د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

mong

مازدیګر
13.06.2006

موږ باتور یو موږ په خپل تار یخ چه له ویاړونو ډک ده ډیر افتخار کوو زموږ نیکونو دډیرو کبرجنو یرغلګرو ورمیږونه مات کړی وو موږ که ټول عمر دخپلو نیکونو په ېادولو او ویاړلو تیر کو لا هم لږ د ه او موږ دا کار ښه په خرپ کوو هم ..او کله نا کله چه موږ له دی کار ه لږ فرصت پیدا کړو نو بیا ځینی نور کارونه هم شته چه موږ یی په ډیره مینه او اخلاص کوو ...موږ ډیر دشرف او عزت خاوندان یو ځکه دځینو هیوادونو غوندی له هر کس او ناکس نه پورونه نه راغونډوو بلکه هر څوک په خوښه درویزه راکوی ..کور یی ودان .زمو ږ په ګاونډی هندوستان کی په سلګونو بیلا بیلی زبی ویلی کیږی دلسګونو مختلفو مذاهبو پیروان ګډ ړوند کوی او خپل وطن ته خدمت کوی خو کوی دی کنه زموږ پی څه موږ خو خدای شته چه وس مو کیدای نو دا ....خو به مو.... خیر موضوع ته راځو په دی کی هیڅ شک نه لرو چه علم په نر او ښځی فرض ده خو که خویندی لوڼه پریږدو چه دعلم میرمنی شی نو بیا ....ښځه خو ښځه ښه ده او هسی هم دا ډیر کتابو نه خو شیطان هم ویلی وو ....او له دوستا نو دی پټه نه وی چه کله کله مو پر مختګ ته ښه زړه وتخنیږی له پر مختګ نه دی دوستان زموږ د زړه مراد دا نه انګیری چه ګواکی موږ خدای مکه د فابریکو جوړولو خوبونه وینو بلکه له پر مختګ نه غرض موډرن کالی او داسی ځینی نور دلچسپ کارونه دی خو مشکل دا پیدا شی چه یو خو نیستی ورکه شه تور مخه بلا ده او بل خدای خبر زموږ ځینی هیوادوال ولی په دی کا رونو خفه کیږی یوه هم نه منی بس جګړه شروع شې او دپرمختګ په ځای موږ بیرته په شا ولاړشو..او دمنلو خبره خو دا هم ده او موږ یی منو هم چه الله تعالی موږ دمځکی په هغه برخه کی پیدا کړی یو چه تر بل هر ځای زیاته ښایستوکی او له معدنی پلوه بډایه ده اوس موږ په ځای ددی چه له دی ګلالۍ خاوری نه دخپل ځا ن او راتلونکو نسلونو لپاره ګټه پورته کوو دا تل دخپلو وروڼو په وینو سره ساتلی ...دا بیا دنصیب کارونه دی .موږ تل تر ویش په تالا خوشحاله یو ..ویش کم زوری کوی او موږ دی خدای تربور ته نه کمزوری کوی پردو ته که یو نو يو به دی پردو پروا نه لرو ځکه پردی خو پیغور نه راکوی .موږ باتور یو موږ تل خپلو نیکونو ته احترام لرو په خپل منځی اخ و ډب کی که یو نیم توغندی يا مردکی ددوی په قبرونو لګیږی وار تر مخ خپل زور خفګان څرګندوو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more