نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یورپ اوامریکه ته دسفرکولونه مخکی ضروری پاملرنی
منلی
26.06.2006
یورپ اوامریکه ته دسفرکولونه مخکی ضروری پاملرنی
سفر کولونه مخکی بایدخپل سامان په خپله وتړی که چیری ستاسی کوم ملګری ستاسو لاس نیونه وکړه . نو دی ته ضرور فکر کوی چی په دی کښی کوم دینی کتاب یا په عربی ژبه کوم خط شامل نه کړی . کنی په دی صورت کښی په امریکه اویورپ کښی دتلاشی په دوران داشیان تاسی سره ووتل نو تاسی د
( بنیادګرمسلمان )په کیدوکی کوم شک اوشوبه نه پاتی کیږی .تاسی خوپوهیږی چی بنیادګرمسلمان یعنی مسلمان (دهشت ګرد ) وی .
بل به دا احتیاط کوی که چیری تاسی ږیره درلوده دسفرکولو نه مخکی تاسی دنائی دوکان ته ورشی ورته وویی چی په ښه ډول سره یی لری کړی بلکی ښه یی صفا کړی کیره خودکور فصل ده څه وخت پس بیرته رسیږی دی سره به ستاسی په خپل ملک کښی هم قدر اوقیمت زیات شی .
په همدی ډول دسفر کولو نه مخکی تاسی باید داڅوجملی ښی زده کړی دمثال په ډول اسلام دامن اوسلامتی مذهب ده ، ددهشت ګردی لپاره پکښی هیڅ تصور نشته روشان خیالی اواسلام دوه مختلف شیان نه دی بلکی په عراق ،افغانستان اوفلسطین کښی چی کوم مسلمانان ددوی په خلاف دی هغه بنیادګرمسلمانان دی دهغوی اسلام سره هیڅ کومه رشته نشته بش چی په دی وخت کښی دبنیادګرومسلمانانو په خلاف کوم اعلان کړی دټولی دنیا مسلمانان ورسره هم آوزه دی . اوداسی نور ... داجملی تاسی ته په یورپ اوامریکه کښی دقیام په وخت ډیری په کارراځی .
په همدی ډول کله چی تاسی دطیاری نه ښکته کیږی په دی وخت کښی په تاسو سپیان خوشی کیدی شی چی ستاسی سامان بوی کړی کیدی شی چی تاسی ته هم درنزدی شی ګوری چی تورش تورش ورته ونه ګوری بلکی خپله څیره داسی وښی چی تاسو سپیانو ته په زړه کښی ډیر محبت ده ولی چی له سپیانو نه نفرت کول هم ددهشت ګری له علامونه یوه علامه ده .
دلته کیدی شی چی تاسی دجسمانی تلاشی لپاره له نورو مسافرنه بیل کړی تاسی ته وویل شی چی خپل لاسونه ښی اوچپ خواته اوږده کړی اوبیا یوه پښه جیګه اوبله ښکته تاسی ته به وویل شی چی دواړه بوټونه وباسی تاسی به په دی خبرو خوښی سره عمل کوی په خپله څیره باندی هیڅ وخت داسی اثرامه پیداکوی چی خدای نخواسته تاسی ذلیل کیږی ددی عمل دزده کیدو لپاره تاسی هغه ویدیویی فلمونه وګوری په کوم کښی چی زمونږ مشران اورئیسان دجرمنی او واشنګټن په هوایی میدانونو کښی د خوشحالی په حالت کښی له دی مرحلی تیریږی .
کله چی تاسی امریکه اویورپ کښی قیام وکړی نو دعبدالغفوراوعبدالشکورنومونو په ځای ،نګی ، ویکی ، سم نومونه وټاکی څوک چی دمذهب په باره کښی درنه پوښته وکړی نو چړپړ جواب به ورکوی دمثال په ډول مونږ دانسانیت په مذهب یقین لرو اوداسی نور .
