نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داګز او دا ميدان
pattang
04.06.2006
پښتنو وروڼو سلام عليکم !
وروڼو زه د بحث او نظر ياتو مخالفت نکوم خوپه دې پاڼه کې ډير خلک په ناندريو اوچټياتوباندې خپل وخت تېره وي ٠
زماپه فکر ددې ټولوليکلو، لارښودلو،ګيلو، ادبي او بې ادبه يادونو......
محصله قوه صفر (0 ) ده٠ ترڅوچې داټول نظريات يو ګډ مخرج ونلري او رهبري نشي دپښتنو دکلتوري ،
اقتصادي او سياسي حقوقو د غوښتلو لپاره هيڅ کومه ګټه نلري ٠
بدبختانه لدي خبرې اکسريت د پښتنو وېريږي ٠ کوم خلک چې نن دپښتنو په نامه ناست دي هغوی پښتانه وير کړي دي او دپرديو غلامان دي ٠
پښتون، پښتونخوا يواځې پښتو ده ( دمومند صيب په لار ) او پښتو څه شی ده ?
هغه کلتور دی ( په پراخه مانا سر ه ) نوزماپه فکر سره ښه به داوي چې پښتانه خپله پوهه په ټولوټولو برخوکې په ډګر کې نړۍ والو ته ښکاره کړي اونړۍ والوته هم ښکاره شي چې پښتانه څوک دي ? څومره مخ ته اوياڅومره وروسته پاته دي ?
زما په نظر پښتانه اوس ددې قدرت او توان لري، نوراځۍ چې بسم الله کړو خپلې ټولې هراړخيزه پوهې ، لکه دنړۍ ټولې نورې طايفې په يوه ځای کې سره راغوڼډې کړو او ديوه ډبرليک په دود يوه تاريخي بڼه ورته ورکړو .
نو که څوک وخت لري او دپښتو سره مينه لري نو مهرباني دې وکړي خپله مسلکي اوکليوالي پوهې اومالومتونه دې په لاندېنۍ ( ويکيپيديا )PashtoWikipedia
کې وليکي ٠
http://ps.wikipedia.org
د پښتنولي په مينه پتنګ
larghonay1
05.06.2006
ښاغلى پتنګ صيب سلامونه !
لومړى خو شكر چې ستا له پېغورونو خلاص شوو.
باور وكړه چې ستاهغه ليكنه (څنګه لكه د دوبي مچان ...) مې ولوسته ډېره راته سخته ښكاره شوه خو چې د ځواب ليكلو هڅه مې وكړه نو شيرزاد صيب د بحث فورم ته غټ غټ كلپونه ور اچولي وو . د نظامي پوستو غوندې به يې كله رانه د شپې نوم غوښته او كله شفر .
زه هم دومره ډېر نه پوهېدم چې نوم څنګه راجسټر كېږي . كله به مې چې د نوم راجسټرولو هڅه وكړه نو بيا به يې راته ويل تاو ساقط نوم وركړى بيا ورشئ .
كله به مې چې بيا برېښناليك او شفر ورته وليكه نو بيا به يې پر شا وټپولم او راته به يې ويل پرې ورځه ، ورټوپ كړه ، څه به دې سر خوږوم ډېرټوپونه مې ووهل اخر مې بيا لاره پيدا كړه چې دبحث فورم ته وردننه شوم .
تاسو كله وايي چې څنګه ورك شول اوكله بيا دې فورم ته په كمه سترګه ګورئ؟
پتنګ صيب دا دې ښه كار كړى چې د همدې فورم په مرسته دې PashtoWikipedia ته تبليغ كړى او له خلكو دې ليكنې غوښتي . ټول پښتانه بايد په دې نېك كار كې اوږه دركړي او ستا دغه علمي ويب پاڼه بشپړه او پياوړې كړي خو وروره كه همدغه فورم نه واى نو دغه پورتنى نظر به دې چېرته څرګنداوه.
كوښښ وكړه چې د دې فورم د تخريب هڅه ونه كړې .
