د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له كرزي نه لاره وركه ده !

larghonay1
13.06.2006

داڅو ورځې په بېلابېلو خولو او رسنيو كې دا زمزمه كېږي چې كرزى مليشې جوړوي.
كرزي په خپله يوه وينا كې ويلي چې يو شمېر مليشه يي ځواك به جوړوي چې په ولايتونو كې د بې امنۍ مخه ونيسي.
ده خپلې خبرې ته د مشروعيت وركولو له پاره د بېلګې په توګه د كندهار ولايت وښود چې پوليس يې كم او امنيت نه شي ساتلى نو ځكه د مليشو جوړول اړين دي.
كه څه هم كرزي په خپله موقته دوره كې يو وار دا هلې ځلې كړې وې خو بيا پرې پټه خوله شو.
ده غوښتل چې د جنرال دوستم نه په سرحدي ولايتونو كې د مليشو په جوړولو كې كار واخلي چې د خپرونو دبېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.
د يادونې وړ ده چې د ډاكټرنجيب حكومت هغو مليشو راوپرزاوه كومې چې يې پخپله جوړې كړې وې.
تر اوسه هم چې په افغانستان كې قومي او سيمه ايزې خبرې مطرح كېږي لامل يې همغه پخوانۍ مليشې دي چې په قومي او سيمه ايز بنسټ جوړې شوې وې.
تمه نه كېږي چې كرزى صيب به د مليشو په جوړولو كوم ډاډمن امنيت راولي.
خو دا وېره شته چې هغه پخواني پاټكيان او ټوپكيان چې اوس يې څه ناڅه وسله ايښې او عادي ژوند ته راګرځيدلي بېرته به د دولت د وسلو په بركت خپلې پخوانۍ ترخې تجروبې تكرار كړي.
د كرزي دولت د بې مسلكه مشاورينو سره لاس او ګريوان دى . كه څه هم په بېلابېلو اړخونو كې په خورا ډېر شمېر مرستيالان لري خو په ټولو اړخونو كې سكوټ ناكام دي ، سړى نه پوهېږي چې ددغه دولت لار او لور كوم دى.
د افغانستان اوسنى دولت كولى شي چې د مليشو پر ځاى ملي پوليس زيات كړي او هغه پاټكيان چې د مليشې په نوم يې تغذيه كوي د ملي پوليسو په ليكو كې دې يې شامل كړي. سره له دې چې د د افغانستان د دفاع وزير وردګ هم د ملي پوليسو او ملي اردو زياتول اړين بولي.
ستاسو د ښو شننو په هيله
ستاسو لاروى


ابوالمتين
13.06.2006

که د کرزی د واکمنۍ دا څلور کلنه دوره او په همدې موده کې د هيواد او نړی عمومی حالت او په خاصه توګه له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې دمرستې او همکارۍ نه ډکه روحيه په نظر کې ونيول شی نو په زغرده ويلای شو چې افغان ملت د کرزی تر مشرۍ لاندې د يوه بې مسئوليته، بې تجربې، بې کاره، بې ارادې، بې مسلکه، له فساده ډک، ځان غوشتونکی او ملت دښمنه حکومت په موده کې استثنايی طلايي چانسونه له لاسه ورکړل.
دکرزی د فاسد او ناوړه حکومت په تاريخی دوران کې داسې ګدوډی ده چې نه يوازی موږ او تاسې او افغان ملت نه پوهيږی چې دا هيواد او دولت په کوم لوری روان دی، زما په اند پخپله کرزې او د هغه د حکومت ډير غړی هم په دې نه پوهيږی چې دوی پخپله په کوم لوری او د چا په اشاره، لارښونه، قومانده او زور روان دی.
زما په نظر پخپله کرزي او د ده ډله بې پروګرامه، بې تدبيره، بې ارادې او د رهبرۍ له وړتيا نه بې برخې انسانان دی چې په مختلفو وختو کې د مختلفو «مشاورينو» د نظريو تر اغيزې لاندې مختلف او ان متضاد امرونه او عملونه کوی. زما په نظر دا (وړۍ نه شړۍ کيږی)، ښه داده چې هم نړيوال او هم افغانان د افغانستان او منطقې په اوضاع له سره فکر وکړی او ځانونه د افغانستان د اوسنی حکومت تر نامه لاندې له دې پليدې او سترې بلانه خلاص کړی.


