اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
اخلاق د اسلام په هېنداره کي
أبوخليل
02.07.2006
اعمل بعلمي وإن قصّرت في عملي ينفعك علمي ولا يضررك تقصيري
كه څه هم زه په خپل علم باندي په عمل کولوكي كمزورۍ يم خو په هغو معلوماتو چي ما وړاندي كړي دي عمل ْوكړه ځما معلومات به ګټه درته ْورسوي او ځما كوتاهي او نیمګړتیا تاته څه نقصان نه رسوي.
ټولنه يا اجتماع د افرادو يوې مجموعې ته وائي يعني ټولنه له افرادو ځخه جوړه او مركبه ده او هر فرد او يا وګړۍ د ټولني په جوړښت كي ځانګړی رول لوبوي كه د يوې ټولني افراد نيكان، صالحين ، متدين، مخلص، بااحساسه ، بااخلاقه او پرهيزګاره انسانان وي هغه ټولنه هم هوسا نيكمرغه ، خوشاله، درنه او وزن داره ټولنه وي او دالله تعالى د رحمت په سيوري كي وي او كه بالعكس د يوې ټولني افراد بد اخلاقه، بي مسئوليته ، بي ايمانه، خداناترسه، منافق مزاجه،او بيدينه كسان وي نو هرو مرو به هغه ټولنه بدمرغه، سپكه او بي وزنه وي او دالله تعالى له رحمت ځخه به محرومه وي . زمونږ مقدس دين اسلام د انساني ټولني د دائمي دنيوي او اخروي سعادت او نيكمرغي د فلاح او كاميابي يو الهي پيغام او زيری دي اسلام د انساني ټولني او افرادو داجتماعي اوانفرادي ژوند د سمبالولو لپاره هغه معياري منل شوي اصول لري چي ورته مثال ئي په نورو نظرياتو افكارو او اديانو كي نه ليدل كيږي هم دا وجه ده چي هر چيرته په دنيا كي چي كوم غير مسلم ليكوالان داخلاقو او يا انساني روش په هكله څه ليكي د هغوي د څېړنو سرچينه اسلامي موارد وي دا بيله خبره ده چي مونږ له دې خپل دين ځخه په كومه اندازه فاصله لرو او څومره ځيني مستفيد يو اوس چي مونږ دې دين ته منسوب افراد يعني مسلمانان په كومو رنځونو او اجتماعي بدمرغيو اخته يو دا ددې مذهب نقص نه دي دا زموږ بد مرغي ده د مثال په توګه كه رنځور د ډاكټر پيشنهاد شوي درمل د هغه له هداياتو سره سم نه خوري دا د دوا او يادرمل او يا معالج كمزوري نه ده دا درنځور عيب دي چي هغه له دوا ځخه د خپلي معالجې لپاره كار نه اّخلي دوا كه هرڅومره بيش بها او ديوې معتمدشرکت یا کمپنۍ وي خو تر څو چي ئي رنځور ْونه خوري ددې دوا كه هر څومره تعريف ْوشي رنځور ته ئي فائده نه رسيږي او ډاكټر كه هر څومره لوي متخصص ، تجربه کار او مشهور معالج وي او بين المللي شهادتنامې ْولري خو چي رنځور ئي هداياتو ته غوږ نه نيسي او په هداياتو ئي عمل نه كوي د ډاكټر په شهرت او شهادتنامو ئي رنځ نه كمېږي او نه ختمېدای شي په همدې شكل زمونږ د انفرادي او اجتماعي اخلاقي ناروغيو او هرقسم روحاني رنځونو علاج او درملنه د قراّنكريم او سنت نبوي او د صحابه کرامو د سېرت په درملتون كي شته كه مونږ په ريښتوني معنا ْوغواړوچي له دي رنځونو ځخه جوړ شو او يا زمونږ د رنځونو تشخيص ْوشي بايد همدغه نسخي په خپل عملي ژوند كي پياده كړو او كوم پرهيز چي مونږ ته راښیي هغه په پام كي ْونيسو او ځان ځيني ْوساتو په هغه صورت كي به زمونږ رنځونه ختم او پريشاني به مو وركي شي اود خفګان ځاي به خوشالي او د وحشت ځاي به مينه او محبت ْونيسي او هغه نيكمرغي او پيوستون چي په اوسني وخت کي زمونږ عنقا ده بيرته به زمونږ ځالو ته راْوګرزي.
