نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اخر امريكايان له افغانانو څه غواړي
larghonay1
29.05.2006
همدانن د ۲۰۰۶ كال د مى ۲9مه د كابل شمالي سراى كې د دې له امله چې لاره بنده وه نو امريكايانو د عامو خلكو د سورلۍ په موټرو خپل موتر ورخېژولي .
تر اوسه د مرګ ژوبلې دقيقه شمېره نه ده معلومه خو ويل كېږي چې تر پنځه ويشتو زيات عام افغانان وژل شوي او زخميان هم ډېر دي .
همدا اوس يوولس نيمې بجې په كابل كې درانه لاريونونه روان دي .
د كابل دبېړني يا ايمرجنسي روغتون مخې ته هم د خلكو ګڼه ګوڼه ډېره زياته ده چې ټپيان يې راوړي دي.
دا په داسې حال كې ده چې د كرزي په دې څلورو كلونو كې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو كې كله په ودونو بمبارۍ كېږي ، كله په روانو كاروانونو، كله په ماشومانو د لوبو پر وخت او كله بيا د يو دوه طالبانو په پلمه له خلكو ډكو كليو باندې بمونه وروي چې بې ګونا ښځې ماشومان، واړه او زاړه پكې وژني.
تېره ورځ مو په كابل ټي وي د ښاغلي كرزي سفر وليدو چې كندهار ته د يوې ډلې امريكايانو سره د دې په خاطر تللى و چې هلته امريكايي پوځيانو په عامو خلكو بمباري كړې وه او د دوو سوو يا تر دې زياته مرګ ژوبله يې اړولې وه .
ابوالمتين
29.05.2006
زما په نظر خو امريکائيان ددې له پاره افغانستان ته راغلی چې افغانان د ځان تابع او د خپلو فرمانبرداره غلامانانو نه د دوی په لاس جوړ شوی حکومت پرې وتپي. د افغانستان د ځمکی پر سر او تر ځمکه لاندې ټولې شتمنۍ د خپل ځان کړی. دلته هوټلونه او د تفريح او سياحت ځايونه جوړکړی او د امريکايی او اروپايی عياشو سرمايه دارانو له پاره د ساعت تيرئ ځايونه او شرايط مهيا کړی. په افغانستان کې افغانی پيغلې او ځوانان د تمدن او غربی کلچر تر نامه لاندې داسې بدو اخلاقوته تشويق کړی چې خپل کلتور، دين او اخلاق يې هيرشی. خپلې پوځې اډې جوړې او نه يوازې افغانان د تل له پاره د ځان تابع او تسليم کړی، بلکې د منطقې نور هيوادونه هم تر نظامی تهديد لاندې ونيسی. دافغانانو له ځواک او استعداد څخه د ځان په ګټه کار واخلی. لنډه داچې هغوی خپلې ستراتيژيکې محاسبې لری او د افغانانو د سولې او آرامۍ او د افغانستان د رښتيا جوړولو له پاره د بشردوستۍ د خيالی او غولوونکی احساس په خاطر دومره مصارف نه کوی.
نو خپلو هدفونو ته د رسيدو له پاره دوی په افغانانو کې داسې نقطې پیدا کوی چې د افغانانو سر پرې خم شی. دوی خو غواړی چې د خپل تخنيک او وسلو په زور افغانانو ته وښايی چې امريکایان زورور دی او هغه افغانان چې هیڅ وخت هيچاته نه دی تسليم شوی، بايد امريکايانو ته تسليم شی. او که نه تسليميږی نو د واړه او زاړه، د ښاری او دهاتی، د ښځو او نارينه و ژوند، عفت او ناموس يې له خطر سره مخامخ دی.
د امريکايانو سره په دې هدف کې انګليسان هم مرسته کوی او غواړی د خپلو پخوانيو دښمنيو او ماتوغچ له افغانانو څخه واخلی.
دا وه زما لنډ نظر او نور نو ولله اعلم بالصواب!
داود فايز
29.05.2006
محتر مو وروڼو
نيكي هيلي او سلامونه
د كابل دشمالي سراي داو وير ټو لو غيورو مسلمانانو ته دا سبق وركوي چي سره يو شي او د أمريكا د شوم هدف د خنثا كولو لباره يو موټي شي
زه هغو أفغاناناو ته چي تل د أفغانستان د مشكلاتو بوج پر پاكستان أچوي چي د زرګونو أفغانانوته خو باكستان نه و ويلي چي تاسي پاڅيږي دد يمنحوسو په وړاندي.
دشمالي سراي دا غمجنه پيښه يو ځل بيا د أفغانانو ويني په جوش كي راوستي او د زه إن شاء الله د يونوي پاځون پيله بولم ، او دكابل دحوت ددريم دپاڅون سره يي مقايسة كوم چي دكابل غيرتي خلكو دروسانو په ضد وكړ او به زرهاو شهيدان يي ورکړل.
