نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تاسو دې ته اوس هم مسلمان او افغان وايئ ؟
پښتون ځلمی
10.06.2006
سلامونه او نېکې هيلې
تاسو ټول به د الزرقاوي لۀ شهادت (يا امريکايي درواغو) څخه خبر شوي يئ - کۀ شهيد شوی وي، الله دې د شهادت لوړې درجې ور کړي او کۀ ژوندی مجاهد وي، الله يې دې پۀ ايمان او عمر برکت واچوي -
تاسو به دا هم اورېدلي وي چې د د اسلامي هېوادونو پۀ لست کې يواځېنی ×اولس مشر× (+ مشرف؟) او پۀ نړيوال سياسي څېرو او ×رييس جمهورانو× کې لومړی يا يو لۀ لومړنيو کسانو چې پۀ دې پېښه يې د خوښۍ څرګندونه وکړه، هغه ستاسې رييس جمهور ښاغلی کرزی صيب و - کۀ مې پۀ ياد شي، د صدام حسين تر نيولو وروسته هم دې سړي خپل غبرګون ډېر پۀ عجله څرګند کړی و -
نو پس لۀ دې او دې ته ورته پېښو يو مسلمان څنګه دا سړی مسلمان و ګڼي او يو افغان يې څنګه افغان و ګڼي؟
زما پۀ اند خو د يو اوسط عقل لرونکي بالغ مسلمان لپاره هم دومره بس دی چې پوه شي او د يو سالم عقل خاوند انسان لپاره (کۀ مسلمان هم نۀ وي) هم دا څرګندېږي چې دا سړی د خپل اولس او ډلې دښمن دی او خير غوښتونکی يې نۀ دی -
کۀ څوک بيا هم نۀ پوهېږي نو لۀ ځان سره دې دا پوښتنې مطرح کړي :
لومړی خو دا چې مسلمان خو لا څۀ کوې، يو عادي کافر يا امريکايي پوځي هم پۀ کوم دليل الزرقاوي او د هغۀ پۀ څېر نور (مزاحمت کوونکي) ترهګر بولي؟ پۀ عراق، چې يو هېواد دی، نۀ يوه شاړه ويجاړه ده، امريکايانو يرغل وکړل - د دغۀ هېواد خلک، کۀ ټول نۀ وي، نو يوه ډله خو به يې هرو مرو د يرغلګرو مخالفت کوي، او دغه ډله به د يرغل کوونکو پر ضد جنګېږي او د دې لپاره کېدای شي بېلا بېلې حربې خپلې کړي تر څو يرغل کوونکو ته زيان و رسوي - دا ترهګري شوه کۀ لۀ يو هېواد څخه دفاع؟
او کۀ فرض کړه دا سړی ترهګر هم وي، کرزي ته يې څۀ زياي رسولی چې د دومره پۀ ځغرده خپل شوم نظر بيا خبريالانو ته ورسول؟ کۀ کرزي چپتيا ښکاره کړې وای، څۀ تاوان به يې کړی وای؟
کۀ د يو مسلمان پۀ مرګ خوښي ښکاره کوي خو منافق شو، کۀ د يو انسان پۀ مرګ چې لۀ دۀ سره يې هېڅ کار هم نۀ شته او د يو مظلوم اولس پۀ حق کې جنګېدل، خوښي ښکاره کوي، نو دا هم د انساني کرامت غوښتنه نۀ ده او يو سياسي شخصيت سره خو هېڅ ښۀ نۀ برېښي -
نو بيا ولې؟ د دۀ څۀ مجبوريت و چې دا خبره يې کولۀ؟ کۀ مجبوريت يې دا وي چې امريکايي چارواکو دې وينا ته هڅولی بلکې مجبوره کړی دی، نو دا خو د کمزورۍ تر ټولو ټيټه درجه ده، هم ايماني کمزوري، هم انساني، هم اخلاقي او هم سياسي بې وسي او غلامي - دا خپلواکي بيا چېرته ده او اولس مشري يې پۀ کوم دليل و منل شي؟ آيا د عقل خاوندانو ته هم دومره بس نۀ دی چې پوه شي؟ لږ فکر وکړئ ای افغانانو، تاسو لۀ داسې سړي څخه کومه هيله لرئ؟
پۀ دې هيله چې د ځنو مسلمانانو او افغانانو وروڼو لۀ سترګو څخه د سياسي نا پوهۍ دا پټۍ او د دی درواغو ډېموکراسۍ دا خوبونه لېرې شي -
pattang
10.06.2006
پښتون زلميه سلام عليکم !