pattang
13.06.2006

وروڼو!
کرزی ، د هغه سلا کاران او کابينه ټول غله دي ، خپل جيبونه يې ډک کړي دي
چې تنګه پرې را شي نوتښتي به ٠ ما څلور کاله مخ کې هم دا خبره کړې ده او اوس يې هم هر وخت تکراره ومه ٠ دا بيناموسان نه په کار پوهيږي او نه خپل هيواد پرې ګران دي٠
يو فورمول هميشه صدق کوي :
که څوک ايمان او وجدان لري نوهغه :
- که څوک په کار پوهيږي او مسلکي وي نوکارکوي او کار خوند ورکوي ٠
- که څوک په کارپوهيږي او څوک يې کار ته نه پريږدي نو استپا ( استعفا ) ورکوي
دا ډول خلک با ايمانه خلک دي خو بر عکس يې بي ايمانه او خوشې غله دي٠
پريږده چې دوستم داجنايتکاره او د٢٢ زرو پښتنو قاتل سرحدو ته وليږي او پښتانه
نور هم را بيدار شي ٠
لر غونيه افرين ، بری په استقامت کې دی خدای پاک دې تو فيق درکړي او ډير ښه
کار کوې٠

د پښتنولي په مينه پتنګ


Ajab
13.06.2006

پتنګ ليکلي:
[quote:2cb31eba6e]او اوس يې هم هر وخت تکراره ومه[/quote:2cb31eba6e]
مړه دومره زياته دې دا خبره تکرار کړه چې دومره چرګان په غولو کې لتې هم نۀ وهي. بس نور يې مه لړه د ناپوهۍ، کم فهمۍ، بې ادبۍ، مذهبي کرکې او وطن دښمنۍ ډېر مردار بوي ترې راځي.
په مونږ به دې احسان وي که نوره دا خبره تکرار نکړې. يو څو نوي ټکي هم بايد زده کړې. څلور کاله وشول چې همدغه يو غول لړې. زړه درته نۀ خرابوي؟؟؟؟


صافی
13.06.2006

ښاغلی لرغونې صاحب او ګرانودوستانو! سلام
دپه زړه پوری لیکنونه مومننه .
ستاسو او دنورو ورنو دخبرو په تاید باید ووایم چې دا به ددولت د لویو او نه جبران کیدونکو اشتباهاتو تر څنګه بله ناوړې اشتباه وی چې پخوانۍناکامه تجروبې دسره یو ځل بیاتکرار کړی ،او دملی اردو او پولیسو پر ځای خلع سلا شوی ټوپکیان او یو څنا څه منحل شوی ګرو پو نه بیرته په هیواد کې ديو بل نا ورین د پار په کرا کړی .[quote:f336beb726]
د كرزي دولت د بې مسلكه مشاورينو سره لاس او ګريوان دى . كه څه هم په بېلابېلو اړخونو كې په خورا ډېر شمېر مرستيالان لري خو په ټولو اړخونو كې سكوټ ناكام دي ، سړى نه پوهېږي چې ددغه دولت لار او لور كوم دى.
[/quote:f336beb726]
دکرزی مشاورین به دمره مسوله وی یا به نه وی لکه څمره چې ددولت ریس وی ،
کرزي پخپله خپله بی کفایتی په تیرو څلورو کلو کې په اثبات رسولی ده .
اوس داسی ښکاری چې په اوضاعو یی حاکمیت کلآ دمنځه تللی وي (پخوا هم چندان حاکم نه و) ولی اميدوو چې وضع به ښه شی ٠
مګر اوس ! خبره شڼیدلی غوندی ښکاری .


و.افغان
14.06.2006

پتنګ صاحب وایې: وروڼو!
کرزی ، د هغه سلا کاران او کابينه ټول غله دي ، خپل جيبونه يې ډک کړي دي
چې تنګه پرې را شي نوتښتي به ٠
زه وایم: جیب ډکول او بیا د تنګی پر وخت تیښته د اسلامي تاریخ په اوږدو د ګوډاګیانو، غلو، بی غیرتو، وطن فروشو، او د پردیو لاسپوڅو کار دی، او اینده به دا حقیقت نورو ساده دوکه شوو ته ښکاره شي،
تاریخ په دی ګواه دی استقلال د ځما ځان
افغان یم افغان
غلیم نه می ګټلی معرکه په هر میدان
افغان یم افغان
اخر کی وایم: ګیله انسان د باوجدانه او با ضمیره نه کوي.


کرزی ...

