نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دمظلوم ملت غږ
pattang
08.06.2006
له بينوا څخه :
خلک وايي : ((طالبان مو امريكايان ګڼي، او امريكايان مو طالبان، تر ټولو [color=brown:1784704f25]بده يې لا دا چي افغان دولت مو هيڅ هم نه بولي)).[/color:1784704f25]
پتنګ
Ajab
09.06.2006
په افغانستان کې دوه غټ لعنتونه امريکا او طالبان وجود لري او دواړه د افغانستان د دولت څخه زيات زورور دي. خو دا خبره حقيقت ده چې که امريکا نه وى نو طالبان به هم نه وى او که په افغانستان کې د طالبانو وحشي حکومت نه وى راغلى نو اوس به امريکايان هم په افغانستان کې نه وى. که دا دواړه لعنتونه له منځه لاړل (اخر به هم له منځه ځي) نو افغان حکومت به په خپلو پښو ودرېږي او د ملت په دردونو او زخمونو پټۍ لګولو ته به وزګار شي. اوس خو افغان حکومت د دې دواړو لعنتونو څخه د دفاع په حالت کې دى. په ځانګړې توګه امريکا د افغانستان لپاره دومره ګواښ نه دى څومره چې د وحشي طالب ګواښ زيات خطرناک دى.