نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د چين په کنفرانس کې د سيمې جمهور رئيسانو په خپلو ملي ژبو خبرې وکړې خو دجمهور رئيس کرزي نه لکه چې خپله ژبه هيره و
Abid
26.06.2006
تيره اونۍ چې د چين په دارالخلافه کې د کنفرانس وروستۍ غونډه وه، د سيمې جمهور رئيسانو لکه د روسيه جمهور رئيس پوتين په روسي ژبه د چين جمهور رئيس په چنايي ژبه، د ايران جمهور رئيس په فارسي ژبه، د اوزبکستان جهمور رئيس په ازبکي ژبه دې غونډې ته چې د ګډې همکارۍ پر بنسټ جوړه شوې وه خبرې وکړې او ژباړونکو به په انګريزي ژبه ژباړلې، خو کله چې د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزي ته وخت ورسيده نو جلالتماب کرزي په دري ژبه خبرې پيل کړې.بس نور مې غوږونو د اوريدو او سترګو د ليدو توان نه ليده، تلويزيون مې بند کړ او يوې ناکرارې شيبې پر مخه کړم. له ځانه سره مې ويل چې دا کرزي صاحب څه مطلب لري چې کور په صحرا چې خوله خلاصوي په دري ژبه ويل پيل کوي. که په افغانستان کې په دري ژبه خبرې وکړي نو يو جواز لري چې يو څوک ووايي چې پښتانه ټول په دري ژبه پوهيږي. خو له هيواده بهر په يوه ملک کې چې هلته هر ولسمشر ته خپله ژبه خپل شناخت ښکاري او په خپله ژبه خبرې کوي او هغه بيا په انګليسي ژبه ژباړل کيږي، نو ولې کرزي صاحب د اکثريت په ژبه و نه غږيږي، چې د ده خپله مورنۍ ژبه هم ده. شايد ياران دا دليل وړاندې کړي چې کيدای شي د کرزي صاحب ژباړن به په پښتو ژبه نه پوهيده، دلته دا پوښتنه راولاړيږي چې آيا په ټول افغانستان کې به داسې پښتون نه وي چې پښتو دې انګليسي ته واړوي، بې له شکه چې په زرګونو پښتانه همدا اوس هم لرو چې په کابل کې په ټولو وزارتونو کې په ګڼ شمير کې د انفارمشن ټکنالوژۍ په برخه کې کار کوي او دا وړتيا په کې شته.
ګرانو لوستونکو او د قلم د قبيلې يارانو نور تاسې او ستاسې قضاوت خو دومره هيله درڅخه لرم چې بحث د سپکو سپورو لور ته د بيولو په ځای به ښه وي چې منطقي خبرې پرې وکړئ.
Re: د چين په کنفرانس کې د سيمې جمهور رئيسانو په خپلو ملي ژبو خبرې وکړې خو دجمهور رئيس کرزي نه لکه چې خپله ژبه هير
منتظرمسید
28.06.2006
عابدصیب !
سلامونه اوښې هیلې می ومنئ .
وروره تاسوهسې په غوسه شوي یاست ،داڅه لومړی وارندی چې دافغانستان مشر ورته کارکوي ،زموږاوتاسومشرانوخویاداوه چې پښتویی له سره زده نه وه اوپه پاړسی به یی خبرې کولې یاخوهم چې زده به یی وه ،نوپرهغې پرخبروکولوشرمیدل . بله داچې کرزی صیب هم ګرم ندی ځکه چې پوهیږي چې که په پښتوخبرې کړي نویاران یی خوابدي کیږي ،اماکه په پاړسي خبرې وکړي نوپښتانه نه خپه کیږي ،ځکه چې پښتانه دخپلې ژبې په کیسه کې نه ؤ اونه دي .که کرزی پدې پوه شي چې ددده په ورته کارپښتانه خوابدي کیږي نوپکرنه کوم چې ورته کاروکړي ،اوس نوهغه دی چې یوپوه !!! تکړه !!! غیرتي !!! ادیب !!! لیکوال !!! تاریخ پوه ،هیوادمل غوندې سلاکارلري چې ورته دامشورې ورکوی اوله بده مرغه چې هغه هم سهواّ پښتون دی .ترټولولویه ګناه پخپله دپښتنوده که نه تره کي په هرځای اوهر وخت په پښتوخبرې کولې ،خوهیڅ چاورباندې نیوکه نه شوای کولای ،داچې تره کی څنګه سړی وو دابله خبره ده اوزه پرهغوخبرونه غواړم چې بحث وکړم .