منتظرمسید
14.06.2006

ګرانه وروڼو!
سلامونه اوښې هیلې مې ومنئ.
دلاروی صیب کوردې په رښتیاهم ودان وي اوزه پدې باوریم چې نوموړی دخپل ولس اوخپل وطن رښتیانی غمخوردی اودهغوپه وړاندې بې توپیره ندی ۍچې زه په خپل وارسره ورته له لوی خدای نه سترې بریاوې غواړم اوهیله کوم چې ټولې سپیڅلې هیلې یی ترسره شي .
راغلودبحث موضوع ته : موږپه هرموضوع چې خبرې کوویانظروړاندې کوو،نو زماپه اندبایدپرته له کرکې ،غوسې اوتعصبه وواسي .حال داچې زموږزیاتره وروڼه چې دکرزي یادنوروهیوادوالوپه هکله بحث کوي ،نوهغه زیاتره له نوموړي نه کرکه کوي ،اوداسې ښکاري چې نوموړي هرعمل دویته ناسم ښکاري اوحاضرندي چې دهغه کړه وړه دانصاف له مخې وڅیړي .دازه هم منم اودګرانووروڼوسره هوکړه کړم چې کرزي ته خدای لوی چانس په لاس ورکړی وو،ترڅودوطن ځوریدلي ،ربړیدلي وګړي سره راغونډکړي ،دهغوی په منځ کې وروري اویوالی ټینګ کړي ،حق حقدار ته وسپاري ،خودده دڅلورکلنې واکمنۍ په اوږدوکې داسې ونه شول ،چې هرومرو ځانته لاملونه لري .اوزماپه اندداهم رښتیاده چې یوله لاملونواوهغه هم ترټولومهم لامل کیدای شي پخپله دکرزي صیب ناوړتیایابې کفایتي ،دولس اوهیوادپه وړاندې بې توپیري اوبې وسي وي .خوداهم بایدومنوچې نن ورځ وروسته له څلورو کالوچې زماپه انددتاریخ لپاره ډیره لږه موده ده ،افغانستان ترډیره بریده له هغه افغانستان سره چې څوکاله پخواؤ ،بشپړتوپيرلري ،ډیرداسې کارونه ترسره شویدي چې موږیی دپلي کیدوتصورهم نه شوکولای .نن ورځ هغه سیاف چې ژوندي انسانان به یی خوړل اوهغه ته ورته نورکسان په پارلمان کې ناست دي چې له یوه لوریه دابه ناسمه اودډیرو لپاره دذغم نه وتلې خبره وي ،خوپه همغه پارلمان کې ور سره ملالۍ جویه هم ناسته ده چې نوموړوته ددوی دګناهونویادونه کوي ،اماسیاف دپرون په شان هغه وژلې اوترټلی نشي ،چې زماپه انددایولوی کاردی چې په دغو څلوروکالوکې ترسره شویدی .
داسمه ده چې افغانانودتیرې پیړۍ په یوه پاوکې داسې نادودې ،ځورونې ،ناخوالې اوکړاونه وګالل چې انساني کرامت یی په یادولوشرمیږي ،اودپوهیدو وړ ده چې هغوی غواړي چې ددغوناخوالوترسره کوونکي یاعاملین ژرترژره په سزاو رسول شي ،خوزماپه انددادومره اسانه کارندی .دابه وخت ته اړتیاوي اوزموږڅخه به دذغم غوښتنه کوي .اوبله داچې :لومړی مخکې تردې چې موږپرکرزي نیوکه وکړو ،راځئ چې ځان هم په هغوشرایطوپوه کړو چې خوارکی پکې راګیردی ،شااوخوایی داړه ماران ،غله اوهمغه دناخوالوعاملین دلیوانوپه شان راتاودي ،چې لاتراوسه ټوپک هم ورسره دی ،دافغانان څخه لوټ کړې پانګې اوشتمني هم ورسره دي ،د امریکاسره اودسلونورو زوروروسره هم لالاس لري ،نوشایدچې کرزی صیب ددې وس ونه لري چې دهغوی په وړاندې ودریږی اودهغوی لاس نوردولس اوملت له ګریوانه وباسي .!!!
دویم داچې راځئ لږخوهرسړی له ځانه هم پوښتنه وکړو چې دامادیوه وطنپال افغان په توګه پرته لدې چې په نورونیوکه وکړم ،کوم داسې څه کړیدي چې دوطن او ولس دژونددښه کیدولپاره ګټورتمام شوی وي ؟؟؟!!!!.
زیاتره هغه کسان چې لیکنې کوي ،تحلیلونه !!!!لیکي اونیوکې کوي ،پخپله په اورپااوامریکاکې ناست وي،اوکه ورته ووایی چې راځه وروره چې وطن ودان کړو ،نوځواب یی داوي چې هلته لاشرایط ندي مساعداوزه لاتراوسه دیته چمتونه یم چې ورشم !!!. خوپوښتنه داراولاړیږي چې داشرايط به څوک مساعدوي ؟؟!!.
کرزی اودهغه انډیوالان خویاداچې نه غواړي یاهم نشي کولای اوبې کفایته دي یاهم بې وسه دي ،اماموږخوهم دټولنې دیوه غړي په توګه خپله یوه دنده دولس اووطن په وړاندې لروکه نه ؟؟!!.کله چې وطن ودان شواوشرایط!!! سم شول نوبیاتاته (پورته یادوشویوکسانوته )څه اړتیاده چې راشې اوچوپړراته وکړې !!!؟.
دریمه خبره داده چې راځئ یوځل بیاله ځانه وپوښتوچې که داکرزی نه وي ،نوپه شتوسیاسي مشرانوکې داسې څوک شته چې ددې وړتیاولري ،ترڅوددې ویرژړلي هیوادمشري په غاړه واخلي !!؟؟.زماپه اندخونه ځکه چې کرزی دخپلې ټولې ناوړتیااوبې کفایتۍ سره سره ،داسې یوڅوک دی چې هم دغلوسره لاسته ولاړه کولی شي ،هم دکمونستانوسره روغبړکوي ،هم دناپوهانوسره راشه درشه لري اوهم دهوښیارانوسره !!! ګرځي راګرځي .خوکه دده په ځای له شتوسیاسي مشرانونه څوک دواک په ګدۍ کینوې نوپدرام صیب به خره اواسان راته جوړوي ،قانوني صیب به مقاومت کوي ،خلیلي به په سرکې میخونه راته ټکوهي ،سیاف صیب به خدای خبرچې څه نخرې راباندې کوي ،هغه نوربه بیاراته کمونیزم جوړوي او...
رابه شودلاروي صیب یادې کړي موضوع ته چې دبحث اصلی ټکی دی : زماپه اند دانسان هرهغه کړه یاعمل چې پایله یی دده دموخې یاغوښتنې خلاف وي ، تیرونته یا اشتباه بللی شو،خودتیروتنې یااشتباه تکرارول بیانوګناه ګڼل کیږي . داچې کرزی صیب دتیرودوروتیروتنې چې پایله یی دهیواداوهیوادوالوتباهي ، کړاواوویجاړي وه ،راولاړشي اویوځل بیایی تکرارکړي ،نودابه تیروتنه نه ،بلکې یوستره او لویه ګناه وي چې دراتلونکوځورونکوپایلوذمه واري به یی هم دنوموړي په غاړه وي چې دافغانستان وګړي به یی هیڅکله هم ونه بښي ،لاکن زموږدنده داده چې په هره وسیله چې وي ، دخپل وس په بریدکې دداسې یوې سترې ګناه دیوځل بیاترسره کیدومخه ونیسو
په درناوي


