د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دخوندور عنوان لاندې بې خونده ليکنه

بدر
30.05.2006

دغه ليکنه مې د هغې د وړتيا له کبله د وړانګي پاڼي نه دلته را نقل کړ:

دخوندور عنوان لاندې بې خونده ليکنه

محمدآصف خواتی

څوورځې مخکې په ځينو ويب پاڼو کې دښاغلی ع٠م٠ اسکندری يوه ليکنه دخورا په زړه پوری ( چپ افغانستان وبرون رفت ازبن بست کنونی ) عنوان په لرلوسره خپره شوه ،دهغې دلوستلو وروسته را ته څرګنده شوه چې هغه دخوندور عنوان لاندې يوه بې خونده ليکنه ده ،دا ځکه چې محتوی يې دافغانستان دکيڼ غورځنګ دهغې زمانې دګوندې غونډو دوينا کونکو ويناوو ته ورته ده کله چې ښاغلی بغلانی دواک په څوکۍ ډډه لګولې وه ، هغه وخت چې د هيواد اصلی واکداران شوروی سلاکاران وو٠ پداسی شرايطو کې غونډو خپل اغيزمنتوب له لاسه ورکړی وو٠ په ويناوو کې د (( رهبر )) وينا په بشپړه توګه تائيديده،دهغې ددرايت او خلاقيت خبرې کيدې او مخالفين اوسيالې ډلې به پکې غندل کيدې ٠ دښاغلې اسکندری په مقاله کې دښاغلی بشير بغلانی ( آريانای باستان ،خراسان پهناوروافغانستان پرآشوب ) مقاله دتاريخی واقعيتونو اوپيښو دتحريف سره سره په بشپړه توګه تائيداودنوموړې ليکنې دمنتقدينو په پته بې بنسټه تورونه لګول شوی دي ٠

که څه هم مقاله يو لړ مثبت اړخونه لری خو هغه څه چې ترې يادونه وشوه هغه يې بې خونده کړيده ٠ ماته په زړه پورې نه ښکاری چې په جنجالی مسئلو باندې ځان مصروف کړم خو څرنګه چې زما په پته هم داسی څرګندونې شوې چې نه يوازې واقعيت نه لری بلکه دتهمتونو پرته نور څه نشم ورته ويلای اودنورو تورونو تر څنګ يې زه پدې تورن کړی يم چې دکوم سازمان له دريځه مې دښاغلی بغلانی په مقاله انتقادی ليکنه کړيده دې موضوع زه اړکړم تر څو پدې هکله څه وليکم اود اخبره وکړم چې دمختلفو عقيدو خاوندانوته ددښمن په سترګه کتل ، دهغوی په پته دتورونو لګول دمتمدنو اوددموکراسۍ دپلويانواومتعهدوليکوالو کارندۍ ٠ بايد دازغم ولرو چې دنورو خبرې هم واورو ٠ بل داچې زه په اوس مهال کې داسی (( سازمان يا فرکسيون )) نه وينم چې زموږ دګران هيواددناورين دعواملواوداوسنې ځورونکی حالت څخه دوتلو لارې چارې څرنګه چې زه فکر کوم دهغی په کړنلاره کې و وينم اودهغې تبلپغ وکړم نو له همدې کبله دا تور چې ما دکوم سازمان له دريځه څه ليکلی دی يوه بې بنسټه خبره ده ٠ زه په خپله ليکنه کې غواړم يوازی پر هغو څرګندونو تبصره وکړم چې زما په پته ويل شوی دی ٠ ښاغلی اسکندری ليکي : (( ٠٠٠ بخصوص مقاله طويل ، لاطايلات ګونه وحشری آقای سادات ، آقای خواتی واعلاميۀ حزب نامنهاد ملی دريز( بايد چې ملې دريځ ليکل شوی وای ) همه نه نظروموضعګيری افراد بلکه موضعګيری سياسی يي سازمانها وفرکسيون های معينې اند ، درهمۀ اين موضعګيری ها دفاع از