به په مياشت کې په زرګونو ډالرمصرفوي اوزوربه يې په عاموخلکو وليږي ٠ په دې خبره خوبه اتفاق راسره کوۍ چې په افغانستان کې دولتي ادارې دومره په پوست پاکې نه دي چې له عدل اوانصاف به په اطمنان کارواخلي ٠ هغه مملکت چې برېښنا پلوري ، هغوی خو خپل حساب پوره غواړي ٠ راغلودافغانانو استعمال ته ، په دې کې به د عامو خلکوچارج د دولتي چارواکو په لاس کې وي ٠ نوکه ددولت يوه اداره لکه ښاروالي چې دواټونو، دولتي ودانيو، مؤسيساتو اوسړکونو دروښانه ساتلودبرېښنا مصارف يې لوړوي ، شايد په مياشت کې د دوه زرو عام وګړو معادل برق مصرف کړي ٠ نوددې لپاره تراوسه دقيقه سروې نشته ، يواځې دمثال په توګه د يوې احتمالي ستونځې درا منځ ته کېدو فکر کوولای شو٠ اوهمدا وجهه وه چې مااوسط - سړي سرشمېرنه کړې چې دولتي اوغېردولتي مصارف پرې وېشل کيږي ٠ مهمه نه ده چې د مثال لپاره ټول ٢٨ ميليونه نفوس يادکړوچې ټول به د برېښنا څخه مستفيد شي ، اوشايد امکان هم ونه لري خوکه دکابل ښارهم په مثال کې راوړو نوويل کيږي چې همدا - اوس څلور ميليونه نفوس لري ٠ نوکه برېښنايي مصارف په اوسط ډوول پنځه ډالره سړي سر هم په مياشت کې وشمېرل شي ، نو د خدای بلاپيسې ترې جوړيږي چې بايد له افغانستانه ووځي ٠
اوبله فکرمندي داهم ده چې د نغلو، درونټه ، کجکي ، کودوبرق مزاراونورداسې به څه اينده ولري ؟
مننه
مشواڼې
مشواڼې
11.07.2006
ګرانولوستونکوسلامونه !
که څوک مونږ ته ووايي چې همدا- اوس په کابل کې ديويونټ برېښنا بيه څومره ده اوديوپنځه کسيز ې کورنۍ دمياشتې د برق مصرف به څومره وي ، همدغه رازبه يې د هرات سره په قيمت کې توپيروي که نه ، خوښ به شو٠
مننه
مشواڼې
ghafar
13.07.2006
قدرمنو دوستانو سلامونه او نېکې هیلې !
زما په نظر دا ډول فرضیې لکه: ( په دغه رقم دهيواد په دننه کې د برېښنا د توليد شپږ ډيمونه د کوکچې ، فرخار، خان اباد ، پل خمري ، کنړاوهيلمند په سيندونو اعمارېدای شي اوګټه يې داده چې ددوه ميليونوبې روزګارو افغانانولپاره به دکارضمينه برابره شي )، د لوستونکو سم قضاوت لپاره ستونزې رامنځته کوي.
د مشواڼې ورور څرګندونو څخه داسې ښکاری، لکه چې زما لیکنې څخه سوء تفاهم شوئ وي. دوی لیکی:
[quote:aab8e20555]بله فکرمندي داهم ده چې د نغلو، درونټه ، کجکي ، کودوبرق مزاراونورداسې به څه اينده ولري ؟ [/quote:aab8e20555]
مقصد دا ندئ، چې د برېښنا موجودې سر چینې د ګاونډیو هېوادونو څخه د برېښنا د واردولو له لیارې تعویض شي. مقصد دا دئ، چې د موجودې برېښنا کموالي ستونزه تر یوه حده نسبی ژرکمه شي. که همدا اوس دغه ټولې یاد شوې برېښنا فابریکې په پوره ظرفیت فعالې وي، چې ندي، د هېواد په سلو کې ۶ د برېښنا اړتیاوې هم نه پوره کوي.
بې ګټې به نه وي، چې په دې اړه د حکومت د ۲۰۰۵ م کال د کلني رپوټ څخه یو څه نقل کړم:
[color=blue:aab8e20555]د اوبو او انرژی وزارت په راتلونکو لسو کلونو کې ۶۶ پروژې د څلور اعشاریه څلور ملیاردو ډالرو په لګښت پلان کړي دي، چې تر اوسه د ۶۹۵ ملیونه ډالرو مالی منبع موجوده ده. د دغو پروژو په پلی کولو سره به د هېواد د برېښنا د تولید ظرفیت د اوس ( ۶٪) څخه (۵۰٪) ته لوړېږي. [/color:aab8e20555]
په درناوي
م ن غروال
14.07.2006
ښاغلې غفار ورور سلامونه ومنئ!
