د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پر افغان اسلامي اژانس د طالبانو ځانمرګى بريد

Ajab
18.06.2006

د ګلزاده حقپال ليکنه
د بېنوا وېبپاڼې څخه په مننه

د پاکستان د قبايلي سيمې د يو ژورنالست حيات الله د مرګ خبر زما لپاره د خپل مرګ نه کم نۀ و ځکه چې هغه يو ډېر بهادر او نر ژورنالست و او د خوشحال خان خټک په وېنا "سل دې ومره يو دې مه مره" د حيات الله پشان د يو ژورنالست قتل ماته د ژورناليزم قتل ښکاري. هغه د تېرو څو مياشتو راهيسې بې درکه و او څو ورځې د مخه يې مړى په وزيرستان کې وموندل شو چې په ګوليو سُورى سُورى شوى و. ما په بيړه بيړه هره وېبپاڼه کتله تر څو د هغه په هکله زيات نه زيات خبرونه او معلومات ولولم چې د افغان اسلامي اژانس په پښتو وېبپاڼه کې په يو بل خبر ورپېښ شوم. لدې وړاندې چې خپله خبره نوره هم پر مخ بوځم غواړم چې تاسې هم يو ځل دغه خبر ولولئ:
د طالبانو وياند د طالبانو په هکله د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ کلک او سخت تنقيد وکړ.
[color=red:61847cea1b]د طالبانو وياند ډاکټر محمد حنيف نن ماسختن (2006-06-16) په سيمه ايز وخت اته بجي او شپږ څلويښت دقيقي ( 8:46 Pm ) په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس دفتر ته تليفون وکړ او د دوى په هکله يې د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ په خورا تنده لهجه تنقيد وکړ او هغه يې محکومه کړه.
هغه وويل (افغان اسلامي اژانس د طالبانو برياليتوبونه همېشه د يوې ادعا په شکل خپروي ليکن بالمقابل د امريکايانو خبرونه په غوڅ او قاطع ډول نشر ته سپاري).
د طالبانو وياند چې خورا په قهر معلومېده وويل ( مونږ ټول مطبوعات تعقيبوو او مونږ ګورو چې څوک په دې هکله سمه او څوک غلطه پاليسي لري چې د افغان اسلامي اژانس پاليسي د طالبانو په هکله په تمامه معنى غلطه ده).
ډاکټر محمد حنيف چې د افغان اسلامي اژانس په نشراتي پاليسۍ بار بار تنقيد کولو په خورا قهر سره يې خپل تليفون بند کړ. [/color:61847cea1b] او اوس په دې اړه د بېنوا په ملي وېبپاڼه کې خپور شوى خبر هم ولولئ:
افغان اسلامي آژانس ګواښل شوى دى
[color=white:61847cea1b]د پاکستان څخه د افغان اسلامي آژانس له خوا په خپرېدونکې انټرنېټي خبرپانې کې خبر ورکړل شوى دى چې دوى د طالبانو د وياند ډاکټر حنيف له خوا له دې امله په ټیلفون ګواښل شوي دي چې ولې د طالبانو په پلوى خبرونه کم او د نړيوالو ځواکونو د برياليتوب په پلوي زيات خبرونه خپروي ،دغه پاڼه زياتوي چې حنيف نامى وياند دومره موږ ته په غوسه وو چې ټیلفون يې بې خداى په امانۍ قطع کړ .طالبانو په داسې حال کې په اسلامي آژانس غوسه کړې چې ښايي لومړنى خبري آژانس به د افغان اسلامي آژانس وي چې د طالبانو له هر ډز سره سم يې پرته له دې چې د مقابل لوري تايد تر لاسه کړي خبر خپور کړى دى .[/color:61847cea1b]
د دې خبر په لوستو ماته د طالبانو د حکومت پر مهال د "شريعت" اخبار هغه مدير راياد شو چې د طالبانو د قاضي القضاۍ لخوا په دې خبره د تورو تمبو شاته رسول شوى و چې د هغه يو بيان يې د اخبار په لومړۍ پاڼه کې د Lead خبر په توګه نۀ و خپور کړى.
د "شريعت" اخبار مدير ويل چې زه ژورنالست او د اخبار مدير يم نو په دې خبره تر هر چا ښۀ پوهېږم چې کوم بيان د اخبار په کومه پاڼه د خپرېدو ارزښت لري خو قاضي القضاۍ صاحب ټينګار کاوه چې ژورناليزم مري او که پاتې کېږي زما بيان د اخبار په اول مخ غټ غټ خپور کړئ.
د طالبانو د دغه وياند چې خپله نامه ډاکټر حنيف ښيي غوښتنه هم دا ده چې دى که درواغ وايي او که رښتيا، افغان اسلامي اژانس دې يې په قاطع ډول خپور کړي.
دلته بايد يوه بله خبره هم وکړم. زه د افغان اسلامي اژانس دغه خبري پاڼه له تېرو درو مياشتو راپدېخوا لولم ځکه چې دا پاڼه په بشپړه توګه د افغانستان جنګي خبرونو ته ځانګړې شوې ده. خو د طالبانو په هکله خبرونه پکې دومره زيات وي چې ما ګومان کاوه دا به د طالبانو لخوا اداره کېږي. ولې وړمه ورځ چې مې دغه خبر ولوست نو پوه شوم چې دا اژانس د طالبانو سره کوم تړون نلري.
هر څه چې وي، زما موخه د دې ليک څخه دا ده چې زمونږ ميډيا او زمونږ ژورنالستان د ډانګ او پړانګ ترمنځه ګېر دي. بلکې زما خپل نظر دا دى چې ځانونه يې د ډانګ او پړانګ ترمنځه په خپله ګېر کړي دي. او هغه داسې چې ټوله افغاني ميډيا په افغانستان کې يواځې هغو خبرونو ته "ګټور" خبرونه وايي چې د طالبانو لخوا پکې تخريبکاري ترسره شوې وي. په دې توګه نه يواځې طالبان همکاري، خواخوږي، ډاډمنتيا، مشهورتيا او د هېواد د ورانولو لپاره نورې مرستې ترلاسه کوي بلکې هېوادوال د د وېرې ترهې په لومو کې هم اچوي. که ميډيا د طالبانو تخريبي هلې ځلې غندلى او د بيا رغاونې او پرمختګ کارونو ته يې زياته پاملرنه کولاى نو اوس به طالبان څه چې نښې به يې هم نه وى. دا ميډيا ده چې په خپلو روماني خبرونو او کيسو باندې يې طالبان د يو نه ماتېدونکي ځواک په توګه نړۍ او خپلو خلکو ته معرفي کړي دي او طالبان ورڅخه د ترهګرۍ په کارونو کې پوره پوره ګټه اخلي. ولې دا خبره زه پوره په باور سره کوم چې طالبانو سره د ميډيا د دې همکارۍ نتيجه په خپله د ميډيا لپاره ښې پايلې نلري. لکه چې وموکتل طالبان په دړکو او نورو لارو اژانسونه او ورځپاڼې د دې لپاره وېروي او مجبوروي چې د دوى خبرونه نشر کړي او نشر يې هم په هغه ډول غواړي څنګه چې يې په خپله خوښه وي. ته به واى دوى د ژورناليزم ايجادوونکي دي.
او که چيرې طالبانو د هېواد واګې خداى مکړه بيا په لاس کې واخيستې نو د ژورنالستانو حال به همدا وي چې د طالبانو هر څه به د ورځپاڼو او وېبپاڼو په لومړي مخ خپروي که داسې نه کوي نو د "شريعت" اخبار د مدير مسئول په شان زندان به يې ځاى وي.
د افغانستان حکومت او په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو به تر اوسه پورې د افغان اسلامي اژانس څخه دا پوښتنه نۀ وي کړې چې ولې د طالبانو هره خبره (درواغ وي که رښتيا) نشر ته سپارئ؟ زه دا خبره ځکه کوم چې که افغان دولت يا ايتلافي قواوو داسې کړي واى نو افغان اسلامي اژانس به ترې مونږ خامخا خبرولو لکه چې د طالبانو د دې بې مسئوليته څرګندونو څخه يې خبر کړو.
زما په نظر، دا اوس يواځې د افغان اسلامي اژانس نه بلکې د ټولې افغاني ميډيا سپکاوى دى. بايد چې ټوله افغاني او نړيواله ميډيا د طالبانو د هر ډول هلو ځلو او خبرونو څخه مقاطعه اعلان کړي او ورته وښيي چې د ميډيا په کارونو کې مداخلت څه معنا لري. که طالبان په افغانستان کې د امريکا د مداخلت په ضد مقاومت او "جهاد" کوي نو ميډيا په ژورناليزم کې د طالبانو د مداخلت په ضد جهاد ولې نشي کولاى؟؟؟ که طالبان د بې ګناه افغانانو په بمونو د الوځولو حق لري نو ميډيا په دوى د نيوکې حق ولې نلري؟؟؟ که طالبان د هېواد د تنکيو زده کوونکو په توغنديو د ويشتلو، د ښوونځيو د سوځولو او د سړکونو او پلونو د ويجاړولو حق لري نو ميډيا دا حق ولې نلري چې د دوى څخه مقاطعه اعلان کړي؟؟؟
زه دا يوه خبره دلته په زغرده کوم او په راتلونکي کې تاسې د دې پايله هم کتلاى شئ چې که زمونږ ميډيا په يو اواز د طالبانو د دې ګواښ او مداخلت په ضد چټک عکس العمل ښکاره نکړ نو دا به د افغاني او نړيوالې ميډيا لپاره د نور سپکاوي او حتى د مرګ سبب کېږي او که بالعکس چټک غبرګون يې وښود او د طالبانو د هرې ادعا، هر خبر، هر راپور، هر تخريبي اقدام سره يې مقاطعه اعلان کړه نو دا به د طالبانو لپاره يو داسې ځانمرګى بريد وي چې ترسره کړى يې په افغان اسلامي اژانس (په بله معنا په ټوله ميډيا) دى خو يواځې پخپله بريد کوونکي (طالبان) پکې مړه دي او افغان اسلامي اژانس (ميډيا) ته يې کوم ډول زيان ندى رسولى.