نوراځئ چې ترټولودمخه خپل ځانونه پښتانه کړو،بیابه کرزی هم پښتون شي او زموږنوروروڼه به هم پښتوزده کړي اوپه بهرکې به هم کرزی پښتوووایی .
په درناوي
larghonay1
28.06.2006
وروڼو سلامونه !
مسيد صيب ښې خبرې كړي ، دې مار خو زموږ په خېټه لاره جوړه كړې دا كوم نوى كار نه دى .
خو د كرزي لالا او تېروحكومتونو توپير همدومره و چې هغه وخت پښتانه ويده وو، خپل حقونه يې نه غوښتل اونه يې پېژندل. نو ځكه خو يې چارواكي هم په خپلوعيشونو كې ډوب وو خو بيا يې هم د حكومت چورليز تر كرزي خان غوره و .
پښتو ملي ژبه وه، د پښتوله پاره پښتو ټولنه وه، پر دولتي مامورينو پښتو جبرې شوې وه او ورته هڅول كيدل، اكثره لوحې پښتو وې، د مكتوبونو سرلوحې پښتو وې، په راډيو ټلويزيون كې لومړي خبرونه پښتووو، ملي ټرمينالوژي خوندي وه، او داسې ډېرې نورې بېلګې.
خو دا چې هغه وخت پښتنو ليكوالواو چارواكو پښتو ويل، ليكل شرم ګڼل ، پاړسي يې د وياړ ژبه ګڼله دا نود هغه وخت د حكومتونو ګوناه نه وه.
زه د هغه وخت دحكومتونود نورو كارونو ملا تړى نه يم خو شكر چې په هغه وخت كې چې پښتانه ويده وو كرزى لالا نه و ګنې اوس به مو د منځنيو اسيايي هيوادونو غوندې يوازې څو سپينږيري په پښتو پوهيدل .
اوس خو د پښتنو غريبانو په ډېرو چغو زاره وچاوديده خو ځواب ته يې يوازې هيوادمل هم كفايت كوي .
پاړسيوانان ولې په دې خبرو وخت ضايع كړي، هغوى خو هيواد مل لري .
كوښښ كوي چې كرزي ته په پاړسۍ بيانيې و ليكي.كه كوم پښتون يې په وړاندې خبر وكړي نوسل، زر دلايل ورته وايي.
زه لا خبر شوم چې شمشاد ټلويزيون ته يې هم ګوتڅنډنه او غاښچيچى كړى چې بايد پاړسي زياته كړئ.
وه ويدو وروڼو چيغې وكړئ چې ضيا مسود، خليلي، قانوني ضراراحمد مقبول،سپنتا، او په سلګونو نور لوړپوړي پاړسيوانان چارواكي هم د ټول افغانستان چارواكي دي هغوى ولې چېرته سهواً هم په پښتو خبرې نه كوي؟
خو څه به ووايم ، تر څو يې پسې ليكئ چې تر وسې موكېږي .
تو لعنت دې په دا هسې منصفۍ شته
چې ...............
منتظرمسید
28.06.2006
ډیردرونداوښاغلی لاروی صیب !
سلامونه اونیکې هیلې مې ومنئ .
داچې تاسووایاست چې اوس پښتانه راویښ شویدي ،باورمې نه راځي ،ځکه چې وایی په یوه ګل نه پسرلی کیږي ،که پښتانه په رښتیاراویښ شوي وای نواوس به په هیوادکې بله بڼه وای ،داچې یوڅولیکوالان زمااوستاپه شان کله ناکله لیکنې وکړي ځکه چې نورنوذغم نه دی راپاتې ،زماپه اندکافي نده ،بلکې زه به هلته ومنم چې پښتانه راویښ شویدي چې دخپل حق لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي .موږله تراوسه داامکانات نلروچې په ښونځیوکې موبچي په خپله مورنۍ ژبه زده کړې وکړي ،دمرکزي اسیاوګړي خوبیاهم ترموږډیرغیرت لري ځکه چې نن ورځ هغه دی که پرې پوهیږي یانه پوهیږي لاکن خپلې ژبې یی رسمي اوملي کړې ،بچیان یی په خپله مورنۍ ژبه زده کړې کوی اودروسانوواک یی محدودکړ،اماموږتراوسه څه کړیدي ،زموږدویښتیاثمره څه ده ،داچې هرکس او ناکس راولاړیږي راته دفاشیست ،شیؤنیسټ خطاب کوي ؟!!
که موږوایوچې په رښتیاهم موږنونورویښ شوي یو،نوراځی چې خپل حق له هرې شونې لارې چې وي ،هغه ترلاسه کړواونورنوهربې ضمیره اوبې وجدانه اونمکحرام ته داحق ورنکړو چې راوپورته شي اودستروپښتنوچې تاریخونه یی په کارناموډک دي اوپرهغوویاړي ،سپکاوی وکړي ،هغوته کنځل وکړي او...
