د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اطلاعاتو او كلتور نوى كانديد

larghonay1
07.06.2006

د افغانستان د اطلاعاتو، كلتور،ګرځندوى او ځوانانو وزارت مرستيال سنچاركى له خپلې دندې لاس په سر شو.
ښاغلى سنچاركى وايي د رسنيو د ښه كيدو او پرمختګ مخه رهين نيولې او د ده دهڅو پر وړاندې هم ستر خنډ رهين دى.

ښاغلى سنچارکي وايي دى په دې هيله دى چې د اطلاعاتو کلتور او ځوانانو د وزارت لپاره ولسمشر نوى کس ونوموي .
ښاغلى سنچارکى وايي له څه وخته راهيسته مخدوم رهين په دغې څوکۍ باندې د بيا ټاکنې لپاره د افغانستان د قانون پر خلاف د تبليغاتو هڅې پيل کړي دي او زه نه غواړم چې د رهين له پاره دغه ډول کمپاينونه وكړم او منډې ترړې ووهم .
خو خبره داسې نه ده .
هر څوك غواړي اوبه خړې كړي او كبان ونيسي.
رهين خو د خړو اوبو بېخي لامبوزن دى خو سنچاركي دا دومره موده ولې استعفى نه كوله او دا خبره يې ولې نه روښانوله.
ويل كېږي چې لوړپوړو چارواكو له سنچاركي سره سرښوزولى او د وزارت په تمه كړى يې دى نو ځكه غواړي له وخت نه په ګټې سره خپل ځان ته كمپاين وكړي.
سنچاركى هم د رهين په څېر ايران پلوه هزاره دى .
كه چېرته ښاغلى كرزى د رهين پر ځاى سنچاركى وټاكي نو د دې ملت او هيواد سره به لويه جفا وي.
كه څه هم ښاغلى كرزى په داسې ټاكنو او نومونو كې نه د ملت پروا لري، نه د قانون او نه د دې وران ويجاړ هيواد. چې ښې بېلګې يې مسعود ته ملي قهرمان ويل، په دوه درې لوړو دندو د فهيم ټاكل، په ملي مسئلو د قانوني ، رباني، دوستم، محقق، محسني او سياف سره معاملې كول، مزاري ته ملي اتل ويل او په نوم يې څلورلارې نومول، كابينه، او نورې لوړې څوكۍ له مصلحت، ټلوالې او ملي ضد اشخاصو قربانول.
دا ټول هغه كارونه دي چې د افغانستان داساسي قانون پر خلاف ، د هيواد او ملت پر ضد دي خو نه پوهېږو چې شمالي ټلوالې په كرزي صيب څه كوډې كړي او يا كرزي صيب له دغې ټلوالې سره څومره ژمنې كړي چې نه پوره كېږي.
په هر صورت بايد كرزي صيب ته نېكې مشورې وركړى شي چې سنچاركى د دې وزارت جوګه نه دى، هغه له رهين نه زيات ايراني غوښتونكى او پښتني خلاف دى.
په درنښت
ستاسو لاروى


pattang
07.06.2006

لرغونيه ( لاروي ?? ) سلام عليکم !
چې بيا غلط پوه نشې زه اوس خپل نظر درته ليکم :
داسي کارونه زمونږ او زمونږ داجدادو ملګري دي چې پکښې زاړه ، مړه ، پيدا، لوی او بيا مړه اوبيا پيدا ٠٠٠٠ زه اوته نور په ميلينو پښتانه يې تل په ستر ګو ويني .
( مقصد مې دپښتانه حق خوړل، د پښتنانه دکلتور او ژبې تبايې هغه هم دپښتنو له لاسه او ياد داسې خلکو له لاسه چې خوشې د پښتانه په نامه ياديږي )
[size=24:da9a78c557][color=red:da9a78c557]وروره چاره او علاج يې څه دی چې زه تورې تبې ورته نيولی يمه[/color:da9a78c557][/size:da9a78c557] ??????????

په پښتني ننګ او دبيناموسانو دتبايې په هيله
پتنګ


منتظرمسید
07.06.2006

ګرانووروڼولاروی اوپتنګ صیب !
نیکې هیلې اوښې چارې .