وروره نن سبا دټولې خپرونې د ازاد بحث فورمونه لري . د بي بي سي راډيو، اشناغږ، آزادي. او همدا راز ټول تلويزيونونه ژوندي يا لايف بحثونه كوي . له كابله خپريدونكي تلويزيونونه هم اوس ازاد او ژوندي بحث فورمونه لري لكه د طلوع،اريانا، ملي تلويزيون ، افغان، ائينه او نور .
نو ته څنګه وايې چې له ټول افغان څخه دې د هيواد يا انيس ورځپاڼه جوړه شي چې ټول همدا يو خبر خپروي چې كرزي د پلاني قوم له مشرانو سره وكتل، رهين په پلانۍ خانقا كې چكې ووهلې او هيواد مل د زرياب سره پټه څښنه وكړه ؟
pattang
05.06.2006
لرغونيه وروره سلام عليکم !
وروره دغه زما او ستا سوال او ځواب هم خوشې دوخت ضايع کول دي په موضع غلط پوه شوی يې او که ددې په ځای د ې هلته په PashtoWikipedia کې يو مضمون ليکلی وی نو څومره به ښه وه ٠
اوس راځم ستا خبروته :
وروره په ( 1:m ) رابطه کې وطنمل صيب نشوی کولی چې ښکځل او بد ويونکي خلک له فوروم ځخه لرې اوبند يې کړي., نو کله چې دا رابطه اوس (1:1) ده هغه خلک چې ښکنځلې به يې کولي بند شوو ٠ اواوس دومره خلک ليکنې هم نکوي لکه پخوا٠ نوزه حق په جانب ومه چې دوی مې ددوبي مچان وبلل.
وروره ! فوروم د ليکنو تابع دي او ارزيابي يې ليکنې کوي او(Forum ) خپله يوه دوسيه (folder ) دی ٠ زه هيڅ وخت يوکومونيکاتيو ميخانيزم خصوصا چې هغه هم بيا په پښتو وې (پرداسې يوميخانيزم پسې مو ان لا داړې ولوېدې ) په سپکه سترګه نګورم، اوداستاسويوه اشتباه ده٠
پاتي شوه دفوروم دکار کولو اجازه ( userid and password ) هغه خو هر چيرته قانوني کاردی او زه يې در سره نه منم چې تاته يې چل او ول مالوم نوو٠
PashtoWikipedia زما پاڼه نده خو هغوی هم زما او ستا غوندي پښتانه دي او غواړي چې خپلې ژبي ته خد مت وکړي ٠
خدای پاک دوکړي چې په مطلب مې پوه شې.
اوددې لاندېنۍ ليکې ځواب دې زما له سويې لوړ دی :
[code:1:e695d25952]كوښښ وكړه چې د دې فورم د تخريب هڅه ونه كړې .[/code:1:e695d25952]
دپښتنولي په مينه پتګ
[quote:e695d25952]ښاغلى پتنګ صيب سلامونه !
لومړى خو شكر چې ستا له پېغورونو خلاص شوو.
باور وكړه چې ستاهغه ليكنه (څنګه لكه د دوبي مچان ...) مې ولوسته ډېره راته سخته ښكاره شوه خو چې د ځواب ليكلو هڅه مې وكړه نو شيرزاد صيب د بحث فورم ته غټ غټ كلپونه ور اچولي وو . د نظامي پوستو غوندې به يې كله رانه د شپې نوم غوښته او كله شفر .
زه هم دومره ډېر نه پوهېدم چې نوم څنګه راجسټر كېږي . كله به مې چې د نوم راجسټرولو هڅه وكړه نو بيا به يې راته ويل تاو ساقط نوم وركړى بيا ورشئ .
كله به مې چې بيا برېښناليك او شفر ورته وليكه نو بيا به يې پر شا وټپولم او راته به يې ويل پرې ورځه ، ورټوپ كړه ، څه به دې سر خوږوم ډېرټوپونه مې ووهل اخر مې بيا لاره پيدا كړه چې دبحث فورم ته وردننه شوم .