راځئ چې ورته داسې خوله ماتوونکی ګوزارورکړچې دهیوادپه دننه اوله هیواده بهریی انډیوالان اوهم اندي په لړزاشي اوپه راتلونکې کې جراّ ت خوڅه کړې چې خیال هم په سرکې ورنه شي چې سترواوتاریخ منلوپښتنوته په کږه وګوري ،هو هغه وخت به زه ومنم چې موږراویښ شوي یو.
زه یوځل بیاداوایم چې زه څوک دې ته نه رابولم چې ټوپک ته لاس کړي ،یادې هم دچا حق ترپښولاندې کړي ،لاکن دننیوشتونړیوالواصلواوقوانینوپه چوکاټ کې راځئ چې هلې ځلې پیل کړو .لاریونونه راوباسو،دډوډۍ نه خوړلواعتصابونه وکړو ،لارې ونیسو، اونورې داسې سل لارې شته چې دهغې څخه کولی شوخپل حق وغواړواوزه پدې باوریم چې هغه به ترلاسه هم کړو .
دکرزی یی زمااوستاپه اولادوڅه چې په پښتوزده کړې کوي که په پاړسي ،دده خپل بچیان نه په هغه اونه دغه ژبه زده کړې کوي ،ځکه چې دهغه زامن امریکالري ،په انګریزي ولې زده کړې نه کوي ،هسې هم نن ورځ په هیوادکې نه پښتوپه دردخوري نه پاړسي چې انګریزي دې نه وي زده ،ځکه چې څوک بیادرته کارنه درکوي .نووروره !داستونزه زمااوستادبچیانوده ،نوغم به یی هم زه اوته خورو.
په صبرصبرپوره نه شوه
نورمې قسم دی بې صبرۍ ته ملاتړمه
په درناوي
larghonay1
29.06.2006
ګران مسيد صيب سلامونه !
وروره ستاسو له ټولو خبرو سره غمغږى يم، تر څو چې مونږ له سوله ايزو لاريونونو، اعتصابونو او ميډيا له لارې خپل حقونه ونه غواړو هيڅوك هم زمونږ له غمه نه دي مړه .
خو ستونزه دا ده چې د پښتنو مقابله په خپله پښتانه كوي.
كه هيواد مل ما او تاته په لمنو لمنو بې ځايه دلايل ونه وايي نو رهين ما او تاته څه ځواب لري؟
يو پاړسوان به د كومو دلايلو له مخې ووايي چې پښتانه دې پاړسي ووايي او دري دې نه وايي . خو دا چې پښتانه څوكۍ ته ورسېږي بيا نو د څوكۍ ساتلو له پاره هغه پښتانه په خوله وروهي چې پښتو غواړي.
اصلاً زمونږ او ستاسو د پاړسيوانانو سره ستونزه نشته، هغوى پر مونږ په زوره هيڅكله پاړسي نه ده ويلې خو زمونږ ستونزه زمونږ د خپلو پښتنو درباروالاوو سره ده. دوى خپله پښتو ته په درناوي نه دي قايل نو پاړسوانان يې څه كوي.
تاسو وواياست چې د افغانستان اساسي قانون، د بشري حقونو نړيوال كمسيون، د ملګروملتونو، د ماشون مړيوال كنوانسيون، ټولو حق راكړى چې هر ماشوم دې په خپله مورنۍ ژبه زده كړه وكړي خو كرزى چې پخپله هم پښتون دى خو د ټولو قوانينو پر خلاف مونږ ته خپل حق نه راكوي حال داچې تر اوسه ما د كوم پاړسوان څخه نه ليكلي او نه ويلي اوريدلي چې پښتو ښوونځي دې نه وي، پښتانه دې په پښتو مكتوب نه ليكي، پښتانه دې په خپله ژبه خبرې نه كوي.
دا چې ما ويلي وو چې اوس پښتانه راويښ شوي دي.
باور وكړه چې دغه دوه درې كاله وړاندې له ننګرهاره تر كندهاره او له خوسته تر فراه او هراته ټول پښتانه دې ته متوجه وو چې بايد پښتنو ته حق وركړل شي خو چې د كرزي كارونه يې وليدل يوڅه نهيلي شول . خو اوس هم ويښ دي تاسو به د هيواد په تاريخ كې د پښتو دومره پراخه خپرونې نه وې ليدلې .
خو كه په دغه حكومت كې پښتانه چارواكي يې نهيلي نه كړي.