ته راځه چې څه به کيږي ? ټولې خبري دلته نه حل کيږي خو دومره در ته وايم له بي غيرته اجڼټانو څخه څه ګيله په کارده .کرزی او دهغه ټوله کابينه دcia اجڼټان دي٠
وروره له دې جنايتکارانو څه ګيله ? د cia اجنټ او دتېلو د کمپنۍ عادي مامور اوس اولسمشر ،په غرب کې پراته بيکاران او چاپلوسان ټول وزيران شول ، وروره ميدان دبيناموسانودی نه شپه مالومه ده اونه ورځ ٠
وروره کرزي ان دطالبانو په وختو کې د cia دنده په غاړه لرله او دامريکايانو داقتصادي ګټو نماينده وو خو په اخرو وختو کې
له طالبانو ژوندی خلاص شو٠
نور دومره بس ده
دپښنولي په مينه پتنګ
Ghairat
17.06.2006
ګرانه وروره پښتون ځلميه اسلام عليکم ورحمت اله وبرکاته٠
وروره مينه دې د اسلام او پښتوسره ډيرو پښتنو ځلميانو ته دپندوړده ٠
تاسې دا هم ليکلي
[quote:193f986782]چې يو لۀ لومړنيو کسانو چې پۀ دې پېښه يې د خوښۍ څرګندونه وکړه، هغه ستاسې رييس جمهور ښاغلی کرزی صيب و[/quote:193f986782] نو اياته د افغانستان پښتون نه يې اود لرې پښتونخوايې ؟ او هلته ټيک دکوم ځای يی؟
که څۀ ويره نه لرې وبه يي واياست اوکه نه هيڅ پرې يې ږدئ که د لرې پښتونخوا يې او که د برې ، ماته ستا بې کچې مينه د اسلام اوپښتو سره دا پوښتنه هم را په يادوي چې ايا تاسو د وطن دپرمختګ سره هم مينه لرئ که لرئ يې څنګه پرمختګ دځان له پاره غواړئ ؟ که هغه پرمختګ [color=white:193f986782]داسلام خلاف نه وي [/color:193f986782] خو داسلام پربنسټ هم نه وي ولاړ ، تاسو يې پلوی کوئ ؟
[color=yellow:193f986782]که اسلا م اوپښتو په پرمختګ کې پکارنه وي ، خو د پښتو او اسلام پر ضد هم نه وي ، ايا داسې پرمختک منئ ؟ که يې منئ د پرمختګ په اړه هم خپل تصورات وليکئ . و السلام [/color:193f986782]
پښتون ځلمی
20.06.2006
و عليکم السلام ورحمت الله وبرکاته
پتنګ خانه، بالکل هم داسې ده، داسې وخت راغلی دی چې بې ناموسه او بې غيرته مخکې دي او پۀ سمو خلکو بېخي دا مځکه پۀ تنګېدو ده -
غيرته، کۀ زۀ د لرې پښتونخوا وی او افغانستان مې نۀ منلی، نو ما پۀ دې فورم کې څۀ بد غوښتل؟ د [color=red:684e7d5c65](ستاسې رييس جمهور)[/color:684e7d5c65] څخه زما موخه هغه خلک و چې دا کرزی د اولس مشر پۀ توګه مني - زۀ يې رييس جمهور نۀ منم - زما لپاره يو غلام دی، بلکې تر غلام هم بد ...........
د پرمختګ پۀ موضوع به يوه نوې ليکنه و سپړو، کۀ څنګه دې خوښه ده - خو دومره به و وايم چې زۀ فکر نۀ کوم داسې خلک شته چې د پرمختګ سره يې جوړه نۀ وي - هر انسان، طبعي ده، پرمختګ خوښوي - خو خبره دا ده چې پرمختګ څۀ ته وايي؟ کوم ډول پر مختګ؟ د څۀ پۀ عوض؟
اوس د زړۀ زور نۀ لرم چې نور څۀ و ليکم، بيا به شي
Ghairat
20.06.2006
پښتون ځلميه ښې چارې!