ږږ

منتظرمسید
15.06.2006

ږږ


م ن غروال
16.06.2006

محترمو ورڼو سلامونه ومنئ!
واقعيت دا دي چې لکه څومره چې تمه کيده هغومره څه ندي شوي او لکه څومره چې خلک نيوکې کوي هغومره بيا خپله د وطن لپاره د خدمت هيڅ په لاس نلري٠
نو دلته د ښاغلي منتظر مسيد ورور خبرې زما په نظر ډيرې مقنع دي ٠
اما غوره به دا وي چې که په راتلونکي بحث وشي چې د ستونزو او د چارو د سمون لپاره هم څه شته چې دلته يې له وطنوالو سره شريک کړو، او که نه؟
په درناوې


نقاد
16.06.2006

دروند ﻻروي صيب او ګرانو دستانو اسلام عليکم !
دلته پر دوه خبرو بحث روان دی : يوه د مليشو د جوړولو ارزونه او بله د کرزي صيب د کفايت يا بيکفاتۍ ټکي دی . رښتياهم دواړه ارزونې په تاوده سر او جذباتي څرګندونو نه کيږي او يواځې د يو او بل له پاره د ناوړې ګټې د پورته کولو چانس زياتوي ، خو دغه اصل يو شمير ليکونکي په پام کې نه نيسي او د خپلې پاکۍ او نيک اندنې د ښودلو له پاره پر بيړه بيړه لکه د شهادت کلمه د هر مقام پر ضد تورونه بادوي او ناوړه حکمونه صادروي . څوک نه وايي چې د هغه يا دغه دولتي مامور يوه ملا يکه ده ، تيروتنې ، ګناه او کوم جرم به يې نه وي کړی ،خو تر څو پورې يې چې اړوند جرم نه وي ثبوت شوي ، بيګناه دی او يو بيګناه بيا هم د غل ،خاين يا بل کوم ناوړه وييز سره غندل د پام وړ ظلم او بي انصافي او په نتيجه کې د خپل وزن او مترې کمول دي . که څوک پخپله کوم ثبوت نه لري ، د محکمې حکم هم د چا پر جنايت نه وي صادر شوی، او بيا هم قاطع حکم صادروي چې فلانی غل يا خاين دی ، طبيعي ده چې دا حکم به يې د يوځاني نيمګړتيا پر بنسټ وﻻړ وي . او که نه بايد د پوښتنې په توګه ، په مشرط ډول يا غير مستقيمه توګه خپل ګومان څرګند کړي . د ساري په توګه :
که سړی ووايي چې د افغانستان سره په ميلياردونو ډالرو مرستې ګيږي خو نتيجه يې نه ترسترګو کيږي . نو پوښتنه داده چې دا دومره پيسې چيرې ځي ؟ ايا د کرزي حکومت سره ددې هم پاک دی او د مرستو په لګښت کې خپل شفافيت ثابتولی شي ؟ زه فلانی ګومان نه کوم چې نوموړي او کابينه يې له يوې ناپييلې ازموينې څخه بريالي ووځي . او که په اداري فساد کې د يو يابل وزير ﻻسلرنه ثبوت ولري نو بيا ښه داده چې لوستونکو ته پخپله هغه ثبوت مستقيمأ وړاندې کړو، نه داچې ځانونه قاضيان کړو او آن له ثبوت پرته هم هغوی مغضوب مقهور او پر جناياتو محکوم وبولو .
[color=yellow:689c513f17]يا داچې د يو يا بل وزير خيانتونه يې رابرڅېره شي نو د هغه په تړاو يې د ولسمشر په اړه پوښتنه پر ځای ده چې آيا ددغسې يووزير ساتل پخپله په دغسې خيانتونو کې دهغه پر ﻻسلرنه هم شک نشي کيدای ؟ ....او داسې نور . [/color:689c513f17]اوس به راشو د ﻻروي صيب د ليکنې موضوع ته ، نو روښانه ده چې مليشې جوړول دهيواد د ويشلوله پاره زمينه برابرول دي.،اود دغسې ويش غوښتنه امريکانو آن د جهاد په شپو کې ﻻ هم د پاکسان د ګټو له پاره درلودله .