په همدي شكل دهغه چا هم جدي مراقبت ْوكړو څوك چي زمونږ تر څپیړه لاندي دي او يا مونږ د هغوي مسئوليت په غاړه لرواو د قيامت په ورځ به الله تعالى له مونږ ځخه د هغوي د كړووړو پوښتنه كوي اود هغوي بنيادي اصلاح په دې منظور پيل كړو چي راتلونكی نسل روغ او صالح نسل شي چي هم په دنيا كي زمونږ سرلوړي وي او هم په اخروي دائمي ژوندكي زمونږ لپاره خير باقي شي ان شاءالله تعالى.
كوم اخلاقي رنځونه چي مونږ ئي د ذكر كولوپه تكل كي يو او اراده موكړي ده چي ویي څېړو هغه په احاديثو كي هم د رنځونو په نامه يادي شوي دي الله تعالى هم دا بيماري بللي دي فرمائي:
( في قلوبهم مرض )
د هغوی یعني منافقینو په زړونو کي رنځ دی .
په حديث شريف كي راغلي دي
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم سيصيب أمتي داء الأمم قالوا وما داء الأمم؟ قال الأشر والبطر والتكاثر والتنافس في الدنيا والتباعد والتحاسد حتى يكون البغي ثم الهرج (المستدرك على الصحيحين)
نژدې ده چي ْوبه رسېږي زما امت ته د تيرو امتونو رنځ صحابه ْوو پوښتنه ْوكړه چي د تيرو قومونو رنځ څه ْوو؟ (ص) ْوفرمايل: حرص او تكبر او ددنيا ډېرول او د هغې په لاس ته راوړلو كي يو له بل سره سيالي كول او د تجاوز او تېري تر حده پوري يو له بل ځخه لېري كيدل او حسد كول چي انجام به ئي لويه فتنه وي.
الله تعالى ته د خپلي بيوسي لاس پورته كوو چي هغه مونږ ته زمونږ د زړونو او نيتونو او اعمالو د اصلاح توفيق راكړي.–
[color=red:a269708b95][size=18:a269708b95]د نيت اخلاص او د زړه صفائي[/size:a269708b95][/color:a269708b95]
حكيمان او يا يوناني طبيبان چي كله د یوه رنځور درملنه پيل كوي نو تر علاج مخکي ْورته جلاب ْوركوي تر څو چي هغه فاسد اخلاط او عناصر ئي له جسمه ْووزي کوم چي رنځ ته وده ورکوي او يا ددرملني مخنیوی کوي ترڅو د رنځور بدن د علاج منلو ته تيارشي اوبيا وروسته دوا ْوركوي چي ژراثر ْوكړي په همدې شكل زمونږ لپاره هم اسلام دهرنيك عمل له كولو او د هربدكار له پريښودلو ځخه مخكي د نيت د ا خلاص او دزړه د صفائي جلاب وړاندي كوي.
د هر نيك عمل لپاره د نيت اخلاص او دزړه صفائي ضروري ده د اخلاص معنا داده چي ستا دا نيك عمل صرف د الله تعالى درضا او خوشاله كولولپاره دي په نيت كي به د هم دا وي چي په دې كار الله تعالی زه مكلف كړي يم او هغه له ما ځخه په دې كار خوشاله كېږي ځكه ئي كوم زړه به هم له دنيوي لالچه ، طمعي او له ريا ځخه پاك ساتې په هغه صورت كي به ستا عمل د قبليدلو وړوي او د الله تعالى رحمت او توفيق به د شامل حال وي عمل كه نيك هم وي خو چي د الله تعالی رضا د په كي مقصد نه وه مردود او غير مقبول دي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي:
عن عمربن الخطاب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم انما الأعمال بالنيات وانما لكل امرئ مانوى ـ الحديث (البخاري)
د اعمالو د قبليدلو دارومدار په نيتونو پوري موقوف او تړلي دي او هر څوك به دخپل عمل هغه ثمره اّخلي چي په نيت كي ئي وي.
