نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ستاسې پوښتنې او د لوستونکو ځوابونه
Ghairat
13.06.2006
درنو او قدرمنو لوستونکو سلامونه !
راځئ ددې سرليک ﻻندې هره پوښتنه مطرح کړو اوهر څوک چې ورته دقناعت وړ عقلي ځواب لري بايد ځواب يې کړي . په دې ډول به د ګرانو لوستونکو تر منځ ډيرمعلومات تبادله او د راتلونکې له پاره به هم زيرمه شي . دلته بايد دليکنو موخه د بل پر ليکنه تنقيد نه وي، خو هر ليکونکی کولی شي د بل ليکنه بشپړه کړي او ياترې بيطرفانه پوښتنې وکړي .
زما پوښتنه :
الف : ـ آيا انسان د خپل عقل له مخې ځان د نورو دنياوي موجوداتو په څير يواځې يو دنياوي موجود بللی شي ؟
ب : ـ که يې نشي بللی ، د کوم بل يو [color=blue:0cab9ef02f]دنياوي موجود په څير [/color:0cab9ef02f]انسان له کومې بلې نړۍ سره تړاو لري؟
که يې لري ، آيا په عقلي توګه د هغې نړۍ موجوديت حدثولای نشو؟
[color=white:0cab9ef02f] انسان ولې تر مرګه وروسته د يوه بل ښه ژوند په آرمان دی ؟[/color:0cab9ef02f]
صافی
13.06.2006
ګران غیرت صاحب! سلامونه اونیکې هیلې،
لمړ ی که لطفآ تاسو په خپله خپل نظر دپورتنیو پوښتنو په هکله څرګند کړ ی ، زما په نظر به دبحث غوره پیل وی .
په مینه
Ghairat
14.06.2006
محترم صافی صيب سلام مې ومنئ!
ددې پوښتنو ځواب له ما سره نشته، ځکه خو مې د ځواب پوښتنه کړې، که څوک پيدا شي چې بشپړ او د قناعت وړ ځواب وړاندې کړي زما پر شمول به ټول هغه لوستونکي چې ځواب يې نلري د هغه منندوی يو ،ځکه فکر کوم چې په دې برخه کې به يواځې نه يم ې چې يو څه زدکړې ته به اړ اوسو .
خو داچې له هرې پوښتنې سره يو څه تصور هم د موضوع په شاوخوا کې ملګری وي هغه غلط وي او که صحيح ، هغه بياوروسته له بشپړ ځواب څخه مالوميږي ، نو زه هم که کوم نيمګړي تصورات لرم تر څو چې يې د پوښتنې سم ، رښتينی او بشپړ ځواب مالوميږي ، زه يې صحيح نشم بللی . خو دا چې بيا هم تاسو زما دتصوراتو پوښتنه کړې ، دادی وړاندې به يې کړم :
[color=white:b501a2a768]داچې آيا انسان د خپل عقل له مخې ځان د نورو دنياوي موجوداتو په څير يواځې يو دنياوي موجود بللی شي ؟[/color:b501a2a768] همدومره ويلی شم چې دا خو د عقل برکت دی چې انسان نور موجودات دنياوي بولي ، هغوی پخپله خو ځانونه نه دنياوي بللی شي او نه اخروي .او بيا هم عقل دی چې انسان پرې ځا ن له دنيوي سربيره يو اخروي موجود هم بولي !دا بيله خبره ده چې سړی دغه ادعا پخپله نشي ثابتولی که هر څومره يې زړه هم غواړ ي.
دعقل خاصيت کار او ايجاد ګري ده او عاقل او فعال انسان د کار په ترڅ کې نوي توليدات او محصولات رامنځته کوي . نو په حقيقت کې ځان د نويو مصنوعاتو ايجاد ګر او خالق بولي . له دې څخه عقل د ټؤلې
دنيا د پېدايښت له پاره هم خالق لټوي .يعنې کومې نتيجې چې انسان د کار په اړينه تجربه کې د نړۍ د اجزاو ( د کار د محصولاتو او مصنوعاتوپه توګه)څخه اخلي د نړۍ پر کليت يې هم استعمالوي، اودنړۍ لپاره په کلي توګه د يو واحد خالق شته والی اړين بولي چې دا نړۍ يې بايد پيدا کړې ، جوړه کړې او رامنځته کړې وي .
يوه بله نا رامي چې انسان يې د خپل ژوند د ختميدو په اړه حس کوي ، هم له دې سره
ختميدای شي : ځکه انسان د دنيا دخالق څخه دا غواړې چې ژوند ي يې ابدي شي او ددې نيمګړي ژوند او نيمګړې دنيا پرځای يو بشړ ژوند ا و کامله اوابدي دنيا ولري : چې جنت ورته وايي . دا غوښتنې د عقل کار نامې دي، حيوانات يې نه لري ،
که ميږيانو ، غڼو او د شاتو مچيو د عقل په زور خپل کارونه او خپل کورونو جوړلای نه د اېنسټينکټ په زور انستينکتيف ، او له سرته رسولو نه مخکې يې د هغه څه تصور په سر کې درلودای چې جوړوي يې ، نو ورته پوښتنې او غوښتنې ( ددين اړتيا) به له هغوی سره هم راپيدا شوي وای . ځکه د کار په بهير کې طبيعي موادو او موجوداتو ته تغير ورکول کيږي او نوې صنعه يا محصول ترې ﻻسته راځي، چې پخپله نه جوړيږي ، نو هغه نور ستر تغيرات چې په طبيعت کې منځته راځي لکه شپه او ورځ، ستور ي، د لمر او سپوږمۍ راختل او لوېدل ، موسمونه ساړه او تودوخه،اوروښتونه ، طوفانونه ، زلزلې ، طغيانونه ، د نباتاتو شنه کيدل اود حيواناتو غټيدل ، مرګ او ژونداو داسې نورې پيښې او تغيرات هم دغسې يو کونکی ، خالق يا صانع غواړي اوپخپله نشي کيدای ، لکه هر کار او هر محصول چې يو کارکونکی اوجوړونکی يا صانع غواړي .