نظام قبيلوی ، تک قومی در يک کشور کثير القوم ، تماميت خواهی قبيلوی وحاکميت بلا منازع قوم وقبيلۀ معين ومخالفت رندانه با عدالت ملی واجتماعی دا د ميزند٠٠٠ ))٠ زه دنورو درنو دوستانو دليکنې په هکله نه غواړم لکه ښاغلی اسکندری دهغوی دمدافع وکيل او يا وياند په رول کې څرګند شم خودخپل ځان په هکله بايد هغې ته ووايم ، بيله دې چې دلايل وړاندې کړې دا ډول قضاوت اودحکم صادرول نه يوازی احساساتی چلند ګڼم بلکه تاسې دهغه څه خلاف (( ٠٠٠ احترام به انسان ،عقيده وبرابری حق اووپذيرش دموکراسی واقعی وشفاف ٠٠٠ )) چې دهغې نه مو يادونه کړيده اوپرونۍکيڼ غورځنګ مو انتقاد کړې دۍ عمل کړی چې دخبرو اوعمل تر منځ مو يووالی نه ليدل کيږي ٠ تاسو ته پکاروه چې :
الف- دا مو په ګوته کړې وای چې ما دکوم سازمان يا فرکسيون له دريځه خپل نظر څرګند کړې دۍ ؟
ب- تاسو لږ تر لږه يو مثال راوړی وای يا دلايل اوفاکټونه مو وړاندې کړی وای چې ما څرنګه د قبيلوی نظام څخه دفاع کړی او داجتماعې او ملی عدالت په مخالفت ( او هغه هم په رندانه مخالفت ) کې ولاړيم ٠
څرنګه چی ښاغلی پدې هکله دويلو څه نلری نو دتيښتې لپاره يې ښه لاره پيدا کړی چې (( بحث در اين مورد را فعلا لازم نميدانم وآنرا به آينده موکول ميکنم ))٠ وګورو چې ښاغلی څه وخت پدې هکله بحث کوي ٠ دښاغلی دپورتنيو څرګندونو په باب بايد ووايم :
الف – زموږ دهيواداکثره سياسی کړی اويا په بله خبره دسازمانونو او ګوندونو غړی دافکر کوي چې يوازې دوی دوطن رښتينی خدمتګاران دی چې منظمه مبارزه پر مخ بيايي اوهغوی چې دکوم سازمان غړيتوب نلری دسلطان محمود دلټانو په شان په يوه ګوښه کې بيغمه ناست دي اودخپلو خلکودبدمرغيو ننداره کوي٠ ممکن ښاغلی په همدی دليل سره داحکم کړی وي چې ما ګواکی دکوم سازمان له دريځه دښاغلی بغلانی په مقاله انتقادی نظريات وړاندی اوخپاره کړی دي چی ښاغلی پدې اړوند داشتباه سره مخامخ دۍ٠ يوه ترخه حقيقت ته بايد ځير شو چې په نړی کې ګوندونه اوائتلافونه ددې پخاطرجوړيږی چې خپل هيواد او ولس ته خدمت وکړی خو زموږ په وطن کر خبره سرچپه ده ګوندونه اوائتلافونه پدې خاطرجوړيږي چې دوطن اوخلکو تر نامه لاندی څه تر لاسه کړی يا دپرديو داهدافو دپلې کولو لپاره وسيله وګرزي چې څرګند مثال يې په ١٩٩٢ کال کې د شمال ائتلاف جوړيدل وه هغه ددې پرځای چې دملګرو ملتو دسولې پروګرام دپلې کيدو مرستندوی شي دهغې دشنډولو لپاره دقومی اوژبنی تعلقاتو پربنسټ جوړ او هغه پلان يې له بده مرغه شنډ کړ٠ چې ښاغلی بغلانی دنوموړی ائتلاف دجوړيدواودهغې داصلی لوبغاړو په هکله داسې ليکي ((٠٠٠ سرانجام به برکت اتحاد وسيعی که ميان نيروهای جهادی به رهبری فرمانده شهيد احمدشاه مسعودوقوت های شمال به فرماندهی قوماندان دلير ونام آور سترجنرال عبدالرشيددوستم وسهمګيری