هو، ټيک همدغه پوښتنه له تاسو نه هم شوې چې تاسو داسې تکرار کړې ده :
[quote:1e075440f6]خو خبره دا ده چې پرمختګ څۀ ته وايي؟ کوم ډول پر مختګ؟ د څۀ پۀ عوض؟[/quote:1e075440f6]
نو که پرمختگ د بيل سرليک لاندې څيړې او که نه، له تاسو پورې اړه لري.
خوښ شوم چې ليکئ [quote:1e075440f6] دومره به و وايم چې زۀ فکر نۀ کوم داسې خلک شته چې د پرمختګ سره يې جوړه نۀ وي [/quote:1e075440f6]، پهدې توګه مو په يو ډز دوه مرغۍ ويشتلي دي : يو داچې له پرختګ سره مو خپل پلوی ښودلی، او دا تر ټولو مهمه خبره ده ، څوک چې ستا په څير پرمختګ غواړي نو ضرور به يې په څرنګوالي هم د ځان او هم دنورو دقناعت له پاره د څنګه څنګه پرمختګ پوښتنې کوي . دوهم هغه کسان چې پرمختګ نه غواړي ، خو څنګه چې د ترقۍ مخالفت په ښکاره نشي کولی، نو هغوی هم دغه ﻻر خپلوي او د څنګه ، او څنګه څنګه څنګه او څنګه څنګه څنګه پرمختګ (؟) پوښتنې ضرور راوباسي او پدې پلمه د پرمختګ ټوله منځپانګه د پوښتنو پر چينج خوري او نفې کوي يې .
.
د کرزي صيب په هکله :
زه د کرزي دفاع نه ، بلکې د يوه اصل يا پرينسيپ دفاع کوم: او هغه دا چې. له نوموړي سره په سلو کي 55 رايه لرونکو افغانانو بيعت کړی او رايه يې ور کړې ده . که غلام وي او که غل، خو د افغانانو مطلق اکثريت او ستا په سلو کې ٩٥ پښتنو ټاکلی دی. ښکاره ده چې خلکو د طالبانوڅخه دومره کرکه لرله چې دئ يې ټاکه ، ولې طالب يې نه غوښته . نو وروره کرزی صاحب په عمومي توگه د افغانستان او په ځانگړې توگه بيا د پښتنو ولسمشر دی. داچې ستا نه دی، دادې حق دی چې صرف او صرف د يوه فرد په توگه پرې خوشاله اوسې !
pattang
20.06.2006
غيرتخانه وروره ډېر دې مايوس کړم !
دملايانوالويه برخه ،ټول مکتبيان او اميان د تخنيک اونورې پوهې خلاف ندي
( موبيل ، ستلايت ،طب ، تخنيکي سامانونه ٠٠٠) دهرچاخوښيږي٠
وروره جنګ په دې يوه لويشت ځای دی ، غربيان وايې چې لوڅ يې کړۍ اودبشر حقوق يې بولي ،موږ وايو چې نه ،مونږ خپل ناموس نه لوڅه وو ، دا زمونږ غيرت ، پښتنولي اومذهب دی او تا سو دناموس کلمه نه پېژنۍ ٠ خو دوی مونږ ته هيڅ په احترام قائل ندي ، هر څه را سره کوي، اوکه نوي په زور يې هم رانه غواړي٠
غيرته ! ددرواغو شايدان په قضاکې ولې تيره وي :
دبن په غونډه کې خو اکسريت رايې ستار سيرت ګټلې وي خو امريکايانو خپل سړۍ ( کرزی ) ورباندې قبول کړ٠ په لويه چرګه کې خواکسريت رايې ظاهر شاه ګټلي خوامريکايانوظاهرشاه مجبور کړ چې استعفا وکړي او دملت بابايې په مصنوعي ډول ترې جوړ کړ ( چې لدې ځخه بله بيشرمي او نالت دبشريت په تاريخ کې نشته ) .