نو کله چې داسې وي ،نو انسان چې پخپله د طبيعت جز او د مخلوقاتو څخه شميرل کيږي ، غواړي د نړۍ او خپل خالق سره يوه رابطه ولري او د ﻻيتنهي ستر او خطرناک طبيعت پر ضد د ژوند مبارزه کې ترې مرسته وغواړي ، د پيښو آفاتو او درنده حيواناتو ، طؤفانونو او ناورينونو ښکار نشي او خپلې نيمګړتياوي ، بي وسي ، ناروغي او کمځواکي ټول د خالق په زور او بشپړتيا قدرت او مهربانۍ سره جبران کړي . اوکه دا آرمانونه ټول تل تر تله په دې نيمګړي ژوند کې نه پوره کيږي د قادر خالق په مرسته به هم ددوهم ابدي ژوند خاوندشي او هم يې هلته ټول ارمانونه تل ترتله پوره شي ! خو دا کار يواځې د دين له ﻻرې کيدی شي او هغه دين هم بايد آسماني او د هماغه جنت د خالق له خوا راغلی وي چې مونږ يې پر ځمکه طمع لرو !
آيا همداسې نه ده او مونږ ټول مسلمانان دالله تعالی د رضا او دغه ستر رحمت په طمع نه يو ؟ والسلام !
ghafar
15.06.2006
محترم غيرت صاحب او نورو دوستانو ته سلامونه او نېکې هيلې!
Ghairat صاحب کور مو ودان ډېر په زړه پورې مطلب مو ليکلئ دئ. که مهربانی وکړۍ د Edit له لارې خپله ليکنه يو ځل بيا پرانيزۍ او ځينې ټايپي نيمګړتياوې اصلاح کړۍ .
په درناوي
غفار
صافی
15.06.2006
ښاغلی غیرت او محترم غفار صاحب،او درنو لوستونکو! سلام او نیکې هیلې:
محترم غیرت صاحب! دبشر او دبشر دچاپیریال دوجود،اودهغوی دخالق دوجود،دکونهې دادراک او مفهوم په هکله بی حسابه نظریی،حقایق،اوبحثونه شته چې ځنې نظریې او حقایق یې دساینس ډګردی مطلق حقایق یی دسماوی ادیانو دبحث ساحه ده . اوځینې یی د دواړو تر منځه دمنطقی افتراضاتو پر بنسټ ولاړیی افتراضی نظریی دی چې دفلسفی څیړنو دبحث میدان دی .
څرنګه چې دهر انسان فکر دخپل ځانګړی داخلی اوخارجی چاپیریال هستی ده، په همغه شان ددغې هستۍ د مادی او معنوی ګټو حفا ظت هم دیو فرد نه تر بله تو پیر لری . يعنی لکه څنګه چې انسانان په ظاهری شکل د یو او بل نه توپیرلری په ذهنی شکل هم سره ورته ندی . ولی په یو مهم ټکی کې سره را ټول دی چې هغه عبارت دژوند نه دی . چې زمونږ او ستاسو بحث هم همدا دی او که څنګه ؟
په درناوی
نور بیا
ع کريم حليمي
16.06.2006
درنو او قدرمنو لوستونکو سلامونه !
او وه محترم اومتفکر غيرت صاحب ته بيا ګېډۍ ګېډۍ سلامونه او ښې هيلي
په عرض رسوم
محترم غيرت صاحب !
يو وخت يو قانوندان په کار په سي ګرځېدۍ نو په اخبار کښي يي اعلان وليدلۍ
چه د يوې مؤسسې قانوندان په کار وو ٠ نو و مرکې او مصاحبې لپاره ورغلۍ
هلته درې نور حقوقدانان هم د دې وظيفې لپاره راغلي وه ٠
دئ دريم وو د مصاحبې لپاره
صاحب کار په مرکه کښي دا يوه پوښتنه کول چه ٢ جمه ٢ څوکيږي
د اول دوو څه چه ئې پوښتنه وکړه هغو ورته ويل چه ٤
او مرکه خلاصه وه ٠ او وار چه پر ده راغلۍ هم ئې همدغه پوښتنه ځيني
وکړه چه ٢ جمه ٢ څوکيږي ؟؟
ده ورته وويل زه خو محاسب او حسابدار نه يم زه خو lawyer (وکيل )
يم ٠ تاسو امر وکي چه د ٢ جمه ٢ څخه څو در جوړ کم ٠
در صفر ئې کم، درې ځيني درجوړ کم ، او که يو ځيني درجوړ کړم
نو صاحب کار ورته وويل چه سبا کارته راسه مقرر شوې
[quote:33e3015fd0]الف : ـ آيا انسان د خپل عقل له مخې ځان د نورو دنياوي موجوداتو په څير يواځې يو دنياوي موجود بللی شي ؟ [/quote:33e3015fd0]
JunkScience :-
هو ! طبعاځان دنياوي موجوداتو څخه بللی سي او هم ئې اخروي بللی سي
انسان چه دنيا ته تشريف راوړي هيڅ ورسره نوي خو يوازي يو ژوندی جسم وي
اوچه لري ئې هغه د لږ وخت لپاره د زبېښلو شعور وي ، او پسله لږ وخته هغه
هم ترې ولاړ سي ، او دشعور د ورکېدو سره سمدلاسه عقل ځای ونيسي يا پيدا
سي ، عقل په اول کښي يوازي حافظه وي ، او چه زوړ سي حافظه بيا ځيني
ولاړه سي
او حيوان چه وزېږي نو ډير څه ورسره وي لکه تاسو چه اشاره ورته کړې
INSTINCT شعور حيواني لري او دغه شعور حيواني تر مرګه د حيوان سره وي
