د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د ولسي جرګې د رييس ښاغلي قانوني نوې څرګندونې

larghonay1
10.06.2006

د افغانستان د ولسي جرګې رييس ښاغلي يونس قانوني د اريانا ټلويزيون سره په مركه وويل: بې امني به نوره هم زياته شي ځكه چې د دولت كدري پاليسي غلطه ده.
د ښاغلي قانوني دا خبرې ډېر اړخونه لرلاى شي .
كه له يوې خوا څو ورځې وړاندې لاريون ته وګورو نو د كورنيو چارو وزير له ځينو څرګندونو چې (داسې كسان هم راته معلوم دي چې د لاريون كوونكو ملاتړ يې كاوه او پر پوليس يې تمانچه راويستې ده).
له بلې خوا د ګونګوسي هم وو چې د اريانا تلويزيون يې ځكه وسوزاوه چې د قانوني د ورور هغه انځور يې اخيستى و چې د لاريون كوونكو د ملاتړ په موخه يې پر پوليس تمانچه راويستې وه.
د مشرانوجرګې مشر صبغت الله مجددي هم وويل چې هيله ده د كورنيو چارو وزير هغه كسان په ګوته كړي چې د ولسي جرګې غړي دي او د لاريون پر ملاتړ تورن دي.
همدا راز د كورنيو چارو وزير دا هم وويل : كه كرزى ايجازه راكړي او وغواړي نو زه به دا كسان وښيم.
تر لاريون وروسته د كورنيو چارو اړوند يو شمېر جنرالان ، قومندانان او نور كسان له يوه ځايه بل ځاى ته بدل شول.
اوس دا خبرې هم روانې دي چې دغه بدلونې پر قانوني ښې نه دي لګيدلي او د كرزي پر حكومت نيوكه لري چې كدري پاليسي يې غلطه ده.
حال دا چې د ولسي جرګې تر جوړيدو څو مياشتې تېرې شوې خو ښاغلي قانوني هيڅ كومه قانوني طرحه نه ده وړاندې كړې.
كه له دې خبرو تېر شو د قانوني د ولسي جرګې د رييس په توګه ټاكلو كې د كرزي پوره لاس و خو دا چې اوس پخپله قانوني پر كرزي نيوكې لري چې كادري پاليسي نه لري نو هيوادوالو سره په ريښتيا هم دا انديښنه پيدا كېږي چې د كرزي صيب دغه څلور كاله په تجروبو او مصلحتونو تېر شول نو بيا د قانوني خبره قانوني اړخ پيدا كوي.
ځكه چې د پوهنې وزارت كې د قانوني د ۲۴مليونوافغانيو ګنګوسي هم روان دي چې د كتاب چاپولو څخه يې ځانته بچت كړي دي خو تر اوسه يې هيچا هم پوښتنه ونه كړه نو ريښتيا هم د كرزي صيب كادري پاليسي غلطه ده.
چې تر ټولو ښه بېلګه يې په دې دومره موده كې ولسي جرګې ته د بشپړې كابينې نه ورپېژندل دي.
نيمه نيمګړې كابينه ده چې دځينې سرپرست وزيران نونه كار ته اړخ لګېږي او نه يې د وزارت پرېښودو ته خو كرزى صيب د ميړو له نيستۍ سره مخ دى ، بل څوك نيشته چې ولسي جرګې ته يې وروپېژني.
كه له دې تېر شو چې ښاغلى كرزى پښتون دى بايد ننګه يې وكړو نو ريښتيا هم د كرزي كادري پاليسي غلطه ده چې تر ټولو ښه بېلګه يې د پرزيدلي فهيم بېرته اداري كړۍ ته راوستل او د سسسسسسسسسسسسسسسسسستر سلاكار په توګه ټاكل دي.


ابوالمتين
24.07.2006

larghonay1 وروره سلامونه مې ومنه.
ته ولې په دې خفه شوئ ئې چې پخپله قانونی ويلی دی
[quote:ce37da98c4]چې بې امني به نوره هم زياته شي ځكه چې د دولت كدري پاليسي غلطه ده. [/quote:ce37da98c4]
دولت خو درې غوره ارګانونه يا برخې لری چې هغه ئې مقننه قوه يابرخه، اجرائيه قوه اوقضائيه قوه ده. که قانونی د دولت په ناسمه کدری پاليسۍ په مجموع کې اعتراف کوی، دا نه يوازې چې داجرائيې قوې په چوکاټ کې د کرزی په غلطه کدری پاليسۍ انتقاد دئ، بلکه په قضائيه قوه کې د شينواری او په مقننه قوه کې پخپله د قانونی په غلطه کدری پاليسۍ باندې هم انتقاد او اعتراف دی. دا خو زما په نظر ښه خبره ده چې د داسې دولتی لوړ پوړی چارواکی (د مقننه قوې د رئيس) له خوا د دولت دا نقيصه پېژندل شوې او ورباندې اعتراف شوی وې، خو بده خبره داده چې دولتی مشران دا نقيصه پېژني ولې د مخنيوی له پاره ئې د کوم پلان او تدبير د نيولو او عملی کولو واک، استعداد او امکانات نه شی موندلای..

زه ددې خبرې يادول هم بې ګټې نه بولم چې د دولت غلطه کادری پاليسی يوازې [color=red:ce37da98c4]يو[/color:ce37da98c4] له هغو ډيرو نورو فکټورونو څخه دئ چې د ولس په نارضايتۍ او نا امنۍ کې رول لری. په افغانستان باندې له بيرونه اوسنئ سياسی تپل شوی سيستم د کادری غلطې پاليسۍ په څير ډيرې نورې غلطۍ او خاليګاوې هم لری او په بين المللی ډګر او منطقه کې هم يو لړداسې مسئلې شته چې په افغانستان کې د امن او سولې راتګ ته خنډ ګرزی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more