اوس كه دغه پښتانه ليكوال يو څه سره له سيمه ايز سوچ نه تېر شي او په ټولو ولايتونو كې يو پراخ كمپاين وكړي، چې ټول په يوه خوله له كرزي څخه د پښتنو حقونه وغواړي او دا دود كړي چې څوك پښتون خپله پښتو ژبه هېره كړي ورپسې وخاندي نو ته به وګورې چې په ډېر كم وخت كې به له ډېرو سره سيالان شوي يو.
خو كه دا كلتور چې د كوم پښتون بچيان پاړسي وايي نور ورته متمدن او عصري وايي دوام وكړي، باور وكړه چې څو كاله وړاندې به دهيواد تكړه شاعر كاروان چې په كابل كې دنده لري هم پښتو پرېږدي او په پاړسي به غږېږي ،ځكه چې دلته ډېر ستر ستر ليكوالان له ښو پښتني سيمو راغلي خو اوس يې بچيان په پښتو ژبه نه پوهېږي.
منتظرمسید
29.06.2006
دروندورور لاروی صیب !
بیاهم زماسلامونه اوښې هیلې ومنئ .
ستاسوخبره په ځای ده زه هم درسره هغه غبرګه وم ،داچې تاسووایاست چې موږدپښتنوله لاسه خواراوزاریو،داماپدې فورم کې په باربارویلي دي اودامې هم لیکلي دي چې ترڅوموږددوی یاني دغوپښتنوسره کارونکړواوهغه خپلې دې لویی سهوې اوتیروتنې ته متوجه نکړو،نوپښتونه پښتوکیږي ،پدې پورې مې هغه کیسه رایاده شوه چې ماوړاندې هم پدې فورم کې په یوه بل بحث کې لیکلې وه ،هغه داچې : وایی یوه ورځ سلیمان لایق ته چې یووخت دوزیرؤ په خوست کې یوه چاسرټکونه کړې وه چې هلته مامورین په پاړسی ژبه مکتوبونه لیکي ،نولایق په ځواب کې ورته ویلي وو چې : وروره ترکومه چې زموږذمه واري وه موږپښتواودري دواړه رسمي ژبې ګرځولې د ي ،تاسومکتوبونه په پښتوولیکئ که چادرته وویل چې ولې یی لیکې ،نوماته راشه زه به ترې پوښتنه وکړم چې ولې یی داخبره کړیده ،خوکه ستایو پښتون هغه هم خوستی راپورته کیږي په دري مکتوب لیکي ،نوزه څه وکړم .
بله داچې ډیرتکړه اوپه نني وخت کې ترډیروغښتلی ،میړانی ،باوجدان ،وطنپال ،پوه اوشریف پښتون اسماعیل یون صیب یووخت کندهارته تللی ؤ چې دټولوپښتنو ترمنځ ګډپوهاوی اوهمکاري رامنځ ته کړي ،لاکن له بده مرغه چې هلته یوه پښتون چې ځان یی ډیرغښتلی ګڼه اوپکریی کاوه چې دی خودپښتنومیراثي اونیکاتي سرداردی ،یون صیب ډیرخواشینی اوناهیلی کړ. نودارښتیاده چې موږ په خپله پښتنوتباه کړي یو.
ماپه بارباردالیکلي دي چې وروڼوددې په ځای چې کینوله احمداومحمودنه ګیلې وکړوراځئ چې داسې یوه لاره وموموچې دهغوپښتنومخه مونیولې وي چې پښتواوپښتنوته وفادارنه دي یاهم ورته زیان رسوي .لاکن له بده مرغه چې چاهم دغه خبره ترننه نده راسره غبرګه کړې .موږبایدداسې یوه ټولنه یاکوم بل جوړښت جوړ کړوچې دورته پښتنوسره سیاسي کاروکړي ،که په هغه نه کیده نوهغوی په ټولنه کې رسواکړي ،تجریدیی کړي ترڅودې ته اړشي چې له خپلې ناسمې اوناروالارې راوګرځي .