٩٩ % له خطا خلاص وي درس ته ضرورت نه لري مطلب دا چه
د مور څخه پروګرام سوې و زېږي ٠
او په مقابل کښي انسان چه وږېږي و پروګرام ته ضرورت لري ، نو مور ، پلار
او ټولنه ئې روزي او پروګرام کوي ئې ، د مسلمانانو اول کار دادې چه په
غوږ کي اذان ور وکړي ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ او په سپينه ږيره هم پروګرام کيداي
شي چه کمونسټ سي او يا د طالب په غورجنګ کښي داخل سي
دغه موږ انسانان ئې ور ښوو، چه پلار ئې ملحد وي نو زوی ئې هم د ملحد يا
الحاد په عقيده سي ، خو که تعلقات ئې پيداسي له يوه کتاب يا مسلمان سره
او داسي څه واوري يا ولولي چه پر زړه عقيده ئې غلبه پيداکړي نوخپل د زاړه
نظر څه لاس واخلي ، يعني پروګرام سوو ٠
که داسي درس (پروګرام )ورکول سي چه دنياوي موجوداتوڅخه ئې
نو ځان دنياوي موجود ګڼي او که داسي پروګرام سي چه اخروي موجد ئې
نو بيا ځان اخروي ګڼي
نو ويلای سي دنياوي موجود د ۍ ، او هم ويلای سي چه اخروي موجد
او هم ويلای سي چه دواړه دۍ
[quote:33e3015fd0]ب : ـ که يې نشي بللی ، د کوم بل يو دنياوي موجود په څير انسان له کومې بلې نړۍ سره تړاو لري؟ [/quote:33e3015fd0]
هو ! چه عقل در وويل هغسي ده
[quote:33e3015fd0]که يې لري ، آيا په عقلي توګه د هغې نړۍ موجوديت حدثولای نشو؟ [/quote:33e3015fd0]
هو ! دجنت خبري ورته کوه نو بيا جنتونه په خوب ويني
انسان ولې تر مرګه وروسته د يوه بل ښه ژوند په آرمان دی ؟
خو پلار او مور ورته ويلي چه دوهم ږوند سته او هغوته بيا د هغو مور او پلار
ويلي او هغو ته ادم عليه سلام ويلي وه ولي چه پخپله د جنت څه راغلې وو
زرملوال
16.06.2006
محترمو پوهانو او درنو ليكوالانو سلام
زما پوښتنه دا ده چى دانسانى عقل ساحه څومره ده ؟
زه خو چى كله خپل عقل په كار واچوم او داسمان لورته يي
وليږم نو داسلام له نظره واي په اسمانو له پاسه عرش دى
او كه له عرشه پورته خپل عقل ته دتګ امر وكړم بيرته په
څټ راستون شى
نو اوس نه پوهيږم چى زه كم عقل يم او كه څه بل چل شته ؟
داراز كه خپل عقل له كوم مړى سره ګورته وليږم وايي دلته هم زه
ناچله يم او دويرى په حالت كى ځان تر ما راورسوى او ما له سقاط
ترلاسه كوونكو ملاصاحبانو مخته كورته ورسوى ايا بيا ځان ته كم
عقل ووايم او كه تاسو به مى لارښودنه وكړئ ؟
ع کريم حليمي
17.06.2006
درنو او قدرمنو لوستونکو سلامونه !
ډېر محترم او مکرم زرملوال صاحب !
[quote:e1bbaeebfe]زما پوښتنه دا ده چى دانسانى عقل ساحه څومره ده ؟ [/quote:e1bbaeebfe]
و الله اخرجكم من بطون امهاتكم لا تعلمون شيئا ٠٠٠٠٠٠
دعقل ساحه ډېره محدوده ده ٠ بيله د تجربې په هيڅ نه ارزي
بېله د انبياوو څخه نور د ټولو انسانانو معلومات اکتسابي دي او فطري
معلومات د انبياوو سره وي چه په روح اړه لري چه د انبياوو و روح ته
روح اعظم ويل کيږي ٠ روح اعظم دې چه ساحه ئې تر عَرْشُ الرَّحْمَنِ پوري وي
يا هغه چه عَلَى الْمَاءِ (د ابو پر سر )دۍ
لکه څنګه چه زموږ نفس او زموږ روح او يا زموږ د جسم د اسرارو څخه
ډک او پټ قوت دۍ او په دې خاورين وجود حاکم دۍ او زموږ د دې وجود
پر ټولو غړو او جوارحو د هغه (روح )په اشاره حرکت کوي هم دغه ډول د
نبوت روح اعظم د خپل خدای په امر په ټوله جسماني حکومت کوي
او د روحاني نړۍ اصول د جسماني نړۍ پر اصولو او قوانينو غلبه کوي
له دې سببه دوۍ د سترګو په رپ کښي د مځکي څخه تر عرشه پوري
درومي ٠
نو خبره په عقل پوري نه ده تړلې
[quote:e1bbaeebfe]داراز كه خپل عقل له كوم مړى سره ګورته وليږم وايي دلته هم زه
ناچله يم او دويرى په حالت كى ځان تر ما راورسوى او ما له سقاط
ترلاسه كوونكو ملاصاحبانو مخته كورته ورسوى ايا بيا ځان ته كم
عقل ووايم [/quote:e1bbaeebfe]
نه داسي هيڅ وخت مه وايه !
ستاسو عقل دا قياس کوي ٠ چه د بيري او وهم ځای دۍ او همدغسي هم ده
بايد چه تر تاسو پوري ځان در ورسوي ٠ دا هم لوی عقل دۍ !