[color=white:689c513f17]ينکيز پر هيڅ شي بندوواز نه دي . خواوس نه هغوی او نه هم د کرزي حکومت کولی شي پرداسې هدفونو پرده وغوړوي، که چيرې دوی رښتيا هم مليشو جوړولوته ستانه شي يواځې ځان او ځانونه به رسوا رسواکړي .
که کرزی په ګندهار کې مليشې جوړوي چې د هيواد تجزيې ته پرې لمن وي نو ولې د هغې پر ځای په ملي اردو او پوليسوکې د پښتنو فيصدي نه پوره کوي چې د ملي
وحدت سنرونه پرې غښتلي کيږي ؟
بله خبره د حکومت کنترولول ده : تر کومه ځايه چې اولسواکي شته او د حکومت کنترول نشته ، بايد دغه خلا ډکه شي او ددموکراسۍ پراختيا او پياوړتياکار وشي . په دموکراسۍ کې نه يواځې حکومت د خلکو په رايو ټاکل کيږي ، بلکې د هغه کنترولول هم د خلکو د رايو پواسطه تر سره کيږي . اپوزيشن هم د خلکو له خوا له ټاکل شوو استازو څخه جوړيږي ، نو د حکومت کنترول هم پخپله د اولس کار دی نه د بل چا .
که سره له دې هم اولس کرزي ته رايې ورکو ي اوبيا هغه نشي کنترولولی، مالومه ده چې د ولس د دموکراسۍ سطحه ډيره ټيټه ده او بايد چاره يې ولټول شي !
دا پدې معنی چې اولس د اپوزيسيون له پاره ناکاره استازي پارلمان ته ليږلي دي چې داکارنه يواځې په کابينه کې تر کرزي هم بدترو وزيرانو ته ، بلکې په پارلمان کې هم دکابينې له غړو څخه بدترو وکيلانو ته موقع ورکړل شوې ده او د رغندو ګارونو پر ځای په خيانتونو کې سره همکاري کوي .
هو ، د لته بايد داولس دريم طاقت پياوړی او کوانده شي چې هغه ژوراليزم يا مطبوعات دی ، څو د اولس د سياسي شعورسطحه يو څه لوړه بوځي او لږ تر لږه په راتلونکو جمهوري او پارلماني ټاکنو کې اولس دغسې خاينانو ته سبق ورکړي .
والسلام .[/color:689c513f17]


منتظرمسید
16.06.2006

ګرانووروڼو!
ټولوته یوځل بیانیکې هیلې .
نقادصیب ستاسوخبره په ځای ده خوافغانانوزماپه اندچې کرزي ته پدې رای نه وه ورکړې چې ګواکې نوموړی سلوپه سلوکې یوباکفایته اووطنپال کس دی ،بلکې د ولسمشرۍ لپاره دنوماندودلیسټ په کتلوسره ولس په داسې یوه دریځ کې لویدلی ووچې مخې ته یی ددوو بلاګانوغوره کول اوانتخاب پروت ؤ .دوی مجبورؤ چې ددوو بلاګانوپه منځ کې یوه دځان لپاره خوښه کړي اودریم انتخاب ورته نه ؤورکول شوی ،نوجوته خبره ده چې په داسې حالت کې به سړی سره لدې چې بلاده ،اماهغه بلا غوره کوي چې ترهغې بلې لږاوډیرښه والی ولري. هغه کسان چې دکرزي په مقابل کې ولاړؤ ،دزیاترویی لاسونه ترتخرګودولس په وینوسره ؤ،اوکه داسې څوک هم دهغوی په ډله کې وي چې دجنایتونوتورنه وي پرې ،هغوی ددې وړتیانه درلوده چې دهیوادولسمشري دې پرمخ بوزي .نوپدې حساب به دکرزي ټاکنه دولس لخوایوه مجبوري وبولو.اماهغه دغروال صیب خبره په ځای ده چې راځی داسې څه ولیکویا یی وړاندې کړوچې په راتلونکوکې دستونزوپه اواري کې مرسته وکولای شي . کرزی خوکه اوس موږغواړویانه غواړو ،له بده مرغه دهیوادولسمشردی ،لاکن داچې موږڅنګه کولای شودنوموړي په ناسموپریکړواغیزوښیندواودهغومخنیوی وکړو،راځی چې پدې وغږیږو.
په درنشت