بله خبره تاسوداهم کړیده چې موږپښتانه سمت ته ډیره پاملرنه کوو ،داهم په ځای خبره ده ،ترټولودمخه خوتاسوهمداپاڼه راوخلی (خدای وکړي چې ددې پاڼې کارکونکي راته په غوسه نه شي اولدې پاڼې مې بې برخې نکړي ) دهغې د(ټول افغان په اړوند)برخه کې لیکل شویدي چې :
[color=darkred:e9676fd3ad]ټول افغان د پښتو د يواځيني ملي ګړدود او ليکدود د تعميم لپاره د هغو ځوانانو هڅې د ستاېنې وړ بولي چې د معياري لهجو ( لکه ښخ ، ژبه ، ژرنده ، کيږي ، په کې او داسې نورو ) لهجو په ګټه له سيمه ييزو لهجو ( لکه شخ ، جبه مبه ، جرنده مرنده ، کيژي ميژي ، پکشې مکشې ) څخه په داوطلبه توګه تېرېدلو ته سروپ لېواله وي [/color:e9676fd3ad]
چې دلته په دنورپښتنوپه لهجوچې دشتون حق لري ملنډې وهل شویدي ،ځکه چې دوی دجبه مبه ،جرنده مرنده ،کیژ ي میژي په ځای کولی شول چې ولیکي جبه ،جرنده ،کیژي ،ځکه چې چاچې دغه لیکل کړیدي هرومروبه لیکلوال اوبایددلیکلوالی په نزاکتونوپوه وای اوپه دې یی سرخلاص وای چې دالهجه چې ده کارولې ده دتمسخراوملنډولهجه ده .اودنورولهجوپه وړاندې سپکاوی دی چې مایوځل داخبره ددې پاڼې مسؤلینوته لیکلې هم وه ،خوله بده مرغه هغوی ورته پاملرنه ونکړه اوهغه یی دومره مهمه ونه ګڼله .
نوځکه خومامخکې لیکلي وه چې باورمې نه راځي چې پښتانه دې راویښ شوي وي .که موږپه رښتیاراويښ یونوبایدپدې پوه شوچې احمدشاه یوازې کندهاری نه وو،خوشالخان یوازې خټک نه وو،سیدجمال الدین افغان یوازې کنړی نه وو ،اوداسې نورپه سلګونومیړني اونومیالي اتلان لروچې دټولولروبروپښتنوویاړاو نیکات یامیراث وواووی به .هغه وخت به په رښتیاهم چې ویښ یواوسوګنددرته یادوم چې په سیمه اونړۍ کې به دهرسیال سره سیال شو.
نوګرانه وروره !
اصل موضوع داده چې راځی په ګډه دهغوپښتنودمخنیوي اواصلاح لپاره یوه لاره اوچاره ولټووچې پښتواوپښتنوته وفادارندي ،نورچارې به خدای اسانه کړي .
په درناوي
Ghairat
30.06.2006
منتظر مسيد صيب پر اند مو برکت شه ، سلامونه اونېکې هيلې مې ومنه !
ستاسو د ﻻنديني وړانديز ته هرکلی کوم ا ونورلوستونکي ورته رابولم چې خپل نظر پرې څرګند کړي چې آخر څه کولپکار دي .[quote:6633e18d9b]
ماپه بارباردالیکلي دي چې وروڼوددې په ځای چې کینوله احمداومحمودنه ګیلې وکړوراځئ چې داسې یوه لاره وموموچې دهغوپښتنومخه مونیولې وي چې پښتواوپښتنوته وفادارنه دي یاهم ورته زیان رسوي .لاکن له بده مرغه چې چاهم دغه خبره ترننه نده راسره غبرګه کړې .موږبایدداسې یوه ټولنه یاکوم بل جوړښت جوړ کړوچې دورته پښتنوسره سیاسي کاروکړي ،که په هغه نه کیده نوهغوی په ټولنه کې رسواکړي ،تجریدیی کړي ترڅودې ته اړشي چې له خپلې ناسمې اوناروالارې راوګرځي [/quote:6633e18d9b]
خو ستاسو بله تنقيدي کتنه په دې ټکې راڅرخي چې د جبې سره مبه. له جرندې سره مرنده او له کيږي سره ميژي ليکل يواځې د سيمه ييزې لهجو سپکاوی دی .
ټول افغان ليکلي چې [quote:6633e18d9b]د پښتو د يواځيني ملي ګړدود او ليکدود د تعميم لپاره د هغو ځوانانو هڅې د ستاېنې وړ بولي چې د معياري لهجو ( لکه ښخ ، ژبه ، ژرنده ، کيږي ، په کې او داسې نورو ) لهجو په ګټه له سيمه ييزو لهجو ( لکه شخ ، جبه مبه ، جرنده مرنده ، کيژي ميژي ، پکشې مکشې ) څخه په داوطلبه توګه تېرېدلو ته سروپ لېواله وي [/quote:6633e18d9b] .