دکرزي صیب په هکله دلاروي صیب خبرې په ځای دي ،زماپه اندیاخوداچې کرزی صیب رښتیاهم دملت اوولس دګټوخیال نه ساتي اویاخوهم کیدای شي چې دخوارکي له وسه څه پوره نه وي اوپریکړې اومصلحتونه په بل ځای کې ترسره کیږي اونوموړی هسې سرورسره ښوروي .خوخبره پدې کې نده .هغه دې پتنګ صیب خبره سمه ده چې تورې تبې ورته نیولې دی ،بلکې زه خوبه ووایم چې پتنګ صیب یوازې تاسوتورې تبې نه یاست نیولي ،ډیرپښتانه شته چې تورې تبې به نیولي وي ،خوپه چاره یی نه پوهیږي
لاروي صیب دسنګ چارکي دایراني پلوۍ خبره کړیده ،دایرنتیاخبره پدې ځای کې ده چې دغه سنګچارکي دي که سنګپاوی دی ،اویاده ته ورته کسان په داګه اوډیرویاړسره خپلې افغاني ضدلارې چارې په مخه بیایی اوزموږهیوادمل چې (من ) دی ،له ویرې داهم نه شي ویلای چې ګواکې پښتون دی ،
بس دملي وحدت ترنامه لاندې لګیادي خپلې ولیی په خپله غوڅوي .بلکې زه خوبه داهم ووایم چې زموږ ټول پښتانه پدې وبااخته دي ،هغه بله ورځ مې دټلویزیون له لارې دملي وحدت په اړوندبحث اوریده ،چې درهنورد،یون ،لیوال په ګډون ځینونوروکسان په کې برخه درلوده ،داچې رهنوردزریاب اودده انډیوالانو څومره له منطق نه لیرې اودپښتنوضدخبرې کولې ،هغه به په خپل ځای پریږدو،خوخبره په دې کې ده چې زموږوروڼه یون صیب چې زه ورته بې پایه درناوی لرم ځکه چې په رښتیاهم دافغانانواوپښتنوپه غم سوزي ،اولیوال صیب په مجلس کې داسې ناست اوپه داسې توګه خبرې یی کولې چې ځان ورته ګرم او ملامت ښکاریده ،سره لدې چې دوی پرته دخپل ولس اوددمعقولوګټودننګې پرته بله کومه ملي ضد خبره یامفکوره نه درلوده . نن ورځ موږټول پښتانه په ورته دریځ کې قرارلرو،سره لدې چې موږخپل هرڅه ان خپل ویاړلی نوم یانې (افغان ) موله خپلونورووروڼوتوکمونوځارکړ،بیاهم هرڅوک اوپه تیره بیاهغه څوک چې لپاره یی موږدغه ایسارورکوو،راته دپړې اوملامتۍ ګوته نیسي ،داولې ؟؟؟؟؟.
کیدای شي چې زموږپه تګلاره کې به کومه ستونزه یانیمګړتیا شته اویاخوداچې موږبایددغه ایسار اوقرباني نوره ورنکړو اودخپل حق یوسانتي یاګرام هم بایدچاته ورپرینږدو،هغه وخت کیدای شي چې داځینې کسان پوه شي چې پښتنودچاحق نه ووخوړلې بلکې خپل حق یی دنورولپاره ځاراوقربان کړی ؤ.
په پورته یادکړی شوي ټلویژیوني بحث اومرکه کې ښاغلي زریاب صیب په ډیره ستغه اوله کرکې ډکه لهجه کې پښتنه واکمن دهیټلراوسټالین سره پدې دلیل ورته وبلل چې دځینوځایونونومونه یی په پښتواړولي دي ،اودنوموړي په ویناهغه زموږیوتاریخي ویاړاوشتمني وه ،لکه قرغه تپه چې په توره غوندۍ یاشین ډنډ اوداسې نور،خودناستوکسانونه یوه هم ورته ونه ویل چې داسمه ده چې هغه تاریخي نومونه وو ،خوهغه دبل چااوپردي تاریخ نښې اوویاړوو نه زموږ ،له هغه وخته چې نومونه یی واړول شول نوزموږتاریخ اوویاړګرځیدلي دي .په ورته مجلسونوکې تل دپښتنوسپکاوی کیږي خوهیڅوک اعتراض نه کوي خوخدای مه کړه که په نوموړي مجلس کې چادنورودبې منطقۍ په هکله هسې یادونه هم وکړه نو دتښتې لاره به هم ونه مومي .هم به فاشیست وي اوهم دملي وحدت دښمن !!!!
خوپه هرصورت بایدددې مسئلې داوراری لپاره بایدپه ګډوهڅوسره یوه معقوله اودټولودمنلووړ لاره اوچاره وموندل شي .داچې هغه لاره کومه ده ؟؟ بایدپه ګډه پرته له کومه تعصبه اوغوسې نه پرې خبرې وشي اونظروکړل شي ،ترڅوملي وحدت نه بلکې ملي اتحاداوپیوستون رامنځ ته شي .
په درناوي