په دې اساس علماْو په كتابونو كي دا په صراحت ْوئيلي دي چي عمل كه هرڅومره نيك وي خو چي نيت په كي خالص لله نه وي هغه عمل مردود دي او د نيت ځای زړه دي او په هغه الله تعالى علم لري بناء تر هر څه له مخه دزړه روغول په كاردي ابوهريره رضي الله تعالى عنه د دې حديث راوي دي وائي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي:
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان الله لاينظر الى صوركم واموالكم ولكن ينظر الى قلوبكم واعمالكم. (مسلم وغيره)
په ريښتيا سره چي الله تعالى ستاسي شكلونو او مالونو ته نه ګوري بلكه د تاسي زړوونواوعملونو ته ګوري.
په دې حديث شريف كي اول زړه ذكر شوی دی او بيا وروسته عمل ذكر شوی دی په دې اساس تر نيك عمل د مخه دزړه صفا كول ضروري ده داسي نه چي پښتانه وائي: تاوان د كيږه د مرده ګانو ارواح د مه پرې خوشاله كيږه .داسي نه چي نيك عمل د هم كړي وي او الله تعالى هم درته پبه غصه وي (هم بوره هم بدنام ) په بل حديث شريف كي رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي:
عن نعمان بن بشير قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ألاو إن في الجسد مُضْغةً إذا صلحت صلح الجسد كله وإذا فسدت فسد الجسد كله ألا وهي القلب . (البخاري)
خبر ْووسی چي په بدن كي يوه ټوټه غوښه ده كه هغه روغه شي ټول بدن ْورسره روغيږي او كه هغه فاسده شي نو ټول بدن ْورسره فاسد كېږي.خبر ْووسئ چي هغه زړه دی.
عن أبي هريرة قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم ان أول الناس يقضى يوم القيامة عليه رجل استشهد فاتي به فعرفه نعمه فعرفهاقال فماعملت فيها قال قاتلت فيك حتى استشهدت قال كذبت ولكنك قاتلت لان يقال جريء فقدقيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى القي في النارـ الحديث (مسلم)
ابوهريره رضي الله تعالى عنه روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: په ريښتیا سره ړومبی سړی چي د قيامت په ورځ به د فيصلې لپاره راْوستل شي هغه څوك به وي چي هغه به په دنيا كي شهيد شوي وي الله تعالى به خپل نعمتونه ْور په يادكړي هغه ته به ور په ياد شي الله تعالى به پوښتنه ځيني ْوكړي چي تا په دي نعمتونو كي كوم ښه كار ْوړلو هغه به په ځواب كي ْورته ْووائي: چي زه ستا په لار كي تر هغه وخته جنګېدلم ترڅو چي شهيد شوم الله تعالى به ْورته ْووائي چي دروغ د ْووئيل ته خو په دي نيت جنګېدلې چي خلګ ْووائي چي فلاني ډېر زړه ور دي هغه خلګو درته ْووئيل حكم به ْوشي او پړمخي به ْوڅكول ( کش کړل ) شي او په دوزخ كي به واچول شي.(الله تعالى د مونږ ته پناه راكړي)
د هر نيك كار لپاره زمونږ عزم او پخه اراده بايد ماتي نه خوړونكي وي داسي ټینګه وي چي كه د الله تعالى او دهغه د رسول صلى الله عليه وسلم د اوامرو د تعميل په صورت كي زمونږ مادي ګټي او مفادات هر څومره په خطره كي لويږي اوكه هرڅومره زمونږ نفساني غوښتني زمونږ د ارادې په وړاندي خنډونه او موانع ايجادكړي خو هغه زمونږ اراده او تصميم متزلزل نكړای شي هماغه وخت به مونږ ْوكولای شوچي د خپل رياضت او زيار مثبت نتائج لاس ته راوړواو زمونږ كوششونه به مثمر واقع شي.
لكه څرنګه چي مونږ د خپل يوه دنيوي كاروبار لپاره وخت او ځائ انتخابوو ددي بدلونونو د راْوستلو لپاره هم مونږ هريوه ته دخپلوحالاتو او چاپيريال مطابق سنجيده پلان ګذاري په كار دي په همدي شكل د اخلاقي رنځونو د تداوي لپاره مونږ بايد دومره جدي او مخلص يو لكه څرنګه چي مونږ د خپل جسماني صحت او دخپل كور د جسماني رنځورانو په تداوي او معالجه كي ساعي يو په هغه صورت كي به ضرور زمونږ هلي ځلي ګټوري وي او الله تعالى به ئي نه ضائع كوي