فعال وآګاهانه جنرال عصيانګر وبا شهامت عبدالمومن،سيد حسام الدين حقبين ومانور های بموقع وسودمند رهبر روحانی فرقۀ اسماعليه الحاج سيدمنصور نادری سقوط کردوانقلاب اسلامی ،ملی به پيروزی رسيد٠٠٠ )) اوبيا اضافه کوي : ((بسياری اند اشخاصيکه اين عمل را منصفانه وشفاف ندانسته پشيمانی سياسی ميشمارند٠ چنين عملې مرا متعجب ساخته است )) ٠ تاسی اوس قضاوت وکړۍچې هغه خپل ياران کوم چې په هغه وخت کې دغولونکو شعارونو تراغيز لاندې راغلې وو اودښاغلې بغلانې اودهغې دانډيوالانو ترڅنګ ولاړ وو ،ددې ائتلاف ناوړه پايلې يې وليدلې اونن خان ملامتوی هغه يې (( متعجب )) کړی دۍ او زه بيا ښاغلی اسکندری ته هک پک پاتې يم چې خبرې دچپ غورځنګ کوي اودداسی شخصيت دمدافع وکيل اووياند په توګه ډګر ته را وتلی دۍ چې موکل يې ديوې داسې پيښې اودهغې دلوبغاړو ستاينه کوي چې نه يوازې يې دکيڼ عورځنګ ددړې وړې کيدو عامل شوله بلکه پرهيواد يې افراطی متعصبی ښې اړخې ډلې واکمنې کړی اوهيواديې دقومې دښمنيو ،شخړو اوجګړو دوزخ ته ورټيل واهه٠
ب- زه ځکه دقبيلوی نظام څخه دفاع نکوم چې زه متمدن جهان او په هغې جمله کې اروپاوينم چې هلته دجلاجلا ملتونو اودولتونو ترمنځ سرحدونه مات شوی ، واحده پولې سکه لری او په نږدې راتلونکې کې به ديوه واحد اساسی قانون لاندې ګډژوند کوي او ولسونه يې دآزادو ټاکنو له لاری دهيواد په اداره کې برخه اخلې او خپل برخليک پخپله ټاکی٠ چا چې داروپا دموکراسي ليدلې ده که دقبيلوی نظام نه دفاع کوي هرو مرو به دماغی اختلالات لری٠ او بيا هغه څوک چې خپل سياسی هدفونه دې قوم اوژبې تر نامه لاندی تبليغوی اودنورو قومونو خلاف دريږي هغه بيا هرو مرودپرديو داهدافو وسيله ګرزيدلې ده چې دهغې افشا کول دهر رښتينی افغان ملی اووطنې دنده ده چې بايد هغه ترسره کړي ٠زه نه يوازې دهر ډول ستم مخالف يم بلکه دخپلو خلکو سوکالی او سرلوړی په هيواد کې دټولنيز عدالت اودموکراسۍ په ټينګښت کې وينم٠
ما پخپله پخوانی ليکنه (( در بيان حقايق واقعبين بود نه کج انديش ))چې هغه په ځينو پاڼو کې خپره شوه دښاغلی بغلانی او دهغی دهمفکرانو نه دا هيله کړې وه که زما دليکنې سره موافق نه وی خپل انتقادی نظر څرګند کړی ٠ فکر کړم چې ښاغلی بغلانی لدې امله دا کار ونکړ چې دهغی شخصيت ته زيان ونه رسيږی ځکه هغه يو وخت دکابينې با صلاحيته غړی و،هغې ديوه سياسی سازمان دمشرتابه وياړ درلود، تل به دتلويزيون په پرده را څرګنديده،په ډله ئيزو رسنيو کې به دهغې په باره کې يادونه کيدله ، ما دا ځانګړتياوی نلرلې وزير يا معين څه چې نه قوماندان وم نه دکومې شعبې آمراو نه دچارواکو دارجمندانو له ډلې څخه وم چې څوک مې وپيژنی اوددې اړيکو پر بنسټ په سياست کې مطرح شم ځکه زموږ په ټولنه کې دضوابطو څخه روابط مهم بريښي ٠ دا ډول تفکر تر اوسه پر موږ واکمن دۍ ددې خبرې داثبات لپاره غواړم دخپل يوه دوست خبره دلته را ياده کړم زما دا دوست ديوې انترنيټې پاڼې چلونکی دۍ هغه کومه ورځ دافغانستان ديوه پخوانی جنرال سره دخپلې پاڼې په هکله پوښتنه کړې وه چې هغه ګورۍ که نه ؟ هغې ورته ويلې وو چې هو دښاغلی( فلانی ) مقالې لولم ښاغلی يو وخت ددرګاه اوبارګاه خاوند و ٠ تاسې وګورۍ چې موږ دهغه چا ليکنې لولو چی يو وخت (( ستر کسان )) وواوهغوی چې لوړ مقامونه نه لرل هغه ټول ناپوهان دی اوکه کوم يو يې څه ليکی هغه چرنديات اوبې ارزښته ليکنې دی چې په لوستلو نه ارزي٠ ددې ډول تفکر خاوندانو ته دا خبره بايد وشي چې کله يو هيواد دبحرانونو سره مخامخ شي يا هلته دکودتاګانو بازار تود وي ،جګړی اودپرديو لاسوهنی دوام ومومی دبغاوتونو اوشورشونو له لاری سياسی بدلونونه رامنځته شی اوپه تيره بيا کله چې پردی دهيواد په سرنوشت واکمن شي هغه وخت اکثرا تصادفی ،غيرمستحق اوپه پرديو پورې تړلې څيری راځليږی ،لوړو مقامونو ته رسيږی ٠ زموږ دهيواد په دې وروستيودوو نيمولسيزوکې چې په هيواد پردی واکمن شوی دی وليدل اووينوچې دعريضه ليکونکوپه څير څيری وزيران او معينان شول،ملکې دطب داګتران،انجينران،مامورين،کارګران ،ملايان ،پهلوانان اوداسې نور دسترو پوځې جزوتامونو قوماندانان دوسله وال پوځ درياستونو رئيسان شوی دي اوددينی مدرسې نه وتلی شخصيت ددفاع وزير شوی دۍ٠ اوس نو وګورۍ چې زموږ دهيواد هغه چارواکی چې دچارو وړتيا يي نلرله خو دتصادفاتو له کبله اوهغه هم دپرديو دسخاوته ستر مقامونه ترلاسه کړی بايد نورو ته چې وطن پری ګران وو اودوطن په خاطر يي فکراوعمل کړی اودپرديو په درد نه خوړل هغوی په څه نه پوهيږی ٠ ددې ډول چارواکو دکړووړو پايلی نن وينو چې وطن مو کوم دشرمه ډک وضعيت لري او افغان ته په نړی کی په کومه سترګه کتل کيږی؟
ما ددې ليکنې وروستۍ کرښې ليکلې چې يوه خواږه دوست راته تلفون وکړ داحوال دپوښتنې وروسته هغه را ته وويل چې(( ته يې محکمې ته معرفی کړی )) ماورته وويل وروره نه مې څوک وژلې اونه مې غلا کړې ده چا اودڅه په خاطريي محکمې ته معرفی کړی يم هغې وويل (( بله خبره ده )) هغی ته می وويل نه داچې دالقاعده په لست کې مې نوم راوتلی دۍما دالقاعده دعقيدتې ملګرو اوانډيوالانودبربريت او وحشت نه وطن پريښود اونن خپل ټاټوبی ته دهغوی له بيری نشم ستنيدلی٠ زما دوست وخندل او اضافه يې کړله چې (( دجنبش په سايت کې د( وطندار ) مقاله ولوله پوه به شي چې څه ګناه دې کړې ده٠ )) ما هم بيله ځنډه نوموړی پاڼه اومقاله پيدا او په لوستلو مې يې پيل وکړ٠ ددې مقالی محتوی بيا هم د(( رهبر)) دشخصيت ستاينې اودهغې دمنتقدينو په پته دسپکو خبرو يوه مجموعه وه چې زه دلته دهغې څخه ځينې کلمې دمثال په توګه راوړم چې ګران لوستونکې ونه