ډېره سخته راته تماميږي چې افغان اولس درته تحليل کړم خو دوه کرښې :
اولس دناپوهي ، دالرو ، جنګي جنايت کارانو او خائينانو په بنديخانه کې کلک تړلی دی اوهرڅه چې دا ظالمان اولس ته وايې هغه دغه ځبيدلی اولس مني اوکوي يې .
کر زی نه داولس بلکې داشغالګرو اوجنګي جنايتکارانو
استازی دی٠
دکرزي کارونه دملت او اولس په ګټه ندي بلکې يواځې خوشې دجعلي ترورستانو
په نوم په منطقه کې داشغالګرونورې پټې اوښکاره ګټې ساتي٠
کرزی او دهغه کابينه، نه په سيستم جوړولو پوهيږي او نه ددغه کار استعداد لري او هر څومره چې لږ اړاودوړ وي هغومره به ددوی غوا ورته لنګه وی او اشغالګر به خپل عسکر نور هم راولي٠ که څوک دکرزي حکومت نه مني نوداخويوه داخلي مسئله دی
نودنورو ملکونو يې دافغانستان په داخلي کارونو څه ?? او ترورستان په افغانستان کې څه کوي چې نور لرې ملکونه ورانه وي او کله په تاريخ کې افغانانو
ترور کړی دی?????????
[color=brown:9bfece1722]دغه اصل او پرينسيپ چې تاسو دفاع ترې کوۍ يو فيصد يې هم په حقيقت ولاړ ندی ، بلکې يوجعلي او 100% په پيسو اخستل شوی دی ٠
ديوې ديکتاتور ي او اشغالګرې قوي محصول دانتخاباتو په جامه کې دی:[/color:9bfece1722]
مرګ په کرزي او دهغه په غله او نا پوهې کابينه
پتنګ
پښتون ځلمی
24.06.2006
ما خو درته وړاندې و ليکل چې زما پۀ اند هېڅ څوک نۀ شته چې د پرمختګ مخالف وي - کۀ زۀ د پرمختګ مخالف وای ، نو دا اوس به کمپيوټر ته نۀ وای ناست، پوهنتون ته به نۀ تلم او ساينسي زده کړې به مې نۀ کولې - تاسو افغانان هر شی سپين او تور ګوړئ، کۀ پۀ يوه وړه خبره کې تاسو سره څوک مخالفت و ښيي نو تاسو يې داسې ګڼئ لکه هغه سړې چې در سره پۀ هر څۀ کې مخالفت لري او هر څۀ کې به هو به هو ستا ضد وي -
پاتې شوه ستا د پرنسيب خبره، نو لکه څنګه چې پتنګ صيب درته و ليکل، کومې ټاکنې؟ کومه رايه؟ پۀ سلو کې څو کسانو پۀ دې ټاکنو کې برخه واخېسته او څومره خلکو رايې ور کړې؟ او کۀ دا رايې بل چا ګټلې وای، تۀ فکر کوې هغه به اوس اولس مشر وای؟ دا امريکه هسې باد ته ناسته ده چې افغانان به پۀ ازادانه توګه ټاکنه کوي؟ ستا پۀ دې ټاکنو کې څومره طالبان کانديد شوي و؟ د طالبانو ګوند پۀ دې ټاکنو کې شتون در لود؟ کۀ وای، تۀ څۀ فکر کوې چې چا به رايې نۀ وای ور کړی؟ زۀ نه پوهېږم دا خلک نۀ پوهېږي او کۀ ځان نۀ پوهوي - الله دې تاسې پوه کړي نو -
Ajab
24.06.2006
[quote:9d17683302]چې پۀ دې پېښه يې د خوښۍ څرګندونه وکړه، هغه ستاسې رييس جمهور ښاغلی کرزی صيب و[/quote:9d17683302]
د ترهه ګرو په وژل کېدو هر څوک د خوښۍ څرګندونه کوي، جمهور رئيس محترم حامد کرزي څه بد کار خو نۀ دى کړى. زرقاوي د عرب ترهه ګرو د هغې ډلې څخه يو و چې افغانان يې بې خرته وژلي او ځورولي دي. ښه شوه چې دا دنيا ترې پاکه شوه.