د( PRT ) ليکواله ستايي دخيره !

mosafar
18.06.2006

دبينوا ويب پاڼي څخه په مننه
ګلزاده خانه اوس يي خوند واخله
د( PRT ) ليکواله ستايي دخيره !
تيره ورځ دطالبانو دتحريک دجنوب ختيځو او شمال ختيځو برخو لپاره فوځي وياند ډاکتر محمد حنيف افغان اسلامي اژانس ته دخپلو روزمره تيلفوني خبرو په جريان کي ديوه خبر دناسم خپرولو او نه اصلاح په اړه ګيله کړي وه چي نوموړي اژانس دموقع نه په ګټه اخستلو ديو لړ فشارونو دکمولوپه نيت له دې تيلفوني مکالمي نه يو خبر جوړ کړى ؤ او خپله ويب پاڼه کې يي ليکلى ؤ :چې طالبانو په اسلامي اژانس سخت تنقيدونه کړي
خو دبينوا ويب پاڼي د)ګلزاده حقپال( تر نامه لاندې دا تنقيدونه دطالبانو لخوا اسلامي اژانس ته په يوه ګواښ سره تعبير کړي او پر دې يي يو مضمون ليکلى چې عنوان يي دى
( پر اسلامي اژانس دطالبانو ځان مرګى بريد)
او په دى سره يي افغاني ميډيا هڅولي چې دامريکايي عسکرو تر سيورې لاندې دطالبانو په ضد سره يو شي او دامريکايانو خبرونه په اخلاص او ايماندارۍ خپاره کړي په مقابل کې يي دطالبانو هيڅ خبرهم خپور نه کړي
دګلزاده نظر دادى چې ميډيادې تش د(PRT) موسسي صابون او بسکټ ويشل اعلانوي او بس
کله چې دګلزاده دا سورمخي او شين سترګي ماماګان ووژل شي نو بيا دې وويل شي چې دوۍ واکسينونه نه وو کړي او دشري ناروغۍ ووژل
زما په خيال نړيواله ميډيا به دومره دځان شرمولو ته هم ټينګه نه شي دخپل باور دساتلو لپاره به هم داسي ونکړي او چې نړيواله ميډيا دګلزاده خبر ونه مني نو محلي او سيميزه ميډيا خو هسي هم په تقليد ولاړه ده
هغه ډيموکراسي چې ګلزاده او ملګري يي په استقبال کې دخپلواکۍ ،ملي او ديني ارزښتونو پر بايللو او دپنځوسو کلونو پورې دخاوري پر پلورلو هم راضي دي دومره بي روحه او بي معنا وخته چې يوازي پکې امريکايي عسکرو او ګوډاګيانو ته يي دبيان دازادۍ حق حاصل دى، او ګلزاده او ملګري يي غواړي چې ددى تقلبي ډيموکراسۍ نه ديوه داسي چاقو کار واخلي چي پخپله پرې هندواني او خټکي وخوري او دنوروپرې مرۍ ورغوڅي کړي
خير دى امريکايي عسکر دې دافغاني ميندو تالاشي هم واخلي په کورونو دې هم ورننوزي او په خپلو بمباريو کې دي سلګونه ښځې او ماشومان هم ووژني خو چې ددغو درنو ميلمنو خلاف څوک اوازپورته نه کړي او يايي پرضد څه خپاره نه شي
لويديځه ميډيا خو له لمړۍ ورځي څخه دطالبانو پر ضد دلويديځي نړۍ دجنګ دقوماندي دلوډ سپيکر کار ورکوي خو داتصور چې دطالبانو ژورې ريښي به دميډيا په زور خنثى شي هغه وخت کمزورى ثابت شو چې کله طالبان بيا رازرغونه شول او دخپل فوځي حضور اوشتون په زور يي دميډيا سکوت ته داسي لته ورکړه چې دوست دښمن دواړه يي پر خپل مظبوط وجود اقرار ته اړ ايستل او ميډيا نور ونشو کړى چې لمر په دوو ګوتو پټ کړي او نن چې څه ميډيا وايي دا يواځي په سلو کې پنځه فيصده هغه خبرې دي چې ميډيايي پر پټولو قادره نه ده
پاته پنځه نوي فيصده اوس هم يو طرفه تبليغات دي چې يوازي دامريکايي قواوو د(کوردينات) کار ورکوي داد طالبانو دبنيادي قوت دليل هم دى چې دميډيا له هيڅ ډول سپوټ نه پرته يو ځل بيا پر ميدان وځليدل
طالبان اوس هم دخپلو خبرونو په خپرولو کې دميډيا ددروازو سائلان نه دي بلکې ددوۍ په تيلفونونودرسنيو وار نه کيږي څوک تائيد او يا تر ديد غواړي ،څوک معلومات غواړي او څوک ورسره مرکې کوي
حتى چې دخبرپه لمړي ځل تر لاسه کولوکې يوډول مسابقه روانه وي ان تر دى چې له ډيرو اژانسونونه ګيلى هم ځکه کوي چي تر ټولو لمړى خبر ورکول به په دى شرط وي چي په سالم کيفيت نشرشي
دا د ميډيا خپل ضرورت او مجبوريت دى، په دى کې له طالبانوسره دميډياهيڅ ډول همکاري نشته
په فلسطين او عراق کې داشغالګرو په خلاف دمقاومت کونکو سره عرب ژورنالستانو دسر قر باني هم ورکړي خو په افغانستان کې دګلزاده نامي په څير ليکوالان او ژورنالستان دخارجي ير غل لپاره دژورنالستکو همکاريو تر څنګ جاسوسي ته هم اماده دي او دژورناليزم حيثت يي دومره ذليل کړى چې ددوۍ په مشکوکوفعاليتونو سره نن زموږ په هيواد کې نژدى ده چې ژورنالست دجاسوس دوهم نوم وګرځي
نن زموږ په ټولنه کې ژورنالست ،ترجمان او دانجو کار کونکي داسي نومونه دي چې ډيرځله په ډيرو ناوليو لانجو کې ياديږي
زما يو اشنا چي دکندهار په هوايي ډګر کې له ترجمانۍ نه لندن ته وتښتيده په هوايي ډګر کي يي دترجمانانودغلطو مصروفيتونو له امله له ترجمانۍ نه توبه کړي وه او له ويري يي پوره حال هم نشو ويلى خو ماته يي يو څو پيښي بيان کړي چې زه يي دويلو او ليکلو جرائت اوس هم نشوى کولى او چې کله رايادشي يوډول مرموز سکوت راباندي حاکم شي خو دومره اشاره کولى شم چې زما ددغه دوست په خوله د(خالد پشتون) په مشرۍ دڅو ترجمانانوله خوا امريکايي عسکرو ته دافغاني عفت دسوغاتونوداستان دزړه ترڅنګ دسړي روح هم لړزوي
تيره ورځ چې په کندهارکې دامريکايي اډى دافغاني ترجمانانويوموټر په مين والوزول شو نو په ظاهره خو هغوۍ ملکې کارکونکې وو خو په هيواد کې دترجمانۍ اوسنۍ فلسفه ددى غمازي کوي چي دپيښي عاملينوددوۍ مقام پوره پيژندلى ؤ
پر افغانستان وسلوال يرغل هغو مشهورو ،خپلواکو، افغان فرهنګيانو،سياستوالو او ليکوالوهم خارجي يرغل بللى چې ګلزاده او ملګرو يي دژورنالست او ليکوال نوم هم له همدى مشرانو زده کړى
دډاکټر (فاروق) اعظم ،ډاکټر( صمد)حامد په څير ملي سياستوال،د (قدرت الله) حداد ،علامه رشاد(مرحوم) او (حسن) کاکړ په څير تاريخ پوهان او د( اصف) صميم ، (حبيب الله )رفيع په څير ليکوال ټول په دى سره يوه خوله دي چې هيواد اشغال شوى او په څر ګندو ټکو کې يي ويلي چې ټولټاکني ،پارلمان او نور پروګرامونه دپردو لخوا يوه جعلي پروسه او دولس غولولوهڅه ده
اوس نو ګلزاده خيل بيا دچا زامن دي چې په وړو خلو او وړو قلمونو دافغان فرهنګيانو په نوم داستعمار چوپړ ته دمشروعيت لاري لټوي
او پاته شوه دطالبانو دخبرونو او اژانسونو خبره نو طالبان چې له اسلامي اژانس نه ګيله کوي نو ضرور به ددى اژانس پر يوډول حيثيت قايل وي او ددغه اژانس افغاني هويت او ملي صبغه به ددى وړ ګڼي چي ګيله ورنه وکړي
هغوۍ له ګلزاده خيلو نه هيڅکله ګيله نه کوي ځکه چې دوۍ پوهيږي چې ګلزاده خيل او ملګري يي په ښکاره ډول د پردو نانځکي دي
او هغوۍ پو هيږي چې دخارجي انجو ګانو دګيسټ هاوسونو په مفتو ډوډيو او شرابو مست خماريان او سستان د ملي او مسلمانو فرهنګيانواو فرهنګپالو نمايندګي نشي کولى
او نه هم ددوۍ په وړوکو دماغونو کې دومره لوړ افکارځاى لري چې دهيواد دملي او ديني ارزښت پر مسائلو دې پوه شي .