وسلام
داود فايز
26.06.2006
تر ټو لو اسانه حل دادي ودي وايي چي زه بيخي مسلمان نه يم او مخكي له دي چي روانيږي ودي به يوه ورځپانه كي دا اعلان وكړي چي زه عيسوي شوي يم نو بيا به له مخصوصه تياره ورته راشي او اوروب ته به يي والوزي له هر څه نه به خلاص شي
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
مشواڼې
27.06.2006
داخودملاصاحبانوبرکت ؤ چې په مسلمانانوهم پرېوت ٠ ددوی له برکته نړيوالی ډوموکراسي ، ډېمو- کراسي اوډمبوکراسي هم وده وکړه ٠
منلی
27.06.2006
هلکه ډیرخوشحاله یی ډیموکراسی ته ولی چی دخوشحالی اظهار دی په لیکنه کښی ښکاری
یوچا راته ویلی وه چی په دنیاکی څه اوری هغه خوهیڅ مه منه اوڅه چی وینی هغه نیم منه ته کوم دلیل لری چی دامولاصاحبانون برکت ده ایا ته فکر کوی چی ملاعمر به مولاوی اوکه نه دامریکه اوپاکستان ............................
مشواڼې
27.06.2006
که له ما کشرهم يې ، زه درته د هلک خطاب نه کووم ٠
پاتې شوه دديموکراسۍ خبره نوزه ورته نه يواځې خوښېږم بلکه يوددېموکراسۍ له پلويانوڅخه يم خوزه دحقيقي دېموکراسۍ چې زمونږ په ژبه کی ورته ټولنيز عدالت هم ويلې شو، ترمنځ او دDomocracy , damnocracy and Dumbocracy ترمنځ فرق شته ٠ داچې دېموکراسي يوتاريخي يونانې نوم دې ، زما تفصيل ته اړتيا نه لري خودغه کوم نوي نومونه چې اورې ، دادمشواني په ژبڅېړنې پورې اړه لري ٠ دانوې اصطلاحګانې زما تخليق دې اودنړۍ په هيڅ کتاب کی نه موندل کيږي ځکه چې يواځې په عملي سياست کی راڅرګنديږي اولکه '' ټوخې '' په حروفونشي ليکل کېدای ٠
له درناوي سره ستاسوورور
و ٠ مشواڼې
منلی
27.06.2006
وروره ته چی پری خفه شوی یی ډیره بښنه غواړم زه هم نه پوهیږم چی له تاسوبه مشریم اوکه کشر زماعمر ۲۲ کاله ده دخلقیانو اوپه اخرکی دپاټکیانو له لاسه تعلیم موهم تر ۱۰ ټولګی پوری کړی که له ما ناپوه نه کومه غلطی کیږی نوبښنه راته کوه
مشواڼې
27.06.2006
خدای دې وبخښه، وروره !
زه نه خفه کېږم خوډارېږم چې تاسورانه خفه نه شۍ ٠
اوتاسوخوشکرپه تنکي کول کې دومره لوړمقام ترلاسه کړې دې ٠ زمونږ سرسپين شواوس هم لکه ماشوم په خاوروخاپوړې کوو٠ که چپ اندازي مې زده وای هم به ديوڅه رزق خاوندوای ، که نورڅه نه وای ديويابوڅښتن خوبه وم٠
که زما په وس پوره وای phD مې درکووله٠
اجازه ده ، دخپل زړه بړاس باسه خوچې زما له وجوده بل طرف ته لاړنه شې ٠
ستاسوورور
مشواڼې
Re: یورپ اوامریکه ته دسفرکولونه مخکی ضروری پاملرنی
سمسورازاد
02.07.2006
ګران ورورزخمي صیب !
سلامونه مې ومنه.
ستاخبرې به په ځای وي اوزه خووایم چې داټول په موږ دخپله لاسه شویدي ،خو دتعجب خبره بیاداده چې زیاتره هغه کسان چې داډول خبرې کوي اوشکایتونه کوي ،ددې ټولومشکلاتواوتوهیناتوباوجودبیاهم په زرهاوډالرورکوي ،ترڅویی قاچاقبران همدغه (بې انصافه اواسلام ضد)اوروپااوامریکاته ورسوي .زموږیو بد دی هغه داچې دیوچاکره ورشو،ډوډۍ اوخواړه یی په مړه خیټه خورو،خوتندی مو تل تریونیولې وي چې داڅه رنګه ډوډۍ وه،دډوډۍ پخول یی ندي زده.
که داسې نه وي نوراځئ دیورپ اوامریکاته به سره نه ځواودومره غیرتي به شوچې له خپل هیوادنه یورپ اوامریکاجوړه کړو.
په احترام