د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د بې ننګه پښتنو له غمه ما

larghonay1
10.06.2006

په غم دې زه ګنډلې ګرځم
په سپينه خوله دې رقيبان مزې كوينه
له دوو ورځو راهيسې چې په كابل كې د افغان ټلويزيون ګورم نو د ستر خوشال بابا دغه شعر رايادېږي چې :
[color=red:a6c8c60387]د بې ننګه پښتنو له غمه ما
لويه پرېښوه ونيوله كمه ما [/color:a6c8c60387]
څه موده وړاندې د افغان ټلويزيون داطلاعاتو اوكلتور وزير مخدوم رهين له خوا په دې ګونا څارنوالۍ ته ورپېژندل شوى او اويا زره افغانۍ جريمه شوى و چې نيمه بربنډې ښځې يې د سندرو پر مهال په ټلويزيون كې ښكاره شوې وې .
په دې خبره نو اكثره پښتانه ليكوال او روڼ اندي ډېر په قهر وو او ويل به يې چې خبره د بربنډ تصوير نه بلكې د رهين له پښتنو سره دښمني ده.
خبره خپرونو او انټرنيټ ته هم ورسيده او په رهين پسې ښې ليكنې وشوې اود افغان ټلويزيون قلمي ملاتړ تر ډېره وشو.
د افغان ټلويزيون مشر افغانزى تخلص كوي د فراه ولايت پښتون دى خو د تېرې چارشنبې راهيسې چې په كابل كې د مسعود ټولنې د مسعود پېژندنې تر سرليك لاندې غونده كړې وه ،نو د افغان ټلويزيون ته خداى وركړه شپه او ورځ تكرار او بيابيا همدغه سروڼى غږوي او همغه غونډه په بشپړه توګه چې نه خبر دى ، نه فلم، نه كومه اړتيا اونه كومه ځانګړنه خو د افغان ټلويزيون ټنۍ كه كېكاږۍ نو د مسعود غونډه به پكې وي.
اوتر هر ويناوال وروسته يو ځل ښاغلى افغانزى صيب هم ښيي چې په ډېر وياړ د مسعود پېژندنې غونډه كې ناست دى.
سړى حيران شي چې دا پښتانه به كله شعوري كېږي او كله به په يوه لار او يوه خوله كېږي.
مسعود څوكاله وړاندې په پنجشېر كې له منځه لاړ خو انځورونه يې تر اوسه په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه پر كابل ښار اودولتي ادارو حكومت كوي.
قانون كې پرې شخړې وشوې د ملت استازو د قهرمان په توګه ونه مانه خو كرزى په هره وينا كې يو ځل پرې درود وايي او يوڅو ځله يې د ملي قهرمان په نوم يادوي.


Re: د بې ننګه پښتنو له لاسه ما

سلامت خان
11.06.2006

وروره ډیری مهمی موضوع ته د اشاره کړی ده،اسلامی وروری تر ټوله ښه او بهتره لاره ده تر څو مختلف قومونه سره یوځای وی .
خو سړی نه باید د بل په حق تعرض وکړی او نه بل پریږدی چي دده په حق تعرض وکړی.
پښتانه باید په دي وپوهیږی چی په چاپلوسۍ سره هیڅکله پاړسیوانان د پښتنو په وړاندی له خپل ناوړه مقاصدو څخه نه اوړی بلکی نور هم ددوی د مسخرو او ملنډو ډګر ګرځو.
که چیری دوی خوشحاله کیدالۍ نو دظاهرشاه نه به خوښ وو چی ټوله کورنۍ یی پاړسی وایې .خو مونږ تاسی ددوی کینه احساسوو.
دوی د خپلی پاړسی ته کار کوی او پښتانه خپلی ښکلی پښتو او پښتنو ته.
حکمتیار صاحب به هم د دوی ډیر خیال ساته خو بیا مو ولید چی قوماندان فرید څنګه مسعود ته له ورواوښت .له دوی سره چی څومره ښه کوی هغومره نور بدتره کیږی .
مونږپښتانه وروڼه کینی ته نه دعوت کوو کومه چي په اسلام کی منعه ده بلکی ورته وایو چي په اسلام کی چاپلوسی هم منعه ده .


larghonay1
12.06.2006

په لومړۍ ليكنه كې د خوشحالخان بابا بيت سهواً غلط شوى و چې د مسيد صيب په تخنيكي لارښوونه په سمه بڼه وليكل شوچې مننه ترې كوم او كور ودانى ورته وايم