رښتینی
16.06.2006

محترمو وروڼو سلامونه اونيكى هيلى در ليږم

محترم نقاد صيب ستادرانه قلم ته په احترام دومره بايد و وايم چى هغه متل دى
وايي يو پټۍ ريشكه يي وخوړله دوى لا مږه بلله دا زموږ په طفيلى دولت كى خو
داسى ډير كسان شته چى بيخى ډير افغانان يي وژلى دى او دانسانانو په څيره كى
داړونكى ليوان دى (ګوره زما خبره ټوليزه ده چا شخص ته نه ده متوجه )نو اوس خو
شينوارى صيب ته نه حاضر شوى او نه هغه كوم حكم پرى لګولى دى او نه هغه دومره
متره لرى چى دى داړونكى ليوانو ته كاږه وګورى
ايا او س دمسلطى قضا له پريكړو مخكى موږ هغه پريشتى وبولو ؟
داسمه ده چى هغوى به كومى محكمى نه يي ګرم كړى خو كه فرضا
ما او تا خداى جل جلاله په وطن كى چيرته سره مخامخ كړو نو زه به
دى په هغو يتيمانو او کونډو ودروم چى قاتل به يي نن دكرزى صيب
دشورى غړى وى او يا به بل كوم مهم مسئوليت لرى زه يي پيږنم په
ګوته ګوته به يي در وشيم چى دا فلانى يتيم او هغه فلانكى كونډه
دنامحترم فلانى له لاسه يتيمان شوى او يا كونډه شوى ده او هغه ټول
كلى به يي دشاهدانو په حيث ستا په حضور كى ودروم
دا ډول چارواكى خو سمه ده كومى محكمى نه دى ګرم كړى
خو اوس ته مشوره راكړه چى ايا دده په غندلو سره زه ستا له
دى حكم لاندى راځم او كه نه ؟

[code:1:1f5db9b5da]خو تر څو پورې يې چې اړوند جرم نه وي ثبوت شوي ، بيګناه دی او يو بيګناه بيا هم د غل ،خاين يا بل کوم ناوړه وييز سره غندل د پام وړ ظلم او بي انصافي او په نتيجه کې د خپل وزن او مترې کمول دي [/code:1:1f5db9b5da]

اولكه ته چى وايي چى دمحكمى له پريكړى مخكى بايد څوك مجرم ونه بلل شى
نو بيا خو په اسامه او انډيوالانو يي هم تراوسه كوم جرم نه دى ثابت شوى او داراز
نورى ډيرى بيلګى شته خو نن خو هغوى له وهلوپه ځغلولو ستړى شول
نو دنړى په اصطلاح مهذب قوم ! او هغه چى زموږ ديموكراتان يي په
په تقليد او نخرو ستړى او دراصادرشوى نظام په ستاينه يي خولى تڼاكى شوى
په خلكو پسى تو غندى او الوتكى ځغلوى اوددوى په اند له يوه تورن (نه مجرم)
سره په لسهاو بيګنا وژنى خو زمو ږپه خولو كى دپلار دقاتل دغندنى تورى را
وچ كړى او ديوه ويرژلى پرمخ اوښكى هم بهيدلو ته نه پريښودل كيږى !!!!!!!!!!!!

نقاد صيب په خپګان دى خپه كيږم
بښنه غواړم او بيا بښنه غواړم نور
مى احساسات بيخى توپانى كيږى


نقاد
17.06.2006

نه كرزی دی زما ورور نه مې کاکا دی
....................................................... زما زړۀ تش هر پښتون ته پۀ ژړا دی
هر خنجر چې دپښتون په سينه نېغ ځي
..................................................ان ترزړۀ ، ځيګر، کلمو مې هغه تيغ ځي
خوب او خيال مې ټوووول افغان ته پۀ سودا دی
..................................................... زما زړۀ خپل قام پښتون ته پۀ ژړا دی

دروند حامد صاحب د سلامونو ګيډۍ له نيکو هيلو سره ډالۍ کوم !
زما د پورتنۍ ليکنې وروستۍ کرښې نه وې بشپړ شوې، د ګرانو لوستونکو لپاره مې هغه يوڅه بشپړ او په سپين رنګ يوځل بيا لوستلو ته وړاندې کړې . ښايي ستاسو دپام وړ هم وګرځي . په درنښت او پښتنې مينه !


pattang
18.06.2006

[quote="Ajab"]پتنګ ليکلي:
[quote:c74569c13c]او اوس يې هم هر وخت تکراره ومه[/quote:c74569c13c]

