نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسو څوک ياست؟
اختر
22.06.2006
دټول افغان پاڼي و چلونکو ته سلام !
تاسو څوک ياست؟
ګرانو دوستانو !
زما يوه ملګر زما نه پوښتنه وکړه چې دا د ټول افغان چلونکې څوک دي؟ دا پاڼه د چا دخوا او د کومه ځايه پر مخ بېول کيږي ؟ ځيني وايې چې دا دطالبانو پاڼه ده! ځيني بيا وايې چې دا د پاکستا نيانو پاڼه ده؟ ځيني وايې چې دا د آې ايس آې پاڼه ده خلاصه هر څوک هر څه وايې . خو هغه څه چې زه يې ويل غواړم هغه داده چې په رشتيا دا د ټول افغان پاڼه د چا لخوا چلېږي او چلوونکې يې څوک دي . هغوی ولې خپل ځانونه پټ کړي او دځاې پته نه ښکاره کوي ؟
په درناي
اختر
مجيب انګار
22.06.2006
اختره وروره داختر پشان بختور اوسې.
وروره! زه خوبه دومره درته ووايم چې ټول افغان دخالصو اومخلصو افغانانو پاڼه ده،نه خو يې آی اس آی سپورټ کوي ،نه طالبان او نه هم کوم بل څوک. نه پوهېږم چې تاسې څنګه دا ادعاکوئ چې ولې دټول افغان چلوونکي پټ دي. دټول افغان چلوونکي خو په کراتو له بي بي سي او نورو خپرونو سره مرکې کړي،په ګڼومجلو کې يې ليکنې راغلي... او داسې نور.
pattang
22.06.2006
وروره !
دا پاڼه په اسلامي او افغاني چوکاټ برابره يوه ازاده ديموکراته پاڼه ده
په د ې پاڼه کې هر څوک خپل نظر ليکي .
دا پاڼه تر ټولو لمړۍ پاڼه ده چې په پښتوژبه ديالوګ پکښې کيږي او هم په خارج کې افغانان خپله پښتو پکښې زده کوي او هم سياسي ، علمي ، کلتوري ،......فکرونه ، عقايد يوه او بل ته وړاندې کوي٠
دا پاڼه پښتانه سيالي او مسابقي ته برابره وي نو ځکه د پښتنو د د ښمنانو بد ترې راځي او خوشې وحشيانه پروپاګنده کوي .
دا چې دا پاڼه څوک چلوي نو هغه خو هم پټه نده او ستا سو څه په درد خوري که کومه پوښتنه لرۍ نو ولې e-mail نه ورته ليکۍ؟؟٠
دپښتنو د دښمنانو د تبا هي په هيله
پتنګ
مونږ ملي اسلامي اولسواک افغانان يو
نقاد
22.06.2006
ښاغلی اختر صاحب عليکم سلام و رحمت الله و برکاته او ټول افغان ته مو راتګ ته هرکلی وايم !
وروره، که مو يو شخص په کار وي نو د ټول افغان ويبماسټر لکه لمر څرګند اوهر څوک يې پيژني چې ښاغلی شيرزاد کامه وال نو ميږي . او که د ټول افغان خصلت پيژندل غواړئ نو محتوا يې ولولئ، خو که دومره تکليف مو ويستلی وي چې هغه مو لوستلې وي، نو بيا به پر هغو تورمخو طبعأ لعنتی ووايئ چې پورتني تورونو ته
هسې خوله هم جوړوي . د طالبانو سياسي تګ ﻻر او پاکوستان خو په بله يوه
بريښنا پاڼه کې هم له ملي دريځ څخه دومره تر نيوکو او غندنې ﻻندې نه راځي لکه څومره چې په ټول افغان کې پرې تنقيدونه کيږي .
هو ټول افغان يوه ملي ، اسلامي او اولسواکه بريښنا پاڼه ده ، ترکومه ځايه چې
[color=white:a2a9f3820c]طالبان افغانان او الحمد ل الله مسلمانان دي، نو پر ملي مسوليتونو او امتيازاتو کې هم برخمن بلل کيږي په دې شرط که هغوی وغواړي ، سولې ته راستانه شي ، پر دموکراتيکه ﻻر ملي او اسلامي مبارزه په سياسي توګې پيل کړي . دغه راز هغوی تل داسلامي اولسواکۍ اند توګې ته هم رابلل کيږي ، که چيرې پرې عقل او معقوليت غلبه وکړي، ښايي ملي پخلاينې ته لبيک ووايي او که نه، د افغان د تاريخ ﻻرې به له اغزو ډکې کړي خود اغزو له کرلو څخه به څه تر ﻻسه کړي (؟) ، هيڅ ! يا هغه د پاکوستان پر غلامۍ د بدنامۍ اغزي چې تل به يې په سترګو سترګوکې لکه د دوزخ اغزي چوخيږي ! دابدنامي يې د ناوړه سياسي عمالو هغه تور خردی چې د اسلام په صابون هم نه سپينيږي .[/color:a2a9f3820c]
[color=blue:a2a9f3820c]وروره د ټول افغان په ليکونکو او مسئولينو کې شکر ګڼ شمير داسې کسان هم شته چې د وطنپالنې ، ملتپالنې ، اولسواکۍ او اسلام پالنې داحساس او مسوليت کچه يې تر طالبانو ، حکومت او د اولسواکۍ او ملتپالنې له ډيرو نورو مدعيانو ، ډلو ټپلو او د هغوی د مشراتابه له سويې څخه ډيره لوړه ده !
نو اختر خانه وروره د هغو تورمخو تور والاو پسې غوږ مه وړه ، چې څه خوري هغه به خوري، تاسو او هر لوستونکي ته بلنه ورکوو چې د ټول افغان د محتوياتو پر بنسټ پر هغه خپل قضاوت ته ورسيږي . والسلام[/color:a2a9f3820c]