د برېښنا په هکله له معلوماتو خوښ شوم چې که داسي، لکه څنګه چې تاسو ويلي دي، وي نو زما په اند به يو لوي پرمختګ وي٠ خو د هلمند ولايت کجکي بند څخه ما يو د برېښنا انجنير پېژانده چې ويل به يې : که د کجکي ټول توربينونه په خپله نهائي درجې خپل کار يا د برېښنا توليد مخ ته بوځي نو ټول افغانستان ته به بسنه وکړي٠
که تاسو ته پدې هکله معلومات وي، يعنې که مونږه له کجکي او نغلو بشپړ برېښنا لاس ته راوړه، سره لدې به بيا هم آيا هېواد ته بسنه ونکړي؟
له تاسو څخه په مننې !
په درناوې
ghafar
15.07.2006
ګران ورور غروال او نورو دوستانو ته سلامونه او نېکې هیلې!
[quote:121a057799]که مونږه له کجکي او نغلو بشپړ برېښنا لاس ته راوړه، سره لدې به بيا هم آيا هېواد ته بسنه ونکړي؟ [/quote:121a057799]
په تأسف چې ځواب " نه " دئ !
د اوبو او انرژی وزارت د اټکل له مخې د ټول هېواد د برېښنا اړتیا څلوېښت زره
(۴۰۰۰۰) مېګاواټو ته رسېږي، خو په اوس وخت کې د هېواد د برېښنا فابریکو تولید یواځې څلور سوه او څلور پنځوس( ۴۵۴) مګاواټو ته رسېږي !
ګرانه وروره غروال صاحب! د کجکی بند درېواړه توربینونه د پنځوسو( ۵۰) مېګاواټو د تولید ظرفیت لری او دنغلو د دستګاو اعظمی تولید سل (۱۰۰) مېګاواته دئ. د سروبی فابریکه ( ۲۲ ) او د ماهیپر فابریکه ( ۶۰ ) او د کابل حرارتی فابریکه (۴۵) مګاواټه ظرفیت لری.
څرنګه چې لیدل کېږی او مخکې مې هم دا عرض کړئ و، چې د کابل ښار چې د څلور نیم میلیونو په ښاو خوا کې وګړي لري، په برېښنا سمبالول آسانه کار ندئ او اوږد زمان ته اړتیا لری . د اوبو او انرژی وزارت د اټکل له مخې څلور نیم ملیونو وګړو ته په پام سره دغه ښار د ( ۵۰۰ـ۶۰۰) مګاواټو برېښنا ته اړتیا لری، حال دا چې په اوس وخت کې په ډېر ښه حالت کې د ۱۵۰ مېګاواټوپه ښاوخوا کې برېښنا موجوده ده.
په درناوي
مشواڼې
16.07.2006
ګرانودوستانوسلامونه دې درورسيږي !
دافغانستان دانرژيکي ستونځويوه بله لړۍ د بوټواولرګيوسوزوول دي چې نيږدې ټول اولس ترې کاراخلي ٠ دغه سبب دې چې دافغانستان زياتره غرونه لغړدي ٠ بوټي اوونې د چاپيريال اوماحول په ساتنه اودساه اخيستونکوموجوداتوپه ژوند کی مهم رول لري ٠ هيڅ ساه اخيستونکې موجود نشي کوولای بې له اکسيجن څخه ژوند وکړي ٠ ونې اوبوټي نه يواځې د چاپيريال اکيسجن مهيا کوي بلکه د چاپيريال په ښائيست چې دانساني روح د تازه ساتلولپاره ضروردې اودرواني امراضو مخه نيسي ، بلکه داقليم په کنټرول اوفعاليت باندی هم تاثيرلري ٠ افغانستان دسيندونوپه اوبودژونداوکرجوګه دې اواوبه د باران اوواورې څخه لاسته راځي چې ونې اوبوټي پکی مثبت رول لوبوي ٠
ونې اوبوټي دژوندي موجوداتولپاره د اوسېدو شرايط برابروي ٠ دامهم طبيعي شيان دي چې متاسفانه په افغانستان کی ورته عامه توجه نه کيږي ٠ افغانستان طبيعي ګېس لري خود نجيب تروخته په کورني استعمال کی نه ؤ ګډ شوې ٠ نوکه د طبيعي ګېس ( غاز) استعمال په کورني لګښتونوکی ځای ونيسي ، ونې اوبوټي به وژغورل شي اودبرېښناکورني مصارف به يواځې په رڼا پورې تړلي پاتی شي ٠
ستاسوورور
مشواڼې
مشواڼې
20.07.2006
كالاهاي امدادي به افغانستان در بازار هاي پاكستان
ګرانوهيوادوالو!