د عقل په باب د دانشمدانو نقاد صاحب او غروال صاحب ليکني
وګورۍ ٠
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=414&sid=b6d6fec4b10b22b6e29601f9422aebf8
ع کريم حليمي
17.06.2006
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=414&sid=b6d6fec4b10b22b6e29601f9422aebf8
خیریوسی
17.06.2006
محترم اساذ حلیمی صاحب زرموال صاحب صافی صاحب او محترم غیرت صاحب
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
محترم غیرت صاحب لکه څنګه چی ټول بشر ته دامعلومه ده چی دانسان ابتدا ( پیدایښت ) دمودارو اوبو څخه دی ( منې ) بیا په خپل عقل او پوهه او یا ذده کړه و داسی مقام ته ورسیړی په مثال دیو غټ دولت رئیس، یا فیلسوف،ډاکټر ، عالم زره ........ او بیا هغه رئس ........ په انتها کی یوه جیفه ( مردارې ورستی غوښې) جوړی شی چی خپل قریبان یی هم وڅنګ ته څو دقیقی نشی نژدی کیدلای که څوک به خپل عقل ددی شئ په مفهوم پوه شی نو به دده پورتنی سوالونه بیله کوم سوال نه حل وفصل شی
مینه
صافی
21.06.2006
ښاغلو او محترمو ورنو! دسلام او احترامه روسته
سره ددی چې په دی موضوع په همدې فوروم کې هم دیربحثونه او لیکنې شوی .او نور بحث به هم په دی مسآله کې ښایی تر قیامت وغزیږی پرته له دی چې یوې نتیجې ته سره ورسو .ځکه ددیې پو ښتنو حل خو لا څه چې دحل د موندلو په لاره کې یی هم اختلافات شته چې اوږدبحث غواړی.
ولې دځینو نظریو د بطلان دلایل به بې ارزښته نه وی چې یاد شی . ځکه د باطله نظریو تکرار دیوې لوری ضیاع د وخت ګرځی او دبل لوریی منل یی ، ازاده عقلی او تصوری پلټنې د زړو دګمونو په بند اوزولانو کې اچوی . په دې هکله دڅو ځا نګړو نظریو دمتقابله نظریو وړاندیز به بې ځایه نه وی . مخکې له دې چې اصل دمو ضوع ته راشم په تیرو لیکنو به دا لنډه یادونه وکړم.
د ښاغلی غیرت دبحث او پو ښتنو طرحه له یو لورې ازاد بحث ته بلنه ده او له بلې خوا په موضوع دینی بحث غواړی، که دغیرت صاحب روستی لیکنی ته پام لرنه وشی په خورا روښانه به ددودیز چاپیریل اغیز لوستونکې ته په سترګو شی چې په دینی اصولو ولاړ دی . دښاغلی حلیمی ښاغلی زرملوال او ښاغلی ابو محمود نظریی په بشپړه توګه دینی دی .
دغیرت صاحب دا پوښتنه:
[زما پوښتنه :
الف : ـ آيا انسان د خپل عقل له مخې ځان د نورو دنياوي موجوداتو په څير يواځې يو دنياوي موجود بللی شي ؟
ب : ـ که يې نشي بللی ، د کوم بل يو دنياوي موجود په څير انسان له کومې بلې نړۍ سره تړاو لري؟
که يې لري ، آيا په عقلي توګه د هغې نړۍ موجوديت حدثولای نشو؟
انسان ولې تر مرګه وروسته د يوه بل ښه ژوند په آرمان دی ؟]
-----------------------------------------------------------------------------------------------------
په خپله ددین پر بنسټ ولاړې پوښتنې دی چې داسلام دین په دی هکله روښانه نظر لری . او داسلام له دیده کامل ایمان دا دی چی انسان ووایی : آمنتو با الله و ملایکته وکتبه ورسوله والیوم الاخر والقدر خیره وشره من الله تعا لی والبعث بعد الموت.
يعنی په اخرت ایمان او له مرګه روسته ژوند جز دایمان دی . که څوک یی نه منې ا یمان یی نا قص دی اوبې ایمانه اسلام هم نا مکمل دی او یا په بله معنی بې له ایمانه اسلام نشته. په دې هکله اسلام څه دلیل لری؟ دلیل یی دخدای کتاب دی . او دخدای درسول احادیث دی .
دا شو داسلام نظر.
هغه څوک چې خدای او اسلام نه منی هغوی په دی هکله څه وایی ؟ هغوی وایی چې مونږ دخدای وجود او عدم وجود دواړه نه شو ثا بتولی ولی کوم دلایل چې دین دخدای دثبوت دپاره وړاندی کړی ، په هغو دلایلو دخدی وجود نشی ثا بتیدلی . دمثال په توګه : د سبب دلیل چې دهر شی خلقت سبب لری یعنی خالق لری نو دا سوال را منځته کیږی چې دسبب سبب څه شی دی یا دا چې خدای چا پیدا کړی؟
هغه چې خدای نه منی دین هم دروغ اوهم مضره پدیده ګڼی . ددین دکذب دپاره دا دلیل راوړی : چون ادیان په خپلوکې سره په دعوی بخت دی او یو دبل په صدق قایل ندی دمنطق داصولو په معیار پرته له یوه، باقی ټول دروغ وایی .
ضرر ددین : مثلآ دکاتولیکانو په اعتقاد کې چې طلاق اومنع حمل په کې حرام دی . دټولنې په ضرر تما میږی . او یا دهندوانو په عقیده کې چی غویه یو مقدسه حیوان ګڼی او همدا راض دکونډی واده حرام ګڼی هم مضر عمل دی .
نور بیا
صافی
>>>
منتظرمسید
21.06.2006
درنووروڼو!
زماسلامونه اوښې هیلې هم ومنئ .
مخکې تردې چې دطرح شوې پوښتنې په اړوندخپل نظرڅرګندکړم ،غواړ م په ډیر درناوي سره یوه ټکي ته ګوته ونیسم اوپدې هیله چې دفورم په ګډون کونکوبه هغه بده نه لګي اوکومه بله مانابه هم نه ورنه اخلي ،ستاسوحضورته یی وړاندې کوم .
