د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ددیردنوابانومړی!!!

منتظرمسید
02.07.2006

دسلام اونیکوهیلوپه وړاندې کولوسره.
وایي چې پخواکله چې په سوات اودیرکې دنوابانوواک اوحکومت ؤنوکوم وخت به چې په څوک مړشویابه هم دنامالوموکسانولخواووژل شو،نودنواب چوپړکونکي به راپورته شول اومړی به یی په کټ کې واخیست اویوه کورمخې ته به یي کیښوده ،بیابه یي دکورڅښتن ته وروټکوه چې هلکه داسړی دې ولې وژلی دی .دکورڅښتن به سوګندونه خوړل چې ده ندی وژلی ،نودنواب صیب چوپړکونکو به ورته وویل چې ځه ښه ده خودنواب لپاره نوڅه واچوه.هغه سړی به مجبورؤچې دځان دخلاصون لپاره یوڅه ورکړي .وروسته به دنواب چوپړکونکومړی راپورته کړ اودبل کورمخې ته به کیښود،لنډه داچې مړی به یي په ټوکلي وګرځوه اودنواب لپاره به یي خرڅه پرې راټوله کړه بیابه یی یاپه کومه کنده کې واچوه اویاخوبه یي هم په یوه ګوښه کې ښخ کړ.
ماته دادالقاعده اوتروریزم لوبه چې دنړۍ دنوابانویاني امریکااودهغې دانډیوالانولخواپيل شویده،هم دنوابانودمړي لوبه ښکاري .امریکااودهغې انډیوالان ددې لارې غواړي چې نړۍ کې خپل مخالفین وځپي .اوهغه څوک چې ددوی دغوښتنواوګټوسره سم ګام نه پورته کوي ،نودنواب مړی به یی مخې ته ږدي اوورته به وايي چې دادې ولې وژلې دی .اسامه دې خدای ژوندی لري ،القاعده خو شته ،بس دادعوابه پرې کوي چې القاعده ته دې ځای ورکړی دی ،اواسامه به تر هغو ژوندی وي ترڅوچې دنړۍ نواب خپلې ګټې پکې ویني اوکارونه اخیستی شي ،خوکله یي هم چې په ټول کلي وګرځاوه ،نوهغه وخت به یی لاخوپه کومه کنده کې واچوي اویاخوبه یی هم چیرته ښخ کړي .
په درناوي.
نوربیا...


مشواڼې
02.07.2006

ښاغلې منتظرمسید صېب سلامونه !

تاسوته به ښه معلومه وي چې ددیرنوابي يوه مطلق العنانه پاچاهي وه اودديراوسوات سيمې دنواب دزامنوترمنځ وېشلې شوې وې ٠ دنواب دزامنوپه منځ کې شهاب الدين خان يوعياش ، ظالم اوقابض نوابزاده ؤ چې دجندول سيمه يې په واک کی وه ٠ هغه دمونډې په مقام يوه ستره کلا چې ډېر برجونه يې درلودل ، دغريبواوناچاروپه ماته ملا اباده کړېوه چې تهداب يې دومره پېړؤ چې يوه لارۍ پرې تللای شوه ٠ په دې کلاکی بې وسې نوکرانوپه کلونو کارکړې اواجازه به يې نه درلوده چې کورته ولاړشي اوخپله کورنۍ وويني ٠ نوکرانوته به دغه ظالم ډوډۍ هم نه ورکووله اوکورنۍ به يې مجبوره وې چې دمياشتې لپاره ورته وچه ډوډۍ راوړي ٠ دکلاپه منځ کی يوپوخ قصر ابادشوې ؤچې ١٥٠ خونې يې درلودې ٠ دقصرپه منځ کې داوبو يوحوض ؤ چې نوابزاده به پکې دسيمې دپېغلوسره لمبل ٠ دې عياش نوابزاده امرکړې ؤ چې که څوک پېغله لوريا خورودوي ، مجبوردي چې لومړۍ شپه دخان کره تېره کړي ٠ همدغه سړيتوب ؤ اوهمدغه رواج ٠ دهغه په مقابل کې دبغاوت اودمبارزې هيڅوک نه ؤ ٠ ددغه تاريخي مجرم دومره راج ؤ چې کله به يې بازولوزاوه نودکلي خلکو به ورسره په ځمکه منډې وهلې اويوکلي به په بل کلي سپاره اوځان به يې له مسؤليته خلاصاوه ٠ ددې خلکونسل اونسب هم نه ؤ معلوم ، ځينې خلک وايي چې مغول ؤ ځينې وايي تاجک ؤ اوځينې وايي عرب ٠ که سړې دکنړ سيدانوته نظر وکړي ، په هغوی کې هم داسې سيدان ؤ چې خلک به يې د سپيو سره په جنګ اچوول اوچې چابه سپې مات کړاويابه يې زخمي کړنوهغه سړې به يې په تومانچه ( تفګچه) وويشت ٠ همدغه رازدسړک لاروي به يې راوګرزول ، دومره ډوډۍ به يې پرې وخوړه چې خېټه به يې وپړسېده ٠ بيابه يې په ونه پورې وتاړه اوپه ربړي لينده به يې خېټه ورته ويشتله ٠ نولاروي به چغې وهلې اودوی به ترې خوند اخيسته ٠ همداسې مسلمانان بيا دپښتنو پيران اوروحاني مشران هم ؤ اولادي هم ٠ له ترکستان اوکوکوم ځای څخه به راغلل ، دپښتنوپه منځ کی به دېره شول ، دهغوی ښکلې نجونې به يې هم ځان ته وکړې اوپښتانه به يې له خپل کلتوراوفکرڅخه واړول ٠ وګورۍ ، نن هم ځينې پښتانه پيرانوته په سجدو کيږي ٠ پخپله به دفقراوبدبختۍ په لمبو سوزي ، په دوه کاله کی به يې يوځل غوښه نه وي خوړلي خو دچوفوکوف ، دم اوتعويض لپا ره به يې چرګ ، هګۍ ، دغواو غوړي اوپسه ياووزه له څټه نيولي وي اودپېړڅټي په ور يې ورننباسي ٠ که دې ورته وويل چې وه جاهله ، ومشرکه ودځان دوښمنه ، داهرڅه ولې له خدايه نه غواړې نوبيا دې له کوروکلي کډه بارده اوکافريې ٠
دپيرې ، روښان هډوکي به دهغه ځوی له ځانه سره ګرځوول ځکه چې اخوند دروېزه دومره تبليغ پښتنوته کړې ؤ چې دښاغلي ارواښاد ، دپښتنوروحاني مشر پيرې روښان هډوکي هم ترې په کرارپاتې نه شول اود-دله زاکوپښتنوپه ناولو لاسوسيند ته وغورزول شول ٠

ستاسوورور

مشواڼې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more