دا لاندې خبرمی له بله ځايه دې ځای ته راښکه چی وګورۍ له مرستوڅنګه استفاده کيږي ٠ زما ليکنې هم له داسې خبرونه سرهسکوي ٠ راځۍ لومړې دا خبر ولولۍ ، ورپسې زما په پوښتنو غوور وکړۍ !
------------------------------------------------------------------
20.07.2006 افغان پیپر
كالاهاي امدادي كشورهاي خارجي به مردم افغانستان در بازاري در شهر پيشاور پاكستان فروخته ميشود و در اين بازار مهمات جنگي نيز از كالاهاييست، که عرضه ميشود.
شبكۀ خبري بي.بي.سي روز سه شنبه با بيان اين مطلب، افزود: در يكي از اين بازارها در ده كيلومتري غرب پيشاور، انبارهاي زيادي از بسته هاي مواد خوراكي، صندوقهاي خالي مهمات و گلولههاي اسلحۀ سبك، پوشاك و لوازم جنگي، روغن مايع، قوطيهاي كنسرو، غذاهاي آماده، دوربين جنگي، دوربينهاي اسلحه، صندوقهاي ابزار فني، پتو، كيسه خواب و همچنين دهها قلم مواد خوراكۀ سازمان برنامه غذايي جهان W.F.Pهست كه آماده فروش است.
در همين زمينه تعدادي از فروشندگان ميگويند كه اين كالاها از سوي نظاميان قواي ائتلاف ضد تروريسم و عساکر آمريكايي در جريان داد و ستد به مردم به فروش رسيده و به صورت غيرقانوني وارد پيشاور ميشود.
اما شماري ديگر ميگويند كه لاریهای حامل مواد امدادي و اجناس مورد نياز عساکر خارجي مقيم در افغانستان، در مسير راه از كراچي تا تورخم، به صورت غيرقانوني مورد دستبرد واقع ميشود و محتويات آن به بازار عرضه ميشود.
بي.بي.سي در ادامه افزود: در همين حال يكي از رانندگان كه خود شاهد بيرون آوردن اين كالاها بوده ميگويد: بيشتر كانتينرهاي مملو از كالاها در منطقه "لندي كوتل" كه فاصله زيادي با مزر تورخم ندارد، باز شده و پس از بيرون آوردن اجناس اصلي و جاسازي مواد ديگر كه به منظور حفظ وزن قبلي بار، بدون دست خوردن مهر و لاك در كانتينرها به سوي افغانستان فرستاده ميشود.
وي ميافزايد: پس از آنكه مقادير هنگفت سكههاي تازه ضرب زده شدۀ دولت افغانستان در راه مفقود شد، كار تخليۀ كانتينرها در آن سوي سرحد در داخل خاك افغانستان صورت ميگيرد.
اين در حاليست كه ماموران و مسؤولان گمركي در پاكستان و افغانستان هرگونه تخليۀ غيرقانوني و دست بردن در كانتينرها و لاری ها را رد ميكنند و از سويي ديگر در نزديكي پايگاه نظامي بگرام در كابل نيز كالاهاي مختلف به مردم فروخته ميشود.
--------------------------------------------------------------------
پوښتنې :
١- دا کارچا کړې ؟
٢- کله يې کړې ؟
٣- دشپې يې کړې که دورځې ؟
( شپه اوورځ ځکه يادووم چی که دشپې شوې وي نوکېدای شي افغاني پوليس ، افغاني عسکر ، بېشمېره بهرني عسکر، ترافيکي عسکر ،چارواکي ، دګمرک مامورين ، جاسوسان ، ددولتي خدماتوکارکوونکي به ويده ؤ نو)
٤- داسې سامانونه کومی NGO وېشل ؟ دغې NGO ته چاورکړي ؤ؟
٥- ددولت اومرستندويوادارودمانيتورينګ څانګې څه وايي ؟
٦- ايا دپاکستان دزلزله ځپلوخوارانوخيراتي کالي خوبه پکی نه وي ګډ شوي ؟
٧- بنډلونه يې ولی نه ؤ خلاص شوي ؟
٩- دادخيراتونوغله به هم کله وپيژندل شي ؟ ايا دوی به هم کله کومی محکمې ته راښکل شي ؟
يادوونه :
چی ماته څوک په غوسه نشۍ !
زمايې پری څه ، هسی په ذهن کی پوښتنی راګرځېدې ، تری ومی څنډلې ٠
اوپه مرستندويوښه کيږي ځکه چی NGO خوهمدوی کواليفايډ کوي ٠ دايې د HR يوه نمونه ٠ په افغانستان کی څه نه کيږي چی دخيراتي مالونوغلادې لا پاتې وي ؟
سل په لالي پوری ، دايوه يې دبنګړو!
مشواڼې