تاسو يوې نزاکتې تيروتنه په ګوته کړې، چې د ډيرې مننې وړيې بولم، او ښايي د مسولينو ورته پام واوړي او
مبه ، مکشې او ميژي ناوړه تورې حذف کړي. خو سره له دې هم په ملي معيار د پښتو ژبې کارول يوه ملي سرتاسري اړتيا اواړينتيا ده . پښتانه ليکوالان او خبريالان بايد د سيمه ييز ــ ياسيمييز شوېنيزم پولې ړنګې کړي او د معياري يعنې ملي پښتو دتعميم په ﻻره کې سيمه ييز خنډونه راپورته نکړي !
دمعياري پښتو تعميم د د دموکراسۍ د لومړۍ لسيزي ترپايه پورې ښايسته ښه پرمختګ کړی و،له نيکه مرغه د کمونستي ناتارپه دوره کې هم پرې دومره ګوزارونه ونشول ، خو د مجاهدينو ، طالبانو او تر ټولو زيات له هغوی
راهيسې تر نن رځې پورې د ټلګې ګډوډيو څخه په ناوړې ګټې اخيستلو سره د هيواد دننه ، خو تر ټلو ډير په بهرنيو خپرونو او خبري رسنيوکې معياري پښتو ترپښو ﻻندې کيږي او پر ځای يې سيمييزې لهجې کارول کيږي . زه دغه ډول هڅې خطرناک کاراو دلوکال شوينيزم د ګواښ څرکونه بولم . د معياري ملي پښتو پر ځای سمييزو لهجوته لمن وهل او د سميزولهجو کيش پرمخ بيول له ناوړو پايلو اوناوړو لاملونو خالي نه دي ، چې بايد .ورته ويښ او بيداره اوسو او پرې نږدو چې د پردو ناولو .ﻻسونو ښکارشو! . والسلام .
منتظرمسید
30.06.2006
دټول افغان ددرنې ویب پاڼې له درنواورښتینوپښتنوڅخه یونړۍ مننه چې زمانیوکې ته یي پام وکړاود(ټول افغان په اړه) برخه کې یي هغه څه چې ماورته ګوته نیولې وه ،اصلاح اوسم کړل ،زماپه اندپه خپل دې کارسره دوی ثابته کړه چې دپښتنونظرددوی لپاره بې توپيره ندی اودوی په رښتیاهم ددې لیوال دي چې دخپلې ویاړلې ژبې اوخپل میړني ولس لپاره چوپړوکړي .په خپل وارسره زه دوی ته ډاډورکوم چې موږبه هم هڅه وکړوچې ددې درنې ویبپاڼې له لارې داسې لیکنې وکړوچې موخه اوهدف یی یوازې اویوازې خپل ولس اوخپلې ژبې ته دچوپړنه پرته بل کوم شی نه وي .اوددې ویبپاڼې خپلوورڼوته په دې سپیڅلې لاره کې دنورو لازیاتو بریاووغوښتونکی یم .
مننه یوځل بیا
په درناوي
منتظرمسید
02.07.2006
ډیردروندورورغیرت صیب !
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ . غیرت صیب زه ستاسوله خبروسره همغږی یم اودامې ندي ویلي چې راځئ چې ټولې سمه ایزې لهجې دودکړو،بلکې پرهغه لیکنه مې ځکه نیوکه کړیده چې هغه نورولهجوپه وړاندې راته سپکاوی ښکاري اودځینو وګروهغه خبرې راپه یادوي چې زموږپه ویاړلې پښتوژبه یی دملنډووهلولپاره کاروي ،لکه (چی دغه مغه میګي)!!.
که زه هم ددې پلوی یم چې ګډدودولرو،نه یوازې برپښتانه بلکې هڅه وکړوچې دلروپښتنوپام هم دې ټکي ته راوګرځو.
په درناوي.
_________________
larghonay1
02.07.2006
[color=red:451055f5ea]
خدايه د مور يې ورته پام كړې
چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه
[/color:451055f5ea]
منتظر مسيد صيب سلامونه !
دا چې د دې پاڼې مسؤولينو ستاسو پر ځاى پوښتنو او غوښتنوته مثبت ځواب ويلى څومره خوندى يې وكړ!
خداى دې وكړي چې زمونږ ټول هغه وروڼه چې په سيمه ايزو سوچونو كې پرېوتي راويښ شي چې د يوملي معيار ، هغه معيار چې زمونږ مشران پرې سلا شوي دي، هغه معيار چې اوس هم زمونږ د ژبې ډاكټران په پوره زيار پرې كار كوي ، په پراخه سينه ومني او له تنګ نظرۍ او سمت پالنې تېر شي .
نو بيا به زمونږ په خپل منځ كې په داسې بحثونو وخت نه ضايع كېږي، بلكې بيا به د خپلمنځي ژبنيو بحثونو پر ځاى پر نورو علمي بحثونو وخت لګوو!