Ajab
18.06.2006

[quote:154b4a4143] [size=18:154b4a4143]اسحاق نظامي ليکلي[/size:154b4a4143]:
تيره ورځ دطالبانو دتحريک دجنوب ختيځو او شمال ختيځو برخو لپاره فوځي وياند ډاکتر محمد حنيف افغان اسلامي اژانس ته دخپلو روزمره تيلفوني خبرو په جريان کي ديوه خبر دناسم خپرولو او نه اصلاح په اړه ګيله کړي وه[/quote:154b4a4143]
تاته څنګ معلومه شوه چې ډاکټر حنيف ګيله کړې وه او ګواښ يا تنقيد يې نه و کړى؟ ايا تا په دې هکله د افغان اسلامي اژانس د مسئولينو سره خبرې کړې دي يا ته پخپله ډاکټر حنيف يې چې د اسحاق نظامي په نامه ليکل کوې؟
[quote:154b4a4143]ا سحاق نظامي ليکلي:
دګلزاده نظر دادى چې ميډيادې تش د(PRT) موسسي صابون او بسکټ ويشل اعلانوي او بس [/quote:154b4a4143]
ايا ته څه ګومان کوې چې د پي ار ټي د صابون او بسکټ د ويشلو او د طالبانو لخوا د پاکستانۍ اجنډې د پوره کولو څخه پرته په افغانستان کې هيڅ نه کېږي؟
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي ليکلي:
کله چې پّه هیواد کي پردي یرغلګر ووژل شي نو بيا دې وويل شي چې دوۍ واکسينونه نه وو کړي او دشري ناروغۍ ووژل [/quote:154b4a4143]
او چې پردي مزدوران (طالبان) وژل کېږي نو بيا په هغو باندې ستاسې پرتوګونه ولې شلېږي؟ د افغانانو لپاره خو پردى يرغلګر (امريکا او ياران يې) او پردى مزدور (طالب او ياران يې) يو شى دى. بلکې مزدور د يرغلګر څخه زيات خطرناک دى ځکه چې يرغلګر درته په قانون، مذهب او هره حواله پړ دى خو مزدور به څنګه پړ کوې؟ (لکه طالبان چې د اسلام، شريعت او افغانيت په نامه د پاکستان د اي ايس اي اجنډا ترسره کوي نو دوى به څنګه پړ کوې؟)
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي ليکلي:
زما په خيال نړيواله ميډيا به دومره دځان شرمولو ته هم ټينګه نه شي دخپل باور دساتلو لپاره به هم داسي ونکړي او چې نړيواله ميډيا دګلزاده خبر ونه مني نو محلي او سيميزه ميډيا خو هسي هم په تقليد ولاړه ده [/quote:154b4a4143]
نړيواله ميډيا په نوره نړۍ کې همدغه "بې شرمي" کوي. د نړۍ په هر ګوټ کې چې ترهګر څه فعاليتونه وکړي نو ميډيا يې د خبر د نشرولو سره سم غندنه هم کوي. خو افغاني ميډيا داسې نه کوي. لامل يې شايد دا وي چې افغاني ميډيا لا تر اوسه پورې د (ډانګ او پړانګ) ترمنځه ګېره ده.
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي ليکلي:
هغه ډيموکراسي چې ګلزاده او ملګري يي په استقبال کې دخپلواکۍ ،ملي او ديني ارزښتونو پر بايللو او دپنځوسو کلونو پورې دخاوري پر پلورلو هم راضي دي دومره بي روحه او بي معنا وخته چې يوازي پکې امريکايي عسکرو او ګوډاګيانو ته يي دبيان دازادۍ حق حاصل دى، او ګلزاده او ملګري يي غواړي چې ددى تقلبي ډيموکراسۍ نه ديوه داسي چاقو کار واخلي چي پخپله پرې هندواني او خټکي وخوري او دنوروپرې مرۍ ورغوڅي کړي [/quote:154b4a4143]
زه وايم که د طالبانو "شريعت" دومره بې روحه او بې انسانيته و چې د ږيرې په خريلو، د خولۍ په نه پسرولو او په سپورتي لوبو کولو يې خلک وژل او تهديدول او په ډکو بازارونو کې يې د تورسرو سپکاوى کولو او اوسنى "تحريک" يې دومره وحشي دى چې د ښوونځيو ماشومانو او کتابونو ته هم بمونه ږدي نو ديموکراسي هم دا حق لري چې د دوى غندنه وکړي او د ديموکراسۍ ميډيا بايد د دوى سره مقاطعه اعلان کړي. او هسې هم د ديموکراسۍ مطلب دا ندى چې ترهګر دې هم پکې ازاد وي. د افغانستان په دې ماته ګوډه ديموکراسۍ کې خو بيا هم دومره روح شته چې خلک په کرزي تنقيد کولاى شي، وزيرانو ته بدې ردې وايي، بوش ته ښکنځل کوي، د ګوانتانامو او بګرام زندانونه محکوموي، خو په ايمان يې ووايه چې د طالبانو په واکمنۍ کې چا د طالبانو په کوم وحشت تنقيد کولاى شو؟ سره د دې چې طالبانو ورته اسلام وايه خو وحشت دومره و چې چا د ملا عمر نوم بې اودسه نه شو اخستلاى.
[quote:154b4a4143] اسحاق نظاملي ليکلي:
خير دى امريکايي عسکر دې دافغاني ميندو تالاشي هم واخلي په کورونو دې هم ورننوزي او په خپلو بمباريو کې دي سلګونه ښځې او ماشومان هم ووژني خو چې ددغو درنو ميلمنو خلاف څوک اوازپورته نه کړي او يايي پرضد څه خپاره نه شي [/quote:154b4a4143]
ته د فيل په غوږ کې اوده يې. د دغو اعمالو په ضد همدې ميډيا، بلکې نړيوالې ميډيا هم خپل غږ پورته کړى او هر څه يې کړي دي. خو حقيقت دا دى چې افغانانو ته دا بده ورځ هم د طالبانو د وحشت له امله ورپېښه ده. که په افغانستان کې طالبان نه واى نو امريکا په افغانستان کې څه کول؟ او اوس هم که د القاعده او طالب په نوم وحشت په افغانستان کې له منځه لاړ شي نو افغانانو ته د امريکايانو ويستل څه ګران ندي.
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي ليکلي:
داد طالبانو دبنيادي قوت دليل هم دى چې دميډيا له هيڅ ډول سپوټ نه پرته يو ځل بيا پر ميدان وځليدل [/quote:154b4a4143]
د ميډيا د سپورټ پرته به ځليدلي وي خو د اي ايس اي د سپورټ پرته نشي ځلېدلاى.
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي:
طالبان اوس هم دخپلو خبرونو په خپرولو کې دميډيا ددروازو سائلان نه دي بلکې ددوۍ په تيلفونونودرسنيو وار نه کيږي څوک تائيد او يا تر ديد غواړي ،څوک معلومات غواړي او څوک ورسره مرکې کوي حتى چې دخبرپه لمړي ځل تر لاسه کولوکې يوډول مسابقه روانه وي ان تر دى چې له ډيرو اژانسونونه ګيلى هم ځکه کوي چي تر ټولو لمړى خبر ورکول به په دى شرط وي چي په سالم کيفيت نشرشي [/quote:154b4a4143]
