نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ګرچه پشتون بود،لاکن خوب ادم بود!!!!
سمسورازاد
26.06.2006
درنوددې فورم ګډون کونکو!
زمااحترامات اوښې هیلې ومنی .
زمایوملګری ووچې پاړسیوان اوهغه هم دپنجشیرڅخه ؤ ،ماته ډیرګران هم ،یوه ورځ کوم ځای ته تللې وو کله چې بیرته راغي نوماورنه پوښتنه وکړه چې چیرې تللې ؤ.ده راته په ځواب کې وویل چې هوایی میدان ته تللې وم او(فلاني جان خانه مې رفت ،اوراتامیدان همراهی میکردم .انجایک بچه بود،ګرچه پشتون بودلاکن بسيار خوب ادم بود)،ددې خبرې په اوریدوسره ماورته وویل چې فلاني جان توخو یک دفعه این ګپت رابازبګووسرش فکرکن که اوچې معنی دارد.ده چې فکروکړنو بیاراته وویل چې یک بچه بودګرچه پشتون بودلاکن خوب ادم بود.ده غوښتل چې ماته وښیی چې ګوره دپښتنوسره یی هم جوړه اودهغودښیګڼویادوونه هم کوي .لاکن په دې نه پوهیده چې دده جمله دامانالري چې اصلاخوپښتون سړی خراب سړی وي ،لاکن دایوپکې ښه ؤ،یالکه چې څوووایی چې ګرچه فلانی کفردی خوښه سړی دی .
خودی هم ملامت نه ووځکه چې ددوی په وینه کې له پښتنوسره دښمني نغښتې ده .دا چې پښتانه ددوی بدراځي اوپه هغوکې خپل دښمن ویني دالدې وجې نده چې خدای مه کړه پښتنوورته کوم زیان رسولې دی ،یایی کوم وخت تیری اوظلم ورباندې کړی دی بلکه زه خوبه داهم ووایم چې پښتنودمشرورورپه حیث تل غمونه په خپل ځان اخیستي دي اما دوی یی خوښ ساتلی دی .ان خپله ژبه یی ددوی لپاره قربان کړیده .خپل وګړي یی ددوی لپاره وژلي دي خوچې زموږنازولي پاړسیوان (دیګان ) اونوروروڼه خدای مه کړه ونه ځوریږي ،لاکن له بده مرِغه په مقابل کې یی تل دکرکې ،تربګنۍ اودښمنۍ پرته هیڅ ندي لیدلي .
تاسوکه دافغان آن لاین ویب پاڼه وګورئ نوهغه کرکه اونفرت چې هلته دپښتنو په خلاف تبلیغ کیږي ،داسې ورنه ښکاري چې زموږدغه وروڼه ددونیاپه مخ بل هیڅ ستونزه اوهدف نلري چې حل یی کړي بس یوازینی مشکل یی پښتواودپښتنوشتون اوموجودیت دی په نړۍ کې .دوی داهم هیروي چې وایی ( از...رستم شدي ،اخربه ما دشمن شدي ) .داپښتانه بې غیرته دي چې دادیرش کاله یی یوازې دپښتنوپه سیموکې اوربل کړیدی ،که طالبان دي هم پښتانه وژني ،که مجاهدین ؤ هم یی دپښتنوپه سیموکې جګړه کوله اوکه کمونستان ؤ هم یی دپښتنومیندیی بورې کړې .
مادلته دیوپاړسیوان ورور!!!!!!! یوه مقاله دنوموړي ویب پاڼې نه رانقل کړیده چې زه فکرکوم زمادپورته خبروثبوت کیدای شي ،اماله وروڼونه هیله کوم چې دا فلسفه بیاراته پيل نکړي چې ګویازه غواړم دافغانانوپه منځ کې نفاق واچوم ،هغه ده اودغه ده ،ځکه چې زموږپه منځ اتفاق هیڅ وخت ؤنه اوراتګ یی هم راته ډیرګران ښکاري ترڅوچې داسې کسان لکه دامقاله یی چې لیکلې ده ،په افغانستان کې شته وي .
مقاله داده
هم انګریزی اوهم په پښتوژباړه ولولی :
Tajik_of_Khorasan
Full Member
I love YaBB 1G - SP1!
Posts: 157
Pushtu is NOT our language
« on: Apr 25th, 2006, 5:04pm » Quote Modify
Pushtu is NOT our language
Despite the fact that I know Afghans (Pushtuns) very well, they never cease to amaze me with their level of stupidity, aggression, and chauvinism. Recently, I noticed their rotten mentality again from their representative in the so called parliament
. One idiot pregnant dog has the audacity to attack Tajiks and question their use of their own Dari (Persian, Farsi, Parsi) language for university (Daneshgah) instead of the pushtun word of Pohantoon. What the hell these idiots are thinking and how more stupid and aggressive they can get? They just don’t get it. I call the university Daneshgah because in my language the university is called Daneshgah. Pushtu is not my language and I do not want to use it. You like it because it is your language then YOU use it. Do not try to impose your language on others.
Dear folks,
The level of aggression and chauvinism of Pushtuns knows no limits. To be quite against these people is unfair and a crime against our folks. will rise if good people keep quite and do not rise to challenge it.
Here is my challenge to all Farsi speaking people:
Let’s punch her and all her types so hard that they never ever utter such nonsense again.
Let’s eradicate the imposed Pushtu words that are in use in our country, in our language
1. search every Farsi book, magazine, and any thing and find the Pushtu words in use
2. Send the words to me, if possible with the Farsi words that they replaced
3. I will compile a long list of them and post them on the internet
4. And every one of you try to spread them everywhere, anyway you can. It is your responsibility and the least you can
Do
To do nothing about this aggressive behavior of Pushtuns is a crime. Do not waste your time here arguing with these brainless monkeys. You can do something about your language.
Here is my email:
tajikofkhorasan@hotmail.com
« Last Edit: Apr 25th, 2006, 5:04pm by Tajik_of_Khorasan »
سره لدې چې افغانان (پښتانه ) زه ډیرښه پیژنم خوبیاهم دوی ماتل په خپل حماقت یابیړاتوب ،نشدداوشؤنیزم سره اریانوي .په اوسني مهال کې یوځل بیازه په اصطلاح پارلمان کې ددوې داستازي له خواددوی دخوسااوشړیدلې ذهنیت وینم .یوه احمق بلارب سپي پرتاجکانو دبریدجراّت وکړاودپوهنتون لپاره یی چې پښتوټکی دی ،ددوی دخپلې ژبې دري (پاړسي ،فارسي )ټکي دانشګاه دکارولو باندې اغتراض وکړ.داپاګلان څه بلاپکرکوی اونوربه څومره حماقت اوتشددترسره کوي ؟ خودوی به هغه ترسره نکړی شي .زه پوهنتون ته دانشګاه وایم ،ځکه چې زماپه ژبه کې پوهنتون ته داشګاه وایی .پښتوزماژبه نده اوزه نه غواړم چې هغه وکاروم . دتاسوهغه خوښیږي ،ځکه چې ستاسوژبه ده ،نوتاسویی کاروی .هڅه مه کوئ چې هغه په زوره په نورووتپئ .
ګرانووګړو،
دپښتنوتشدداوشؤنیزم بریدونه نلري .ددغووګړوپه وړاندې غلې خوله پاتې کیدل ،دخپلووګړوپه وړاندې ناانصافي اوجرم دی .که ښه خلک غلې خوله پاته شي اودهغه مقابله ونکړي ، نوجرم به لا غښتلی شي .
دلته زه ټولوپاړسيژبوته بلنه ورکوم:
راځئ چې هغې ته اودهغې هرې بڼې ته داسې کلک سوک ورکړو چې دوی دبل ځل لپاره بیاداسې چټیات ترسره نکړي . راځئ چې دپښتوهغه په زورتپل شوي لغتونه چې زموږپه هیواداوژبه کې دوددي له منځه یوسواوریښې یی وباسو.
۱ . پاړسي هرکتاب ،مجله اوهرشی ولټوئ اوکارول شوي پښتولغتونه ومومئ .
۲ . لغتونه ماته راولیږئ ،که شوني وي دهغوپاړسي لغتونوسره چې دپښتولغتونوځای ونیسي .
۳ . زه به دهغوی اوږدلیسټ جوړکړم اوانټرنیټ ته به یی ولیږدوم .
۴ . اوله تاسونه هریوپه هره بڼه چې کولای شئ ،هڅه وکړئ چې هغه هرچیرې خواره کړئ. داستاسومسولیت اودنده ده اوهغه څه دي چې تاسویی لږترلږه کولی شئ .دپښتنو ددې تشدداوتیري په وړاندې هیڅ نه کول یوجرم دی . تاسودلته پدې ځای کې ددغوبې مغزو بیزوګانوسره خپل وخت مه ضایع کوئ . تاسوکولای شئ دخپلې ژبې لپاره یوڅه وکړی .
دلته زماالیکټرونیکي پته ده .
Aryan
Executive Member
The Tajik Nation!
Gender:
Posts: 1990
Re: Pushtu is NOT our language
« Reply #1 on: Apr 25th, 2006, 5:18pm » Quote Modify
Tajik jaan,
I would personally rub the mouth of anyone who'd dare to tell me to use "Pohantoon" instead of DAANESHGAA against the soil.
Any Farsi-speaker that tolerates this kind of attitude from these kinds of people is not a human but a pig and he/she does not deserve to speak our language.
Logged
-een sukhan ayaan gardad dar nabard wa jaan baazi
dar sa'afe jawan mardaan sar qataar Panjsher ast-
--ASHQARI, Kabul's greatest poet and writer--
اوداهم دیوبل تاجک ورور!!!!!!!!!!!!!!!!!!! ځواب :
تاجک جان ،
زه به شخصادهغه چاخوله ورماته کړم چې جراّ ت وکړي ماته ووایی چې ددانشګاه ویل په ځای دپوهنتون وکاروه
هرپاړسي ژبی چې د داډول کسانولخواورته سلوک زغمي ،انسان ندی بلکې یوسرکوزی دی اوددې وړتیانلري چې زموږپه ژبه خبرې وکړي .
larghonay1
27.06.2006
وه وروره نو چاره يې څه ده؟
دغه خبرې خو دوى ټول كوي او اوس د دوى اخوانى، ستمى، پرچمى ، شغله يى ټول يوې كړۍ ته راټول شوي چې هغه د پښتنو مخالفت دى.