په همدې هيله
ستاسو لاروى
منتظرمسید
02.07.2006
دروندلرغونی لاروی صیب !
زماسلامونه اونیکې هیلې هم ومنئ .
ګرانه وروره باوردې وشه زه هم ډیرپرې خوشاله شوم ،هغه پدې نه چې ګواکې ددې درنې اوخپل ولس لپاره ګټورې ویب پاڼې کارکوونکوزماغوښتنه ومنله ،بلکې خوښ پدې شوم چې نن ورځ موږپښتانه په رښتیاهم چې هغه دپرون پښتانه ،نه یو،بلکې ډیرمثبت بدلونونه راکې راغلي دي ،راویښ شوي یو،دااحساس راکې راپیداشوی دی چې لابه یوکیږو،ګني ورکیږو.اوپدې لاره کې دټول افغان ویب پاڼې هم په خپل واره سره سترچوپړکړیدی .شته داسې کسان چې ددې پاڼې فورومونه به ورته هسې دوخت تیري وسیله ښکاري ،لاکن باوردې وشه چې زماپه اندداسې نده، هغه بحثونه چې دفورمونوګډونکونکي یی پدې پاڼه کې ترسره کوي ،ډیرګټوردي اودستونزودحل دپاره دلارې په موندلوهرومرویونه یوډول اغیزلري .
نولاروی صیب !خدای دې وکړي چې نه یوازې داچې زموږترمنځ متقابل پوهاوی رامنځته شوی دی ،بلکې دټولوویاړلواوسرلوړوپښتنوترمنځ هم ورته پوهاوې راشي ،ولوکه هغه په لره پښتونخواکې دي،که په بره اویاهم په هندوستان کې .
په درناوي.
Abid
03.07.2006
خوشحاله يم دوستانو چې بحث مې په منطقي توګه مخ ته بولی دی، خدای مو ژوندي لره.
Miwand Patang
19.09.2006
خوږو ورووڼو سلامونه او ښې چارې!
زه نه پوهیږم چې له محترم عابد صاحب، لاروي، منتظر مسید او نورو څخه په څه ډول الفاظو د مننې مراتب څرګند کړم چې دغه حساسې او ځورونکې موضوع ته یې پاملرنه کړې ده او د یو شمیر غښتلو افغان لیکوالو نظرونه یې پرې را غونډ کړي دي. زه هیله لرم چې زموږ ګران او له پښتو ژبې سره خواخوږي وروڼه ور څخه عبرت واخلي او دغه مسئله یوازې په همدې ځای ختمه نه کړي بلکي د غوره نظرونو سره یو ځای په دې هکله په عملي لارو چارو هم غور وکړي.
زما په نظر د افغانستان په حکومت او سیاسي بهیر کې د پښتو ژبې حق ادا کول او مطرح کول د لاندې ګامونو په اخیستلو سره شوني دي:
۱. ولسمشر، وزیرانو، د هیواد لویو کلتوري او ټولنیزو اړخونو ته د پښتنو خواخوږو له خوا د یو ځايي عریضو د وړاندې کولو په وسیله.
۲. پښتانه لیکوالان دې داسې یو پراخ کمپاین په لاره واچوي چې د یوې میاشتې څخه تر شپږو میاشتو او یوه کال پورې دې په دې اړه ګڼې لیکنې وکړي او داسې هم کیدای شي چې تر خپل منځ د اړوندې موضوع مفردات سره وویشي. په همدې توګه په وار وار سره ولسمشر، وزیرانو او مطرح خواوو ته عریضې وشي او د موضوع اهمیت ورته څرګند شي.
۳. لکه چې ځینو نورو وروڼو ورته اشاره کړېده کیدای شي چې موږ پښتانه لیکوالان په یو جوړښت سره توافق وکړو چې موخه یې یوازې او یوازې د خپل هر اړخیز حق له مخې د پښتو ژبې رواج، پراخوالی او هغه ته ګډ کار کول وي.
۴. له هغو پښتنو چارواکو سره په رسمي او غیر رسمي توګه د کتنو او دې مسئلې د متوجه کولو یوه پراخه لړۍ رامنځته شي چې په لویو او وړو حکومتي دندو بوخت دي او له پښتو سره د بې تفاوتۍ له مخې چلند کوي.
۵. باید او ضرورو پښتانه لیکوالان د هیواد د پښتنو سوداګرو، ملي شخصیتونو، فرهنګي کړیو او ټولنیزو ارګانونو پاملرنه دې حساسې مسئلې ته را جلب او د یوې او یا څو داسې خپرونو تاسیس ته لاره پرانیزي چې د پاملرنې مرکزي ټکی یې همدا موضوع وي.
