نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د كرزي صيب د ادارې ناروغي ساري ده
larghonay1
27.06.2006
[color=red:974cdfcfe6]د كرزي صيب د ادارې ناروغي ساري ده [/color:974cdfcfe6]
له خواشينۍ سره چې د طالب واكمنۍ له ړنګيدو وروسته هغسې ونه شول لكه څنګه چې د خلكو هيله وه.
خلك په دې تمه وو چې كمونستان، جهادي ګوندونه، طالبان، ټول وازمايل شول . كيدى شي تر طالبانو وروسته اداره يوه ملي اداره وي خو له بده مرغه هغه د چا خبره تاريخ بيا تكرار شو او د كرزي په بڼه د استاد رباني اداره بيا قدرت ته ورسيده.
د كرزي له راتګه دمخه د افغانستان ټولې ادارې د رباني په پلويانو ډكې كړى شوې وې چې د كرزي دغه څلور كلنه دوره يې په ليرې كولو او اصلاح كولو ونه توانيده.
د دې سره يو بې خونده سياست پلى شو چې هغه د سيمه ايزه، قومي او مذهبي مصلحتونو له مخې د چارو او څوكيو وېشلو سياست و.
خو دلته بيا تر ټولو بې خونده خبره دا وه چې پښتانه يوازې نمايشي وزيران وو نوره ټوله كابينه او د وزارت پرسونل يې د دوى په واك كې نه وو.
د دې ډېرې بېلګې دي خو يو دوه به يې درته ووايم.
كله چې د كورنيو چارو وزير تاج محمد وردك و نو نور ټول پرسونل يې دشمالي ټلواله وه چې تاج محمد يوازې د دوى د وياند دنده تر سره كوله.
كومه ورځ يې د كوم شمالي ټلوالې د قوماندان خبره نه وه منلې نو په همغه وزارت كې يې داسې وهلى و چې لاس يې پرې مات كړى و.
د ښوونې وزير پروفيسر رسول امين و چې د مسعود د عكس په نه ځړولو ورته بسم الله بسمل يو خروار ګواښونه كړي وو.
همدا راز د كرزي د كابينې تر ټولو بې خونده وزير رهين هم د مسعود د عكس په نه ځړولو رټل شوى و.
يانې ټول وزارتونه درباني او مزاري د ډلو تر منځ وېشل شوي وو. دې كار ته د ښاغلي كرزي د واكمنۍ پر مهال خورا زياته پاملرنه وشوه او دغه قومي او سيمه ايزو فكرونو په دې دوره كې ښه وده وكړه.
دښاغلي كرزي دغه سلسله واره ډرامه دا څلورنيم كاله وچليده چې په دروازه يې د شمالي ټلوالې قومندانان ويستي او په كړكۍ يې بېرته دننه كړي دي.
خبره تر دې خرابه شوه چې د عبدالرحمان خان د وخت پر سياست هم د كرزي په كابينه كې خبرې كيدى او هغه كينې او غړوكونه يې رابرسېره كړل چې هغه وخت تېر شوي وو.
تر اوسه پورې اكثره واليان سيمه ايز قوماندانان دي چې ډېر لږ يې له يوه ولايته بل ته بدل شوي نور ټول واليان د همغې سيمې خلك وي چې ټول په خپلمنځي تربګنيو بوخت دي.
حتى پارلمان هم د همدغو مصلحتونو پر بينا جوړ شو او اوس دا خطرناكه ناروغي د هيواد ولايتونو ته هم وغځيده.
په هلمند، قندهار او زابل كې د اوسنيو نښتو او نا اراميو د ګڼو لاملونو ترڅنګ يو دا هم ښودل كېږي چې هلته د پښتنو په خپلو كې دخېلونو او پلانكي زي تر منځ نزاكتونه راپيدا شوي دي.
دا هم ويل كېږي چې په دغه سيمه ايزو شخړو كې د كرزي د دولت او امريكا يانو لاس دى.
په كندهار كې د ښاغلي حامد كرزي ورور احمد ولي كرزى ځانګړې ملوك الطوايفي لر ي او د ده دغه واكمني پر وړو قومي تربګنيو ولاړه ده .
دا څو ورځې كېږي چې كرزي د همدغې شخړو په اړه د كندهار، زابل او هلمند مشران راغوښتي او ټولو په يوه خوله ورته ويلي هم دي چې دغه قومي شخړې ډېرې شوي او په كندهار كې ستا ورور جوړې كړي خو كرزي غوږ هم نه دى پرې ګرولى.
اوس داسې ويل كېږي كه په هلمند كې واك د قومونو ترمنځ په انډوليزه توګه ونه وېشل شي نو كيدى شي دا وړې تربګنۍ په سترو شخړو بدلې شي.
همدا راز په پكتيا ولايت كې د منګلو او طوطاخېلو ترمنځ په ځمكه وړه لانجه وه چې د همدغه دولت او امريكايانو په بركت اوس ډېره ستره شوې چې ان نړيوال پرې خبرې كوي.
په كونړ كې هم د ځينو قومونو ترمنځ همدا ډول ستونزو زېږولو هڅې روانې دي .
د دې ټولو سره سره ويلى شو چې د كرزي صيب د كابينې دغه ناروغي ساري ده بايد واكسين يې ولټول شي.