[quote:9d17683302]کۀ زۀ د پرمختګ مخالف وای ، نو دا اوس به کمپيوټر ته نۀ وای ناست، [/quote:9d17683302]
بس همدغه خو د منافقت اعلا درجه ده چې د ځان دپاره پرمختګ هم غواړې، کمپيوټر ته هم ناست يې، اروپا کې هم مزې چرچې کوې خو د نورو لپاره د طالبانو وحشي حکومت غواړې. طالبانو هم د خپلې واکمنۍ پر مهال پر انټرنېټ بندېز لګولى و خو پخپله يې ښه استعمالوي. د طالبانو په يو اخبار کې مې يوه ورځ کتل چې دوه بشپړې پاڼې يې د انټرنېټ خلاف ليکلې وې او دا يې هم ليکلي وو چې انټرنېټ ته کېناستل او استفاده ورڅخه کول د کفر قبلول دي خو څو ورځې وروسته يې هم د دغه اخبار په تندي ليکلي وو ( دا اخبار تاسې اوس په انټرنېټ هم کتلاى شئ). دې ته بې له منافقته نور څه نوم ورکولاى شو؟؟
[quote:9d17683302]پۀ سلو کې څو کسانو پۀ دې ټاکنو کې برخه واخېسته او څومره خلکو رايې ور کړې؟ او کۀ دا رايې بل چا ګټلې وای، تۀ فکر کوې هغه به اوس اولس مشر وای؟ [/quote:9d17683302]
په سلو کې اتيا فيصده افغانانو خو رايې ورکړې وې، او چې چا نه ورکولې نو هغه پخپله د دې مسئوليت په غاړه لري. د رايې نه ورکول دليل نه دى. که څوک د کرزي مخالف واى نو د هغه په مخالفت کې به يې بل چاته رايه ورکړې واى. او زما پوره باور دى چې انتخابات بل چا ګټلي واى نو هغه به اوس ولمسشر وى. خو د انتخاباتو په ورځ ما ډېر خلک پخپله وليدل چې د کرزي څخه پرته بل چاته رايه ورکولو ته تيار نه وو.
پاتې شوه دا خبره چې طالبانو پکې برخه نه وه اخيستلې. نو ښه ده چې نه يې ده اخيستې. هسې هم طالبانو ته چا رايه نه ورکوله ځکه چې د هغوى د تور وحشت دور لا د چانه هېر نه دى. هغوى په خپل شپږکلن وحشت کې افغانستان ته بې له تباهۍ او بربادۍ څه ورکړي دي چې اوس خلک رايه ورکړي.
islam dost
24.06.2006
درنولوستونکوالسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
کرزي لپاره يواځي يوه رايه کافي وه چي هغه دبوش رايه ده ،نوره رايی هسي دخلکوسترګو
کښي دخاوروشيندلوپه معنی وي ٠
داخودبوش عامه مقوله وه چي بي طرفي نه چليږي [color=darkred:98fed3362e]ياامريکااوياترهګر[/color:98fed3362e]،يعني که څوک درايو
مرکزونوته لاړل نه اورايه يی ورنه کړه نودترهګروپه لست کښي به وليکل شي ،داهغه ګواښ
ووچي ملت ورباندي ډاره ول کيده ،له همدي امله ملت مجبورووچي درايومرکزنوته ورشي
اوهلته [color=cyan:98fed3362e]په ړندوکښي ديوي سترګې والاپاچا [/color:98fed3362e]( [color=darkred:98fed3362e]کرزي [/color:98fed3362e]) ته رايه ورکړي
اوکه بيايی نه منی چي نه ملت ټول له کرزي سره ده طالبانوسره هيڅوک نشته نوراځی چي بل
کاروکړو هغه داچي دکرزي صيب درني اوړندي ميلمنې ( B52 ) ددڅه مودي لپاره څنګ ته
کړوبيابه له ملت څخه وپوښتوچي له چاسره ياست ؟
داخوښکاره حقيقت دی چي دملت له ملاتړ څخه پرته هيڅوک اوپه هيڅ يوهيوادکښ که هر