[quote:c74569c13c]مړه دومره زياته دې دا خبره تکرار کړه چې دومره چرګان په غولو کې لتې هم نۀ وهي.[/quote:c74569c13c]
وروره !
پتنګ له هغه چرګانوڅخه ندی چې هر چيرته يې په مرداريوکې لتي وهلې وي ,کله په ملګري اوکله په لوی لا لا پسې روان ، څټ يې کته اچولي وي اوخپل غول دلوي لا لا په بولومينځي ٠

[quote:c74569c13c] بس نور يې مه لړه د ناپوهۍ، کم فهمۍ، بې ادبۍ، مذهبي کرکې او وطن دښمنۍ ډېر مردار بوي ترې راځي.[/quote:c74569c13c]

داځکه چې د هيواد خرڅوونکو ، اجڼټانو، بيکارو ، پرازيتو اوبي استعدادو انسانانو په ضددی٠
قضاوت دفکري قوي او ابتکار تابع د ی نو زه ستا په پورته کرښه کې کوم ابتکار نه وينم ٠ الله پاک دې استعداد درکړي ٠

[quote:c74569c13c]په مونږ به دې احسان وي که نوره دا خبره تکرار نکړې. يو څو نوي ټکي هم بايد زده کړې. څلور کاله وشول چې همدغه يو غول لړې. زړه درته نۀ خرابوي؟؟؟؟[/quote:c74569c13c]
مونږ نه بلکې که ته او تاسو هم شۍ نو مطلق اقليت ياستۍ٠

د کرزي د چټلي کابيني په تبا يې
پتنګ


pattang
18.06.2006

په لا ندې نقل کې تور خر په صابون پريمنځل شوی او د ګل او صنوبر د ديالوګ يوه برخه جوړه و ي ، ادبي ښه ټوټه ده ، په سياسي شعور ، فهم او منطق کې داسې راته بريښي چې ليکوال يې يوفکري سينګولا ريتيت لري او خدای د وکړي چې د
( Alzheimer's disease ) په مرض ککړ نه وي.

که دښمن زما پردی وي باک يې نشته
--------------------------------- دپښتون په څيره راشي ما تباه کړي
پښتانه چې هوښياريږي زه به نيم
------------------------------ کله دلته کله هلته په دروغو ځان ملاکړي

دپښتنولي په مينه پتنګ

[quote:83b8306b47]دلته پر دوه خبرو بحث روان دی : يوه د مليشو د جوړولو ارزونه او بله د کرزي صيب د کفايت يا بيکفاتۍ ټکي دی . رښتياهم دواړه ارزونې په تاوده سر او جذباتي څرګندونو نه کيږي او يواځې د يو او بل له پاره د ناوړې ګټې د پورته کولو چانس زياتوي ، خو دغه اصل يو شمير ليکونکي په پام کې نه نيسي او د خپلې پاکۍ او نيک اندنې د ښودلو له پاره پر بيړه بيړه لکه د شهادت کلمه د هر مقام پر ضد تورونه بادوي او ناوړه حکمونه صادروي . څوک نه وايي چې د هغه يا دغه دولتي مامور يوه ملا يکه ده ، تيروتنې ، ګناه او کوم جرم به يې نه وي کړی ،خو تر څو پورې يې چې اړوند جرم نه وي ثبوت شوي ، بيګناه دی او يو بيګناه بيا هم د غل ،خاين يا بل کوم ناوړه وييز سره غندل د پام وړ ظلم او بي انصافي او په نتيجه کې د خپل وزن او مترې کمول دي . که څوک پخپله کوم ثبوت نه لري ، د محکمې حکم هم د چا پر جنايت نه وي صادر شوی، او بيا هم قاطع حکم صادروي چې فلانی غل يا خاين دی ، طبيعي ده چې دا حکم به يې د يوځاني نيمګړتيا پر بنسټ وﻻړ وي . او که نه بايد د پوښتنې په توګه ، په مشرط ډول يا غير مستقيمه توګه خپل ګومان څرګند کړي . د ساري په توګه :
که سړی ووايي چې د افغانستان سره په ميلياردونو ډالرو مرستې ګيږي خو نتيجه يې نه ترسترګو کيږي . نو پوښتنه داده چې دا دومره پيسې چيرې ځي ؟ ايا د کرزي حکومت سره ددې هم پاک دی او د مرستو په لګښت کې خپل شفافيت ثابتولی شي ؟ زه فلانی ګومان نه کوم چې نوموړي او کابينه يې له يوې ناپييلې ازموينې څخه بريالي ووځي . او که په اداري فساد کې د يو يابل وزير ﻻسلرنه ثبوت ولري نو بيا ښه داده چې لوستونکو ته پخپله هغه ثبوت مستقيمأ وړاندې کړو، نه داچې ځانونه قاضيان کړو او آن له ثبوت پرته هم هغوی مغضوب مقهور او پر جناياتو محکوم وبولو .
يا داچې د يو يا بل وزير خيانتونه يې رابرڅېره شي نو د هغه په تړاو يې د ولسمشر په اړه پوښتنه پر ځای ده چې آيا ددغسې يووزير ساتل پخپله په دغسې خيانتونو کې دهغه پر ﻻسلرنه هم شک نشي کيدای ؟ ....او داسې نور . [/[/quote:83b8306b47]