لدې داسې برېښي چې ته هم د طالبانو کوم وياند يې ځکه درته دا هر څه په دقيقه توګه معلوم دي. هيڅ بعيده نده چې ته پخپله حنيف يې. په هر حال، همدغه خو لامل دى چې ته (يا حنيف) اژانسونو او ورځپاڼو ته ګواښونه کوې. که دوى دغه کار پرېښود نو بيا ورته نه ګواښ کولاى شې او نه دړکه.
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي:
په فلسطين او عراق کې داشغالګرو په خلاف دمقاومت کونکو سره عرب ژورنالستانو دسر قر باني هم ورکړي خو په افغانستان کې دګلزاده نامي په څيرکسان دخارجي ير غل لپاره دژورنالستکو همکاريو تر څنګ جاسوسي ته هم اماده دي او دژورناليزم حيثت يي دومره ذليل کړى چې ددوۍ په مشکوکوفعاليتونو سره نن زموږ په هيواد کې نژدى ده چې ژورنالست دجاسوس دوهم نوم وګرځي [/quote:154b4a4143]
په عراق او فلسطين کې د خلکو همکاري او خواخوږي يواځې د هغو مقاومت کوونکو سره ده چې وحشيان ندي. هلته مقاومت کوونکو ماشومانو په توغنديو ندي ويشتلي، ښوونځي يې ندي سوځولي، علماء کرام يې په ماينونو ندي الوځولي، سرکونه يې ندي ويجاړ کړي، ملي شتمنۍ يې په کباړ کې ندي خرڅې کړې، د افيمو او کوکنارو کښت او کاروبار نه کوي، ژورنالستان يې ندي تهديد کړي او وژلي او د کتابتونونو په کتابونو يې وريجې ندي پخ کړې. او دلته طالبان دغه ټول کارونه کوي. بل دا چې طالبان مقاومت نه کوي بلکې د پاکستان اجنډا ترسره کوي. نو دلته بايد د طالب په ضد ټوپک په لاس کې واخلي. جاسوسي خو لا يو کوچنى کار دى.
[quote:154b4a4143] اسحاق نظامي ليکلي:
زما يو اشنا چي دکندهار په هوايي ډګر کې له ترجمانۍ نه لندن ته وتښتيده په هوايي ډګر کي يي دترجمانانودغلطو مصروفيتونو له امله له ترجمانۍ نه توبه کړي وه او له ويري يي پوره حال هم نشو ويلى خو ماته يي يو څو پيښي بيان کړي چې زه يي دويلو او ليکلو جرائت اوس هم نشوى کولى او چې کله رايادشي يوډول مرموز سکوت راباندي حاکم شي [/quote:154b4a4143]
له ترجمانانو سره چې هر څه شوي بايد چې ويلي دې واى. خو بيا هم هر څه چې امريکايانو له ترجمانانو سره کړي لدې درې چنده زيات طالب قوماندانانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د تنکيو هلکانو سره کړي دي. که تا د امريکايانو په مرکزونو کې د ترجمانانو د فعاليتونو کيسې وليکلې زه به درته د طالبانو په مدرسو کې د زده کوونکو سره د فعاليتونو کيسې ښه په تفصيل سره وليکم. بيا هم په امريکايانو او طالبانو کې توپير دا دى چې امريکايان يې زمونږ ښکاره دښمنان دي هر وخت ترې بدل اخيستلاى شو خو طالب چې دا هر څه د اسلام په نامه کړي دي نو بدل ترې څنګه اخلې؟
[quote:154b4a4143]پر افغانستان وسلوال يرغل هغو مشهورو ،خپلواکو، افغان فرهنګيانو،سياستوالو او ليکوالوهم خارجي يرغل بللى چې ګلزاده او ملګرو يي دژورنالست او ليکوال نوم هم له همدى مشرانو زده کړى
دډاکټر (فاروق) اعظم ،ډاکټر( صمد)حامد په څير ملي سياستوال،د (قدرت الله) حداد ،علامه رشاد(مرحوم) او (حسن) کاکړ په څير تاريخ پوهان او د( اصف) صميم ، (حبيب الله )رفيع په څير ليکوال ټول په دى سره يوه خوله دي چې هيواد اشغال شوى او په څر ګندو ټکو کې يي ويلي چې ټولټاکني ،پارلمان او نور پروګرامونه دپردو لخوا يوه جعلي پروسه او دولس غولولوهڅه ده [/quote:154b4a4143]
مونږ هم وايو چې هېواد اشغال شوى، خو د چا دلاسه اشغال شوى دى؟ ايا عامل يې هم د دې طالبانو وحشت نه و؟ که دوى په خپله ترهګر نه واى او افغانستان نه يې د نړيوالۍ ترهګرۍ مرکز نه واى جوړ کړى نو نه به د امريکا يرغل و او نه اشغال.
[quote:154b4a4143]اوس نو ګلزاده خيل بيا دچا زامن دي چې په وړو خلو او وړو قلمونو دافغان فرهنګيانو په نوم داستعمار چوپړ ته دمشروعيت لاري لټوي
او پاته شوه دطالبانو دخبرونو او اژانسونو خبره نو طالبان چې له اسلامي اژانس نه ګيله کوي نو ضرور به ددى اژانس پر يوډول حيثيت قايل وي او ددغه اژانس افغاني هويت او ملي صبغه به ددى وړ ګڼي چي ګيله ورنه وکړي
هغوۍ له ګلزاده خيلو نه هيڅکله ګيله نه کوي ځکه چې دوۍ پوهيږي چې ګلزاده خيل او ملګري يي په ښکاره ډول د پردو نانځکي دي
او هغوۍ پو هيږي چې دخارجي انجو ګانو دګيسټ هاوسونو په مفتو ډوډيو او شرابو مست خماريان او سستان د ملي او مسلمانو فرهنګيانواو فرهنګپالو نمايندګي نشي کولى
او نه هم ددوۍ په وړوکو دماغونو کې دومره لوړ افکارځاى لري چې دهيواد دملي او ديني ارزښت پر مسائلو دې پوه شي .[/quote:154b4a4143]که ته پخپله حنيف يې، او زما باور دى چې يې به، نو زه ستا په دې خبره بس دومره وايم چې شابسې!!!! چې د يو تحريک د استازي او نماينده ژبه او لهجه دا وي نو د مشرانو به يې لا څه حال وي.[/quote]


pattang
18.06.2006

عجبه وروره !
داخبره دې سمه نده که لږ يې سمه تحليل کړې بده به نوي٠
چټي دطالب له نوم سره يواځې دښمني خوولا که ښه کاروي ، ځکه چې يوه چپي ړنده پخوانۍ اومذدوره ايديالوګي بيا درباري کوي ٠

دپښتنولي په مينه
پتنګ

[quote:d169ffdcd3]مونږ هم وايو چې هېواد اشغال شوى، خو د چا دلاسه اشغال شوى دى؟ ايا عامل يې هم د دې طالبانو وحشت نه و؟ که دوى په خپله ترهګر نه واى او افغانستان نه يې د نړيوالۍ ترهګرۍ مرکز نه واى جوړ کړى نو نه به د امريکا يرغل و او نه اشغال.........[/quote:d169ffdcd3].


