د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امريکا او تروريزم !

م ن غروال
03.06.2006

درنو او محترمو لوستونکو د سلامونو له عرض کولو وروسته!
امريکا غواړي د تروريزم سره مبارزې په نامه چې د بې ګناه انسانانو د ژغورلو او خوندي کولو او انسانانو ته د بشري حقوقو په ورکولو يې معنی ګانې دي او ټوله دنيا يې پدې پروپاګندۍ لړلې ده غواړي ټولې نړۍ ته اثبات کړي چې امريکا په هر ځاي چې غواړي نظامي حملې او يرغل ترسره کړي د نړېوالو اصولو سره به سم او دۍ جناب صاحب به هرمرو حق په جانب وي٠
نړۍ شهادت ورکوي چې د امريکايي سر تېرو لخوا په کراتو او مراتو په عراق او افغانستان کي بې ګناه او ولسي وګړي وژل کيږي چې په ډير تأثر ماشومان هم پدې برخه کي شامل دي٠
نن د هامبورګ مارګِن پوست MORGENPOST په ړومبې مخ کي د عراقي وژل شؤو ماشومانو انځورونه تر سترګو شول٠
که امريکا غواړي د تروريزم سره په حقيقت کي نړېواله مبارزه وکړي نو تل دې خپلو سرتېرو ته چې په داسي نه بخښونکو جرمو اخته دي او اخته کيږي د قانون له مخي ورته جزا ورکړي او جزا دې هم ورته ومني٠ خو راملز فلد خان صاحب په دومره سپين سترګتوب چې زه يې دده د کورنۍ تربيه او کلتور او يا به هم د بوش د سياسي کلتور اغېزه او ککړتوب وبولم، چې د خپلو تيريکونکو سرتېرو لا دفاع هم وکړي٠ نړېوالو مطبوعاتو دا هم څرګنده کړې ده چې د امريکا نظامي واکداران هغه بېکاره او بې پلاره او بې موره د امريکا د لوچګانو له ډلو څخه ځوانانو ته د پيسو او د ښه ژوند وړانديزو په پلمه راټول او د يو څو ورځو ټک ټوک زده کولو وروسته يې يا هم افغانستان ته راپارسل کړي او يا يې هم عراق ته! چې نتيجه يې هم يوازې د بې ګناه انسانانو وژل دي چې دوئ به ورڅخه خوند اخلي خو لا خبر نه، چې څومره نړېواله کرکه زېږوي٠ خو په هر حال :
ترور ټول مسلمان غندي او مونږه هم پخپل وار سره د ترور پر ضد تر خپل وسه ويلي دي او تل به يې منفور هم وبولو خو هر تروريست به زما لپاره منفور انسان پدې نه وي چې هغه د نهايت غضب او بې چاره ګی له امله نور پرته له ترور څخه بله چاره د ځان لپاره نه ويني٠ که ددغو وړو بچيانو پلرونه او يا نور د کورنۍ غړي ، پر ځان بمې وتړلې او ځانمرګي بريدونه يې وکړل او د بې ګناه انسانان يې ووژل، نو درد يې واقعاً هماغومره ژور دي چې خپل انتقام پدې ځانمرګي بريد اخلي٠ نه وايم چې سم کار دي اما ملامت هم ندي٠ په ټوله اسلامي نړۍ کي هيڅ څوک نشته چې ددغو جناياتو رسماً پوښتنه وکړي ٠ دا هر مؤمن لپاره ډير د خواشينی او تأسف ځاي دي٠
[color=red:858cbad137]ملامت او مؤجب د دا ډول تروريستانو د امريکا د همدغو ناوړو غير انساني او د بشري حقوقو او د ديموکراسۍ اصولو پر ضد سياسي او نظامي چلند دي چې شخص ج .و.بوش او رامزفلد به ددغه بېشرمو اعمالو ځواب وايي٠[/color:858cbad137][color=blue:858cbad137]زما په نظر :[/color:858cbad137] [color=white:858cbad137]د ټولو ليکوالو ژورناليستانو سياستوالو او ديپلوماتانو دا دنده او مسئوليت دي چې دوئ ته په وار وار دا په ډاګه کړي چې مونږه ټول يو ځاي دا اعمال غندو او غيري انساني يې بولو او د بشري حقوقو نقض يې بولو او خپلې کرکې څرګندؤو او قاتلانو او تيري کوونکو راکښل د عدالت ميزو ته په کلکه غوښتونکي يو٠[/color:858cbad137]په درناوې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more