دوى دا پړه هم پر مونږ اچوي چې تاسوتر دې مهاله په دې هيواد واكمني كړې او مونږ ته موحقونه نه دي راكړي.
دوى مونږ ته متشدد، شؤونيستان، او فاشستان هم وايي او حال دا چې مونږ كه له كندهار، پكتيا، ننګرهار او نورو ليرې پښتني سيمو نه كابل ته راځونو لومړى د پاړسۍ ګردان كوو.
مونږ كه پاچايان هم اوسو خو درباري ژبه او خپله كورنۍ ژبه مو پاړسي وي.
پښتانه تل پښتنو پاچايانو بې تعليمه او په غرونو كې ساتلي اوپاړسوانانو د دربارونو ترڅنګ له ښاري اسانتياوو برخمن ژوند كړى.
كه يو پښتون جنرال يا لوړ پوړي منصب لرونكي هزاره مزدور درلودلى خو بيا هم دغه ښاغلى په خپله ژبه شرميدلى او د هغه خپل مزدور سره يې دهغه په ژبه ټول كور خبرې كړي دي.
كيدى شي ځينې خلك دې ته له ځانه تېرېدنه وبولي خو دا يوه سهوه ده او پر خپل فرهنګ او ژبه شرميدل دي چې پايله يې اوس دا شوه چې دوى دعوه لري او پر ځاى او منطقي دعوه لري ، هغه دا چې دوى وايي كه د هيواد دوه داسې وګړي چې نه پاړسوان وي او نه پښتانه سره مخامخ شي نو د افهام اوتفهيم ژبه يې پاړسي ده.
دا ټول زمونږ د مشرانو پاچايانو اوچارواكو بې غوري ده چې تل يې دربار په پاړسي ژبه چلولى دى.
سمسور آزاد صيب ستاسو احساس ته په درنښت بايد ووايم چې اوس هم پښتانه ډېر بې فرهنګه خلك دي ځكه دوى نه خپله كار كوي او نه بل كار ته پرېږدي.
پاړسوانان چې د ايران په خپرونو كې كوم نوى ويى واوري نو تر ايرانيانو وړاندې دوى پرې تمرين كوي او هغه كاروي .
ته به كوم پاړسوان ونه ګورې چې په پاړسۍ كې د نويو ويونو او نوښتونو سره مخالفت ولري، هغوى تل نوښت پاله پاتې شوي دي. خو راشه پښتنو ته په ټولو پښتنو كې د ژبې يو ډاكټر لرو چې هغه پوهان ډاكټر صيب مجاور احمد زيار دى خو په خداى چې د پښتنو داسې ليكوالان هم شته چې ټكى مكتب يې هم نه دى ويلى خو د زيار صيب په مخالفت كې به درسره په ورځو بې منطقه بحثونه كوي او خپل وخت به ضايع كوي.
يا ځينې داسې كسان هم شته چې يوازې څوليكنې يې چاپ شوي نور په ژبپوهنه هيڅ نه دي خبر خوپه راډيو ګانو كې به يې تاسوهم له بېلابېلو هيوادونو اورۍ چې د زيار صيب په مخالفت كې د پښتو وروسته پاتى والي هڅې كوي ،چې دوى ته يوازې د نوم مشهورتيا بله هيڅ ګټه نيشته او تاوان يې د ټولو پښتنو دى.
تاسو به هيڅ بدخشى، پنجشيرى، مزارى او نور د پاړسوانانو د بېلابېلو سيمو ليكوالان ونه ګورۍ چې له معياره تېر شي او خپله سيمه ايزه لهجه وليكي خو د پښتنو اكثره ستر ستر ليكوالان هم همدغه هڅې كوي.
تاسو به كوم پاړسوان راونه ښيئ چې له پاړسي نه يې پښتو ته ډېر خدمت كړى وي خو پښتانه چې كپله يې تر خولې شي او پيڅه يې تر پوندې شي نو بيا پاړسي ليكوالۍ ته مخه كړي او هغوى ته كار كوي.
ته به په افغانستان كې يو پاړسوان چارواكى ونه ګورې چې په پښتو خبرې وكړي او كه ويې كړي هغه هم د مسخرې په توګه خو پښتانه چارواكي لكه توتيان ،نام خداى داسې لګيا وي ته به وا كه مور، پلار، كور او كلى ټول يې پاړسوانان تېر شوي دي او پښتو رښتيا هم د دوزخ ژبه ده چې دوى ترې وېرېږي چې دوزخيان به شي.
پاړسوانان په خپلو خپرونو كې په ډاګه پښتنو ته ښكنځلې ليكي او پښتانه چې بيا په مستعار نامه د ملي مصلحت له پاره كوم وړانديز هم د دوى پر خلاف وكړي نو په سلګونو پښتانه ستميان پيدا شي اوخوله كچكول كچكول كوي ورته وايي هه هه هه صيب اين نوشته خوصيب از پلانى خان است صيب ،شما مې فهميد صيب كه او بسيار فاشست است صيب هه هه هه ديګر چي خدمت؟ !!!
وروره! خبره زمونږ نه پخپله خرابه ده چې نه پوهېږو او نه ځان پوهوو.
كه وخت و په دې اړه مې ډېر زړه ډك دى بيا به سره غږېږو
منتظرمسید
27.06.2006
ښاغلی ڼورورلرغونی لاروی صیب
داچې دې پورته بې وجدانه اونمکحرام ورور!!! ویلي دي چې پښتود دوی ژبه نده ،رښتیایی ویلي دي ، ځکه چې که پښتوددوی ژبه وای نوداسې به خواره نه وای ،هغې ته به چوپړکیدای اوهرکس اوناکس به نه راپورته کیدای دهغې سپکاوی به یی نه کولای ،داخو پښتانه بې غیرته دي چې یوبې نوم اونشانه کس چې اصلانه هویت لري ،نه تاریخ لري اونه هم ویاړنې ،راپورته کیږي اوزموږښکلې ،تربلې هرژبې بشپړې ،بډای اوویاړلې ژبې پښتوته کنځل کوي ،دپښتنوپه تخرګ کې اوسیږي ،خوتل راباندې ملنډې وهي ،په میړنیوباندې موخاندي ،په تاریخي ویاړنوریشخندونه وهي ،خوپه مقابل کې موږبیاددې لپاره چې ځان په اصطلاح عصري وبولونوراپورته شوپه مجلسونوکې وایوچې (یاره داپاړسي رښتیاهم چې خوږه ژبه ...) یاکه پښتون دپښتنوپه ګټه کومه خبره وکړي نوهغه بل بې ضمیره پښتون ورته ګوته وڅانډي چې ته ولې زموږپه منځ کې بې اتفاقي راولې ،موږټول ملیتونه په افغانستان کې لکه وړوڼه یواوټول یوافغان یو.سره لدې چې لمړی خوهغه دسمسورخبره اتفاق زموږپه منځ کله هم نه وواوکه ووهم ، یوازې هغه وخت راغلی دی چې پښتنودنورولباره دخپل ولس په ستوني پښه ایښي ده اوهغه یی دنورلپاره ځاراوقربان کړي دی.
بل داچې دادیوه افغان نظریه له پيله ناسمه وه اوناسمه به وی ،ځکه چې افغان پښتون ته وایی اوافغان سترې ویاړنې لري ،موږولې په لوی لاس راپورته کیږو اودغه ویاړنې په نورورویشو.موږلدې ویریږوچې خدای مه کړه دانوروروڼورانه کومې خواته لاړنشي اوموږګوښي پری نږدي ،ځکه خوورسره ټول افتخارات اوویاړنې هم شریکوو،خوهغوی یی بیاهم نه مني اودې ته حاضرندي چې مااوتاوروروبولي ،خوپدې نه
پوهیږوچې هغوی نه ځي رانه ،چیرې به لاړشي ؟؟!! ایران ته !!؟؟؟ ایران خوهمدااوس هم افغاني مهاجر (هغه کسان چې دلته بیاراشي ددوی یاني ایران دژبې اوفرهنګ لپاره چوپړکوي )،هم په زورله خپله هیواده باسي اوهغه چې داڅوکاله هلته میشته وه ،هم ورسره ډیره ناوړه اوددښمنۍ رویه کیدله . تاجکستان یاازبکستان ته به ورشي ؟؟!! نه هرګز، هغوی یی هم هلته نه شي ذغملی ،ځکه چې زموږدغه وروڼه دلته موږپښتنونازولي روږدي کړیدي ،هلته به هم نازونه کوي ،خودانازونه یی هلته نه چلیږي .
موږپښننوتل دبل کورله سیلاوه اوغمیزې خلاص کړیدی ،لاکن خپل کورمواوبووړی دی ،موږپښتنو دهیڅ قوم اوتوکم په وړاندې له تنګنظرۍ اوتعصب نه کارندی اخیستی ،لاکن زموږپه وړاندې ټولوله تعصبه اوهم تربګنۍ نه کاراخیستی دی .موږکه په هندکې واکمني کړیده ،نودهندوګړوته موچوپړکړیدی ،هندي ژبه موزده کړی اووده ورکړیده اوکه بل ځای ته تللي یونودهغه ځای دوګړودکلتور،دود،ویاړنواو ارزښتونودرناوی موکړی دی ،لاکن داڅه لامل دی چې هغه څوک چې موږیی په اوږه ګرځوو،موږته کنځل کوي ؟؟!!،داګناه اوخطادچاده ؟؟؟؟؟!!
