نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د كورنيو چارو وزير بايد له دندې ګوښه شي !
larghonay1
01.06.2006
لرغونې لاروى
په ټوله نړۍ كې دود دى چې كه په د كورنيو چارو وزارت كې كومه ستره بې كفايتي وشي نو وزير پخپله استعفى كوي او كه ډېره ستره وي نو صدر اعظم هم استعفى كوي.
په كابل كې د تېرې ورځې پېښې او ورسره پيوست لاريون كې د كورنيوچارو وزارت بې كفايتي او حتى د ځينو خلكو په ګومان لاس لرلو څرګنده كړه چې دغه وزارت كې لا تر اوسه د هيواد تر ملي ګټو ګوندي ګټو ته ډېره پاملرنه كېږي.
ځكه دغه لاريون د كابل خيرخانې مېنې څخه پيل او د ښار ټولو واټونو او سړكونو كې وګرځېدل ، دوكانونه يې ولوټل، ښيښې يې ورماتې كړې او دخلكوشخصي شتمنيو ته يې اور واچاوه خو عجيبه دا ده چې دغه لنډغر لاريون كوونكي د ملي پوليسو له هڅه ډول خنډ سره مخامخ نه شول.
حتى پخپله پوليسو هم په دغه لاريون كې ونډه درلوده او كله به چې لاريون كوونكو كوم ځاى ته اور ورته كړ نو پوليسو يې د وژنې هڅه هم نه كوله .
د اريانا ټلويزيون هم دارواښاد ميرويس جليل غوندې دخپلې دندې ښكار شو.
د دغې ټلويزيون كوم كاركوونكي د ولسي جرګې د مشر قانوني د ورو داسې انځور اخيستى و چې تمانچه يې په لاس او د لاريون كوونكو ملاتړ يې كاوه.
لاريون كوونكو د اريانا ټى وي د ځينو موټرو تر سوزولو ورورسته د ملي شورا پر لور مخه كړه چې د قانوني د تاوده هركلي سره مخ شول.
له دې هرڅه معلومېږي چې د كورنيو چارو وزير ضرار احمد اوس هم خپل پخواني ګوند او شمالي ټلوالې ته وفادار دى او تر ملي ګټو ورته ګوندي او سيمه ايزې ګټې غوره ښكاري. ځكه يې دكابل ښار ټولو پوليسو ته ويلي وو چې د لاريون كوونكو پر وړاندې خنډ نه شي.
او بله دا چې دغه ښاغلي هغه مهال چې ولسي جرګې ځينو وزيرانو ته رايه وركوله ، له څو موټرو وسله والو سره د ولسي جرګې مخې ته كسان تيارسئ كړي وو او ويل يې كه ولسي جرګه رايه ورنه كړي نو حمله به پرې وكړي.
د يادولو وړ ده چې د ښاغلي جلالي پر وخت د شمالي لنډغرو زور يو څه كم شوى و او كابل ښار هم له غلو يو څه په امن شوى و خو د ده له راتګ سره بيا همغه غر او همغه يې كربوړي شول.
بېرته د پنجشير ټوپكيان دحوزو مشران شول او بيا يې همغه پېښې پيل كړې.
دا هم بايد په ياد ولرو چې د ضرار احمد يوازې تخلص مقبل دى نور د مقبل قوم سره كومه اړيكه نه لري.
دى د شمالي ټلوالې له نوموتيو ټوپكسالارانو څخه دى چې اوس هم ورته وفادار دى.
ولسي جرګه بايد ضرار احمد ور وغواړي (استيضاح ) دې ترې وغواړي او تر پلټنو وروسته بايد له دندې ګوښه كړى شي او كه نه نو بله ورځ كه د كرزي صيب په ارګ حمله كېږي هم دى به خپل پوليس ګوښه كړي او حمله كوونكو ته به لاره وركړي.
په همدې هيله
Re: د كورنيو چارو وزير بايد له دندې ګوښه شي !
منتظرمسید
08.06.2006
ښاغلی لاروی صیب !
سلامونه اوښې هیلې ومنئ.
لیکل خوموکړي دي خوخدای مکړه چې دغفارصیب ترسترګونه شي که نه بیابه در نه استلامونه کوي اوثبوتونه به درنه غواړي .
په درناوي
ghafar
08.06.2006
ګرانه وروره larghonay1 سلامونه او نېکې هيلې!