هغه داچې: یوه ورځ دامریکاغږنه داوریدونکوسره دخبرواتروپروګرام خپاریده چې چلونکی یی ښاغلی شپون صیب ؤ اوداهغه مهال ؤ چې په افغانستان کې دطالبانوواکمني وه،اوپوښتنوته دځواب ویونکی هم یوطالب چارواکی وو،نو شپون صیب په پیل کې له اوریدونکونه هیله وکړه چې دبحث اوخبروپه لړکې دایت شریف اوحدیث شریف له کارولونه ځکه ډډه وکړي چې په هغه صورت کې که مقابل لوری دیوچاله نظرسره موافقه یاهوکړه هم ونه لري ،خومجبوربه وي چې چپه خوله پاتې شي ځکه چې پرایت شریف یاهم حدیث شریف باندې نیوکه کول یاهم دهغوی په حقانیت کې شک کول اودلیل ویلوباندې سړی ګناه کارکیږي اوکوپرته وزي .
نوزماهیله هم داده له درنوګډونکونکونه چې دبحث په وخت کې داسې څه ونه لیکي چې یاخوداچې مقابل لوری مجبورکړي چې غلې خوله پاته شي یاهم که خدای مه کړه څه ووایی نوګناهګارشي .ځکه چې زماپه اندداداسلام فورم ندی اودخدای فضل دی داسلامي مسئلوباندې دبحث لپاره موږپدې ویب پاڼه کې ځانته ځانګړی فورم لرو.خوله خپلووروڼونه داهیله هم لرم چې دبحث په لړکې داسې څه ونه لیکي چې خدای مکړه داسلام دسپيڅلې دین مفاخرواوبنسټونوته سپکاوی پکې نغښتی وي .
اوس به راشم دپورته پوښتنې ځواب ته چې ملګري مطرح کړیده اوځنوانډیوالانو یی په هکله خپل نظرونه وړاندې کړي دي .
زماپه اندانسان دیوه کمپوټرحثیت لري ،لکه څنګه چې انسان کومپوټرجوړ کړی دی چې دانسان په پرتله به کیدای شي چې څوڅوواره ګړندی کارکوي ،خوسره لدې هغه یوازې هغه څه یاعمل ترسره کولای شي چې دانسان یادهغه دجوړونکي له خواورته ورکړل شویدي اوپکې انسټال شویدي ،که په یوکمپیوټرکې انسان ۹۸ وینډوز انسټال کړې وی ،نوهغه به هرګز دXPکارورنکړي اوکه دیوه کمپیوټر پروسیسردپنټیم ټووي نوهغه هیڅکه هم دپنټیم فوردندې ترسره نکړای شي ،پدې ډول دانسان عقل هم یوازې ترهغه بریده چليږي اورسیږي چې دخالق یاني لوی خدای (ج) لخواورته ټاکل شوی دی ،ترهغه وړاندې دتللووس نلري ،اولکه څنګه چې که کمپیوټرهرڅومره هم پرمختګ وکړي بیاهم دانسان په پکراواندنه شي پوهیدلی ،همداډول موږهم نه شوکولای چې دلوی پاک خدای دذات په ټولواسرارو وپوهیږواوتل به موپکراوانددهغه لوی ذات په وړاندې ،دهغه لوی ذات دځواک په وړاندې اودهغه دواک په وړاندې اریان وي .نولنډه داچې زماپه انددانسان دپکر بریدونه ټاکل شویدي اوهغه بیلابیل دي .
په درناوي
21.06.2006
عزتمنو اندوالو سلام پر تاسې !
ستاسو د بيلابيلو ليکنو له لوستو وروسته اړشوم چې دښاغلي غيرت ليکنه او دغه پوښتنې يې له سره بيا ولولم . ماته خو دا ﻻندې پوښتنې ډيرې بي پلوه بريښي :
[color=white:bc8e332860]الف : آيا انسان د خپل عقل له مخې ځان د نورو دنياوي موجوداتو په څير يواځې يو دنياوي موجود بللی شي ؟ [/color:bc8e332860]
دا څه معنی ؟ : [i:bc8e332860]د نـــــــورو دنــــــيوي مــوجوداتو پـــه څــــير ؟ [/i:bc8e332860]
که ووايو هو ، نو ګناه ګار څه خدای مکړه د ايمان له زيان سره به مخامخ شو . او که ووايو نه، نو بايد اخروي دنيا پر عقل ثبوت کړ و ، چې البته څوک يې نشي ثابتولی ، له دريمه پلوه اخروي ژوند يواځې دانسان يعني عقلي موجوداتو له پاره مطرح دی ، نه د نورو بي عقله حيواناتو له پاره . نو سړی له دې ضد اونقيض سره مخامخ کيږي چې له يوې خوا اخروي ژوند يواځې د عاقلو موجوداتو (انسانانو ) له پاره دی خو له بلې خواپه هغې ژوندکې عقل څه رول نه لري ، بلکې پر عقيدې اوعقيدوي عملونو وﻻړ دی ، نو بيا دا عقل د څه له پاره دی او ديني مسوليتونه ولې پر عاقل او بالغ پورې تړاو نيسي ، او نور حيوانات ولې جنت ته نځي ؟
او که صافي د بي عقيدو اندتوګه داسې بيانوي چې وايي [quote:bc8e332860]
د سبب ديل چې دهر شی خلقت سبب لری يعنی خالق لری نو دا سوال را منځته کیږی چې دسبب سبب څه شی دی يا دا چې خدای چا پيدا کړی؟ [/quote:bc8e332860]
نو دغه استدﻻل د الحاد له پاره چوربيځايه او ګواکې د هغه پر ضد دی : ځکه که يوشی مخلوق وي نو دخالق پوښتنه يې کيږي چې چا پيدا کړی دي ، هو که خالق وي نو د مخلوق پوښتنه يې کيدی شي چې څه يې خلق کړي ، نه د خالق ، ولې که يو موجود ديو خالق او د بل مخلوق وي نو هم يې دخالق اوهم يې د مخلوق پوښتنه کيږي او ددنيا ټول موجودات په دغه ډله کې راځي ، خو دا ټول بيا دخدای (ج) مخلوق او الله تعالی يې خالق دی . د ټولو د خالق خالق نشته او پوښتنه يې هم نشي کيدای . دا پوښتنه يوه فکري غلطي او يوه تشه اختراع ده .