Re: د بې ننګه پښتنو له لاسه ما

منتظرمسید
12.06.2006

عبیدالله جانه وروره !
سلامونه ومنئ .
ستاسوخبره په ځای ده ،اصلاچاپلوی دانسان سره خوند نکوي ،په تیره بیاد پښتون سړي سره خوهیڅ نه ښايي .دځینوکسانوسره چې موږتاسوهرڅومره صادقانه هم برخوردوکړو ،هغه یی نه مني اووایی چې : افغان غول بود،ګپش دادم ....!!!
که څوک نه مني نودافغانستان ان لاین (afghan-web.com) ته دې ورشي چې په څومره لویه پیمانه دپښتنوسپکاوی کیږي اوڅومره کرکه چې له پښتنوهلته کیږي نو زه باورلرم چې داسرائیلونه یی هم نه کوي .چې دلته موږبایدخپل برخورد اوسلوک ته یوځل له سره وګورویاتجدیدنظر وکړو اوهغه څه چې ترننه موکړي دي اودغه خپل وروڼه !!! موونه شوای کولای چې راضي کړو،هغه بایدنورونکړو اودنړۍ دنورو ولسونوپه څیرپه افغانستان کې دمیشتوتوکمونوسره سلوک وکړو .
پاتې شوه دمسلمانانوترمنځ وروروالي ،زه پکرکوم چې دایوه ښه لاره ده خوپه ننني مهال ناشونې ده ،موږپه یوه هیوادکې میشته وروڼه نه شوراسره ورورولی ،نو دنړۍ دمسلمانانوچې بیلابیلې ګټې اومنافع لري ،ټولول به یوخیال اوخوب وي ...
وایی چې لمړی ځان ،پسې جهان .نوراځئ چې لومړی دځان غم وخورو ،بیابه د خپلووروڼو!!غم وخورواوکه خدای پاک راته وس راکړ نوبیابه دنړۍ دمسلمانانو غم هم وخورو.
به درناوي



23.08.2007

ورورولي، افغاني که اسلامي ؟
ورور ولي تل ددې له پاره وه او وي چې سړی پّه دی نامه له ورور څخه څه رابود کړي، مرسته ، ملاتړ او یا نو څه قرض او پور ترې وغواړي .
په دی تعریف خو غیر پښتانه افغانان تل زمونږ ورونه پاتې شوي او غوښتنې یې نامحدودې دي . دوی آن دې ته افغاني وروري رسولې ده چې پښتون ته وایي :
[color=white:1e3c1c6ef9]تۀ کوز شه ټټو ماته پریږده![/color:1e3c1c6ef9]
خو د پښتون ورورولي کول هم شعوري او هدفمنه نه وي او تش پر احساساتو ولاړه وي . ددوی احساسات او ړنده مینه هغوی ته د ورورولۍ او ګټې وټې موضوع ګرځي، خو د هغوی نه احساسات، نه فکر او نه کوم عمل دوی ته د ورورولۍ
چانس او فرصت ورکوي .هغوی چې څه تری تر لاسه کوي خپل خوړلی حق یې بولی نه ددوی ددوی ورورولي ، خو دوی چې د ورورۍ د ثبوت له پاره کوم امتیازات ورکوي هغوی یې د افغان غـول غـولـېـدنه او بایلنه ګڼي .
هو، لکه څنګه چې متل پرې تاکید کړی چې : [color=yellow:1e3c1c6ef9]وروري به کوو حساب ترمنځّه [/color:1e3c1c6ef9] په ورورۍ کې حساب غوښتنه شته، ولې زمونږ ورونو په دې کې یواځې د حساب او امتیاز غوښتنه خپله کړې او وروري یا زیان یې پښتنو ته پریښی دی .
نو ښه او اړینه داده چې وروري د ټولو له پاره جالبه وي او په سوله ییزه لار د حق غوښتنې ته وروري [color=white:1e3c1c6ef9]ووايو،یعنې باید اول د خپل حق تٍثبیتول ، دوهم د خپل حق غوښتلو او دریم یې په پلي کولو یا لاسته راوړلو کې ملاتړ ته وروري وویل شي [/color:1e3c1c6ef9]. اوس دې هر پښتون خپل ګریوان ته سر کښته کړي او ودې وایی چې د پښتو او پښتنو له پاره یې تر اوسه پورې څه کړي ، د کومو حقوقو له پاره یې مبارزه ( = وروري)کړې او د نورو ورورنو قومونو له خوا یې څومره ملاتړ تر لاسه کړی دی ؟ له دې پرته آن د ملي مشارکت نارې سورې هم د منلو نه ده .


Nawabi
19.11.2007

پښتونخوادغروسرونه:

ستر احمد شاه بابا

ستا دعشق له وينو ډک شوه ځيکرونه
ستا په لاره کښې بايلي ځلمي سرونه
که هرڅومې د دُنيا ملکونه ډېر شي
زما به هېر نشي داستا ښکلي باغونه
د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کړم
چې په تورو پښتانه کا ګوزارونه
تا ته راشمه زړګی زما فارغ شي
بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه
د ډهلي تخت هېرومه چې را يادکړم
زما دښکلي پښتونخوا د غرو سرونه
دا تمامه دنيا يو خوا ته بل خوا يې
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نه کا
که ونيسي د تمام جهان ملکونه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more