څومره وسایل او وسلې ولري حکومت نه شي کولای لکه دکرزي حکومت چي ټول نړيوال
زوراو وسايل اوسلې دده په خدمت کښي دي بياهم هيواد په جګړيز حالت کښي دي ٠
که لنډوټکوکښي يی راغبرګه کړو چي دکرزي صيب حکومت يواځي مبالغوي پوچوتبليغاتو
راټينګ کړی چي په زياته پيمانه يی غربي ميډياپه ترسره کوي ٠
که همدا اوس امريکايان له صحنې نه څنګ ته شي نوتاسوبه وګوری چي ملت به څومره د
طالبانوراتګ ته تګی اودروند هرکلي کوي ،که مخکښي يی ٩٥ فيصده خاوره په پنځو کالونو
کښي پاکه کړي وه خواوس به ښايی پنځه مياشتي هم وانه خلي ٠
والسلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
Ajab
24.06.2006
لالا مخکې هم طالبان د اي ايس اي په وسلو او د پاکستاني پوځ په اوګو افغانستان ته راغلي وه او خلکو يې هرکلى ځکه کړى و چې خلک له جنګونو ستړي شوي وه خو چې کله يې د طالبانو شپږکلن وحشت وليد نو هغه ورځ ياده کړه چې طالبان له کابله وتښتېدل او خلکو د ډېرې خوشحالۍ نه اتڼونه پېل کړل. ان تر دې چې خلکو سرعام داسې کارونه پېل کړل چې د اسلام په ضد يې بللى شو خو دا هر څه ځکه وشول چې خلک د طالبانو د هغه افراط او وحشت څخه نور ډېر تنګ شوي وه کوم چې دوى شريعت باله. اوس هم که اي ايس اي د طالبانو څخه لاس واخيست نو په شرط يې درته وايم چې بيا څو تنه د طالبانو مشران کابل او کندهار ته بوځه او ورته ګوره چې خلک ورسره کوم ناروا عمل کوي. خلک ورته دومره په قهر او پړسېدلي دي چې چاته به يې ويښته هم په لاس ورنشي. بس شکر دې وباسي چې د اي ايس اي چترۍ يې په سر ده. اګر چې دغه چترۍ به هم تل نه وي.
Ghairat
24.06.2006
دروند پتنګ صيب ته درانده سلامونه .
[quote:932bd15ebd]دملايانوالويه برخه ،ټول مکتبيان او اميان د تخنيک اونورې پوهې خلاف ندي ( موبيل ، ستلايت ،طب ، تخنيکي سامانونه ٠٠٠) دهرچاخوښيږي٠ [/quote:932bd15ebd]
د تخنيک نتيجې خو هر تيار خور ،مفتخور، غل ، داړه مار ، خان ، خاين ملا او بلا خوښوي ، خو تخنيک نه ، ځکه :
تخيک د پرمختګ غوښتونکی او د پرمختګ راوړونکی دی، علم او پوهه ، د عالي تعليماتو او تحصيلاتو تعميم په نرينه اوښځينه قشرونو دواړو غواړي ، پوهنه او تخنيک د مولده ځواکونو په توګه په توليد کې انقلابي پليتوب غواړي
او هغه د ملا طالب ، چړي او نورو په شا تلونکو عناصرو کار نه دې .
[quote:932bd15ebd]وروره جنګ په دې يوه لويشت ځای دی ، غربيان وايې چې لوڅ يې کړۍ اودبشر حقوق يې بولي ،موږ وايو چې نه ،مونږ خپل ناموس نه لوڅه وو ، دا زمونږ غيرت ، پښتنولي اومذهب دی او تا سو دناموس کلمه نه پېژنۍ ٠ خو دوی مونږ ته هيڅ په احترام قائل ندي ، هر څه را سره کوي، اوکه نوي په زور يې هم رانه غواړي٠ [/quote:932bd15ebd]
ځوانه چې (( ږيره ستا وي اوواک يې د ملا وي)) نو هيڅوک يې نه منې ، خو که هغه يوه لويشت ځای د يو چا او واک يې د بل چا وي، نو بيا يې هر يو پلوی کوي .
