نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خود هم کوزه شود وهم کوزه گر
ع کريم حليمي
05.06.2006
درنو او مکرمو دوستانو سلام و رحمه الله و برکاته !
جرنليزم يو هغو مسلکونو څخه دۍ چي په اسلام فرض دۍ
چون چه فرض عمل دۍ نو تقوا پکښي اول اصل دۍ
که تقوا ، راستي ، او صداقت په خبرنيګار کښي نه وي
نو داټولنه به پر کومه خوا روانه وي ؟؟؟؟
دجرنليزم حيثيت بايد وساتل سي ٠ والي صاحب ته نه ښايي
چه خبرونه د ولايت له کمفيوټر څخه پخپله و ټول افغان او بېنوا
ته استوي ٠
که زما خبره ګمان وي نو د محترم استاد وطنمل صاحب څخه داپوښتنه کوم
دغه خلګ چه خبرونه را استوي و ټول افغان ته تاسو ته معلوم کسان دي
او که تاسو ئې شخصا نه پېږنۍ
د جواب په هيله !
ډاکتر وطنمل
05.06.2006
محترم او مکرم استاد مولوي صاحب حليمي ته سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم .
محترما ! خبرونه ويبماسټر ښاغلی شيرزاد کامه وال پخپله او يا زمونږ همکار ژورنالستان خپروي. نوموړی د منځپانګې له مخې د نشرولو تصميم نيسي ، زياتره راليږونکو، چې ښايي ژورنالستان نه وي، ورسره خپل نوم په بشپړه توګه نه وي معرفي کړي! که روښانه شي چې راليږونکی يې کوم رسمي ارګان دی، نو نشر ته به ونه سپارل شي . په درنښت !
ع کريم حليمي
06.06.2006
ډېر محترم استاد وطنمل صاحب او درنو دوستانو سلامونه او ښې هيلي !
ستاسو له جواب ويلو څخه يوجهان مننه !
يو د مقدسو مسلکونو څخه ژورناليزم دۍ !
او يو د مقدسو کارونو څخه وأمروا بالمعروف ونهوا عن المنکر دۍ !
ژورناليزم او ونهوا عن المنکر ډېر نيژدې اړيکي سره لري او يا په بل عبارت
ژورناليزم او نهی له عن المنکر يوه وظيفه ده ، او يو هدف پر مخ بيايي
او د ټولني د نظام سترګي او غوږونه دي، انساني ټولنه مخ په وړاندي بيايي
هغه وخت يوه انساني ټولنه مخ په ځوړ يا مخ په كښته روانيږي چه
ژورناليزم يا نهی له عن المنکر خپل حيثيت له لاسه ورکړي ، او يا
حکومت ژورناليزم وظيفه په لاس کښي واخلي ، يا ژورنالستان
خپله وظيفه په ښه ديانت ،پاک طينت او پوره متانت او سنجيده ګۍ سره اجرا نه کړي
نه چه يواږي ژورناليست ته ،پاک طينت او پوره متانت او سنجيده ګۍ
په کارده بلکه ټولو هغو مطبوعاتي مؤسسوته چه خبرونه نشر کوي
هم ورته لازمه ده چه چي ضمير بيدار او تميز د ښو او بدو چاري وساتي
طبيعي خبره ده چي مطبوعاتي مؤسسوې به څه ناڅه د دوی مشروع سياسي ذوق
لږ او ډېر ساتي !
هغه مطبوعاتي مؤسسه او ژورناليست بې اعتبار دي چه په مستعار نامه خبر
نشر کوي دا لازمه ده چه ژورنالست خپل بشپړ نوم له خبر سره وليکي هغه نوم
چې دده پيژندګلوی په کيږی٠
په همدغه ناپيژندل شوی حالت کې که ژورناليست واقعي او رشتيا خبر خپور کړي لوستونکي بايد داعتبار په سترګه ورته ونه ګوري٠
ولي چه درباري ليکوالان په اسلامي ملکونو کښي اوږد تاريخ لري
او نن ورځ بيا داسي ورځ ده چه په افغانستان کښي رانيول سوي
اجنټان تر حساب وتلي دي ٠
خبرنيګار چه په مستعار نامه ليکنه کوي داسي معنا لري لکه
امر بالمعروف چه د پردې ترشا کوي او ځان خلکو ته نه ښکاره کوي
او څوک چه په مستعار نامه خبري مؤسسو ته خبرونه لېږي
نو يوه جمله ئې ممکن د توپ تر سلو ګوليو خطرناك وي
ولي چه پروپاګنډې په مرګ شروع دي ، يوازي په توپ [color=white:5cde2e340f]ميدان[/color:5cde2e340f] نه ګټل کيږي
زه په ډېر احترام له ويبماسټر محترم او ښاغلی شيرزاد کامه وال صاحب څخه هيله کوم
چه د خبرونو ميعار تر دې نور هم لوړ وساتي چه د دې ښکلي برېښنايي پاڼي
'ټول افغان ' حيثيت نور هم لوړ سي ٠