۶. ولسمشر ویبلاګ لري د یوه کال او دوو کلونو لپاره دې په مسلسله توګه افغان لیکوالو د خپلو لیکنو لړۍ ورته را مارش کړي او هغه دې دغه حساسې مسئلې ته متوجه او په دې هکله دې خپله معقوله او ملي غوښتنه ورته مطرح کړي.
۷. پښتو بریښنا پاڼې دنده لري چې په دې د یوه پراخ کمپاین د پیل کولو لپاره هیواد له ټولو لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګي کړیو، پوهانو او د نظر له خاوندانو څخه د ګټورې لیکنې وغواړي او دهغه رابطه د ولسمشر له بریښنا پاڼې سره ورکړي.
۸. ولسمشر دې ته متوجه شي چې موږ د حکومت په هر دفتر او هره برخه کې د خپلې ژبې د انډول برابریدل غواړو که زیات نه وي نو ۵۰٪ فیصده خو حتما غواړو.
۹. د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دې په مسلسله توګه د پښتنو فرهنګي کړیو له خوا خپل غوښتنلیکونه وړاند شي او نور دې نوچا ته له خپل حق څخه نه تیریږي.
۱۰. له ټولو خبري رسنیو لکه رادیو ګانو، تلویزیونونو، اخبارونو، ورځپاڼو او مجلو له لارې دې نوموړې موضوع په ډیر ښه او معقول شکل مطرح او د ټولو هیوادوالو غوږونه دې پرې خلاص شي.
۱۱. که دې لارو چارو کومه مثبته نتیجه نه روکوله او څوک مو په بدمعاشۍ مخې ته دریدل بیا نو کږه خوله په سوک سمیږي خو زه ډاډمن یم چې زموږ خپل فرهنګي او کلتوري یون او اخلاصمندانه کار له بلې هرې لارې څخه زیاته نتیجه ورکوي. په همدې توګه لکه ځینو وروڼو چې وړاندیز کړی دی په دوهم ګام کې کولای شو چې د غونډو، مظاهرو، لاریونونو، اعتصابونو او داسې نورو لارو څخه هم د خپلې ګرانې پښتو د پراختیا، مطرح کیدو او په ټولو ډګرونو کې د رواج کیدو په لاره کې ګټه پورته کړو.
په مینه
میوند پتنګ
محترم عابد صاحب سلام
Dr MPZ Safi
20.09.2006
--------------------------------------------------------------------------------
!محترم عابد صاحب سلام
وای چه یوه ورځ د کلي خان په خپله دیره کی دميلمنو سره په ګډه د نورو
انګولو څنګته دبانجڼو ډيره ستاينه وکړه٠نوکر هم ور زیاته کړه چه بانجڼ خورا خوندره ،دويټامينو څخه ډک او د روغتيا
لپاره ډيه ګټور دي٠څو ګينټي روسته د خان صاحب په ګيډه درد شو او وويل
چه دا بانجڼ خو ډیر بد خواړه دي،زما په ګيډه کي خو درد پیدا شو٠نوکردواره ورغږ کړو،هو صاحب دابانجڼ چه دی ډير بد خواړه دی،بادګينه او روغتیا ته ډير مضر دي٠
په دیره کی ناستو میلمنو د نوکر څخه و پوښتل چه دا څنګه ، ګينټه د مخه بانجڼ
تر ټولو ښه او اوس تر ټولو بد خواړه شوه؟٠ نوکر په خندا سره ځواب ورکړ او زیاته ئ کړه چه زه خو دخان نوکر یم نه چه د
بانجڼ،هر څه چه خان وای نو هغه به زه هم وايم٠
نو عرض داچه مونږ پښتنو خو په دا تيرو څو لسیزو کی يوخپلواکه لارښود ونه
موند٠
کرزی خو هسي دانګريز او امريکی نوکر دي نو هر څه چه ور ته دهغه باداران وای دې به هسی کاندی٠تر هغی چه مونږ يو مستقل دموکرات او ملی رهبر ونه مومو ،زمونږه ژبه فرهنګ او عنعنات به د نورو خلکو دلاس اله او زمونږ د پرځولو وسيله وی٠
څوورځی دمخه می يوه دوست ته سلا ورکړه چه د ټول افغان د انتر نت سره همکاری وکړی٠هغه را ته ويل چه تر ډيرکوښښ روسته لا پدی ندی بريالی شوي چه ودی سايټ ته د ور ننوتو اجازه ليک تر لاسه کړي٠ دا دی د پښتنوانټرنټ!
په در ناوی٠