رښتینی
07.06.2006

زما له مينى ډ ك سلامونه ومنئ
يارانو په دى موجوده اداره پورى دومره هيلى مه غوټه كوئ
له كرزى صيب نه رانيولى دا ټول خواران دبل لاس كتويه دى

ولى دا هيواد دبل تر واك نه دى لاندى ؟

ولى زموږ هيواد عملا اشغال نه دى ؟


نوپه داسى يوه حكومت پورى دهيلو تړل هسى ځان دروهل دى
كه مو په خداى باور كيږى زما خو له دى بدمرغه هيواده ټولى
هيلى ختلى دى دغوايانو دكودتا په مهال زه لاپه ښه اوبد نه پو
هيدم يعنى كوچنى وم خو له كله نه چى په ښه او بد پوهيدلى يم
په دى هيواد كى مى ښه ورځ نه ده ليدلى نوايا له دى وروسته به
كومه ښه ورځ په كى ووينو ؟حالات خو دښى ورځى زيرى نه لرى

وايي ناميندى ښه كار نه ده خو داميد څرك چى
په دوربين كى هم نه ليدل كيږى نو بيا به څه كوو؟

په دا شاوخوا اووه ويشتو كلونو كى څومره مداريانو
پښتنو او فاړسيوانو په دى هيواد كى څه او څه ونه كړل ؟
اوس زموږ له سپيره شامته تقريبا دهغو مداريانو زياته
برخه لاژوندى سلامت ګرځى او هغوى پاته ټول په دى
موجوده اداره كى سره را يوځاى دى

خو موږ اوس هم لا وايو چى دا يي ونه كړل او ها يي ونه كړل
يارانو چى څومره مو له وسه كيږى له دى هيواده منډى وهئ
دايوه بد مرغه سيمه ده داوسيدونكو يي خداى ښه ورځ نه ده
په برخه كړى نو شه به دا وى چى داوسيدو له پاره بله سيمه
غوره كړودخداى ځمكه خو پراخه ده تير له دى تورو غرو


(د نهيلىود څپو اخيستى اند)


ghafar
07.06.2006

عزتمند ورور larghonay1 او د دې بحث نورو ګډون کونکو ته سلامونه او نېکې هيلې!
ګرانه وروره larghonay1 صاحب ! تر اوسه خو د اطلاعاتو، كلتور،ګرځندوى او ځوانانو وزارت څوکۍ ته کوم مشخص وړانديز ندئ شوئ. پخوا هم نارې سورې ډېرې وې، چې دغې څوکۍ ته ګواکې يو ځل بيا د رهين وړانديز کيږي ! زما په نظر ښه به وي، چې انتظار و اېستل شي چې دغه مقام ته څوک معرفي کيږي او بيا کيدای شی هر څوک په مسئوليت او مستنده توګه خپل نظر څرګند کړي .
په درناوي
غفار


pattang
07.06.2006

غفارخانه وروه سلام عليکم !
ويې ګوره :