Ajab
19.06.2006

د افغان اسلامي اژانس د خبرپاڼې څخه:

په پېښور کې د پښتو ورځپاڼې "وحدت" نن (١٩/٠٦/٢٠٠٦) پخپله سرمقاله کې وليکل: د طالبانو لخوا پر افغان اسلامي اژانس د قهر څخه ډک تنقيد د ټولې ميډيا سره سختې اندېښنې پيدا کړې دي.
نن (١٩/٠٦/٢٠٠٦) په پېښور کې د پښتو ژبې ورځپاڼې "وحدت" پر افغان اسلامي اژانس د طالبانو د تنقيد په هکله يوه سرمقاله ليکلې ده چې په عين شکل نشر ته سپارل کېږي:
پر افغان اسلامي اژانس د طالبانو بې ځايه تنقيد
وړمه ورځ په پېښور کې د افغان اسلامي اژانس په نوم خبري شبکې ته د طالبانو د يو نمائنده لخوا په غصه ناک انداز کې له دې امله تنقيد وشو چې دا اژانس د طالبانو خبرونو ته هاغه هومره ارزښت نۀ ورکوي څومره چې دولتي خبرونو ته ورکوي. د طالبانو د وياند شکايت دا و چې افغان اسلامي اژانس د طالبانو د برياؤ خبرونه د ادعاو په توګه نشروي.
د طالبانو لخوا پر افغان اسلامي اژانس دې د قهر څخه ډک تنقيد د ټولې ميډيا سره سختې اندېښنې پيدا کړې دي. او د طالبانو دې قسمه عمل ته د طالبانو لخوا ميډيا سره جنګ ته د پتون وهلو مترادف عمل ګڼي. بايد طالبان په دې خبره پوه شي چې خبري اژانسونه يا مطبوعات کله هم پخپلو خپرونو کې د چانه هدايت نۀ اخلي بلکې هغوى خپلې خاص پاليسۍ او اصول لري چې د دغو اصولو لاندې خپل فعاليت ته دوام ورکوي. او که چرته داسې وى نو افغان اسلامي اژانس چې د روسانو پر ضد د جهاد په وخت جوړ شوى و نه به تر اوسه ژوندى پاتې شوى وى او نه به يې په نړيواله سطحه خپل اهميت برقرار ساتلى وى.
طالبانو ته بايد دا خبره هم په ډاګه وي چې په نړۍ کې چرته هم مزاحمتي ډلې څه جنګي بريا ترلاسه کوي نو هغې ته مطبوعات د ادعاو او د حکومتونو خبرې ته د تصديق يا واقعيت نوم ورکوي. ولې د دې باوجود هر لورى حق لري چې د بل لوري څرګندونې مسترد يا تصديق کړي. طالبانو ته په داسې خبرو پسې د نښتلو په ځاى د مطبوعاتو په اصولو او پاليسيو ځان پوه کول پکار دي. د افغان اسلامي اژانس ازاد حيثيت چونکې ټولې نړۍ او مطبوعاتو منلى دى ځکه نو طالبان بايد اينده کې د افغان اسلامي اژانس يا بل کوم خبري اژانس سره داسې رويه خپله نه کړي چې د هغې نه ټوله ميډيا پخپله نشرياتي بائيکاټ مجبورولى شي.


Ajab
19.06.2006

اسحق نظامي صاحب په خپل ګرېوان کې وګوره .
جمال ګيلاني .
ښاغلى نظامي صاحب لومړى خو له دې امله هر کلى درته وايو چې له څلور کلن ځنډ وروسته د پرده پورته او سر د راښکاره او په مطبوعاتو کې د نوم وليدل شو ،بيا به دا ووايو چې له پردې څخه د سر را اېستل هم بې څه نه دي يو څه د اورېدلي او په ځان ښکارولو د پيل کړ ،قدم د بختور شه خو تر څنګ يې دا هم درته وايم که د کوم خيال پلو پوخ کړى وي يا د کوم ګټور خوب ليدلى وي د اوبو يوې هسکې شرشرې ته يې ووايه چې اوبو يې په ستر سيند درته لاهو کړي .زه ستا او د ښاغلي ګلزرا تر منځ د يوې ليکنې په سر د شوې شخړې په اړه څه نه وايم ، د امريکا په اړه هم څه نه درته وايم ستا په مخ او څټ هم کوم اعتبار نه لرم ،خو د شريعت غږ راډيو څخه ستا د هغه پخوانيو غږونو انګازې مې چې کله غوږو ته راتلې نو ته راته يوه په وطن مينه څېره ښکارېدې خو نن د بيا چې ګورم نه پوهېږم چې تا ته په کومه زانګو کې للو للو ويل شوي ته د افغانستان ژورنالېستان له جاوسوسانو سره پرتله کوې څرګنده ده چې تر ستا ستر ګوډاګى به نه وي چې د پاکستان په غيږه کې په خړو کلدارو پلورلى ناست يې او د افغانستان د وطن ورانوونکو سره په نويو پلانونو بوخت يې ،ته چې د طالب اوسني ګمراه جنګ ته اسلامي او انساني جنګ وايي ستا په اسلاميت او انسانيت کې هم ستر شکونه شته دي ،ستا او ستا د ملګرو په لاس په ورځ کې شله ګونه ميندې کونډې او بورې شوې ،د کندهار د يوې سپېڅلې او بوډا انا د وچو شونډو او سپېره مخ هغه ښېرا به هم خداى درته قبولې کړي چې دولس کلن تنکي ځوانان يې ستا په شومو حرکاتو په ښوونځي کې ټوټه ټوټه شول ،د هغه ميندو ښېرواې به هم خداى درته قبولې کړي چې انجينير زوى يې ستا په لاس د وران شوي وطن په ابادۍ او درې زره افغانۍ تنخوا پسې وتلى وو ، خو ستا په ډزو يې بدن چغل چغل او په کور يې جنازه را ننوته ،د هغه ښوونکو ميندې او مېرمنې هم تا ته هره شېبه لاس په ښېرا دي چې ستا په شومو او تخريبي ډزو ووژل شول ،ستا مېړانه را وښيه چې نن ځان ته په اسلام مين مجاهد وايې کوم امريکايان تا وژلي چې ځانته مجاهد وايې تا خو ټول د افغانستان غريب او بې ګناه کارګران وژلي ،بيا هم د يوه افغان په توګه درته وايم چې په خپل دريځ د نوى غور وکړه دا وطن په دغه شکل نه آبادېږي چې تاسو يې آبادوى ،نور څه ويل نه درته لرم پخوانى بګرون د هم ټول پېژني چې په خپل ساختګي غږ د په کابل کې څومره خلکو او ځانته کوم کوم خدمتونه وکړل په هغه زه او ته پوهېږو سر ټيټ کړه او ګرېوان ته وګوره .


larghonay1
19.06.2006

[color=blue:39be6e5484]ملامت يار مخې ته راغى
له خپلو بدو شرميده ټيټ يې كاتنه [/color:39be6e5484]