په تأسف چې زمونږ ګران ورور منتظرمسید د دې مهمې موضوع په هکله د ويلو کوم مهم ټکئ نه درلود!!
زما په نظر دغه پېښه درې بېلا بېل اړخونه لري:
1- دا بايد روښانه شي، چې امريکايئ ډرېور دا کار قصدي کړئ دئ او يا څرنګه چې دوی ادعا کوي او د افغانستان د کورنېو چارو وزارت يې هم تأيدوي، چې دا يوه تخنيکي ستونزه وه. که تخنيکي ستونزه وه نو بيا څرنګه دغه نقليه وسيله وکړای شول بې له کومې ستونزې او بلې پېښې خپلې اډې ( قرارګاه) ته لاړه شي؟
او فرضاَ که امريکايئ قصدي دا کار کړئ وي، نو هدف يې څه و؟
2- دا هم بايد روښانه شي، چې په ټوليزه توګه امنيتي ځواکونو او په ځانګړي توګه پوليسو ولې ميدان لوټګرو ته پرېښود؟ آيا هغو داسې چې ادعا کېږي په ريښتيا د لا زياتو وينو د توئيدو د مخنيوي لپاره دا کار وکړ؟ که دا حقيقت وي، نو پوښتنه دا ده، چې پوليس د څه د پاره دی؟
3- بله پښتنه دا ده ، چې څرنګه امکان لري، چې په لڼډ وخت کې مظاهره کونکو هم وسلې درلودلې او هم شعارونه او عکسونه يې ځانونو سره درلودل؟
که دې کار ته د مخه سازمان ورکړ شوئ و، نو بله پوښتنه رامنځ ته کېږي، چې د امريکايانو او مظاهره کونکو تر منځ څه ډول اړيکې موجودې دي؟
په درناوي
غفار
منتظرمسید
08.06.2006
ګرانووروڼو!
ښې چارې.
ګرانه وروره غفارصیب ډیره اوبیاهم ډیره بښنه غواړم ،هسې ټوکه مې کړې وه ،موخه مې ستاسوخوابدي نه وه بلکې غوښتل مې چې پدې پلمه ستاسوپام دې موضوع ته راوګرځوم اوله نیکه مرغه هغه دی پام موراوهم ګرځیده ،چې خوراپه زړه پورې او په ځای ټکوته موګوته نیولې ده .
ماپدې موضوع ځکه څه ولیکل چې تاسوته ښه پته ده چې دالومړی ځل ندی چې ورته پیښې یادسیسې ترسره کیږي ،پخواهم څوڅوځله ورته لاریونونه یالوټماری شویدي چې دولتي چارواکوبه ویل چې دځینوکورنیوسیاسي دولت ضده اووطن ضده ډلوټپلولاس پکې درلوده ،لاکن هغه ډلې اوټپلې اوخائنان ولس ته ونه ښودل شول اوخبره همداسې پټه اوخوندي پاتې شوه ،ځکه چې زموږدولت دمصحلتونو پر بنسټ دڅویودبل ضده اودښمنوډلوڅخه جوړشویدی ،چې په داخل کې دوی ښه سره پوهیږي خوځینولاملونوله کبله هغوی ته څوک څه نشي ویلی ،داځل همداسې ده ،په کابل اوهیوادکې هره ورځ په سلګونوترافیکی پیښې رامنځته کیږي خوچامظاهرې اولوټماری ندي کړې ،پدې پیښه کې هرومرودهیواددښمنه ډلولاس شته ووچې ښاغلي لاروي صیب ورته اشاره کړیده .که دکرزي صیب حکومت پدې اړوندټوکلې ګامونه پورته نکړي (زه پدې بشپړباورلرم چې نه یی پورته کوي ) اوهغه څوک چې
دغه پیښه یی دیوې دسیسې په توګه وکاروله اوعامه شتمنیوته یی زیان ورساوه ،هغه یی لوټ کړې ،نوورته پیښې به په راتلونکې کې بیاهم تکراریږي اودولس شتمنۍ به لوټ کیږي ،ځکه چې ددې دسیسې ښکیل کسانودتیروڅوکالوپه اوږدو کې په لوټمارۍ اوچوراوچپاول روږدې دي ،اومتل دی چې وايي :علت ورکیږي ،خوعادت نه ورکیږي .
په درناوي