نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دافغانستان ملي ټلويزيون د لوګو په لټه كې
larghonay1
18.06.2006
[color=red:8009809e50]دافغانستان ملي ټلويزيون د لوګو په لټه كې سرګردان دى[/color:8009809e50]
كيدى شي زما دا ليكنه دومره په زړه پورې نه وي او په دې ونه ارزي چې څوك پرې سر وخوږوي خو بيا هم ماته د دې جوګه ښكاري چې څو كرښې پرې تورې كړم.
كه له يوې خوا د هيواد په ګوټ - ګوټ كې د بدو پېښو ډېريدو ته وګورولكه د جګړو، ځانمرګي بريدونو، بې ځايه بمباريو او نورو ګډو وډو حالاتو ته، نو سړى نهليى شي چې يره له هر څه تېر شه دا وړۍ نه شړۍ كېږي خو بيا هم د پښتومتل دى چې دنيا په اميد خوړلى شي .
مونږ هم په دې هيله يو چې خداى به دا هيواد جوړ كړي او پښتانه به هم د خپل حق او حقوقو څخه برخمن شي نو ځكه مې زړه غواړي هر څه ته ځير و اوسم او څو كرښې پرې وليكم تر څو نور د نظر څښتنان خپل ژور او غوره نظرونه څرګند كړي اود هيوادوالو پام يوملي نظر ته را واړوي.
عجيبه ده ، دلته هر څه د افراط ، مصلحت ، اړيكو ، خپلولۍ او خپلسرۍ قرباني كېږي .
كه اسلام دى هم دې بې وزلو خلكو ته چا په سمه بڼه نه دى ښودلى.
كه ډيموكراسي ده هم دلته مسخه كېږي او نور هم همداسې درواخله.
هغه د چا خبره له ادمه تر دې دمه په دې ټاټوبي كې چا بنسټيز كار نه دى كړى.
خبره رانه اوږده نه شي كه د افغانستان لنډ تاريخ ته نظر واچوو نو هر واكمن د تېر واكمن مخالف پاتى شوى دى.
هيڅ يو داسې بنسټيزه پاليسي نه ده جوړه كړې چې تر هغه وروسته واكمن يې پلې كړي.
دلته د حكومت په بدليدو سره اساسي قانون،د دولت بيرغ، ملي سرود، او...
ټول بدلېږي او هر څوك يې يا د خپل بادار، يا ګوند او يا خپلې خوښې سره سم بې له ژورليدنې جوړول.
كه تاسو وګورئ د اساسي قانون په جوړيدو له اتيا مليونه امريكايي ډالرو ډېر لګښت وشو خو كه دغه قانون د تېر هغه سره پرتله كړئ نو بې د صدراعظم له فصله چې ترې ليرې شوى او څو نورې مادې كمې زياتې شوي نور ډېر توپير نه لري.
د كرزي صيب دولت كولى شول چې دې ته يې د ترميم نوم ايښى وى نه د نوي اساسي قانون.
ګټه به يې داوه چې د اساسي قانون لرغونتوب به مو له لاسه نه و وركړى.
په هر حال دلته زما اساسي قانون، ملي سرود او ملي بيرغ موخه نه ده بلكې يو وركوټى شى چې كيدى شي تاسو يې په ارزونه ونه ارزوۍ خو زه يې ليكم هغه ملي ټلويزيون دى .
د افغانستان د ملي ټلويزيون څخه بېخي مسخره جوړه شوې.
د خلكو په ډېرو فريادونو دولت مجبور شي د ټلويزيون له پاره يا كمسيون جوړ كړي او يا يې رييس وربدل كړي خو دا چې د نوي كمسيون يا رييس غوږونه نه ورخلاصوي چې د كومې موخې له پاره يې ټلويزيون ته لېږي نو هغه نوى كمسيون يا رييس بيا په نورو ببو لالو سر شي.
د كرزي صيب د حكومت په موده كې د ټلويزن دا څلورم رييس او دويم دى كه درېيم كمسيون دى چې جوړېږي خو خبره له يوې نه بلې ورځې ته خرابېږي.
د ټلويزيون كمسيون خو د تل له پاره د مشرانو جرګې غوندې نمايشي وي خو رييس يې چې واك هم وركول كېږي هغه بيا تش په دې ځان مصروفوي چې له ټلويزيون څخه څنګه پښتو ليرې كړي .
د نورو چارو د ښه كولو له پاره هيڅ هڅه نه كوي.
د بېلګې په توګه دهر رييس د واكمنۍ پر مهال لومړى د ټلويزيون لوګو بدلېږي.
دا درېيمه لوګو ده چې بې هدفه بدلېږي، كله انګريزي، كله پاړسي او اوس يې بيا تركيب پاړسي او حروف انګريزي دي.
تاسو به په هيڅ هيواد كې نه وي ليدلي چې په دومره لنډه موده كې د يوه ټلويزيون د زرګونو نيمګړتياوو سره سره د هغه رييس په ژبنيو مسايلو كې نښتى وي او نه به مو د كوم ټي وي لوګو ليدلې وي چې په لنډه موده كې درې وارې بدلېږي رابدلېږي.
وطنمل صيب كه داليكنه ډېره سرسري وي نو ډېر ژر يې له فورمه اوباسه چې د چا سر بې ځايه ونه خوږوم.
ستاسو لاروى
عصمت الله
18.06.2006
ریښتیابه درته وایم لارویه وروره لیکنې دې ما ته ډیر خوند راکړ ما خو ډیر په شوق سره ولوست له پاک خدایه درته نوره کامیابی غواړم