>>>

منتظرمسید
18.06.2006

[quote:56299800d8]که دښمن زما پردی وي باک يې نشته
--------------------------------- دپښتون په څيره راشي ما تباه کړي
پښتانه چې هوښياريږي زه به نيم
------------------------------دلته ، هلته ځان په دروغو تش ملاکړي[/quote:56299800d8]
پتنګ صیب !
سلامونه اونیکې هیلې !
ګرانه وروره زبردست شعردې لیکلی دی .که داراته ووایی چې دښکلی شعردچادی ، خوښ به شم .که ستاسوخپل وي نوپه خوله دې برکت شه .ځکه چې زه هم پدې نظریم چې موږچې تباه کړي یوپخپله پښتنوتباه کړي یو،که بل داسې څوک نه وینم چې د پښتنولورته دې کږه هم وګوري .
داچې پروت ټوټې ،ټوټې یم یوله بله
چې یی ولیې کړې راغوڅې خپل تبردی
په درناوي



18.06.2006

پتنګ خانه سلام !
خبرې دې لنډې لنډې صافې ، سپينې او خوندورې دي ، خو يره يو څه د ليکنو له اصولو او فردي حقوقو څخه
تيری نه کوې ؟ که تنقيد منلی زغملی او هزمولی شې نو : آيا دا ادعا مو بي ښې بې بدې او له هر چون و چرا پرته مطلقأ سمه ده چې :
[color=white:cae70525f4]
(( کرزی ، د هغه سلا کاران او کابينه ټول غله دي ، خپل جيبونه يې ډک کړي دي چې تنګه پرې را شي نوتښتي به)) ؟
٠[/color:cae70525f4]
او آيا هر يوته يې بايد همداسې خطاب وشي چې
[color=white:cae70525f4](( دا بيناموسان نه په کار پوهيږي او نه خپل هيواد پرې ګران دي)) .[/color:cae70525f4]

آياپه کابينه کې د ماليې ، دفاع او معارف د وزيرانو په څير غړي هم ټول غله او بي ناموسان دي ؟ پتنګ صيب ته پخپله هم يو پاک سړی ښکارې خو په خپله پاکۍ مه دومره غره کيږه او مه دومره زړه تنګي کوه چې خوله پرانيزې نو داسې اور غورځوې چې وچ او ﻻنده له يوۀ سره ټول سېزې . سر بيره پر دې مونږ غواړو چې په ټول افغان کې دپښتنو د بدرد ويلو او ښکنځلو دا بد کلتور ورک شي ، خو تاسو ؟ تاسو په دې برخه کې د ډيرو قلمي همکارانو د عمرونو خواري په دوه کرښو ليکنه کې پر اوبو وړئ . آخر تاسو يو پوخ او مجرب شخص مالوميږئ،ښه به نه وي چې د ځوانو ليکونکو د روزنې له پاره په صبر ، استقامت ،په سړه سينه استدﻻل او مستدلو ليکنو کې سرمشق شئ ؟ ستاسو د بري په هيله .. والسلام


Re: >>>

pattang
18.06.2006

پياوړيه وروره, منتظرمسیدصيب !
ستا سوله ستاينې څخه ډيره مننه ، داشعر زما دی
اوماديوې ډيرې مايوسۍ په حال کې ، بيله له نيت اوارادې څخه جوړکړی.
ادبيات زما مسلک ندي ، زما ځيني ليکنې ډير ځله ددې پاڼې موديراتور
(وطنمل صيب اونورو ) په جمله تړلوکې سمې او اصلاح کړې دي او خداي پاک دې ډيرډيرښه ورسره وکړي .

په پښتني مينه پتنګ

[quote="منتظرمسید"][quote:72501b9b2c]که دښمن زما پردی وي باک يې نشته
--------------------------------- دپښتون په څيره راشي ما تباه کړي
پښتانه چې هوښياريږي زه به نيم
------------------------------دلته ، هلته ځان په دروغو تش ملاکړي[/quote:72501b9b2c]
پتنګ صیب !
سلامونه اونیکې هیلې !
ګرانه وروره زبردست شعردې لیکلی دی .که داراته ووایی چې دښکلی شعردچادی ، خوښ به شم .که ستاسوخپل وي نوپه خوله دې برکت شه .ځکه چې زه هم پدې نظریم چې موږچې تباه کړي یوپخپله پښتنوتباه کړي یو،که بل داسې څوک نه وینم چې د پښتنولورته دې کږه هم وګوري .
داچې پروت ټوټې ،ټوټې یم یوله بله
چې یی ولیې کړې راغوڅې خپل تبردی
په درناوي[/quote]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more