تاسو كله وايي چې څنګه ورك شول اوكله بيا دې فورم ته په كمه سترګه ګورئ؟
پتنګ صيب دا دې ښه كار كړى چې د همدې فورم په مرسته دې PashtoWikipedia ته تبليغ كړى او له خلكو دې ليكنې غوښتي . ټول پښتانه بايد په دې نېك كار كې اوږه دركړي او ستا دغه علمي ويب پاڼه بشپړه او پياوړې كړي خو وروره كه همدغه فورم نه واى نو دغه پورتنى نظر به دې چېرته څرګنداوه.
كوښښ وكړه چې د دې فورم د تخريب هڅه ونه كړې .
وروره نن سبا دټولې خپرونې د ازاد بحث فورمونه لري . د بي بي سي راډيو، اشناغږ، آزادي. او همدا راز ټول تلويزيونونه ژوندي يا لايف بحثونه كوي . له كابله خپريدونكي تلويزيونونه هم اوس ازاد او ژوندي بحث فورمونه لري لكه د طلوع،اريانا، ملي تلويزيون ، افغان، ائينه او نور .
نو ته څنګه وايې چې له ټول افغان څخه دې د هيواد يا انيس ورځپاڼه جوړه شي چې ټول همدا يو خبر خپروي چې كرزي د پلاني قوم له مشرانو سره وكتل، رهين په پلانۍ خانقا كې چكې ووهلې او هيواد مل د زرياب سره پټه څښنه وكړه ? [/quote:e695d25952]
larghonay1
06.06.2006
قدرمن پتنګ صيب بيا هم سلامونه !
خير دى كه له ماڅخه درته كومه سخته خبره ليكل شوې وي خو كيدى شي تاسو په خپله لومړۍ ليكنه لږ غور وكړئ .
زه نه پوهېږم چې ستاسو د دې جملې له ليكلو څخه موخه څه ده؟
[color=red:1e1f381dd7]اقتباس :
وروڼو زه د بحث او نظر ياتو مخالفت نکوم خوپه دې پاڼه کې ډير خلک په ناندريو اوچټياتوباندې خپل وخت تېره وي ٠ [/color:1e1f381dd7]
كه ريښتيا هم ستاپورتنۍ جمله پر ځاى وي او ډېر خلك په دې فورم كې چټيات ليكي نو بيا خو د دې فورم هيڅ اړتيا نشته .
تاسو مهرباني كړې ليكلي مو دي :
[color=darkred:1e1f381dd7]اقتباس :
زماپه فکر ددې ټولوليکلو، لارښودلو،ګيلو، ادبي او بې ادبه يادونو......
محصله قوه صفر (0 ) ده٠ [/color:1e1f381dd7]
پتنګ صيب كه پورتنۍ جمله مو هم پر ځاى ليكلي وي نو بيا خو د بحث فورم د زرګونو ليكوالو هڅې او ليكنې بېخي بېځايه دي ځكه چې محصله قوه يې صفر ده؟
خو فكر كوم چې دا به ستاسو ځانګړى نظر وي چې زه ستاسو د نظر درناوى كوم خودرسره موافق نه يم.
په كابل كې د لومړي ځل له پاره د پښتو ښوونځيواړتيا اړوند سمينار جوړ شو چې ډېر بريالى او په دې اړه كيدى شي دا لومړنى او يوازينى سمينار و چې پيل يې د همدې فورم څخه شوى و.
همدا راز ډېر ځوانان چې په يوه خوله ، له يوې مخې د پښتواو پښتنو د حقونو چغې وهي او ټول خپلودې حقونو ته ځير دي لامل يې همدا فورم دى چې په آزادانه توګه پكې بحث كېږي .
زما په اند د پښتو خپرونو په تاريخ كې به ټول افغان يوازينۍ خپرونه وي چې د بحث فورم لري او په ازاده توګه پكې هر څوك خپل نظر څرګندولى شي .
دا كه ځينې بې ادبه خلك په كې كله كله بې ادبي وكړي د هغې زه هم مخالف يم او كيدى شي دغه بې ادبه ډېر كم وي .