وايي چې ما دا خبرې داحساساتو له کبله کړې دی لکه (( تبصره های تحقيرآميز وشانتاژهای چند پهلو وجاهلانه ،تقلب کاری ،تفنن ،ياران شوونيست معامله ګرودست نشاندګان ))٠فکرکوم چې دداسو کلماتو ليکنه داشخاصو په پته ښکلې نه بريښي ٠ پدې ليکنه کې چې ليکوال يې چادری اغوستې ده اودچادری لاندې چې اصلې څيره يې څرګنده نشي چې هغه څوک دۍ او څه کارنامی يې کړی دی دښاغلې بغلانی منتقدينو ته ډيرقهرجن دۍ اودسپکو سپورو سره سره د هغوی ديوې (( بيطرفې محکمې )) غوښتونکی دۍ اودهغوی جرم اوګناه په هکله هغه ليکي :((٠٠٠ ولې عاملين قتل ومدافعين انديشه های ظالمانۀ حکام قبيله ګرابخصوص پيروان سياست عبدالرحمن خان ،هاشم خان ،داودخان وحفيظ اله امين که مدتې در آن حزب ابتکار عمل را دردست داشتند وکنون از آن تفکر وموضع در مقام دفاع چون (( سادات ها ،خواتی ها ، جانبدار ها )) وازاين قبيل اشخاص آشکار وپنهان ديګر مسئول وقرضدار اند که تصفيه حساب بآنها در يک داد ګاه بيطرف زمان را ميطلبد ))٠ وګورۍ منطق اواستدلال ته چې هيچا دنوموړو شخصيتونو په هکله حتی خبر نه ده راپورته کړی اودکوم ((ابتکار عمل در آن حزب)) خبره کيږی چې نوموړ کسانو ښاغلو (سادات ،جانبدار ) درلود،زه دهغوی په هکله خبر نه يم خودخپل ځان په باب وايم چې دکوم ګوند په کوم رهبری کونکې ارګان ،ياحکومت ،پوځ ،څارندوی ،استخباراتو،څارنوالی ،محکمه کې می داسی ځای نه درلودچې دابتکار عمل خبره ترې وشي چې بايد په ګوته کړې يې وای ٠ داچې دښاغلی بغلانی دليکنې منفی اړخونه مې بربنډکړی دی نو داچلند دنوموړر شخصيتونو دسياست اوکړو سره څه تړاو لری او هغه خبره چې ( ده کجا ودرخت ها کجا ) دلته ښه صدق کوي ٠ که خبره دبيطرفه محکمې کيږی لومړې بايد هغه څوک ، ځانګړې ډله اودهغی پلويان محکمه
شي کوم چې دملګرو ملتو دسولې پروګرام يې شنډکړ اوهيواد يې دقومی اوژبنيودښمنيو اوجګړو دوزخ ته ورټيل واهه ، هغه څوک بايد ولس ته دخپلو کړو ځواب ورکړی کله چې شوروی لښکرودافغان ميړنی وطنپال ولس مقاومت ټکاوه اوهغې په حکومت کې دانصاف اوعدالت تله په لاس کې نيولې وه اوعدالت يې تطبيقاوه، هغه څوک بايد محاکمه شي چې دهغی دګوند له خوا چې هغه يې دمشرانو نه يو مشرووقومی مليشی درلودلې چې دافغان مجاهدولس د پرديو دتسلط په خاطروځپی اوداسې نور٠٠٠
ښاغلی وطندار اضافه کوي : (( سياق کلام ناموزون مقالۀ آقای سادات طورې است که به احتمال قوی ميتوانيم بګويم که نوشته از چند فکروکله تراوش کرده وباشتاب ګروهی در چندين سايت بنشررسيده ٠٠٠ ))٠ زما له نظره ښاغلی وطندار نور هم پخپله هنداره کې ګوري چې دده انډيوالانود څه دپاسه دوو مياشتومشورو وروسته داپريکړه وکړه چې (( از مقالۀ جناب بغلانی جانانه دفاع نمود وجوهر اصلې مقالۀ شان در رسانه ها بازتاب پيدا نمايد ))٠دلته غواړم دګرانو لوستونکوپام دښاغلو ( اسکندری، نبی زاده ) دليکنو يوې برخې ته راواړوم چې آيا ديوه فکرا وديوه سر( ياکله ) څخه راوتلی ليکنې ګومان نه پری کيږی چې کټ مټ يې دلته را نقلوم :