زه خوبه ووایم چې ګناه اوخطازموږپخپله ده .موږچې خپلې ژبې ته ،خپلواتلانوته ،خپلوویاړنوته اوخپل تاریخ ته پاملرنه اودرناوی نه کوونوبل به یی ولې وکړي .که بل څوک پدې پوه شي چې موږدخپلې ژبې په سپکاوي خوابدي کیږونوباوردې وشه چې هغه به داکارونکړي اوکولای یی هم شي .خدای دې ورله دومره ځواک اوزورنه ورکوي .
داچې لاروی صیب ،تاسولیکلي دي چې چاره یی څه ده .؟
زه به دومره ووایم چې لاروی صیب په نړۍ کې داسې هیڅ مسئله نشته چې حل ونه لری ،هره موضوع حل لري خوترټولودمخه بایددمسئلې لامل اوجرړې وموندل شي ،بیادهغې دحل لپاره هوډاواراده شته وي .ورپسې بایددهغې دحل لپاره سمې اولازمې لارې چارې ترلاس لاندې ونیولې شي .
داچې دمسئلې لامل څوک دی زماپه اندپه دې اړوندبه اکثریت سره په یوه خوله یوچې داهرڅه چې پرموږکیږي ،دخپلوپښتنوله لاسه دي اوزموږپخپله بې غوري اولاپروایی ده . اوس موږبایدله ځانه وپوښتوچې ایاموږداهوډلروچې دامسئله اواره کړوکه نه ؟؟؟!!!.که ځواب مثبت وي په هغه صورت کې به راشودسمې اوروالارې لټون به پيل کړو .که ماته څرګندنه ووتاسوبه یی راوښئي ،اوکه تاسوته هم هغه نه ؤ مالومه ،بل ورورته به ورشو.اخیرخوبه یی ومومو.
خولکه څنګه چې ماوویل چې دالړې اوپسادونه موږپه خپله په ځآن کړيدي ،نوراځئ چې ترټولودمخه دهغوپښتنوغم وخوروچې پښتون خوضروروي لاکن نه خوپښتونولي لري ،نه دپښتونولي په وړاندې احساس اوهغه خویی لاپه خپل ځای پریږده ،دپښتنوپه زیان اوضررهم کارکوي .دداسې کسانوڅنګه مخه نیولې شو؟؟؟!!.
زماپه اندیوه داسې ټولنه ،مرجع اوجوړښت بایدرامنځته شي چې دورته پښتنوسره کاروکړي ،هغوی وپوهوي ،سترګې یی ورخلاصې کړي چې خپل ولس اوخپلې ژبې ته پام نه کول یادهغوپه زیان اوضررګام پورته کول ،دعاقلانوکارندی او........
دویم داچې دسیاسي ،ټولنزاواقتصادي ژوندانه په هره برخه کې دخپل حق دترلاسه کولولپاره هلې ځلې پيل شي .حق څوک چاته ورکوي نه ،بلکه هغه به اخلې ،نوموږهم هغه بایدواخلو.یوه خبره دلته یادووم چې غلط فهمي رانه شي چې دحق له اخیستلونه زماموخه دانده چې ګواکې راپورته شواوټوپک راوخلو،(ګرچه په تیرووختواونن هم زیاتره وګړي له دې لارې دخپل حق دترلاسه کولولپاره راولاړیږي )،بلکې دسولې اوډیموکراسۍ په چوکاټ کې کولای شوچې چارواکي او... نورودیته اړباسوترڅو زموږ غوښتنې ومني .دبیلګې په توګه په ښونځیوکې دپښتودنه شتون مسئله ده ،دهغې دحل لپاره ،چې دپښتنوبچیان وکولای شي پخپله مورنۍ ژبه لیک اولوست وکړي ،ځکه چې داحق ورته هم خدای (ج) ورکړی دی اوهم انساني اصولواوقوانینو.نوټول هغه پښتانه چې بچیان یی په ښونځي کې زده کړې کوي اماپه پښتوورته دلیک اولوست اسانتیاڅوک نه برابروي ،په یوه غږبایدراپورته شي اوخپل ماشومان له ښونځیونه راوګرځوي اوترهغه پورې دپوهنې اولوړوزده کړودوزارتونوترمخې کیني چې غوښتنه یی نه وي ترسره شوې . که څوک ووایی چې دوی باورنلري چې چارواکي به یی ستونزه حل کړي ،خوهسې به یی اولادونه له لیک لوست نه پاتې شي .داسمه نده ،لومړی خوداچې که یوکال له لوست نه پاتې شي نواسمان نه راپریوزي ،ځکه چې هسې هم موږدادومره کالونه له هغه پاتې وونویوکال دې بل هم پرې ورواوړي ،دویم داچې چارواکي که غواړي یانه غواړي ،که خوښه یی وي اوکه یی نه وي ،لاکن دیته به اړوي چې داستونزه اواره کړي ،بله داچې دهماغه پلاراومورکشرزوی ته به ددې موقع په لاس ورغلې وي چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي .
پدې توګه موږکولای شوچې نورمسائل هم اوارکړو،خویوځل بیاټینګارکوم چې ترټولودمخه موږ بایدهوډوکړو چې نوربه خپلې ستونزې په خپله حل کوو.
په درناوي
صافی
28.06.2006
ښاغلو اومحترمو ورونو !السلام علیکم
ژبه دکلتورتر څنګه په لمړی قدم کې دافهام او تفهیم وسیله ده،اود سطحی مفاهیمو تبادله دانسانانو تر منځه په ګونګه هم کیدی شی. دنړی پر مختللی کلتورونه دشفاهی مفاهیمو تر څنګه دوه زرکلن تحریری ارشیفونه هم لری .
ویاړلې او پر مختللې ژبه هغه ده چې دویونکو هراړخیزه علمی اوفرهنګی زیرمی یی هم ویاړلی او پرمختللې وی. پرمختللې ژبی دنورو ژبو ویونکی خپلې محتوی ته جذبوی. او مونږ نوری ژبی په نورو ژبو کې د نغښتلې معقده علمی مفاهیمو دپاره زده کو او یا هم دژوندانه دمجبوریت له امله .
په تاسف او خواشنی سره باید ووایم چې زمونږ په ژبه کې دهیڅ علم دزدکړی ماخذ کتاب نظرته نه راځی چې د بلی ژبې ویونکی زمونږ د ژبی زدکړی ته اړ کړی . او بر عکس په اوسنی حالت کې پښتون دی ته اړدی چې بله ژبه زدکړی که غواړی چې په بل څه پوه شې . د فارسی ویونکی هیڅ ملامت نه دی چې پښتو نه زده کوی . مونږ باید خپله ژبه ددی وړ کړو چې نور یی زده کړی. دژبی تر څنګه په نورو علومو او مفاهیمو چی دژبی دارتقا او پرمختګ اصلی عوامل دی باید کار وشی نه یواځې د وچو الفاظو او خاصو او عامو اسماو په ژباړنه چې دیو شمیر کسانو له خوادنورو ژبو سره دوچې کرکې او دکمی داحساس داشباع په لړکې را منځته شوی.
په درناوی
صافی
FaridOkhyar
28.06.2006
[quote="larghonay1"]وه وروره نو چاره يې څه ده؟
دغه خبرې خو دوى ټول كوي او اوس د دوى اخوانى، ستمى، پرچمى ، شغله يى ټول يوې كړۍ ته راټول شوي چې هغه د پښتنو مخالفت دى.
[/quote]
[color=blue:cd66389493]وروره ! ته ولی پرچميان په خپل لست کې شامل کړی يې ٠ د پرچميان اکثريت خو پښتانه دي ٠پروپاګند هم ځان ته خپل اصول لري ٠ يو واري سترګي دي خلاصي که او واقعيتونو ته زېر شه٠
په درناوي[/color:cd66389493]
pattang
28.06.2006
وروره له ځانه دوهم هيواد غل او دپښتنو دښمن مه جوړه وه په خبرو نپوهيږې چې څه ليکې٠ ??
پښتانه خپل حق که په رضاوي اوکه په زور وي ،غواړي تر څو چې ژبې ته يې په رسمياتو کې حق وړکړل شي اوکه څوک افغانستان ديوه ملت په دود غواړي نو بايد له لمړي ټولګې څخه نه رانيولي تر پوهنتونه پورې در سونه په پښتو وي او ټول دافغانستان اوسېدونکي پښتو زده کړي ٠ دغه حق اوس يواځې پاړسو لري ٠
که خدای په اسمانو کې کتابونه چاپ کړل، پښتو يې په در بار کې ولوستله ، رسمي ژبه يې کړه اوملائکو هم زده کړه نو وروسته له هغه به يې مونږ له خپلو بي ناموسانو
درباري ، چاپلوسو ،خرڅ شويو ، غټ څټيو ، غټ خېټو پښتنوڅخه غواړو٠اوداهم په نړی کې بې سارې مسئله ده چې پښتون له پښتونه کلتوري حق غواړې ،ددې مسئلې علت دادی چې مبارزه او جنجال به د خرڅ شوي او اصيل پښتانه په منځ کې وي تر څو چې له تا جکو ،ازبکو ،٠٠٠ او نورو سره خپل ګرېوان پاره کوو٠ ؟
پاړسوبه څه شی وي ،خو نه علمي ده او نه قضايې ،په شاه نامه کې خو غير له دروغو اوخيال پلو بل شی نشته ، که علمي ژبه ده نو هغه خوانګليسي ژبه ده او نه پاړسو٠
دپښتنو غټ دښمنان دوه رګي پښتانه دي چې له ستميانو څخه هم دوی خرابه خلک دي٠
دبي ناموسانو دمرګي په هيله
پتنګ
[quote:d56332b567][quote="صافی"]ښاغلو اومحترمو ورونو !السلام علیکم
ژبه دکلتورتر څنګه په لمړی قدم کې دافهام او تفهیم وسیله ده،اود سطحی مفاهیمو تبادله دانسانانو تر منځه په ګونګه هم کیدی شی. دنړی پر مختللی کلتورونه دشفاهی مفاهیمو تر څنګه دوه زرکلن تحریری ارشیفونه هم لری .
