نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
all about today
مازدیګر
04.06.2006
دا اعداد او حسابونه کتابونه کله کله عجبه خوندوره بڼه غوره کاندی د مثال په تو ګه د ېو اين ډې پی يوه سروی داسی واېې چه اروپايان په کال کی ٥٠ارب ډالر دسګرېټو په لوګې کی الوزوی د١١اربو ایسکریم خوری امریکایی میرمنی ٨ اربه ډالر په سینګار خرڅوی او د خوشبویاتو لپاره هم تقریبادولس اربه ډالر کاروی ...بل خوا نور حسابو نه کتابونه داسی وای چه دپکتېا او کنړ غرونه له ځنګلو نو نه خلاصیدو ته رسیدلی دی علت ېې څه ده په دی کانفرنسونه کول په کار دی..دچرنوبل د اتومی بټی د پیښې صحیح صحیح حساب کتا ب چه کله د ازادی نړی ګوتو ته ورغی په هغه ورځ به دا قضیه هم حل شی.پا تی شوه د چاپیریال دککړتیاخبره نو په دی خو به نن هم ډیر کانفرنسونه بحثونه او مرکی وشی ځکه چه نن د چاپیریال نړیواله ورځ ده او ښکاره خبره ده د شتمنو هیوادونو حکومتونه به دخپلی ازادی مېډیا په وسیله دخوارو هیوادونوحکومتونه او وګړی په دی حساب کتاب ښه خبر کړی چه د نړی چا پیریال ته څومره لوی خطر متوجه ده .داوزون په سطح کی سوری څومره لوی شوی ده وغیره وغیره ...نو اوس که څوک خوری څکی او حساب کتاب له سره منی نه نو هغه خو......