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=7408

و روڼودا مداريګيري څه ګټه نه رسوي که دغو لاندې کرښوته و ګور ۍ نو مالوميږي چې افغانستان يو دزور اوجعلي نوم اوملک دی ،د پخوانۍمنطقې دخلقو ملک يې په زور نيولی او نوم ته يې تغير ورکړی .
لکه چې د زنبابې نوم مخکې رودشيا او استعمارګر يې انګلسان وو:

[size=24:0452f4965a][color=red:0452f4965a]نور تحليل يې ځوانانو ته پريږدم ????????????[/color:0452f4965a][/size:0452f4965a]

[quote:0452f4965a]په پورته یادکړی شوي ټلویژیوني بحث اومرکه کې ښاغلي زریاب صیب په ډیره ستغه اوله کرکې ډکه لهجه کې پښتنه واکمن دهیټلراوسټالین سره پدې دلیل ورته وبلل چې دځینوځایونونومونه یی په پښتواړولي دي ،اودنوموړي په ویناهغه زموږیوتاریخي ویاړاوشتمني وه ،لکه قرغه تپه چې په توره غوندۍ یاشین ډنډ اوداسې نور،خودناستوکسانونه یوه هم ورته ونه ویل چې داسمه ده چې هغه تاریخي نومونه وو ،خوهغه دبل چااوپردي تاریخ نښې اوویاړوو نه زموږ ،له هغه وخته چې نومونه یی واړول شول نوزموږتاریخ اوویاړګرځیدلي دي .په ورته مجلسونوکې تل دپښتنوسپکاوی کیږي خوهیڅوک اعتراض نه کوي خوخدای مه کړه که په نوموړي مجلس کې چادنورودبې منطقۍ په هکله هسې یادونه هم وکړه نو دتښتې لاره به هم ونه مومي .هم به فاشیست وي اوهم دملي وحدت دښمن !!!![/quote:0452f4965a]

يون صيب خو کلک پښتون دی ددابل خو د لعنت په داغټو بيغيرتو عينکو شي

دپښتنولي په مينه پتنګ


ghafar
08.06.2006

ګرانه ورور pattang او نورو دوستانوته سلامونه او نېکې هيلې!
پتنګه وروره ! د دې بحث موضوع د اطلاعاتو، كلتور،ګرځندوى او ځوانانو وزارت څوکۍ ته د سنچارکی ټاکل دئ ، نه د زرياب، يون ، ليوال او نورو ټلويزيونی مباحثۀ !!
larghonay1 ورور ليکي:[quote:06dbfdbf3c]سنچاركى هم د رهين په څېر ايران پلوه هزاره دى . [/quote:06dbfdbf3c]
که مهربانی وکړۍ د دغې څرګندونۍ مستند ثبوت وړاندې کړۍ !
[quote:06dbfdbf3c]كه چېرته ښاغلى كرزى د رهين پر ځاى سنچاركى وټاكي نو د دې ملت او هيواد سره به لويه جفا وي.[/quote:06dbfdbf3c]
د دې جملې معنی دا ده چې ښاغلی سنچارکی تر اوسه ندئ ټاکلئ شوئ ! نو بيا جمهور رئيس کرزئ ولې ملامتوۍ !! که زړه مو د نورو موضوعګانو له کبله پرې ډک دئ، نو زه پدې نظر يم ، چې هر څه بايد پخپل ځای مطرح شی !!
larghonay1 ورور بيا دې نتيجې ته رسېږي:[quote:06dbfdbf3c]په هر صورت بايد كرزي صيب ته نېكې مشورې وركړى شي چې سنچاركى د دې وزارت جوګه نه دى، هغه له رهين نه زيات ايراني غوښتونكى او پښتني خلاف دى[/quote:06dbfdbf3c]
رهين خو لږ يا ډېر پېژنوو، که کوم څوک مهربانی وکړي د سنچارکی د پښتني خلاف کړنو ثبوت وړاندې کړي، چې نور هېوادوال يې هم وپېژني.