پتنګ صيب له هغه وخته چې مې دې فورم ته لار موندلې ستاسو ټولې ليكنې لولم باور وكړه چې په لوستو يې ارزووم او د وخت ضايع كول ورته نه وايم.
بله دا چې زما او ستا دغه استدلال هم ماته ګټور برېښي چې دا هم اړين بولم .
د وكيپيډيا له پاره مو ويلي چې له دې بحث نه به مو يوه ليكنه ورته كړې وه دا هم د همدې بحث بركت دى چې كه خداى كول ستاسو له مشورې او پيرزوينې سره سم به ډېرې ليكنې او دقيق معلومات د ويكيپيډيا له پاره راټولوم .
ستاسو د خبره بېخي پر ځاى ده چې :
[color=blue:1e1f381dd7]اقتباس :
والو ته ښکاره کړي اونړۍ والوته هم ښکاره شي چې پښتانه څوک دي ? څومره مخ ته اوياڅومره وروسته پاته دي ?
زما په نظر پښتانه اوس ددې قدرت او توان لري، نوراځۍ چې بسم الله کړو خپلې ټولې هراړخيزه پوهې ، لکه دنړۍ ټولې نورې طايفې په يوه ځای کې سره راغوڼډې کړو او ديوه ډبرليک په دود يوه تاريخي بڼه ورته ورکړو . [/color:1e1f381dd7]
زه درسره يم او د همدې فورم له بركته به ستاسو دغه ليكنه ډېر پښتانه ولولي او كه خداى كول همدا ارمان به مو هم پوره شي خو كه خپلو هلو ځلو ته په سړه سينه دوام وركړو او نهيلي نه شو.
پتنګ صيب خير دى كه ځواب مې درته وليكه دا ځواب نه بلكې ستاسو سره يو بنډار دى هيله ده چې خپه نه شې .
ستاسو لاروى
pattang
06.06.2006
لرغونی صيب سلام عليکم !
پوهه او تحليل او لرليد اسانه کار ندی او دهرچا کار هم ندی زمامصد دلته له ټولوخلکو اوټولو ليکنو څخه ندي ، کومې چې دلته په دې فوروم کې ليدل کيږي
اولوستل کيږي ٠
لر غونی صيب : پتنګ دفورمونو سره ډېرې ، ډېرې زړې پخوانۍ تجربې لري او په
مانا او مفهوم يې ډير ښه پوهيږي او هم په دې فوروم کې په ډيره علاقه او وياړ خپلې ليکنې کوي او داڅکه چې دا فوروم په پښتو ژبه دی٠
زما او ستا په يوه نقطه کې نظر يو دی ، خدای د وکړي چې په کابل کې دپښتنو زامن
په پښتو تدريس شي اود دېګانانو بچيان هم يو څو ټکي پښتو د ملي يوالي په خاطر زده کړي٠
چې وخت ضايع نشي ځپل ديالوګ به ختم کړو
دپښتنولي په مينه پتنګ
نقاد
07.06.2006
هلکو ځلميانو، مشرانو او کشرانو ، دا ﻻروی صيب ګنې په ټول افغان کې ځان ډير ﻻروی ﻻروی نه ګڼي( ؟)، خونام خدی داسې ليکنې کوي چې د ټول افغان د فورنو ځينو مسئولو کوربنوبه هم نه وي کړې . ماته خو ډير نوښتګر ، ويښ او د کار سړی ښکاري ، راځئ چې د وطنمل صيب سره يې په مسوليت کې ګډون ته وهڅوو او دده په مټ خپل د بحث فورمونه ﻻ پياوړي کړو!
ghafar
07.06.2006
ګرانه وروره pattang صاحب سلامونه او نېکې هيلې!
ستاسو ډېر ښه نظر دئ . هغه هېوادوال چې وس او وخت يې ولري ډېر به ښه شي، چې د Wikipedia له لارې خپله پوهه د پښتو ژبې نورو مينه والو په واک کې پرېږدي، چې دا به د پښتو ژبې ته لوی خدمت وي.
په درناوي
غفار