ویاړلې او پر مختللې ژبه هغه ده چې دویونکو هراړخیزه علمی اوفرهنګی زیرمی یی هم ویاړلی او پرمختللې وی. پرمختللې ژبی دنورو ژبو ویونکی خپلې محتوی ته جذبوی. او مونږ نوری ژبی په نورو ژبو کې د نغښتلې معقده علمی مفاهیمو دپاره زده کو او یا هم دژوندانه دمجبوریت له امله .
په تاسف او خواشنی سره باید ووایم چې زمونږ په ژبه کې دهیڅ علم دزدکړی ماخذ کتاب نظرته نه راځی چې د بلی ژبې ویونکی زمونږ د ژبی زدکړی ته اړ کړی . او بر عکس په اوسنی حالت کې پښتون دی ته اړدی چې بله ژبه زدکړی که غواړی چې په بل څه پوه شې . د فارسی ویونکی هیڅ ملامت نه دی چې پښتو نه زده کوی . مونږ باید خپله ژبه ددی وړ کړو چې نور یی زده کړی. دژبی تر څنګه په نورو علومو او مفاهیمو چی دژبی دارتقا او پرمختګ اصلی عوامل دی باید کار وشی نه یواځې د وچو الفاظو او خاصو او عامو اسماو په ژباړنه چې دیو شمیر کسانو له خوادنورو ژبو سره دوچې کرکې او دکمی داحساس داشباع په لړکې را منځته شوی.
په درناوی
صافی[/quote[/quote:d56332b567]]
منتظرمسید
28.06.2006
ښاغلی صافي صیب !
سلام مې ومنئ .
وروره داستاسوخبره به هم درسره ومنم چې وایاست :
[color=darkred:431a0e6166]مونږ باید خپله ژبه ددی وړ کړو چې نور یی زده کړی. دژبی تر څنګه په نورو علومو او مفاهیمو چی دژبی دارتقا او پرمختګ اصلی عوامل دی باید کار وشی [/color:431a0e6166]
خووروره داکارزه هغه وخت کولای شم چې لومړی خوماڅوک دیته پریږدي چې په پښتولیک لوست وکړم .زه چې ښونځی اوپوهنتون اونورې ټولې زده کړې په بله او پردۍ ژبه وکړم اودخپلې مورنۍ ژبه نه په ګرامرخبریم ،نه په تاریخ ،نه په ادبیاتواو اثاروخبریم ،نوڅنګه کولای شم چې هغې ته چوپړوکړم یاهم هغه ددې وړاوجوګه کړم چې دنوروژبوویونکي یی زده کولوته اړشي ،متل دی چې وایی : یوله لوږې مړشوی ؤ ،بل یی تربالښت لاندې پراټې لټولې . موږچې په خپله ژبه خبرې کوونوغلیمان راته برګ برګ ګوري اوتاسودهغې دوړکولواوبډای کولوکیسې راته کوئ .
راځئ چې لومړی پښتو،پښتوکړو بیابه ورته چوپړهم کوو،دسیالوسره به یی هم سیاله کړو اوان ترهغوبه یی لوړه هم بوزو زه پدې ډاډلرم ځکه چې پښتانه تربل هرچا لوړاوډیراستعداداووړتیالري .
په درناوي
ghafar
28.06.2006
ګران ورور Admin وطنمل صاحب ته سلامونه!
ستاسو نه هيله کوم چې کله کله دغه پاڼه کنترول کړۍ، ځکه ځينې کسان په دې پاڼې کې نورو هېوادوالو ته کنځاوې کوي!
په درناوي
pattang
28.06.2006
غفار خانه هغه کومې کنځاوي دي ???
که حقيقت کنڅاوې وي ، خو لعنت دې په داسي حقيقت شي .
ورور ه سړی په بولو بايد ونسوځي. دخنځير څېره شه ده او نه دداسي پښتنو چې
خپل قوم نپالي او سپکوي يې ٠
پتنګ
ghafar
29.06.2006
عزتمنده وروره پتنګ صاحب سلامونه او نيکې هيلې!
ما د وطنمل صاحب نه يوه هيله کړې وه! ماته پوښتنه را پيدا شوه چې تا ولې د دغې پوښتنې په وړاندې غبرګون وښود. [quote:5fa59f5246]غفار خانه هغه کومې کنځاوي دي ??? [/quote:5fa59f5246]
وروره! ګرانه وروره! که په يوه بحث کې کوم څوک ستا نظر نه تائيدوي نو هغوی
دهمدې ليکنو لکبله ( دپښتنو دښمن، بي ناموسان ، چاپلوسان،، خرڅ شوي،
غټ څټي، غټ خېټي ) او داسې نور بولې، که دا اهانت او کنځاوې نه بولې نو
خدای دې در سره مرسته وکړي!
په درناوي
صافی
29.06.2006
داسې ښکاری چې دا دخلقیانو،پرچمیانو او ستمیانو بحث دی ،چې نور څه ورته ندی پاتی چې ترې شر جوړ کړی .فقط ژبنیزه اختلافاتو ته لمن وهل دي چې زما په شان ساده ګانووخت پرې ضایع کړی او بس.
که چیرته هدف حق غوښتل وي هغه هم ځانته لار لری. نه دا چې ديو ستمی افراطی تاجک لیکنه چې هغه هم په انګریزۍ لیکل شوي وي پښتو ته ترجمه ، او په عینی افراطیت د پښتنو احساسات پری راو پاری. دا دحل لاره نه ده.
ټول دری ژبی داسې نه دی لکه څنګه چې تاسو انګیری.
پتنګ خانه! تا ته دیوې کلمې ځواب هم عیب دی.
29.06.2006
دروند غفار خان او منلی پتنګ خان ته سلامونه !
غفار ورور ليکي : [quote:c168f5a1f3] (دپښتنو دښمن، بي ناموسان ، چاپلوسان،، خرڅ شوي،
غټ څټي، غټ خېټي ) او داسې نور بولې، که دا اهانت او کنځاوې نه بولې نو
خدای دې در سره مرسته وکړي! [/quote:c168f5a1f3]خو بشپړ اقتباس داسې دی:
((که خدای په اسمانو کې کتابونه چاپ کړل، پښتو يې په در بار کې ولوستله ، رسمي ژبه يې کړه اوملائکو هم زده کړه نو وروسته له هغه به يې مونږ [color=white:c168f5a1f3]له خپلو [/color:c168f5a1f3]بي ناموسانو درباري ، چاپلوسو ،خرڅ شويو ، غټ څټيو ، غټ خېټو [color=blue:c168f5a1f3]پښتنو[/color:c168f5a1f3]څخه غواړو٠اوداهم په نړی کې بې سارې مسئله ده چې پښتون له پښتون نه کلتوري حق غواړې ،ددې مسئلې علت دادی چې مبارزه او جنجال به [color=white:c168f5a1f3]د خرڅ شوي او اصيل پښتانه [/color:c168f5a1f3]په منځ کې وي .))
وګورئ ، پتنګ هيوادوالو ته هيڅ نه دي ويلي، بلکې هغه پښتانه ښيي چې د پښتو او پښتون په نامه پښتو، پښتون ، وطن ،ملت ، دين او ايمان خرڅوي : د اساسي قانون په لويه جرګه کې هغه پښتانه وکيلان چې د څو امريکا يي ډالرو ، ايراني تومنونو ، روسي روبل د او پاکوستاني کالدارو له پاره دپښتو ژبې د ملي حيثيت څخه تيرشول ، [color=white:c168f5a1f3]آيا هغوی بي ناموسان ، درباريان ، چاپلوس ،خرڅ شوي ، غټ څټي ، غټ خېټي پښتانه نه و ؟[/color:c168f5a1f3]
اوس خو پکار داده چې د هغوی نومونه وموندل شي افشا او محاکمه شي ، د بوسي خوسي ترې جوړ او بيا يې جسدونو ته اور وو وغورځول شي اوايرې يې دشمالي ټلوالې ، کرزي او امريکايانو په سترګو کې وروشيندل شي ، او تاسو يې هم نندارې ته راوبولي چې پښتون ولس د خاينو پښتنو لکه شاه شجاع ، کارمل اودغسې وکيلانو او دهغوی له حاميانوسره څه کوي ؟ دپښتون حق څوک نه خوړلی او نه بيا هزمولی شي ، بي توپيره ده چې خوړونکی هم يو پښتون وي او که بل څوک!
هيله ده ليکونکي هغه پښتانه وکيلان افشا کړي چې دغه[color=red:c168f5a1f3] ملي خيانت او تاريخي جنايت [/color:c168f5a1f3]يې تر سره کړی دی . والسلام
larghonay1
29.06.2006
صافى صيب سلام!
تاسو ليكلي :
[color=red:4e11cc9459]اقتباس :
داسې ښکاری چې دا دخلقیانو،پرچمیانو او ستمیانو بحث دی ،چې نور څه ورته ندی پاتی چې ترې شر جوړ کړی .فقط ژبنیزه اختلافاتو ته لمن وهل دي چې زما په شان ساده ګانووخت پرې ضایع کړی او بس. [/color:4e11cc9459]
وروره ! تاسو رښتيا وايئ دغه ستاسو خبره په كابل كې هم خلك كوي ، د پاړسيوانانو سره كه په پښتو وغږېږې نو وايي دى افغان ملت دى، فاشست دى او پشتون ستيزه دى!
په پاكستان كې د افغانانو جهادي ګوندونو هم همدا خبره كوله :
هلته به چې چا د پښتو له پاره كار كاوه نو مشرك، افغان ملتى او نشنلى به يې ورته وايه چې دا خبره رښتيا هم د ځينې ساده ګانو له پاره د كاڼي كرښه وه .
كه چا به پښتني پاليسي درلوده نو بيا غټ مشرك ، كمونست، خلقي، پرچمي افغان ملت او .... و .