ښه داده چې واک يې د خپلې خاوندې په ﻻس کې وي ، که دغه حق يې هر څوک تلفوي که هغه لوڅول وي که بل څه د سرپه قيمت يې بايد سړی مخه ونيسي او له مظلومو سره مرسته وشي .
بهرنيان بايد مجبورشي خپل چلند او روش پر هغو معيارونو برابر کړي هکومو سره سم چې بهرنيانپه سعودي عرب کې چليږي . دا ټکی کرزي او کرزيخيلو اوملي شوري څخه په جدي توګه غوښتل پکا ردي .
د سيرت صاحب زياتې رايې د يو ضد دموکراتيک بنسټ او پروسيجر له امله يوه غير دموکراتيکه نتيجه وه، ځکه د بن په غونډه کې د پښتنو استازي نه ويا ډير لږ و، خو د شمالي اتلاف او د قبرس ډلې ته اساسي رول ورکړ شوی و نو که يو کرزی په کې مشرۍ ته وړاندې کړای شو، د دموکراسۍ سره ضديت نه بلکې نږدې والی و.
. والسلام
pattang
24.06.2006
غيرته وروره سلام عليکم !
وروره کله چې ځينې مضامين لولم نو يو وار مې نس تاو راکړي او وګی شي نو پخلنځي ته منډې کړم ، هلته يا پاته ډوډۍ اويايو يوګورت ( يو شانته مستې ٠٠٠) را واخلم او وئي خورم٠ پدې خوراک خوراک کې مې خيټه غټه شوه٠
علت يې دادی چې يا څوک زما په مقصد نه پوهيږي او يا ځانونه نه پوه وي او دحل لاره نغواړي ٠
لننډ ستا خبروته:
کوم شيان چې ديکتاتور، مفتخور،٠٠٠ يې خوښوي، نوطبعي دی چې ددې شيانوخالق به يې هم خوښ وي ،دساري په توګه فردينانت پورشه (Ferdinand Porsche ) په هټلر څومره ګران وو٠ خوسره لدي هټلر له خپلې فاشستي او طالب له خپلي طالبي څخه تير نشه او دخپلو ګرانوخالقينوخبروته يې دايديالوژي اوخپلې لارې په مقابل کې د توتواهميت هم نه ورکاوه ٠
ستاا خيرنۍ خبرې خو درستې دي خو په چا يې کوې ??
(( که خداي پاک لاترې راکړه نو په پيښاور او جلال اباد کې به دوه لوېي دپښتو مطبعي جوړوم او زرګونو کتابونه به چاپه ومه او ترجمه کومه .... که خدای پاک يې راکړي ? زه پدي باور لرم چې دا وړۍ نه شړی کيږي ).
شرمنده سړی خپل بادار ته پورته نشي کتی ، کرزی او دهغه دارو دسته شرمنده دي
اوخرڅ شوي دي نوهغوی کله د اخلا قي او اقتصادي لويشتودنورمونواو پښتني عنعناتودساتلوغوښتنه کولی شي ٠ هرڅومره چې داسي حالات وي ،دکرزي خيلو ترنګ به پکښې تازه وي ٠
داسي مې لوستلي دي چې د افغانستان بوجت دوه مليارده او سل مليونه امريکايې ډالره دي ، لدي څخه 8% يې دافغانستان خپلې پيسي دي نورې يې پردی پيسي دي نو دا څه مانا لري ????????
دا خو ددې مانا لري چې له کرزي خيلو نيولې تر اولسي جرګې او نورو عالي رتبه مامورينوپوري ټول ګرو دي او هيڅ هم نشي کولی سربير ه پر دي دغه بيناموسان
په مسلکي ډول ديوه سيستم په جوړېدلوهم نپوهيږي او ډيرخو يې جنګي جنايتکاران دي چې په داسې اخ او ډب کې يې هميشه خپل جيبونه ډک کړي دي
٠ نورنو پخپله فکر وکړه ٠
په پښتني مينه پتنګ
Ghairat
25.06.2006
پتنګ خانه وروره سلام عليکم .