الف - ښاغلی محمدعوض نبی زاده پخپله ( افغانستان قلمرو استبداد وبيعدالتی ملی ) مقاله چې په آريايي کې خپره شوی ليکي (( بنظرمن جوهر اصلی مقالۀ آقای بغلانې را چندمسئلۀ ذيل احتوا مينمايد :
١ _ افغانستان سرزمين استبداد وبيعدالتی های ملی است ،
٢_ قلمروکنونی کشور دارايي جغرافيای استعماری وتحميلی است،
٣_ در نام کنونی افغانستان همه اقوام اين سرزمين هويت خودرا نميبينند٠
٤ _ در افغانستان مناسبات قبيلوی وعشيروی تسلط داردوهنوز پروسه ملت سازی تکميل نګرديده اند،لذا تفکر واقعا ملی ونتيجتا احزاب ملی به آسانی بوجودنميآيند ودرنهايت نتيجه ميګيرندکه برای بيرون رفت ازوضع متشتت وپراګنده ايکه نيروهای وطندوست مواجه اند، راهی جزتشکيل جبهۀ متحدملی وجودندارد٠ ))
ب - ښاغلی اسکندری ليکي : (( بنظرمن جوهر اصلی مقاله آقای بغلانی را چند مسېله ذيل ميسازد:
١- افغانستان سرزمين استبداد وبيدادګری ملی است،
٢- جغرافيای کنونی کشور يک جغرافياي استعماری وتحميلی است ،
٣_ در آينۀ نام کنونی کشور همه اقوام باشندۀ اين سرزمين هويت خودرا نمی بينند ،
٤_ در افغانستان مناسبات قبيلوی وعشيروی تسلط داردوهنوز پروسۀ ملت سازی تکميل نګرديده، لذا تفکرواقعا ملی ونتيجتا احزاب ملی به آسانی بوجود نميآينددر نهايت نتيجه ميګيرند که برای برون رفت از وضع متشتت وپراګنده ايکه نيروهای وطندوست مواجه اند ، راهی جز تشکيل جبهۀ متحد ملی وجود ندارد ٠
که چيری وګورو په ١ ،٢، ٣ لمبر جملو کې لږ کم ددوو دريو کلمو توپير وينو او ٤ جمله کټ مټ ليکل شوې ده اوس تاسو قضاوت کولای شۍ چې
آيا پوﻻتنی څوکرښې ديوه تفکر اوديوه سرڅخه نه دی راوتلی ؟ يا داچې هغه اوږده مقاله چې دوو تنو لوستې ده اودهغې جوهر يې په کټ مټ الفاظو خلاصه کړی دۍ دکمپيوترونوهغو حافظې ته ورته دۍچی کوم پروګرام ورکړی جلا جلاکمپيوتر دهغی يوه نتيجه در ته را وباسي ٠
دټولو خبرو سره سره بايد دې حياتی مسئلې ته دهغو سياستوالو اوليکوالو پام را وګرزوم چې د سياسې هدفونو اوسياسی قضاوتونو نيول اوتبليغول دقوم اوژبې پر بنسټ خورا ناوړه پايلی لری چې قومې( بې باوريو ،دښمنيو ،شخړو ،جګړو ) ته په ډيره آسانه توګه لاره هواروی ، زموږ دهيواد تاريخ دقومی اوژبنيو شخړو اوجګړو تاريخ نه دۍ اوکه پخوا اوپه تيره پدې وروستيو کلونو کې کومې ستونزې، شخړې اوجګړې شوې دی هغه دپاسه څخه اودپرديودلمسون له امله پر موږ تحميل شوې دي ٠ هيله داده چې دا وروڼه قومونه دخپلو سياسی هدفونو دترلاسه کولو په خاطر سره بيل نکړو، ددښمن جوړولو اوددشمن انځورولو لپاره د قلمونو څخه استفاده کول ددې هيواد دټولو وروڼو قومونو سره نه بخښونکې جفاده ٠