باور وكړه يوه ورځ په پېښور كې د افغان مهاجرو د يوه كمپ په بازار كې له يو چا كره ږير كلى او لوڅ سر مېلمه راغلى و چې يو ملا غږ كړ چې هله خلقي دى وهۍ يې . ترڅو چې د هغه مېلمه ميزبان راتلو نو هغه مېلمه بېچاره ډېرو ساده ګانوپه خټو كې يې ليت پيت كړى و.
(دا خبره د مهاجرت په هغه لومړنيو وختونو كې وه چې وروسته بيا يو څه نرمه شوه).
ورره تاسو ليكلي :
[color=darkred:4e11cc9459]اقتباس:
که چیرته هدف حق غوښتل وي هغه هم ځانته لار لری.[/color:4e11cc9459]
مهرباني وكړه همدا يې وخت دى هغه لار يې راوښيه !
ځكه مونږ خو تش په نوم پښتنو پسې راخيستى چې د ځينې امتيازونو له پاره وايي :
(من صافي هستم،جاجي هستم، يوسفزي هستم، باركزاى هستم،محمدزى هستم، پلانى زى هستم او بيستانى زى هستم....). له وړيا امتيازونو چې زمونږ پر سر يې اخلي او لږ تر لږه په خپله ژبه خبرې هم نشي كولى .
مونږ هڅه كوو چې خپل حقونه تر لاسه كړو نه مو د چا سپكاوى موخه ده او نه وركېدل. مونږ د دې هيواد ټولو پرګنو ته په درنه سترګه ګورو خو نور خپل ځانونه ورك ورك نه شو ليدلى.
صافى صيب په نړيواله كچه د پښتنو نوم بد شوى چې پر نورو قومونو يې تېرى كړى ،ظلم يې پرې كړى او حاشيې ته يې غورځولي دي. نو تاسووواياست چې څوك حاشيې ته غورځول شوي دي؟
ايا تاسو د يو وزارت دچپړاسي نه نيولې تر وزيره پورې ورسره په خپله ژبه غږيدى شي؟
ايا ستاسو په كوم مكتوب پښتو اجراات كېږي چې تاسو پرې سم پوه شئ چې څه يې وليكل؟
او داسې په سلګونو نور كارونه ؟
د ژبې په هكله ټول خيانت د پښتنو سره پښتنو كړى ، نه بل چا او پنګ هم همغو ته غټ خېټي ويلي .
[color=blue:4e11cc9459](نوټ) :
پورتني قومي نومونه مې چې ليكلي بښنه غواړم دا مې يوازې هغه خلك ياد كړي چې يوازې تخلص يې پښتو دى نور د پښتنو د سترګو اغزي دي. هيله ده چې په ټوليزه توګه د دغو قومونو اړوند څوك پرې بده ونه مني، ځكه چې زه هم همدغو قومونو سره تړلى يم . [/color:4e11cc9459]
مننه
ستاسو لاروى
ghafar
29.06.2006
عزتمند ځواکمن صاحب ته سلامونه !
وروره خبره په دې کې نده چې پښتانه د خپل حق غوښتنه ونکړي بلکه خبره په دې ده چې مونږ پخپلو ليکنو کې يو لږ څه ادب مراعات کړو. دغه ډول ليکنې د ټول افغان ويپ پاڼې ته هم زيان رسوي، ځکه دې پاڼې ته نور هېوادوال هم راځي او کله کله دا ليکنې لولي!![quote:eadf8dacd4]بلکې هغه پښتانه ښيي چې د پښتو او پښتون په نامه پښتو، پښتون ، وطن ،ملت ، دين او ايمان خرڅوي : د اساسي قانون په لويه جرګه کې هغه پښتانه وکيلان چې د څو امريکا يي ډالرو ، ايراني تومنونو ، روسي روبل د او پاکوستاني کالدارو له پاره دپښتو ژبې د ملي حيثيت څخه تيرشول ، آيا هغوی بي ناموسان ، درباريان ، چاپلوس ،خرڅ شوي ، غټ څټي ، غټ خېټي پښتانه نه و ؟[/quote:eadf8dacd4]
وګورۍ محترمه دغه ليکنه ډېره ګنګه او په مطلقه توګه په حدث او ګومان ولاړه ده. ګنګه پدې چې دا د اساسي قانون کومه وکيلان دي، چې يې نه پېژنۍ خو بې ناموسان او داسې نور ورته وايۍ؟ او بيا هغه کوم حيثيت دئ چې پښتنو د لويې جرګې نه مخکې درلودل او اوس يې نلري؟[quote:eadf8dacd4]اوس خو پکار داده چې د هغوی نومونه وموندل شي افشا او محاکمه شي ، د بوسي خوسي ترې جوړ او بيا يې جسدونو ته اور وو وغورځول شي اوايرې يې دشمالي ټلوالې ، کرزي او امريکايانو په سترګو کې وروشيندل شي ، او تاسو يې هم نندارې ته راوبولي چې پښتون ولس د خاينو پښتنو لکه شاه شجاع ، کارمل اودغسې وکيلانو او دهغوی له حاميانوسره څه کوي [/quote:eadf8dacd4]
د وکيلانو نومونه د اساسي قانون په دارالانشاکې هرو مرو ثبت دي.
په درناوي
29.06.2006
ښاغلي اومنلي غفار صيب ته سلام او درناوی !
د نظر څرګندولو څخه مومننه کوم ، په تيره بيا ددې مننه چې د ﻻنديني ځواب موقع مو په ﻻس راکړه :
وروره خيانتونه او جنايتونه پخپله نه کيږي هغه خاينانو او جنايتکارانو ته اړه لري، څو هغه تر سره کړي ، کوم خيانت چې د پښتو سره په نوموړې لويه جرګه کې په وروستۍ ورځ وشو، ښايي تاسو به هم ترې سترګې پټې نشئ کړاې. نو په خيانت کونکو يې بيا څوک څنګه سترګې پټو لی شي ؟ دا خو ځرګنده خبره وه چی تر پرون پورې يې ټول پښتانه استازي په اتفاق ، يوه تړه او يواواز د پښتو د ملي ژبې د حيثيت د ساتلو پلويان وو، جرګه وځنډول شوه ، د ستميانو يا شمالي ټلوالې په غوښتنه او امريکايانو په فشار او رشوتونوسره يو شمير پښتنو وکيلانو ځانونه او پښتو وپلورله او پربله ورځ دپښتو ژبې د ملي کيدلو له غوښتنې څخه تير شول ، د متباقي پښتنو وکيلانو شمير نور اکثريت نشو ګټلی او پښتو د ملي ژبې له حق څخه محرومه کړی شوه . آيا همداسې نه وه ؟
نو دا پوښتنه مو سمه نه ده چې : [quote:53906ab17d]وګورۍ محترمه دغه ليکنه ډېره ګنګه او په مطلقه توګه په حدث او ګومان ولاړه ده. ګنګه پدې چې دا د اساسي قانون کومه وکيلان دي، چې يې نه پېژنۍ خو بې ناموسان او داسې نور ورته وايۍ؟ [/quote:53906ab17d]
ځکه که شپه تياره ده نو مڼې خو په شمار وې ، هغه ملي خاينان خو داسې پټ هم نه دي چې د اړوندې لويي جرګې نورپښتانه استازي يې هم نه پيژني ، د ډلېپه توګه هغوی اظهر من الشمس هر چاته رسوا رسوا دي ، خو په مطبوعاتو کې ښايي پر نامه بيل بيل نه وي اعلام شوي .
دوی د پيسوله پاره ځان ته اجازه ورکړه چې د خپلو ټاکونکو سره جفا او خيانت وکړي او د هغوی د رايو پر ضد پښتو تر پښو ﻻندې کړي ! دوی ځان ته څه او څوک وايي چې دخپلو خيټو له پاره د بهرنيان او داخلي غدارانو سره د پښتو او پښتون پرسر معاملې او سوداګري کوي ، دا د کوم غوﻻټي ځامن او دکومې چيواړۍ بچيان وو چې
د قهرمان پښتون اولس او دهغوې سپېڅلې مورنۍ ژبې پښتو پر ضد يې د بهرني او کورني دوښمنانو سره په رڼا ورځ معامله ګري او سوداګري کوله ؟ څرګنده خبره ده اولس دومره نه دی رسيدلی چې له کيلانو څخه ځواب وغواړي احضار يې کړي او پوښتنې ترې وکړي ، خوړلی رشوت پرې ثبوت اودملي خاينانو په نامه يې رسوا ،
محاکمه او په زندان کې يې وغورځوي او خوړلي رشوتونه يې هم له خيټو څخه راوباسي او د ټول ملت منفور مغضوب ، مقهور او رټلي يې وګرځوي !
خو غفار صيب د پښتون ولس ددغه مسلم ملي حق غم له تاسو سره نشته ، بلکې برعکس د يوې مالومې خاينې ډلې او مالوم خيانت ، د خيانت مالومې موضوع، د خيانت مالوم ځای او نيټې ، مالومو مقدماتو ،معلوم بهير او مالوموناوړو پايلوسره سره ايا بيا هم ددې غم را په مخه کړي نه ياست ، څو په دې پلمه چې د خاينې ډلې د بيلابيلو غړو نومونه نه دي په ګوته شوي ، نو دفاع اوهر تر سره کړی خيانت ، جنايت ،بي ناموسي ، بيغيرتي او ګوډاګيتوب يې تبرئه کړئ ؟
په پای کې بيا هم ځان ناګاروئ او ليکئ :
[quote:53906ab17d]او بيا هغه کوم حيثيت دئ چې پښتنو د لويې جرګې نه مخکې درلودل او اوس يې نلري؟ [/quote:53906ab17d]
په لومړي اساسي قانون او داساسيقانون په لسيزه کې پښتو ملي ژبه وه ، ان شوروي او د شوروي ګوډاګي کارمل هم دا جرئت نشو کولی چې د پښتو حق د رباني ددورې په شان او يا د اوسني روان حال پشان پښو تر پښو ﻻندې کړي . د ﻻروي صيب ينې يو ځل بيا ولولئ نو پوه به شئ چې دپښتو او پتنو حال واقعأ څشی دي!
