نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
poshtena
hewad
19.06.2006
ګرانو هېوادوالو ښې چارې !
زۀ يوه پوښتنه لرم ،هغه عربي يا پاړسي لغات چې پښتو کې کارول کېږي ،بايد
داسې وليکل شي لکه څنګه چې پۀ عربي او پاړسۍ کې ليکل کېږي او کۀ پښتانۀ
يې دخپل وينګ سره سم وليکي ؟
بېلګې:
صيب :پښتو ژبه کې د(ص)د توري غږ شتون نلري ٠
کليمه :ډېرو ليکنو پۀ دې ډول ليکل شوې٠
خواهيش يا خايش
زما موخه دا ده چې کۀ چېرې دا ډول کلمات دخپلې ژبې دوينګ سره سم وليکو ،بايد د ډېرو کلماتوبڼه بدلون ومومي٠ ډېرکي پښتانۀ خوهسې هم د (ف،ق)پۀ وينګ کې ستونزه لري ٠
زما پۀ اند سره دبلې ژبې څخه پور شوي لغتونه همهغسې وليکل شي څنګه چې پۀ اصلي ژبه کې ليکل کېږي ٠ لکه:صاحب،کلمه ،خواهش ٠٠٠او داسې نور٠
ستاسود نظر پۀ هيله ٠ پۀ درنښت هېواد[/quote][/b]
Re: poshtena
منتظرمسید
19.06.2006
ګرانه وروره هیوادصیب !
سلامونه اونیکې هیلې ومنئ .
زماپه اندپدې هکله پدې فورم کې څوڅوځله خبرې اومباحثې شوې دي ،چې دتل په شان لکه په نورومسئلوکې پدې مسئله کې هم زموږوروڼه یوه ټاکلې پائلې ته ندي رسیدلي اوهرچاداهڅه کړیده چې دده دې ومنل شي اوبس ،خوپه هرصورت زه سره لدې چې نه خوژبپوه یم اونه خوهم پدې برخه کې دپوهې دعواکوم ،لاکن ترڅوچې مې سرپرې خلاصیږي نویوڅه به ولیکم چې البته دانه وایم چې هرومرویی راسره ومنئ.
زماپه انداوترڅوچې ماپه عمل کې لیدلي دي ،ډیرداسې لغتونه شته چې دڅو ژبوترمنځ ګډوي یایی هغه دې یوې ګډې ژبې نه اخیستي وي ،خوهغه دنوموړو ژبو ویونکویالیکونکو دخپلې ژبې دلیک دوداوګړدودسره اړولي دي ،دبیلګې په توګه داسې ډیرلاتین لغات شته چې هغه داروپاپه زیاتروژبوکې کارول کیږي اوپه هره ژبه کې هغه دنوموړې ژبې دلیک دودسره سم لیکل کیږي .لکه په انګریزي ژبه کې (Solidarity) ده ،خوهغه په روسې ژبه کې سالیدارنوست لیکل اوویل کیږي ،یاهم (Committee) چې په روسي یاسلاویاني ژبوکې (کومیتیت) اوموږاوتاسې ورته کمیټّه وایواوپه پارسي کې ورته کمیته وایی ځکه چې پارسي دټ توری نه لري ،نوکه موږځینې هغه لغات چې دبلې ژبې نه مواخیستي دي یاراباندې تپل شویدي ،دخپلې ژبې دلیک دوداوګړدودسره سم په بله بڼه واړوو،نوزماپه انددابه سمه خبره وي اواسانتیابه یی رامنځ ته کړې وي اوکه هڅه وکړوچې دشونې یاامکان په صورت کې هغه په بشپړه توګه له خپلې ژبې وباسونولاښه کاربه وي .
اوداچې تاسولیکلې دي چې :
[صيب :پښتو ژبه کې د(ص)د توري غږ شتون نلري ٠
کليمه :ډېرو ليکنو پۀ دې ډول ليکل شوې٠
خواهيش يا خايش
په ځواب کې دې غواړم ووایم چې صاحب که صیب ولیکویایی سیب ولیکونو کومه ګناه به مونه وي کړې لاکن دخواهش په هکله چې تاسولیکی څنګه یی ولیکو :خواهش که خایش ، ښه داوي چې له سره یی په پښتوکې ونه لیکوځکه چې ددې لغت لپاره موږپښتولغت لرو(هیله یاغوښتنه ) نوددې لغت لیکلوته هیڅ اړتیا نه شته .
په درناوي