منتظرمسید ورور هم پر ټلويزيوني بحث لګيا دئ او ليکي:
[quote:06dbfdbf3c]
کرزي صیب په هکله دلاروي صیب خبرې په ځای دي ،زماپه اندیاخوداچې کرزی صیب رښتیاهم دملت اوولس دګټوخیال نه ساتي[/quote:06dbfdbf3c]
څرګنده نشوه ، چې ستاسو مقصد د ( [color=red:06dbfdbf3c]ملت او وولس څخه[/color:06dbfdbf3c] څوک دی. مونږ بايد هېر نکړوو، چې کرزئ د افغانستان جمهوررئيس دئ !!
او بيا دې نتيجې ته رسېږي:[quote:06dbfdbf3c] خوپه هرصورت بایدددې مسئلې داوراری لپاره بایدپه ګډوهڅوسره یوه معقوله اودټولودمنلووړ لاره اوچاره وموندل شي[/quote:06dbfdbf3c]
زه هم ستاسو نظر تائيدوم ، چې د ستونزو د حل لپاره يوه معقوله او [color=blue:06dbfdbf3c]ټول ملت[/color:06dbfdbf3c] ته د منلو وړ لاره وموندل شي
په درناوي
غفار


منتظرمسید
08.06.2006

ګرانووروڼو!
نیکې هیلې .
غفارصیب ستاسوپه خبروپورې مې هغه ټوکه رایاده شوه چې وايي :
یوه ورځ ملانصرالدین دخپل ملګري سره روان ؤ په لاره کې یی سیندراغی .دوی غوښتل چې له هغه نه پورې وزي ،خودسینداوبه ډیرې وې . ملانصرالدین خپل ملګري ته وویل چې پرې ورزه .انډیوال یی ورته وویل چې اوبه ډیرې دي وړي مې ،
ملاصیب ورته وویل چې که یويي وړې نوزه ملامت یم .کله چې یی انډیوال په سیند ورګډ شونواوبوپسې واخیست . اوملاصیب ته یی نارې کړې چې : ملاصیب یویی وړم .ملاهم ورته ځواب ورکړچې: ځه زه ملامت یم .
نوغفارصیب داچې تاسولیکی چې :کله چې سنګچارکي په نوموړي پوسټ وټاکل شي ،نوبایدهغه وخت پرې خبرې اوبحث وکړو،دابه هغه وملاصیب خبره شي ،هغه وخت نودومره ګټه نلري . انسان مخکې تردې چې په ناروغۍ اخته شی بایدد هغې مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوي بیاچې پرې اخته شوهغه وخت به بیانور تدابیروته اړتیاوي .
تاسولیکئ چې :
[color=red:c3900ee06a]رهين خو لږ يا ډېر پېژنوو، که کوم څوک مهربانی وکړي د سنچارکی د پښتني خلاف کړنو ثبوت وړاندې کړي، چې نور هېوادوال يې هم وپېژني.[/color:c3900ee06a]
وروره ! که تاسوپدې ډول دهرې خبرې ثبوت له لیکونکونه وغواړئ ،نوپکرکوم چې دادفورم پاڼه بایدوتړل شي ،ځکه چې هغه وخت به بحث اوفورم نه بلکې یوه محکمه ته ورته وي ،چې تاسوبه دقاضي په توګه ناست یاست اوموږبه درته ثبوتونه وړاندې کوو ،خوخبره پدې کې نده ،زماپه اندستاسواندازاوسټائل دغسې دی ،ځینې داسې لیکوالان هم شته چې یوازې دبل په لیکنواوخبروکې کولای شی چې دنیوکې ځای ومومي اوپرهغه تبصرې وکړي تاسوهم ترڅوچې زه ستاسوله لیکنوسره اشنایم یوازې اویوازې دې ته ناست یاست چې پرنورونیوکې وکړی اودهغوی نیمګړتیاوې !! چې البته ستاسوپه نظرنیمګړتیاوې وي،رابرسیره کړی اوبس ... .زماپه انددبحث اومحکمې توپیرپه دې کې دی چې په محکمه سړی بایدهرڅه چې وایی ،هغه په ثبوت ولاړوي ،لاکن په بحث کې یوڅوک کولای شی چې خپل نظر،پکراوان دګومان اوشک څرګندونه وکړي ،داچې لاروي صیب دسنګچارکي په وړاندې ورته شک یاګومان څرګندکړی دی ،زماپه اندنوموړی هیڅ مجبوري نلري چې تاسوته ثبوت وړاندې کړي ،بلکې داچې تاسودنوموړي دڅرګندونوسره موافق نه یاست ،بایدتاسوثبوت وړاندې کړی چې سنګچارکي ورته کس ندی .اولاروي صیب ته څرګنده کړی چې سنګچارکي یوښه سړی دی .ځکه چې لاروی صیب یابل کوم ورور پوره اوبشپړحق لري چې دیوچاپه وړاندې دخپل نظرڅرګندونه وکړي خوپدې شرط چې دنوموړي شخصیت ،انساني کرامت اوعزت ته سپکاوی ونکړي .چې لاروي صیب زماپه اندندی کړی .
رابه شوستاسودې لیکنې ته چې :