ع کريم حليمي
22.06.2006
دوستانو سلامونه پر تاسو !
[quote:c2b1a15e77]هغوی وایی چې مونږ دخدای وجود او عدم وجود دواړه نه شو ثا بتولی [/quote:c2b1a15e77]
زاويه ، قوه نه چاليدلی او نه ليدکېداسي !
اما له زاويي او قوې پښېمانه به لېونی وي !
خو کنچان ليدلی سو ، او حرکت هم وينو
نو خدای په حکمتونو پېږنو
لکه زاويه او حرکت
نو د خدای احساس په هر انسان کي سته
هيڅ امکان نسته چه بشر دي بېله د خدايه د بل چا عبادت وکړي !
نو بت پرسته څوک دي ؟
بت پرسته هم پخپله پوهيږي چه د خدای پرستش کوي ،دده په طبيعت کي
داسته چه بايد د خدای عبادت وکړي خو اشتباه ئې تطبيق کښي کوي
ته به وايي چه دا ته څه وائې ؟ دا يو طنز،تعيير دي
زه د دا کثيف مفهوم تائيد نه کوم خو په انسان کښي حس د عبادت سته
بت پرسته غواړي چه واقعي عبادت وکړي ، خو دخپل واقعي رب
لار ئې ورکه کړېده په دې خوا او ها خوا کښي ګرځي او اقعي خدای ئې ورک
کړي او په مجار پوري مښتي دۍ ، او دغه په بت پوري مښتل ئې هغه طبعي
حس دي چه عبادت ته ئې مجبوره کوي خو لار ترې ورکه ده
په مجار پوري مښتل سبب هغه واقعي حس دي چه د مجاز لکۍ ئې نيولې ده
او د مځکي پر مخ نن د 0.005 % خلګ هم نسته چه پر ذات د خدای دي
پښېمانه وي
يعني 99.995 % خدای مني چه دا پخپله يو ثبوت دي
سمسورازاد
22.06.2006
ښاغلی حلیمي صیب !
احترامات وړاندې کوم ؛
داچې تاسووایاست چې
[color=red:c8e3ea02ba]هيڅ امکان نسته چه بشر دي بېله د خدايه د بل چا عبادت وکړي [/color:c8e3ea02ba]
داسمه ده خوځینې کسان ددې دلیل داوړاندې کوي چې ګویاانسان کمزوری دی اوپه ډیروشیانویی سرنه خلاصیږي نوځکه دداسې یوه ذات لورته رجوع کوي چې بایدده هره لوریه کامل وي ،ترڅویی دخپل کمزوری لپاره یودلیل موندلې وي اوځانته تسلي ورکړي .
بله داچې تاسووایاست چې :
[color=darkred:c8e3ea02ba]په انسان کښي حس د عبادت سته بت پرسته غواړي چه واقعي عبادت وکړي ، خو دخپل واقعي رب لار ئې ورکه کړېده په دې خوا او ها خوا کښي ګرځي او اقعي خدای ئې ورک کړي او په مجار پوري مښتي دۍ ، او دغه په بت پوري مښتل ئې هغه طبعي حس دي چه عبادت ته ئې مجبوره کوي خو لار ترې ورکه ده[/color:c8e3ea02ba]
دابه سمه وبولوچې هغولاره ورکه کړې ده ،اماته څه ثبوت لرې چې ته په سمه روان یی اوهغوی لاره ورکه کړیده .ځکه چې هغوی بیازمااوستاپه هکله همداخبره کوې چې خدای مه کړه مااوتالاره ورکه کړیده اوپه (خدای مودې وساتي ) ناسمه لاره روان یو،نوزه پکرکوم چې یوازې به دادلیل چې تاسووړاندې کړی دې بس نه وي .ځکه که هغوی ته موږوکولای شوچې خپل حقانیت په ثبوت ورسوو،نوپکر نه کوم چې هغوی به سوګندخوړلې وی چې هرومروبه په ناسمه لاره ځي اوځانونه په خپله په ګناه ککړوی.خوهغوی به هم ځینې سوالونه لري ،اویابه زموږکمزوری وي چې خپل حفانیت ورته په درسته توګه نه شوثبوتولای .
موږپه زیارتونوعقیده لرواوهغوته ورځودزړه مرادونه ورنه غواړو،سره لدې چې پوهیږوچې هغه هیڅ هم نشی کولای اوکارونه ټول دخدای په وس کې دي ،دوی هم کله چې بت ته سجده کوي نولیوانیان به وي ،بلکه پدې به پوهیږی چې هغه هیڅ هم نه شي کولای کارونه ټول خدای پاک کوي لاکن بت ،خپل خدای ته دخپلوهیلواو غوښتنودرسولولپاره یوازې دوسیلې په توګه کاروي ،نوزه پکرکوم چې هرانسان په هرمذهب چې وي دهغه لپاره به دلیل لري ،که دهغه مذهب ناحقه اوبل په حقه وي نو بایدورته ثبوت اوتشریح شي نه داچې یوازې ورته ووایوچې نه زه په حقه یم دابه راسره منې که نه نوپه ناسمه لاره روان یی اوبس .
په احترام
ع کريم حليمي
23.06.2006
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
اومحترم او مکرم سمسورازادصاحب تاسوته نو بيا خاص سلامون او ښي هيلي
وروره !
موږ يقين لرو چه اسلام اول او اخر دين دي !