[quote:35a3dccff0]وروره کله چې ځينې مضامين لولم نو يو وار مې نس تاو راکړي او وګی شي نو پخلنځي ته منډې کړم ، هلته يا پاته ډوډۍ اويايو يوګورت ( يو شانته مستې ٠٠٠) را واخلم او وئي خورم٠ پدې خوراک خوراک کې مې خيټه غټه شوه٠ [/quote:35a3dccff0]
وروره لومړی داچې ته مضامين لونې که لولې ؟ ځکه لوستل په سر کيږي ، خو داچې ستا پرې نس تاويږي را تاويږي، نو مالوميږي چې ته لونل کوې ،نه لوستل، او لونل به په نس کيږي ، نو ځکه مو وږې کوي ! په هر صورت زما ورورګلويزه مشوره داده چې قار له ډوډۍ مه وباسه او پر يخچال يرغل مه وروړه . د مالټې خالص شربت د يوه Genießer په ډول څښه ، په ژمي کې د ورځې يو ګيلاس او په دوبي کې ٢ ګيلاسه هم څښلی شې ، خو دسهار منډې وهل او يا لږ تر لږه جمناستيک مه هيروه ، خواږه مه خوره ،خوراک لږ ، لمونځ اود ياسين شريف پشان د يوه سورت وظيفه او او ګرځيدل ډير کوه، نو خيټه څه چې ټول وجود به دې بنګړی شي او روح به دې له خوښۍ نه شرنګيږي .
بل ټکی: پخلی خو پيژنم، ولې دا پخلنه مې نه کله اوريدلې او نه يې پيژنم ، نو که پخلنه موهم لکه لوننه د پخلي يو ناسم شکل راخيستی وي بيلهدې چې د پوهنې ، کتنې او نورو پشان څرګند شکل يې مالوم شي نو پخلنځی به بيا څشی وي ؟
بل : وطن ته خدمت په پيسو نه کيږي، خو که کتابونه ژباړلی شې تر دې لوې خدمت بل نشته ، ته يې ژباړه او نور ملګري دې هم ژباړې ته وهڅوه ، ارزښتمن کتابونه وژباړئ، د چاپولو ﻻرې يې شته ! برياليتوب دې له لوی خدای څخه غواړم ! والسلام
pattang
25.06.2006
ګرانه غيرته سلامونه او نيکې هيلې !
وروره املا ئي غلطي ، دحروفو تړل ، محلي لهجې او نور شيان به په ليکنو کې
ډير ې پيدا کيږي خو زما په اند مهمه دادی چې سړی ئي په مقصدترې پوه شي اوهرې وزې ته سړی ونه وائي چې هې هې لکۍ دې کږه ده ٠
وروره لکه ته چه زما په ( لولم , پخلنځي ) نه يې پوه شوی نو قسم په خدای دی چې زه ستا په ( لونل , بيلهدې ) نه يم پوه شوي ٠ په چېټي شيانو به وخت نه ضايع کوو چې بيا دکرزي صيب د کابينې غړي راڅخه جوړ نشي ٠
--- وروره سيګنال له مغزو څخه نس ته ځې او نه له نس څخه مغزوته ، نو دا دا سې مانا ورکوي چې زما مازغه پوه شوي وي او وروسته لدي نس ته مې سيګنال ور کوي اولدې کبله نس مې تاويږي او راتاويږي ٠
نوستا خبرې پر دې هکله په دې ټکي کې دمانا په لحاظ بيځايه دي ٠
--- ( د مالټې خالص شربت د يوه Genießer په ډول څښه )، لدي نصيحت څخه دې
ډېره مننه او دا خو ډيره ښه شوه چې په الماني هم پوهېږي !.
-- ډېرې پيسې ډېر کا رونه او ډېر خدمتونه کوي، د ساري په توګه:
- داشغالګرو په ضد اسلحه اخيستل
- ښوونځي جوړول ، خيريه کارونه ،٠٠٠٠٠٠, Stiftung ,...........
--- پاتې شوو کتابونه ، چې وخت ئې راشي پتنګ به يې پخپله وليکي خو کتاب ترجمه کول دترجمانانو کاردی ٠
دپښتنولي په مينه پتنګ ٠