[color=brown:c3900ee06a]څرګنده نشوه ، چې ستاسو مقصد د ( [color=red]ملت او وولس څخه[/color:c3900ee06a] څوک دی. مونږ بايد هېر نکړوو، چې کرزئ د افغانستان جمهوررئيس دئ !![/color]

ګرانه وروره بیاهماغه خبره شوه چې تاسودخپل عادت له مخې نقطه چیني کړیده ،که نه زماکوم داسې هدف نه ووچې تاسوپکرکوئ ،ملت مې هم دافغانستان له ټولو اوسیدونکونه هدف وو اوولس هم .ځکه موږکولای شوچې افغان ولس ووایویاهم افغان ملت ووایو،زماپه اندهدف یی یودی .
اوداچې لیکئ :
[color=darkred:c3900ee06a]زه هم ستاسو نظر تائيدوم ، چې د ستونزو د حل لپاره يوه معقوله او [color=blue]ټول ملت[/color:c3900ee06a] ته د منلو وړ لاره وموندل شي[/color]
په درناوي
ګرانه وروره بیاهم هماغه خبره ده ،ماهم ندي ویلي چې یوازې زمادمنلووړوي ،خوداچې تاسودټول ملت کلمه په نښه کړې ده ،زه ستاسوپه اندپوه شوم چې هدف موڅه دی ،زماهدف هم یوازې دپښتنولپاره دمنلووړلاره نه وه اونه ده ،بلکې دټولوافغانانولپاره له هغې ډلې نه دې پښتنولپاره هم دمنلو وړ وي،اوس اوس ډیرې داسې پریکړې کیږي چې هغه دپښتنو(کیدای شي ستاسولپاره به دمنلووړ وي ) لپاره دمنلووړندي .زه وایم چې له داسې پریکړودې ډډ ه وشي .

په درناوي


ghafar
08.06.2006

ګران ورور منتظرمسید ته سلامونه او نېکې هيلې !
عزتمنده وروره !
دا چې زما د ليکنې او بحث په طريقې يو مشخص نظر لرۍ ستاسو حق دئ، ځکه د بحث ډېر ګډون کونکي يو بل نه پېژني، نو مونږ کولای شو يواځې د دغو ليکنو له لارې د يو بل په هکله يو نظره خپله کړوو، چې ښايي سم هم نه وي !
خو د بحث د موضوع په برخه کې زه ستاسو نظر نشم تائيدولئ. تاسې ليکۍ.[quote:2c6c52bf71]لاروی صیب یابل کوم ورور پوره اوبشپړحق لري چې دیوچاپه وړاندې دخپل نظرڅرګندونه وکړي خوپدې شرط چې دنوموړي شخصیت ،انساني کرامت اوعزت ته سپکاوی ونکړي .چې لاروي صیب زماپه اندندی کړی .[/quote:2c6c52bf71]
ګرانه وروره !
بحث په دې معنی ندئ، چې هر څه مو پر ذهن وګرځي بحث ته وړاندې کړوو ! کله چې يوه موضوع بحث ته وړاندې کېږي بايد چې ليکونکئ يې هغه ضروري حقيقی معلومات ورسره وړاندې کړي، تر څو نور و لوستونکو ته د بحث ضمينه برابره شی. څرنګه چې لاروی ورور ليکي:[quote:2c6c52bf71]هغه له رهين نه زيات ايراني غوښتونكى او پښتني خلاف دى[/quote:2c6c52bf71]
زما په نظر دا هسې د نظر څرګندونه نه، بلکه که مستند نه وي يو تور دئ، چې پر يوه هېوادوال باندې لګول کېږي ! زه سنچارکی نه پېژنم، نو ځکه ما وغوښتل که څوک د نوموړي پښتني ضد کړنې تجربه لري، لطفاَ و دې ليکي، چې نور هېواوال هم پرې خبر شي او که غوښتي يې وي خپل مخالفت څرګند کړي.
عزتمنده وروره ! د ملا نصرالدين کيسې څخه دې ښکاري، چې ټوکو ټکالو سره مينه لرۍ نو ښه به وي، چې د ټوکو ټکالو په برخه کې خپلې ټوکې وکړۍ !
بريالی اوسۍ.
په درناوي
غفار


