د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د Clash of Civilizationدتيورى دليونيانو بله نخره

زرملوال
02.06.2006

دالاندى ليكنه په بينوا ويب پاڼه كى يوه بينومه ليكوال كړى ده
او ما دلته رانقل كړه راځئ دا وواياست چى داد تهذيبونو دټكر
دتيورى وړاندى كوونكى ايا اوس رپه رښتيا په دى نه دى بوخت
څو عملا تهذيبونه سره اخته كاندى ؟

____________________________________________________
دمڼې مکه د مسلمانانو پر ضد یو بله دسیسه ؟؟

پرون مي راته یو ملګري ( عنایت ساپي ) په برېښنالیک کي یو لنډ مضمون رالیږلی و او د مڼې مکه یادونه يې کړې وه چي په نیویارک کي دمڼې یا اپل د لوی کمپیوټري شرکت له خوا د جوړیدو په حال کي ده ، د یو مسلمان په صفت د مضمون او انځور په لیدو مي زړه ټکان وخوړی او د یوډول کرکي احساس مي وکړ چي اخیر ولي نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سره لوبي کوي ایا نړۍ لا د ډنمارک څخه سبق نه دی اخیستی چي د ناکاره کارتون په چاپولو سره يې د نړۍ په لر او بر کي د مسلمانانو غوسې راوپارولې .
خپلي سترګي مي دکمپیوټر پر پرده د هغې په انځورکي ګنډلي وې او لاس تر زني ورته فکرجن ناست ومه چي د دفتر یو ملګري ( ایډوارډ ) مي چی په خټه سور امریکایي دی او په ژورنالیزم کي مي د ډیرو نړوالو سفرونو ملګری هم پاته شوی دی راباندي ږغ وکړ ، چي هلکه ولي داسي چورتي ناست يې :
ما د خپلي خبري سره یوځای دخپل کمپیوټر پرده وروګرځول چي ستاسي له لاسه مي زړه شین دی ، هغه چي د رنګ بڼه يې تغیر وخوړ په حېرانتیا انځورته کتل .
بې واره يې د مڼې کمپيوټري شرکت ته د مبائیل د تڼیوو په کښېکښلو سره زنګ وواهه اودمڼې مکه د موقیعت او ادرس غوښتنه ئې ځیني وکړه .
او دواړه د هغې د لیدو لپاره له دفتره څخه راووتلو ، که څه هم دپسرلني باران پرله پسې اورښتنو نیویارک ښار لمبولی و خو بیا هم په دې شنه سهار تورو وریځو د نیویارک د هندارو کوڅې توري کړي وې . په ټکسي موټر کي تر لږ سفر وروسته دنوموړي ودانۍ مخي ته راکښته سولو .
دا ودانۍ چي د نویارک ښار د منهاتن (Manhattan) په ناحیه کي د پنځم واټ (Fifth Avenue) پر سرداته پنځوسم او نهه پنځوسم سړک تر منځ د جوړیدو په حال کښي وه له نژدې مو ولیدله زما ملګری چي تر ما يې ډیره غوسه په تندي کښي له ورایه ښکاریدله ، چارواکو ته يې غاښونه چیچل چي په لوې لاس نړۍ ته شر لټوئ او خپل اولس ته دوښمنۍ زېږوي .
دا دهندارو ودانۍ چی د یوتور مربع صندوق شکل لري د مڼې مکه په نوم نومول شوې وه .
داچي د ودانۍ جوړښتي بڼه لا تر وروستي پړاوه نه ده رسیدلې چي ایا د مڼې مکه به د مسلمانانو دمقدسي مکې ته ورته پاته شي او که به څنګه ؟
خوپوښتنه ده داده چي ولي داودانۍ د مڼې مکه بلل شوې ده ؟؟
ایا امریکا غواړي چي د ناکاره کاتونونو په څېر په نړۍ او امریکا کي یو ځل بیا په لوی لاس د مسلمانانو غوسې راوپاروي ؟


زرملوال
02.06.2006

http://www.benawa.com/kandahar.php?id=7325


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more