پدې ليکنه کې هغو خپلوپر وطن مينو وطنوالوپام چې دافغان ولس سرلوړې اوسوکالی غواړی ،دخپلواک اوپرمختللی ګران افغانستان په خاطر فکرکوي هغو ګواښونو ته چې نن هيواد ،افغانی هويت اوځمکنی بشپړتيا ته متوجه دۍ راوګزوم چې سره يوشي اود مجاهد اوغير مجاهد او امثالهم نورنومونه هير ،ترڅووکولای شي دموجودو ګواښونو چې ريښی يې په بهر کې دی مقابله وکړي که نه نو دسترو بدمرغيو سره به مخامخ شو٠
په پای کې غواړم يو ځل بيا دښاغليو( اسکندری ،وطندار ) څخه په درناوی هيله څرګنده کړم که غواړی دوستانه بحث ته ادامه ورکړی چې په هغې کې ديوبل دملامتولو هدف نه وي بلکه داختلاف اوسؤتفاهم وړ مسئلو دڅيړنو لپاره وقف شي يوخل زما پخوانی ليکنه په پوره غور سره ولولی او زماهغو انتقادې څرګندونو ته ځواب راکړی چې زه يي په لنډه توګه يو ځل بيا هغې ته اشاره کوم اوهغه دادي :
١_ دجدی د ٦ نيټی په سياسی بدلون کې دپوځ کوموقطعاتوګډون کړی و چې ښاغلی بغلانی ورته کودتا ويلې وه اودکودتا مشری دکومی قطعې دمشر يا افسرپه غاړه لرله ؟
٢_آيادافغانستان په تاريخ کې ( دست نشانده ) واکداران يوازې دکرزی له قوم ( تبار ) څخه وو يا دښاغلی بغلانی دتبارڅوک هم پکې وواو که دهغې دتبار څوک نه وو نو په هغه حکومت کې چې دی دعدليې وزيراولوی څارنوال وه هغه حکومت څه ډول اودچا پرمټ پر افغان ولس حکمروايي کوله ؟
٣_ ښاغلی بغلانی په پرونی کيڼ غورځنګ کې د( سازا ) ډله يوازينۍ سياسی ډله بللی چې په چين اوشوروی پورې نه وه تړلې که داسې وه نو ولې شورويانو يوازې ( سازا ) غوره کړاو په هغه حکومت کې يې شريک کړ چې دا حکومت ددوی دتجاوز محصول و؟
٤_ آيا په رښتيا سره ددری ژبه ( چې ښاغلی بغلانی هغې ته فارسی وايي ) تل تر فشار لاندې وه که داسې وه په کابل کې دداسی يو لومړنی ښوونځی را په ګوته کړی چې په ازبکی ،بلوڅی، پښتو،ترکمنی دې په هغی کی ښوونه ترسره شي٠ ترڅوددې وروڼوقومونو ماشومان پخپله مورنۍ ژبههلته زده کړه وکړي اوله اضافي فشار چې دبلې ژبې زده کول دی خلاص وي٠ که ښاغلي په مشخصه توګه دپورتنيو مسئلو په هکله بحث ته چمتو کيږی زه چمتو يم ورسره مباحثه وکړم او که داسې نه وی بحث کول په نورو عامومسئلو دوخت دضايع کولو او دنوروسؤتفاهماتودايجاد پرته څه ګټه نلري اوښه به داوی چې دا سې وګڼو چې هيڅ خبره نه ده شوی ، نه کومه مقاله خپره شوې نه چا پری انتقادی نظرڅرګند کړی او نه په چا تورونه لګول شوی، نه چاته دبيطرفه محکمی غوښتنه شوی او ژوند په عادی توګه دوام لري ٠
په درنښت
د٢٠٠٦ ميلادی کال دمی ٢٩ نيټه


بدر
30.05.2006

http://www.wranga.com/pnuke/modules.php?name=News&file=article&sid=301


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more