په مينه درنښت او ورورکلويزه سلامونو !
.
سمسورازاد
29.06.2006
ښاغلوځواکمن صیب اوپتنګ صیب !
داچې موږنارې وهوله خپلوپښتنونه چې ولې خپل کورپه خپله ورانوي ،ولې یی دخپلوپښتنوبچیان په خپله ژبه دزد کړونه محروم کړیدي،نوزه فکرکوم چې حق مودی،خودغفاراوصافي غوندې کسان بیاراپورته کیږي داخبره ورباندې بده لګي .کیدای شي چې دوی پخپله هم له هغواصولي پښتنوله ډلې نه وي چې دپښتنو په ستوني پښې کږدي خودنوروزړه خوښ ساتي،هغه بابولالې چې دوی یی دلته راته وایی نورې زړې شویدي،دافاشست،شیؤنیست اونورې کلمې هم اوس کومه نوې خبره نده.هسې خوله غفاره ګیله ځکه مه کوی چې هغه تل یاخوپه ثبوتونوپسې ګرځي،یاهم بس دیته ناست دی چې څوک دچا(!!!)سپکاوی ونکړي،دی دلته دنورو!!! دحق دساتنې لپاره پیرې کوي،اوخبره قصداّ بلې خواته کشوي.که پدې څوک خفه کیږی چې موږولې دخپل حق لپاره دومره نارې سورې جوړې کړیدي،نو زه خوبه ووایم چې زره دې ټکه وچاودي،خوموږبه اوشخصاّزه خوبه ځکه چې دنورو ذمه واري به نه کوم ،تراخیره به دانارې وهم ترڅومې چې خپل حق اودخپل ویاړلي ولس حق نه وي ترلاسه کړی.
پښتنوته دې خدای لاره وښئئ،چې لږراویښ شي،پاتې شول نوروروڼه !!!په هغوزموږغرض نه شته ترهغه وخته چې په مری مې یی راته پښه نږدي.
په احترام
ghafar
29.06.2006
عزتمنده وروره سمسورازاد سلامونه![quote:89733dc880] زمایوملګری ووچې پاړسیوان اوهغه هم دپنجشیرڅخه ؤ ،ماته ډیرګران هم[/quote:89733dc880]
تا د خپل ګران ملګري په سر دومره جنجالونه جوړ کړل، کله چې هغه تاته دا خبره وکړه نو ولې دې خپل پښتني غيرت ورته ونښود، ځکه هغه ستا په وړاندې پښتنو ته لويه سپکاوي کړې وه . او اوس دلته نارې سورې کوې.
بريالئ اوسې
pattang
30.06.2006
ځواکمن صيب لاروي صيب کورمو ودان ، خدای پاک دې نوره هم منطقي اوتحليلي قوې در کړي٠
د غفار صيب په ليکنو کې زه منطق او مونوتوني نه وينم نو زړه مې ډيرورته په تنګ شي اوماته پر دي هم زور راکوي چې د ی په سيند باندې د غڼيو په پله ځان تيره وي. .
غفار صيب به پردې هم پوهيږي چې په فوروم کې ډير کسان شته چې هغوی خپل ښی او چپ لاس پېژني ،خو سره لدي دی هغوی ته د عقلي بېمارانو نسخې ليکي٠
زه باور لرم چې زمونږ ورور ډيرکلک دپردويوتراغيزې لاندې راغلی دی او يا يې په ښوونځي کې درياضي او فزيک ښوونکوته خپل غوږ ندی نيولی ٠
دادی بيايوځل زما د خبرو تائيد ((چې غفارصيب سمسورصيب ته ليکلي دي )) :
[color=brown:f76501b600]تا د خپل ګران ملګري په سر دومره جنجالونه جوړ کړل، کله چې هغه تاته دا خبره وکړه نو ولې دې خپل پښتني غيرت ورته ونښود، ځکه هغه ستا په وړاندې پښتنو ته لويه سپکاوي کړې وه . او اوس دلته نارې سورې کوې[/color:f76501b600]
دپښتنولي په مينه پتنګ
[quote="ghafar"]عزتمنده وروره سمسورازاد سلامونه![quote:f76501b600] زمایوملګری ووچې پاړسیوان اوهغه هم دپنجشیرڅخه ؤ ،ماته ډیرګران هم[/quote:f76501b600]
تا د خپل ګران ملګري په سر دومره جنجالونه جوړ کړل، کله چې هغه تاته دا خبره وکړه نو ولې دې خپل پښتني غيرت ورته ونښود، ځکه هغه ستا په وړاندې پښتنو ته لويه سپکاوي کړې وه . او اوس دلته نارې سورې کوې.
بريالئ اوسې[/quote]
صافی
30.06.2006
دا دځواکمن صاحب پخوانی لیکنه :
ځواکمن
دغړيتوب نېټه: 22 اکتوبر 2002
ليکنې: 67 د ليکنې نېټه : ٤ شنبه اپريل 19, 2006 11:11 am عنوان : ________________________________________
اقتباس:
په نورو ژبو کې ښکنځل والله که خوند کوي
----------------------------------------------------
دا دیو ورور تعلیق.
دا هم دځواکمن لیکنه :
ځکه چې په نورو ژبو کې کنځل نه دومره شته اونه ترې بيا څوک دومره خوند اخلي او نه پرې دومره خفه کيږي لکه پښتانه ! نو اوس ووايه چې پښتانه ولې صرف يو د بل له خفه کولو څخه ډير خوند اخلي ؟
اوا وس داسی لیکی:
آیا هغوي بی ناموسان،درباریان،چاپلوسان، خرڅ شوی،غټ څټي، غټ خیټي پشتانه نه دي ځوک دي ؟
زه وایم:
دا پورتنې لیکنې دکومو پښتنې اخلاقو استازې توب کوي ؟څوک چې پښتو غواړی اول باید خپل اخلاق پښتني کړي . که څنګه؟
ښاغلو او محترمو ورونو! اسلام عیکم:
مخکې له دې چې اصلی موضوع ته راشم، په لاندینیو څو ټکو څه ویل راته اړین بريښي.
لمړی : دښاغلی غفار اخلاقی غیرت اودریز راته دستاینی او مننې وړدی چې ښاغلی پتنګ او ښاغلی ځواکمن ته یی د اوښ په بډووهل په ګوته کړی.(د يو ښاغلی کنځا ، اود بل ښاغلی پری خاوری اړول او تآ ید) چې دا ښاغلی دلته اوښ په بډووهی په افغانستان کې به راته څه شی په بډه ووهی؟ډالرې که افغانی او که نور څه؟ او که دحقد او جهل دلاری دا کار کوی؟ اوایا دپتنګ داعامه نظر او استنباط چې (دپښتنو غټ دښمنان دورګې پښتانه دي چې دستمیانو نه هم بد دي )،يو عنصری ، نژاد پرسته، او فاشیسته نظر نه دی؟
دوهم: دا چې ښاغلی سمسور ازاد اوښاغلی زیب منتظر مسید دواړه د یو شخصیت دوه بڼې دی. دلیل دادی چې ما د(لایق سوچه ژبه) په بحث کې د ښاغلی سمسور نه دهغه دلیکنې په هکله څه تفصیل غو ښتی و ،او په ځواب کې دښاغلی زیب منتظر سر را ښکاره شو. يوه ورځ روسته یی خپلې تیروتنې ته پام شو او نوم یی بدل کړ.
داڅه معنې لری پرته له دی چې هدف یی ډیر یو زوړاو بدایی او پاکستانې ستایله خلقی پرو پاګند وي ؟ زیب منتظر صاحب ،په یوه لیکنه کې نور غذایی اعتصاب ته را بللی که خدای وکړی چې دا کار په خپله وکړی نو (یک تیر ودو فاخته )به شې په یوواربه ددوه کسانو نه بې غمه شو.
دریم: ښاغلی لاروی ددي بحث په سرکې لیکی : دغه خبرې خو دوی ټول کوی او اوس ددی اخوانی، ستمی،پرچمی، شعله یی ټول یوې کړی ته را ټول شوي چې هغه دپښتنو مخا لفت دی .
زه وایم:
چې دخلقیا نو نوم هم ورسره یاد کړی.
--------------------------------------------------------
او په بل ځای کې دخپلو خبرو په عکس داسې وایی: كه چا به پښتني پاليسي درلوده نو بيا غټ مشرك ، كمونست، خلقي، پرچمي افغان ملت او .... و .
باور وكړه يوه ورځ په پېښور كې د افغان مهاجرو د يوه كمپ په بازار كې له يو چا كره ږير كلى او لوڅ سر مېلمه راغلى و چې يو ملا غږ كړ چې هله خلقي دى وهۍ يې . ترڅو چې د هغه مېلمه ميزبان راتلو نو هغه مېلمه بېچاره ډېرو ساده ګانوپه خټو كې يې ليت پيت كړى
زه وایم:
دا څه معنی ؟ ایا دا دیوې کاواکه کلې ګل دی او که تر شا نورڅه دي؟
----------------------------------------------
او په بل ځای کې بیا داسی وایی: ډېر داسې ښاغلي مې ليدلي چې له بهرنيو هيوادونو هم راغلي وي، له نړۍ هم خبر وي خو نقد يا كره كتنه پېغور ګڼي او په كلونو كلونو يې يو له بله سره په همدې خبرې نه دي كړي چې په ليكنه يا اثر يې ورته نقد كړى دى.