يه وروڼو په دغو ملامتو يارانو نور هيڅ بحث مه كوئ !
تاسو ته خو ښه روښانه ده چې افغان اسلامي اژانس والا او طالبان دواړه د جنرال مشرف دوه غوږونه دي !
نو دوى دا لانجه دلته ولې حلوي ، دواړه دې مشرف ته ورشي چې فيصله يې وروكړي!
رښتيا ووايئ چې افغان اسلامي اژانس والا چې په پاكستان كې جوړ شوي د يوه جهادي ګوند له مخكښانو څخه دي او طالبان د ISI او CIAلاسپوڅي او ګوډاګيان نه وو او نه دي؟
نو دا د دوى خپلو كې زرګري جنګ دى هيڅ سر مه پرې خوږوئ !
پام مو وي چې كوم يو راباندې د كفر ټاپه ونه لګوئ چې د جهادي ډلو په شان كې دې ولې ګوستاخي كړې !
كه همدغه جهادي ګوندونه د كمونيستي رژيم تر نسكوريدو وروسته په خپلو كې سره جوړ شوي واى ، څوكۍ، دولتي او عامې شتمنۍ يې په خپلو كې په انصاف سره ويشلې واى نو ولې به طالبان راتلل؟
او كه طالبانو د نهايي وحشت څخه كار نه واى اخيستى نو ولې به امريكايان راتلل؟
خبره دا ده چې هر افغان چې شعور لري او ځان نه غولوي دغه دواړه څټلې او منحوسې ډلې ښې پېژني ، باور وكړئ كه د تعريف هيڅ اړتيا لري او نه په دې ارزي چې د ټول افغان دبحث فورم كې مطرح شي او بحث پرې وشي!
د ښاغلي عجب تر عجبو ځوابونو پس زه نه غواړم د مسافر صيب ځواب وليكم خو مسافر ته همدومره وايم :
وروره ! تر څو به مسافر يې راځه چې همدغه ستا د بادارانو پاكستانيانو غوندې د ډيموكراسۍ په فضا كې په خپل هيواد كې سره منطقي مبارزه وكړو !
مبارزه خو يوازې جګړو ته نه وايي او دا چې په جګړو خو مو هم زور معلوم شو چې په يو وار مو په لسګونو ولايتونه پرېښودل ، ځان مو وايستو او هغه بې وزلي پښتانه چې د پسونو په حلالولو يې ستاسو هركلى ويلى و او تاسو بې وسلې كړي وو، هغه مو د شمالي ټلوالې داړه مارانو ته لاس تړلي او پښې تړلي پرېښودل، تاسو دا پوښتنه كړې چې ستاسو له تېښتې پس له هغوى سره څه وشول؟
و مساپره وروره ! تا د مؤسسو او انجوګانو خبره كړې نو ته كه په رښتيا د دوى خلاف وې دغه مؤسسې، انجوګانې، ګسټ هاوسونه او ترجمانان خو د پاكستان څخه راغلي دي، دا خو نوي نه دي دا شل كاله يې له همدغو بهرنيانو سره د پېښور ټاون ، اسلام اباد، كوټې او نورو ښارونو كې كار كاوه ، تاسو ته كه اوس پاكستان د دوى په خلاف دستور دركوي نو د هرې انجو او مؤسسې مركزي دفتر اوس هم په پېښور كې دى او دلته خو لا ګسټ هاوسونه دومره ډېر نه دي د پاكستان په هره كوڅه كې دغه ميرات مړي ګيسټ هاوسونه دي نو هلته ولې بمونه نه الوزوئ ؟
دغه امريكايي چې تاسو يې اوس په افغانستان كې وينئ دوى ته خو ستاسو پخو يارانو هډې وركړې، دا خو له پاكستان څخه راغلل نو دغه ستاسو روزونكي (ISI سميع الحق او فضل رحمان ) ته ولې نه وايئ چې راځئ په پاكستان كې د دوى پر ضد جګړه پيل كړو؟
اوس به راته كوټه او وزيرستان ياد كړې خو پام دې وي چې هلته طالبان نه بلكې ISI د طالبانو په جامه كې د قبايلي سيمو د ايل كولو له پاره فعاليت كوي چې مونږ د هغوى هم خلاف يو.
ښه وروره !
دې ته دې هم بايد پام وي چې زه په افغانستان كې هيڅ كله د امريكايانو پلوى نه يم خو كه عمومي وضعې ته وګورو طالبان د امريكايانو په خوله جګړې كوي او امريكايانو ته په افغانستان كې د پاتې كيدو مشروعيت وركوي !
كه طالبان جګړې ونه كړي نو امريكايان به څه بهانه ولري چې په افغانستان كې پاتې شي؟
تاسو ته پته ده چې كله په امريكا كې ټاكنې وې نو په همغه وختونو كې د اسامه غږيزې كيسټې خپرې شوې ، نو بش امريكا ته وويل كه ماته رايه رانه كړئ نو اسامه مو نه پرېږدي!
نو وروره د خداى په خاطر راځئ چې په هيواد كې منطقي مبارزه پيل كړو ، لومړى ځانونه وپېژنو، له پنجابيتوب، ايرانيتوب او عربتوب نه ځانونه خلاص كړو نو بيا به خداى هم وپېژنو!
چې ترڅو مو دلته خپل ملي هويت نه وي ثابت كړى نو په خداى كه نه اسلام وپېژنې او نه مسلماني!
بله دا ريښتيا تا د ځينې كسانو نومونه اخيستي لكه :
[color=red:39be6e5484]اقتباس :
پر افغانستان وسلوال يرغل هغو مشهورو ،خپلواکو، افغان فرهنګيانو،سياستوالو او ليکوالوهم خارجي يرغل بللى چې ګلزاده او ملګرو يي دژورنالست او ليکوال نوم هم له همدى مشرانو زده کړى
دډاکټر (فاروق) اعظم ،ډاکټر( صمد)حامد په څير ملي سياستوال،د (قدرت الله) حداد ،علامه رشاد(مرحوم) او (حسن) کاکړ په څير تاريخ پوهان او د( اصف) صميم ، (حبيب الله )رفيع په څير ليکوال ټول په دى سره يوه خوله دي چې هيواد اشغال شوى او په څر ګندو ټکو کې يي ويلي چې ټولټاکني ،پارلمان او نور پروګرامونه دپردو لخوا يوه جعلي پروسه او دولس غولولوهڅه ده[/color:39be6e5484]
ګوره اخونګله !
هغه مهال چې په نوم مجاهدينو حكومت نور له زغمه ووت او د طالبانو تحريك وخوځېد نو رښتيا هم دغو ټولو ښاغلو ورته ډېرې چكچكې ووهلې، ډېر شعرونه او ترانې يې ورته وليكلې خو دا وايه چې د طالبانو د واكمنۍ په وروستيو كې همدغه بې چاره فرهنګيانو هم له طالب واكمنۍ څخه له خولې وينې تويولې .
او دا چې تا د دوى نومونه اخيستي چې افغانستان يرغمال بولي بېخي دروغ دې ويلي دي:
دغو ښاغلو هم د كرزي د حكومت په پيل كې هماغه د طالبانو د راتګ په څېر خوښ وو چې د طالب له تورې واكمنۍ يې خلاص كړي خو له بده مرغه چې دوى هم كومه ښه نتيجه ورنه كړه.
او اوس هم دوى د كرزي په حكومت او د افغانستان په پارلمان نيوكې كوي چې بايد سم كارونه وكړي نه دا چې دغه پارلمان بېخي ردوي.
حتى دغو چې تا ياد كړي د پارلمان د ځينو وكيلانو له پاره كمپاين هم كاوه او اوس يې هم پارلمان ته د خوښې ډېر وكيلان تللي دي.
خو كه ته د دغو پورته فرهنګيانو چې تا سو يې نومونه اخيستي ، وپوښتې نو په خداى كه د طالبانو له شرمه ډكو كارونو د لاسه د چا پر وړاندې د دوى يادونه هم كولى شي.
همغلته به هم ډېرو فرهنګيانو ويل چې د طالب دغه توره واكمني خو په وركيدو ده خو د دوى د وحشي كارونو د شرم پېغور به بيا د ټولو پښتنو وي چې همداسې هم وشول.
نور هيله ده چې د هيواد په روانو حالاتو تبصرې وليكئ ، بې له جګړې د هيواد د حالاتو د سمولو په هكله هڅې پيل كړئ نو دا به ډېره ښه وي.


pattang
19.06.2006

لاروي صيب سلام عليکم !
له هغه کاره به تېر شو، لکه چرګ چې په پروړه کې کله دلته او کله هلته خپله مشوکه وهي اوپه دانه پسې ګرزي ځي :
زه زيارباسم چې خبرې يوه ټکي ته راغوڼډې کړم ، نو درڅخه په ډېره درناوي غواړم ،چې دلاندې سوال ځواب راکړې :
وروره تاسو کله چې له پيښاوره کابل ته راغلۍ نو ستاسو ماشوم په پاړسي نه پوهيده اوپه پښتو ښونځی نه وو اوتاسو هغه وخت ډير سر ټکاوو نودا مسئله څرنګه هل شوه ???٠
که مهرباني وکړې ځواب يې راکړې ٠

پتنګ


larghonay1
20.06.2006

پتنګ صيب سلامونه ، ستي مه شې!
[color=red:cdcb8bd4dd]اقتباس :
لاروي صيب سلام عليکم !
له هغه کاره به تېر شو، لکه چرګ چې په پروړه کې کله دلته او کله هلته خپله مشوکه وهي اوپه دانه پسې ګرزي ځي. [/color:cdcb8bd4dd]
ډېر خوښ شوم چې له پورتني خوى نه دى لاس اخيستى . خو باور مې نه راځي . ځكه د اژانس او طالبانو موضوع وه نه د پښتو ښوونځي ؟
تاسو كولى شول دا پوښتنه مو يا زما څخه په شخصي پيغام كې پوښتلې واى او يا مو دغه موضوع په همدې فورم كې د ځانګړي بحث په توګه مطرح كړې واى .
خو په هر حال والله وروره تر اوسه پورې مې هغه زوى بېچاره په وهلو ټكولو ښوونځي ته بيايم او په خداى كه مې تر اوسه زړه مني چې په پاړسي كې ورسره كوښښ وكړم . يوازې په نه زړه د كتابونو تمرينونه ورسره حلوم او په شين زور مې كېنولى وي. مجبور يم كه ښوونځي ته يې ونه لېږم خو راتلونكى ژوند يې بربادېږي .
كه څه هم يو شخصي ښوونځى جوړ شوى خو هغه زمونږ نه ډېر ليرې دى او بله دا چې په ډالرو فيس غواړي زه يې وس نه لرم.
د هغه بحث چې ما په ټول افغان كې مطرح كړى و پايله ايله يو سيمينار شو او بس .
اوس خو كه له كرزي نه په كابل كې پښتو ښوونځي غواړو نو هغه به وايي تاسو په خپلو پښتني ولايتونو كې د ISIپه لمسون ښوونځي سوزوئ نو كابل كې يې څنګه غواړئ.
كور دې ودان وروره دغسې ملي موضوعګانې مه هېروئ ځكه چې ملي هويت مو له ډېېېېېېېېېېېېېېېېېېېېر لويې خطر سره مخامخ دى.
يا به يو كېږو ګنې وركېږو.