بله خبره دا ده چي استعمار ي قوتونه دا نه پيژني چي دا پښتون دي او كه بل دي هغوي ته هغه بهتر دي چي څوك يي غلامي وكري شي
او د أفغانستان ټول وګړي په زړه كي دومره كركه او نفرت دي پردو په مقابل كي لري لكه پښتانه يي چي لري.
خو ما چي ډير ژړوي هغه دا ږيرول او په دروغو دمجاهدينو مشران چي اوس د امريكا غلامي قبلوي او ځان ته مجاهد وايي ، اول له ټولو نه مخكي بايد دوي ته سم سبق وركړي شي .
دوي د طالبانو په وړاندي مقابله جهاد بللو او اوس د أمريكايانو سره ناسته مصلحت بولي
سياف كولي شوي چي د طالبانو سره 7 كالة د پنجشير په دره كي غره په غره وګرزي څه به شوي و چي يو پنځه كاله نور هم د امريكايانو په ضد په همدي دره كي تير کړي وي او خپل مقدس جهاد ته يي ادامة وركړي وي.
ما چي نن د هغو ځوانانو عكسونه وليدل چي امريكايي شوبلي يي په تيږو ويشتلي نو د فلسطين ځوانان مي را په ياد شول او له ځان سره مي دا وويل چي (( الكفر ملة واحدة )) كافران ټول يو ملت دي او مسلمانان هم يو ملت دي.
هغه څوك چي نن ژبني او يا قومي او سيميز تعصبونه وړاندي كوي هغوي له حقيقت نه لري او يا يي مغزونه ور مينځل شوي. له هغوي سره بايد په همدومره كلكه مقابله وشي لكه ځنګه چي بايد له امريكا او دهغوي له غلامانو سره وشي ، ځكه چي دوي د استعمار آلي دي او د دښمنانو هغه مقوله په وړاندي بياي چي وايي (( فرق تسد )) .
نور به ځه نه وايم وخت به تاسي ته درکړم
والسلام
أبو عمر محمد
larghonay1
30.05.2006
ګرانو دوستانو تېره ورځ چې زه څنګه له دغې پېښې خبر شوم نوانټر نيټ ته لاړم او پر روانو حالاتو مې د تبصرې له پاره څو كرښې وليكلې .
دا سمه ده چې امريكايان وحشيان دي او په اكثرو هيوادونو كې يې كړنې وحشيانه دي خو دا چې په نورو هيوادونو كې هم خلك د جګړې په چل پوهېږي، هم د روغې جوړې، هم د لاريون او هم د پاڅون.
له بده مرغه چې په افغانستان كې په دغو يو هم څوك نه پوهېږي اونه يې چل ورځي.
د دوى پاڅون بې منطقه احساسات وي . په خبره ځان نه پوهوي چې زمونږ له پاڅون نه څوك ګټه اخلي.
د دوى روغه جوړه معامله او جګړه يې يوازې وژنه او ورانى وي نه منطق او قناعت وركونه.
لاريونونه خو يې د خپل كور ورانول وي . كه تاسو په افغانستان كې دا څو لاريونونه وګورئ نو پوه به شئ چې دا لاريون نه بلكې د خپل هيواد ورانول دي.
لكه د ګونتانامو د وحشيانو پر خلاف چې د قرانكريم بې حرمتي يې چې كړې وه په جلال آباد، لوګر، وردګ، او ځينې نورو ولايتونو كې يې چې ښوونځيو، دولتي او غير دولتي ودانيو ته اور واچاوه.
تېره ورځ هم همداسې وحشي لاريون و چې د عامو خلكو شتمنيو ته يې زيان ورساوه.
دا سمه ده چې د امريكايي وحشيانو دغه تېري او وحشت ته څوك برات نه شي وركولى خو د شمالي ټلوالې وحشيان هم ترې ډېر كم نه دي.
پرونيو لاريون كوونكو د شمالي ټلوالې ملي خاين مسعود عكسونه له ځانه سره وړل او د عامو خلكو مالونه يې لوټ كول، دوكانونه او شيشه يي ودانۍ يې په تيږو يې ويشتې.
دا يې لاڅه كوې د مسعود زېر دست د ټلوالې پخواني او د سختو ورځو وفادار يار سياف هم پيغام ورلېږلى و چې له شرمه ډك يې بولم.
زه د وژل شويو ټولو افغانانو سره د زړه له كومي همدردي او غمرازي كووم خو د سياف، امان الله ګوزر، شمالي ټلوالې د نورو لنډغرو لاس چې په كې وي هغه لاريون ته داړه ماري وايم.