larghonay1
10.06.2006

ټولو ته سلامونه !
د منتظر مسيد صيب له ليكنې وروسته وړ نه بولم چې د غفار صيب ځواب وليكم خو بيا هم غواړم غفار ته ووايم !
وروره هيڅوك هم ليونيان نه دي چې كمپوټر ته كېني او له خپله ځانه هوايي خبرې وليكي.
نه پوهېږم چې تاسو په افغانستان كې دننه او كه له هيواده بهر اوسېږئ؟
وروره كه په افغانستان كې ياست ، سياسي فورمونو كې ليكنې هم كوئ او بيا هم له سياسي كړيو او څېرو دومره بې خبره اوسئ نو زما تشويش دې نور هم زيات كړو.
او كه له هيواده بهر واست بيا هم كوښښ وكړئ چې پرچا غلط ګومان ونه كړئ ځكه چې ګومان حرام دى .
ما چې څه ليكلي حتماً به ترې خبر وم خو د بحث فورم كومه محكمه نه ده چې زه سندونه راوړم . كه تاسو زما پر كومه خبره شك لرئ او دروغ درته ښكاري نو مهرباني وكړئ او تاسو دلايل راوړئ .
دا چې ما د سنچاركي په اړه ليكلي ،زه يې پېژنم.
سنچاركى د كاظمي د اخبار (اقتدار ملي ) مسؤول مدير و او تېره كال چې لا معين شوى هم نه و د رهنورد زرياب سره يې يوه ليكنه خپره كړې وه چې سرليك يې و (فارسي دري هويت ملي است).
وروره ! زه له سنچاركي سره كومه شخصي دښمني نه لرم چې د هغه ټولې نيمګړتياوې راټولې كړم . كيدى شي ډېر هيواد وال د هغه له كړنو خبر وي او بله دا كه د ده له كړنو خبر نه وي نو د دومره وخت چې دى د اطلاعات او كلتور مرستيال و ، د ده مثبتې كړنې راوښيه!
ايا رهين په يوازې ځان دا دومره پښتني ضد كارونه كوي؟
دا چې سنچاركي پخپله د بېلابېلو ټلويزيونونو سره مركې وكړې چې رهين د ده د كارونو مخه نيولې او ورته خنډ دى نو اوس ولې وايي؟
دى او رهين خو له يوه كال راهيسې وزير او مرستيال دي اوس چې رهين د ملي شورا له طرفه رد شو دى وايي چې رهين زما د كارونو خنډ دى او زه استعفى كوم؟
بله دا چې ته ښاغلى څه خبر يې چې زه سنچاركى څومره له نږدې پېژنم او د دغه وزارت كارونه څومره له نږدې څارم؟
اوسمهال په دغه وزارت كې دوه ډلې دي چې يوه يې د سنچاركي او بله يې د رهين له پاره په ښكاره كمپاين كوي.
كه ستا سو نظر ومنو او ورته وګورو چې ته اودرېږه چې دا څه كوي نو وروره بيا به تش د مچ غوندې لاسونه مروړو .
ځكه چې د رهين په ليرې كولو نور ستړي شوو، كتابونه وليكل شول خو نه يې شو ليري كولى .
غفار صيب ! پښتانه بايد د فيل په غوږ كې ويده نه شي له وړاندې نه ټولو سياسي كارونو ته ځير او څارو و اوسي .
كه دوى بيا په تېر پسې يمونه كړنګوي نو هيڅ ګټه نه لري. همدا وخت دى بايد ځير و اوسو او ټول په يوه خوله غير ملي څېرې رد كړو.
دا سمه ده چې زما او ستا ليكنې به يا څوك لولي او يا نه ، عمل به پرې وكړي يانه خوزما اوستا ځواك همدا قلم دى . بايد د هيواد له پاره يې درېغ نه كړو.
وروره تېره ورځ د اطلاعاتو او كلتور وزارت له يوه كاركوونكي چې د فرهنګ مجلې مسؤول مدير دى، په قوم هزاره او دادمحمد عنابي يې نوم دى ، ورسره ناست وم چې هغه رهين مقرر كړى خو د هزاره توب په خاطر په ډاګه د رهين مخالفت او د سنچاركي له پاره كمپاين كوي.
نوره ستا خوښه كه چېرته دې په محكمه كې زور رسېږي اود رهين او سنچاركي په اړه دعوه مخ پر وړاندې بيولى شې نو زه به د ډېرو اسنادو مرسته درسره وكړم او كه نه نو باور وكړه چې رهين او سنچاركى په ملاتړ نه ارزي چې تاسو يې كوئ.
په درنښت
ستاسو لاروى