ولی دايقيق لرو ؟
په زرهاوو جوابونه سته زه دوه ډير ساده او اسانه جوابه راوړم
يو خو موږ مسلمانان خو ټوله اسماني کتابونه منو ، اوبل د اسلام دين اساني ده سختي نسته پکښي (چه د خالق او مخلوق په منځ کښي چه کومه رابطه موجوده
ده د هغې رابطې د تکميل ذريعه نه يوازي مينه کېدلای سي او نه يوازي بېره
بلکي د ددې دواړو يعني د ميني او بېري د ګډون او اشتراک او امتزاج
او اعتدال څخه دغه مقصد حاصلېدلای سي او لاس ته راوستلای سو
چه اسلام يو او يوازي نن حق دين دي او وي به )!
او بله خبره داسي ده چه د اسلام تعليم دميني ، خوف او خشيت تعليم لري
او په نورو اديانو کښي افراط او تفريط سته چه د دې کار په اثر دغه ټوله خلګ
د سمي لاري څخه بې لاري سوي
د يهودو دين ټوله سخت ګيري ده ! هو لږ او ډير رحم او کرم او شفقت هم لري
او په عيسائيت ډيره برخه د خدای د رحم او کرم او محبت او شفقت څخه
ډکه ده هو لږ د بېري تاکيد په کښي سته ٠
او اخره خبره داده چه :
په اسلام کښي ازادي سته ٠ ازادي د خدای ورکړه ده و بنده ته
په يهوديت ، عيسائيت٠٠٠٠٠٠٠٠ وغيره ازادي نه لري
يعني د خدای د دين خبري هر سړی کولاي سي په مسجد کښي
اما د يهودو ، عيسايانو په عبادت خانو کښي هيڅ څوک د تبلغ خق نه لري
ولي چه د دوۍ جوړ کړي دين دي هغه څه کوي چه دوۍ ئې غواړي
ازادي لوی نعمت دي د خدای له خوا و انسان ته
په دين کښي چه ازادي نه وي هغه دين د نن او سبا دين نه دۍ
سمسورازاد
23.06.2006
قدرمن اومحترم حليمي صيب !
زمانیکې هیلې اوسلامونه هم قبول کړی
ستاسوخبرې دې په ګل بدلې وی خووروره داموږوایوچې الحمدالله مسلمانان یو،لاکن کافربیادخپل حقانیت لپاره ځانته دلایل لري چې هغه ورته په ځای ښکاري ،بله وجه داهم ده چې موږپه اسلام هیوادیامسلمانه کورنې کې رالوی شوي یواوله کوچنیتوب نه په دې عقیده یوچې موږپه حقه یولاکن هغه کافرچې په یوه کافره کورنۍ کې رالوی شوی وی ،ضرورخبره ده چې هغه ته به هغه څه سم ښکاری چې دپیدایښت تردې دمه ورته ورزده کړل شویدی اوموراوپلارورته ویلي دی ،بله داچې په هرمذهب کې رحم ،مینه ،ویره اوډارشته ،هرمذهب دانسانانوسمې لارې ته د راکښلولپاره رامنځته شویدی ،اوداچې تاسووایاست چې ازادي په اسلام کې شته اوپه نوروادیانوکې دومره نه شته ،په نوروادیانوکې دیره سختګیري ده .لاکن زه خو چې زموږننني مسلمانانوته ګورم نوسخت ګیري ترټولوپه موږکې زیاته ده ،درواغ اوبې انصافي کې هم موږترنورووړاندې یو،په فریب اودوکاکې هم ساری نلرواو همدارنګه ظلم اوتشددته موهم دنیاګوته په غاښ ده ،نونه پوهیږم چې تاله کومې ازادی نه هدف دی ؟!
هغه ټوکه به مواوریدلې وي چې وایی دهندوزوی مسلمان شوی وو ،نوڅوک هندو ته ورغی اوورته وویل چې لالاجې زوی دی مسلمان شو،هندوورته په ځواب کې وویل چې :په دې وروستیووختوزماهم پرې شک پیداشوی وچې دابه مسلمان کیږي ځکه چې په درواغ،دوکااوچل ول یی پیل کړی و..
نوکه داحال مووي زه پکرنه کوم چې دکافرانونه به څوک دې ته زړه ښه کړي چې د اسلام مبارک دین ته مخه کړي .
په احترام
ع کريم حليمي
24.06.2006
گرانو محترمو مکرمواوعزتمنو وروڼو او خویندو :
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
اومحترم او مکرم سمسورازادصاحب !ستاسو ته وعليکم وايم
[quote:3ac81a0757]کافربیادخپل حقانیت لپاره ځانته دلایل لري [/quote:3ac81a0757]
انو لري ئې ! او ماته ندي معلوم چه څه دلائل لري او نه تاسو کوم مثال راوړي
هر شی په خپل ځان کښي إِدمان لري او دين هم addiction لري
هر انسان ته لازمه ده چه د دين کارونه په addiction ونه کړي ٠
ايمان داري او د دين addiction يا په بل عبارت يعني عادت فرق لري ٠
[quote:3ac81a0757]زه پکرنه کوم چې دکافرانونه به څوک دې ته زړه ښه کړي چې د اسلام مبارک دین ته مخه کړي . [/quote:3ac81a0757]
خبره داسي ده !
نن ورځ چه خلګ اسلام ته را اوړي معجزه ولولي مسلمان سي
دا سي نه ده لکه تاسو چه فکر کوۍ ٠
ما او تاسو ته دوی نه ګوري ٠ پر قران ايمان راوړي ٠ او دا معجزه به هره ورځ
تر قيامته خلګ په ايمان مشرفه کوي ٠
پرېږه چه خلګ دوکه ، خلاف ويل او د ظلم اوتشدد څخه کار اخلي
چه زه او ته ئې ونکړو نو ګواکي دنيا اصلاح سوه ٠
ع کريم حليمي
24.06.2006
ګرانه سمسورازاد صاحب !