stanizay
20.06.2006

ګرانولوستونکو،که غواړۍ،دطالبانوخپل نظر پدې اړه ولولۍ نودفرهنګي کميسيون اعلاميه ترعنوان لاندې يې په www.alemarah.org چې دهمدوی وېب پاڼه ده کتلی شۍ٠ضمناداخبره کوم چې دprtليکواله٠٠٠دامضمون خوپه دې وېب سايټ کې داسحاق نظامي نه بلکې د ملاسعيد اتل مضمون ښودل شويدی فکرکوم نظامي صيب موبی ځايه خوارکی ترګونډو لاندې کړ ٠خوکه داد نظامي صيب مضمون وي يا نوي او داخبره مې لولي دځان سپيناوی دې وکړي٠
مننه،


Ajab
21.06.2006

[quote:d80c90234f]٠خوکه داد نظامي صيب مضمون وي يا نوي او داخبره مې لولي دځان سپيناوی دې وکړي٠ [/quote:d80c90234f]
څه سپيناوى به وکړي!!!!!!!!!!!!!! مضمون يا د نظامي او يا د حنيف، خبرې خو د طالبانو دي، او طالبانو د خپلې شپږ کلنې تسلطي واکمنۍ پر مهال او وروسته د ترهه ګرۍ په فعاليتونو کې دومره وحشت کړى دى چې د سپيناوي ورسره هيڅ نشته.


جواب

mosafar
22.06.2006

دعجب په نامه ګلزاده خان ليکې
[color=red:348c9b045e][color=#444444][color=red]څه سپيناوى به وکړي!!!!!!!!!!!!!! مضمون يا د نظامي او يا د حنيف، خبرې خو د طالبانو دي، او طالبانو د خپلې شپږ کلنې تسلطي واکمنۍ پر مهال او وروسته د ترهه ګرۍ په فعاليتونو کې دومره وحشت کړى دى چې د سپيناوي ورسره هيڅ نشته[/color:348c9b045e][/color][/color]
هو! جنابه خبري دطالبانو دې
ايا طالب ستاپه څير ګوډاګيانو نه هم ډير وحشت کړي
ته لکه چې دا خپل وحشت نه بولى چې قلم او ناموس دواړه دې دامريکايي اشغالګرو په چوپړ کې دې
نور به څه نه وايم ته پخپله فکر وکړه چې جنايت کار او وحشي ستا په څير داشغالګرو تالي څټي وي که خپلواکي غوښتونکى طالب ؟؟؟؟؟؟؟


Ajab
22.06.2006

[quote:333fa34d94]ته پخپله فکر وکړه چې جنايت کار او وحشي ستا په څير داشغالګرو تالي څټي وي که خپلواکي غوښتونکى طالب ؟؟؟؟؟؟؟[/quote:333fa34d94]
خپلواکي غوښتونکي د چانه؟ د هغو امريکايانو نه چې تاسې راوستلي دي او که د هغه افغان ولس نه چې ستا د نوم نه هم کرکه کوي؟؟؟؟ ته يو ځل د پنجابي د لنګ نه ځان خلاص کړه، د پنجابي په وېنا او پېسو د افغانانو وژل او ځورول پرېږده نو امريکا درته هيڅ هم نشي ويلاى. د فساد او ترهه ګرۍ کوم درس چې دې ويلاى دى د هغې نه توبه وباسه، مکتبونه سوځول او ماشومان په ماينونو الوځول پرېږده نو امريکايان به په خپله ځي. د افغاني ماشومانو په الوځولو او مکتبونو سوځولو ته امريکايي اشغالګر له هېواده نشې ويستلاى. ته د دې خبرې سپيناوى وکړه چې ته په خپله شپږ کلنه تسلطي واکمنۍ کې افغانانو ته د ناپوهۍ، کرکې، جنګونو، مرګونو، جهالت، بېزارۍ او پرېشانۍ پرته څه ورکړي دي؟ او په دې تېرو وروستيو هلو ځلو کې دې بهرني عسکر څومره وژلي او افغانان څومره؟ تا څومره مکتبونه سوځولي او څومره دې جوړ کړي دي؟ تا څومره ناپوهان عالمان کړي او څومره عالمان دې وژلي دي؟ تا څومره ماشومانو ته زده کړې کړي او څومره دې په بمونو الوځولي او له زده کړو محروم کړي دي؟ تا څومره سرکونه، روغتونونه او پلونه جوړ کړي او څومره دې ويجاړ کړي دي؟ او تا د پنجابيانو لپاره څومره کار کړى او د افغانانو لپاره؟؟؟ تا د خپل حکومت پر مهال او اوس د ترهه ګرۍ په فعاليتونو کې امريکا ته زيان زيات رسولاى که ګټه ډېره، او افغانستان ته دې ګټه ډېره رسولې که تاوان ډېر؟ او د ټول افغان په اوله پاڼه کې د خپرې شوې ليکنې (اسحاق نظامي خپل ګرېوان کې وګوره) د نظرونو پاڼې وګوره او بيا حساب وکړه چې ستا د نوم نه کرکه زيات خلک کوي او که مينه زيات خلک کوي؟؟؟
زه تالي څټى نه يم ځکه چې زه اوس هم د امريکا خلاف يم، په هغه وخت کې هم وم چې تاسو ورله جهاد کاوه، په هغه وخت کې هم د امريکا خلاف وم چې تاسې د امريکا د لمسو رول لوباوه (طالبان د پاکستان اولاد او له دغې لارې د امريکا لمسي کېږي). او بيا به هم د دغه ترهه ګر هېواد خلاف يم. خو ته پرون هم د پنجاب په واسطه د امريکا ټوپک وې، نن هم د اي ايس اي د لنګ غوټه يې، سبا به هم دغه شى يې. ځکه چې ستا دين هم دا دى چې د اي ايس اي ايجنټي وکړې. که اي ايس اي دې مخ کوم لور ته وګرځوي هماغه لور ته منډه کوې. د خپل عقل او وجدان څخه هيڅ کار ناخلي او نه خپله ښه بده پوهېږې. خداى دې درباندې ورحمېږي.


Ajab
24.06.2006

د تل افغان وېبپاڼې څخه په مننه
طالبان په ژورنالست او وياند کې توپير نشي کولاى
ګلزاده حقپال

ما چې افغان اسلامي اژانس ته د طالبانو ګواښ وغانده او د خبري رسنيو څخه مې هيله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې د طالبانو د ګواښونو څخه د ځان ساتلو ښه لاره دا ده چې د څه وخت لپاره دې د طالبانو د تخريبي هلو ځلو د خبرونو د نشرولو څخه مقاطعه اعلان کړي نو په ځواب کې يې د طالبانو يو تن وياند يا ليکوال د " پي ار ټي ليکواله ستا يې د خېره" تر سرليک لاندې ليکنه وکړه چې بيا دغه ليکنه هم د ځينو ليکوالو لخوا ځواب شوه او د ډېرو خلکو لخوا په دې اړه ليکنې او نظرونه مخې ته راغلل.
ما چې په وزګار وخت کې دغه ټولې ليکنې او نظرونه ولوستل نو بې لدې مې بله کومه لاره ونه موندله چې په دې هکله يو ځل بيا څو ضروري خبرې وليکم او هغه خبرې لوستونکو ته تشريح کړم چې زما يا د مخالف لوري لخوا ښه ندي بيان شوي.

تر هر څه د مخه بايد دا خبره وکړم چې د " د پي ار ټي ليکواله ستا يې د خېره" تر سرليک لاندې ليکنه په بېنوا ټکى کام کې د اسحاق نظامي او د طالبانو په خپله وېبپاڼه (الاماره ټکى کام) کې د ملا سعيد اتل په نامه خپره شوې. نه پوهېږم چې طالبانو ولې دا يوه ليکنه په دوو بېلابېلو وېبپاڼو کې په دوو بېلابېلو نومونو خپره کړې ده، امکان لري په دې کې هم د دوى کوم "حکمت" پټ وي ځکه چې د شريعت نه خو يې جامې ويستلې دي اوس د حکمت نه هم جامې وباسي.

په ليکنه کې د طالبانو ليکوال زه د پي ار ټي ليکوال بللى يم او د هېواد ژورنالستانو ته يې جاسوسان ويلي دي. په دې پورې راته د عربۍ هغه يو متل راياد شو چې "المرءُ يقيسُ على نفسِهِ". يانې څوک چې څنګه پخپله وي هماغه ګومان په نورو کوي. طالبان پخپله د اي ايس اي د ايجنټانو رول لري نو هر ليکوال ورته د پي ار ټپي کارکوونکى او هر ژورنالست ورته جاسوس ښکاري. طالبانو افغانستان کې په خپله شپږکلنه وحشي واکمنۍ کې يواځې دا کار کړى چې نور خلک يې وژلي او د مدرسو زده کوونکي يې په نورو خلکو وژلي او ورسره يې مکتبونه بند کړي، ښځې سپکې کړې او خلک در په دره کړي دي. اوس هم د دوى څخه د څه ښه کار تمه کول ډېر بې ځايه کار دى.