زه وایم:
دا کار خو ټول دحرفوی دعوا چیانو دی چې په هیڅ پرنسیپ ایمان نه لری .او که داسی نه ده؟ ؟ دلاروی صاحب همدا يواستدلال دی چې دخپلې ګټې دپاره یی چپه او راسته استعمالوی .اود پښتنو قومونويو غړی ته په تحقیر او توهین کې وایی چې (ته ښه سړی یی خو پلار دي دوس وو).ایا دا دبچی کابل منطق نه دی؟
دا هم باید ووایم چې خلقیانو او پرچمیانو په ژبه ،ملی هویت،او ارضی تمامیت ایمان نه درلود،ژبنې او نژادی ستونځو ته لمن وهل یی د نورو اهدافو دپاره وو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوس به راشو اصلی موضوع ته ، پښتانه په افغا نستان کې اکثریت دي. پښتانه په هیوا د کې د مشر ورور حیثیت لری .
مونږ په هیواد کې د تاجکو ورنو، هزاره ورنو، ازبکو ورنو، اونورو ورنو سره په مشترک کور کې د مشترک تمدن دسوری لاندې، سره یو ځای ژوند کوو.
د تاجک ورور بریا زما بریا ده ، زما بریا دتاجک ورور بریا ده . که دری پرمختګ مومی زما پرمختګ او سر لوړی ده او که پښتو پرمختګ کو ي دنو رواو زما پر مختګ دی .
که تاجک ورورپوهنتون ته دانشګاه وایی په حقه دی . په دری کې ورته دانشګاه وایی. دا څه مشکل دی .
مشر ورور تل دبرده بارۍ،اوګذشت،مسولیت لری .
راغلو خپلې پښتو ژبی ته ،زمونږ ژبه د نورو ژبو په پرتله يوه بی وزلې او خواره ژبه ده .دا یو تریخ واقعیت دی چې مونږ یی باید ومنو تر څو دحل لاره ورته پیدا کړو. دحل لاره هلته مونږ موندلای شو چې په خپلې بې وزلۍ اقرار وکړو .
په درناوی
صافی
30.06.2006
درنو ورونو عليکم سلام !
سمسورازاد
30.06.2006
ښاغلی غفار ورور!
سلامونه ومنی.
تاسولیکی:
[color=darkred:3bf61ccb96]تا د خپل ګران ملګري په سر دومره جنجالونه جوړ کړل، کله چې هغه تاته دا خبره وکړه نو ولې دې خپل پښتني غيرت ورته ونښود، ځکه هغه ستا په وړاندې پښتنو ته لويه سپکاوي کړې وه . او اوس دلته نارې سورې کوې.
بريالئ اوسې[/quote][/color:3bf61ccb96]
[color=#444444:3bf61ccb96][/color:3bf61ccb96]داچې ماهغه ته څنګه ځواب ورکړی ؤ ،دلته به یی ځکه نه رانقل کوم چې تاسوبه بیاووایاست چې فاشیست یم خودومره ضروردرته ویلای شم چې پدې خپلوخبرومې نوموړې ملګری پښیمانه کړاوډیره بښنه یی رانه وغوښته ،خوپدې هم باورلرم چې تابه ورته خاندلي وای اوورته ویلي به دې وایه چې ښه وایی ،یاخوبه هم دهغه خبروته هیڅ متوجې شوی نه وای ځکه چې تاته بې تفوته ده چې څوک پښتنوته ردبدووايي ،بلکې که دوی ته چاداسې خبره کړئ وای نوٍ ثبوت به دې ورنه غوښتی اوفاشست به دې ورته ویلې وای ،
راځم دصافي صیب ادعاته چې وایی:سمسوراومنتظرمسیددیوه کس دوه نومونه دی.
ګرانه وروره پدې اړوندپخپله منتظرهم تاسوته لیکلې وچې په غلطۍکې مادهغه له اوکانته دهغه ورورځواب لکلې ؤ،زه نوموړی زیاتره له یوه کمپیوترنه کاراخلواونیکه مرغه دتاسوپه شان په غرب کې نه یم ناست چې ځانته اعلیده کمپیوترولرم .نوزه فکرکوم چې دیته به اړتیانه وی چې خپل نوم پټ کړو،ځکه چې کومه غله اوګناه مونه ده کړي.
په درناوي
30.06.2006
درنو ورونو عليکم سلام و رحمت الله وبرکاته !
محترم صافي صيب !
که يو پښتون يا يې يوه ډله ستا د ټول پښتون قام ، وطن او ملت سره خيانت او دښمني کوي، ته ورته له شخصي نامه پرته په عامه توګه د پښتنو ، وطن او ملت دوښمن او خاين ويل هم بد ګڼې؟ له خاينانو څخه د وطن ،ملت او پښتون قام دفاع او له بي ناموسانو څخه د قام ملت او وطن د ناموس او شرف دفاع کول، ملي خاين ته خاين او جنايتکار ته جنايتکار ويل هم بد ګڼې ؟ ځکه چې هغه پښتون دی ؟ که داسې وي نو بيا د شاه شجاع ، عبدالرحمان خان او کارمل چمبه غږوه ، ځکه چې هغوې ته هم پښتانه ويل کيږي ، د هغوي ستاينه به ستاسو پر اند عبادت او خاين ورته ويل به بيا يوه ستره ګناه وي ؟
زه خود قام ، وطن او ملت دې ډول برحقې دفاع ته دچا ښکنځل او حتی غندل هم نه وايم ، بلکې برحقه محکومول يې بولم ، برعکس ښکنځل شخصي ، ناحقه او .او تش د غصې دسړولوله پاره وي . خوکه څوک دقام وطن او ملت دوښمنانو اوخاينانوته په عامه توګه هم خاين نه وايي او په دې توګه يې نازوي چې دا خيانت نه بلکې ددوی مسلم حق دي ، نوبيا اړينه نه بريښي چې د وطن دخدمتګارانو ، ملي قهرمانانو، پخوانيو مشرانو لکه ميرويس نيکه احمد شاه بابا ، سوري شيرشاه ، خوشحال خان ، ايمل خان اودريا خان په نامه وياړ او دهغوی ستاينې به هم سم کار نه ، بلکې ستاسو په اند يوه ګناه بلل کيږي ؟
او داچې په نورو ژبو کې کنځل نه دومره نشته اونه ترې بيا څوک دومره خوند اخلي او نه پرې دومره خفه کيږي لکه پښتانه ! ځکه چې ښکنځل دشخصې تيري شکل لري او پښتانه صرف له دې کبله يو د بل له خفه کولو څخه ډير خوند اخلي !
خو که له نامه پرته په عامه توګه ملي خاينانو او بي ناموسانوته بی ناموسان، درباریان، چاپلوسان، خرڅ شوی،غټ څټي، غټ خیټي وويل شي پر ځای او اړين بريښي. او د پښتنې اخلاقو استازې توب څه چې د هر ډول ايماني وجداني او انساني احکامو اواخلاقو پرځای کول او د پښتو له غوښتلو سره د پښتنې اخلاقوعيارول هم دي ! آخر له منکراتو نهې او د هغوې غندل خدای تعالی هم نه دي خوښ کړي ؟
نو صافي صيب د ابه راسره تاسو هم ومنئ چې افسوس دهغه چا پرحال ، چې ملي خاينانو ته هم د خاين ويلواخلاقي جريت نه لري . والسلام .
صافی
30.06.2006
درنو او محترمو ورنو! السلام عیکم:
ښاغلی او محترم ځواکمن صاحب!
بې مسولیته او مذبذبه لیکنه په دوه توته هم نه ارزی، چې نن یوڅه وایې او سبا بل .عامه ، او خاصه ،اوهرراز لیکنه چې څوک کوی باید دی ته یی پام وی چې لیکنه سند دی . اودلیکنې داثبات دپاره یا منطقی دلایل ولری اویاهم مادی.
بې نا موسان،درباریان،چاپلوس،خرڅ شوی ،غټ خیټی،دا صفات دی چې بې له مسما په ځانړی توګه پوچې خبرېدی . هو کله مو چې وویل( ببرک خاین ووطن فروش) یا ګوډاګی شاه شجاع او یا ظالم عبدالرحمن،مفهوم ورځینې اخیستل کیږی
چې البته ادعا یی اثبات ته اړینه ده،او دغو کسانو په مقا بل کې ددلایلو او اسنادو کمی هم نشته.دغفار صاحب دخبری په تاید کله چې په داراز صفاتو خطاب چاته کیږی دنوم اخستل ورسره اړین وی او کنه نو هسی چټیات دی.
[quote:d2ed8b2e0b]
ملي قهرمانانو، پخوانيو مشرانو لکه ميرويس نيکه احمد شاه بابا ، سوري شيرشاه ، خوشحال خان ، ايمل خان اودريا خان په نامه وياړ او دهغوی ستاينې به هم سم کار نه ، بلکې ستاسو په اند يوه ګناه بلل کيږي ؟
[/quote:d2ed8b2e0b]
ځواکمن صاحب :
دا پورتنې بې ځایه خبرې دی هم بیرته درواخله دا نه تاسره ښایی او نه ما سره .
صافی
منتظرمسید
30.06.2006
محترم صافي صیب !
سلام به درواچوم خوله نیکوهیلوبه ځکه تیرشم چې تادهغولپاره ځای ندی پريښی.
وروره داچې ته وایی چې زه اوسمسوریوسړی یو،داستاګومان اوشک دی ،اوداسې ډیرځله شوي دي چې دلیکونکې یابحث کونکي سره دلایل ختم شي نوبې ځایه ادعاګانوته مخه کړي اوګډوډي،جوړوي،ترڅوخبره بلې خواته کش کړي،تاسوهم همداکارکړی دی .ماتاسوته لیکلې هم ؤځکه چې داراته څرګنده نه وه چې ته څنګه سړی یی،چې سمسورورورپه غلطۍ کې زماداوکاونټ نه دهغې لیکنې په اړه خپل نظروړاندې کړی ؤ،خوتاسوبیابله پکې راوایسته.تاسوځکه داادعایاګومان بې ځایه دی چې زه هیڅ مجبوریت اواړتیانلرم چې په مستعارنوم په دې فورم کې لیکنې وکړم ځکه چې نه خوچاته کنځل کوم چې ترې وډارشم اونوم ورنه پټ کړم اونه خوداسې څه لیکم چې خدای مه کړه دهیواداوولس په زیان وي،اوسمسورورورهم داسې څه ندي لیکلي ،داچې زمااوسمسورنظربه په زیاترومسائلوکې سره ورته دی زه یی نه پټوم بلکې خوښ یم چې دوه پښتانه خوپه یوه خوله دي سره،اودهغې لامل دادی چې سمسورزماانډیوال دی ،یوځای ناسته ولاړه کوو،اومسائل په ګډه څیړواوپرې خبرې کوو،نونظربه موهم هرومروسره ورته وي ، ماپه مستعارنوم هم په اخبارونوکې لیکنې کړیدي،خویوازې هغه وخت چې اړتیایی وه اوشرایطواجابوله.