دا هره ورځ ليدل کيږي چه هر کله د يوې واقعي روايت کيږي ٠ نو ځيني خلګ
دغه روايت بې له کوم دليل څخه في الحال مني او ځيني داسي خلګ دي
چه دغه روايت که څه هم برهان او دليل ورسره ملګری وي منلو ته ئې تيار نه وي
که څه هم دغه راز خلګ د [color=white:a1c3d8125e]استدلال د قوت [/color:a1c3d8125e] په مقابل
کښي چپ هم سي ٠ مګر د دوی د زړه تسلي ور باندي نه کيږي
کوم خلګ چه په يوه ډله او يا ملک کښي کار کوي ; د هغو د صداقت او خلوص
او ايثار په خصوص کښي د ټولو خلکو رايي او نظر يوشان نه وي
که يوه ډله د کوم يو زور او قوت په اثر د هغو په صدق او اخلاقو باور ولري
بله ډله د همدغه زور او قوت سره هغوته خائن او رياکار وائې
سره د دې چه دا دواړو ډلو په مخ کښي د هغو د اعمالو او کارونو نقشه
غوړېدلې مګر نتجې يې سره مخالفي وي او په دې دواړو کښي يو هم د خپلي
دعوې د اثبات د پاره دليلونه نه لري
نو له دې کبله د ايمان او کفر او شک او يقين سببونه د منطقي طرز استدلال
څخه نه دي راپيدا سوي د دوی [color=cyan:a1c3d8125e]ډېره [/color:a1c3d8125e] برخه د نفساني
اصولو او قواعدو څخه اخستل سوېده
مسلمانان يو اما ټېکدارن نه يو ، چه جهان به موږ مسلمانان کوو
سمسورازاد
24.06.2006
درونداومحترم حلیمي صیب!
نیکې هیلې مې بیاهم ومنئ .
زماپه فکرکه دغه بحث ته ادامه ورکړونومیاشتې اوشایدهم کالونه ونیسي ،ځکه چې دااختلاف دپیړیوراهیسې روان دی اوتراوسه یی واحدحل چې دټولودپاره دمنلووړوي ندی راایستلی ،که په دنیاکې به دادومره مرګ اوژوبله نه وای .خوزه فکرکوم چې انسان دخپل فطرت له مخې دیته اړدی چې دخپلې بې وسۍ ،ناتوانۍ، کمزوری اوضعیفوالي دجبران لپاره ،په یوداسې خارقالعاده ذات عقیده ولري چې له هره لوریه کامل وي ،نه چاته احتیاج ولری اونه خوچاته ورته وي ،دادې دې دلیل لپاره چې انسان نیمګړی دی اوپه ډیروچاروکې بې وسه ، نوکه یوکاریی له لاسه پوره نه وي ،ددې لپاره چې ځانته یی په خپله تسلي ورکړې وی ،دخدای ذات ته رجوع کوی اووایی چې داکاربه کړی وای خودخدای نه وه خوښه ،پداسې حال کې چې کیدای شي هغه دده دکمزوری له وجې نه وترسره شوی خودی فطرتانه غواړي یایی زړه دانه مني چې ده هغه نشوترسره کولي .نوزه بیاهم فکرکوم چې په صورت ترهغه انسان څخه چې (خدای مودی ترې وساتي ) په لوی خدای عقیده نلری ،هغه انسان چې دهغه لوی ذات په لویوالي عقیده لری ،بهتره دی ولوکه دهرې عقیدې خاوندهم وي ،ځکه چې هغه خبره چې وایی منزل دټولویودی خوسفرجداجدا!
اوداچې تاسوپه پای کې لیکئ چې :
مسلمانان يو اما ټېکدارن نه يو ، چه جهان به موږ مسلمانان کوو
دې خبرې ډیره مزه راکړه اودرسره غبرګه وم یی .
په درناوي
25.06.2006
ښاغلو او منلو ته سلام او نيې هيلي !
د غيرت صيب پوښتنه چې :
[quote:5ac1264993]الف : ـ آيا انسان د خپل عقل له مخې ځان د نورو دنياوي موجوداتو په څير يواځې يو دنياوي موجود بللی شي ؟[/quote:5ac1264993] ماته دا ډول بريښي :
انسان هم د نورو دنوي موجوداتو په څېر يو دنيو موجود دی . خو ټول دنيوي موجودات بلل کيږي او انسان يې هم صرف دنيوي موجودا ت بولي ! د غيرت پوښتنه ښايي داوي چې ايا انسان کولی شي د دنيوي موجود په توګه د دنيوي موجوداتو په ليکه کې پاتې او ځان صرف دنيوي موجود وبولي؟ ځواب : نه !
او که دا نشي کولی اوځان حتمأ يو اخروي موجود بولي، نو آيا ،او دا د غيرت صيب بله پوښتنه ده چې ، کوم بل داسی يو دنيوي موجود شته چې اخروي هم وي ، څو د هغه [quote:5ac1264993]دنياوي موجود په څير .... له کومې بلې نړۍ سره تړاو لري؟ [/quote:5ac1264993]. ځواب نه !
نو که وي هغه دنيوي موجود کوم دی؟ او که انسان هم د هغه په څېر له اخروي دنيا سره تړاو لري ، نو[quote:5ac1264993] آيا په عقلي توګه د هغې نړۍ موجوديت حدثولای نشو؟ [/quote:5ac1264993] ، که دلته هم ځواب نَه وي، نو ددې ټولو نه نه ځوابونو سره بيا
[quote:5ac1264993]انسان ولې تر مرګه وروسته د يوه بل ښه ژوند په آرمان دی ؟[/quote:5ac1264993]،خو
که ځوابونَه نَه نَه نۀ وي او هو هو وي، نوغيرت ښايي غواړي چې عقلي شکل يې دلته وړاندې کړی شي .
خو زما خپله پوښتنه بيا داده چې آيا داخروي ژوند له آرمان پرته انسان پر دنيوي نيمګړي ژوند قناعت کولی شي ؟ ددنيوی ژوند به بيا کوم وزن او معنی ولري؟ که يې لري، غيرت صيب او نور ليکونکي دې د هغه عقلي شکل وړاندې کړي. په درنښت !