د دغې ليکنې د نورو محتوياتو ډېر ښه ځوابونه ښاغلي اجب ليکلي دي چې زه ورسره سل په سلو کې موافق يم.

اوس به د دې لړۍ يوه بله ليکنه هم ياده کړم. عزيز الله حبيبي په بېنوا ټکى کام کې د خپلې يوې ليکنې " د دې نه مخکې هم په لسهاوو خبريالان ګواښل شوي" سره حاضر دى. د دې ښاغلي د ليکنې هدف دا دى چې خبريالان ګواښل دومره غټه خبره نده نو پام ورته ندي کول پکار. لدې داسې معلومېږي چې د نوموړي په نظر ژورنالست او خبريال د سره انسان ندى. که څوک يې ګواښي، سپکوي او يا وهي او وژني نو هغه له دا هر څه قبلول پکار دي. او هيڅ غږ ندي کول پکار. دا ښاغلى دومره ناخبره دى چې د سيد احمد قانع، طاهر صافي، عبدالناصر، ولي الله شاهين او نورو ژورنالستانو د وهل کېدو او ګواښل کېدو مثالونه ورکوي او وايي چې خلکو د هغوى په حق کې ولې غږ ندى پورته کړى. زه لده څخه دا پوښتنه کوم چې خلکو غږ نه و پورته کړى او اژانسونو او خبرپاڼو د دوى خبرونه نه وه خپاره کړي نو ته د دوى نه څنګه خبر شوې؟ ايا په تا وحي کېږي؟ د دغه هر ژورنالست په پېښه اژانسونو او خبرپاڼو راپورونه خپاره کړي دي، هغوى ته شوي ګواښونه او وهل کېدل يې غندلي دي او په ضد يې کمپاينونه چليدلي دي. چې زه هغه تفصيل اوس دلته نشم ورکولاى. خو بس دومره وايم چې دا به هغو خلکو ته مالوم وي چې هره ورځ اخبار لولي او په حقايقو خبر وي.

اوس به راشم دې خبرې ته چې طالبان دا فکر کوي چې د افغانستان ټول ژورنالستان دې يا د دوى د وياندويانو رول ترسره کړي ګنې نو بيا دوى د امريکايانو جاسوسان دي. دغسې فکر امريکايان هم کوي. خو په امريکايانو او طالبانو کې توپير دا دى چې امريکايان دې د مذهب او دين په نامه نه وژني او طالبانو که پخپله ترهګرۍ کې ووژلې نو دې ته د اسلام د سرلوړۍ نامه ورکوي. طالبانو پخپله شپږکلنه شرمېدلې دوره کې د افغانستان او افغانانو په تباه کولو او له منځه وړلو او په نړيوال کچ د اسلام په شرمولو کې هيڅ کمى ندى پريښى. او اوس چې د پاکستان لپاره کوم کار کوي دا به يې هم په تاريخ کې يو شرمېدلى باب وي. دا يو ښکاره واقعيت دى چې دا وخت هېواد د بهرنيانو لخوا اشغال دى خو دا هم ښکاره خبره ده چې د هېواد په اشغال کې د طالبانو رول و. هغوى د افغانستان نه د ترهګرۍ نړيوال مرکز جوړ کړى و. عربيانو لپاره افغانستان د افغاني پېغلو ښکارځاى جوړ شوى و او له د عربانو او طالبانو پرته انسان په افغانستان کې د اوسېدو هيڅ تصور نشو کولاى. نو د همدوى په وجه امريکا او نړيوال دې ته اړ شول چې زمونږ په هېواد بريد وکړي او دغه وحشت له منځه يوسي.

اوس خبره دا ده چې هېواد نه د بهرنيانو ويستل په دې ممکن دي چې هېواد کې امنيت راوستل شي، زده کړې وشي، خلک سياسي شعور پيدا کړي، وطن مضبوط او خلک يې ښاد او اباد شي. خو پاکستان داسې نه غواړي نو طالبان يې د دې دپاره ګمارلي دي چې په هر قيمت او هر حال دې افغانستان کې حالات خراب وساتي او افغانان دې له تعليم او سواد څخه ليرې کړي. طالبان اوس دغه کار ښه په ايماندارۍ کوي. او غواړي چې افغانى ژورنالست دې هم ورسره همغږى شي. خو زما په فکر دا ناشونې ده. که په طالبانو کې څوک ليک لوست والا سړى وي نو د هغه نه دې معلومه کړي چې په ژورنالست او وياند کې څه توپير دى. که يې بيا هم معلومه نکړاى شي نو زه به يې په تفصيل سره ورته وليکم. په لنډو ټکو کې به دومره ورته ووايم چې د يوې ډلې وياند چې هر څه وايي د يو ژورنالست لپاره هغه ټول د اورېدلو وړ دي خو د منلو وړ ندي. وياند جوړېدل ډېر اسان او ژورنالست جوړېدل ډېر ګران کار دى.


mosafar
25.06.2006

هيله ده ګلزاده خانه ته هم يو نوم نه استفاده وکړى
يا عجب شه ځکه خبري دى دې عجيبه دي (که ته پخوا دمجاهدينو اوجهاد مخالف وى نو څرګنده شوه چې اول دروسانوا و اوس دامرکايانو تالي څټى يي)
او يا ګلزاده خان شه ځکه دقلم نه دى دامريکايانو په خدمت کې ګلان؟؟؟؟؟ تويږي


Ajab
25.06.2006

مساپر لالا ستړى مشې، که زما منې نو ښه دا ده چې په دې خبرو پسې ونه ګرځې چې زه د چا مخالف يم او د چا تالي څټى، او يا په کوم نامه ليکل کوم. ستاسې لپاره ښه دا ده چې ما درنه کومې پوښتنې کړې دي هغه ځواب کړئ. خو زه (او د دې فورم ټول کتونکي) په دې پوهېږي چې تاسې سره زما د پوښتنو هيڅ ځواب نشته ځکه خو بيا بيا په دې خبره ځان خلاصوې چې (د امريکايانو تالي څټى يې). اوس خلک پوهېږي او په دې خبرو ځان نشې خلاصولى. هغه وختونه تلي چې خپل تور ظلمونه او تور مخونه به مو په دې خبره پټول چې (دا شريعت دى). فکر کوم چې اوس افغانان په دې ټولو خبرو ښه پوهېږي.


کټوازی
27.06.2006

ګرانو وروڼو ،
سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ !
د طالب وياند ښاغلي ډاکټر حنيف له خوا د افغان اسلامي اژانس پر خپرنيزې تګلارې نيوکې دومره هم سختې نه وې لکه څومره چې له تاسو څخه ډېرو وروڼو سختې اخيستې ، پۀ اصطلاح هوا يي ورکړې ،
نو ډېره به ښه وي چې د افغانستان پۀ روان سياسي بهير کې دومره هم د يوۀ لوري پلوي و نه کړو ، چې پر واقعيتونو سترګې پټې کړو ، ځکه چې دواړه لوري يي پۀ بشپړ توګه پۀ ولس کې محبوبيت نه لري ، که يي لري نو يو مصنوعي او ياهم وختي محبوبيت دی چې هيڅ معياد ، موده او ګارنټي نه لري
له داود خانه رانيولې تر روانې دورې ،يو رژيم هم پۀ ولس کې د پراخه ملاتړ پر بنسټ د سولې پرمټ واک ته نه دی رسېدلی ،د پرديو پۀ مرستې او همکارۍ ټول د توپک اوکوتک پۀ زور راغلي او څومره چې يي وس رسېدلی هيوادوال يې د مخالف ، کميونيسټ ، اشرار ، ترهګر، طالب او پر نورو نومونو ځپلي ، درپر دره کړي ،بې کوره کړي او له هيواده او يا هم له خپلې پلرنۍ سيمې شړلي !
که نن هم واقعي عدالت اوملي واکمنۍ حضور ولري ، له کميونيسټه تر تروريسټه ( پۀ نننۍ اصطلاح ) ټول به محاکمه شي !
او بس
نو پر دې اساس بېخي به سمه نۀ وي چې ليکوال او قلموال هم د نننۍ ، بلکې د تل پاره د سياسي ډيپلومېسي تر سيوري لاندې راشي ، او پۀ اصطلاح هر ډالۀ ( ډهول ) ته نڅا وکړي !
پۀ درنښت يو ورور مو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more