ghafar
12.06.2006

عزتمند ورور larghonay1 او د دې بحث نورو ګډون کونکو ته سلامونه او نېکې هيلې!
ګرانه لرغونئ وروره ! ډېره مننه، چې د خپلې پټې خزانې څخه مو د سنچارکي په هکله لږ تر لږه يو څه معلومات وړاندې کړل. ګرانه ما يو ځل مخکې هم ليکلي وو،
کله چې څوک يو خبر خپروي، په يوه کتاب يا په يوې مقالې کې د کوم چا په هکله يو څه ليکي، نو د خپل خبر يا ادعاګانو ( که وي) منبع ليکي. کله چې څوک د ليکنې په هکله د معلوماتو غوښتنه کوي، په دې معنی نده، چې ګواکې په ليکونکي باندې اعتماد نه وي. حتماَ لوستلي به مو وي، کله چې يوه راډيو يا ورځپاڼه يو خبر خپروي ، د خبر منبع هم ښيي. او يا کله څوک يو کتاب ليکي، د کتاب په وروستۍ برخې که د هغو منابعو لست هم ليکي، چې د کتاب په ليکلو کې ور څخه استفاده شوې وي.[quote:14f6c0ac1b]وروره هيڅوك هم ليونيان نه دي چې كمپوټر ته كېني او له خپله ځانه هوايي خبرې وليكي.[/quote:14f6c0ac1b]
وروره که نورو دا ادعا کړې وي زه نه پوهېږم، ما خو پر چا باندې د لېونتوب ادعا نده کړې!!
[quote:14f6c0ac1b]نوره ستا خوښه كه چېرته دې په محكمه كې زور رسېږي اود رهين او سنچاركي په اړه دعوه مخ پر وړاندې بيولى شې نو زه به د ډېرو اسنادو مرسته درسره وكړم او كه نه نو باور وكړه چې رهين او سنچاركى په ملاتړ نه ارزي چې تاسو يې كوئ[/quote:14f6c0ac1b]
زه نه پوهېږم، چې زما د ليکنې افاده ضعيفه ده يا تاسې نغواړۍ پرې پوه شۍ!
ما هېڅکله د رهين او سنچارکي ملا تړ ندئ کړئ،لکه چې تور لګولو کې مو عادت کړئ وي، ما يواځې ستاسو د ليکنې په هکله پوښتنه کړې وه. ښه به وي ، چې د دغه بې ګټې بحث پرځای د خپلې پټې خزانې څخه د سنچارکي په هکله نور معلومات هم وړاندې کړۍ!!
بريالئ اوسۍ
غفار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more