وروره صافي صیب ماخوپه خپلولیکنوکې دهیڅچااوپه هغه ډله دتاسوکوم داسې سپکاوی نه ؤکړی چې ته یی دیته هڅولی وې چې ورته بې ځایه ادعاوکړې، خوکیدای شي چې په دې فورم زمادريځ درباندې ښه نه وي لګیدلی چې تل دپښتواو پښتنوننګه کوم اودهغوی لپاره په عین حال کې دځان لپاره خپل حق غواړم .ځکه چې تاسودپښتوپه هکله همدایوه خبره ټینګه ده چې :
[color=darkred:896d3f9621]راغلو خپلې پښتو ژبی ته ،زمونږ ژبه د نورو ژبو په پرتله يوه بی وزلې او خواره ژبه ده .دا یو تریخ واقعیت دی چې مونږ یی باید ومنو تر څو دحل لاره ورته پیدا کړو. دحل لاره هلته مونږ موندلای شو چې په خپلې بې وزلۍ اقرار وکړو [/color:896d3f9621]،خوباوردې وشه چې پدې فورم کې زه ستاسوشتون ګټورګڼم ،ځکه چې تاسودپښتنوپه رول کې دهغه چااستازیتوب کوی چې دپښتوپه وړاندې اودهغې دودې اوپراختیاپه وړاندې بې توپيره ندي ،ههغه خوندنه ورکوي اوپه هره وسیله چې کیږې ورته خنډونه ایجادوي .نوستاسوشتون ځکه ګټوردې چې لږتره لږه ستاسوپه څیره کې کولای شوچې دخپل اپانینټ اومخالف نظرځانته څرګندکړو.
راغلوستاسودې فرمودې ته چې لیکئ:
[color=darkred:896d3f9621]زیب منتظر صاحب ،په یوه لیکنه کې نور غذایی اعتصاب ته را بللی که خدای وکړی چې دا کار په خپله وکړی نو (یک تیر ودو فاخته )به شې په یوواربه ددوه کسانو نه بې غمه شو.[/color:896d3f9621]
په دې ځای کې زماپه وړاندې دخپلې تربګنۍ اصلي لامل په ګوته کړی .پورته پوچه اوبې ځایه ادعادې پدې کړې ده چې تاته اصلازمادې لیکنې خوندنه وودرکړی،خووروره تاسوهسې چټي ویریدلي یاست،زماموخه له تاسوڅخه نه وه،چې دلوږې اعتصاب وکړی،بلکې هدف رښتوني پښتانه ؤ،هغه چې دپښتواو پښتونولۍ احساس لري،په تاخودې خدای اعتصاب ونکړي،خوچې دلارې اغزی نشې دابه دې هم لویه مهرباني وي .اوکه داپکردې وي چې له موږدواړوبه بې غمه شې اوبیابه په ساړه سینه دخپلووروڼو!!چوپړکولې شې ،نوخپه کیږه مه اوخوادې هم بده وه ،نورپښتانه هم شته چې خپل حق به غواړي،که ته څه پکرکوې .چې نور ټول ستاپه شان ...پښتانه دي .
خداې دې درته دنیکې لارې هدایت وکړي.زه به نوروخت تاته په لیکنونه ضایع کوم .
30.06.2006
درنو او محترمو ورنو! السلام علیکم:
ښاغلی او محترم صافي صاحب!
[quote:02e65302df]بې مسوليته او مذبذبه ليکنه په دوه توته هم نه ارزی، [/quote:02e65302df]
دا خبره خو په دغه عام شکل سمه ده، په دې شرط چې هيڅ چاته راجع نه وي ! خو ستاسې مطلب زماليکنه ده ، خو پاممونه دې چې د بيمسوليتۍ ثبوت مو نه دې واندې کړی، خو حکم مو صادر کړې دی . ايا دا يوه مسوﻻنه اندتوګه بولئ ؟ هوتاسو ورسره يوه ادعا تړلې چې ګواکې [quote:02e65302df]نن یوڅه وایې او سبا بل .عامه ، او خاصه ،اوهرراز لیکنه چې څوک کوی باید دی ته یی پام وی چې لیکنه سند دی[/quote:02e65302df] .
تاسوچې کوم سند وړاندې کړی، په ځوابي ليکنه کې مې هڅه کړې څوتاسو وپوهوم چې ددغه سند مورد بل شی
او دلته بيځايه دی. که تاسو قناعتپرې نه وي حاصل شوي ، حق او صلاحيت دواړه مو لرل چې پر ضد يې ، ستاسې خبره، مادي او منطقي دلايل وړاندې کړئ، خو ددېپرځای تاسو دهغو دوګماتکو حکمنو صادرولو ته ﻻس اچولی چې نه مو حق اونه صلاحيت درلود.
[quote:02e65302df]بې نا موسان،درباريان،چاپلوس،خرڅ شوی ،غټ خيټی،دا صفات دی چې بې له مسما په ځانګړی توګه پوچې خبرې دی .[/quote:02e65302df]
نه صافي صيب ، دا عامې خبرې دي ،نه پوچې ، که چيرې ما مشخصې کړې نه وای او د ااسيقانون دليي جرګي هغو پښتنو غړوته نهوای ځانګړې شوې چې د پښتو د ملي کيدو د طرحې د وړاندې کولو څخ صرف له دې کبله تير
او د نرو پښتن ويلانو سره يې کړې ژبه او قول مات کړل ، چې د رباني خيلانو ، امريکايانو او نورو ضدملي او ګوډاګيوعناصرو د پيسوزور او سياسي فشار ته تسليم شول او د پښتو د پلويانو وجود اکثريت .يې ړنګ کړ.
اياله دې مشخصې اواظهر من الشمس څرګندې او معلومدارې تاريخي ناوړې پيښې څخه تاسو هم د غفار ورور پشان منکرياست ؟ اوادعا لرئ چې دا يې يو ستر مسوﻻنه کار وکړچې دپښتو د ملي ژبې پر حيثيت يې ګواکې د شمالي ټلوالې سره د ملي وحدت د ساتنې له پاره تير شول ؟ دا پلمه خو په تلويزيوني اونورو کورنيو اونړيوالو رسنيوکې هم وښودل شوه چې پښتانه وکيلان د څه له پاره له خپل دريځ څخه تير شول !
که غفار ورور له دېپيښې نهځان بي خبره وښيي ، نو ښيي هغه چيرې په کوم امريکايي يااروايي هيواد جرمني يابل کې ژوند کوي او ځان ناګاره واچوي چې ګواکې له دې سترې ناوړې پيښې څخه خبر شوی نه و، نوتاسو څنګه دا سې انګيرئ چې ګواکې داسې پيښه له سره پيښه شوې نه ده اوګواکې پښتنو وکيلانو پخپله، په ازادانه او داوطلبانه توګه غوښتل چې پښتو دې نوره ملي ژبه نه ي ؟
خولهبلې خوا که تاسو هم دغفار پشان په بهر کې له دغه تر ملي خيانت څخه ناخبه پاتې شوي ياست، نو خولږ ترلږه
د هغه په څير تاسوهم د دګماتيکو حکمونوله صادرولو څخه تر هغه وخته ډډه وکړئ چې څو د پيښېه واقعيت څخ ځان خبرکړئ.
[quote:02e65302df]هو کله مو چې وویل( ببرک خاین ووطن فروش) یا ګوډاګی شاه شجاع او یا ظالم عبدالرحمن،مفهوم ورځینې اخيستل کيږی [/quote:02e65302df]
او که ووايوچې د ببرک نږدې انډيوالان، د شاشجاع سياسي او پوځي ملګري ، د عبدالرحمان همکاران هم خاينان وو، نو بيا ؟ ايا تاسو او غفار صيب يې تر هغه پورې خيانت نه منئ،تر څو چې دلته يې د بيلابيلو نومونه نه وي اخيستل شوي؟
عجيبه پاراډکس خبر نه ده چې : په لويه جرګه کې خيانت شوی، ملي خيانت اوجنايت شوی او بيناموسي شوې چې د پښتو دملي ژبې پر حق پښې کيښودل شوې او سترګې پرې پټې شوې، خو خاين ، بيناموس او تاليڅټی په کې
يو هم نه و؟ دا خيانت نو آخر چا وکړ ؟ دا بيناموسي خو به آخر کوم بيناموس کړي وي که نا؟ اونورو خاينانو به ورته چک چکې کړي وي که نا؟ او که نه ، زما محترمو تاسې اصلأ دا دپښتو حق نه بولئ چې ملي ژبه وه او ملي ژبه دې وای اوملي ژبه دې شي ؟ که د اسې انګيرنې لرئ نو بيا ولې شفشف کوئ او نه واياست چې ورونو پښتوته اوس هم تر هغه زياته برخه ورکړ شوې چې مونږ يې دپښتو حق ګڼو : او هغه داچې پښتو ولې رسمي شوې ده؟
هو دا ډول جملې به ځواب نه وي چې : [quote:02e65302df]دا پورتنې بې ځایه خبرې دی هم بیرته درواخله دا نه تاسره ښایی او نه ما سره .[/quote:02e65302df]، خو دا خپل ، خدای درکړی ، حق بولئ چې هصلاحيتپرته د بل دليکنې متن بي [color=white:02e65302df] بيځايه [/color:02e65302df] هم وبولئ؟ مبارک شه !